شي قبول دغه پېغام دَ محبت دې
پهٔ لوستلو شي نصيب داسې حالت دې
چې پهٔ زړهٔ باندې بس ستا مينه خوره شي
دَ دنيا لهٔ محبت زړهٔ شي اوچت دې
ذريعه شي دَ مؤمن دَ ويښېدلو
کهٔ اودهٔ وي شي جاري دَ زړهٔ حرکت دې
پهٔ دې زړهٔ کښې دې رڼا شي ستا دَ مينې
دَ دنيا دَ مينې لر شي نحوست دې
چې تحفه دَ خدائے دَ مينې ئې مقصود وي
اے شبؔيره ورنصيب شي برکت دې