دَ ذکر کېفيت


خوږه ژبه شي زما پهٔ نوم دَ يار دَ اخستلو

چې مشغول شمه دَ مينې پهٔ شرابو زۂ پهٔ څښلو


لا اله سره چې غېر دے دَ الله لرې ګزار کړم

الا الله سره کوشش کړم خدائے دَ در زۂ دَ نيسلو


اللهُ الله سره زۂ رنګ دَ خدائے ځان باندې خور کړم

دَ الله کړم ځان کوشش کړم شريعت باندے دَ تللو


مست پهٔ مينه دَ هغهٔ چې شم پهٔ در ئې فريادي شم

بيا نظر ئې زۂ دَ مينې کړم محسوس پهٔ اعضاء خپلو


څهٔ به حال مې دَ زړګي وي چې پهٔ مينه راته ګوري

زۂ يم ستا اؤ ته زما ددے پېغام پهٔ اخستلو


چې پهٔ ژبه اسم ذات لرم نو زړۂ مې هم جاري شي

کړم کوشش پهٔ مينه نوم ئې پهٔ زړۂ باندې دَ ليکلو


زړۂ زما عرش اصغر دے اے شبيؔره تجلي پرې

وي هر وختې کوشش کومه دَ پېغام وصولولو