زۂ۔څومره خوش نصيب يم چې کعبه مې پهٔ نظر شوه
دَ حسنِ ازل دا يوه جلوه مې پهٔ نظر شوه
دا ټيک ده مونږ ړاندۂ يو حقيقت نه خبر نهٔ يو
مونږ څهٔ پيژنو کومه نظاره مو پهٔ نظر شوه
ورکړے زړۂ هر چا دے چې مؤمن دے تور کهٔ سپين دے
بس دا يو تسلي ده دَ هر چا ، مو پهٔ نظر شوه
چې زړۂ دَ عشق نه ډک وي نو بيا حسنِ ازل هم
ښکاره کړي بيا خپل ځان ،خبره دا مو پهٔ نظر شوه
پهٔ زړۂ مې يو خبره وه ليکلي پهٔ لوستو کښې
“زړۂ ورکړه۔اے شبيره واخلهٔ دا ”مو پهٔ نظر شوه