نعت شريف


بيا مو مخکښې شين ګنبد دے اؤ حرم

پرې مين دي که عرب دي که عجم


دغه ځائے دَ اسمان لاندې ډېر وچت دے

کهٔ ئې څومره ادب وکړې کم دے کم


سترګې ټيټې يم ولاړ ژبه خاموشه

پښې مې رپي اؤ جاري له سترګو نم


دَاجرونو سودا نه کړي عاشقان

لوئے کرم دے چې زۂ دلته حاضر يم


زۂ ديدار به دَ خدایٔ وغواړمه دلته

خدایٔ معطي دے اؤ حضور ئې دے قاسم


رپي لاس مې زړۂ مې ډک له کيفياتو

شي ليکلے کيفيات کله قلم


چي مې نوم پهٔ غلامانو کښې اوس شمار شي

زۂ شبير هم اميدوار يم دَ کرم