آلې ئې يو پهٔ لاس کښې لهٔ مونږ څهٔ چې غواړي کيږي
پهٔ شا دَ هر يو کار دے پوهې سترګې پرې پوهېږي
چې څهٔ غواړي له مونږه هغه خپله ګورو وشي
پهٔ سترګو خپلو وينو بيا اسباب خپله جوړيږي
چې غواړي نو ناپوهه خلق پوه شي پهٔ لمحو کښې
پهٔ فضل دَ هغهٔ پهٔ هرڅهٔ خپله ورسيږي
شکرونه دي شکرونه اؤ شکرونه دي شکرونه
دي څومره نعمتونه چې دا مونږ ته ملاويږي
چا باندې کيفيت دے ، اؤ قلم دَ چا جاري دے
دا فضل دَ هغهٔ دے چې قلم زما چليږي
مخلوق ئې دے عيال پهٔ مخلوق څومره مهربان دے
طالب دَ هدايت ته لارې خپله چې سميږي
صفت ئې دَ رحمت دے غالب کړے پهٔ غضب خپل
وريزو دَ رحمت کښې دَ غضب لهر ختميږي
دوه ګوتو کښې دَ هر چا زړۂ ئې دے دا رنګې نيولے
چې کوم طرف ئې غواړي پهٔ هغې طرف تاويږي
زړګے دَ شبير څنګه ئې دَ فضل انکاري شي
شعرونه دَ شبير پهٔ زړهٔ چې داسې راوريږي