د نظر حفاظت


ضروري دے دَ نظر ډېر حفاظت

ګني ګرځي دا باعث دَ هلاکت


غلط ځائے ته نظر لاړ نهٔ کړې قصداً تهٔ

شي ګڼلے دا لوئے در کښې خيانت


دَ مودو دَ زړۂ انوار به دې شي ختم

څوک دې نهٔ شي مبتلا پهٔ دې حيلت


پهٔ دې زړۂ کښې صرف ځائے دَ هغه يو دے

دَ بل چا پهٔ دې کښې نشته څهٔ حاجت


کرامت دَ اولياؤ بالکل حق دے

خو دَدې نه دے افضل استقامت


دَ الله نه همېش غواړه بس شبيؔره

چې پهٔ تلو کښې دې ايمان وي سلامت