پهٔ روژه کښې



راوريږي رحمتونه پهٔ روژه کښې

څومره زيات دي اجرونه پهٔ روژه کښې


نفل نمونځ پهٔ فرضو باندې شي شمارلے

دي دَ رب عنايتونه پهٔ روژه کښې


حاصليږي پهٔ اسانه دَ اصلاح اؤ

دَ تقویٰ ټول منزلونه پهٔ روژه کښې


دَ قران مياشت دَ فرقان مياشت شي بللے

وي ډېر زيات تلاوتونه پهٔ روژه کښې


اويا چنده اجر زيات دَ فرضو دې کښې

شي دَ خدائے دي رحمتونه پهٔ روژه کښې


چې افطار وکړي دَ چا څوک هغه واخلي

دَ روژې هومره اجرونه پهٔ روژه کښې


ستا لوستل اوري تهٔ اورې دَ هغهٔ ګفت

دَ قران دي بهارونه پهٔ روژه کښې


ورکول کوي لهٔ مونږه هم څهٔ غواړي

جمع شي دا دوه کارونه پهٔ روژه کښې


دَ اخلاص ده نظاره سفر دَ عشق دے

دي دَ مينې غورزنګونه پهٔ روژه کښې


پښې پهٔ نفس کړي اؤ دا زړۂ دَ نور نه ډک کړي

تراوې تلاوتونه پهٔ روژه کښې


يو خاص شپهٔ کښې اے شبيؔره ملاويږي

زرګاؤ چنده اجرونه پهٔ روژه کښې