خپل ځان پېژندل


چې پهٔ ځان مونږ ظلم وکړو نو زمونږ نه خفه کيږي

پهٔ غوښتو دَ معافۍ بيا ډېر زمونږ نه خوشحا ليږي


پهٔ دې دواړو طريقو مو بچ کوي لهٔٔٔ هر نقصان نه

که ٔ مو ځان ته نزدو کئ يا مونږ دپاره خفه کيږي


لا پيدا نهٔ وو زمونږ ضرورتونه ورته ياد وو

اوس هم مونږ ته هر يو شے پهٔ خپل خپل وخت ښهٔ رارسيږي


لږ تکليف کهٔ راته راکړي چې پهٔ دې ترقي وکړو

چې کوم خلق وي ناپوه پهٔ دې هم ئې مخ ورانيږي


دغه شان پهٔ نعمتونو ، چې ئې مونږ ته دي راکړي

کهٔ لږ شکر پهٔ دې وکړو نو پهٔ دې دا نور زياتيږي


لږ دَ زړۂ پهٔ سترګو وګوره رڼا چې دَ قران ده

زړۂ پهٔ غوږو باندې واوره تاته څهٔ اورولے کيږي


چې پهٔ ټولو کښې عظيم ؤ پيغمبر ئې راته راکړو

دَ هغهٔ پهٔ طريقه خلق دَ خدائے دوستان جوړيږي


کاش چې پوه شي اے شبيؔره ورنه څومره رب خوشحال وي

دَ هغهٔ پهٔ ياد کښې اوښکې چې دَ چا پهٔ مخ بهيږي