دعا



هر يو کس ته دَ دعا دے ضرورت

پهٔ دې وجه دَ هر چا دے ضروت


هر يو کار چې دَ هغهٔ پهٔ حکم کيږي

دَدې حکم دَ الله دے ضرورت


دعا کولو والا کله مايوس نهٔ شې

هر وخت دې کښې دَ صدا دے ضرورت


کهٔ وغواړي نو هغه هم درکوے شي

چې کوم غواړې اؤ دَ ستا دے ضرورت


يا څهٔ بل څهٔ مصيبت پرې درنه لر کړي

چې دا هم دَ مبتلا دے ضرورت


يا قيامت کښې درته اجر ذخيره کړي

هلته اجر ستا زما دے ضرورت


اے شبؔيره پهٔ دعا چې راضي کيږي

مونږ ته ئې څومره دَ رضا دے ضرورت