دَ هغهٔ پهٔ مينه مست شوم فنا شوم هغهٔ دپاره
څنګه غواړي چې لهٔٔٔ ما ځان جوړوم هغهٔ دپاره
نرم زۂ لکه دَ موم شوم ، شوم دَ موم پهٔ رنګه ويلي
څنګه غواړي چې لهٔٔٔ ما ځان سوزوم هغهٔ دپاره
عشق خواوردے،لګېدونه پس داکله مړکېدے شي
زۂ پهٔ دغه اور کښې ځان خپل اچَوم هغهٔ دپاره
دَ هغهٔ پهٔ ما نظر شو نو څهٔ داسې مؤثر شو
نور شوم نور پهٔ دغه نور ځان پړقوم هغهٔ دپاره
دَ وفا دا تقاضا ده پهٔ رضا ئې زۂ راضي شم
چې کوم کار کښې ئې وي رضا هغه کوم هغهٔ دپاره
سترګې دواړه مې ديدن پسې ئې ژاړي نن پهٔ وينو
څهٔ کوے شم بس دا اوښکې تويوم هغهٔ دپاره
نظر نهٔ دے جام دَ مينې دَ شرابو دے شبيؔره
چا رامخکښې کړو چې جام ئې ډکوم هغهٔ دپاره