خو عمل چې وي جاندار


علم ټيک دے خو عمل دے هم پکار

عمل ټيک دے خو عمل چې وي جاندار


پهٔ جاندار عمل چې فخر نه ځان بچ کړي

هغه کس خپلو بنديانو کښې کړي شمار


يوه لاره ده هغهٔ وته قبوله

ده چې لاره دَ احمد نبي مختار


نورې لارې دي پهٔ مونږه باندې بندې

کهٔ فائدې ښکاري پکښې هزار هزار


اوس پهٔ دين کښې اضافه ممکنه نهٔ ده

دا بدعت دے دَدې نشته څهٔٔ اعتبار


کهٔ ډانچه دَ دين هغه وي نو بيا خير دے

دين دپاره ذريعې کهٔٔ شي اختيار


وي ممکنه تبديلي پهٔ ذريعو کښې

دَ حالاتو مطابق چار و ناچار


ذريعو کښې تبديلي بدعت ګڼي څوک

څوک بدعاتو نه هم نهٔ کوي انکار


اے الله بيا اعتدال زمونږ نصيب کړې

ونهٔ خېژو دَ افراط تفريط پهٔ دار


کړو قابو دَ يو الله رسۍ شبيؔره

چرته نهٔ شو جهنم ته مونږ ګزار