پهٔ دربار کښې ئې حاضر شه پهٔ دې شان
چې هغه دې صرف ياد وي هېر کړې ځان
چې شې تهٔ دَ هغهٔ ستا به بيا هغه شي
کړې حاصل به بيا حياتِ جاوېدان
عشق منزل نهٔ پېژني نو منزلونه
کوې څهٔ چې ورپسې شوې سرګردان
ځان فاني کړه ئې پهٔ مينه چې باقي شې
شه پهٔ ډډه لهٔ زمان او لهٔ مکان
خپل زړګے ورته پهٔ سچه باندې پېش کړه
چې قبول شي پهٔ دربار دَ پاک سبحان
بندګي پهٔ بندګۍ بس نصيب کيږي
خپله خوښه ئې پهٔ خوښه کړه قربان
يو ګل پيش کړه نو ګلزار به درته درکړي
دا زما محبوب دے څومره قدردان
زړۂ تنګ نهٔ کړې دغه ځائے بل دے شبيؔره
لږ تاخير کهٔٔ وي نو ناز دے دَ جانان