کهٔ دَ زړۂ دنيا دَ چا شوله بدله
دَ جنت لاره پهٔ خپله شي حاصله
زړۂ بادشاه دے نور اعضاء ئې نوکران دي
سلطنت صحيح چليږي بيا پخپله
ټول کارونه بيا پهٔ شرع باندې درست شي
شي اسانه دَ عمل لاره مشکله
غېر محرم طرف ته سترګې بيا نهٔ ګوري
غوږ چې منع وي هغه به اوري څهٔ لهٔ
ژبه هم پهٔ سوچ سوچ باندې بيا ګفتار کړي
پهٔ انصاف به کار کوي دَ ذهن تله
نفس به هم مجاهدې ته بيا تيار شي
شر دَدهٔ به پهٔ دې ختم شي اے ګله
فيصله چې پهٔ حالت باندې دَ زړۂ ده
اے شبيؔره زړۂ کړه ټيک مهٔ کوه بله