دَ مطلب غمے پهٔ لاس کړه


دَ ناجنسو پهٔ محفل کښې شامل نهٔ شې تهٔ هېڅکله

لهٔ مخلوطو مجالسو نه پهٔ هر صورت کښې زغله


چې پهٔ وس کښې دې کوم کار وي پهٔ سستۍ دا پاتې نهٔ شي

چې پهٔ وخت وکړې سستي ، ورپسې وروستو ژاړې څهٔ لهٔ


وسوسې کهٔ وي بې شماره ، التفات ورپسې مهٔ کړه

وسوسې ګورې تهٔ رانهٔ ولې خپل زړهٔ ته پخپله


ده ګناه لکه دَزهرو، بچ کيدل ترې نه پکار دي

لهٔ ګناه نهٔ تښتېدل دي دې نهٔ نيشته لاره بله


مقاصد متعين دي دين کښې ځان پهٔ دې ښهٔ پوه کړه

ذريعه ګورې مقصد چرې تهٔ ونهٔ ګڼې ګله


څهٔ کول دي اؤ څهٔ نه؟ دَدې نهٔ ځان ډېر ښهٔ خبر کړه

بې مقصده چې قصې دي دا پرېږده پهٔ ډاګ ئې وله


کړه مشغول ژبه اؤ زړۂ پهٔ ذکر باندې هميشه تهٔ

دا عادت جوړول غواړي عاقبت جوړول ښهٔ لهٔ


دَ هغهٔ مينې دپاره اے شبيؔره يو راغلي

دَ مطلب غمے پهٔ لاس کړه ښه فایٔده ترې نه اخله