روژې نورې شپږ نيول دي پهٔ شوال کښې
دَ فائدو چې خيال ساتل دي پهٔ هر حال کښې
شوې لس مياشتې دَ رمضان روژې حساب کښې
دَ دوه مياشتو کمے راغللو پهٔ کال کښې
شپږ روژې شوې دَ دوو مياشتو برابرې
خو دي نفل فرض دا مهٔ لره خيال کښې
فرض نهٔ شي زياتېدے متعين دي
لاس دَ نفلو ځکه زيات دے پهٔ کمال کښې
پرېښودل فرض اؤ نفل باندې زور خو
البته دے حماقت پهٔ قيل و قال کښې
پهٔ نيسلو دَدې شپږ روژو پوره شي
پوره کال روژې ساتل پهٔ هر يو کال کښې
بهانې دا تل دَ ورکړې دَ الله دي
اے شبيؔره کوشش وکړه پهٔ هر حال کښې