دَ عاشورې روژه

مدينه کښې چې دا وليدل نبي

يهوديان دَ عاشورې روژه نيسي


نو تپوس لهٔ يهوديانو نبي وکړو

تاسو نيسیٔ دا روژه نو دا څهٔ دي


شو ګويا چې ملاؤ شوي پهٔ دې ورځ ده

موسیٰ اؤ دَ هغهٔ قوم ته ازادي


نو نبي وفرمائېل موسیٰ زمونږ دے

مونږ ته هم پرې شوه حاصله خوشحالي


مونږه نيسو به روژه دَ عاشورې اوس

نو تپوس وکړو پهٔ دې يو صحابي


هسې نه مشابهت دغه عمل شي

دَ يهودو پهٔ شان دا عمل نهٔ شي


دې موقعه باندې ارشاد داسې وارد شو

پهٔ جواب کښې پهٔ حضرت دَ سوالي


يو روژه به ترې نه مخکښې اؤ يا وروستو

نيسو مونږ چې دَ هغوی پهٔ شان نهٔ وي


پته دا ولګېدله چې حکمت دے

ورک نعمت مؤمن به څنګه دا پرېږدي


مشابه دَ اغيار نهٔ شي خپل عمل هم

ساتل زړۂ کښې دغه خيال دي لازمي


دَ اصحابو دَ احسان دَ بوج نه لاندې

سر زمونږ دے پهٔ هر کار اؤ پهٔ هر شي


نو سنت شوله روژه دَ عاشورې بيا

ورسره وي بله هم يو اضافي


دَ نبي دَ در هر څيز شبؔيره واخله

تقاضا ده ايماني اؤ هم عشقي