دَ مدينې منورې هوا


پهٔ زړۂ مې لګيدلي جوړ هوا دَ مدينې

دَ تلو غم کښې نصيب خوشحالي شوه دَ مدينې


يو زوګ غوندې پيدا پهٔ تصور کښې شو پهٔ خپله

هوا دَ مدينې اؤ دَ فضا دَ مدينې


مسکن دَ صحابه ؤ اؤ منزل دَ ملائکو

پهٔ لار باندې روان شولو مونږ بيا دَ مدينې


داځائے لوئے دَ ادب دے ، پهٔ ادب باندې به اوسې

شه پوې ، لازم ادب دے پهٔ هر چا دَمدينې


شبير هم با ادب کړې سوال زما تاته دے خدايه

پيرزو چې پهٔ هغه کړو سفر تا دَ مدينې