خدايه فيض دَدې کعبې راته عطا کړې
دَ دې فيض نه الهيٰ ډک زړۂ زما کړې
خالي زړۂ راغلے دلته يمه خدايه
شي چې فيض اخستے هغه نظر راکړې
ګناه ګار يم دَ ګناه پنډ مې پهٔ سر دے
حاضر شوے يمه دلته ، معاف ما کړې
سمندر دَ رحمتونو ته ولاړ يم
فضل غواړم ، ته خو فضل پهٔ هر چا کړې
چې زۂ ستا شم ته زما شې ، شبير وايئ
ما ګنده راوړے زړۂ ، ته ئې صفا کړې