تهٔ زما ئې


شمه ستا اؤ تهٔ زما شې زۂ دا غواړم

دا مقصد مې دے دَ ژوند دې پسې ژاړم


دَ محبوب ياد کښې زۂ هر وخت تړقېدلے

زړۂ کښې دا مزۂ لهٔ بل څيز څنګه راړم


زما زړۂ ستا منتظر دے پکښې راشه

پهٔ راتلو دَ ستا اباد مې شي زړۂ وايم


زما زړۂ کښې ستا دَ مينې اور چې بل دے

ستا نظر دے پرې ، پهٔ دغه نظر پایم


ځان اؤ زړۂ مې ستا پهٔ ٰياد کښې ورقربان کړل

کړې چې ماسره کوه چې ټول دَ ستا يم


سترګې ستا پهٔ لور ، تهٔ زړۂ کښې ، تاته غوږ يم

تهٔ مې خپل وګڼې لاس زۂ پهٔ دعا يم


اوس اميد لرم دَ ستا دَ تسلۍ زۂ

زۂ شبيؔر بې قرار زړۂ سره تا ستایٔم