لا الا الله


لا اله الا الله ، لا اله الا الله

بس مقصود زما الله دے مقصود بل نشته زما


زما هر څهٔ دې دَ خدائے وے اؤ زۂ هم بس وے دَ خدائے

دا ښایٔيلي مونږ ته چا دي ؟ محمد رسول الله


طريقه دَ محمد چې پکښې نهٔ وي نو به څهٔ وي

اؤ چې خدائے د پاره نهٔ وي نو ضایٔع شي ټول دا بيا


دَ هغهٔ خوښه يوه ده طريقه دَ محمد

پهٔ الله دې مونږ مئن شو بس پهٔ شان دَ محمد


ټولې لارې بندې شوي لرې لاره ده يو دا

چې لازمه پهٔ هر څهٔ کښې دَ هغهٔ ده اتباع


دَ دنيا دَ محبت نه خالي زړۂ کړه اے شبيؔره

نهٔ راځي پهٔ هغه زړۂ کښې چې کوم زړۂ کښې وي دنيا