خوف اؤ اميد


دَ اميد دَ رسۍ نهٔ شې تهٔ محرومه

کريم ذات دے تا ته ښه ده دا معلومه


دومره خوف پکار ضرور دے پهٔ دې لار کښې

دَ عمل لاره چې نهٔ کړې تهٔ معدومه


دَ توبې کهٔ حقيقت درته معلوم شي

ستا لهٔٔٔ خدائے به شي پېدا ډېر اميدونه


دَغضب صورت دَ خدائے کهٔ درښکاره شو

درنه هېر به شي فوراً خپل ښهٔ کارونه


خدائے غفور دے اؤ رحيم دے مهربان دے

ورنزدې شه مهٔ کوه غلط سوچونه


تحمل دَ عذاب کله شو لرلے

بچ کړه ځان پهٔ توبه پرېږده ګناهونه


زهٔ شبيؔر درته منت کړم غلط نهٔ شې

پهٔ شېطان ، دے ډېر ظالم دے کړي ظلمونه