زده پتنګ شمعې لهٔٔٔ مونږکړل سوزېدل ويلي کېدل
اؤ ګل هم لهٔٔٔ مونږ زده کړي دا کپړې خپلې شلول
چې ټول ښکلي ئې پېدا کړل هغه څومره به وي ښکلے
نور لهٔٔٔ دې مخکښې لاړ نهٔ شې مخکښې دي حېرانېدل
دَ عاشق مخکښې رسوا ده دا دنيا پهٔ هر صورت کښې
دے ئی زړهٔ کښې هغه ، بل ته کېدے څنګه شي کتل
علم لا زوال دولت دے خو کهٔ څوک دَ هغهٔ نهٔ وي
پهٔ دنيا پهٔ مزو زار شي دَ هغهٔ علم بيا خپل
ناز هغه پهٔ عبادت کړي چې مئن پهٔ هغهٔ نهٔ وي
عاشق غواړي بس پهٔ زلفو دَ معشوق کښې ګېرېدل
ؤ شېطان عالم عابد اؤ عارف هم خو دے بچ نهٔ شو
عاشق نهٔ ؤ نو دَ نفس نه ورته ګران شو بچ کېدل
دَدې نفس جالونه سخت دي پهٔ عاشق ئې وس نهٔ رسي
کېدے څنګه شي دَ نفس دَدې عشق مخې ته راتلل
عقل هم چې نفساني شي نو دَ نفس شر کله ويني
دَ عشق مخکښې اے شبيؔره وي دَ عقل زارېدل