مدينه منوره تاريخي ښار دے
هر يو څيز دَ محبت يو لوئے مينار دے
چې وي ډک دَ محبت کله کوم زړونه
هغه غواړي دَدې ټولو زيارتونه
مقامونه تاريخي چې زمونږ خپل دي
آينده دَپاره دا محفوظول وي
دې سره ډېر تشريحات کول اسان شي
چې دا نهٔ وي نو دَدې بغير ډېر ګران شي
دَ قران اؤ دَ حديث دا ګواهان وي
چې څوک پوې وي پهٔ هغوی باندې دا ګران وي
اعلان وشو چې کوو به زيارتونه
دَ هغې دَ پاره راغلل درې بسونه
اول لاړو مونږ جمات ته دَ قبا
شوه شروع دَ زيارتونو سلسله
دَ پاکانو پهٔ جمات باندې ياديږي
پهٔ قران کښې دَدې داسې تعريف کيږي
دَدې وجه پهٔ حديث کښې چې مروي ده
اول لُوټو بيا اوبو سره پاکي ده
خوښ دَ خدایٔ شو دَ پاکیٔ چې دا عادت ؤ
پهٔ قران کښې بيان شوے ئې عزت ؤ
چې ادا کړي ۔دې کښې څوک دوه رکعتونه
دَ عمرې ورته حاصل شي بيا اجرونه۔
صحابه چې کله راغلو مديينې ته
کعبه نه وه پسخيدل به دوئي عمرې ته
دوئي سره ؤ دَ خدایٔ داسې محبت
څومره ؤ قابل رشک دَدوی حالت
دوه رکعته مونږ پهٔ دې کښې بيا ادا کړل
ورپسې مو دوه لاسونه پهٔ دعا کړل
دا پاکي مونږ ته نصيب کړې پاکه ربه
مونږه وساتې هميش لهٔ خپل غضبه
دې نه پس مونږه احد ته شو روان
احاديثو کښې دَ دې شوے بيان
دا خبر دَ خدایٔ رسول بيانوي
محبت مونږ سره دغه غر کوي
مونږه هم دَدې سره کړو محبت
بيا مونږ ولې دَدې ونهٔ کړو زيارت
هلته دي دَ شهيدانو مزارات
دَ ليدو قابل قدر مقامات
هلته پروت دے هم سردار دَ شهيدانو
مونږ حاضر شو پهٔ مزار دَ شهيدانو
بيا مو پيش کړلو سلام ورته دَ مينې
چا توئې کړي چې وې دلته خپلې وينې
مونږ ولاړ وو دَ امير حمزہ پهٔ مخکښې
اؤ جاري زمونږ پهٔ مخ باندې وې اوښکې
مرتبه دوئي ته ورکړي رب سبحان
دے ژوندے دَ رب پهٔ نزد وائي قران
عبادت دَ دوی کول نهٔ دي جائز
دغه شان څهٔ ترې غوستل نه دي جائز
دي جائز که څوک وراستئ سلامونه
يا بخښي ورته ګټلي ثوابونه
جائز کار منع کول نهٔ دي جائز
لکه څنګه ترې غوستل نه دي جائز
دَ افراط تفريط نه مونږ ته بچ کيدل دي
چي کوم خير دے هغه مونږ ته اخستل دي
څهٔ خوراک دَ احد غر نه دي سنت
پاڼې راوړې څو ملګرو پهٔ همت
هغه پاڼې مونږه وخوړې پهٔ شوق
چې سنتِ مستحب ؤ دغه ذوق
يو کلو کجورې مونږه واخستلې
پهٔ ډېر شوق سره دا مونږه وخوړلې
پهٔ طرف دَ قبلتين شو بيا روان
دَ قبلې دَ بدليدو چې دے نشان
نازل شوے پهٔ دې ځائے کښې دا فرمان
چې بدله شوه قبله دَ مسلمان
حکم داسې شو نازل دَ نمونځ دوران کښې
ورته شوي اشاره ده پهٔ قران کښې
چې عمل پرې وکړو چا هغه ساعت
ورته ورکړے دَ جنت شو بشارت
عشره مبشره باندې موسوم دي
دا وو څوک پهٔ صحابه کښې ښهٔ معلوم دي
دوه رکعته نمونځ مو وکړو دې جمات کښې
دَ الله نه پهٔ غوښتو شو مناجات کښې
کړې دَ زړۂ قبله زمونږه هم اوس سمه
چې له ټولو شرکياتو شو بې غمه
مونږه سبع مساجد ته شو روان بيا
تصور کښې مو راتلو هغه دوران بيا
دَ خندق دَ هغه جنګ پهٔ ورځو شپو کښې
صحابه چې وو ديره کومو خيمو کښې
عاشقانو پرې بيا جوړ کړل جماتونه
دَ خيمو ئې ۔ټول محفوظ کړل نشانونه
پهٔ هغو کښې ورځ پهٔ ورځ اوس کمے کيږي
ساده ګان چې پهٔ مقصد ئې نهٔ پوهيږي
وخت کوتاه شو دې نه پس شوه واپسي بيا
نمونځ دَ پاره دَ مسجدِ نبوي بيا
شوي ده دَ بدر کوم ځائے چې غزا
دَ کتو ئې زمونږ وشوه اراده
مونږه ګاډے کړو يو دې ته برابر
اؤ يو ورځ شو مونږ روان پهٔ دې سفر
ټول ملګري مو ودۂ شو چې وو ستړي
پروت پهٔ سوچ کښې ؤمه زۂ چې څهٔ وو شوي
دَ قريشو دا سنګينه يو حمله وه
ختمؤ دَ مسلمان ئې اراده وه
پهٔ تعداد ساز و سامان کښې دوی وو بر
دَ خدایٔ څهٔ وه اراده نهٔ وو خبر
دوئې۔ طرف ته زمکه ښه وه مظبوتيا کښې
اؤ رسول دَ خدایٔ مصروف ؤ پهٔ ژړا کښې
انتظام نه چې فارغ شو پيغمبر
دَ خدایٔ مخکښې ئے بيا کښودو خپل سر
کړله رب ته ئې۔ زاري دَ بيکسۍ
اؤ اظهار ئے ؤ کلهم دَ عاجزۍ
ورسره دَ مدد وکړه خدایٔ وعده بيا
دَ مدد دَ فرښتو يو سلسله بيا
غټ غټ خلق دَ کافرو شولو قتل
هم عتبه اؤ هم وليد اؤ ابو جهل
دغه ټول ئے يو کوهي ته واچول
دې نه پس رسول الله ورته ويئل
پوره کړه الله وعده زمونږ سره
څنګه تاسو سره وشوه معامله
عمر وئیل چې اوريدے کله دوی نهٔ شي
نو زمونږ پهٔ دې وينا خبر به څهٔ شي
نو حضور وفرمايیٔل بيا دا عمر ته
له ستا زيات اوري جواب نهٔ ورکیٔ بيرته
پهٔ دې سوچ کښې وم پهٔ مخه زۂ روان
خپل تاريخ ته زما خيال ؤ وم حيران
پهٔ لږ وخت کښې څومره شوي دي جنګونه
بې پرواه يو مونږ له هيڅ نه خبر يو نه
دَ روحا کوهے پهٔ لاره کښې راتللو
اؤ زمونږه ئې ډېر شوق ؤ دَ ليدلو
واقعه دَ دې سره ده يو تړلي
مونږه داسې کتابونو کښې ليدلي
چې رسول دَ خدایٔ اوبه چې دَ دې څکښلې
نو يو ګوټ ئې ترې پهٔ دې کښې واچولې
چې تپوس ترنه چا وکړو چې دا ولې
جواباً خبرې دا ئې ۔و فرمائلې
زما ياد شو دَ راتلونکي دور امت
اف امت سره ئې ؤ څومره محبت
ما چې هم دا اوبه څکښلې دا مې نيت ؤ
دَ حضور دا ګوټ مې ياد دَ سعادت ؤ
بيا دَ بدر پهٔ لور مونږ ته وو زر تلل
مدينې ته وو تر نمونځه رسيدل
زمونږ وشو زر ميدان ته رسيدل
ديوال تاؤ ؤ ترې ډېر لږ څهٔ مو ليدل
مقامات تاريخي کښې خو عبرت وي
پهٔ دې باندې پابندۍ ته څهٔ حاجت وي
هغه ځائے ؤ پهٔ رښتيا دَ عبرتونو
ؤ کوهے دَ مشرکانو دَ لاشونو
مونږ دعا دَپاره لاس کړلو وچت
خدايه وساتې ايمان مو سلامت
بيا نقشه مو وکتله دَدې جنګ
چې باطل اؤ حق ؤ څنګه څنګ پهٔ څنګ
دَ الله دَ مدد څنګه نظارې وې
دَ شيطان دَ مايوسۍ چغې سورې وې
حق غالب شو باطل وخوړهٔ شکست
مختورن شولو شيطان ذليل بدبخت
بيا واپس شو دَ حرم دَ نمونځ دَ پاره
ګاډے تيز ؤ ځکه زر ختمه شوه لاره
دې نه پس دلته ليکمه څو نعتونه
چې پهٔ وئيلو شي دَدې خوشحال ډېر زړونه