شپهٔ اؤ ورځ ، سپوږمۍ کښې، اؤ پهٔ ستورو اسمانونو کښې
تهٔ موجود يې خدايه دَ فطرت ټولو څيزونو کښې
دا دَ بوج وړلو انساني دا سهارې چې دي
دو کښې ، سمندر کښې پهٔ کشتيانو جهازونو کښې
شپهٔ کښې دَ شبنم پهٔ دې خاموشه فوارو کښې هم
اؤ سيلۍ باران ، پهٔ دريابونو ، اؤ نهرونو کښې
دومره اوچت غرونه فلک بوس پهٔ زمکه ښخ چې دي
دو کښې ، دَ شينکي پهٔ خورو ټولو څادرونو کښې
شين اسمان کښې چاودے چرتہ نشتہ دے، صفا دے دا
داسې دَ بې ستنو دَ چت ښکلي منظرونو کښې
دے هر زره کښې کائنات پهٔ دې کښې تا وينو
هم دَ الېکټران پهٔ رفتارونو حرکتونو کښې
چرته دَافلاک وسعت اؤ چرته باريکۍ داسې
داسې لاتعداده اشارو ، اؤ شاهکارونو کښې
زمکه ده کږه پهٔ خپل مدار، دَدې اثر چې دے
ورځې شپې وړې لويې، اؤ رنګ رنګ موسمونو کښې
نه پهٔ انتها خبر ، اؤ نهٔ لهٔ ابتداواقف
داسې مو دَ ذهن لهٔ حيرت پهٔ جوړو غرونو کښې
ستا دَ يو ذرې نه بې خبره چې شبيؔر کوم دے
هغه ويني تا ، ده عجيبه ، دَ زړۂ ټوپونو کښې