صفر المظفر


ټولې مياشتې پاکې دي لهٔ نحوست نه

شېطان چرته تاسو کړي دې کښې غلط نه


ټولې مياشتې سمې مياشتې دي پهٔ دې کښې

پهٔ صفره کښې هم شته څهٔ بدِيت نه


چې څوک دا ګڼي منحوسه نو منحوس دے

کهٔ دهٔ کړلو څهٔ بدل دا خپل حالت نه


بلاګانې چې پهٔ دې کښې څوک ګڼې نو

دے روان دے هېڅکله پهٔ شريعت نه


دَ هر څيز تقدير الله پاک دے جوړ کړے

منحصر دے دا دَ ستورو پهٔ حرکت نه


کهٔ وے داسې وو به داسې چې څوک وائی

نهٔ دے خلاص دَ شېطاني ګند اؤ حيلت نه


وئیل دادي چې بس دا وه مقدره

ازاد نهٔ دي څوک دَ خدائے دَدې قدرت نه


تا شبؔيره دَدروغو پټي وران کړل

اوس دَ دو دَ بيان شته دے څه حاجت نه