خور شوے پهٔ فضا دَ مدينې کښې چې ادب دے
ګفتار پهٔ پست اواز دے دا منظر ډېر زيات عجب دے
خيال زړه کښې دَ هغهٔ لري منزل ئې مدينه ده
راښکلے شي راښکے شي کهٔ عجم دے کهٔ عرب دے
چې زړه مې ور هديه کړۂ دَ اجرونو بيا سودا څهٔ ؟
کافي ده دا چې دا حاضریٔ بس يو سبب دے
يم ناست جمات کښې زړۂ مې پهٔ طرف دَ هغهٔ ، اوري
سلام دَ حاضریٔ چې دلته کښې زما پهٔ لب دے
ديدار دَ خدایٔ ، لهٔ خدايه ولې ونهٔ غواړم دلته
آقا زمونږ قاسم دے اؤ معطي زمونږه رب دے
دَ دوست دَ خدایٔ دَ کور زایٔره خيال کښې دا لره تهٔ
چې حسنِ ادب دلته کښې کوم دے حسنِ طلب دے
اوس واستوه شبيره پرې سلام دَ حاضرۍ چې
دي دلته دا جایٔز ، دغه طريق مو دَ مذهب دے