دَ جانان دَ مينې اور عجيبه اور دے
زړۂ لېواله دے دَدې، دے پهٔ زړۂ سور دے
ټول جرمونه مې پهٔ دې معاف کېدے شي
قيمتي څومره دَ دې مينې پېغور دے
دغه اور دَ نورو مينو اور تباه کړي
دَ زړۂ باغ پهٔ دغه اور باندې سمسور دے
لا اله سره دَ غېر تصرف ختم
الا الله سره راغلے څومره زور دے
دَ خدائے مينه ده کافي هرې فتنې ته
کهٔ هر څومره نن صبا دَ فتنو دور دے
بس دَ دې در رسۍ پرېنږدې شبيؔره
شېطان ځکه خو لهٔٔٔ دې غم نه نسکور دے