دَ قران تلاوت



تلاوت کهٔٔ دَ قران پهٔ غور کوم زۂ

دَ خپل رب سرہ پرې ځان ملاووم زۂ


چې مې مخکښې دا کلام دَ رب وي پروت نو

همکلام پهٔ تلاوت دَ هغهٔ يم زۂ


دَ جنت اؤ دَ دوزخ مناظر دا ښايیٔ

شم پهٔ شوق اؤ کله بيا ويرېږم زۂ


دَ قارون پهٔ قصه زړۂ زما درزيږي

دَ فرعون لهٔ قصې هم عبرت اخلم زۂ


دَ دنيا پهٔ مينه وروڼه دښمنان شو

لهٔ يوسف نه صبر بيا حاصلوم زۂ


ښائې کله بيا دعویٰ دَ علم مونږته

دَ موسیٰ حضر قصه چې ولولم زۂ


دَ قران زړۂ دے یٰسين راته ده پته

دَ یٰسين رڼا پهٔ زړۂ خپل اچوم زۂ


دَ شپو ورځو دَ ګردش نظام عبرت دے

لهٔ الشمس تزکيه ولې وانخلم زۂ


ټول قران دَ نفس اصلاح زمونږ نه غواړي

ټول قران دے تصوف دا ووايم زۂ


عشق شبيؔره پټ الفاظو کښې ئې پروت دے

ډک معنو نه دَدې زړۂ اؤ دماغ کړم زۂ