دَکلامِ الٰهی اثر



دا کلامِ الٰهی لري اثر

نه دا شعر دے اؤ نهٔ دا عام نثر


کهٔ تهٔ غواړې وکړې رب سره خبرې

نو دَدې پهٔ تلاوت باندې شه سر


چې دَ خدائے فضيلت څومره پهٔ مخلوق دے

دے پهٔ نورو کلامونو هومره بر


کهٔ پهٔ زړۂ کښې دې کلام دغه موجود وي

لرې نهٔ به شي لهٔ خدائے نه ستا نظر


کهٔ عمل پهٔ دې کلام درته نصيب شو

نه به ګرځې پهٔ دنيا بيا در پهٔ در


لهٔ ستا ګېر چاپېره وي تيرے کهٔ تاته

کړه حاصل لهٔ دهٔ نه زېرے دَ سحر


تراؤ کښې چې ئې اورې نو څه کېږي

کهٔ وي پته دا به اورې برابر


وظيفه ټيک ده دَ بعضو سورتونو

مګر دور دَدې جدا کوي اثر


تجلي دَ هر آيت جدا جدا ده

دَ هر يو اخله جدا جدا ثمر


اے شبيؔره ځان ته دا جوړه توښه کړه

آخرت کښې دا صورت دے معتبر