لهٔ قران بېدار زړهٔ اخلي هدايت
ورکوي الله ذاکر زړهٔ ته حکمت
ګېرچاپېره خو پراتهٔ وي ډېر څيزونه
چې زړۂ سم وي ترې نه اخلي سعادت
پروت وي څه کوږ والے هم چې زړۂ کښې چرته
کوږ نظر څهٔ جوړوي ورته حيلت
لا تزغ قلوبنا دعا چې وائی
پهٔ دې باندې نصيب کيږي حفاظت
تياريږي کله نفس دَ کار دپاره
خو عاقل ترې کار اخلي پهٔ همت
پهٔ دنيا کښې دا دستور خو ډېر واضح دے
مختلف ګڼي بيا ولې آخرت
پهٔ دنيا کښې دے قدري شي همت ناک وي
آخرت ته کړي اختيار جبري صورت
اے شبيؔره دَ هغهٔ به څهٔ نصيب وي
چې دَ لارې لهٔ دښمن اخلي سمت