څهٔٔ کوو سحر ماښام
عمر څهٔٔ کښې شو تمام
ښهٔ عمل چې دلته وکړي
وي به هلته پهٔ ارام
اخرت کښې کامياب دي
چې ئې چا وکړو انتظام
پابندي پرې بالکل نشته
نوم ئې خپل کړو څومره عام
عشق ته فسق خلق وائی
فسق عشق کړلو بدنام
دَ دنيا پهٔ محبت کښې
مبتلا دي خاص و عام
دَ دنيا نه بچ کېدو ته
څښه دَ خدائے دَ مينې جام
ما دنيا ته اے شبيؔره
وکړو لرې نه سلام