دا فيض دے دَحرم چې مې پهٔ خولهٔ باندې اشعار دي
زۂ هم پهٔ فيض ککړ يم هم پهٔ خلقو ئې آثار دي
دا دے دَ حرم فيض چې هر طرف ئې نور خوريږي
وريځې سمندر نه دَ رحمت قطار قطار دي
دا زړونه بدلوي ځکه راغلي ورته ټول دي
دَ مينې دَ دنيا سره چې زړونه کوم بيمار دي
دا کور ډېر وچت کور دے چې ادب ئې نه کړي څوک
پوې نه دي ناخبره لهٔ وچت ځائے راګزار دي
داځایٔ دَ محبت دے دا پيغام خور کړه شبيره
دَچا کاميابېدل چې پهٔ رښتيا باندې پکار دي