کپړه غټه اغوستل څهٔ زُهد نه دے
روټۍ کمه هم خوړل څهٔ زُهد نهٔ دے
دَ دنيا دَ محبت کمے دے زُهد
خو دَدې نه تختېدل څهٔ زُهد نهٔ دے
عافيت غواړه لهٔٔ خدائے ، ځان هېڅ بې هېڅه
مصيبت کښې راوستل څهٔ زُهد نهٔ دے
دَ دنيا دَ محبت نهٔ زړهٔٔ خالي کړه
پهٔ دنيا کښې وسېدل خو زُهد نهٔ دے
ټول حقونه دَ مخلوق پوره کول دي
ځان لهٔٔٔ دې ناخبرول خو زُهد نهٔ دے
آخرت ته تيارے صرف دے دلته
دې دنيا نه تختېدل خو زُهد نه دے
خوره اؤ څښه چې ضروري کوم خوړل څښل دي
ځان پهٔ زور څهٔ مړ کول خو زُهد نهٔ دے
عارضي مجاهده وي پهٔ خانقاه کښې
هميشه بيا دا کول خو زُهد نهٔ دے
اے شبيؔره شريعت باندې بس تلل دي
مصيبت خدائے نه غوښتل خو زُهد نهٔ دے