ګل سره ازغے


ګل سره ازغے هم لګېدلے وي

غم هم خوشحالۍ سره تړلے وي


مهٔ ګوره تهٔ دا چې څهٔ ملاؤ نهٔ شو

ښهٔ دے هغه چا چې شکر کړے وي


زيات شي نور نعمت ئې چې څوک شکر کړي

اؤ دَ ناشکرۍ والا زړۂ ستړے وي


څوک چې پهٔ رضا ئې راضي زړۂ کړي خپل

غېږ کښې ئې هغه بس اخستلے وي


ټول ژوندون پهٔ ياد کښې دَ هغهٔ تېر کړه

دې کښې خو سکون ئې کښېښودلے وي


خوښه دَ هغهٔ کړه ، خپله پرېږده تهٔ

در به کړي چې چا به نهٔ ليدلے وي


خپل عمل ته وګوره چې څهٔ کوې

داسې وي ؟ دَ عشق جام چې چاڅښلے وي


مينه ابتلا دواړه لازم ملزوم

غم څنګه لري چې فنا شوے وي


غواړې کهٔ شبيؔره ته ئې وصل نو

زړۂ دَ واصلينو ته راغلے وي