پهٔ نصيب کښې دَ عاشق ويلي کېدل وي
دَ يار مينه کښې هم دهٔ ته سوزېدل وي
دَ يار ياد کښې چينې سترګو نه بهيږي
پهٔ خولهٔٔ بنده ، پټ پهٔ پټه ژړېدل وي
هر سيکنډ دَ يار سره چې وي دَ هغو
بيا شکوه دَ جدايۍ څنګه کول وي
وي سکون بهر ، طوفان دننه سخت ډېر
هېڅ بې هېڅه لهٔٔٔ هرڅهٔ نه ويرېدل وي
هسې نه چې پهٔ څهٔ يار زما خفه شي
دَ محبوب دَ ناراضګۍ نه بچ کېدل وي
زړۂ پهٔ اوښکو عاشقان وينځي چې ژاړي
دا پهٔ اوښکو کښې دَ مينې لمبېدل وي
پېژني دَ دوی مقام څوک اے شبيؔره
راز چې چاته دې حالت کښې هم ساتل وي