ځان پوه کړه


تهٔ چې غواړې چې دَ چا وکړې غيبت

پهٔ دې کار کښې کوې څومره حماقت


ورکوې خپلې نېکيانې تهٔٔ دښمن ته

تنګوې ځان خپل پهٔ ورځ دَ قيامت


ځان پهٔ زور خرابوې تهٔ هېڅ بې هېڅه

کهٔ دروغ وئیل جوړ شوے ستا عادت


ته پهٔ دې باندې عزت بچ کول غواړې

ځان پهٔ دې باندې لائق کړې دَ لعنت


توبه وکړه تهٔ لهٔٔٔ ټولو ګناهونو

چې تا کړي وخت پهٔ وخت اؤ کت پهٔ کت


دا توبه عقلمندي دَدې دنيا ده

توبه وکړه چې ستا وشي مغفرت


ته پهٔ ذکر لهٔٔٔ خپل زړۂ نه خيري لر کړه

چې پهٔ تا باندې واضح شي حقيقت


دَ دنيا کموالے تاته به ښکاره شي

توبه ګار به شې دَدې دَ محبت


هغه ژوند څومره دے لوئے، دا څومره کم دے

نو کوم ځائے ته دے پکار بيا ډېر محنت


چرته دا دنيا فاني اؤ ارماني اؤ

چرته هلته دَ هغې دنيا جنت


چې څهٔ غواړي نو هغه فوراً حاصل شي

مېلمستيا چې دې کوي رب العزت


اے شبيؔره دې دنيا نه زړګے تور کړه

شې چې دلته اؤ بيا هلته پهٔ راحت