دَ عشق اور


بل کړه اور د عشق پهٔ زړۂ کښې زړۂ دَ يار سره واصل کړه

چې خوښيږي کوم دَيار نو خصلتونه ھغه خپل کړه


چې دَ يار تعريف پکښې وي محفلونه ھغه جوړ کړه

چې دې يار پرې خفه کيږي نو لهٔ ھغه محفل زغل کړه


زړۂ دَ يار پهٔ مينه مست کړه هم دَيار دَيار پهٔ مينې

اؤ کلام دَ محبت ئې پهٔ خپل زړۂ باندې نازل کړه


لهٔ هر څيز نه ور نيزدې شې ته لهٔ هر څهٔ پرې ورتېر شه

لامبوزن پهٔ سيند دَ عشق شه هېر دَ ځان نه ئې ساحل کړه


چې يو وخت هم درنه هېر نه شي هر وختې تاته ياد وي

اے شبيره ؔ يار پهٔ زړۂ کښې داسې رنګې تهٔ داخل کړه