حقيقت اؤ مجاز


څهٔ کړم پرې دَ حسنِ عارضي دغه نقشې چې دي

ښکاري حقيقت خو حقيقت کښې دا دهوکې چې دي


دلته ملاقات حسنِ ازل سره ممکن نهٔ دے

زړهٔ کښې ورته ګوره اؤ کوه مراقبې چې دي


شي محسوسېدے پهٔ هر يو موړ کښې دَ دنيا زړهٔ کښې

نهٔ وي دَ کوم کس دنيا خانو کښې پهٔ زړهٔ کښې چې دي


عشق بدناموي دوی ، دوی نه ډډه هم پکار ده تل

نوم باندې دَ عشق چې دَ هوس دا نظارې چې دي


غواړې کهٔ سکون صحيح حاصل کړه دا پهٔ ذکر تهٔ

نهٔ درکوي دا چې دَ دنيا دغه مزې چې دي


ختمې به شبؔيره دَ فاني مينې نقشې شي کهٔ

واوري څوک هغهٔ دَ ملاقات ښکلي مژدې چې دي