ستا

پهٔ هر څهٔ کښې راته ښکاري بس خوبي ستا

پهٔ نظرونو کښې مې صرف ده هستي ستا


هېڅ يو څيز ستا مخکښې نهٔ شي ودرېدلے

اؤ پهٔ ټولو ده لازمه بندګي ستا


دَ ايمان سره بس ستا نه ويرېدل دي

څومره ښه ده اؤ اسانه دا دوستي ستا


زما هر يو عبادت خو پهٔ غرض دے

بې غرضه څومره وينم خېر خواهي ستا


چې څوک تا باندې فنا شي نو باقي شي

نګهبانه دَ هغهٔ شي خدائی ستا


خوشحالي خپله دَ هر چا خو خوښيږي

زما خوښه ده بس دا، چې ده خوښي ستا


چې تا ونهٔ پېژني څوک پېژني څوک ؟

څومره خوند کوي خوندناکه آګهي ستا


خو ش قسمت ئې چې لګيا ئي پهٔ صفت ئي

اے شبيؔره شوه قبوله شاعري ستا