انتساب


دَ خپل شيخ

حضرت مولانا محمد اشرف سليماني ﷬

دَ چا چې چشتيه مسلک بالکل ظاهر ؤ اؤ دَ هغوی نه دَ بيعت نه پس چې کوم وړومبے څيز حاصل شوے وهٔ هغه دا وهٔ چې دَ موسيقۍ نه مې شديد نفرت شو چې ورسره به مې پهٔ سر دړد شو ۔ دا کلام دَ هغوی فيض دے چا چې دَ دې عاجز دپاره دا دعا کړي وه چې الله تعالیٰ دَ ښهٔ کلام وﺉﺉئيلو توفيق درکړي۔ الله تعالیٰ دې دَ حضرت پهٔ مرقد مبارک کروړونه رحمتونه ووروی اؤ مونږ ته دې دَ هغوی فيض نصيب کړي۔

تقریظ

دَ پروفیسر میاں عنوان الدین کاکا خیل لۂ خوا نہ

پهٔٔٔٔٔ پښتو ژبه دَ روحاني مذهبي ، ديني اؤ صوفيانه ادب روايات ډېر لر غني دي اؤ دَ صوفيانه کلام ډېرې درنې پنګې دَ پښتو ادب ډېر ارزښتناک کړے دے۔۔۔دا دَ دې خبرې ثبوت دے، چې پښتانهٔ من حيث القوم پهٔٔٔٔٔ رضا و رغبت ، مينه اؤ خوشحالۍ اسلام خپل کړے اؤ قبول کړے دے۔۔ځکه اوس هم پښتانهٔ پهٔٔٔٔٔ اسلام ډېر مئین دي۔ ۔ دَ خدائے تعالیٰ جل جلاله اؤ دَ رسو ل پاک سره دَ مينې جذبه ئې تل تر و تازهٔ توانه اؤ تانده ده۔ ۔پهٔٔٔٔٔ دې منطقه کښې اسلام دَ صوفياؤ کرامو دَ عملي ژونددَ نمونو اؤ تعليماتو دَر ڼا پهٔٔٔٔٔ برکت خور شوے دے۔۔پهٔٔٔٔٔ دې سلسله کښې دَ صوفياؤ کرامو مشایٔخ عظام اؤعلما دين دَکوششونو سره دَ شعراء کرام هلې ځلې هم دَ ذکراؤ ستایٔنې وړ دي۔۔۔

دَ پښتو کلاسيکي ادب تر ډېره حده پهٔٔٔٔٔ صوفيانه بنيادونو اډاڼه لري۔۔ بلکې تنقيد نګاران ئې پهٔٔٔٔٔ لويو لويو ادبي تحريکاتو حسابوي۔۔دَ سليمان ماکو دَ تذکرة الوليا نه راوخلې دَ اخوند دروېزه بابا، دَ حضرت شېخ رحمکار کورنۍ ، دَ خوشحال خان اؤ رحمان بابا سبکونه ، محمدي صاحبزاده چې دَ څوکنو دَ ميا عمر دَ لوئې ګدۍ اؤ خانقاه وارث ؤدَ علم اؤ عرفان ، سلوک اؤ تصوف دا وږدې سلسلې کړۍ پهٔٔٔٔٔ کړۍ رارسيدلي دي اؤ لا پهٔٔٔٔٔ مخه روانې دي۔۔۔

دَدې غټو غټو سلسلو نه علاوه دَ پښتو عامو شاعرانو کښې هم دَ پخوا نه دا روايت راروان دے چې دَ خپل کلام اؤ کتاب ابتدا دَ باري تعالیٰ دَ حمد نه اؤ ورپسې دَ نعت شريف نهٔ کوي، اؤ بعضې کسان دَ تبرک دپاره دَ خپل پير منقبت هم پهٔٔٔٔٔ دے قطار کښې ځايوي۔۔کهٔ يو خوا اولسي شاعرانو دَ شاعرۍ پهٔٔٔٔٔ هر صنف کښې دَ حمد باري تعالیٰ ، نعتونو اؤ منقبتونو تجربې کړي دي نو بل خوا دَ جديد دور دَ پښتو شاعرانو هم دا روايت برقرار ساتلے دے۔۔دې خاورې ډېر نامتو نعت ګو شاعران اؤ خوش اوازهٔ اؤ خوشحالحانه نعت خوانان ځېږولي دي چې دَ تفصيلي ذکر ئې دا موقع نهٔ ده۔ ۔ پهٔٔٔٔٔ داسې نوموړيو کسانو کښې يو دروند شخصيت سيد شبير احمد کاکا خېل هم دے چې دل بہ يار و دست بہ کار ئې دَ ژوندانهٔ لاره ده۔۔ دوی پهٔٔٔٔٔ لږه موده کښې پهٔٔٔٔٔ اردو کښې دَ ايمان افروزيمان پهٔٔٔٔٔ ژبه شاهراهِ محبت اؤ دَ پېغامِ محبت غوندې دوه شاهکار کتابونه چاپ کړي دي اؤ دَ نورو ليکلو ئې اراده ده۔۔۔دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دَ خپلې صایٔبې اؤ ايمانانه رائېﷻﷻ مطابق هغوﺉ خپلو ماشومانو ته ویٔلي دي چې بهر دَ ضرورت مطابق چې هره يوه ژبه وايَیٔ خو پهٔٔٔٔٔ کور دننه به پښتو وایَیٔ۔ کهٔٔ داسې نهٔ وي نو دا به دَ پښتو سره بې وفايیٔ وي۔۔۔

زهٔ اکثر دا خبره کوم چې پښتو دَ الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسول ﷺ پهٔٔٔٔٔ مينه دَ مست قام ژبه ده ځکه دَ دې دَ ارتقا اؤ ترويج دپاره غېبي لارې چارې پرانستے شي۔۔ ۔داسې درانهٔ اؤ سپیځلي شخصيتونه پيدا شي چې دَ هغوي بې لوثه هلې ځلې دَ پښتو ژبې دَ ترقۍ اؤ ودې باعث وګرځي۔۔۔

سيد شبير احمد کاکا خېل صاحب وائی چې ما پهٔٔٔٔٔ اردو کښې دوه شعري مجموعې شاهراه محبت اؤ پېغام محبت چاپ کړې نو يوه ورځ مې پهٔٔٔٔٔ زړهٔ کښې دا خيال راغلو چې زهٔ خپلو بچو ته خو دَ پښتو ژبې سره دَ وفادارۍ تلقين کوم ۔اؤ پخپله مې پهٔٔٔٔٔ پښتو کښې لا يو کتاب هم نهٔ دے چاپ کړے۔۔۔دا دَ مورنۍ ژبې سره بې وفائی نهٔ ده؟ دا دَ شاه صاحب هغه تاريخي اعتراف دے ۔چې پښتو ژبه به پرې مدام وياړ کوي۔۔۔ دَ پښتو دَ ادب پهٔٔٔٔٔ تاريخ کښې به تل روښانه اؤ معتبره حواله ګڼلے شي۔ بلکې پهٔٔٔٔٔ زرزري ټکيو کښې دَ ليک جوګه حواله ده ۔۔۔

کاکا خېل صاحب وائی چې دَ دې احساس بېدارېدو سره ما سمدستي اراده وکړه چې هم پهٔٔٔٔٔ دې نومونو هم دَدې شعرونو پهٔٔٔٔٔ رڼا کښې به پهٔٔٔٔٔ پښتو کښې دوه کتابونو ليکم۔۔۔الله تعالیٰ دَ دوی پهٔٔٔٔٔ دې نېکه اراده کښې برکت واچولو اؤ شاه صاحب پهٔٔٔٔٔ دې کار کښې بريالے شو۔۔۔دَمينې شاهراه اؤ دَ مينې پېغام پهٔٔٔٔٔ نومونو ئې دوه کتابونه وليکل اؤ دَ دواړو کمپوز شده نسخې زما مخې ته پرتې دي۔۔ ، ډېر زر به دا انشاء الله چاپ شي ۔۔۔

ډېرو سترو اؤلويو شاعرانو دا اعتراف څهٔ چې اقرار کړے دے چې زمونږ شاعري دَ يو پېغام دَ رسولو ذريعه ده۔۔۔علامه اقبال خو پهٔ!

“سوۓ منزل می کشم ناقۂ بے مہار را ”

کښې ډېر ښکلے مثال ورکړے دے چې دَ شاعرۍ پهٔٔٔٔٔ ذريعه خپل قام منزل ته راکاږم۔ ۔۔۔ بعینہٖ دغه مطلب، مقصد اؤ مدعا دَ ښاغلی شبير احمد صاحب هم ده چې دَ شاعرۍ پهٔٔٔٔٔ قالب کښې خپل پېغام قام ته، مسلمانانو ته، يا دنيا ته رسؤل غواړی‎ ۔

دَ شبير احمد صاحب پېغام څهٔ دے؟ دا هم هغه پېغام دے چې دَ زرګونو کالونو راسې پهٔٔٔٔٔ مختلفو وختونو کښې پېغمبران، انبياء کرام، اولياء الله، پيرانِ عظام ، واعظان، علماءِ دين، فلسفيان اؤ شاعران دَ انسانيت دَ خېر ښېګړې دپاره انسانانو ته رسول غواړی۔۔۔۔ دا هغه حق، رښتونے اؤ ابدي پېغام دے چې دَ قرآن پاک دَ تعليماتو اؤ دَ حضورﷺ دَ اسوهٔ حسنه پهٔٔٔٔٔ شکل دَ نني دور دَ انسانانو دَ جملوؤ اخلاقی، سماجی، خرابيو،ذهنی رنځونو، مادي ضرورتونو يو شافي علاج اؤ جامع حل دے۔۔۔۔دَ دې پیغام بنيادي نکته عشق دے، مينه ده ۔، خالصه، سوچه، بې لوڅه مينه۔۔۔ دغه مينه پهٔٔٔٔٔ ټول کائنات کښې خوره وره، جاری اؤ ساری ده۔۔۔۔ دَ کائنات ژوند اؤ موجودګی دَدې مينې نه عبارت دي۔۔۔۔ مينه اؤ ښائست دَ يو بل دپاره لازم اؤ ملزوم دی۔۔۔۔ پتنګ ته پهٔٔٔٔٔ شمع کښې حسن ښکاری، اؤ بلبل پهٔٔٔٔٔ ګل کښې ښائست وينی۔۔۔ ۔انسان خو اشرف المخلوقات دے يقيناً دَ دهٔ دَ مينې دَ اظهار انداز اؤ مقدار دَ حسن معيار اؤ دغه حسن ته دَ رسېدو اؤ دغه حسن دَ خپلؤلو سوچ اؤ اپروچ به يقيناً ډېر ستر، لوړ اؤ هسک وی۔

دَ موصوف دَ شاعرۍ تنه بوده کهٔٔ هغه دَمينې شاهراه دے اؤ کهٔٔ دَ مينې پېغام ، هم دَ دې پاکې سپيځلې افاقی اؤ الوهی مينې نه وودلې شوې ده ۔ دا دَ رڼا اؤ نُور هغه پلوشې دی چې دَ کومو پهٔٔٔٔٔ حقله رحمان بابا وا یٔ چې

کهٔ رڼا ده پېروي دَ محمد ﷺ ده

داسې شاعرۍ نه ځېګېدلې پېغامونه دَ انوارو اؤ تجلياتو پهٔٔٔٔٔ شکل کښې دَ شاعر پهٔٔٔٔٔ روښانه ذهن دَ ملکوتی حسن دَ پرخې پونه وروی اؤ شاعر دَ راپاريدلی قلبی وارداتو لهٔ کبله دَ جذب او انجذاب دَ پرکېفه لمحاتو پهٔٔٔٔٔ بهير کښې لوستونکی ځان سره پهٔٔٔٔٔ دې سرور کښې شريکول غواړی۔۔۔۔ دغه بهير دَ دين محمدی ﷺ پېروی ده۔۔۔۔

دَ مينې پېغام شاعری مونږ نهٔ دَ شعر پهٔٔٔٔٔ فنی پېمانوځېرلې شو اؤ نهٔ ئې دَ تنقيد پهٔٔٔٔٔ زرکاڼی سنجولې شو۔۔۔ دَ دې دوه وجهې دی۔ يو خو دَمينې پېغام کښې شاعری عامه شاعری نهٔ ده بلکې دَ يو لافانی، ابدی اؤ افاقی پېغام دَ خورولو ذريعه ده۔ چې زيات تعلق ئې دَ قلبی وارداتو څخه دے۔۔۔بل دا دَ اردو شعر من و عن ترجمه نهٔ ده بلکې دَ پښتو جامې وراغستولے شوي دی۔۔۔ پهٔٔٔٔٔ حالاتوکښې خامخا لرے برے راځی۔۔۔۔ دلته به دَ شاعر نيت پهٔٔٔٔٔ نظر کښې ساتل پکار وی، فنی باريکۍ اؤ نزاکتونه نه۔۔۔

خو لکه څنګه چې دَ شاه صاحب نېکې ارادې اؤ سپيځلي مقصدونه دَ کامېابۍ منزلونه غوڅوی دغه شان پهٔٔٔٔٔ مبارکه اؤ بختوره سلسله کښې هم خوش بختانه شبير احمد صاحب ته دَ يو دروند علمی اؤ ادبی شخصيت پروفېسر سيد محمود ظفر صاحب ملا تړ حاصل شو۔۔۔ هغوی پهٔٔٔٔٔ دې سلسله کښې رسا فکر، ژور نظر اؤ تېز ذهن لری۔۔۔ پخپله هم صاحب طرز اديب اؤ دَ ښکاره مقام څښتن شاعر دے۔۔ ۔ پهٔٔٔٔٔ دې مجموعه هغوی نظر اچولے دے۔۔۔ يوئې نوي املا ته برابر کړی ده۔، بل ډېر ابيات چې نيمګړي ليکلي شوي وو هغه ئې برابر کړی دی۔۔۔شايد چې دا نيمګړتيا دَ اصل مسودې دَ نقل کونکي لهٔ کبله وه۔۔ ۔هسې خو دَ موضوع پهٔٔٔٔٔ لحاظ دا شعری مجموعه دَ لعل و جواهرو لړۍ اؤ خشبويه ګلونو ګل دسته ده۔ خو دَ ځنو شعرونو پهٔٔٔٔٔ خوند کښې تاسو هم ځان سره شريکوم۔۔۔

مينه مينه ده دَ مينې مثال نشته

څوک بې مينې پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې خوشحال نشته

مينه زړهٔ سره خبرې کړی اۓ عقله

کار پهٔٔٔٔٔ “قال” کله چليږی کهٔ “حال” نشته

يا

بندګی پهٔٔٔٔٔ بندګۍ بس نصيب کيږی

خپله خوښه ئې پهٔٔٔٔٔ خوښه کړه قربان

خپل زړګے ورته پهٔٔٔٔٔ سچه باندې پېش کړه

چې قبول شی پهٔٔٔٔٔ دربار دَ پاک سبحان

دَ نفس دَ بيمارۍ تشخيص داسې ښائی!

نفس کهٔٔ ګاډے دے نو زړهٔ ئې ډرا ئیور دے

پهٔٔٔٔٔ اصلاح کښې دَ زړهٔ ذکر مؤثر دے

اؤ دَ نفس علاج دے پروت مجاهده کښې

اؤ تشخيص دَ شېخ پهٔٔٔٔٔ دې کښې معتبر دے

پهٔٔٔٔٔ دې فتنه انګېزہ فضا کښې شاعر ولې مطمٔن دے!

هر طرف ته نن فتنې دی

مشکلات دی اندېښنې دی

شکر مونږ چې چا سره يو

اهل حق دَ زمانې دی

دَ ظاهر و باطن فرق پهٔٔٔٔٔ څومره ساده اؤ اسان مثال سره ثابتوی!

چې خالي وي کټورے کوي ټنګا

چې وي ډک پهٔ ټنګېدو کوي ټکا

کوي شور چې پهٔ ظاهر باندې څوک مست دي

دَ ظاهر باطن جامع نه کوي دا

اخلاص نهٔ صرف پهٔٔٔٔٔ صوفيانه تعليماتو کښې بلکه پهٔٔٔٔٔ عملی ژوند کښې هم يو دَ قدر وړ عمل دے۔ ځکه خو پرې ډېرو شاعرانو طبع ازمائی کړی ده۔ موصوف هم دا انسانی صفت اؤ دَ انسانی معاشرې قدر داسې ستائلے دے!

چې پهٔٔٔٔٔ ښهٔ نيت دا زړګے صفا سوتره شی

دَ اخلاص پهٔٔٔٔٔ برکت اعمال ښائسته شی

پهٔٔٔٔٔ هغهٔ لره نظر پهٔٔٔٔٔ هر عمل کښې

چې قبول دې شی اعمال اؤ ستا هغه شی

بې شکه چې دَ قرآن پاک سره مينه اؤ دَ کلام پاک تلاوت دَ هر مومن مسلمان دَ ايمان جز دے خو شاعر يوه بله نادره نکته پهٔٔٔٔٔ ګته کوی اؤ وائې!

دَ قرآن نه تهٔ دَ مينې درس حاصل کړه

ځان محبوب سره پهٔٔٔٔٔ دې باندې واصل کړه

هر هر لفظ ډک دَ نُور دَدې کلام دے

پهٔٔٔٔٔ دې نُور باندې معمور دا زړګے خپل کړه

زما پهٔٔٔٔٔ خيال دَ حوالو دا سلسله دَ اندازې نه زياته وږده شوه۔ خو يوه اخيری حواله دَ نعت شريف دَ ليکلو ضروری ګڼم۔۔دَ نعت شريف دَ سترې مرتبې پهٔٔٔٔٔ حقله خو دَ الله تعالیٰ خپل کلام داسې ګواهی ورکوی ورفعنا لک ذکرک۔ لوړ يا هسک کړو مونږ ذکر ستا ستا۔۔ دپاره۔دَ ښاغلی شبير احمد کاکا خېل دَ مينې پېغام دې وی اؤ دَ حضورﷺ ذکر دې پکښې نهٔ وی۔۔ پهٔٔٔٔٔ دې مجموعه کښې ګڼ نعتونه شامل دی۔ ولې بيا هم دَ حضورﷺ دَ عظمت اؤ لوئۍ دَ بيان سره ډېرې تقاضې پهٔٔٔٔٔ نظر کښې لری!۔

شوق لرم پهٔٔٔٔٔ زړهٔ کښې نعت دَ ليکلو

اؤ پهٔٔٔٔٔ دې کښې دَ محبوب دَ يادولو

چرته زهٔ چرته هغهﷺ غلط نهٔ شمه

پهٔٔٔٔٔ نازک ښاخ زهٔ کوشش کوم دَ تللو

يقيناً چې هغهﷺ هم دَ خدائے بنده دے

نو کوشش کښې يم دَ دې خيال دَ ساتلو

پهٔٔٔٔٔ دې حقله دَ نورو باريکيو اؤ نزاکتونو وضاحت داسې کوی!

نعت ليکل ولې مشکل دی

دا پهٔٔٔٔٔ توره باندې تلل دی

کهٔ مقام ئې نور اوچت شی

نو دَ حد نه مخکښې تلل دی

اؤ کهٔ کم شی دَ خپل ځايه

نو دَ ځائے راغورځېدل دی

زما دا ليک به نيمګړے ګڼلے شی کهٔ زهٔ دَ صاحب کتاب پهٔٔٔٔٔ حقله دَڅو خبرو ذکر و نهٔ کړم۔۔۔

دا پياوړے روحانی شخصيت دَ علم و عرفان، سلوک اؤ تصوف دَ علم بردارې روحانی سلسلو دَ کاکا خېلو مياګانو پهٔٔٔٔٔ درنه علمی کورنۍ کښې دَ صوابۍ ضلعې پهٔٔٔٔٔ مشهور کلي جهانګيری کښې پېدا شوے دے۔ اؤ دَ سيد علی شاه کاکا خېل ځوئے دے۔۔۔ دَ پېدایٔش تاريخ ئې 24 اپرېل 1954 دے۔۔ ۔ابتدایٔ تعليم ئې خپل کلی کښې حاصل کړے دے۔۔۔ايف۔ايس۔سی ئې دَ اسلامېه کالج پېښور نه کړي ده ۔ اؤ بی۔ايس۔سی مېکنيکل انجنئرنګ ئې پهٔٔٔٔٔ امتيازی حېثيت سره دَپېښور يونيورسټۍ نهٔ کړي ده ۔ پهٔٔٔٔٔ انجنیٔرنګ کښې دَ کمپيوټر پهٔٔٔٔ استعمال ئې تحقيق پهٔٔٔٔ جرمني کښې پهٔٔٔٔٔ کارلسروهے يونيورسټۍ کښې دَ مشهور پروفېسر شناک پهٔٔٔٔ سرپرستۍ کښې کړے دے۔۔ ۔نن سبا پهَٔٔٔٔٔ اټامک انرجی کمېشن کښې دَ ډپټی چيف انجينئر پهٔٔٔٔٔ عهده کار کوی۔۔۔

دَ ملازمت پهٔٔٔٔٔ دوران کښې دَ تحقيق اؤ تعليم پهٔٔٔٔٔ سلسله کښې ئې دَ يورپ اؤ امريکې سفرې کړي دي ۔ پهٔٔٔٔٔ اسلام، سائنس اؤ دينی امورو ئې تحقيقی مقالې اؤ کتابونه لکه فهم المېراث مېراث کا آسان حساب ، فهم الفلکيات،فهم الرياضي ،کشف هلال وغېره ليکلې دی۔ ۔ دَ تصوف پهٔٔٔٔٔ مېدان کښې ئې زبدة التصوف ،تصوف کا خلاصه ، فهم التصوف ،مکایٔد شيطان اؤ نور واړه واړه کتابونه ليکلي دي ۔ دَ دې نه علاوه وېب پاڼه " tazkia.org " هم ددوی پهٔٔٔٔٔ سرپرستۍ کښې دَ خانقاه امداديه نه مستقله چليږي ۔ پهٔٔٔٔٔ خانقاه امداديه کښې شاه صېب روزانه پهٔٔٔٔٔ مختلفو موضوعاتو درس ورکوي اؤ پهٔٔٔٔٔ دې کښې دَ خالي پهٔٔٔٔ ورځ دَ مثنوي شريف درس هم کيږي ،کوم چې دَ طريقِ جذب ترجمان دے۔ ۔۔ شاه صاحب دَ اسلام دَ افاقی اؤ ابدی پېغام دَ خورولو دپاره هره لار خپله کړي ده۔۔ ۔دَ ليک لوست نه علاوه دَ شاه صاحب بله غټه کارنامه ځائے پهٔٔٔٔٔ ځائے دَ خانقاه ګانو جوړول دی۔۔لکه پنډۍ، آله آباد، اسلام آباد، جهانګيره، سخاکوټ ملاکنډ اېجنسی، پېښور، لاهور، فېصل آباد اؤ کراچۍ کښې ئې دا روحانی مرکزونه قائم کړی دی۔۔۔دلته نهٔ صرف دَ حال و قال محفلونه، دَ ذکر و اذکار مجلسونه، دَ روحانی تربيتونو اؤ تزکيه نفس غنډې کيږی بلکې دا دَ دين دَ درس و تدريس موثرې اؤ معتبرې ادارې هم دی۔۔۔ الله تعالیٰ دې دَ علم و عرفان دا سر چينې دغه شان تل تر تله روانې اؤ تاندې لری۔ چې دَ سلوک اؤ معرفت دَ لارې تنده غری پرې دغه شان سېرابيږی۔ امين۔۔۔

نننۍ نړۍ خونړۍ ده۔۔ ۔دَ ظلم اؤ بربريت ښکار ده۔۔ دَ سړی خورګۍ اؤ استحصال دَ لاسه انسانيت پهٔٔٔٔٔ اور کښې ولاړ دے۔۔۔ زياتی خورګۍ اؤ زورګېرۍ دَ دنيا امن تالا ترغه کړے دے۔۔۔قامونه دَ امن پهٔٔٔٔٔ تلاش کښې سرګردانه اؤ پرېشانه دی۔۔۔ انسان پهٔٔٔٔٔ رنګ رنګ زنځوريو کښې اخته اؤ بلاګانو کښې ګېر دے۔۔۔دَ زړهٔ دَ اطمينان پهٔٔٔٔٔ لټون کښې دے۔۔۔ پهٔٔٔٔٔ داسې حالاتو کښې دَ مينې،ورور ولۍ اؤ دَ امن پېغام دَ شريعت محمدیﷺ پهٔٔٔٔٔ پيروۍ کښې پټ دے،۔دَ کوم دَ خپرونې دپاره چې شاه صاحب شپه اؤ ورځ لګيا دے کار کوی۔۔۔ الله تعالیٰ دې وکړی چې دَ سيد شبير احمد کاکا خېل دا بې لوثه کوششونه دَ لوی الله پهٔٔٔٔٔ در کښې قبول شی چې دوی خپل مرام حاصل کړی۔۔۔ دا دې دَ دوی دپاره دَ دين دنيا توښه وګرځی۔، امين۔۔۔ دا ګناه ګار اؤ پروفېسر سيد محمود ظفر دې هم پهٔٔٔٔٔ خپلو دعا ګانو کښې ياد لری۔،تشکر کوم۔۔

پروفېسر ميا عنوان الدین کاکا خېل

236 بی۔ شیخ ملتون مردان

18 اکتوبر ۲۰۱۳

بمطابق 13 ذوالحج 1434 ھ

تقریظ دَ پروفیسر سيد محمود ظفر لۂ خوا نہ

بسم الله تعالیٰ

زمونږ بزرګانو عالمانو چې کله دَ “حسن” “احسن” او“حسين” معنیٰ پهٔٔٔٔ خپلو سپيځلو تحريراتو کښې کړي ده نو دَ “ښکلي” اؤ “ښائسته” پهٔٔٔٔٔ توری ئې نه ده راوړی بلکې دَ “ښهٔ” پهٔٔٔٔ توری ئې دا معنٰی ښکاره کړي ده۔۔ ۔۔ دَ محترم شبير احمد کاکاخېل صاحب کتابونه ما ته زما زوی پهٔٔٔٔ دې غرض راوړی وو چي زهًٔ ئې املا صحيح کړم۔ اؤ دا اجازت ئې راته هم دَ شبير احمد صاحب لهٔ طرفه راکړے ؤ چي کهٔٔ پهًٔٔٔٔ اشعارو کښي څهً اصلاح پکار وی نو هم کولے شی۔۔۔ ما املا صحيح کړه خو پهًٔٔٔٔ اشعارو کښي دَ اصلاح ضرورت مې محسوس نهً کړلو۔ ۔ولې چې کهًٔ دَ شاعرۍ دَخوند او مزې پهًٔٔٔٔ نظر ورته ګوریٔ نو پکار ده چې رد و بدل پکښې وشی ۔خو دَکوم لوړ ا ؤ عظيم مقصد دپاره چې دا اشعا ر ليکلی شوی دی چې زړونو کښې دې ورسره دَ“الله” اؤ دَ رسول کريمﷺ سره دَ مينې څړيکې راپورته شی نو دَ مقصد ځلا ورسره دَ شاعرۍ ښايًست هم شريک کړے دے۔۔اوً زما يقين دے چې څوک دَ لوړ اؤ مقصدی شاعرۍ خوند اخستل غواړی نو هغه خوند پهٔ “دَ مينې پېغام” کښې موجود دے۔۔ ۔۔۔ خبره دَ خپل زړهًٔ دَ اندروني څړيکې ده۔ اؤ ځکه زهًٔ دَ شبير احمد کاکاخېل صاحب شاعرۍ ته دَ“ښکلي” اؤ “ ښائسته” نه زياته “ ښه” شاعري وايم لکه دَ رحمان بابا کلام چې دے۔۔۔ اؤ يقين مې دے چې لوستونکی به زما دې رائې سره اتفاق وکړی ولې چې دَ ډېر نېک اؤ لوړ مقصد دپاره شوے دے۔۔۔الله تعاليٰ دې شبير احمد کاکا خېل صاحب ته ژوند اؤ توان ورکړی چې دا سپيځلے تحريک جاری وساتي۔۔۔

سيد محمود ظفر

۲۹ ستمبر ۲۰۱۳

اللہ آباد پنډۍ

سريزهٔ

اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِینِِِِ ۝اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمِ النَّبِیینَ ۝ اَمَّا بَعْدْ فَاَعُوذُ باﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْم ۝ بِسْمِ اﷲِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۝ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشَدُّ حُبًّا لِله ۝

دَ مؤمنانو دَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔اؤ کهٔٔ نهٔ وي نو پکار ده چې وي۔ پس هره هغه ذريعه چې دَ الله تعالیٰ دَ محبت ذريعه جوړېدے شي دَ هغې استعمال به ضروري وي ۔حضرت تهانوي رحمة الله عليه يو ځل وفرمايیٔل چې زهٔ تاسو ته دَ اصلاح دَ ټولو نه زياته اسانه طريقه و نهٔ ښائم؟ ۔خلقو ووې ولې نه؟۔۔ حضرت وفرماییٔل چې دَ محبت پوړۍ وخوریٔ ۔ ۔خلقو ترې نه تپوس وکړو دَ محبت پوړۍ به کوم ځائے کښې ملاويږي؟ هغویٔ وفرمایٔل دَ محبت پهٔٔٔٔ دکانونو کښې۔ يعنې دَ عاشقانو پهٔٔٔٔ صحبتونو کښې۔ پس دَ عاشقانو صحبتونه دَ دې دَ حاصلولو اسانه طريقه ده۔ اؤ کهٔ دا میسره نهٔ وی نو بيا دَ صحيح جذب کلام دا کار کوي۔۔۔نن هم کهٔٔ څوک دَ اصلاح پهٔٔٔٔ نيت مثنوي مولانا رومؒ ، دَ مولانا جامي ؒ يا دَ حاجي محمد امينؒ کلام واوري نو ترې ډېرمتاثر شي۔ يقيناً پهٔٔٔٔ دې کلام کښې ډېر زور دے اؤ دَ مشایٔخو دَ صحبت اثر لري۔

پهٔٔٔٔٔ اردو ژبه کښې دې عاجز دَ بزرګانو کيفيات دَ شعر پهٔٔٔٔ ژبه کښې قلمبند کړي وو۔ نو زما ذهن ته دا خبره راغله چې تاخو خو خپلو ماشومانو ته ویٔلي ؤو چې کهٔ بهر هره ژبه وایَیٔ خو کور کښې به پښتو وایَیٔ ځکه چې دا دَ خپلې مورنۍ ژبې سره بې وفایٔی ده۔ خو تا خپله پهٔٔٔٔ اردو کښې کتابونه چهاپ کړل اؤ پښتو کښې نه۔۔ حالانکه اول بنده باندې دَ خپلې ژبې حق وي۔۔ خو زما پهٔٔٔٔ مخکښې يو مشکل ؤ اؤ هغې راته يو بل مشکل هم پېدا کړو۔۔۔هغه دا چې اګر چې ما پهٔٔٔٔ طالب علمۍ کښې شاعري پهٔٔٔٔ پښتو کښې کړي وه اؤ دَ اسلامېه کالج دَ خېبر يونين پهٔٔٔٔ مشاعرو کښې مې هم شرکت کړے ؤ اؤ زما کلام ته هغه وخت ډېر داد هم حاصل شوے ؤ۔ خو دا برکت ؤ ۔دَ پښتو دَ ماحول، دَ يو پښتون مشهور شاعر روغ لېوني صحبت، اؤ دَ کالج بې فکره ژوند۔ ۔دا درې واړه ځيزونه زما نه پنجاب کښې، پهٔٔٔٔ کوم کښې چې زهٔ دَ 1980راسې اوسم ، ورک شو۔ ۔۔اوس زما سره ماحول نشته، پښتانهٔ سامعين نشته، اؤ غټه خبره دا چې دَ شاعرۍ دَ مزاج خلاف مصروفيت۔ ځکه زما شاعري بالکل پهٔٔٔٔ ټپه ودرېده۔۔ ۔ماوې جوړې اوس زهٔ شاعر پاتې نهٔ شوم اؤ دغه دَ روغ لېوني هم خيال ؤ۔ ليکن حضرت مولانا اشرف صاحب رحمة الله عليه چې يو کامل ولي ؤ اؤ زما شېخ ؤ ،هغهٔ ماته دَ ښې شاعرۍ دعا کړي وه هغې به هم لاره کوله۔۔ آخر هغې لاره وکړه اؤ زما جذبات دَ نن نه درې کاله مخکښې حج کښې انګېښت شو۔ اؤ ما دَدې پهٔٔٔٔ برکت بيا شاعري شروع شوه۔ ۔يقيناً دا يو الهامي شاعري وه۔ ۔ما ليکل کول اؤ نهٔ پوهېدم چې څنګه مې کول۔ ۔ماحول دَ اردو اؤ کيفيات دَ مکې مکرمي اؤ دَ مدينې منورې وو۔ نو آمد پهٔٔٔٔ اردو ژبه کښې وشو اؤ دا کتابونه دَ خېره سره چاپ شو۔۔۔ دې نه پس چې څهٔ وخت هغه برنے خيال پهٔٔٔٔٔ پښتو کښې دَ ليکلو راغلو نو حقه خبره ده چې کيفيات خو الوزي ۔البته کهٔ چا دَ ليک پهٔٔٔٔ لوښي کښې کښېښودل نو محفوظ شي۔ نو داکيفيات دَ آمد دَ اردو شاعرۍ پهٔٔٔٔ لوښي کښې محفوظ شوي وو ۔ نو داسې کيفيات خو چونکې مادلته نهٔ شول پېدا کولے نو کهٔٔ دلته مې شاعري کولے نو هغه به آورد ؤ نو ځکه مې دَدې اردو کلام پهٔٔٔٔ پښتو کښې ترجمه کړي ده۔۔۔ البته چونکه مقصد پېغام رسول وو نو کهٔٔ پهٔٔٔٔ دې کښې څهٔ نور کيفيات هم مينځ کښې راننوتي وي نو ما حصار کړي نهٔ دي ، ځکه چې دا دَ پښتنو امانت ؤ، اؤ امانت رسول مستحقينو ته ضروري وي۔۔ ۔الله تعالیٰ دې ما پهٔٔٔٔ دې مقصد کښې کامېاب کړي۔ ۔۔

دا خو جواب شو چې پښتو اګرچې زما مورنیٔ ژبه ده خو ما پکښې دَ اردو نه ترجمه کړي ده۔ ۔اوس يو بله اهمه خبره کول غواړم ۔۔هغه دا چې زما کلام به بعضې خلقو ته ډېر ساده ښکاره شي۔ ۔دَدې يوه وجه ده چې پهٔٔٔٔٔ دې کښې يو خو ما دَ ښایٔسته شاعرۍ نيت نهٔ دے کړے۔۔ شاعري پهٔٔٔٔ خپله يو ښایٔسته صنفِ ګفتار دے۔ ۔زما رنګ دَ بې تکلفه شاعرۍ دے۔۔ غواړم چې خبره ورسي۔ ۔۔دَّمشکلو الفاظو استعمال زما پهٔٔٔٔٔ طبعيت بوج اچوي۔۔ زهٔ غواړم چې زما اؤ دَ قاري مينځ کښې دې تکلف حایٔل نهٔ وي۔۔۔بل غواړم چې کوم الفاظ دَ عوامو پهٔٔٔٔٔ استعمال کښې ورځ اؤ شپه وي هغه پهٔٔٔٔٔ شاعرۍ کښې راشي۔ ۔۔دَ کومو اشعارو دَ الفاظو دَ معنیٰ دپاره کهٔ څوک دَ لغت محتاج شي نو دا زما پهٔٔٔٔ نزد دَ شاعرۍ سره زياتے دے۔۔۔زهٔ ګورم چې دَ ډېرو ښو ښو شاعرانو کلام دَ خلقو دَ سينو نه ووتو، صرف پهٔٔٔٔ کتابونو کښې دے۔ ۔اؤ دَ رحمان بابا کلام اوس هم دَ خلقو پهٔٔٔٔ زړونو کښې دے۔۔ ۔نن هم چې دَ رحمان بابا کلام څوک وایٔي نو هر پښتون پرې پوهيږي۔ ۔کهٔ دا دَ رحمان بابا يو طرف ته کرامت دے نو بل طرف ته دا دَ رحمان بابا دَ اسلوب برکت هم دے چې پکښې سادګي ده ، بې ساختګي ده ،معرفت دے، اساني ده۔۔۔الحکمة ضالة المؤمن، کهٔ پهٔٔٔٔ دې اصول مونږ دَ کفارو ښهٔ عادتونه چې کوم دَ اسلام مطابق دي اخستے شو نو دَ رحمان بابا ولې نه۔؟ پهٔٔٔٔ دې کلام کښې زما کوشش خو دادے چې دَ قاري قلب و ذهن دَ الله دَ محبت يو ننداره وکړي اؤ ذهن ئې هغه څيزونو ته تيار شي چې کوم دَ زړهٔ دَ رڼا دپاره ښهٔ ګرزي۔۔۔ پهٔٔٔٔ دې وجه دَدې کلام دوه غټې حصې دي۔ يو پهٔٔٔٔ زړهٔ کښې دَ الله دَ مينې دَ انګېښت کوشش کوي، اؤ دويم چې کله دا مينه زړهٔ کښې راشي نو بيا دَ زړهٔ څهٔ حال وي اؤ دَدې اثر پهٔٔٔٔ اعمالو څهٔ پريوزي؟۔ ګويا کيفيت احسان حاصلولو نه پس اعمال څنګه وي؟۔الله تعالیٰ دې مونږ پهٔٔٔٔ دې عظيم مقصد کښې کامياب کړي۔۔۔زما دا يقين دے کهٔ ٔ دَ يو کس زړهٔ هم دَدې پهٔٔٔٔ برکت الله تعالیٰ طرته مایٔل شو نو زهٔ کامېاب شوم۔ اؤ کهٔ دا هم نهٔ وي نو دَ مشرانو نه مو اوريدلي دي چې کهٔٔ څوک طريقه صحيح واخلي اؤ نتيجه دَ هغې مطابق رانهٔ شي هم هغه دَ الله پهٔٔٔٔ نظر کښې محروم نهٔ وي ځکه چې !

"میخانے کا محروم بهی محروم نہیں ہے"

مونږ چې کله ليکل کول هغه وخت دَ پښتو املا بدله وه ۔۔وروستو پهٔ باړه ګلۍ کښې دَ پښتو ژبې دَ ماهرينو ټولنه وشوه اؤ هغوي ډېرې مفيدې فيصلې وکړلې۔ ۔هغې نه پس چې کوم ليکل ما کړي دي دَ هغې مې کوشش کړے دے چې دَ دوی دَ فيصلو پهٔ رڼا کښې وليکم۔ ۔دَدې دپاره پروفېسر سيد محمود ظفر صاحب زما دېر مدد کړے دے۔ الله تعالی دې دَ دې هغوی ته ډېر اجرونه ورکړي۔ يو تجويز مې زړهٔ ته راغلے دے هغه پيش کوم۔۔ هغه دا چې دَ باړه ګلۍ دَ فيصلې وړومبۍ فيصله داوه چې:

"هغه کلمې چې د عربۍ او فارسۍ نه پښتو ته راغلې دي او معنا ئې هم هغه ساتلې ده هغه به خپل اصل شکل کښې ليکلے شي، لکه قصه، قميص ، ضعيف. او هغه کلمات چې پښتو خپل کړي دي، معنا يا شکل يې بدل شوي دي ، هغه به په پښتو کښې په اوښتي شکل ليکلی کېږي، لکه تپوس ، پام او د عربۍ مخصوص ټکي به د پښتو په کلماتو کښې نه ليکو ۔ مثلاً: (( تورخم )) به په (( ت )) ليکو په (( ط )) به ئې نه ليکو "

نو تر اوسه خو مونږهم داسې کړي دي لېکن عوامو ته دَ دې پته لګېدل ډېر ګران دي چې کوم ټکے دَ فارسۍ نه يا عربۍ نه پښتو ته منتقل شوے دے۔۔دَ دې دپاره په دې فيصله عوامو ته عمل کول ګران دي۔ که داسې وکړے شي چې دغه ټکي هم دَ پښتو دَ املا دَ عام قانون مطابق وليکلے شي نو دَ دې دَ املا فيصله به صرف صوتي بنياد باندې کول اسان وي ۔مثلاً خيرے اؤ خير کښې پهٔ وړومبي ټکي کښې به يائےمعروفه راځي اؤ بل کښې به يائے مخصوصه راځي اؤ خېر به ليکلے شي ۔دَ باړه ګلۍ دَ قانون مطابق دا خير ليکل پکار دي ځکه چې دا ټکے دَ عربۍ نه اخستے شوے دے اؤ پهٔ فارسې کښې هم راځي ليکن پهٔ صوتي بنياد دې دا خېر وليکلے شي ۔ ۔۔ دغه شان حيثيت به حېثيت اؤ بعينه به بعېنه ليکلے شي۔ دې کښې بهٔ عوامو ته ډېر سهولت وي اؤ پهٔ مفهوم اؤ پهٔ لوسته ئې هم څهٔ فرق نهٔ پرېوځي۔۔البته که مکمل جمله دَ فارسۍ يا دَ عربۍ څوک نقل کوي نو هغه لکه چې نورو ژبو کښې هم په اصل حالت کښې ليکلے شي پهٔ پښتو کښې به هم داسې ليکلے شي۔۔

اللہ تعالیٰ دې مونږ ته صحيح نيتونه نصيب کړي۔۔ پهٔٔٔٔٔ اخر کښې دَدې اردو شعر ترجمه دې ولې ؤنهٔ شي چې دا پېغام هم ورسي۔!

حقيقت دې شي مونږ ټولو ته معلوم

چې محروم دَ مېحانې نهٔ دے محروم

څهٔ چې کيږي هغه لاس کښې دَ الله دي

پهٔٔٔٔٔ ښهٔ نيت پهٔٔٔٔ ژبه واخله دَ خدائے نوم

شبيؔر احمد کاکا خېل

حمد باري تعالیٰ

ولټوه ډک دَ مينې زړونو کښې موجود هغه

اؤ دَ عاشقانو پهٔٔٔٔٔ خيالونو کښې موجود هغه

هم رڼا دَ نمر کښې هواګانو کښې ليدلے شي

هم ستورو سپوږمیٔ کښې اؤ پهٔٔٔٔٔ غرونو کښې موجود هغه

کوم چې بصيرت لري هغه زړۂ ئې ليدلے شي

ښکلي نظارو کښې پهٔٔٔٔٔ سيندونو کښې موجود هغه

بې لهٔ کار کونکي کله کار خپله کېدلے شي

دادے سوال دَدې پهٔٔٔٔٔ جوابونو کښې موجود هغه

ټيک څيز هم خراب شي چې ئې څوک پهٔٔٔٔٔ حفاظت نهٔ وي

داسې سائنسي حقيقتونو کښې موجود هغه

لږ غوندې کهٔ کله خپل تخليق باندې مونږ غور وکړو

دې کښې پهٔٔٔٔٔ بېشماره نظامونو کښې موجود هغه

عقل کهٔٔ لهٔ نفس متاثر نهٔ وي اؤ حق لټیٔ

نو دَ کایٔنات ټولو رازونو کښې موجود هغه

کړه طلب پېدا تهٔ دَ بيدار زړۂ اے شبيؔره نو

لرې مهٔ ځه ستا پهٔٔٔٔٔ دې شعرونو کښې موجود هغه

پهٔ بنديا نو رحم

پهٔ بنديا نو دَ هغهٔ رحم کهٔ تا وکړو پهٔ تا به

رحم وکړي دَ جنت لاره شي تاته بيا صفا به

مخلوقات عيال دَ خدائے دي نو دَ دوی پهٔ دښمنانو

کول رحم غلط کار دےکه کوې دا وي خطا به

طريقه دَ مصطفےٰ چې کړه چا خپله ،خوش نصيب دے

پهٔ دې باندې هغه کس محبوب بيا جوړ شي دَ الله به

دَ کافر سره دَ زړهٔ دوستي دَ ځان سره دے ظلم

پهٔ دې باندې ځان پهٔ خپله دَ رحمت نه کړي جدا به

دَ دنيا پهٔ مينه باندې چې دَ چا زړګے ککړ وي

پهٔ اوؤ سمندرونو دَ دهٔ زړهٔ نه شي صفا به

آخرت کښې دَ شبيؔر باره کښې دا اواز کهٔ راغے

دے زما دے، دے راځي دې کامېابي وي دا زما به

حمد باري تعالیٰ

شپه اؤ ورځ ، سپوږمۍ کښې، اؤ پهٔٔٔٔٔ ستورو اسمانونو کښې

تهٔ موجود يې خدايه دَ فطرت ټولو څيزونو کښې

دا دَ بوج وړلو انساني دا سهارې چې دي

دو کښې ، سمندر کښې پهٔٔٔٔٔ کشتيانو جهازونو کښې

شپه کښې دَ شبنم پهٔٔٔٔٔ دې خاموشه فوارو کښې هم

اؤ سيلۍ باران ، پهٔٔٔٔٔ دريابونو ، اؤ نهرونو کښې

دومره اوچت غرونه فلک بوس پهٔٔٔٔٔ زمکه ښخ چې دي

دو کښې ، دَ شينکي پهٔٔٔٔٔ خورو ټولو څادرونو کښې

شين اسمان کښې چاودے چرتہ نشتہ دے، صفا دے دا

داسې دَ بې ستنو دَ چت ښکلي منظرونو کښې

دے هر زره کښې کائنات په دې کښې تا وينو

هم دَ الېکټران پهٔٔٔٔٔ رفتارونو حرکتونو کښې

چرته دَافلاک وسعت اؤ چرته باريکۍ داسې

داسې لاتعداده اشارو ، اؤ شاهکارونو کښې

زمکه ده کږه پهٔٔٔٔٔ خپل مدار، دَدې اثر چې دے

ورځې شپې وړې لويې، اؤ رنګ رنګ موسمونو کښې

نه پهٔٔٔٔٔ انتها خبر ، اؤ نهٔ لهٔ ابتداواقف

داسې مو دَ ذهن لهٔ حيرت پهٔٔٔٔٔ جوړو غرونو کښې

ستا دَ يو ذرې نه بې خبره چې شبيؔر کوم دے

هغه ويني تا ، ده عجيبه ، دَ زړۂ ټوپونو کښې

دَ خدائے پاک عظمتونه

که دا ټول سمندرونه سياهي شي ، ونې جوړې شي دا ټولې قلمونه

پوره نهٔ به شي پهٔ دې باندې هېڅ کله ، دي زما دَ خوږ الله چې تعريفونه

زۂ قاصر يم له تعريف ئې خو بيا هم به ، کړم کوشش دا چې څهٔ حمد کښې حصه واخلم

خدائے دې وکړي چې قبول مې دا کوشش شي ، چرته زۂ چرته دَ خدائے پاک عظمتونه

خدائے خو خدائے دے فعال لما يريد دے ، مونږ بنديان يو حق زمونږه پرې څهٔ نشته

په مونږ حق دَ بندګۍ دَ هغهٔ دادے ، چې پهٔ هر حکم ئې مونږ عمل کؤونه

هغهٔ لاره پهٔ خپل فضل مو آقا ته ، ده ښودلي پهٔ هغې چې څوک روان وي

نازولي دَ الله شي ، پهٔ قران کښې ، دي راغلي دغه شانې آيتونه

شريعت ظاهر ته ګوري نو ظاهر مو ، دا پکار ده چې وي ټيک پهٔ هر صورت کښې

خو خدائے ګوري مو باطن ته پهٔ عمل کښې ، چې ظاهر دي دَ هغهٔ مخکښې ټول زړونه

ګناهګار شبيؔر دَ فضل امېدوار دے ، پهٔ طفيل دَ خوږ نبي ورنه دا سوال کړم

چې قبول مې مال اؤ ځان وخت و اولاد شي ، پهٔ دربار کښې ورسره دغه شعرونه

نعت شريف

تعريف زۂ څنګه دَ حضور وکړمه ژبه زما دَدې طاقت نهٔ لري

دَ هغهٔ زړۂ زړۂ نهٔ دے کانړے دے بس چې دَحضور څوک محبت نهٔ لري

هغه محبوب دَ رب کريم مصطفیٰ

دے چې مظهر دَ هدايت مجتبیٰ

ځکه پهٔٔٔٔٔ ژبه لرم صل علیٰ

درود سلام دې پرې همېش استوم زړۂ مې پهٔٔٔٔٔ دې باندې حيرت نهٔ لري

زمونږ دپاره دے رحمت مسقل

دَ هغوﺉ لاره هدايت مستقل

منبع دَ فېض اؤ دَ حکمت مستقل

چې څوک ترې کټ شو نو هغه پهٔٔٔٔٔ دنيا چرته يو ځائےﺉ کښې به بچت نهٔ لري

دے محبت ئې دَ ايمان تکمېل

اؤ اتباع ئې دَ احسان تکمېل

ښکلے تعليم ئې دَ برهان تکمېل

نوم اخيستونکےئې کهٔ پاتې نهٔ شو نو دا دنيا بيا څهٔ حاجت نهٔ لري

څوک چی ئې سېرت لولي انسان جوړ شي

متبع ئې مردِ مېدان جوړ شي

چې څوک ئې پرېږدي نو شيطان جوړ شي

د خدائےیٔ لهٔ فضل شي محروم شبؔيره څوک چې عمل ئې پهٔٔٔٔٔ سنت نهٔ لري

دَ خپل شېخ پهٔٔٔٔٔ ياد کښې

فضل پهٔٔٔٔٔ ما وشو يقيناً دا دَ سبحان

شېخ کامل ملاؤ شو چې اشرفِ سليمان

هغه شفقتونه چې پهٔٔٔٔٔ مونږ ئې وو څه وايو به

دومره وو ډېر زيات چې مونږ نه ورک به شو خپل ځان

هغه چې زمونږ دَ زړۂ خبرې به پهٔٔٔٔٔ خولهٔ ئې وې

مونږه خوشحالۍ سره به پاتې شو حيران

هغه دَ سوالونو پهٔٔٔٔٔ جواب کښې دَ علمونو زور

خپله پهٔٔٔٔٔ نظر راتلل عيوب چې وو پنهان

هغه ملاقات کښې دَ سکون و اطمينان حالت

شو به مطمٔن پهٔٔٔٔٔ ملاقات هر پريشان

هغه تکليفونو بيمارو مصيبتونو هم

ونهٔ خوزولو ؤ ولاړ دَ غر پهٔٔٔٔٔ شان

کله چهٔ درويش اشرف درويش جمات شروع کړلو

پهٔٔٔٔٔ استقامت ئې وو حيران جور دَ سلطان

چا پهٔٔٔٔٔ مصایٔبو چې دَ نورو به ژړل همېش

خپلو تکليفونو باندې ؤ همېش خندان

نهٔ شي ختمولے مناقب ئې دَ شبيؔر قلم

غواړو پهٔٔٔٔٔ طفيل ئې مونږ کيفيت احسان

دَمينې پېغام

دا پیغام دَ محبت دے عاشقان پهٔٔٔٔٔ دې ګويا دي

دا خبرې دي دَ زړونو دا خبرې دَ وفا دي

دې اشعارو کښې دَ خپل شېخ کيفيات ما څهٔ بيان کړو

دَ الله والو احوال دي دا احوال کله زما دي

څهٔ احوال پهٔٔٔٔٔ کښې دَ نورو څهٔ احوال پکښې زما هم

دي زما چې کوم خراب دي چې کوم ښهٔ دي دَ بل چا دي

داشعارو پهٔٔٔٔٔ صورت کښې کړو مې پيش طريقِ جذب

بنده څنګه دَ الله شي جوړېدے پهٔٔٔٔٔ دې کښې دادي

دَ دنيا دَ محبت نه بنده څنګه خلاصيدے شي

بې دَ يار دَ محبت نه پنجې کلکې دَ دنيا دي

زړۂ بادشاه دے اے شبيؔره دا دَ خدائے کړه چې دَ خدائے شې

پهٔٔٔٔٔ هغو کښې تهٔ شامل شه چې میٔن څوک پهٔٔٔٔٔ الله دي

نهٔ شم

دې مرض کښے لهٔ خپل ځاﺉ ۓ خوزېدے نهٔ شم

بې دَ يار دَ دارو زهٔ جوړېدے نهٔ شم

زما زړهٔ دَ پاک الله سره تړلے

دَ مخلوق سره اوس زړهٔ تړلے نهٔ شم

زهٔ دَ رب دَ محبت حلقه کښې بند يم

زهٔ دَدې حلقې نهٔ کله وتے نهٔ شم

زهٔ دَ خدائےیٔ دَ محبت پهٔٔٔٔٔ اور يم سوے

زهٔ دَ نفس دَ اور لمبو ته کتے نهٔ شم

اوس دَ خپلو سره خپل يم پهٔٔٔٔ خپلوۍ کښې

بس کوشش دے زما دا چې پردے نهٔ شم

نهٔ ملا يمه نهٔ پير اؤ نهٔ زهٔ شېخ يم

زهٔ عاشق يمه دا عشق پرېښودے نهٔ شم

زما سترګے دَ جانان پهٔٔٔٔ لور غړيږي

دَ جانان پهٔٔٔٔ حيثيت بل ليدے نهٔ شم

پهٔٔٔٔٔ هرڅهٔ کښې مخامخ راته ښکاريږي

پهٔٔٔٔٔ شبيؔر افسوس کهٔٔ بيا هم سړے نهٔ شم

دَمينې شراب

کهٔ چا وڅښل کله هم شراب دَ مينې

ورته بيرته به شي بيا کتاب دَ مينې

بې له دې وي صرف هسې قيل قال ، دے

سوال دَ مينې ته پکار جواب دَ مينې

چې سبق چاته وي ياد نه چُهټي کيږي

مدرسه کښې دے جدا حساب دَ مينې

تريو تندے دَ محبوب کله برداشت کيږي

عذابونو کښې دے سخت عذاب دَ مينې

لږ کلام ته ئې فارغ کړه ځان غافله

ور قربان شه څنګه دے خطاب دَ مينې

دا دنيا به شي ترې پاتې اے شبيؔره

بيرته چا باندې که شولو باب دَ مينې

دا پېغام دَ محبت

دَ دنيا هر کس دې واخلي دا پېغام دَ محبت

څوک دې مونږ ته هم وښائی څه احکام دَ محبت

پهٔٔٔٔٔ خبره دَ محبوب خپل عمل څنګه عاشق نهٔ کړي

دے عاشق څنګه اؤ څنګه ئې څښلے جام دَ محبت

دَ محبوب چې کوم محبوب دے، دے زمونږه هم محبوب

که مونږ نهٔ يو متبع ئې يو ناکام دَ محبت

طريقې چې دَ هغهٔ دي مونږ ئې څنګه پرېښودے شو

دي پکار چې مونږ اوچت کړو هر يو ګام دَ محبت

کړه خبره تهٔ واضحه پهٔٔٔٔٔ هر کس باندې شبيؔره

نعرې صرف پکار نهٔ دي پهٔٔٔٔٔ هنګام دَ محبت

دَ مينې دنيا

ده جدا اؤ عجيبه دنيا دَ مينې

تکبر ريا پهٔٔٔٔٔ دې کښې به نهٔ وينې

ده تنګي چې دَ نظر پهٔٔٔٔٔ دې کښې نشته

دا چينه ده دَ وفا اوبهٔ ئې سپينې

وسعتونه څوک دَدې معلوموے شي

عقل دے ګته پهٔٔٔٔٔ خولهٔ ، سترګې خيرنې

خواهشاتِ نفساني خو سوزول کړي اؤ دَ روح جذبې دَدې ښکلي مهينې

اوس خپل زړۂ دې بس دَدې سره اشنا کړه

لارې پرېږده اوس دَ نفس سختې سنګينې

دَ هغهٔ چې دے محبوب ستا هم محبوب دے

خوش قسمت ئې چې دخپل محبوب پهٔٔٔٔٔ دين ئې

طريقه کهٔٔ دَ هغهٔ خپله کړه تا نو

بشارت درکوم زهٔ دَ خدائے نياز بين ئې

چې څوک نهٔ مني داښکلي لاره پرېږده

خپله اوبهٔ خوري دَ نفس غوپې سنګينې

مهربان هغه دےزيات پهٔٔٔٔٔ مونږ زمونږ نه

ولې توئې نهٔ کړم پرې زۂ دَ زړګي وينې

اے شبيؔره دا دَ زړۂ نغمې دې بس کړه

نن صبا هضميږي نه اوبهٔ شيرينې

دَ مينې زور

تنده نهٔ ماتیٔ چې جام کوم راکوې

بل جام ډک کړه لاس لهٔ دې اونهٔ دروې

دَ عشاقو مېخانه ده څښل راڅښل دي

څهٔ سحر اؤ څه ماښام به دلته څښې

دي مدهوش خو دومره هوش پکښې موجود دے

تابعدار دي کار دَ دوی کهٔ وګورې

تنهائي کښې څوک پهٔٔٔٔٔ ما شراب څښوي دا
پهٔٔٔٔٔ اوبو راکوزوي دَ اور لمبې

دَ عشق نُور پهٔٔٔٔ پټولو پټ شي څنګه

دې کوشش کښې خو به ئې نور څرګندوې

دا دَ مينې اور دے څنګه پټېدے شي

نورشي زيات چې څومره دا دباووې

پهٔٔٔٔٔ جامونو باندې کله کار کېدے شي

ټول دې لرې شي کهٔ ته ئې راسرې

دَ پټرولو اور چې نهٔ مري پهٔٔٔٔٔ اوبو نو

شي به مړ کهٔ جام پهٔٔٔٔٔ لاس خپل راکوې

زما زړۂ بې قرار تاته ښهٔ معلوم دے

شومه غېر دَ ټولو زۂ چې تا پسې

حد دداسې مينې څنګه شي کېدے چې

اور دے، زيات شي دے چې ئې څومره مړکوې

مرګے ولې به خوشرنګ نهٔ وي شبيؔره

مرګ نه پس دَ ملاقات چې دي وعدې

دَ مينې فکر

دَ هغهٔ چې نهٔ شي څوک څهٔ به کوي بيا

کوم مقصد دَ خپل ژوندون به خپلوي بيا

چې دَ يار وصل مقصود مو دَ ژوندون شو

نولهٔ وصل به ئې ځان څوک صبروي بيا

زۂ پهٔٔٔٔٔ خپل جانان به هر څهٔ ورقربان کړم

لېونے کهٔ مې دنيا خير دے بولي بيا

دَ انسان دنيا مقصود نهٔ ده نو څنګه

دَ دنيا دَ ژوند دپاره غوپې خوري بيا

دا زړګےچې دے جوړ شوے چا دپاره

دَ هغهٔ غېر دې کښې څنګه راولي بيا

کوز شبؔير شولو دَ زړۂ پهٔٔٔٔٔ مېخانه کښې

اوس شراب دې دَ عشق دم پهٔٔٔٔٔ دم ښهٔ څښي بيا

دَ زړۂ خواهش

زړۂ مې وايي اوس چې صرف بس آغوش کښې دَ خپل يار وے

بس هغهٔ سره مشغول يوازې وے پټ لهٔ اغيار وے

سر سجده کښې زما پروت وے قرآن سترګو ته مې مخکښې

زړۂ کښې يار ، کعبه ککو کښې وے ، پهٔ خولهٔ مې دا اشعار وے

دَ مينې سترګې

عقلمنده کړه پېدا سترګے دَ مينې

چې دَ مينې دا دنيا پرې ته ووينې

صرف عقل خو به تا يو سوداګر کړي

اخلې څنګه به اسمان که پهٔ زمين ئې

زړهٔ کړه ډک دَ هغهٔ يو دَ مينې ګوره

ستا هر څهٔ هغهٔ سره دي کهٔ ذهين ئې

پهٔ دنيا پسې تهٔ مهٔ مره ده نيمګړي

تهٔ دَدې ټول کایٔنات چې نازنين ئې

دَ تقویٰ لباس تهٔ واغونده شبيؔره

پهٔ دنيا پسې دا نهٔ کړې تهٔ خېرنې

دَ عشق پېغام

زۂ دَ عشق پهٔٔٔٔٔ پېغام باندې مامور يم

لهٔ هغې وخته پهٔٔٔٔٔ داسې ليک مجبور يم

چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې مې پېغام دا چا القا کړو

نو دَ زړۂ نه ئې لهٔ وخته زۂ مشکور يم

اوس پکار مې دي هغه چې ئې پکار دي

چې پهٔٔٔٔٔ عشق حقيقي باندې مخمور يم

پټ اسباب او پهٔٔٔٔٔ علل حسن ازل شو

ده مرضي ئې زۂ عاشق خو دَ مستور يم

دَ هغهٔ دَ در مرهم راته پکار دي

پهٔٔٔٔٔ زخمونو دَ دنيا زۂ شبيؔر سُور يم

مينه اور دے

مينه اور دے چې کوم زړۂ کښې دا بليږي

هغه زړۂ دَ يار پهٔٔٔٔٔ مينه کښې سوزيږي

زړۂ کښې ئې صرف دَ يار غم وي نور څهٔ نهٔ وي

دَ ده زړۂ بس لهٔ محبوب ځنې تاويږي

چې کوم زړۂ بلد دَ مينې سره نهٔ وي

نو دَ بل دَ مينې څهٔ هغه خبريږي

دغه زړۂ دَ خپل محبوب مينه کښې مست وي

اوښکې ئې سترګوکښې بيا کله حصاريږي

يوه ويره پهٔٔٔٔٔ دې زړۂ وي مسلطه

کهٔ محبوب شولو خفه بيا به څهٔ کيږي

چې مئین کله پهٔٔٔٔٔ خدائےﺉ وي څوک شبيؔره

دَ ايمان پهٔٔٔٔٔ خوږو هغه کس پوهيږي

دَ مينې جوش

تنده ئې دَ مينې ختمېدے نهٔ شي

څوک ئې بيا لهٔ مينې راوتے نهٔ شي

څومره به وي غرق درياب دَ مينې دا

مهٔ پرېده ادب معلومېدے نهٔ شي

چپ کښېنه دَ مينې سمندر دے دا

دلته بې لهٔ ټيټ سر څهٔ مونتے نهٔ شي

وګوره جمال ئې تصور کښې لږ

اوس دې جوړې سا بره راتلے نهٔ شي

نفس زما روح بند پهٔٔٔٔٔ بند تړلے دے

بې لهٔ عشقه دا ازادېدے نهٔ شي

زړۂ کښې هله وي شبيؔره يار زما

غېر ئې چې زړۂ کښې پاتې کېدے نهٔ شي

دَ مينې تنده

تنده مې دَ مينې ماتېدے نهٔ شي

زړۂ مې بې قراره صبرېدے نهٔ شي

بس چې اوس دَ يار پهٔٔٔٔٔ کار مشغول زۂ وے

وخت مې بې لهٔ دې نه تېرېدے نهٔ شي

ياد باندې زړګے ئې خپل اباد کړمه

بي لهٔ دې چې دے ابادېدے نهٔ شي

زړۂ کښې خو رازي پهٔٔٔٔٔ خيال کښې نهٔ رازي

دې باندې خو څوک هم پوهېدے نهٔ شي

نقش ئې نوم شبيؔره کړم پهٔٔٔٔٔ زړۂ باندې

ګند دَ دنيا بې لهٔ دې وتے نهٔ شي

دَ مينې درياب

لامبوزن چې وي دَ مينې پهٔٔٔٔٔ درياب

دَ هر سوال دپاره وي ئې يو جواب

پهٔٔٔٔٔ عزت اؤ پهٔ پېسه باندې اړ نهٔ وي

نهٔ لري بيا څهٔ دَ وخت حساب کتاب

خوشحالي ئې ملاقات بس دَ جانان وي

لهٔ جانان ئې جدائي ګرځي عذاب

مينه ښهٔ سره بې شکه ډېره ښه ده

کهٔ وي بد سره نو شي خانه خراب

دَدې مينې بس لائق خو صرف خدائے دے

نورې مينې دَ دنيا خيال اؤ خواب

دَ الله دپاره هره مينه ټيک ده

اؤ دَ نفس پهٔٔٔٔٔ هره مينه دے عتاب

نورې مينې دَ دنيا تو کړه شبيؔره

توبه وکړه ، دَ الله شه ، دے تواب

زړۂ ورکول

نه دي اسان څهٔ پروانه جوړېدل

پهٔ سوزېدلو مستانه جوړېدل

زړۂ ورکول چاته څهٔ لوبې نهٔ دي

چې دَ بل چا وي ديوانه جوړېدل

چې زړهٔ میٔن وي دَ عاشق وي پکار

بس قيل و قال ته بهانه جوړېدل

پهٔ خپله غواړي لېوني دَ محبوب

دَ دهٔ دَ غشو نشانه جوړېدل

شبيؔر خو ځکه روزانه اوس ويني

ښکلي اشعار دا جانانه جوړېدل

عشق

عشق دَ حق بنده هرکار ته کړي تيار

دَدهٔ صرف پهٔ دنيا کښې وي يو کار

چې محبوب رانه خفه نه شي هېڅکله

غواړي داچې پهٔ هغهٔ شي بس نثار

دَدهٔ ژوند ټول دَ محبوب ځنې ځاريږي

دَ محبوب خوښه بس دهٔ ته وي پکار

دَ محبوب خيال کښې بس دے پهٔ لار روان وي

دهٔ ته نهٔ ښکاري دَ لارې دندوکار

هغه کله طوفانونو نه ويريږي

چې دَ حق دَ لارې څوک وي شهسوار

رهبر وساته تهٔ ځان ته دَدې لارې

پهٔ شبيؔر پهٔ دې کښې وکړه اعتبار

دَ مينې تقاضا

ستا پهٔٔٔٔٔ تکليف باندے دا شور اؤ داغوغا کومه ده

ګوره نادانه چې دَ مينې تقاضا کومه ده

تهٔ ښهٔ خبر دَ تقاضو دَدې دنيا خو لرې

اوس لږ خبر کړه ځان دَ عشق دغه دنيا کومه ده

تهٔ دَ هغهٔ چې شوې نو ستا بيا پاتې شوي څهٔ دي

ټول دَ هغهٔ چې دي نادانه حصه ستا کومه ده

دا تکليفونه مصائب خو پهٔٔٔٔٔ هر چا راځي

کهٔ وهې چغې نو دَ صبر ادا بيا کومه ده

قدم قدم باندې تهٔ مومې نعمتونه دلته

ځان ته وګوره چې دَ شکر ستا ادا کومه ده

عقل نه کار واخله اؤ نفس دباؤ شبيؔره کړه خپل

هغه کوه بيا چې مرضي دَ پاک الله کومه ده

پټ پټ بليږي

دَ عشق اور پټ پټ بليږي

زړۂ الله ته نزدې کيږي

سترګې ډکې وي لهٔ اوښکو

خو لهٔ سترګو نهٔ بهيږي

لکه شمع سوزېدل وي

خو لهٔ ځايه نهٔ خوزيږي

زړۂ کښې اور وي سر ترسره

خو ترې څوک هم نهٔ خبريږي

دَ کتو سترګې لېوالې

لهٔ خولې لفظ يو نهٔ دوړيږي

دَ محبوب خوږې خبرې

اوري دے ، پرې نهٔ مړيږي

څوک چې نوم دَ محبوب اخلي

لهٔ هغهٔ ځنې ځاريږي

دَ عشق اور چې کله بل شي

بيا شبيؔره نهٔ مړ کيږي

دَ عشق جام

لږ دَ ساقي نه دَ عشق جام واخله

اؤ دَدې څښل صبا ماښام واخله

دَ زړۂ دنيا پهٔ دې بدله کړه ته

کاميابي بيا پهٔ هر يو ګام واخله

تهٔ پهٔ دربار کښې به حاضر فوراً شې

لږ خو پهٔ مينه ئې ته نام واخله

لږ دَ ساقي نه خو دَ يار دَ کوڅې

پته اوس ښه پهٔ اهتمام واخله

بيا ترې پهٔ دغه لار دَ تلو طالبه

پهٔ رو رو باندې ټول نظام واخله

زړهٔ کړه عاشق پهٔ خپل محبوب شبيؔره

بيا ترې نه هلته کښې سلام واخله

مينه به څنګه حاصليږي؟

چې دَ خدائے سره پهٔ مينه هر څهٔ کيږي

نو دا مينه به بيا څنګه حاصليږي

کهٔ عمل پهٔٔٔٔٔ څو خبرو وکړو چا نو

زړۂ کښې مينه دَ هغهٔ به داخليږي

دَ الله ذکر کثرت سره کول دي

دې سره زمکه دَ زړۂ رو رو نرميږي

چې صحبت دَ محبت والو نصيب شي

محبت بيا لهٔ هغویٔ منتقل کيږي

دَ مرګ ياد کهٔٔ ورسره هم شي ملګرے

چې منزل دَ آخرت ورته ياديږي

دنيا دارو سره ناسته پاسته پريږدي

چې دنيا باندې بيا دے نهٔ مئینيږي

دَ الله دَ مينې نُور به ورښکاره شي

دنيا دارو نه به خپله بيا پټيږي

دغه مينه سمندر دے حد ئې نشته

چې پهٔٔٔٔٔ دې شي څوک روان نو نهٔ ختميږي

تړقېدل وي پهٔٔٔٔٔ نصيب دَ عاشقانو

بې لهٔ دې دوی اے شبيؔره نهٔ صبريږي

عنوان دَ مينې

چې پهٔٔٔٔ زړۂ باندې وګورم ، وګورم عنوان دَ مينې

خود پهٔٔٔٔ خود ځکه شروع مې شي پهٔٔٔٔ خولهٔ بيان دَ مينې

زۂ کمزورے يم هر چاته رسېدے نه شم دنيا کښې

چې هر چاته مې ښودلے وے ښائسته جهان دَ مينې

اول مينه تهٔ صحيح کړه بس پهٔ خدائے باندې میٔن شه

بيا لهٔ هر څهٔ نهٔ يکسو شه طالب جوړ کړه ځان دَ مينې

پهٔ مجلس دَ عاشقانو ښهٔ ورګډ شه هيله مه کړه

پهٔ تندي کښې اؤ په زړهٔ کښې دې کړه جوړ نشان دَ مينې

دا پېغام دَ مينې خور کړه چې خبر پرې ټول عالم شي

لهٔ پاکوالي لهٔ وسعت چې شي خبر انسان دَ مينې

اے شبيؔره مفاداتو اور بل کړے دے دنيا کښې

وښايه دَ خدائے پهٔ فضل دوی ته اوس ګزران دَ مينې

لره

مينه دې دنيا کښې آفاقي لره

زړۂ کښې پهٔٔٔٔٔ هر وخت کښې عاشقي لره

دا دَ دنيا مينه خو مرض دے ټول

بس يو دَ هغهٔ سره دوستي لره

مهٔ کوه هېڅ وخت کښې چالاکي کله

قول اؤ پهٔٔٔٔٔ عمل کښې سادګي لره

ټول هر څهٔ فاني دي دا فنا به شي

ځکه زړۂ کښې يو هغه هستي لره

هر يو عمل ستا دَ ګناه ډک خو دے

دې باندې توبه اؤ پښېماني لره

څومره ښکلے رب زمونږ پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې دے

دې باندې دَ شکر يو مستي لره

زړۂ زما سجده کښې ورته پروت دې وي

در دَ هغه ځائے تهٔ دَ تندي لره

تا وته اعلان دَ ملاقات چې کړي کورته ئې پنځه وخته حاضري لره

مخکښې چې ولاړ ورته تهٔ کله يې

زړۂ کښې ورته ګوره يکسوئي لره

دوست چې دَهغهٔ دے ستا هم دوست شولو

زړۂ کښې ئې دښمن ته دښمني لره

غواړه دَ هغهٔ نه ، ورکونکے دے

طمع لهٔ بل چا مهٔ پهٔٔٔٔٔ زړګي لره

شان دَ لويَۍ بس هغهٔ سره ښائي

اے شبيؔره زړۂ کښې عاجزي لره

نعره يو مستانه دَ زړۂ

ډکه ده دَ مينې دَ شرابو مېخانه دَ زړۂ

زړۂ زما چې کله نه دے شوے نښانه دَ زړۂ

زړۂ کښې مې چې کله نه راغلے دے جانان زما

وينمه چې ډکه ده دَ مينې پېمانه دَ زړۂ

زړۂ مې دَ هغهٔ، هغه زما، څنګه ئې پرېږدمه؟

ډکه ده دَ مينې دَ هغهٔ چې مې خانه دَ زړۂ

زړۂ کښې مې هغه دے دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ کور کښې ناست يمه

ښکلے تصور مې دے رامخکښې جانانه دَ زړۂ

شور کښې دَ دنيا عقلونه ورک شولو شبيؔره خېر

څوک خو دې نن واوري دانعره يو مستانه دَ زړۂ

اے زړګيه

اے زړګيه اوس راځه چې هغه ياد کړم

تاپهٔٔٔٔٔ ياد دَ هغهٔ ښکلے اؤ اباد کړم

چې هغهٔ سره منسوب غم وي غم نهٔ دے

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ غم خو خپل زړګے زۂ شاد کړم

چې پهٔٔٔٔٔ قېد وي دَ هغهٔ هغه ازاد دے

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ قېد اوس خپل ځان هم ازاد کړم

ډېر څيزونه دَ زړګي مې ويراني ده

لږ مانوس ورسره خپل زړګے برباد کړم

چې پهٔٔٔٔٔ ياد ئې خپل ځان هېر کړو اے شبيؔره

دَ خپل ځان دَهېرولو ئې استاد کړم

خو پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې دے زما

کهٔ لهٔ سترګو نهٔ مې پټ دے خو پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې دے زما

پهٔٔٔٔٔ هغهٔ زړۂ زما جوړ دے زما زړۂ ئې دے اشنا

لرې ټولو نه شوم ، صرف دَهغهٔ شومه خوشحال يم

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ محبت چې زما زړۂ دے مبتلا

دَ بيمار زړۂ مې دارو دے ، تعلق مې ورسره دے

زۂ به هم ورته ورياد يم ذکر کړے ئې چې دے ما

مونږه ئې جخت کړلو خپل ځان ته دَ رحمت حد ئې څهٔ نشته

پهٔٔٔٔٔ مونږ څومره مهربان دے دا زمونږه خوږ الله

دَ شېطان ټول اميدونه پهٔٔٔٔٔ اوبو باندې لا هو شي

پهٔٔٔٔٔ توفيق دَ خپل رب باندې چې څوک وباسي توبه

اے شبيؔره دَ خپل نفس دپاره پرېنږدې جانان خپل

خدائے زمونږ دے غېرتي دا دَ غېرت ده تقاضا

زۂ پهٔٔٔٔٔ ياد کښې ئې مشغول يم

زۂ پهٔٔٔٔٔ ياد کښې ئې مشغول يم اؤ سکون محسوسوم

زړۂ خپل ډک لرم لهٔ ياد ئې ، هم پرې ژبه خوزوم

ټول ذرات کهٔٔ مې دَ جسم شو مشغول پهٔٔٔٔٔ ذکر باندې

نو دَ داسې سعادت به شکر څنګه زۂ کوم

کاش هر وخت مشغول پهٔٔٔٔٔ ذکر وے چې زۂ هم ورته ياد وے

زۂ کهٔ خېر وي دا عادت به مستقبل کښې جوړوم

زړۂ مې تخت دَ تجليو دے دا هم عرش اصغر دے

پهٔٔٔٔٔ دې عرش باندې به څنګه بيا زۂ بل څوک کښينوم

دا دنيا خو يو ظلمت دے دې پسې ولې مړهٔ کيږو

دَ الله مينه رڼا ده پهٔٔٔٔٔ دې ځان روښانوم

تکليفونه دې دنيا کښې دي پوڼکۍ دَ درجاتو

عافيت غوښتل پکار دي پهٔٔٔٔٔ دې هم ځان خبروم

کاش چې زړۂ زما قبول شي نور اعضاء خو ئې خادمان دي

دَ الله پهٔٔٔٔٔ احکاماتو به دا ټول مشغولوم

زما سترګې پهٔٔٔٔٔ هغهٔ دي اے شبيره ورته غوږ يم

چې مې زړۂ دے دَ هغهٔ ، پهٔٔٔٔٔ ذکر شونډې خوزوم

دَ زړۂ دنيا

کړه دَ زړۂ دنيا اباده اؤ ښائسته پهٔٔٔٔ ذکر باندې

که تهٔ غواړې خوشحالي دنيا پرېږده ځه ترې نه وړاندې

کهٔ تهٔ غواړې چې تهٔ ياد شې پاک الله ته ښهٔ حالت کښې

تهٔ حاصل به دا حالت کړې کهٔٔ لږ تهٔ ذکر وکاندې

پهٔ ژړا دا اباديږي که ژړا وي خدائے دَ ويرې

ځان دې وموندومحفوظ څهٔ ؟ چې پهٔ بړق بړق باندې خاندې

قيمتي ويښتهٔ ويښتهٔ لمحه لمحه پېسه پېسه ده

دا ضائع نهٔ شي ګني نو بيا وهې به دَ غم ساندې

ته مؤمن ئې خدائے دې مل دے ولې وروستو وروستو کېږې

اے شبيؔره پهٔ هېڅ څهٔ کښې نهٔ شې تهٔ کافر ته لاندې

اسان ولې ګران

چې پهٔ لار باندې روان يو

مونږ له ذکر غافلان يو

دا اسان کار اؤ مفيد ډېر

هم پريږدو څهٔ پاګلان يو

ډېر نقصان به مونږ خپل وکړو

دَ دنيا کهٔ طالبان يو

کهٔ مو حق ته کړله شا نو

بيا رښتيا چې جاهلان يو

پهٔ دښمن کهٔ اعتبار کړو

پهٔ نقصان ولې حېران يو

ګوره خوښې ته ئې شبيؔره

کهٔ میٔن مونږ پهٔ جانان يو

ګرم اسوېلے

سکون نشته مې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې بس يو اور دے لګېدلے

آه مې ګرم، داسې ښکاري چې څه ٔشے دے سوزېدلے

باران ولې به دَ اوښکو پهٔٔٔٔٔ مخ باندې نهٔ وريږي
لرم مينه دَ هغهٔ زۂ چې ئې څوک نهٔ شي ليدلے

لرې شه دنيا زمانه، زما زړۂ کښې ستا ځائے نشته

ستا زما تعلق دے ختم زړۂ مې بل طرف ته تلے

اوس پهٔٔٔٔٔ ياد به دَ هغهٔ زۂ همېشه رطب اللسان يم

زړۂ مې کور دَ هغهٔ ٔ جام مې دَ هغهٔ دَ مينې څښلے

چې ئې غېر دے اے شبيؔره اوس دې نهٔ راځي پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې

بس هغه دې همېشه اوس زما زړۂ کښې وسېدلے

څنګه زۂ کوم به

مبتلا دَ يار پهٔٔٔٔٔ مينه کښې زړۂ څنګه لوبوم به

دَ يار وصل ئې مطلوب دے څنګه دا حاصلوم به

دَدې ژوند هره لمحه چې امانت زما دَ يار دے

غواړم دا چې ټول دَ يار شي خو دا څنګه زۂ کوم به

هغه غواړي چې نظر مې پهٔٔٔٔٔ هغهٔ با ندې مرکوز وي

دَ اغيار چې اشارې دي څنګه ځان ترې نه ساتم به

زړۂ زما پرې مطمٔن دے چې هر شے مې دَ هغهٔ شي

نفس مې کوږ دے دے زۂ څنګه پهٔٔٔٔٔ دې باندې پوهوم به

شر زما دَ سترګو مخکښې دے خېر دې کښې چې مخفي دے

دَدې شر نه خپلې سترګې چې دي څنګه اړوم به

درشل ونيسه دَ شېخ تهٔ اے شبيؔره ښه مضبوطه

طريقه نوره بهتره درته بله څهٔ ښائم به

دروازہ دَ جانان

لهٔ هر چا مونږه واپس شو سرګردان

دروازہ يوه وه لرې دَ جانان

دَ مات زړۂ قيمت دې څوک لهٔ هغهٔ واوري

چې شي مات زړۂ دَهغهٔ پهٔٔٔٔٔ نزد شي ګران

يو هغه دے بې غرضه مينه ناک دے

نور کهٔٔ ګورې دَ غرض دي طالبان

غواړه غواړه لهٔ کريم تهٔ شرم مهٔ کړه

پهٔٔٔٔٔ غوښتلو خوشحاليږي پهٔٔٔٔٔ هر آن

چې نظر ئې پهٔٔٔٔٔ ما پرېوت زما زړۂ بيا

اے شبيؔره پهٔٔٔٔٔ هغهٔ شولو قربان

پټه خبره

دا څنګه به زۂ وايم چې ئې نهٔ يم را بللے

کافي ده چې لهٔ در نه ئې زۂ نهٔ يم پاسولے

هغهٔ يوه خبره پټه غوږ کښې زما مې وکړه

دَ خلقو پهٔٔٔٔٔ وېنا باندې پهٔٔٔٔٔ خپله شومه غلے

کهٔ خلق بولي ما بې کاره بولي دې چې بولي

اوس زۂ خو بس دَ يار يم هغه نهٔ شم پرېښودلے

اوس زۂ يم دَ هغهٔ يم دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ هر حالت کښې

اوس هېڅ رشته مې نهٔ شي لهٔ هغهٔ جدا کولے

اوس زۂ بس دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ سهاره باندې قايم يم

بل هېڅ څوک اے شبيؔره اوس ما نهٔ شي خپلولے

پهٔٔٔٔٔ هغهٔ مې شه قربان دغه ژوندون

پهٔٔٔٔٔ هغهٔ مې شه قربان دغه ژوندون

هر ويښتهٔ مې دَ تن هم اؤ نن پرون

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ مينه مست يم خو پهٔٔٔٔٔ هوش شم

چې لهٔ ما غواړي کارونو کښې سمون

سر پهٔٔٔٔٔ سترګو به کړم پيش ورته خپل ځان زۂ

کهٔ زما دا ځان څهٔ ګرځي قبلؤن

پېسه ځان اؤ وخت دې ټول پرې ور قربان شي

څهٔ بدبخته انکاري شولو قارون

څهٔ به زۂ يم څهٔ زما به ملکيت وي

کاش نيستي دا ذريعه شوے دَ تړون

شاعري دې خوش نصيبه ده شبيؔره

چې دَ مينې دَ هغهٔ لري مضمون

نېغه لار

پهٔٔٔٔٔ دې لار باندې ورځه څهٔ خطره نشته

لوئے مقصد دے ، بل مقصد ترې بره نشته

بس دَ يار رشته دَ مينې اوس ده پاتې

کهٔ دا مينه نهٔ لرې نو مينه نشته

لامبوزن يمه دَعشق پهٔٔٔٔٔ درياب کښې

پهٔٔٔٔٔ دې سيند کښې دَ ساحل څهٔ پته نشته

کهٔ محفل کښې يم بيا هم هغهٔ سره يم

يو لمحه مِ لهٔ هغهٔ نه جدا نشته

چې پهٔٔٔٔٔ عشق کښې دَ خپل يار څوک مبتلا وي

دَ زړګي دَدې مرض څهٔ دوا نشته

هر يو ځائے کښې بس هغه راته ښکاريږي

لهٔ هغهٔ نه مِ بغېر مشغولا نشته

دَهغهٔ نوم زۂ پهٔٔٔٔٔ خوله ځکه اخلم

دَخوږوالي ئې همسر پهٔٔٔٔٔ دنيا نشته

هر يو رګ کهٔ پهٔٔٔٔٔ سجده مې ورته پروت وي

دَټول عمر پهٔٔٔٔٔ سجده حق ادا نشته

بس زړګيه پهٔٔٔٔٔ هغهٔ پسې ژړېږه

دغه ښه ده ښه ترې بله ژړا نشته

زۂ شبيؔر دَ يار دَ مينې چې شراب دي

هغه څښم دَدې شرابو سزا نشته

خبردار

لاره يو ده، دغه لاره هېره نهٔ کړې پهٔ هېڅ شان

بيا واپس راتلل دې نشته لهٔ غلطۍ بچ کوه ځان

ښهٔ پهٔ خيال کېږده قدم تهٔ ښوئیدل دې کښې ممکن دي

پهٔ دښمن تهٔ دهوکه نهٔ شې دے دے تاسره هر آن

نفس پوهيږي نه ستا خر دے ، دے ناپوهه پهٔ هر حال کښې

دے پهٔ زور باندې راټينګ کړه ګني ؤ به کړي نقصان

زړهٔ پهٔ ذکر منور کړه پهٔ ښهٔ بد چې خپله پوه شي

دا علاج دَ شېخ نه واخله چې پهٔ حق شې تهٔ روان

زړهٔ دَ ستا عرش اصغر دے پهٔ دې باندې محنت وکړه

استوا پهٔ خپل شان وکړي چې پهٔ دې باندې رحمان

پهٔ طريق تهٔ دَ سنت و صحابه ؓ باندې روان شه

اختلاف کښې رهنما کړه خپل سنت اؤ هم قران

هلته کښې لاس مروړي خلق به شبيؔره پهٔ نقصان خو

نهٔ پرېږدي خلق غفلت بيا ولې دلته په هېڅ شان

ستا

پهٔٔٔٔٔ هر څهٔ کښې راته ښکاري بس خوبي ستا

پهٔٔٔٔٔ نظرونو کښې مې صرف ده هستي ستا

هېڅ يو څيز ستا مخکښې نهٔ شي ودرېدلے
اؤ پهٔٔٔٔٔ ټولو ده لازمه بندګي ستا

دَ ايمان سره بس ستا نه ويرېدل دي

څومره ښه ده اؤ اسانه دا دوستي ستا

زما هر يو عبادت خو پهٔٔٔٔٔ غرض دے

بې غرضه څومره وينم خېر خواهي ستا

چې څوک تا باندې فنا شي نو باقي شي

نګهبانه دَ هغهٔ شي خدائی ستا

خوشحالي خپله دَ هر چا خو خوښيږي

زما خوښه ده بس دا، چې ده خوښي ستا

چې تا ونهٔ پېژني څوک پېژني څوک ؟

څومره خوند کوي خوندناکه آګهي ستا

خو ش قسمت ئې چې لګيا ئي پهٔٔٔٔٔ صفت ئي

اے شبيؔره شوه قبوله شاعري ستا

مينه

مينه مينه ده دَ مينې مثال نشته

څوک بې مينې دې دنيا کښې خوشحال نشته

مينه زړۂ سره خبرې کړي اے عقله

کار پهٔ قال کله چليږي کهٔ حال نشته

دَ دنيا مينه قاتله دَدې مينې

ځان ترې بچ کړه غټ دَدې نه بل جال نشته

چا چې حسن پېدا کړے دے نو خپله

څومره وي حسين به دې ته دې خيال نشته

دَ مخلوق مينه کهٔ غواړې نو میٔن شه

پهٔ هغهٔ چې ئې مثال دَ جمال نشته

پهٔ تعريف باندې شبيؔره دَدې دواړو

يه لګيا چې ښهٔ ترې بل څهٔ مقال نشته

راسره ئې

کړم چې ځان سره سوچونه راسره ئې

چې پهٔ زړۂ کړم ښخ نظرونه راسره ئې

پهٔ هر ځائے کښې پهٔ هر لوري زۂ تا وينم

ولې وکړمه غمونه راسره ئې

دَ قران پهٔ تلاوت کښې تا زهٔ وينم

چې کومه زهٔ نمونځونه راسره ئې

خوږ مې ژوند دَ تنهائۍ شو ستا پهٔ مينه

څومره ښکلي دي خيالونه راسره ئې

دَ شبيؔر دا شاعري يو حاضري ده

چې زهٔ وايمه شعرونه راسره ئې

فنا اؤ بقا

پهٔٔٔٔٔ دربار کښې ئې حاضر شه پهٔٔٔٔٔ دې شان

چې هغه دې صرف ياد وي هېر کړې ځان

چې شې تهٔ دَ هغهٔ ستا به بيا هغه شي

کړې حاصل به بيا حياتِ جاوېدان

عشق منزل نهٔ پېژني نو منزلونه

کوې څهٔ چې ورپسې شوې سرګردان

ځان فاني کړه ئې پهٔٔٔٔٔ مينه چې باقي شې

شه پهٔٔٔٔٔ ډډه لهٔ زمان او لهٔ مکان

خپل زړګے ورته پهٔٔٔٔٔ سچه باندې پېش کړه

چې قبول شي پهٔٔٔٔٔ دربار دَ پاک سبحان

بندګي پهٔٔٔٔٔ بندګۍ بس نصيب کيږي

خپله خوښه ئې پهٔٔٔٔٔ خوښه کړه قربان

يو ګل پيش کړه نو ګلزار به درته درکړي

دا زما محبوب دے څومره قدردان

زړۂ تنګ نهٔ کړې دغه ځائے بل دے شبيؔره

لږ تاخير کهٔٔ وي نو ناز دے دَ جانان

حاصل دَ فنا

کړو هېر مې چې خپل ځان ما کړه حاصله بېخودي

فنا مې کړو چې ځان خپل نو هله شومه باقي

مطلب دَ بقا دادے چې باقي سره منسوب شي

دا يافت دے دَ خپل ځان دې ته وئیلے شي خودي

بغېر دَ بيخودۍ نه دَ خودۍ يافت ناممکن دے

دَ غېر پهٔ موجودګۍ کښې بيا هغه کله راځي

اول دے لا اله دے الا الله ورپسې وروستو

دا ستا بې نفسي لاره خپل جانان ته سموي

رومي اؤ اقبال يو دي پهٔ دې باب کښې اے شبيؔره

پوهيږي پهٔ دې راز باندې طالب چې کله وي

دَ ذکر کېفيت

خوږه ژبه شي زما پهٔٔٔٔٔ نوم دَ يار دَ اخستلو

چې مشغول شمه دَ مينې پهٔٔٔٔٔ شرابو زۂ پهٔٔٔٔٔ څښلو

لا اله سره چې غېر دے دَ الله لرې ګزار کړم

الا الله سره کوشش کړم خدائے دَ در زۂ دَ نيسلو

اللهُ الله سره زۂ رنګ دَ خدائے ځان باندې خور کړم

دَ الله کړم ځان کوشش کړم شريعت باندے دَ تللو

مست پهٔٔٔٔٔ مينه دَ هغهٔ چې شم پهٔٔٔٔٔ در ئې فريادي شم

بيا نظر ئې زۂ دَ مينې کړم محسوس پهٔٔٔٔٔ اعضاء خپلو

څهٔ به حال مې دَ زړګي وي چې پهٔٔٔٔٔ مينه راته ګوري

زۂ يم ستا اؤ ته زما ددے پېغام پهٔٔٔٔٔ اخستلو

چې پهٔٔٔٔٔ ژبه اسم ذات لرم نو زړۂ مې هم جاري شي

کړم کوشش پهٔٔٔٔٔ مينه نوم ئې پهٔٔٔٔٔ زړۂ باندې دَ ليکلو

زړۂ زما عرش اصغر دے اے شبيؔره تجلي پرې

وي هر وختې کوشش کومه دَ پېغام وصولولو

وجد

وجد دَ مينې دَ تحريک يو خوشګوار اثر دے

نهٔ دا مطلوب دے نهٔ ثواب لري اؤ نهٔ هنر دے

نهٔ پرې اختيار نه پرې ٔ ګرفت شته دے يو عذر غوندې

دا دَ جذباتو دَ هېجان دَ لطف ډک سفر دے

هر يو پهٔ وجد کښې معذور وي اعتراض پرې مهٔ کړه

اؤ تواجد له دغې عذر يقيناً بهر دے

رقص دَ رومي دے اختياري دا تواجد کښې راځي

دَ دنيا مينه ده دَدې وجې نه در پهٔ در دے

څوک خوشحاليږي چې ټوپونو ته دا هم ده دنيا

دنيا فاني ده اے شبيؔره پهٔ دنيا ئې سر دے

ذکر لوئے نعمت

ذکر دَ ذاکر دَ خدائے سرہ ملاوَول کوي

ذکر دَذاکر زړہ لۂ ګندونو پاکول کوي

ذکر علاجي دَ ذاکر زړۂ مئینوي پهٔ خدائے

ذکر ثوابي دَ ميزان تله ډکول کوي

ذکر دے شراب دَ معرفتِ الهٰي ګله

دا دَدنيا مينه دَ انسان نهٔ هېرول کوي

ذکر علاجي دَ دنيا مينه لر کوي لهٔ زړهٔٔ

ذکر دَ الله مينه پهٔ زړهٔٔ کښې راوستل کوي

ذکر خزانه دَ اطمينان ده مطمٔن کړي زړهٔ

ذکر چې کوي مهرباني دے پهٔ زړهٔٔ خپل کوي

ډېر لوئے مصيبت غفلت شبيؔره دے ځان بچ کړه ترې

دلته کښې غافل لاسونه هلته به مروړل کوي

وحدت الوجود

چې زۂ کوم طرف ته ګورم راځي هغه پهٔٔٔٔٔ نظر

شي فنا هر څهٔ زما نه دا دَغې دے اثر

تجلي ئې پهٔٔٔٔٔ هر څيز باندې حاوي ده نو دا ځکه

چې پهٔٔٔٔٔ کوم څيز هم دا پريوزي شي هغه دَدې مظهر

شعاګانے چې پهٔٔٔٔٔ لار وي ښکارېدے نهٔ شي هېڅکله

چې کوم څيز پهٔٔٔٔ دې رڼا شي نو ښکاره شي برابر

حقيقت نه چې خبر شي پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې کوم يو کس هم

پهٔٔٔٔٔ حېرت کښې مبتلا شي اؤ صورت ترې شي مفر

صورت نهٔ ويني شبيؔره پهٔٔٔٔٔ ظاهره هغه کس بيا

چې نظر پهٔٔٔٔ وحدت راشي لهٔ کثرته شي رابهر

دَ مرګ ښکلے تصور

دَ مرګ ښکلے تصور دوست سره دوست ملاوَوي

څومره زړۂ به ئې خوشحال وي چې خپل دوست ته څوک ورځي

دا ژوند ښکلے امانت دے دَ محبوب دَ محبت

خوش نصيب دے چې څوک دې نه فائده حاصلوي

داخپل زړۂ دې ښائسته کړه څومره ورځې چې ژوندے يې

کړه روښانه دا پهٔٔٔٔٔ ذکر مالک دلته به راځي

خپلي سترګې لهٔ ګند تاؤ دې کړي دَ خپل جانان پهٔٔٔٔٔ لوري

دَ زړۂ سترګې دې کړه بيرته چې مقصود خپل وويني

دَ هغهٔ دَ دښمن زوګ ته خپل غوږ بند کړه خپل غوږونه

کړه دَ يار پهٔٔٔٔٔ لورچې واورې چې کوم يار دې اوروي

اے شبيؔره عبادت کښې ګڼه دا چې ته ئې وينې

ګني ويني تا هغه خو هر صورت کښې يقيني

څهٔ مې وکړل

څهٔ لهٔ وم راغلے پهٔٔٔٔٔ څهٔ سر شومه

عقل اؤ دَ فکر نه بهر شومه

ملا زما دَ بوج دَ خپل نه ټيټه وه

بوج دَ نورو هم شو ، برابر شومه

ناست زما پهٔٔٔٔٔ زړۂ دښمن زما نزدې

نفس مې دَ هغهٔ شو مسخر شومه

غشي دَ وسواس ئې زما زړۂ ولي

پوه نهٔ شوم پهٔٔٔٔٔ ځان باندې ، اوتر شومه

ولې دَ غفلت کوهي ته پريوتم

ځکه خو لهٔ يار دَ در بې در شومه

خېر دے اے شبيؔره وسله هم لرم

ما وکړه توبه نو څهٔ بهتر شومه

فنا اؤ بقا

پټ طوفان دے سمندر کښې لهٔ بهره نهٔ ښکاريږي

دَ ضربونو اثر زړۂ باندې زما نهٔ څرګنديږي

دَ هر ضرب سره دَ مينې چپې زړۂ کښې مې پهٔٔٔٔٔ زور شي

پته نشته حجابات ورسره څومره لرې کيږي

زړۂ زما ستا پهٔٔٔٔٔ لور ګوري پهٔٔٔٔٔ هر وختې ورته ښکارې

سر مې تاته غورزولے ستا لهٔ در نهٔ وچتيږي

شکسته شو م ستا پهٔ غم کښې زۂ دَدې ځنې بيا جوړ شوم

پته نشته عاشقان څومره پهٔٔٔٔٔ دغه شان جوړيږي

تهٔ پهٔٔٔٔٔ ما باندې میٔن وې ځکه تا باندې میٔن شوم

نقشې څومره دَزړګو پهٔٔٔٔٔ دغه شانې خائسته کيږي

هيره جوړه شي لهٔ خاورې عاجزئ سره شبيؔره

چې فنا کله فنا شي دَ بقا ترتيب سميږي

اوس څهٔ شم

ما خپل سوچ کړو دړې وړې اوس څهٔ شمه

زۂ پهٔٔٔٔٔ خپل نظر کښې اوس به څنګه يمه

کوم تصوير مې خپل چې جوړ ؤ پهٔٔٔٔٔ زړګي کښې

زړهٔ مې غواړي چې دا خپله وشلومه

چې کوم غواړې داسې جوړ زما تصوير کړه

تش کاغذ غوندې پهٔٔٔٔٔ لاس کښې ستا راځمه

زۂ بس داسې شم چې ته پهٔٔٔٔٔ هغې خوښ ئې

دَ خپل ځان باره کښې دغه زۂ واورمه

زما هر څهٔ کښې نقصان دے ثابت شوے

زهٔ پهٔٔ دې له تکبر راووتمه

دَ کرم ستا دَ نظر شبيؔر طالب دے

نظر وکړه دَ کرم چې مخکښې ځمه

بندګي مې کړې قبوله

تکليفونه ورکوے تهٔ

بيا ئې خپله بچ کوے تهٔ

چې دَ لارې نه وي لرې

ورته لاره هم ښايې تهٔ

کهٔ غلطيانې ګناه وکړو

پهٔٔٔٔٔ توبه ئې ختموې تهٔ

مهربان پهٔٔٔٔٔ مونږ لهٔ مونږ ئې

ځان ته مونږ نزدې کوې تهٔ

پهٔٔٔٔٔ هر څهٔ کښې تهٔ ظاهر ئې

پهٔ ظاهر ځان پټوې تهٔ

زړۂ زما پهٔٔٔٔٔ تا میٔن دے

خو دا مينه ورکوې تهٔ

ذکر څهٔ به کړم دَ نورو

چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې زما يې تهٔ

بندګي مې کړې قبوله

چې بنده مې جوړوې تهٔ

دَ حبيب خپل لاره راکړې
چې پرې خپل خلق بوځې تهٔ

ويښيدو ته ئې پرېنږدې

رزائل چې خوبوې تهٔ

زۂ پروا څهٔ کړم دَ نورو

چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې مې راځې تهٔ

دا اشعار چې دَ شبيؔر دې

پهٔٔٔٔٔ خپل فضل راولې تهٔ

مېخانو باندې به څهٔ کړم

زړۂ زما خپل مېخانه ده مېخانو باندې به څهٔ کړم

چې مې يار نهٔ وي کوم ځائے کښې ويرانو باندې به څهٔ کړم

دَ دنيا پهٔٔٔٔٔ مېخانو کښې خو شراب دَ کثافت دي

لهٔ ظلمت اؤ تيرو ډکو دې کوڅو باندې به څه کړم

دَ دنيا پهٔٔٔٔٔ بازارونو ښهٔ اؤ بد واړه ټول يو دي

زۂ پهٔٔٔٔٔ بيعه اخستونکو دې دهوکو باندې به څه کړم

ماشراب دَ مينې څښلي ، ده دا مينه څومره پاکه

دَ دنيا دَ فاني حسن پهٔ نخرو باندې به څهٔ کړم

زما زړۂ اوس يو ليدلے دے میٔن پهٔٔٔٔٔ هغه يو دے

دَ ظاهر دَدې کثرت پهٔٔٔٔٔ نظارو باندې به څهٔ کړم

داغوږونه مې دَ يار لهٔ لور نغمو سره بلد دي

دَ هوس نه چې دي ډکې دې نغمو باندې به څهٔ کړم

چې دَ زړۂ سترګې بينا شي نو دَ سر سترګې شي پټې

نو دَ پټو سترګو بيا دې نظارو باندې به څهٔ کرم

ما دَ عشق پهٔٔٔٔٔ ژبه دا غزل ليکلے دے شبيؔره

بې مقصده دَ الفاظو پهٔٔٔٔٔ راوړو باندې به څهٔ کړم

قال اؤ حال

مزين کړه قال پهٔ حال تهٔ

دا خپل زړۂ کړه لږ سنبهال تهٔ

نفس پابند دَ شريعت کړه

کړه بهتر پهٔ دې اعمال تهٔ

دَ دنيا مينه پريږده تهٔ

وشلوه دغه دروند جال تهٔ

زړهٔ دې خدائے باندې میٔن کړه

اخله کار لهٔ انفعال تهٔ

تاسره عظيم طاقت دے

لږ خيال وکړه دَ خپل خيال تهٔ

اے شبيؔره دَ هغهٔ شه

کړه حاصل دغه کمال تهٔ

بې غرضه دوستي

دَ غرض مينه ده مينه دَ غرض، دوستي ده کله

بروسه پهٔ داسې خلقو باندې جوړه شي مشکله

بې غرضه محبت کښې اندېښنې خو داسې نهٔ وي

نو بيا داسې دوستي ولې نهٔ پالې تهٔ وايه ګله

لار چې تاته دَ دنيا ښائي هغه دَ ستا دښمن دے

چې دَ خدائے لار درته ښائي پهٔ هغهٔ پسې ورزغله

شيخ دَ زړهٔ ستا تعارف کړي دَ الله سره پهٔ مينه

ستا خېر خواه دے پهٔ اصلاح کښې ورنه ډډه کوې څهٔ لهٔ

زمونږ مينه دَ غرض ده دَ الله سره خو خېر دے

کهٔ پهٔ دې پوه يې شبيؔره دې نه نشته لاره بله

کړم

نن پهٔٔٔٔٔ مينه دَ محبوب محبوب چې ياد کړم

اؤ پهٔٔٔٔٔ دغه خپل زړګے ځان ته زۂ ښاد کړم

مونږ ئې هر وختې ياد کړي يو هرځا ئ کښې

د زړګي خپل کور پهٔٔٔٔٔ ياد ئې نن اباد کړم

اسانيانې ئې راته څومره دي ښودلي

نو پهٔٔٔٔٔ دين کښې ئې نور څهٔ بيا ولې ايجاد کړم

صحابيان ئې پهٔٔٔٔٔ هغهٔ باندې فدا وو

دَ هغویٔ عمل دَ خپل عمل استاد کړم

فقهاؤ بيا هغوی نه دي اخستي

دَ هغوی پهٔٔٔٔٔ شان کښې ځکه زنده باد کړم

زړۂ مې شي دَ هغهٔ زړۂ پهٔٔٔٔٔ شان شبيؔره

دې دپاره دَ صوفي پهٔٔٔٔٔ زړۂ زۂ صاد کړم

زړۂ پهٔٔٔٔٔ تا زما فدا دے

زړۂ پهٔٔٔٔٔ تا زما فدا دے

صرف ستا دے َ بل دَ چادے؟

دَ جانان تصوير راسخ چې

پهٔٔٔٔٔ زړګي کښې اوس زما دے

نور سرور دے هر طرف مې

زړۂ مې تاسره تنها دے

دَ دنيا مينه به څهٔ کړم

منزل اوس زما صفا دے

چې يې کله نه مې زړۂ کښې

يو رنګ کيف دَ استغنا دے

اوس جلوت اؤ خلوت يو دي

چې مې زړۂ کښې فکر ستا دے

دَ ستا مخکښې سر مې ټيټ وے

اوس دَ زړۂ ذوق زما دادے

ژوند مې ؤ ګني به مړوم

چې نظر پهٔٔٔٔٔ ما دَ چا دے

بوج پهٔٔٔٔٔ زړۂ مې ټوله ورځ ؤ

حال دَ شپې اوس عجيبه دے

اے شبيؔره دا ده مينه

ځکه حال زما جدا دے

کامياب

دَ ژوند هره يو لمحه چې قيمتي ده بې حسابه

دَ وخت يو لمحه دَ ستانه پهٔ دې کښې نهٔ شي خرابه

کهٔ پهٔ يو ځائ دا څوک غواړي چې ان فن کښې کامياب شي

نو حصول دَ شهادت ده طريقه بيا کاميابه

زړهٔ دې ورکړه پاک الله ته چې دَ خدائے پهٔ در قبول شي

دَ الله پهٔ در کښې تهٔ به پاتې نهٔ شې بې جوابه

هوښتيارتيائې پهٔ دربار کښې شي ګڼلے ذکر فکر

معرفت اؤ پهٔ دعا باندې به بچ شې له عذابه

کهٔ پهٔ در کښې دَ الله تهٔ قبلېدل غواړې شبيؔره

در دَشېخ ته دَ اصلاح دپاره ستون شه زر شه شابه

ټوټې ټوټې

زۂ ټوټې ټوټې راغونډ شوم شومه بيا ټوټې ټوټي

زما زړۂ ئې امانت ؤ ځکه لاړهٔ ورپسې

نهٔ داخوب دے اؤ نهٔ خيال ورکښې نشته قيل و قال

زما زړۂ هلته کښې لاړو چې هغه ؤ چرته کښې

کله قرب راعطا کړي ما پهٔٔٔٔٔ ناز کله جدا کړي

زۂ ملنګ يمه دَ در ئې اؤ هغه دے راسرې

اوس هغه زما سره دے دَ بل جا سره زۂ نهٔ يم

نمونځ کښې ماته چې ملاؤ شي نو شي ختمې فاصلې

ټوله ورځ وم پهٔٔٔٔٔ دې سوچ کښې چې به کله را ملاؤ شي

چې دَ شپې ئې ملاقي شوم ختمې شولې انديښنې

دَدې لارې منزل دادې چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې هغه راشي

لېونتوب کښې شبيؔر ټيک شو عجيبه دي نندارې

بې قراره زړهٔ

زړۂ مې بې قراره دے صبريږي نه

زۂ ئې پوهوم خو دے پوهيږي نه

تا ورته پهٔٔٔٔٔ مينه څهٔ وئلي دي

اوس هډو بل چاته ئي غوږ کيږي نه

زړۂ مې ورپسې لهٔ ګوتو ووتو

اوس مې پهٔٔٔٔٔ سينه کښې اېساريږي نه

دے منتخب کړے تا لهٔ کله نهٔ ؟

ما ته خو دا هېڅکله ياديږي نه

راوړې کهٔٔ ددهٔ خواهشات مخې ته

دے پهٔٔٔٔٔ دغو باندې خوشحاليږي نه

عقل قابو شوے دے ددهٔ اؤ دے

بالکل شريعت نه بهر کيږي نه

نفس چې دهٔ ته ګوري نوخپل لاس مروړي

وس ئي چې پهٔٔٔٔٔ دهٔ باندې رسيږي نه

زۂ غواړمه صرف دَ خپل يار غيږه

دې نه مې بس بله اوس خوښيږي نه

دي دَ زړۂ خبرې دَ شبيؔر پهٔٔٔٔٔ خولهٔ

دے چې پهٔٔٔٔٔ بل څه باندې پوهيږي نه

ذوق و شوق

ذوق و شوق ګورې دين نه دے

کهٔ دَ دين وي نو بيا ښهٔ دے

کهٔ دا نهٔ وي فکر مهٔ کړه

کهٔ وي ، فضل دَ هغهٔ دے

بس دَ دې فکر ساته تهٔ

چې منزل مخکښې مې څهٔ دے

پهٔ عمل کښې کمے مهٔ کړه

ضرورت تاته دَ دهٔ دۓ

توبه زر کوه شبيؔره

دَ مرګي غاښ ډېر تېرهٔ دے

دَ مينې لېونتوب

خلق وايي کهٔٔ عاشق ته ديوانه

وشو څهٔ کهٔٔ ستا پهٔٔٔٔٔ نزد وي فرزانه

سوزېدل دَ پتنګانو خوږ مسلک دے

بس يو دا کهٔٔ ستا پهٔٔٔٔٔ نزد وي پروانه

کله منډه تر صحرا کله ځنګل ته

ستا پهٔٔٔٔٔ ياد کښې ده ادا مجنونانه

زۂ خو غواړم چې مې راز پهٔٔٔٔٔ زړۂ شي پاتې

يم معذور جوړه نعره شي مستانه

اورکي پهٔٔٔٔٔ شان دَ خلقو رهبري کا

پهٔٔٔٔٔ تيرو کښې پهٔٔٔٔٔ طريقِ جانانه

شبيؔر غواړي زړۂبېدار پاک لهٔ غفلت اؤ

اداګانې پرېښودل جاهلانه

پهٔٔٔٔٔ زړۂ ګزار

زړۂ دَ پاسه چې مې وخوړو ګزار

دغي ضرب زما زړۂ کړلوبېدار

زۂ دَ زړۂ حال کړم بياڼ پهٔٔٔٔٔ کومو ټکو

پهٔٔٔٔٔ نظر ستا زما زړۂ شولو سر شار

ستا دَ مينې دَ نظر وم زۂ تلاش کښې

دې دپاره زۂ هر څهٔ ته وم تيار

زۂ دَ مينې جوش کښې وايم ستا عاشق يم

چې پهٔٔٔٔٔ هوش شم هېڅ لرم نه دَ اظهار

دې باران دَ نُور خو پاتې کړم لهٔ هر څهٔ

يو ګزار ئې زما زړۂ کړلو بيمار

اوس نهٔ غم شته نهٔ څهٔ فکر اے شبيؔره

دَ دنيا دَ خواهشاتو څهٔ اعتبار

جہد کن دَر بيخودي خود رابياب

څهٔ فرمائي مثنوي کښې آنجناب

جہد کن دَر بيخودي خود رابياب

دے مطلب دَدې چې ځان فنا کړه تهٔ

کړه فنا خپل هر څه يعني آب و تاب

لرې کړه لهٔ زړۂ نه دَ دنيا خيري

دي پهٔٔٔٔٔ زړۂ پراته چې ستا ټول بېحساب

سترګې چې بينا شي ورته ښکاري بيا

داسې دا دنيا لکه دَ خيال و خواب

غوږ ستا بيا لهٔ حق نه رو ګردان نهٔ وي

نفس دپاره نهٔ اورې بيا تهٔ خراب

تا نه شي ځان هېر هغه دې ياد وي بس

بيا هلته نه راشي تاته هم جواب

تهٔ پهٔٔٔٔٔ دې شې پوه چې ته هېڅ هم نهٔ يې

هرڅهٔ لهٔ هغهٔ نه راځي لاجواب

کړه معدوم خپل ځان تهٔ پهٔٔٔٔٔ خپل عشق کښې چې

تاباندې شي بيرته دَ بقا بيا باب

تهٔ بيا دَ هغهٔ شې اؤ هغه ستا شي

هر وخت بيا ته اورې دَ هغهٔ خطاب

غواړي چې هغه څهٔ تهٔ هغه کوې

اؤ هغه هم غواړې چې تهٔ آنجناب

وپېژنه ځان شبيؔره څهٔ يې ته

ختم شد والله اعلم بالصواب

هم زده کول دي

سر دَ حق پهٔٔٔٔٔ معرفت کښې ټيټول هم زده کول دي

“زهٔ زما” دَ خپل زړګي نه ختمول هم زده کول دي

ډېر کا رونه به خپل تاته دَ فضولو ډک ښکاره شي

تصوردې لهٔ شهرت لرې کول هم زده کول دي

مسٔلې حل نهٔ شوې ستا پهٔٔٔٔٔ رواجي مال خرچ کولو

چې نادار دي پهٔٔٔٔٔ هغو مال خپل خوړل هم زده کول دي

تهٔ تر کومې بې مهاره لذتونو کښې به بوخت ئې

دایٔرې دَ شريعت کښې دوی راوړل هم زده کول دي

مسلح کړه پهٔٔٔٔٔ اخلاقِ حميده باندې خپل ځان تهٔ

رذایٔل دَ نفس خپل ټول دبا وول هم زده کول دي

ضروري دغه کار ډېر دے خو اسان نهٔ دے هېڅ کله

دې د پاره شېخ کامل ته خو ورتلل هم زده کول دي

دَ دنيا دا ټول څيزونه ستا نظر کښې به وي ښکلي

زړۂ دَ يار پهٔٔٔٔٔ تصور ښایٔسته کول هم زده کول دي

دَهرڅيز ويرې دَ ستا نه جوړ بزدل خو دلته جوړ کړو

ناراضګیٔ نه دې دَ خپل رب ويرېدل هم زده کول دي

تا ډېر خلق پخلاء کول خو دې کولو کښې ناکام شوې

پهٔٔٔٔٔ توبه باندې اوس خدائے راضي کول هم زده کول دي

زړۂ دې ډک دَ محبت وي عقل وي دَدهٔ خادم دې

دوي پهٔٔٔٔٔ قېد دَ شريعت دواړه تړل هم زده کول دي

دَ مجرم نه چې محرم شې دې دپاره اے شبيؔره

دَ دنيا پهٔٔ ځٔٔٔائےخدائے زړۂ کښې راوستل هم زده کول دي

کښې نهٔ وي

څهٔ به انسان وي چې مشغول پهٔٔٔٔٔ عبادت کښې نهٔ وي

نهٔ کوي شکرورکښې صبر مصيبت کښې نهٔ وي

عافيت غواړو پاک الله! چې ډېر کمزوري يو مونږ

غوښتل مو دا چرته کمے پهٔٔٔٔٔ محبت کښې نهٔ وي

مونږته بس ستا دَ محبت دا سهاره کافي ده

زړۂ دې مشغول زما پهٔ مال اؤ پهٔٔٔٔٔ لذت کښې نهٔ وي

مونږ خو پهٔٔٔٔٔ تا باندې مئن يو دا زما سترګې چرته مشغولې دَ دنيا پهٔٔٔٔٔ وجاهت کښې نهٔ وي

دا جهان ستا دے مونږ دَ ستا يو اؤ دا ټول دَ ستا دي

چرته پهٔٔٔٔٔ فکر کښې مې زړۂ څهٔ ملکيت کښې نهٔ وي

تن اسانۍ باندې دا نفس چرته مایٔل مې نهٔ شي نفس ته مې شرم اؤحجاب پهٔٔٔٔٔ مشقت کښې نهٔ وي

قبول زما دې شي دا قلب و نظر پاکه ربه

تاريک مې ذهن نهٔ شي قلب مې دې ظلمت کښې نهٔ وي

مخکښې دَ ستا وے اؤ دَ زړۂ نه ستا بنده جوړ شمه

چې زما زړۂ بې لهٔ احسان بل کيفيت کښې نهٔ وي

زړۂ دَ شبيؔر تهٔ پهٔٔٔٔٔ خپل ياد باندې روښانه لرې

تهٔ ورته ياد شې داسې کله چې غفلت کښې نهٔ وي

نامناسب حالت

خواهشات چې دَ نفس کله نه ختميږي

اؤ پهٔ دې حالت دې زړۂ نه خفه کيږي

نو ماتم پهٔ دې حالت درته پکار دے

سوچ کوه بياچې زما به څهٔ چل کيږي

دَ ژوند هره يو لمحه دې قيمتي ده

چې تېر وخت پهٔ هېڅ صورت نهٔ واپس کيږي

تا دَ نورو فکر کښې ځان ولې هېر کړو

پهٔ خپل ځان دې ولې زړهٔٔ نهٔ خفه کيږي

پهٔ دنيا کښې دې پهٔ نورو بيمارانو

کله ځان نه زيات ستا زړهٔٔ پرې خفه کيږي

دَ شيطان دَ دهوکو جال نهٔ ځان لږ بچ کړه

اے شبيؔره ګني هر څهٔ دې ورکيږي

پاره دَ هغهٔ وے

کاش چې زۂ ژوندے بس پاره دَ هغهٔ وے

مرګ زما چې وے بل چا دپاره نهٔ وے

زړۂ زما بس دَ هغهٔ وے اؤ دماغ هم

اؤ پهٔٔٔٔٔ ژبه باندې ذکر مې کولے

دشمني دوستي هغهٔ دپاره وے بس

ماکولے چې لهٔ ما ئې څهٔ غوښتلے

دَ هغهٔ دپاره چپ وے اؤ ګويا وے

خندېدلے ، سنجيده وے ، ژړېدلے

بس هغه مې وے پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې بل څوک نهٔ وے

الالله نعره لهٔ زړۂ مې لګولے

له هغهٔ نه مې هر وخت غوښتل جاري وے

سر پهٔٔٔٔٔ در مې دَ هغهٔ بس کښېښودلے

دَ هغهٔ مينه اسره مې ده شبيؔره

چې څهٔ ما غافلوي ما هېرولے

دَ دين ظاهر اؤ باطن

ظاهر دين لکه پوستکے دے خبر شه ټول کارونه پهٔ زړۂ باندې منحصر دي

دا پوستکے محافظ دَ دين دے وروره کېفيات دَ زړۂ پهٔ دې کښې معتبر دي

لهٔ ظاهر روګرداني دَ الحاد لاره لهٔ باطن غفلت نفاق سره قربت دے

دَ باطن اصلاح الله دَ ستانه غواړي بې لهٔ دې چې دي اعمال غېر مؤثر دي

پهٔ صحبت دَ عالمانو کښې کښېنه لږ چې ظاهر دې برابر شي شريعت ته

هم اعراض مهٔ کړه صحبت نه تهٔ دَ شېخ هم دَ باطن خېرونه ستا کهٔ پهٔ نظر دي

ټول اعضاء دې دي دَ زړهٔٔ سره تړلي ټول اعضاء اخلي اثر دَ ستا دَ زړهٔ نه

اؤ زړهٔ هم دَ دې اعضاء نه اثر اخلي اؤ له دې ټول مشایٔخ چې دي خبر دي

پهٔ خلوت تهٔ دَ اعضاؤ حفاظت کړه پهٔ صحبت دَ شېخ دا زړهٔ دې منور کړه

پهٔ طلب باندې زړګے کړه ورته مخکښې پهٔ اثر کښې مشایٔخ لکه دَ نمر دي

پهٔ ظاهر باندې ډهانچه دَ دين کړه جوړه باطن ټيک کړه دا ډهانچه چې شي جانداره

دَ شبيؔر اشعار خواره پهٔ ټول جهان کړه چې دَ لارې دَ اصلاح لال و ګوهر دي

ظرف مظروف

دَظاهر باطن مثال ظرف اؤ مظروف دے

پهٔ ظاهر کښې دا باطن ګورې ملفوف دے

لهٔ ظاهر بغېر باطن معتبر نهٔ دے

لهٔ باطن بغېر ظاهر کله معروف دے

دَ عمل ځائے کښې عمل بس پکاريږي

دَ کوشش ځائے دے کوشش دا نه چې چوف دے

لهٔ خيالاتو نهٔ بالا روحانيت دے

کار شاربل تشې شملې چې دَ فېلسوف دے

اے شبيؔره زړهٔ صفا دې کښې جوړيږي

تصوف دے له صفا نهٔ چې لهٔ صوف دے

څهٔ خبر ئې؟

دَ هو پټې اشارې دي څهٔ خبرئې؟

څهٔ زما دَ زړۂ قصې دي څهٔ خبرئې؟

سټ زما محفل کښې ولې کله ټيټ شي

څوک مې غواړي څهٔ دې کښې دي څهٔ خبرئې؟

لهٔ هغهٔ طرف نه څنګه زۂ غافل شم

هر طرف ته ئې چرچې دي څهٔ خبرئې؟

خپل نظر باندې نظر محسوسوم ئې

عرش نه زړۂ ته سلسلې دي څهٔ خبرئې؟

چې هر کار زما ئې هېر کړلو لهٔ مانهٔ

اوس دا کومې منصوبې دي څهٔ خبرئې؟

لا دې جام جوړې دَ عشق نوش کړے نهٔ دے

چې دې زړۂ کښې اندېښنې دي څهٔ خبر ئې؟

دعاګانو کښې دَ شپې ئې ملاقي شم

دَ جذب دې کښې چې لمحې دي څهٔ خبرئې؟

چې دا وايی تهٔ زما يې پهٔٔٔٔٔ هغې وخت

دَ جذب کومې مرحلې دي څهٔ خبرئې؟

خپلو اوښکو باندې زړۂ دې اوس صفا کړه

دَ هغهٔ راتلل پهٔٔٔٔٔ دې دي څه خبرئې؟

غلے غلے اوس شبيؔر چې خموش ګرځي

پټې ئې زړۂ کښې نظارې دي څهٔ خبرئې؟

دَ بزرګۍ جال

اے سالکه خبردار! بزرګي پرېږده

دَ باطن ده ګندګي ګندګي پرېږده

پهٔٔٔٔ لور ستا ګوتې کيدل دَ جاه يو جال دے

اے بنده دَ خدائے دَ نفس بندګي پرېږده

که ٔ پهٔ سترګو کښې دَ خلقو غوث هم جوړ شوې

ستا پرې څهٔ؟ بې ځايه دا خوش فهمي پرېږده

ښهٔ ګڼل ځان نقصاني دي هر حالت کښې

شه هوښيار اؤ دغه سوچ نقصاني پرېږده

پهٔ عيوبو دَ خپل ځان ، ځان ښهٔ خبر کړه

دَ غفلت دغه خپل دور تاواني پرېږده

اوس خپل جال دَ بزرګۍ شبيؔره وشلو

ځان اوس پوه کړه پهٔ خپل ځان، خود رائی پرېږده

دَ هغهٔ شم

بس هغه مې وے پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې دَ هغهٔ شم

دَ هغهٔ شم ، دَ هغهٔ شم ، دَ بل نهٔ شم

دا يو يو خپله ذره پرې ور قربان کړم

ده دعا مې چې پهٔٔٔٔٔ دغه قبول زۂ شم

زۂ فنا شمه ، فنا مې هم فنا شي

دَ بقا پهٔٔٔٔٔ دروازہ دوباره وشم

چې اغيار دَ زړۂ اوس زۂ لهٔ زړۂ خارج کړم

دَ هغهٔ دَ زړۂ پهٔٔٔٔٔ سترګو بيا لهٔ زړۂ شم

چې پهٔٔٔٔٔ سترګو ئی دَ زړۂ شبيؔره وینم

دَ هغهٔ چې نهٔ شم اوس هم نو بيا څهٔ شم

دَ دنيا اؤ دَ خدائے پاک مينه

چې څهٔ سر دَ محبت دَ دنيا نشته

نو دَ حب الٰهي انتها نشته

چې نظر نه ئې څوک پرېوتو هغهٔ ته

تباهۍ ته ضرورت دَ بل چا نشته

چې چا خپل څيز دَ هغهٔ لار کښې قربان کړو

کهٔ قبول شو څهٔ خطره ورته بيا نشته

دَ بتانو پهٔٔٔٔٔ دعوت چې چا هم پرېښود

بد نصيب دے زيات ترې بل څوک تباه نشته

پهٔٔٔٔٔ نعمت کهٔ دَ جنت نعمت دې ياد شو

دې نعمت نه بله ښکلي عطا نشته

زۂ دَ ژوند نه اے شبيؔره يو کار اخلم

دَ هغهٔ شم بل يو شوق اوس زما نشته

دَ درجو نهٔ کړم طلب

دَ منزل پهٔٔٔٔٔ تلاش نهٔ يم دَ درجو نهٔ کړم طلب

دا آرزو لرم پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې چې ما خپل کړي زما رب

لېونتوب دے چې دا غواړم چې حجاب دې مينځ کښې نهٔ وي

پهٔٔٔٔٔ ما څهٔ وشو دا څه کړم دا غوښتل مې دي عجب

هر يو کار لره سبب دے زۂ به هم اختياروم دا

زما زړۂ نه لرې نهٔ کړي البته هغه ، سبب

دَ يوې لمحې غفلت هم پکار نهٔ دے پته نشته

کهٔٔٔٔٔ غفلت کښې ئی وليدلم راته جوړ نهٔ شي غضب

الله فضل پهٔٔٔٔٔ تا وکړه اے شبيؔره ته ئې مل کړې

اهل حق سره اوس خدائے دې کړي نصيب درته ادب

لهٔ نظر نه دَ هغهٔ پټېدے نهٔ شي

لهٔ نظر نه دَ هغهٔ پټېدے نهٔ شي

کهٔ بل څوک ئې پهٔٔٔٔٔ هېڅ شان هم ليدے نهٔ شي

دَ سر سترګو ته هغه کهٔٔ نهٔ ښکاريږي

خو لهٔ زړۂ دَ سترګو دے پټېدے نهٔ شي

کوم نظر چې مانوس نهٔ وي ورسره نو

بيا لهٔ شر نه ئې بل څوک بچ کېدے نهٔ شي

کوم نظر به مې جانان سره ملاؤ کړي

دَ نفس ثقل نه څوک هسې وتے نهٔ شي

زۂ شبيؔره دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ لوري ځم به

زړۂ زما پهٔٔٔٔٔ بل طرف ګورې تلے نهٔ شي

رنګ

پهٔٔٔٔٔ خپل رنګ کښې مې اوس رنګ کړه زما رنګ دےختم شوے

بس ستا رنګ اوس زما رنګ دے دے دا رنګ اوس زما ښکلے

ستا دا رنګ غالب پهٔٔٔٔٔ ټولو ، ټول رنګونه کړي دا جذب

پهٔٔٔٔٔ ظاهره باندې تور دے دَ الله پهٔٔٔٔٔ مينه سوے

زما رنګ اول فنا شو ، دے نه پس پرې ستا رنګ راغے

دَ فنا بقا دا لار ده دا يو زوږ مې اورېدلے

زۂ يم خاؤرې يم دَ خاؤرو ، ليکن يم دَ چا خبر شه

اميدوار يم دَ اميد زېرے مې زړۂ کښې دے راغلے

ته مې مل شې پاکه خدايه سلسله بد نامه نهٔ کړم

پهٔٔٔٔٔ اميد دَ عفو زړۂ مې سلسله کښې دے تړلے

زۂ شبيؔر يمه حقير يم سترګې څنګه کړم اوچتې

کهٔ الفاظ ښکلي زما دي دے حالت مې غورزېدلے

رضا بالقضا

خپل مالک کهٔٔ مې راغواړي نو سامان لرم تيار

کلمه لرم پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې اؤ پهٔٔٔٔٔ ژبه استغفار

ډېر غفور دے ، ډېر رحيم دے ،هم سبحان دے ،هم عظيم

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ رنګ کښې رنګ شه چې بيا شې باغ و بهار

ګلاب څنګه نال نادانه شي چې نشته ئې ماحول

تهٔ توبې ته تيار نهٔ یٔي دَ رحمت کړې انتظار

مخ کهٔٔ تا دَ ګندګیٔ نه واړولو نو بيا ټيک ده

عزم وکړه دَ نيکیٔ اؤ پهٔٔٔٔٔ ګناه شه شرمسار

هر طرف ته دَ دنيا دي دا نقشې خورې چې ګورم

چې مې زړۂ ته کله پام شهٔ دے ورکښې تصوير دَ يار

محبت بې وفا ئی پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې څنګه يو کېدے شي

دا قانون دَ محبت دے چې يو ځل کيږي دا کار

تيارے

وخت به راشي چې به تلل وي تيارے به ئې کول وي

شي ليکلے هر يو کار مو دا به هلته کښې لوستل وي

ننباسه مه خپل زړۂ ته هر څهٔ دلته دَ دنيا تهٔ

دَدنيا سره تړلي زړۂ ته تلل بيا ډېر مشکل وي

دا دولت اهل و عيال به لهٔ مونږ پاتې شي ټول دلته

چې اعمال زمونږه کوم دي هغه ځان سره وړل وي

بعضې خلق به خوشحال وي پهٔٔٔٔٔ جنت کښې، پهٔٔٔٔٔ مزو کښې

پهٔٔٔٔٔ عمل خپل پهٔٔٔٔٔ دوزخ کښې غوپې چاته به خوړل وي

څوک ديدار به دَ الله کړي پهٔٔٔٔٔ جنت کښې ماشاء الله

هغه څوک چې چا منلي به دنيا کښې دَ رب خپل وي

کهٔ مونږ غواړو شفاعت دَ خدائے دَ دوست مونږ تهٔ نصيب شي

دَ هغویٔ ښکلي سنت به مونږ ته دلته خپلول وي

دَ شبيؔر علمِ نافع باندې عمل صالح نصيب شه

پهٔٔٔٔٔ اخلاص اؤ شي قبول دې چې دا ټول به پيش کول وي

مصيبت اؤ رحمت

خدائے له در نه مصيبت چې کله راشي

اؤ پهٔ خوله باندې جاري اِنّا لِلہِ شي

ورسره اِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُون هم

چې څوک ووا ئې رحمت پرې له هر خوا شي

پهٔ هر يو تکليف دے اجر خدائے له لوري

هم دَ بعضې بيماريو دا دوا شي

عبادت کښې بعضې خلق مخکښې نهٔ وي

نو پهٔ دې ئې بيا اوچته مرتبه شي

مصيبت باندې دَ صبر اجر ډېر دے

معيت ددهٔ سره بيا دَ الله شي

فایٔده ډېره ده پرته مجاهده کښې

اے شبيؔره کهٔ يقين دې پرې پيدا شي

سوز دَ زړۂ

سوز دَ زړۂ دَ زړۂ دَ مينې علامت دے

دا دَ مينې دَ دنيا يو کيفيت دے

دَدې سوز نه چې زړګے کوم يو خالي وي

دے دَ مينې نه خالي دے مصيبت دے

چې زړهٔٔ ښهٔ وي هر څهٔ ښهٔ پهٔ خپل خپل ځائےوي

زړهٔ بادشاه دے پهٔ دې ټولو ئې حکومت دے

البته دا زړهٔ لهٔ ټولو اثر اخلي

نن صبا دَ زړهٔ دپاره ښهٔ خلوت دے

ښهٔ صحبت البته ښهٔ وي لهٔ خلوت نهٔ

دَ مريد دپاره ښهٔ دَ شېخ صحبت دے

هسې نيک کسان هم ډېر ښهٔ دي شبيؔره

خو دَ شېخ دَ سلسلې ډېر برکت دے

ګل سره ازغے

ګل سره ازغے هم لګېدلے وي

غم هم خوشحالۍ سره تړلے وي

مهٔ ګوره تهٔ دا چې څهٔ ملاؤ نهٔ شو

ښهٔ دے هغه چا چې شکر کړے وي

زيات شي نور نعمت ئې چې څوک شکر کړي

اؤ دَ ناشکرۍ والا زړۂ ستړے وي

څوک چې پهٔٔٔٔٔ رضا ئې راضي زړۂ کړي خپل

غېږ کښې ئې هغه بس اخستلے وي

ټول ژوندون پهٔٔٔٔٔ ياد کښې دَ هغهٔ تېر کړه

دې کښې خو سکون ئې کښېښودلے وي

خوښه دَ هغهٔ کړه ، خپله پرېږده تهٔ

در به کړي چې چا به نهٔ ليدلے وي

خپل عمل ته وګوره چې څهٔ کوې

داسې وي ؟ دَ عشق جام چې چاڅښلے وي

مينه ابتلا دواړه لازم ملزوم

غم څنګه لري چې فنا شوے وي

غواړې کهٔ شبيؔره ته ئې وصل نو

زړۂ دَ واصلينو ته راغلے وي

حسنِ ازل اؤ عارضي حسن

دے همت پهٔ کار پهٔ دې کښې څومره وس چې دَ انسان دے

دَ دنيا عارضي حسن ګورې جال يو دَ شيطان دے

دَ خالق حسن و جمال دے يو طرف ته، ځان لږ پوه کړه

بل طرف دَ عارضي حسن جلوه ده اؤ سامان دے

يو طرف خواہش دَ نفس دے اؤ موقع دہ اؤ دعوت دے

بل طرف تہ دَ خدائے امر دے حديث دے اؤ قران دے

يو طرف ته جهالت دے خپلولي ده دوستانه ده

بل طرف ته لهٔ ګناه دَ بچ کيدو دَ رب فرمان دے

يو طرف ته بدعتونه دعوتونه عيش عشرت دے

بل طرف ته محبت دے دَ رسول دَ خدائے احسان دے

اے شبيؔره دهوکه نهٔ شې دے نجات پهٔ عاشقۍ کښې

پهٔ الله باندې مئن شه چې پهٔ مونږ ډېر مهربان دے

دنيا اؤ عقبيٰ

خلق څهٔ پهٔ شهرتونو پسې سر دي

دَ الله دَ در چې نهٔ شو در پهٔ در دي

څوک مړهٔ کيږي لذتونو پسې هر دم

دَ چا خوښ پهٔ دې دنيا کښې سيم و زر دي

پهٔ دنيا باندې به موړ نهٔ شي هېڅ کله

خواهشات ضرورتونو باندې بر دي

دَ دنيا غمونه ډېر دي سر ئې نشته

څومره خلق دَ دنيا پهٔ دے کسکر دي

تنګ به نهٔ شې تهٔ پهٔ دې باندې شبيؔره

کهٔ فکرونه دَ عقبيٰ ستا مستحضر دي

دَ ذکر اثر

زړۂ پهٔٔٔٔٔ جوش مې دے راغلې دا دَ ذکر جوړ اثر دے

څومره کېف دے اؤ سرور دے دَ بيان ځنې بهر دے

لا اله چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ وايم زړۂ لهٔ غېر نه مې خالي شي

الا الله سره نيولے مې بيا کلک دَ الله در دے

الا الله سره يواځې پهٔٔٔٔٔ باربار محسوسومه

چې زۂ بس دَ يو الله يم پهٔٔٔٔٔ هغهٔ مې بس نظر دے

چې کوم اللهُ الله تصور کوم چې عرش نه

راروان دے نور اؤ دې باندې دا زړۂ مې منور دے

چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې ئې زۂ ياد کړم هغه ځان سره مې ياد کړي

دَدې سوچ څومره مزہ ده دا سوچ څومره معتبر دے

لهٔ خپل نفس نه زۂ ويرېږم مطمٔن نهٔ يم خپل نفس نه

لهٔ الله مې ډېر اميد دے ډېر کريم دے اؤ اکبر دے

پهٔٔٔٔٔ خوشبو زړۂ معطر کړه دَ درود شريف شبيؔره

هم سلام پهٔٔٔٔٔ نبي وايه دَ نبيانو چې افسر دے

تنبيه

انتها کله لري کلام دَ عشق

ودرومه اے نادانه جام دَ عشق

ودرول غواړې دَ دې دا به کړې څنګه

شي کيدے چرته کښې اختتام دَ عشق

اخستل دي لهٔ هغهٔ ډېر ډېر پهٔ مينه

قدم ږده نور پهٔ رو رو پهٔ بام دَ عشق

ډک جامونه څښوه خلقو باندې هر وخت

ضرورت خلقو ته دے مدام دَ عشق

شريعت پهٔ جذب باندې کړه راټينګ تهٔ

اے شبيره دا کړه فيض نور عام دَ عشق

نفس يو عجوبه

نفس کهٔ ګاډے دے نو زړۂ ئې ډرائېور دے

پهٔ اصلاح کښې دَ زړۂ ذکر مؤثر دے

اؤ دَ نفس علاج دے پروت مجاهده کښې

اؤ دَ شېخ تشخيص پهٔ دې کښې معتبر دے

نفس زمونږ دَ خواهشاتو يو مرکز دے

زورور دے پهٔ ټول جسم ئې اثر دے

دَ فجورو دَ تقويٰ جړرې پکښې دي

پهٔ فجورو دَ دهٔ هر طرف نظر دے

که فجور دې کړلو ختم دا تقویٰ ده

فجور شپهٔ ده اؤ تقویٰ دَ دې سحر دے

دَ تقویٰ حمام دے بل پهٔ خواهشاتو

اے شبيؔره خېر راوتے لهٔ دې شر دے

دَ مطلب غمے پهٔٔٔٔٔ لاس کړه

دَ ناجنسو پهٔٔٔٔٔ محفل کښې شامل نهٔ شې تهٔ هېڅکله

لهٔ مخلوطو مجالسو نه پهٔٔٔٔ هر صورت کښې زغله

چې پهٔٔٔٔٔ وس کښې دې کوم کار وي پهٔٔٔٔٔ سستۍ دا پاتې نهٔ شي

چې پهٔٔٔ وخت وکړې سستي ، ورپسې وروستو ژاړې څهٔ لهٔ

وسوسې کهٔ وي بې شماره ، التفات ورپسې مهٔ کړه

وسوسې ګورې تهٔ رانهٔ ولې خپل زړهٔ ته پخپله

ده ګناه لکه دَزهرو، بچ کيدل ترې نه پکار دي

لهٔ ګناه نهٔ تښتېدل دي دې نهٔ نيشته لاره بله

مقاصد متعين دي دين کښې ځان پهٔٔٔٔٔ دې ښهٔ پوه کړه

ذريعه ګورې مقصد چرې تهٔ ونهٔ ګڼې ګله

څهٔ کول دي اؤ څهٔ نه؟ دَدې نهٔ ځان ډېر ښهٔ خبر کړه

بې مقصده چې قصې دي دا پرېږده پهٔٔٔٔ ډاګ ئې وله

کړه مشغول ژبه اؤ زړۂ پهٔٔٔٔٔ ذکر باندې هميشه تهٔ

دا عادت جوړول غواړي عاقبت جوړول ښهٔ لهٔ

دَ هغهٔ مينې دپاره اے شبيؔره يو راغلي

دَ مطلب غمے پهٔٔٔٔ لاس کړه ښه فایٔده ترې نه اخله

امان غواړم

زۂ لهٔ نفس دَ خواهشاتو نفساني اور امان غواړم

دَ دنيا دَ مينې زۂ لهٔ شيطاني زور امان غواړم

زړهٔ زما دَ هغه يو دے، هغه يو مې دے پهٔ زړهٔ کښې

دَ دنيا لهٔ ټولو مينو بېهودہ شور امان غواړم

هر طرف ته دي فتنې برسېره مونږ پکښې راګېر يو

پاکه ربه تاسره له شېطاني دور امان غواړم

ماديت بېحيائی ده پهٔ ډېر زور کښې پهٔ هر ځائے کښې

اور دَدې دے پهٔ غربا اؤ پهٔ هر ځائے خور امان غواړم

دَ اصلاح مخالفت شبيؔره ورځ پهٔ ورځ زياتيږي

حماقت لهٔ دې نه زيات چرته به وي نور امان غواړم

اعمال اؤ اخلاص

ده دنيا تلونکي راتلونکي دے مېدان دَ عملونو

فېصله ده پهٔ دې باندې دَهغه ځائے دَ څيزونو

عملونه ښهٔ دي ونې دَ جنت، دا ونې نال کړه

اؤ اخلاص دَدې اوبهٔ دي معامله دا ده دَ زړونو

قيمتي وخت خراب نهٔ شي پهٔ فضول کارونو دلته

بچ کول دَ ځان پکار دي ډېر لهٔ دې حماقتونو

پهٔ ګناه باندې مشغول کهٔ ئې نو لږ خو دا سوچ وکړه

څهٔ به وي کهٔ مرګ دې راغے پهٔ دې داسې حرکتونو

پهٔ توبه باندې ځان پاک کړه لهٔ ګناه نه اؤ دَ وړاندې

ژوند دپاره وکړه نيت اؤ بندوبست دَ ښو کارونو

ژوند زمونږه ويلي کيږي لکه واوره اے شبيؔره

دا دَ کار کړه دې دپاره وکړه سوچ پهٔ دې شعرونو

ديوانه يم ديوانه

ديوانه يم ديوانه ديوانه يم ديوانه

کړمه ذکر زۂ هر دم ئې ده نعره مې مستانه

وسوزم ويلي شم اؤ ګريوان پهٔٔٔٔٔ خپله سيرې کړم زهٔ

ځان کړم خاورې ، منع ما کړي لهٔ دې څوک هم نه نه نه

ځان پهٔٔٔٔٔ عشق کښې ئې کړم ويلي وے مې سترګو کښې هغه بس

زۂ دَ ستا يم ته زما ئې ده دَ زړۂ مې ترانه

لګوي دې کهٔ پهٔٔٔٔٔ ما څوک دَ ريا لېبل لګیٔ دې

هغه غواړم، دنيا نه ، هغه غواړم دنيا نه

سوزيدونکے ئې دَ مينې مومي جسم هر وخت نوے

دَ کاکي دغه ګفتار دے يو طريقِ جانانه

کله مخکښې زما راشي کله سترګو نه پهٔٔٔٔٔ شا شي

دا دَ عشق دے امتحان يو ، مخکښې ځه نور ، پهٔٔٔٔٔ شا نه

عشق هوس کښې فرق څهٔ دے؟ اے شبيؔره جواب واوره

دَ عشق ذوق فدا کيدل دي ، دَ هوس ذوق سوقيانه

طريقِ جذب

لږ پهٔ رومي دَ شمس اثر وګوره

دغه اثر ئې دَ نظر وګوره

قال کهٔ پهٔ حال تهٔ بدلول غواړې

پير ځان ته داسې برابر وګوره

څوک پهٔ دنيا باندې مئن چې دي نو

حال پهٔ دنيا کښې ئې بدتر وګوره

شو ارماني دَ زړهٔ سکون دپاره

دوی پهٔ دنيا کښې در پهٔ در وګوره

مينه دَ رب مو ژوند جوړیٔ مقصدي

پهٔ ژوند کښې دا سوچ معتبر وګوره

دَ دې دنيا دَ نيمګړتيا شبيؔره

حال پهٔ ډېر غور پهٔ تېز نظر وګوره

اخفاء اؤ اظهار

پهٔ ماباندې څښولے چې ساقي ؤ دَ عشق جام

دَدې نه جوړ جوړ شوے دے دَ مينې دا پيغام

اخفاء خو وه اؤ دور دَدې اخفاء هم ډېر طويل ؤ

حاصل شولو له دغې دَ اظهار دا انتظام

شراب چې وي زاړهٔ نو هغه نور هم مؤثر شي

دا داسې مېخانه ده چې پهٔ کښې نشته ناکام

دَ زړهٔ دَ دې دنيا سفر جاري به وي تر مرګه

زياتيږي ورځ پهٔ ورځ به دا سفرِ ناتمام

فنا کړه تهٔ هر څهٔ پرې هسې هم دا دَ هغهٔ دي

کهٔ وصل شو پهٔ دې درته حاصل دے لوئے انعام

دَ عشق پهٔ ژبه وليکه شبيؔره پهٔ زړهٔ باندې

دا زړهٔ مې دَ هغهٔ دے پهٔ دې ختم شو کلام

لږ پهٔٔٔٔٔ هوش

اے زړګيه لږ پهٔٔٔٔٔ هوش شه کهٔٔ دَ عشق پهٔٔٔٔٔ لاره تلل کړې

ده ادب وړومبۍ پوړکۍ ئې تهٔ پهٔٔٔٔٔ دې به هم ختل کړې

پهٔٔٔٔٔ قدم قدم ډاکوان دي پهٔٔٔٔٔ صورت دَ لار ښيونکو

تلل پهٔٔٔٔٔ لار دي خو لهٔ دوی هم ځان به هرخت بچ کول کړې

دا دَ عشق اور دے وګوره خو پهٔٔٔٔٔ مينځ کښې دا ګلزار دے

پهٔٔٔٔٔ دې اورکښې کوزيدل دي ځان پهٔٔٔٔٔ دې به سوزول کړې

تهٔ دَ يار وصل کهٔٔ ژاړې دا ژړا به شپهٔٔٔٔٔ اؤ ورځ وي

دا څهٔ ګپ نهٔ دے دا عشق دے ځان لهٔ ځان به وروکول کړې

چې پهٔٔٔٔٔ کومه لار روان ئې ازغي دې کښې وساوس دي

پهٔٔٔٔٔ زخمي پښو به مرهم دَ تسلۍ تهٔ لګول کړې

کله طور پهٔٔٔٔٔ عشق څکاره شي ، شي معراج کله نصيب هم

عشق دې وي خو چې نهٔ ښکاري تهٔ چې سر اوچتول کړې

ستا پهٔٔٔٔٔ عشق کښې سوزېدو کښې دے سکون ماته معلوم دے

سوزېدل چې دې قبول کړي ورسره به دا غوښتل کړې

ستا ده لاره نېغه شوي اوس چې وندرېږې لارکښې

در دَ يار چې راشي هم نه ، دَ هغهٔ به ځان کول کړې

دَ شبيؔر ئې، دَ شبيؔر نه، اوس منه چې تهٔ دَ چا شوې

داسې کيږي عشق کښې، دا اوس ته هر چاته به ښودل کړې

مراقبه

دَ هغهٔ پهٔ لور مې زړهٔ دے پهٔ هغهٔ لرم نظر

دے ماحول لهٔ دې جوړ داسې چې پهٔ زړهٔ لري اثر

يکسو شومه لهٔ هر يو نه،ماسوا نه منقطع شوم

بس هم دا مراقبه شي چې شي داسې تصور

دَ الله الله الفاظ مې دي ګويا دَ زړهٔٔ پهٔ ژبه

زهٔ پهٔ غور اورمه دا، دے مې ټيټ کړے ورته سر

ښي طرف ته لطيفه چې نوم لري دَ روح هغې ته

پس دَ قلب مې توجه بيا پهٔ هغې وي برابر

بيا دَ سرِ مزې زهٔ اخلم لږ اوچت دَ زړهٔ دا ځائے دے

بيا خفي ته ترې نه ستون شم لطيفې دَ روح نه بر

دَ مرۍ لاندے اخفا ده بيا دَدې تابيا کومه

دي دَ ټولو پهٔ دې جسم کښې ځايونه مقرر

دې نهٔ پس هر يو ويختهٔ ذاکر پهٔ خپله شي دَ جسم

دّ سلطان الاذکار ذکر شي جاري دننه بهر

بيا دَ دې نهٔ پس شروع مراقبات شي قسما قسم

دَ هر چا ترتيب جدا وي پهٔ طبعيت وي منحصر

ټول ترتيب دے منحصر پهٔ بصيرت باندې دَ شېخ نو

شبيؔر وائې چې پرېنږدې پهٔ هېڅ شان دَ هغهٔ در

کړم

زړۂ زما ؤ ستا ،اوس پيش هم درته ځان کړم

زۂ ستا يم اؤ تهٔ زما دَدې اعلان کړم

فاني ځان کړمه فنا چې دا باقي شي

پهٔٔٔٔٔ دې باندې پهٔٔٔٔٔ خپل ځان باندې احسان کړم

زما زړۂ کښې خو لهٔ مخکښې ستا ځائے جوړ ؤ

اوس دَ خپل زړګي دَ کور هم تا ميزبان کړم

حسدي دشمن زما کله داغواړي

زۂ هغه به پهٔٔٔٔٔ دې باندې پريشان کړم

چې يو ژوند فاني قربان کړم پهٔٔٔٔٔ تا باندې

نو پهٔٔٔٔٔ دې به ځان زهٔ زنده جاويدان کړم

دا يو ژوند دے شمه دا قربانولے

شکوه ځان نه دَ تنګوالي دَ دامان کړم

شهادت غواړه لهٔ رب نه اے شبيؔره

دا درخواست دَ سعادت به راوېزان کړم

زړۂ نهٔ تر خولې سفر

مسافت دَ خولې اؤ زړۂ لېشت برابر وي

خو دَ دې دَ سمېدلو لوئے سفر وي

اعضاء ټول پهٔ خپل خپل ځائے ډېر زيات اهم دي

نجات ټول پهٔٔٔٔٔ دې زړۂ باندې منحصر وي

مونږ خبرې دَ اصلاح پهٔٔٔٔٔ خولهٔ کړو ډېرې

کاش چې زړۂ ته رسيدونکے ئې اثر وي

ضرورت دَ ډېر محنت وي دغه کار کښې

خو دَ شېخ تعليم سره ډېر مختصر وي

عقل نفس سره چې مل شي تماشه شي

چې دَ زړهٔ شي بيا جدا دَ دې منظر وي

خولهٔ بېباکه بې حيا سترګې لري چې

زړهٔ ګنده شي دَ هغهٔ ، پهٔ ګند ئې سر وي

دَ دنيا دَ ګندګۍ ظلمت محسوس کړي

زړهٔ پهٔ ذکر دَ الله چې منور وي

دَ دې زړهٔ تار دې اذاد کړه لهٔ خپل نفس نه

نفس دې هم پهٔ رياضت کړه چې بهتر وي

زړهٔ اؤ خولهٔ عادت پهٔ ذکر شي شبيؔره

دَ هغهٔ ، کاميابي چې ئې مقدر وي

الله الله کول

کله تاته چې دَ څهٔ کار هم کول وي

نو پهٔٔٔٔ دې کښې هميشه دې ويرېدل وي

چې هر کار دَ شريعت مطابق وشي

پهٔ هر کار کښې دَ هغهٔ دي بس منل وي

مهربان الله ناراض نهٔ کړې هېڅکله

هر يو حال کښې پهٔٔٔٔ هغهٔ دي زارېدل وي

پهٔ نيکۍ کښې شرم مهٔ کړه ځه ورمخکښې

کهٔ ګناه وي نو پهٔ دې دې شرمېدل وي

لهٔ دې لوئے در نه مايوس چرته کښې نهٔ شې

هېڅ اثر لهٔ وسوسو نهٔ اخستل وي

يو الله الله کوه هر وخت اؤ بل دي

دَ نېکانو صحبت هم اختيارول وي

بد صحبت نه بيا خلوت ښهٔ دے شبيؔره

کهٔ دَ شر نه دَ خپل نفس دي بچ کول وي

زۂ

خوښومه تا ، څهٔ نور زهٔ خوښوم به

غواړم ستا دَ مينې غېږ ،نور څهٔ غواړم به

غواړم ځکه دا چې ته دا لهٔ ما غواړې

پهٔٔٔٔٔ لبيک وئیلو ستا پهٔٔٔٔٔ لور راځم به

تهٔ دا ووائې چې "دا زما عاشق دے

پرېږدیٔ دے" دغه مقصد حاصلوم به

زما زړۂ ستا منتظر دے ، دې کښې راشه

کهٔ دا نهٔ وي زړۂ زهٔ څنګه پوهوم به

دَ رحمت ئې نظر غواړمه شبيؔره

شکر څنګه زهٔ دَدې نعمت کوم به

تهٔ زما ئې

شمه ستا اؤ تهٔ زما شې زۂ دا غواړم

دا مقصد مې دے دَ ژوند دې پسې ژاړم

دَ محبوب ياد کښې زۂ هر وخت تړقېدلے

زړۂ کښې دا مزۂ لهٔ بل څيز څنګه راړم

زما زړۂ ستا منتظر دے پکښې راشه

پهٔٔٔٔٔ راتلو دَ ستا اباد مې شي زړۂ وايم

زما زړۂ کښې ستا دَ مينې اور چې بل دے

ستا نظر دے پرې ، پهٔٔٔٔٔ دغه نظر پایم

ځان اؤ زړۂ مې ستا پهٔٔٔٔٔ ٰياد کښې ورقربان کړل

کړې چې ماسره کوه چې ټول دَ ستا يم

سترګې ستا پهٔٔٔٔٔ لور ، تهٔ زړۂ کښې ، تاته غوږ يم

تهٔ مې خپل وګڼې لاس زۂ پهٔٔٔٔٔ دعا يم

اوس اميد لرم دَ ستا دَ تسلۍ زۂ

زۂ شبيؔر بې قرار زړۂ سره تا ستایٔم

علم اؤ کيفيت احسان

دَ علومِ نافعه حاصلول دي

اؤ دَ دې مطابق ژوند هم تېرول دي

دَ کامل شېخ پهٔ صحبت کښې ملاويږي

کيفيت چې کوم پهٔ زړۂ کښې راوستل دي

انکشاف چې دَ عېبونو خپلو وشي

پهٔ دې شېخ باقاعده بيا خبرول دي

چې علاج هغه دَدې بيا څهٔ بيان کړي

چې څهٔ وائي نو هم هغه شان کول دي

چې پرهيز کو م چاته ووائیي خپل شېخ نو

لهٔ هغې خپل ځان پهٔ خپله بچ کول دي

ذکر اؤ مجاهدے سره شبيؔره

مستعد شه پهٔ دې لارې باندې تلل دي

لا الا الله

لا اله الا الله ، لا اله الا الله

بس مقصود زما الله دے مقصود بل نشته زما

زما هر څهٔ دې دَ خدائے وے اؤ زۂ هم بس وے دَ خدائے

دا ښایٔيلي مونږ ته چا دي ؟ محمد رسول الله

طريقه دَ محمد چې پکښې نهٔ وي نو به څهٔ وي

اؤ چې خدائے د پاره نهٔ وي نو ضایٔع شي ټول دا بيا

دَ هغهٔ خوښه يوه ده طريقه دَ محمد

پهٔٔٔٔٔ الله دې مونږ مئن شو بس پهٔٔٔٔٔ شان دَ محمد

ټولې لارې بندې شوي لرې لاره ده يو دا

چې لازمه پهٔٔٔٔٔ هر څهٔ کښې دَ هغهٔ ده اتباع

دَ دنيا دَ محبت نه خالي زړۂ کړه اے شبيؔره

نهٔ راځي پهٔٔٔٔٔ هغه زړۂ کښې چې کوم زړۂ کښې وي دنيا

جذب

جذب زړۂ کښې دَ معشوق اول راتلل کیٔ

کرشمې خپلې پخپله بيا ښودل کیٔ

دے هغه غواړي چې غواړي ترې معشوق خپل

يعني دے بس دَ معشوق پهٔ مرضۍ تلل کیٔ

زړۂ دَدهٔ عرش اصغر وي ځان پرې پوه کړه

دنيا کله دَ هغهٔ مقصد کېدے شي

دے هغه غواړي معشوق چې ترې غوښتل کیٔ

اخرت هغه هر وخت چې يادول کیٔ

پهٔٔٔٔٔ وَ ما رميت اذ رميت کښې ده

اشاره شبيؔره تا پرې خبرول کیٔ

دَ ديدار عالم

څومره ښکلي به هغه وي نظاره نو

چې محبوب زمونږ خپل مخ کړي راښکاره نو

خوشحالۍ نه به دَ مرګ صورت پيدا ؤ

څنګه وي بهٔ دَ مرګ نهٔ وي چې ٔ خطره نو

عاشقان به زړګي څنګه صبروي بيا

هر چاباندې مدهوشي به وي خوره نو

احساس وخت دَ تېرېدلو به شي ختم

خو دَ دې فکر بهٔ نهٔ وي چا سره نو

مونږ شبيؔره پهٔٔٔٔٔ دې څنګه پوهېدے شو

عقل نهٔ شي اخستے دې کښې حصه نو

دَ لېونتوب شوق

لرم شوق زړۂ کښې دَ حق دَ بندګۍ ادا کولو

لاس کښې څهٔ لرم زۂ څهٔ يم دغه سوچ زما راتللو

يو اواز مې لهٔ زړۂ راغے چې دا نفس چې مې باغي دے

تابيا وکړمه دَدهٔ پهٔٔٔٔٔ سلاسل کښې دَ تړلو

ځان مال وخت ئې ماته راکړل دَ يو کارد پاره دلته

کوشش وکړم دَ هغې کار دلته کښې دَ پېژندلو

چې کول راته پهٔٔٔٔٔ دې باندې دي څهٔ، زۂ هغه وکړم

چې ممنوع دي لهٔ هغو کوشش وکړم دَ بچ کيدلو

زۂ ٔئې خپل کړم پهٔٔٔٔٔ دې امر چې دَ غېر کله جوړ نهٔ شم

کوشش وکړمه لهٔ غېرنه هميشه ځان دَ ساتلو

لېونتوب زما شبيؔره دَ هغهٔ يادول غواړي

بيا دَدې مستۍ کوشش کړم پهٔٔٔٔٔ بياض زۂ دَ ليکلو

دَ مينې يو ښکلے انداز

کله دَ فردوس پهٔٔٔٔٔ لور دَ خپل ځان بره تلل وينم

کله تماشا دَ زمکې لاندې دَ ځان خپل وينم

داسې عجيبه انداز دَ مينې دے نصيب ماته

خاورې وينم دې نه ملغلرې سازېدل وينم

کله دَ خيالاتو پهٔٔٔٔٔ صحرا کښې پريشان ګرځم

کله دَ عزت پهٔٔٔٔٔ منارو هم کښېناستل وينم

زۂ ړوند پهٔٔٔٔٔ تلاش کښې دَ نور اووځم بهر ولې

ناساپه دَ ځان دَ پاسه نور زۂ ځلېدل وينم

سترګو نه مې اوښکې راخطا دَ بې وَسۍ شولې

سيوري دَ رحمت نه پهٔٔٔٔٔ دې لاندې بيا راتلل وينم

بيا کله پهٔٔٔٔٔ ناز چې دَ هغهٔ دَ خوښون مست شومه

نياز باندې لهٔ شرمه بيا خپل ځان ويلي کيدل وينم

ماخپله رضا کړله قربان ئې پهٔٔٔٔٔ رضا باندې

ځکه هر يو کار خپلې رضا ته سميدل وينم

دا دَ عشق دنيا ده هر څهٔ هېر کړه اے شبيؔره تهٔ

دے دَ زړۂ ټکور مې چې پهٔٔٔٔٔ کوم ځان زارېدل وينم

پهٔ خانقاه کښې پناه اخستل

له دنيا که امان غواړې پهٔ خانقاه کښې پناه واخله

دَ دنيا له کثافت نه لږ ځان پټ کړه اؤ سا واخله

کوم زخمونو نه دَ نفس چې بې ارام ئې پهٔ دنيا کښې

دَ هغې دپاره شېخ نه دَ خانقاه څهٔ دوا واخله

اؤ پوڼۍ دَ محبت هم پهٔ خانقاه کښې ملاويږي

کهٔ طالب دَ محبت ئې دَ الله ، پوڼۍ دا واخله

دَ ناجنس دَ اختلاط نه ځان لږ پټ کړه پهٔ خانقاه کښې

دَ صحبت دَ شېخ دپاره هم مدد لهٔ خانقاه واخله

پهٔ جمات کښې عبادت کړه مدرسه ځائے دے دَ علم

تربيت وي پهٔ خانقاه کښې دا دَ رب وي عطا واخله

لهٔ درې واړو مستفيد شه دَ يو هم مخالف نهٔ شې

شبيؔر وائې پهٔ اشعار کښې نصيحت دا زما واخله

دَ خدائے مينه

چې دَ خدائے ده هغه مينه ده پکار

دَ دنيا مينه خو دے بس سور انګار

هره مينه چې دَ خدائے دَ مينې شاخ وي

نو دَ خدائے پهٔ مينه کښې ده هغه شمار

دَ دنيا مينه دے سر دَ خطاګانو

تهٔ پهٔ دې کښې چرته نهٔ شې ګرفتار

دَ خدائے مينه به دې خدائے سره واصل کړي

دَ دنيا مينه به زړهٔ دې کړي بيمار

بيمار زړهٔ سره اعمال بيا ټول خراب شي

دا خراب اعمال به ستا کړي خراب کار

دَ الله والو صحبت دَدې علاج دے

پهٔ خبره دَ شبيؔر وکړه اعتبار

دَ عشق سفر

پهٔٔٔٔٔ ظاهره کهٔ سکون دے پهٔٔٔٔٔ ما خور

خو پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې مې بليږي دَ عشق اور

ژبه ده زما خاموشه يقيناً خو

يو لوئے غم دے چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ دے زما سور

شهوتونه دَ دنيا راته خرنډان دي

جنګ جاري دے اؤمنم دَ دښمن زور

دَ لاحول چاړهٔ پهٔٔٔٔٔ لاس زما راغلي

وسوسې دي دَ شيطان دَ زړۂ پهٔٔٔٔٔ لور

قدمونه مې ونښويږي خدايه

پهٔٔٔٔٔ قيامت کښې تاته نهٔ شمه مخ تور

وخت کوتا دے فکر وکړه دَ خپل ځان ته

ګورې بوج دَ ګناه زيات نهٔ کړې تهٔ نور

دَ عشق لاره خپل محسن راته ښودلي

دَ زړۂ باغ به پهٔٔٔٔٔ دې باندې کړم سمسور

دا دَ عشق سفر جاري دې اے شبيؔره

دښمن ځکه دے دَ غم نه پروت نسکور

دَنبي ﷺ دَ زړهٔ مبارک نور

اباديږي چې دَ زړهٔ پرې لارې ورانې

دا دَ نور دي نوراني لارې ودانې

نور دَ زړهٔ نه دَ نبي پهٔ دې رارسي

پهٔ دې کار کښې پکاريږي خانقاه ګانې

سلسلو دَ رواياتو نه خبر ئې

دَ صحبت پهٔ سلسلو ولې حيران يې

دَ صحبت پهٔ برکت ځان ښهٔ خبر کړه

که تهٔ هم دَ برکتونو پهٔ ارمان يې

برکت دَ دغه نور دے سلسله کښې

زمونږ زړهٔ ته وي فائدې پرې راروانې

دَ شبيؔر اشعار پهٔ هغو بس اثر کړي

چې پهٔ چا باندې خبرې دا وي ګرانې

کېفيات

زۂ دَ هجر پهٔٔٔٔٔ اور سوزم انتظار کښې زۂ ترسکېږم

دا ګپ نهٔ دے، حقيقت دے، دا ده مينه ښهٔ پوهېږم

څنګه چپ شمه، خاموش شم، زړۂ مې پړق ونهٔ چوي غم نه

ځان معلوم دے ماته دا چې پهٔٔٔٔٔ هېڅ شمار کښې نهٔ شمېرېږم

اے زړګيه څهٔ خبر ئې چې تهٔ چا باندې مئن ئې

تا سنبهال کړمه زهٔ څنګه؟ بې اختياره غوندې کېږم

سوزېدل مينه کښې؟ دا خو دے دَ مينې حق ، خبر يم

چرته سیرې نهٔ کړم زۂ خپلې جامې پهٔٔٔٔٔ دې ويرېږم

ساقي ماباندې څښولي دومره زيات دي اے شبيؔره

پټول دَ راز مشکل شو جوړې دې کښې ناکامېږم

ښایٔسته يادونه

څنګه چې يادونه دَ زړګي مخکښې راوړل کوم څهٔ دي کښې کړم ٔ هېر اؤ څهٔ دَدې بيانول کوم

کړي هغه مې ياد دَ ځان سره چې زۂ ئې ياد کړمه

ياد مې پهٔٔٔٔٔ مجلس کړي پهٔٔٔٔٔ مجلس چې ئې يادول کوم

ياد دي ماته دا چې فخر ما باندې ئې کړے ؤ

ځکه پرېږدم هر څهٔ، دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ لور ورتلل کومٔ

زۂ به مينه څهٔ کوم هغه ماسره مينه کړي

زۂ کړمه ګړبړ اؤ پهٔٔٔٔٔ دې شرم نهٔ کول کوم

دے هغه ظاهر اؤ دَ هغهٔ مينه واضحه ده

هر څهٔ ئې ظاهر کړل نو اوس څهٔ به ئی پټول کوم

وسولو دښمن زمونږ پهٔٔٔٔٔ مينه چې خبر شولو

اوس شبيؔره نور به دے دې باندې سوزول کوم

څهٔ وشو ؟

پهٔٔٔٔٔ وينا وينا کښې چپ شوم چپ کيدو کښې څهٔ ګويا شوم

چې مې زړۂ کښې هغه راغے لهٔ خپل ځان ځنې فنا شوم

دَ جانان زما خبره دَ جانان سره کېدے شي

دا پيغام راته وصول شو، بې صبرۍ کښې چې خطا شوم

جانان ماته اشاره کړه چې بس ماته ګوره صرف

جانان ما ته چې کتل کړل پهٔٔٔٔٔ ژړا کښې پهٔٔٔٔٔ خندا شوم

جانان څومره مهربان دے پهٔٔٔٔٔ مونږ ، دې نه څوک خبر دي

چې خبر پهٔٔٔٔٔ دې ادا شوم نو ورباندې بس فدا شوم

هغه وائي صبر وکړه وخت نزدې دَ ملاقات دے

زۂ لهٔ شرمه شومه ويلي چې خبر پهٔٔٔٔٔ دې ادا شوم

هر طرف ته مې هغه دے دا وصول راته حاصل دے

خوږ دے غم دَ ملاقات ډېر چې پهٔٔٔٔٔ کوم زۂ مبتلا شوم

پهٔٔٔٔٔ زړۂ باندې چې شبيؔر پهٔٔٔٔٔ کومه ژبه کښې ليکل کړي

دَ هغې پهٔٔٔٔٔ کتو زۂ شرو ع پهٔٔٔٔٔ دغه غزل بيا شوم

حيا

که پهٔ سترګو کښې رڼا ستا دَ حيا شته

نو خبر شه چې پاکي پهٔ زړهٔٔ کښې ستا شته

بې حيا سترګې دَ چا دې مولیٰ نهٔ کړي

رکاوټ هرې بدۍ ته کله بيا شته

که حيا نه لرې ، کړه چې څهٔ کوې بيا

عربۍ کښې دې دپاره يو قول دا شته

پهٔ کور کور کښې پهٔ ژړا شريفانان دي

دَ حيا نه چې عاري ډېر مبتلا شته

ده سوره بې حيائې پهٔ کل جهان نن

چې دا لرې له ماحول کړي ، خيال دَ چا شته

کاش شبيؔره اهميت مونږ دې ته ورکړو

ګني خدائے سره دَ دې ډېره سزا شته

دَ نظر حفاظت

دَ نظر خپل حفاظت ډېر ضروري دے

دَ الله چې محبت ډېر ضروري دے

مخ ترې واړوه لهٔ ګند چې پهٔ نظر شي

پهٔ خپل روح کښې دا طاقت ډېر ضروري دے

غشي سم دي ستا پهٔ زړهٔٔ راورېدو ته

اؤ دَدې نهٔ ئې حفاظت ډېر ضروري دے

دا نظر زمونږ ، دَ زړهٔٔ مو دروازه ده

پهٔ دې باندې اوس محنت ډېر ضروري دے

پهٔ نفس پښه کېږده ګني نو خرابېږې

دَ خپل نفس چې تربيت ډېر ضروري دے

عافيت هم لهٔ خپل رب غواړو شبيؔره

ورسره هم هدايت ډېر ضروري دے

ذکر

ذکر داسې دے پکار چې کله کيږي

دَ هر څهٔ پهٔٔٔٔٔ ليدو هغه بس ياديږي

هره پاڼه دے دفتر دَ معرفت ئې

کهٔ دَدې پهٔٔٔٔٔ طريقه څوک هم پوهيږي

دا چشمې ، غرونه ، مارغان اؤ ځناور ټول

غور پهٔٔٔٔٔ دې چې څوک کوي لار ئې سميږي

پهٔٔٔٔٔ اسمان چې دا بې شماره ستوري کوم دي

لهٔ دې نور دَ معرفت زړۂ ته کوزيږي

اسم کوز کړه دَ هغهٔ يو ځل زړګي تهٔ

چې پهٔٔٔٔ دې باندې هغه ګورې خپليږي

لره ذکر تهٔ پهٔٔٔٔٔ ژبه اے شبيؔره

زړهٔٔ سره ، نو بيا هر څهٔ پرې حاصليږي

دَ زړۂ دنيا

عجيبه به درښکاره شي دا دنيا

کهٔ پهٔٔٔٔٔ عشق تهٔ دَ هغهٔ شوې مبتلا

دَ دنيا پهٔٔٔٔٔ فکر باندې خلق غرق دي

تهٔ دا پرېږده کوه فکر دَ عقبيٰ

پهٔٔٔٔٔ شرابو کښې لذت به وي پوهېږم

خوند دَ مينې دَ هغهٔ دے بس جدا

چې حاصله شي شاهي فقر کښې چاته

مثال نشته دے دَ دغې ارتقا

اے شبيؔره دَ هغهٔ ياد کښې پرې راشم

مفيد څومره دے دا ذکر دَ مولیٰ

دَ عاشقانو اجتماع

مئن زړونه پهٔٔٔٔٔ هغهٔ ،کله چې يو ځائے جمع کيږي

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ ياد مشغول شي فکرمند شي اؤ ژړيږي

بس خبرې دَ هغهٔ کړي دَ هغهٔ ياد وي پهٔٔٔٔٔ ژبو

دَ دنيا نورو خبرو ته بيا کله دوی سميږي

زړۂ دَ مينې دَ هغهٔ وي ډک ، نظر هم پهٔٔٔٔٔ هغهٔ وي

غواړي داسې لهٔٔٔ هغهٔ نه لکه ساه چې ورنه خيژي

دَ اذکارو شور و زوګ جوړه خوشرنګه نظاره کړٰي

زړۂ لهٔٔٔ جو ش وهي ټوپونه پهٔٔٔٔٔ کوشش را قابو کيږي

اے شبيؔره چې پهٔٔٔٔٔ داسې محفلونو کښې څوک ناست وي

دَ الله دا فيصله ده چې دوی هم نهٔ محروميږي

اعلیٰ ذوق

دَ دين ذوق دَ مينې ذوق ذوقِ اعلیٰ دے

څهٔ دے؟ مينې نه خالي چې زړۂ دَ چا دے

خو معيار دَ محبت هم پېژندل دي

مبغوض وګڼه چې کوم حبِ دنيا دے

دا دنيا ده دَ څو ورځو پهٔٔٔٔٔ دې څهٔ کړې

دغه پرېږده دا مطلب دَ لا اله دے

بې غرضه مينه څوک چې مونږ سره کړي

کلمه کښې دے موجود پهٔٔٔٔٔ الا الله دے

دَ هغهٔ دَ حبيب مينه لازمي ده

چې خالي زړۂ وي لهٔٔٔ دې هغه تباه دے

لا اله الا الله چې څوک هم وائی

هم پهٔٔٔٔٔ خوله ئې محمد رسول الله دے

غلامي ئې دَ در غواړي شبيؔر هم چې

دا مضمون دَدې غزل دَ مدعا دے

عاشق

عاشق څنګه دَ محبوب دَ قول کولے شي تاويل

دَ محبوب ځنې عاشق غوښتلے څنګه شي تسهيل

عقېدت نه يقيناً دَ عاشقۍ مقام اوچت دے

عاشق نه غواړي پهٔ قول کښې دَ محبوب څهٔ قال اؤ قيل

دَ عاشق خو دا يو کار وي چې جانان ترې خپل خوشحال وي

خپل کوشش باندې دے جوړ کړي دَ وصال ځان ته سبيل

نفساني عشق عارضي دے ايماني عشق ته ځان سم کړه

ايماني عقل حاصل کړه پرې دَ زړهٔٔ وکړه تشکيل

دَ دنيا دَ مينې زړهٔٔ کړه خپل خالي چې دے قابل شي

دَ الله دَ مينې ، څښه شبيؔره بيا لهٔٔٔ سلسبيل

کلمه طيبه

لااله الا الله دَ توحيد غر دے

د الله پهٔٔٔٔٔ مينه مست مؤمن بشر دے

محمد رسول الله طريقه ښائې

دَ خدائے پاک دَ خوشحالۍ ، چې پيغمبر دے

لا اله سره اعلان دَ نفي وشي

لهٔٔٔ هر يو مخلوق پهٔ کوم چې هم نظر دے

الا الله سره اثبات وشي دَدې چې

صرف يو بس دَ خدائے حکم مؤثر دے

هر مخلوق تابع دَ حکم دَ الله دے

څوک دے کوم لهٔٔٔ حکومت ئې چې بهر دے

دَ يو در دَ غلامۍ نهٔ چې انکار کړي

نو شبيؔره ورته ګوره در پهٔ در دے

دَ مينې اندېښنې

پهٔٔٔٔٔ نصيب کښې دَ عاشق ويلي کېدل وي

دَ يار مينه کښې هم دهٔ ته سوزېدل وي

دَ يار ياد کښې چينې سترګو نه بهيږي

پهٔٔٔٔٔ خولهٔٔ بنده ، پټ پهٔٔٔٔٔ پټه ژړېدل وي

هر سيکنډ دَ يار سره چې وي دَ هغو

بيا شکوه دَ جدايۍ څنګه کول وي

وي سکون بهر ، طوفان دننه سخت ډېر

هېڅ بې هېڅه لهٔٔٔ هرڅهٔ نه ويرېدل وي

هسې نه چې پهٔٔٔٔٔ څهٔ يار زما خفه شي

دَ محبوب دَ ناراضګۍ نه بچ کېدل وي

زړۂ پهٔٔٔٔٔ اوښکو عاشقان وينځي چې ژاړي

دا پهٔٔٔٔٔ اوښکو کښې دَ مينې لمبېدل وي

پېژني دَ دوی مقام څوک اے شبيؔره

راز چې چاته دې حالت کښې هم ساتل وي

دَ مولیٰ مينه

ګند دے ګند دے پهٔ رښتيا دَ دنيا مينه

کاميابي ده کاميابي دَ الله مينه

پهٔ جمال کمال احسان پهٔ هر چا بر دے

زړۂ کښې ځکه راوله دَ مولیٰ مينه

دَ هغهٔ مينه خالصه لهٔٔٔ غرضه

دَ هغهٔ مينه بې لوثه صفا مينه

تهٔ پهٔ داسې مينه ناک باندې مئین شه

پهٔ انجام کښې قيمتي چې شي ستا مينه

وګټه دَ هغهٔ مينه اے شبيؔره

تاسره به وکړي ارض و سما مينه

دَ مولیٰ مينه

دَ مولیٰ مينه به ستا هر ځائے پکار شي

دَ دنيا پهٔٔٔ مينه باندې هر څهٔ خوار شي

يو باقي بله فاني ده کله يو دي

باقي پرېنږدې کهٔٔ سر دې هم پهٔٔٔ دار شي

چې دَ نفس لهٔٔٔ اصلاح څوک کله غافل شي

دَ شيطان دَ مکر خپله به دے ښکار شي

دَ دنيا پهٔ مينه مست خپل ځان تباه کړي

پهٔ نصيب دَ جهنم ئې دندوکار شي

زړهٔ دې پوه کړه چې بس يو باندې مئن شې

لهٔٔٔ باقي ټولو درونو دې انکار شي

هغه يو درته کافي دے اے شبيؔره

پهٔ هر څهٔ کښې ، کهٔ پهٔ مادېۦۦاعتبار شي

تهجد

تهجد دَ نوافلو دے سردار نمونځ

دغه نمونځ دَ هر ولي دَ غاړې هار نمونځ

کهٔ تهٔ غواړې چې مراد دَ الله جوړ شې

دې دپاره تاته دغه دے پکار نمونځ

کهٔ تهٔ غواړې حاضري درته نصيب شي

کوشش وکړه صحتمند کړه خپل بيمار نمونځ

فرائض خو پهٔ هر چا باندې لازم وي

اضافي ورپسې دا چې شي اختيار نمونځ

کهٔ دَ زړهٔٔ پهٔٔٔٔ سترګو وينې خپل الله نو

شه نصيب دې ارزښتناک باغ و بهار نمونځ

لهٔٔٔ جائزې دنيا تا منع کوي نه

کله نهٔ کړې دې دپاره تهٔ حصار نمونځ

دې کښے جُهد دا دَ نفس ښکلے علاج دے

پهٔ دې ذکر شي علاج دَ زړهٔٔ بيمار نمونځ

چې الله سره پهٔ دې کښې ملاقي شې

دغه وخت وايه وي څومره مزيدار نمونځ

دَ شبير(امام حسينؓ) نه تپوس وکړه چې نمونځ څهٔ وي

چا چې کړے اخري پهٔٔٔٔ سر دَ دار نمونځ

يو خواهش

زما ژبه هميشه ستا دې پهٔٔٔٔٔ ذکر باندې تر وے

ستا دَ در پهٔٔٔٔٔ چوکټ باندې هميشه مې پروت خپل سر وے

خپل زړۂ ستا پهٔٔٔٔٔ مخکښې پيش پهٔٔٔٔٔ عاجزۍ کړمه اے خدايه

اؤ دَدې نور پهٔٔٔٔٔ رڼا مې روښان خپل قلب و نظر وے

تهٔ مې ياد شې خپل ځان هېر کړم دا ارمان مې دے اے خدايه

ستا پهٔٔٔٔٔ ياد باندې روښان مې هر ماښام اؤ هر سحر وے

پهٔٔٔٔٔ شوق باندې ستا کلام زما پهٔٔٔٔٔ ژبه ښهٔ جاري شوے

زما زړۂ چې ستا دے خدايه دا قبول کړې ، دا ستا در وے

لمحې ټولې، هر ويښتهٔ مې ،اؤ پېسه پېسه مې ستا شوے

پهٔٔٔٔٔ اخر کښې دَ نبي ښار مدينه مې مستقر وے

سترګې ژبه اؤ غوږونه حيادار وے دَ شبيؔر اؤ

زړۂ دَ نور نه زما ډک وے زما ژبه کښې اثر وے

تهجدو کښې دعا

غواړه تهجدو کښې لهٔٔٔ خدائے دعا

څوک سوالي لهٔٔٔ ما دے اعلان کيږي دا

تنګ چې لهٔٔٔ مرض نه بيماران وي څوک

اؤ دَ ښهٔ کېدلو پهٔٔٔٔٔ ارمان وي څوک

خدائے نه دې وغواړي پهٔٔٔٔٔ ژړا باندې

دې وخت ملاويږي روحاني دوا

وخت چې څوک دَ ورکړې مقرر کړي نو

غوښته کښې پهٔٔٔٔٔ دې وخت بيا باور کړي نو

شي دا چې وئېلے شته سوالګرے څوک؟

دا دَ غوښتې وخت دے ښهٔ زما دَ ستا

ټول چې وي اودهٔ تهٔ عبادت کوې

څومره به دا کار دَ سعادت کوې

ښکلي رب وئیلي چې اوچت شه ته

جوړ تهٔ تعلق کړه دې کښې ما سره

ځان دَ جهنم نه دې کښې بچ کړه تهٔ

دې دپاره اوس توبه پهٔٔٔٔٔ سچ کړه تهٔ

حل دَ مسٔلو دې کښې شبيؔره پروت

اؤ دَ مينې هم ده تقاضا دغه

سوز دَ زړۂ

سوز دَ زړۂ به پټومه

تعلق خپل بچ کومه

راته څهٔ چې وائی کوم به

دا خپل زړۂ چې ورکومه

زړۂ لهٔٔٔ غېر ځنې خالي کړم

چې ئې زړۂ کښې راولمه

چرته زۂ چرته دلبر مې

بس خو زۂ ورپسې ځمه

راسره کهٔٔ نشته دے څهٔ

زخمي زړۂ ورته ښايمه

زړۂ اؤ سترګو کښې زما دے

چې پهٔٔٔٔٔ زړۂ ئې وويشتمه

خلق وائي لېونے دے

دا اشعار چې زۂ ليکمه

اے شبيؔره دَ ليدو ئې

بهانه څهٔ جوړومه

تواضع

دَ هغهٔ دَ عظمت مخکښې چې چا ځان وګڼهٔ کم

قدردان دے دَ هغهٔ عزت سېوا کړي پهٔ کرم

نادان سر کړلو اوچت خپل نو معتوب شولو خراب شو

اؤ پوهانو سر خپل ټيټ کړو شو دَ خېر پهٔ لاره سم

څوک چې پوه وي ځان څهٔ نهٔ ګڼي پهٔ خدائے باندې ئې يقين وي

دَ ناپوهه خلقو ياد وي هيمش خپل خدم شدم

اول مينه بيا فنا ده اؤ فنا پسې بقا ده

بيا بنده شي اؤ محبوب شي پهٔ تقویٰ شي مکرم

لا اله نعره دَ زړهٔٔ نه چې څوک ووائی شبيؔره

الا الله سره دَ خدائے شي ، خواهشات شي کالعدم

دَ مرګ ياد اؤ ذکر

دَ مرګ ياد به دې دَ خوب نه ويښوي تل

دَ خدائے ياد به دې غفلت نه بچ کوي تل

پهٔٔٔٔ سنتو به محبوب دَ خدائے شې تا به

پهٔٔٔٔ خپل فضل بيا جنت ته رسوي تل

مړ شه مخکښې نه چې مړ شې حقيقت کښې

اصلي مرګ ته به دا تا تياروي تل

مرګے راشي ناساپي څوک خبر نهٔ وي

مرګے هر څهٔ لهٔ هرچا پاتې کوي تل

هر څهٔ پاتې شي دنيا کښې دے ترې لاړ شي

خوش نصيب وي چې ځان نهٔ غافلوي تل

لهٔٔٔ غفلت وتل پهٔ ذکر وي شبيره

چې هوښيار وي نو الله ډېر يادوي تل

دَ اميد لړۍ

چې زۂ يم دَ هغه ښکلي نظرونو پهٔٔٔٔٔ حصار کښې

محسوسيږي راته ځان څهٔ عجيبه غوندې خمار کښې

امتحان زما منزل دے دَ منزل کړمه تا بيا زۂ

کله يمه پهٔٔٔٔٔ صحرا کښې کله يمه پهٔٔٔٔٔ ګلزار کښې

څومره ښکلے اوس جوړ شوے دے زما ذوق دَ حيات چې

زۂ دَ خپل محبوب پهٔٔٔٔٔ در يمه ولاړ پهٔٔٔٔٔ لوئے قطار کښې

محبت کهٔ عقېدت دے پهٔٔٔٔٔ دې باندې خبر نهٔ يم

بس مدهوش يمه پهٔٔٔٔٔ مينه کيفيتِ اضطرار کښې

دَ هغهٔ مينه زما دے اوس مرکز دَ اميدونو

کله نمونځ کښې ئې واصل شم کله وينم ئې اذکار کښې

معيت کښې دَ حبيب ئې دَ ديدار پهٔٔٔٔٔ تمنا يم

کله دا به رانصيب شي يم دَدې پهٔٔٔٔ انتطار کښې

جمع کړي ماشبيؔره دي کوټه پېسې خو هلته

اميدوار ئې يم دَ فضل , دي هر څهٔ ئې پهٔٔٔٔٔ اختيار کښې

دَ شکر مقام

هر طرف ته نن فتنې دي

مشکلات دي انديښنې دي

مشکلات ګوري پهٔ دين کښې

خو دا ټولې بهانې دي

عياشي دَ ذهن شته دے

خو پهٔ زړهٔٔ کښې ويرانې دي

شکر مونږ چې چا سره يو

اهل حق دَ زمانې دي

سلسله باندې شبيؔره

خدائے دَ فضل نښانې دي

دَ مايوسۍ فضا

دَ مايوسيو يو فضا راغلي

دَ حق خلاف يوه غوغا راغلي

بچ نن ډيوه کړه دَ ايمان لهٔٔٔ هغې

چې مړه کولو ته ئې هوا راغلي

زمونږ اسره صرف يو خدائے دے صرف

کهٔ مو مدد ته وي دنيا راغلي

مونږ کهٔ اوس هم صرف دَ خدائے جوړ شو

نو خوشحالي به مو وي بيا راغلي

مونږ به پهٔ لاره باندې بيا سم شو

ګني ده اوس خو مو قضا راغلي

شبيؔره مهٔ کړه پهٔ اسباب کښې سستي

نوربيا حکمونه دَ دعا راغلي

دَ مستۍ دنيا

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ مينه مست شوم فنا شوم هغهٔ دپاره

څنګه غواړي چې لهٔٔٔ ما ځان جوړوم هغهٔ دپاره

نرم زۂ لکه دَ موم شوم ، شوم دَ موم پهٔٔٔٔٔ رنګه ويلي

څنګه غواړي چې لهٔٔٔ ما ځان سوزوم هغهٔ دپاره

عشق خواوردے،لګېدونه پس داکله مړکېدے شي

زۂ پهٔٔٔٔٔ دغه اور کښې ځان خپل اچَوم هغهٔ دپاره

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ ما نظر شو نو څهٔ داسې مؤثر شو

نور شوم نور پهٔٔٔٔٔ دغه نور ځان پړقوم هغهٔ دپاره

دَ وفا دا تقاضا ده پهٔٔٔٔٔ رضا ئې زۂ راضي شم

چې کوم کار کښې ئې وي رضا هغه کوم هغهٔ دپاره

سترګې دواړه مې ديدن پسې ئې ژاړي نن پهٔٔٔٔٔ وينو

څهٔ کوے شم بس دا اوښکې تويوم هغهٔ دپاره

نظر نهٔ دے جام دَ مينې دَ شرابو دے شبيؔره

چا رامخکښې کړو چې جام ئې ډکوم هغهٔ دپاره

خانقاه ګانې اؤ مدرسې

که ټيک نه ښکاري دا ټولې خانقاه ګانې نن صبا

ولې ټولو مدرسو کښې اهل حق دي ؟وايه بيا

چې کوټه سکې چليږي دے ثبوت چې کره هم شته

نو کره خلق هم شته دے خو تلاش ئې لږ کوه

کهٔ دَ علم ضرورت دے مدرسې هم ضروري دي

تربيت چې ضروري دے ولې نهٔ منې خانقاه

نو دَدې پاره هم پکار ترتيب دے چې څهٔ جوړ شي

کاملان جوړيدو څنګه مشران زما اؤ ستا

مدرسې دَ شريعت علم دپاره کهٔ پکار دي

تربيت دپاره هم خو ده پکار تربيت ګاه

دغه لاره چې زمونږ دَ مشرانو ده شبيؔره

سيده دې باندې ورځه تهٔ دغه لار نهٔ کړې خطا

زُهد

کپړه غټه اغوستل څهٔ زُهد نه دے

روټۍ کمه هم خوړل څهٔ زُهد نهٔ دے

دَ دنيا دَ محبت کمے دے زُهد

خو دَدې نه تختېدل څهٔ زُهد نهٔ دے

عافيت غواړه لهٔٔ خدائے ، ځان هېڅ بې هېڅه

مصيبت کښې راوستل څهٔ زُهد نهٔ دے

دَ دنيا دَ محبت نهٔ زړهٔٔ خالي کړه

پهٔ دنيا کښې وسېدل خو زُهد نهٔ دے

ټول حقونه دَ مخلوق پوره کول دي

ځان لهٔٔٔ دې ناخبرول خو زُهد نهٔ دے

آخرت ته تيارے صرف دے دلته

دې دنيا نه تختېدل خو زُهد نه دے

خوره اؤ څښه چې ضروري کوم خوړل څښل دي

ځان پهٔ زور څهٔ مړ کول خو زُهد نهٔ دے

عارضي مجاهده وي پهٔ خانقاه کښې

هميشه بيا دا کول خو زُهد نهٔ دے

اے شبيؔره شريعت باندې بس تلل دي

مصيبت خدائے نه غوښتل خو زُهد نهٔ دے

دَ مينې شراب

زما کلام عارفانه وګوریٔ

دَدې انداز عاشقانه وګوریٔ

دغه شراب دَ مينې وڅښیٔٔ تاسو

بيا مو دا زړۂ خپل نښانه وګوریٔ

مينه سوچه چې دَ الله نصيب شي

هر څهٔ ملاؤ شي زمانه وګوریٔ

لږ دې کلام کښې مخکښې خوږ خو لاړشیٔٔ

دَ معرفت به خزانه وګوریٔ

مے دَ دنيا به درته ګند ښکاره شي

کهٔ دَ شبيؔر دا مېخانه وګوریٔ

دَ الله د پاره کار

دَ الله دپاره کار خو اصل کار دے

دَ دنيا دپاره کار خو يو بيګار دے

دَ دنيا کار کهٔ دَ خدائے دپاره څوک کئ

کهٔ جائز وي نو دَ خدائے پهٔٔٔٔٔ کار کښې شمار دے

ناجائز کار دَ دنيا لوئے مصيبت دے

بې توبې بيا داسې کس اخر کښې خوار دے

کهٔ جائز کار دَ دنيا وشي بې نيته

محرومي ده چې دَ نيت هم اعتبار دے

کاش دَ يو يو لمحې قدر مونږه وکړو

ګني ډېره پښېماني دَ غاړې هار دے

خلق رو رو اوچتيږي دَ دنيا نه

چاته پته ده شبيؔره دَ چا وار دے

خپل ځان پېژندل

چې پهٔٔٔٔٔ ځان مونږ ظلم وکړو نو زمونږ نه خفه کيږي

پهٔ غوښتو دَ معافۍ بيا ډېر زمونږ نه خوشحا ليږي

پهٔ دې دواړو طريقو مو بچ کوي لهٔٔٔ هر نقصان نه

که ٔ مو ځان ته نزدو کئ يا مونږ دپاره خفه کيږي

لا پيدا نهٔ وو زمونږ ضرورتونه ورته ياد وو

اوس هم مونږ ته هر يو شے پهٔٔٔٔٔ خپل خپل وخت ښهٔ رارسيږي

لږ تکليف کهٔ راته راکړي چې پهٔٔٔٔٔ دې ترقي وکړو

چې کوم خلق وي ناپوه پهٔٔٔٔٔ دې هم ئې مخ ورانيږي

دغه شان پهٔٔٔٔٔ نعمتونو ، چې ئې مونږ ته دي راکړي

کهٔ لږ شکر پهٔٔٔٔٔ دې وکړو نو پهٔ دې دا نور زياتيږي

لږ دَ زړۂ پهٔٔٔٔٔ سترګو وګوره رڼا چې دَ قران ده

زړۂ پهٔٔٔٔٔ غوږو باندې واوره تاته څهٔ اورولے کيږي

چې پهٔٔٔٔٔ ټولو کښې عظيم ؤ پيغمبر ئې راته راکړو

دَ هغهٔ پهٔ طريقه خلق دَ خدائے دوستان جوړيږي

کاش چې پوه شي اے شبيؔره ورنه څومره رب خوشحال وي

دَ هغهٔ پهٔ ياد کښې اوښکې چې دَ چا پهٔ مخ بهيږي

ټنګېدلےکټورے

چې خالي وي کټورے کوي ټنګا

چې وي ډک پهٔ ټنګېدو کوي ټکا

کوي شور چې پهٔ ظاهر باندې څوک مست دي

دَ ظاهر باطن جامع نه کوي دا

باطن اصل دے ظاهر ئې دے پوستکے

دے دَ دواړو ضرورت جدا جدا

چې باطن دَ چا ښائسته وي نو ظاهر ئې

پټول کهٔ کوې هم کوي رڼا

دَ باطن اصل دے پروت للٰهيت کښې

اؤ ظاهر ددې هم دغه شرعه ده

ظاهر ښهٔ پهٔ علم باندې شي شبيؔره

اؤ باطن پهٔ تربيت شي ښائسته

وخت لا شته دے

څهٔ چې غواړې هغه وکړه وخت لا شته دے

عاقبت دې ځان ته ښهٔ کړه وخت لا شته دے

چې وخت تېرشي خلق لاس ورپسې مروړي

پهٔ کوو کښې سستي مهٔ کړه وخت لا شته دے

که دَ نفس خدمت دې کړے دے تر اوسه

خېر دے ځان اوس دَ هغهٔ کړه وخت لا شته دے

روح دې تنګ دے دَ خوراک خپل پهٔ تلاش کښې

اوس لږ رحم پهٔ دهٔ وکړه وخت لاشته دے

ذکر فکر نه کار واخلهٔٔ چې هوښيار شې

ښهٔ پهٔ دې باندې دې زړهٔٔ کړه وخت لا شته دے

اے شبيؔره ضرورت پوره کوه خپل

خواهشات دې لږ اودهٔ کړه وخت لا شته دے

څنګه؟

خبره چې رښتيا وي اؤ پخه ئې کول څنګه دي

کمزوري ته محتاج وته خپل ځان خلاصول څنګه دي

چې ظلم پهٔٔٔٔٔ خپل ځان وکړو خفه پهٔٔٔٔٔ دې لهٔٔٔ مونږ چې شي

ننواتې دَ احساس نه پس هغهٔ ته راتلل څنګه دي

هېڅ نهٔ غواړي لهٔٔٔ مونږه صرف مونږ ته راکول غواړي

نو بيا دَ هغهٔ مخکښې دا خپل سر ټيټول څنګه دي

راتلونکو تکليفونو نه چې مونږه بچ کول غواړي

نو بيا پهٔٔٔٔٔ ژړا باندې دا خپل ځان بچ کول څنګه دي

دښمن زمونږ دَ ټولو لهٔٔٔ هغهٔ جدا کول کړي مونږ

پهٔٔٔٔٔ تېښته دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ رخ راتلل بيا پهٔٔٔٔٔ زغل څنګه دي

څو اوښکې چې پهٔٔٔٔٔ مخ زمونږه راشي هغه هم مني

پهٔٔٔٔٔ در بيا دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ مخه بيا ژړېدل څنګه دي

چې ځان ورته وروغورزؤ هغه مونږه اوچت کړي بيا

بيا داسې دَ هغهٔ مخکښې خپل ځان غورزول څنګه دي

دښمن کله مونږ نهٔ پرېږدي نفس هم دے انکاري لهٔٔٔ دې

دَ داسې نفس شبيؔره تربيت بيا کول څنګه دي

دَ مفهومونو ټيک کول

پوه کړه ځان پهٔ مفاهيم

دغه کار کار دے عظيم

څه کول دي اؤ څهٔ نهٔ

دې دپاره دے تعليم

هله دا لهٔٔٔ ستا کېدے شي

چې ستا زړهٔٔٔ کړي دا تسليم

دَ تقویٰ نور چې وي زړهٔٔ کښې

وي هغه قلبِ سليم

اؤ نفس هم منل لږ زده کړي

نو بيا ټيک شي هر يو سکيم

تلل جنت ته دي پهٔ فضل

اے شبيؔره دَ کريم

دَ مقصود تعين

کوم پېغام چې دَ شعرونو دَ اقبال دے

دے تسخير پکښې دَ زړونو ، باکمال دے

لهٔٔٔ رومي مو واخستلو چې ئې استاد دے

کوم تطبيق چې ئې مشکل دَ قال اؤ حال دے

"پهٔ خودیٔ کښې دَ اقبال بې خودي پټه

دَ رومي ده ، دغه فکر بې مثال دے

دَ مفهوم صحيح کېدل ډېر ضروري دي

ګني بيا خو دَ هر چا خپل خپل خيال دے

که خودي مونږ کړو جدا لهٔٔ بې خودیٔ نه

پهٔ الټه سمت کښې تلل دي الټه چال دے

چې فنا شي نو بقا مومي شبيؔره

حقيقت دے باقي هسې قيل و قال دے

دَ تصنع نه بچ کېدل

کهٔ زۂ وائم ستا عاشق يم دا وئېل کله صحيح دي

ستا وئېل زما عاشق ئې ، وئېل دغه خو اصلي دي

وايم زۂ چې ستا بنده يم دا وئېل کله ثابت دي

څهٔ ويیٔلے شم تر کومې چې ساګانې مي جاري دي

دا وئېل مې ملاوېږم تاسره مراقبه کښې

دا الفاظ صرف الفاظ دي تش الفاظ کله کافي دي

کهٔ تهٔ غواړې چې مې ياد شې يادول ستا بيا اسان دي

فېصلې چې کومې ستا دي پهٔ هرڅهٔ باندې حاوي دي

کهٔ زۂ وايم بسترې نه پاسم زۂ دَ ستا دپاره

احسان ستا دے دا زما خو بس کارونه ظاهري دي

تهٔ ريښتينے ئې ريښتيني مې احوال کړې پاکه ربه

تصنع نه ما کړې بچ زما کارونه مصنوعي دي

ډېر جالونه دَ نفس سخت دي اے شبيؔره دا حکمت دے

نوره کلکه کړه خبره دا الفاظ دې سرسري دي

منصوبه

وخت ، ځان ، مال صلاحيتونه

مونږ کوو پهٔ دو کارونه

استعمال ئې ښهٔ پکار دے

دَ سزا ئې چې بچ شونه

پهٔ دې باندې نيکۍ کيږي

هم بې شماره ګناهونه

چې زړهٔٔ سم شي اؤ نفس هم ټيک

بيا ګټه پهٔ دو اجرونه

کهٔ تهٔ زړهٔٔ بچ کول غواړې

حفاظت کښې کړه نظرونه

اؤ پهٔ غوږو بانډې مهٔ اوره

چې غلط دي اوازونه

دَ شيطان حواله نهٔ کړې

چې دي زړهٔٔ کښې دې خيالونه

ذهن صاف ساته لهٔٔٔ ګند نه

خطرناک دي دا ګندونه

هميشه خپل ځان ساته ترې

چې خراب دي صحبتونه

رهنما خپل منتخب کړه

اخرت ته استعمال کړه

چې دې ښهٔ شي عملونه

دَ دنيا دا سامانونه

اطمينان به دې نصيب شي

هم جنت کښې راحتونه

نفس و قلب دپاره وايه

دَ شبيؔر دغه شعرونه

اسباب اؤ مسبب الاسباب

حکم دادے چې اسباب کړو مونږ اختيار

نتيجه حکم ګڼو دَ کردګار

پهٔ مسبب الاسباب مو بهروسه وي

کړو دعا چې الله وکړي زمونږ کار

لهٔٔٔ اسبابو مستغني ځان نهٔ ګڼل دي

بزرګانو کښې چرې ځان نهٔ کړې شمار

هر سبب دَ الله حکم دے کچکول دے

دې کښې خېر غواړه هميش لهٔٔٔ رب غفار

دغه شان دَ شريعت دغه حکمونه

دي اسباب پرې دَ نيکۍ دے انحصار

ګناهونو نه هم بچ کړه ځان شبيؔره

اسباب دا هم دي دَ هغه ځائے دَ نار

پخې خبرې

دَ دين پوهه ده موقوف پهٔٔٔٔٔ بصيرت

دې نه مخکښې بيا دَ نفس پهٔٔٔٔٔ تربيت

کهٔ دَ دين پوهه څوک نهٔ لري نو بيا دي

بچ کېدل دَ صالحينو پهٔٔٔٔٔ صحبت

دا زيات ښهٔ دے دَ خلوت نه پهٔٔٔٔٔ اثر کښې

عام حالت کښې بچ کېدل دي پهٔٔٔٔٔ خلوت

دَ صالح صحبت نچوړ صحبتِ شېخ دے

پکاريږي دې کښې بيا صلاحيت

دا بمبه ده چې دې بيرته کړلهٔٔ څومره

يعني نفع ده دَ شېخ پهٔٔٔٔٔ محبت

محبت دَ شېخ سره صلاحيت هم

چې وي بيا ټول انحصار وي پهٔٔٔٔٔ همت

مستوي دَ درې نقطو وي ښه مضبوطه

فيصله ده دَ الله پهٔٔٔٔٔ مشيت

ستا اسباب جمع کول دي دا کړه جمع

نتيجې ته دے پکار قبوليت

بيا پهٔٔٔٔٔ در دَ مسبب باندې ځان جه کړه

ځان پرېږده ګوره دَ زړۂ چې دے حالت

دَ دعا دَ قبلېدو اسباب کړه جمع

يعنې زړهٔٔٔ کښې وي پکار ښهٔ کيفيت

ځان هېڅ مه ګڼه نظر ئې پهٔٔٔٔٔ کرم کړه

چې هغه غواړي لهٔٔٔ مونږ مسکينيت

ښهٔ اميد ترېنه لره چې کامياب شې

دې دپاره دے پکار استقامت

شبيرؔ ډېر لري اميد ټولو دپاره

چې عمل کوي پهٔٔٔٔٔ دغه نصيحت

دنيا

تماشې ما دَ دنيا دي عجيبه غوندې ليدلي

لهٔٔٔ هغهٔ نه تښتي بيرته ورپسې چې څوک ورزغلي

پهٔٔٔٔٔ څهٔ مينه دروازې بندې کړې ټولې چې جانان مې

بس يوه ئې لرې پرېښوه دَ خپل ځان دَ مينې ښکلي

دَ عاشق سترګې ړندې وي دَ هر غېر لهٔٔٔ کتو ځکه

چې هغهٔ دَ خپل جانان جلوې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې وي موندلي

چې غورزيږو کله مونږه نو هغه مو راوچت کړي

اوچت کړي مونږ هغهٔ يو چې يو کله غورزيدلي

ښهٔ خبر يم چې موندل دَهغهٔ صرف دي مطلوب خو

چې موندلے ئې هغه وي هغه نهٔ دي زېږېدلي

ما مخلوق لهٔٔٔ هر طرف نه دے کتلے اے شبيؔره

دَ خدائے مخکښې مخلوقات مې دي ليدلي غلي غلي

چې دَ زړۂ نه کله ووځي دنيا

چې دَ زړۂ نه کله ووځي دنيا

دَ خدائے لاره پهٔٔٔٔٔ نظر راشي صفا

دَ ګناه پېټے لهٔٔٔ سره شي اړتاؤ بيا

چې پهٔٔٔٔٔ سچه باندې وکړي څوک توبه

زړۂ پهٔٔٔٔٔ ذکر دَ الله باندې روښان شي

اؤ دَ نفس دے ښهٔ علاج مجاهده

هغه ورکړې ته تيار دے صرفه نهٔ کړي

تهٔ سائل خو شه پهٔٔٔٔٔ در دَ پاک الله

زړۂ دې جوړ کړه خپل شبيؔره نو بيا خېر دے

درته زړۂ چې وائی څهٔ هغه کوه

دَ دنيا مينه تباهي

تباهي ده دغه مينه دَ دنيا

اؤ دَ هغو چې مئن پهٔٔٔٔٔ پاک الله دي

غواړم خدائے نه محبت دَ پاک الله

چې هغه دي انبياء اؤ اولياء

ذريعو سره دَ مينې محبت کړم

دَ جمات مينه اؤ مينه دَ درسګاه

اؤ صحبت دَ مشائخو شه نصيب مې

مينه شي زما نصيب دَ خانقاه

دَ مال جاه اؤ دَ لذاتو مينه پرېږدم

دَ دنيا مينه ده جرړہ دَ خطا

طريقه دَ جذب خپله کړه شبيؔره

دا اسانه طريقه ده دَ اصلاح

جنجال

دنيا جال دے اؤ پهٔٔٔٔٔ جال کښې لوئے جنجال وي

پهٔٔٔٔٔ جنجال کښې خلق څنګه به خوشحال وي

دې جنجال کښې چې دَ هغه ځائے څوک سوچ وکړي

نو دَ مرګ پهٔٔٔٔٔ وخت دَدهٔ به استقبال وي

مسقبل اؤ ماضي مهٔ ژاړه دا واوره

دَ بنده پهٔٔٔٔٔ لاس کښې صرف دَدهٔ حال وي

چې پهٔٔٔٔٔ قال باندې حال چاته نصيب نهٔ وي

خالي لاس وي ورسره بس قيل و قال وي

سليم زړۂ به پکاريږي پهٔٔٔٔٔ محشر کښې

عقېده صحيح عمل ښهٔ او احسان هم

خلق دې دپاره شېخ نيسي شبيؔره

نهٔ ځامن به ئې پکار اؤ نهٔ به ئې مال وي

کهٔ حاصل شي علامې دا دَ کمال وي

چې پهٔ دغې دَ نسبت بيا انتقال وي

نفس اماره اؤ زړۂ

زړۂ لهٔٔ نفسِ اماره چې اثر واخلي

عقل دې کښې بيا حصه برابر واخلي

دَ شيطان دَ وسوسو بيا غلامان شو

زړۂ خېر پرېږدي لهٔٔ هر څهٔ نه دے شر واخلي

کهٔ دَ نفس دَ تزکئې سامان ونکړو

نو شيطان دَدې بيا بل شان خبر واخلي

پهٔ دې نفس کښې خواهشات زمونږه پټ دي

دا شيطان زمونږ هغه پهٔ نظر واخلي

وسوسې واچوي زړهٔٔ کښې پهٔ دې شان چې مونږ نهٔ غواړو زړهٔٔ اثر ترې مګر واخلي

زړهٔٔ پهٔ ذکر منور کړه اے شبيؔره

هدايت لهٔٔٔ هر څهٔ زړهٔٔٔ منور واخلي

دَ دنيا دار دوستي

چې دنيا سره دوستي کړي هغه دوست کله جوړ نهٔ کړې

مطلبي دے، دَ مطلب چې وي څوک يار پهٔ هغهٔ څهٔ کړې

بې غرضه چې دوستي کړي هر مؤمن سره ، تهٔ ئې دوست شه

دَ هغهٔ هر دوست ستا دوست دے کهٔ مالک الله دَ زړهٔٔ کړې

دَ دنيا مينه خو ګند دے ، پهٔ دې ګند ځان اخته نه کړې

خطاګانې دي لهٔٔٔ دې برسېره سوچ کهٔ پرې تهٔ وکړې

پهٔ الله چې څوک مئن وي نو هغه ستا دوست کېدے شي

نو دَ داسې دوست سره وايه دوستي تهٔ ولې نهٔ کړې

پهٔ دنيا چې څوک مئن وي ستا دنيا ته به هم غل وي

پهٔ دهٔ باندې غلط نهٔ شې کهٔ دَ ځان سره تهٔ ښهٔ کړې

الله دوست دَ متقيانو مؤمنانو دے شبيؔره

پهٔ ايمان اؤ پهٔ تقویٰ باندې به ځان تهٔ دَ هغهٔ کړې

دنيا څهٔ ته وائی

چې الله نه تا غافل کړي

تا پهٔ لاره دَ باطل کړي

دا دنيا ده دغه پرېږده

پهٔ تا قهر به نازل کړي

ځان فدا تهٔ پهٔ الله کړه

تا به ځان سره واصل کړي

غافلانو پسې مهٔ ځه

تا به ځان سره شامل کړي

دَ دنيا مينه غفلت دے

تا پهٔ پوهه به جاهل کړي

اے شبيؔره عقل پرېږدي

چې ځان دې پسې مائل کړي

دَ مينې اور

تهٔ دَ مينې پهٔٔٔٔٔ اور ولې نهٔ سوزېږې

کهٔ پهٔٔٔٔٔ دغه اور لهٔٔٔ بل اور نه خلاصېږې

خواهشاتو کښې دَ نفس ته ګرفتار ئې

وايه کله به علاج ته ئې سمېږې

دَ الله مينه دَ دغې اور علاج دے

تهٔ تر کومې به لهٔ دې علاج پټيږې

دلته وژاړه ژړا دلته کښې ښه ده

ګني هلته به بيا بل شانې ژړيږې

دَ جانان دَ مينې اور دَ زړهٔٔ راحت دے

ور لاهو شه ته پهٔٔٔٔٔ دې ولې ويرېږې

ويره دا بس ده پکار چې هسې نه چې

شي ناراض مې يار پهٔٔٔٔ دې تهٔ نهٔ پوهېږې

اخرت ته مستغني دَ ځان نه جوړ کړې

پهٔٔٔٔ دنيا باندې بيا ولې نهٔ مړېږې

بې وفا دنيا پسې پهٔٔٔٔ منډو سر ئې

کهٔ وي داسې نو به دغه شان کړېږې

سکون صرف دَ هغهٔ جولۍ کښې پروت دے

تهٔ پهٔٔٔٔ ذکر به شبيؔره وررسېږې

دَ دنيا محبت

دَ دنيا مينه نقصان دے پکښې نشته دے وفا

دا خو ځائے دَ امتحان دے زړۂ کښې مهٔ راوله دا

دَ الله پهٔٔٔٔٔ مينه مست شه هغه قدر کړي دَ مينې

بې غرضه محبت تاسره کړے دے بل چا

داچې مينې دَ دنيا دي دغه ټولې کالعدم شي

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ مينه باندې کهٔ دې زړۂ کړو مبتلا

کهٔ دې غم دَ هغهٔ خپل کړو نور غمونه به شي ختم

ګني هسې نهٔ ختميږي دا غمونه دَ دنيا

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ چوکټ باندې دغه سر ولې کښېنږدم

دې دنيا ته دَراتلو بيا څهٔ مقصد ګرځي زما

چې هغه لهٔٔٔ مونږ راضي شي دا مقصد مو دَ راتلو دے
دَ دنيا دپاره ولې دا مقصد پرېږدو مونږ بيا

پهٔٔٔٔٔ هغهٔ باندې چې پرېوت مې نظر نو شولو پاک بيا

بس دَدې نظر دپاره دَ زړۂ سترګې کړه بينا

دَ هغهٔ نوم زۂ پهٔٔٔٔٔ ژبه هر وخت ولې جاري نهٔ کړم

دَ هغهٔ دَ کرمونو چرته شته دے انتها؟

ما دَ زړۂ پهٔٔٔٔٔ سترګو هر وختې کتے ورته شبيؔره

پرې قربان مې کړے دا سر خپل ، شم ورباندې زۂ فدا

مړ احساس

چې پهٔٔٔٔٔ مينې دَ دنيا کښې چا ژوند تېر کړو

هغهٔ خپله بلا ګانو کښې ځان ګېر کړو

يو بلا ده چې پهٔٔٔٔٔ خلقو کښې اوچت شم

يعنې خلقو کښې ئې خپله ځان غټ شمېر کړو

بله دا چې څوک پهٔٔٔٔٔ مال پسې مړ کيږي

چا پهٔٔٔٔٔ دې باندې خپل مال لهٔٔٔ قسمت ډېر کړو؟

بله دا چې پهٔٔٔٔٔ لذاتو کښې ځان غرق کړي

دَ نفس جال کښې ئې ځان خپله تېر و بېر کړو

لکه مړے دے پهٔٔٔٔٔ مړ احساس شبيؔره دَ دنيا پهٔٔٔٔٔ ياد کښې چا چې خپل رب هېر کړو

ذريعه اؤ مقصد

صراطِ مستقيم باندې هر وختې مونږ ته تلل دي

دَدې دپاره مونږ ته ښهٔ الله الله کول دي

پهٔٔٔٔٔ قېد دَ شريعت دي زمونږ بند دواړه غوږونه

جائز چې نهٔ دي څهٔ بالکل هغه نهٔ اورېدل دي

ټکړه دَ غوښې خولهٔٔ کښې زمونږ بنده ده پرته چې

پهٔ دې باندې خبره ناجائزہ نهٔ کول دي

دې سر کښې چې دماغ دے پهٔٔٔٔٔ کنټرول باندې مامور کوم

نهٔ شي ناجا ئز کا ر کښې استعمال دا خيال ساتل دي

دا زړۂ چې امانت زما دَ رب دے اے شبيؔره

دَ چا چې دے هغهْ ته دا هر حال کښې رسول دي

دَ نفس اصلاح

پهٔٔٔٔٔ قسم باندې قران کښې کړي خبره پاک الله

چې الہام ئې کړلو نفس ته ټول فجور اؤ هم تقویٰ

بيا پهٔٔٔٔٔ شد و مد اعلان ئې ورسره دا هم دے کړے

بد نصيب دے چې څوک پاتې شي دَ نفس اصلاح ونهٔ کړي

کامياب بس هغه کس دے چې دَ نفس وکړي اصلاح

نو خائب دے اؤ خاسر پهٔٔٔٔٔ دواړو کونو کښې تباه

دې تشديد نه شوه ثابته چې دَ نفس اصلاح ده فرض

ټول کارونه به خراب وي دَ هر يو ، کهٔٔ نهٔ وي دا

شيطان هم دے دهوکه شوې دَدې نفس پهٔٔٔٔٔ مکر باندې

انا خير منه باندې دا پاګل شولو ګويا

يو طرف دَ خدائے دے حکم چې سجده وکړه آدم ته

بل طرف دَ علتونو کج بحثي شور اؤ غوغا

زړۂ ډرا ئېور دے اؤ نفس ګاډے دغه دواړه ټيک کول دي

دَ زړۂ ذکر اؤ دَ نفس علاج صحيح مجاهده

کهٔ پهٔٔٔٔٔ خپله خوښه تهٔ مجاهده هم څهٔ تجويز کړې

کله دا مجاهده ده؟ چې دَ نفس خوښه ده دا

چې کوم شېخ درته تجويز کړي اؤ ستا نفس پرې خوشحال نهٔ وي

بس پهٔٔٔٔٔ دې کښې ترقي ده پهٔٔٔٔٔ همت ئې خپلوه

دا دَ قال نه حال ته څنګه رسېدل زمونږ نصيب شي

ځان پامال کړه دَ شېخ مخکښې ستا دپاره ده دوا

دا اخلاص دې کښې شبيؔره کله خوښ چې دَ الله شي

نو بې شکه ملاويږي بيا پهٔٔٔٔٔ دې باندې فلاح

نه

نفس دے دَ ماشوم پهٔٔٔٔٔ شان پوهيږي نه

ځکه دَ ورانۍ نه دے صبريږي نه

لږ کهٔ تربيت دَدهٔ نصيب شولو

بيا به لهٔٔٔ ښهٔ کار نه وروستو کيږي نه

زړۂ کهٔ دَ چا جوړ شو هر څه جوړ شولو

وران کهٔ شو نو وران شو بيا سميږي نه

مينې دَ دنيا سره خيرن شي زړۂ

بې لهٔٔٔ ذکره دا بيا صفا کيږي نه

ټيک ده چې قران کښې هدايت دے پروت

زړۂ چې نهٔ وي سم نو حاصليږي نه

مينه دَ دنيا زمکه زن مال نهٔ دے

مينې ته دَخدائے کهٔ دا ودريږي نه

نمونځ به دې دنيا شي کهٔ دَخدائے نهٔ وي

بيا هغه لوئے در کښې دا قبليږي نه

اے شبيؔره زړۂ دې دَ خدائے جوړ کړه زر

دے مئن پهٔٔٔٔٔ خدائے نور حصاريږي نه

نفس

نفس دے دَ ماشوم پهٔ شان نادان ګله

ځکه شي پهٔ ضد کښې نافرمان ګله

لږ کهٔ تربيت دَدهٔ نصيب شي نو

بيا وي دَ خېر کار کښې پهلوان ګله

دے پهٔ شريعت تهٔ مطمٔن کړه چې

شي چې شريعت باندې روان ګله

زړهٔٔ دې کړه پهٔ ذکر منور تهٔ خپل

هر نيک کار به تاته شي اسان ګله

زړهٔٔ دې دَ الله کړه نفس پابند دَدهٔٔ

ښهٔ کار کول بيا هېڅ نهٔ دي ګران ګله

ستړي دَ دنيا پرېږده شبيؔره اوس

جوړ دَ آخرت کړه څهٔ سامان ګله

مطلوبه حال

نفس چې کله شي منلو ته تيار

اؤ زړۂ هم پهٔ ذکر باندې شي بيدار

روح خوشحال ، نفس مطمٔن اؤ قلب سليم وي

کله کړي بيا دَ خېر کار نه دوی انکار

چې دَ نفس تزکيه وشي کاميابي ده

اؤ پهٔ زړهٔٔ دَ هدايت دے انحصار

زړهٔٔ بادشاه دے رعيت ئې ټول اعضاء دي

چې دا جوړ شي دَ نيکيو شي بهار

تربيت دَ نفس پکار دے هر صورت کښې

ګني دے به جوړ شي شتر بے مهار

خانقاه ګانې ډېرې کمې شوې شبيؔره

ضروري دے دَدې فکر ډېر پکار

دَ زړۂ اصلاح

کهٔ دَ زړۂ دنيا دَ چا شوله بدله

دَ جنت لاره پهٔٔٔٔٔ خپله شي حاصله

زړۂ بادشاه دے نور اعضاء ئې نوکران دي

سلطنت صحيح چليږي بيا پخپله

ټول کارونه بيا پهٔٔٔٔٔ شرع باندې درست شي

شي اسانه دَ عمل لاره مشکله

غېر محرم طرف ته سترګې بيا نهٔ ګوري

غوږ چې منع وي هغه به اوري څهٔ لهٔ

ژبه هم پهٔٔٔٔٔ سوچ سوچ باندې بيا ګفتار کړي

پهٔٔٔٔٔ انصاف به کار کوي دَ ذهن تله

نفس به هم مجاهدې ته بيا تيار شي

شر دَدهٔ به پهٔٔٔٔٔ دې ختم شي اے ګله

فيصله چې پهٔٔٔٔٔ حالت باندې دَ زړۂ ده

اے شبيؔره زړۂ کړه ټيک مهٔ کوه بله

دَ زړهٔ اؤ نفس مقابله

زړهٔ چې ښهٔ ، نفس زورور وي

هر خواهش ئې لکه ښکر وي

زړهٔ ژړا اؤ انګولا کړي

نفس ګناه باندې مصر وي

امتحان دے لوئے بېشانه

نو علاج دې دَدې زر وي

لهٔٔٔ بدۍ نه ويرېږه

کهٔ نېکۍ دې سمندر وي

پهٔ مثال ده دَ بڅري

بعضې وخت ئې نقصان ستر وي

اے شبيؔره دے علاج ئې

نېک صحبت کهٔ ميسر وي

دَ زړۂ ټيک کول

وتي لارې مختلفې دي لهٔٔٔ زړۂ نه

دا غوږونه ، سترګې ژبه دي لهٔٔٔ دهٔ نه

کهٔ زړۂ ټيک شو کړي دا ټول به ټيک کارونه

نو دَدهٔٔ پهٔ تربيت وکړه پالنه

کهٔ کامل شېخ کله تاته ميسر وي

ورسره شه نور ويرېږې بيا لهٔٔ څهٔ نه

چې بغېر دَ نېک صحبت نه دې دنيا کښې

کهٔ وګورې دّ خېر لاره ده ازغنه

ګل ازغي ته کله چا دے پرېښودلے

اؤ دَ چا نهٔ ده پکار دَ مېوې ونه

اے شبيؔره صفائی دَ زړهٔ پکار ده

بيا دَ دغې پاکۍ ده پکار ساتنه

زړۂ اؤ عقل

زړۂ زما نهٔ دے لهٔٔٔ عقل نه بېزار

غېر مشروط هم دَدهٔٔ نهٔ دے تابعدار

خالص جذب دَ الله پاک لوئے نعمت دے

دَدهٔٔ نشته پهٔٔٔٔٔ نفس باندې انحصار

فرق څه ګڼې پهٔٔٔٔٔ عشق اؤ پهٔٔٔٔٔ هوس کښې

عشق دے اور هوس دَ نفس دے دندوکار

زړۂ پهٔٔٔٔٔ ذکر دَ خپل يار سره ژوندے کړه

تر څو تهٔ به ګرځوې زړګے بيمار

هېڅ صورت کښې لهٔٔٔ خپل نفس نه غافل نهٔ شې

دَ تقویٰ جامې به کړي درته تار تار

زړهٔ غافل نهٔ کړې چرې ذکر دَ يار نه

يه مشغول پهٔ تصور باندې دَ يار

چې پهٔٔٔٔٔ ياد کښې ئې اصلاح مې دَ زړګي ده

ګني نشته دے پهٔٔٔٔٔ دې دَ چا اختيار

دا الهام رباني ګڼه شبيؔره

ځان کړه پوه چې نهٔ دي دا فقط اشعار

عقل اؤ جذبات

دا جذبې خو يو طاقت دے لهٔٔٔ طاقت کار اخستے شي

جذبې ښې دي کهٔٔ ښې نهٔ دي عقل دغه څيز کتے شي

ازاد عقل کهٔٔ لهٔٔٔ دې وي اؤ بيا هم دے ورسره وي

کهٔ پهٔٔٔٔٔٔٔ شرع وي جائز هم نو بيا مخکښې پکښې تلے شي

زړۂ کهٔٔ جوړ وي اؤ دا عقل کهٔٔ دَ دې جوړ زړۂ تابع وي

دا جذبات اوچت جذبات دي پهٔٔٔٔٔٔٔ دې کار بيا سمېدے شي

فاني حسن بس جذبات دي حقيقت دَدې څهٔٔ نشته

چې پهٔٔٔٔٔٔٔ دې پسې روان وي لهٔٔٔ خپل ځايه رغړېدے شي

فاني حسن امتحان دے کهٔ لهٔ عقل نه کار واخلېٔ

څهٔٔ به عقل وي هغه چې شريعت ته ودرېدے شي

چې ايمان دَ چا مضبوط وي عقل داسې استعمال کړي

چې لهٔٔٔ شرعې ځان خبر کړي هومره څومره چې کېدے شي

بيا پهٔٔٔٔٔ عقل خپل جذبات ګوري چې کوم وي مناسب نو

پهٔٔٔٔٔ هغو جذباتو باندې کار کوي چې کوم کوے شي

لهٔٔٔ ايمان چې کوم ثابت وي هغه عشق ډېر لوئے طاقت دے

نفساني عقل بيا کله دَدې عشق مخکښې راتلے شي

نفس قابو کړه اؤ خپل زړۂ الله ته ورکړه چې باقي شي

دنيا وباسه دَدهٔٔ نه دَ الله چې صرف دے شي

قدردان دے اؤ عليم دے هم قادر دے اے شبيؔره

فکر مهٔ کړه پهٔٔٔٔٔٔٔ هغهٔ باندې هر څيز چې پرېښودے شي

دَ زړهٔ دوه لارې

دې زړګي کښې دَ الهام الٰهي انتظام هم شته

دَ شېطان دَ وساسو اؤ خيالاتو تېزګام هم شته

خپل زړهٔ پيش کړه ته خپل شېخ ته چې دې باندې ئې نظر شي

چې پهٔٔٔٔٔٔ ذکر دَدې هر څهٔٔ دَ ټيک کولو نظام هم شته

الله زړهٔ کښې وي اؤ سترګې پهٔ دې زړهٔ باندې وي ښخې

چې دَ زړهٔ پهٔ سترګو ويني الله داسې مقام هم شته

شېطان خپله ګمراه شوے پس لهٔٔٔ ډېر زيات عبادت نه

عبادت باندې ناز ونهٔ کړې چې داسې انجام هم شته

دَ دنيا مينه چې زړهٔ کښې راشي هر څهٔٔ دا خراب کړي

زړهٔ نه دا چې رابهر کړي دَ مستۍ داسې جام هم شته

زړهٔ ډرايیٔور اؤ نفس دے ګاډے دغه دواړه ټيک کول دي

چې څوک غواړي دا شبيؔره نو دَ دې اهتمام هم شته

چشتيه نسبت

زده پتنګ شمعې لهٔٔٔ مونږکړل سوزېدل ويلي کېدل

اؤ ګل هم لهٔٔٔ مونږ زده کړي دا کپړې خپلې شلول

چې ټول ښکلي ئې پېدا کړل هغه څومره به وي ښکلے

نور لهٔٔٔ دې مخکښې لاړ نهٔ شې مخکښې دي حېرانېدل

دَ عاشق مخکښې رسوا ده دا دنيا پهٔٔٔٔٔ هر صورت کښې

دے ئی زړهٔ کښې هغه ، بل ته کېدے څنګه شي کتل

علم لا زوال دولت دے خو کهٔ څوک دَ هغهٔ نهٔ وي

پهٔٔٔٔٔ دنيا پهٔٔٔٔٔٔٔ مزو زار شي دَ هغهٔ علم بيا خپل

ناز هغه پهٔٔٔٔٔ عبادت کړي چې مئن پهٔٔٔٔٔ هغهٔ نهٔ وي

عاشق غواړي بس پهٔٔٔٔٔ زلفو دَ معشوق کښې ګېرېدل

ؤ شېطان عالم عابد اؤ عارف هم خو دے بچ نهٔ شو

عاشق نهٔ ؤ نو دَ نفس نه ورته ګران شو بچ کېدل

دَدې نفس جالونه سخت دي پهٔٔٔٔٔ عاشق ئې وس نهٔ رسي

کېدے څنګه شي دَ نفس دَدې عشق مخې ته راتلل

عقل هم چې نفساني شي نو دَ نفس شر کله ويني

دَ عشق مخکښې اے شبيؔره وي دَ عقل زارېدل

تواضع

دَ هغهٔ دَ عظمت مخکښې چې چا ځان وګڼهٔ کم

قدردان دے دَ هغهٔ عزت سېوا کړي پهٔ کرم

نادان سر کړلو اوچت خپل نو معتوب شولو خراب شو

اؤ پوهانو سر خپل ټيټ کړو شو دَ خېر پهٔ لاره سم

څوک چې پوه وي ځان څهٔٔ نهٔ ګڼي پهٔ خدائے باندې ئې يقين وي

دَ ناپوهه خلقو ياد وي هيمش خپل خدم شدم

اول مينه بيا فنا ده اؤ فنا پسې بقا ده

بيا بنده شي اؤ محبوب شي پهٔ تقويٰ شي مکرم

لا اله نعره دَ زړهٔ نه چې څوک ووائی شبيؔره

الا الله سره دَ خدائے شي خواهشات شي کالعدم

اور پهٔٔٔٔٔ زړۂ سور

دَ جانان دَ مينې اور عجيبه اور دے

زړۂ لېواله دے دَدې، دے پهٔٔٔٔٔٔٔ زړۂ سور دے

ټول جرمونه مې پهٔ دې معاف کېدے شي

قيمتي څومره دَ دې مينې پېغور دے

دغه اور دَ نورو مينو اور تباه کړي

دَ زړۂ باغ پهٔٔٔٔٔٔٔ دغه اور باندې سمسور دے

لا اله سره دَ غېر تصرف ختم

الا الله سره راغلے څومره زور دے

دَ خدائے مينه ده کافي هرې فتنې ته

کهٔ هر څومره نن صبا دَ فتنو دور دے

بس دَ دې در رسۍ پرېنږدې شبيؔره

شېطان ځکه خو لهٔٔٔ دې غم نه نسکور دے

اوس

غواړي زړهٔ مې چې دا مينې کړمه جمع

پهٔٔٔٔٔ دې ټولو باندې اور ولګومه

يو دَ خدائے مينه بس پرېږدمه پهٔٔٔٔٔٔٔ زړۂ کښې

هله ماته به ملاؤ شي لاره سمه

بل دَ هغو چې هغهٔ سره کړي مينه

نازولي دَ هغهٔ هم خوښومه

هغه مونږ سره کړي مينه بې غرضه

بې غرضه پرې دا ژوند قربانومه

عشق دَ مينې صله کله څهٔٔ غوښتے شي

زړۂ خالي لهٔٔٔ هر څهٔٔ بس اوس ورکومه

چې پهٔٔٔٔٔ مينه دَ هغهٔ کښې خرنډ جوړيږي

دے دشمن مې زۂ هغهٔ ته نهٔ ګورمه

دا فاني حسن دَدې ژوند امتحان دے

ازلي حسن پهٔٔٔٔٔٔٔ دې کله پرېږدمه

پهٔٔٔٔٔ خپل زړۂ دَ هغهٔ نوم پهٔٔٔٔٔ زور زور اخلم

زۂ پهٔٔٔٔٔ دې دَ هغهٔ مينه رابلمه

احساسات خپل ئې دَ مينې غلامان کړم

هغه ګورم ، هغه وينمه ، اورمه

غفلت کفر دے دَدې لارې شبيؔره

زړۂ پهٔٔٔٔٔ ذکر دَ هغهٔ ښهٔ ويښومه

علم اؤ ذکر

مدرسه خانقاه دَ علم و ذکر دوه دي مرکزونه

نو دِدو دَ يو ځائے والې مستحسن شو کوششونه

مدرسې نه دَ تعليم کار اخستے شي ، اؤ خانقاه کښې

سالکانو ته حاصل شي احساني کېفيتونه

مدرسه کښې دَ تعليم وي انتظام دَ طالبانو

خانقاه کښې دَ سالکانو شي کېدے تربيتونه

مدرسه کښې کار لهٔٔ ذهن اخستل پهٔ يو ترتيب وي

پهٔ خانقاه کښې ټيک کوے پهٔ بل ترتيب شي بيمار زړونه

مدرسه کښې دَ استاد شاګرد رشته وي پهٔ تعليم کښې

پهٔ خانقاه کښې مريداخلي لهٔٔٔ خپل شېخ نه سبکونه

دَ تعليم و تربيت جوړ ړاځي علم و ذکر باندې

اے شبيؔره تا اوچت کړل پهٔ دې ګفت ډېر حجابونه

تعليم و تربيت

يو تعليم بل تربيت دے

دَدې دواړو ضرورت دے

دَ خپل نفس اصلاح زر وکړه

بې دَدې علم حجت دے

دے اشرف انسان پهٔ دغه

تزکيه دَدهٔٔ رفعت دے

علم دے عمل دپاره

اؤ عمل خو پهٔ همت دے

تزکيه کله دَ نفس چې

دَ چا وشي لوئے نعمت دے

زړهٔ پهٔ ذکر منور کړه

اے شبيؔره دا قوت دے

پخې خبرې

ژبه سترګې اؤ غوږونه کړه خپل بند

چې داخل نهٔ شي پهٔٔٔٔٔ دوی دَ دنيا ګند

کهٔ دې زړۂ نوراني نهٔ شو نو بيا وايه

لږ عمل خو پهٔٔٔٔٔٔٔ دې وکړه پند دے پند

چۦ خلوت دے دَ خراب صحبت نه ښهٔ دے

اؤ دَ شېخ صحبت ترې ښهٔ دے قند دے قند

دغه ژوند دې کړه پکار سستي ونهٔ کړې

چې دې سم شي بيا دَ هغې دنيا ژوند

زړۂ پهٔٔٔٔٔٔٔ ذکر مصفا کړه اؤ خپل نفس هم

کړه قابو چې هلته شمېر شې عقلمند

اے شبيؔره اوس دَ زړۂ سترګې بينا کړه

دَدې بله ده دنيا اؤ بل ئې خوند

پهٔٔٔٔٔ لار شه

دا خبرې دې اوس پرېږده لږ پهٔٔٔٔٔٔٔ کار شه

دې دپاره دَ خپل شېخ اوس تابعدار شه

وخت پهٔٔٔٔٔٔٔ منډه دے روان دا نهٔ ودريږي

ځه فائده دَدې نه واخله لږ هوښيار شه

دَ دنيا مينه سور اور دے سور انګار دے

لوبې دې سره اوس پرېږده توبه ګار شه

دَ الله مينه رڼا ده دَ زړۂ ښکلي

اوس دَ دغې حاصلولو ته تيار شه

دا شېطان دَ ستا دښمن دے ډېر چالاک دے

ناساپي ګزار کوي ځکه بېدار شه

بس پهٔٔٔٔٔ خدائے باندې مئن شه ځان پرې ورک کړه

اے شبيؔره دَ الله دَ نوم نه ځار شه

شېخ کامل

يو خبره ده مشکله ګران پهٔٔٔٔٔ هغې پوهېدل دي

اؤ دَ دې نه جهالت دَ هر يو خېر نهٔ لاس وينځل دي

کهٔ لهٔٔٔ لارې خبر نهٔ وي څوک، پوښتل لهٔٔٔ چا لازم شي

نامعلومه لاره باندې بې تپوسه څنګه تلل دي

بې رهبره پهٔٔٔٔٔ دې لاره باندې تللو کښې خطره ده

کهٔ څهٔٔ وشو ذمه دار دوی پهٔٔٔٔٔ دې شان دَ نقصان خپل دي

ډاکو کله دَ رهبر جامه کښې خلق ګېروي هم

دَ رهبر پهٔٔٔٔٔ علاماتو باندې ځان خپل پوهول دي

دَ نبي پهٔٔٔٔٔٔٔ طريقه بس دَ الله شه اے شبيؔره

دې دپاره دَ کامل شېخ سره ځان نزدې کول دي

ښهٔ مريد

دانه زمکه کښې دفن کړي چې مالي

پهٔٔٔٔٔ اوبو پهٔٔٔٔٔ سره بيا ئې وپالي

نو دَ بوټي څوکه دې نه رابهر شي

چې دَ خدائے وشي پهٔٔٔٔٔٔٔ دې مهرباني

بچ کول ئې له ګرمۍ سړدۍ پکار وي

ضروري وي بيا دَدې نګهباني

نو يو ورځ دا پهٔٔٔٔٔٔٔ مېوه باندې هم راشي

دَ مالي دَ نېکنامۍ نښه دا وي

خدائے خوشحال اؤ دَ مخلوق پکښې فائدہ وي

دا قصه خو يو صورت دے مثالي

چې طالب کله دَ شېخ پهٔٔٔٔٔ لوري راشي

ورته پيش کړي دا خپل ځان، خپله ځواني

شېخ پهٔٔٔٔٔٔٔ لار ئې دَ فنا باندې ورسم کړي

کړي دے پوه پهٔٔٔٔٔٔٔ دې چې دا ژوند دے فاني

دَدهٔٔ زړۂ کښې بوټے بيا دَ مينې نال کړي

جرړې کټ کړي دَ الهامِ شېطاني

اؤ دَ ذکر پهٔٔٔٔٔٔٔ اوبو ئې خسمانه کړي

کړي قابل ئې دَ الهامِ رحماني

دَ ترخو ترشو خبرو ورته سره

واچوي دي دا اصولِ باغباني

لهٔٔٔ هرڅهٔٔ ئې بچ ساتي پهٔٔٔٔٔ دې حالت کښې

چې کوم وي ممکن احوالِ نقصاني

نو دا بوټے ورځ پهٔٔٔٔٔٔٔ ورځ پهٔٔٔٔٔٔٔ ترقۍ وي

دې ته وائی کيفيتِ احساني

بيا پهٔٔٔٔٔ فضل دَ خدائے وصل شي نصيب ئې

شي حاصل ورته بيا ذوق لا مکاني

اے شبيؔره بيا صحبت دَدهٔٔ دَ خلقو

دارو ګرځي چې ئې ښه شي بيماري

دَ شېخ دَ مريد دپاره حيثيت

اورېدلي مو دي داسې لهٔٔ بزرګانو

شېخ نائب دَ نبي دے دَ مريدانو

دَ هادي صفت مظهر دَ پاک الله دے

ځکه سخت دے دا طريق پهٔ شېطانانو

دَ مريد دپاره ښهٔ دَ شېخ صحبت دے

دے مطلب دې کښې مخفي دَ سالکانو

الهامات ئې دَ مريد دَ زړهٔ دوا وي

پهٔ صحبت ئې هم شي بچ لهٔٔ لارو ورانو

هم عيوب دَ مريدانو پرې سرګند شي

هم علاج وشي دَ زړهٔ دَ بيمارانو

دَدې لارې کړي مدد الله شبيؔره

کهٔ يو ځلې څوک شي لاړ تر ښو شېخانو

مدرسه اؤ خانقاه

مدرسو کښې به دَ علم ؤ خدمت

خانقاهګانو کښې کېدو به تربيت

مدرسه شته خو خانقاه نه خبر نهٔ دي

ولې نشته دَ اصلاح اوس ضرورت؟

مدرسه کښې قيل و قال ډېر ضروري دے

پهٔ خانقاه کښې شي حاصل دَ زړهٔ صحت

مدرسه کښې به دَ علم نه خبر شې

پهٔ خانقاه کښې پهٔ عمل به شې عادت

مدرسه کښې خارجي نور به حاصل کړې

اؤ دَ زړهٔ دَ نور خانقاه کښې وي محنت

اے شبيؔره شي بيا نور علیٰ نور چې

دَ تعليم سره زړهٔ هم شي سلامت

دَ ژوند کرښه

نفس مې نهٔ پرېږدي هېڅکله دَ هغهٔ ملاوېدو ته

اؤ شېطان کله پرېږدي مې دَ الله دوست جوړېدو ته

کهٔ دَ نفس منم هغه بيا لهٔٔٔ ما نور نور ډېر څهٔٔ غواړي

مسلسل مطالبات ئې نهٔ پرېږدي مې اورېدو ته

يو خوبي پهٔٔٔٔٔ کښې دا شته دے چې پهٔٔٔٔٔ زور باندې سميږي

خوزول پهٔٔٔٔٔ زور دے غواړي تيار نهٔ دے خوزېدو ته

طريقه دَ اصلاح ځکه دَدهٔٔ دا ده مهٔ منه ئې

بې دَدې نه نهٔ پرېږدي څوک پهٔٔٔٔٔ هېڅ شان بيا مخکښې تلو ته

رهنما داسې پکار دے چې اصلاح دَدهٔٔ کوے شي

هغه کار وکړي پهٔٔٔٔٔ دهٔ چې تيار نهٔ دے ئې کؤ ته

زړۂ دې هم خپل منور کړه چې پهٔٔٔٔٔ لاره باندې پوه شي

ګنده زړۂ خو تيار نهٔ وي پهٔٔٔٔٔ هېڅ شان دَ حق لوستو ته

نفس دے ګاډے زړۂ ډرائېور دے دغه دواړه ښهٔ پکار دي

کهٔ يو هم دو کښې ښهٔ نهٔ وي نو تيار شه بيا خطرو ته

زړۂ پهٔٔٔٔٔ ذکر ټيک کېدے شي اؤ پهٔٔٔٔٔ نفس مجاهده ده

رهبر نهٔ پرېږدي څوک کله پهٔٔٔٔٔ شېطان خطا کېدو ته

چې دَ ذکر وي مجلس دے دَ جنت دَ څرېدو ځائے

شېطان کله پرېښودے شي دې کښې څوک هم څرېدو ته

شر خوريږي ښهٔ بې غمه اؤ پهٔٔٔٔٔ خېر دي پابنديانې

شېطان نهٔ پرېږدي شرير خلق دَ خدائے نه ويرېدو ته

دروازہ دَ کريم لرې دَ توبې ده توبه وکړه

چې دے لفظ دَ مايوسۍ هغه پرېږدي نهٔ اورېدو ته

بس دَ خدائے فضل چې وشي هر څهٔٔ ټيک شي اے شبيؔره

شېطان نهٔ پرېږدي څوک کله دې دنيا کښې ټيک کېدو ته

دَ الله نازولي

دَ الله چې نازولي کوم بنديان دي

انسانان دي اؤ دا ټول زمونږ پهٔٔٔٔٔٔٔ شان دي

نور پهٔٔٔٔٔ دوی باندې خور شوے دَ الله دے

پهٔٔٔٔٔ دے نور لکه دَ ستورو دوی روښان دي

دوی دَ نفس نهٔ ده منلي مختلف دي

دوی ککړ صرف پهٔٔٔٔٔ مينه دَ جانان دي

دوی خپل زړۂ دے خپل الله ته وقف کړے

ګرېزانه لهٔٔٔ خبرو دَ شېطان دي

دوی بس حکم دَ الله ته صرف غوږ دي

پهٔٔٔٔٔ تعريف دَ پاک الله رطب اللسان دي

عقل کله مرتبې ته دَ عشق رسي

پهٔٔٔٔٔ دې پوه دي عقلمند دي عاشقان دي

اے شبيؔره دَ الله فضل چې ويني

ځان ته ګوري اؤ پهٔٔٔٔٔ دې باندې حېران دي

اهل قلوب سره ملاوېدل

چې ظاهر کښې دې نقصان وي کړي به خلق هغه درست

کهٔ دې زړۂ کښې خرابي وي نو تا نفس به نور کړي سست

چې دي کوم اهل قلوب هغوی سره هم ملاويږه

ټيک کولو ته دَ زړۂ کوه دا ، تا به کړي دوی چست

دَ فکر فکر

تعلق دَ ټولو خلقو سره ټيک خو جوړوې تهٔ

دَ الله سره دا جوړ شي دَدې فکر نه کوې تهٔ

خرابي ټوله پرته دې ده پهٔ زړهٔ کښې ځان خبر کړه

چې دَ زړهٔ دَ اصلاح فکر باندې سترګې پټوې تهٔ

پهٔ دنيا پسې ته سر ئې دې دپاره در پهٔ در ئې

چې کوم فکر دَ عقبيٰ دے هغه شاته غورزوې تهٔ

آخرت ښهٔ لهٔٔ دنيا دے هم باقي دے الله وائی

دَ قران پهٔ دې خبره کله ځان به پوهوې تهٔ

چې پهٔ ويښه څوک اودهٔ شي دَ هغه ويښول ګران وي

اے پهٔ ويښه اودهٔ ويښ شه ولې ځان نهٔ ويښوې ته

اے شبيؔره دَ ښهٔ فکر اجر ډېر چې دے بې شانه

نو دَ دغې فکر وکړه، وکړه ښهٔ دَ ځان سرې ته

تصور شېخ

چې خدائے ئې نهٔ ورکوي چاته نو بيا کله ملاويږي

اؤ دَ خدائے پهٔٔٔٔٔٔٔ حکم دغه ټول اسباب چې دي جوړيږي

چې اسباب اختياروي څوک اؤ يقين ئې بس پهٔٔٔٔٔٔٔ خدائے وي

عاجزي ورته نصيب شي خدائے پهٔٔٔٔٔ دغه خوشحاليږي

چې اسباب څوک اختيار نهٔ کړي حق ګڼي خپل پهٔٔٔٔٔٔٔ خدائے باندې

دغه سوچ ئې خپل غلط دے خو ګيله ئې لهٔٔٔ خدائے کيږي

تصور کهٔٔ دَ شېخ وکړو اؤ پهٔٔٔٔٔ فيض ئې خدائے ملاؤ شي

څنګه دا تصور شرک شو چې پرې خدائے ته څوک رسيږي

دا خو پُل دے پهٔٔٔٔٔٔٔ دے باندې خپل مقصود ته رسېدل وي

دَ شېخ کار ملاؤول دي خدائے سره کهٔٔ څوک پوهيږي

احتياط کهٔٔ چا کښې نهٔ وي نو هغهٔ ته جائز نهٔ دے

دَ حاضر صيغه غائب دپاره کله جائزيږي

بزرګان نن صبا ځکه احتياط کوي دې باب کښې

لهٔٔ عوامو ، لهٔٔٔ ناپوهو کار هر يو ممکن ښائیږي

کهٔ ملاؤ شي خود پخپله نو شبيؔره بيا دا خېر دے

پهٔٔٔٔٔ صورت وهبي دَ شېخ بيا دَ شېطان وس نهٔ رسيږي

شېخ څهٔٔ ته وائی

شېخ يو کړکۍ ده معرفت دپاره

دَ پاک الله دَ محبت دپاره

ده ذريعه دَ اخستو دَ خدائے نه

دَ هر يو قسم سعادت دپاره

لمن دَدهٔ پهٔ سچه ونيسه تهٔ

دَ دې خپل نفس دَ تربيت دپاره

زړهٔ کښې دَدهٔٔ کهٔ محبت ستا راشي

لکه سرهٔ زر دي دې محنت دپاره

کله محنت دا استعمال نهٔ کړې تهٔ

تصرف کشف کرامت دپاره

کهٔ اغستل لهٔٔٔ دې فائدہ تهٔ غواړې

زړهٔ خپل تيار کړه دَ ښهٔ نيت دپاره

شبيؔره کېږده پهٔ قدم دَ شېخ تهٔ

قدم دا لار ده دَ جنت دپاره

دَ شېخ سره تعلق

پهٔ نيت دَ اصلاح شېخ ته دي ورتلل ډېر ضروري

دَ نفس خپل تربيت چې دي کول ډېر ضروري

تلقين باندې عمل کښې سستي ونهٔ شي، دي دې کښې

تعجيل نه نتيجه کښې ځان ساتل ډېر ضروري

اصلاح دپاره شېخ چې معمولات درته درکړي

هغه دي پهٔ خپل وخت باندې کول ډېر ضروري

دَ دغه معمولاتو دَ اطلاع دپاره مخکښې

دَ شېخ ،چې خپل احوال دي، دي راوړل ډېر ضروري

پهٔ دې مطمٔن نهٔ شې دَ همت نهٔ کار اخله

همت نه دې کښې کار دي اخستل ډېر ضروري

دَ شېخ سره دَ خدائے دپاره مينه کړه پهٔ سچه

شبيؔره پهٔ دې ځان دي پوهول ډېر ضروري

دَ شېخ تصور

پهٔٔٔٔٔ نظر زما شېخ راشي کله ستا چې سوچ کومه

تهٔ زما پهٔٔٔٔٔ ياد کښې راشې چه هغهٔ ته وګورمه

کار زما دَ شېخ خو دادے چې ما تا سره ملاؤ کړي

زۂ عاشق يمه دَ ستا بس تا پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې زۂ ساتمه

زما شېخ چې کله ماوته وګوري پهٔٔٔٔٔ مسکا شي

شي خوشحال چې زۂ دَ ستا يم اؤ دَبل چا زۂ نهٔ يمه

دا دَ زړۂ دے تعلق دَ زړۂ سره دا بل څهٔٔ نهٔ دي

چې هغه چرته هم لاړ شي نو بس هلته کښې زۂ يمه

زۂ فنا شوم پهٔٔٔٔٔ هغهٔ کښې خونظر زما پهٔٔٔٔٔ تا دے

دَ هغهٔ نقشِ قدم باندې چې زۂ هر وختې ځمه

زۂ دَ شېخ پهٔٔٔٔٔ محبت کښې شوم دَ ستا دا شبيؔر وائی

زۂ فنا کهٔ پهٔٔٔٔٔ هغهٔ يم ستا دپاره خاورې شومه

شېخ ژبه مريد غوږ

شېخ لکه دَ ژبې شي مريد لکه دَ غوږ پهٔ شان

بيا تحصيل دَ علم لدني جوړ شي پهٔ دې اسان

داسې دَ وئیلو اورېدلو محفلونو نه

جوړ دَ خدائے پهٔ فضل شي دَ عشق و معرفت دکان

ژبه چې دَ پير دَ خدائے پهٔ فضل کړي شروع ګفتار

غوږدې کړي مريد دغو خبرو وته بيا خپل ځان

خدائے پاک دَ مريد دپاره څهٔٔ چې ضروري وي نو

هغه بيا دَ پير پهٔ ژبه راوړي وي مريد حېران

دا دَ حېرانۍ خبرې نهٔ دي دا دَ خدائے کار دے

جوړ خدائے پهٔ خپل فضل داتعلق کړي دَ اصلاح سامان

داسې ځائے پکار وي چې دا کار پهٔ کښې کېدلے شي

دې ته خانقاه وائی اے شبيؔره دَ اصلاح ميدان

تکويني سبق

چې راغلي دي څوک دلته نو لهٔٔٔ دې ځائے ورته تلل دي

دا سبق يو تکويني دے پهٔٔٔٔٔ دې ځان ښهٔ پوهول دي

ده دنيا تلونکي راتلونکي دَدې ځائے پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې نشته

دا دَ نفس دَ دهوکې جال دے دَدې جال نه هم وتل دي

دَ دنيا ګند خو لوئے ګند دے ګورې زړۂ کښې دا پرېنږدې

همتي شه قيمتي شه دَدې ګند زړۂ نه وېستل دي

ځان دې ډېر زيات اوچت کړے خو پهٔٔٔٔٔ دې باندې پوه نهٔ ئې

اوچت څيز وي پهٔٔٔٔٔٔٔ خطره کښې ځان اوس رو رو کوزول دي

نفس ازاد دې لږ پابند کړه ازادي دَدهٔ ښه نهٔ ده

دَدهٔ پړے دَ چا لاس کښې زر تر زره ورکول دي

دلته وژاړه شبيؔره چې تهٔ هلته کښې وخاندې

کهٔ دا نهٔ وي بل جهان کښې څومره زيات بيا ژړېدل دي

امتحان اؤ امانت

ژوند زمونږ دَ خدائے تعالیٰ يو امانت دے

امتحان دے امتحان هر يو حالت دے

يو دَ مال تپوس به کيږي دَ ګټلو

دې دپاره هم دَ علم ضرورت دے

چې جائز ګټل دي څهٔٔ اؤ ناجائز څهٔٔ

پهٔٔٔٔٔ پاک مال کښې مخفي خپله برکت دے

ناجائزه باندې څوک مړېدے نهٔ شي

بس يو حرص دے بيماري ده اؤ علت دے

دَ خرچ کولو طريقې چې هم صحيح شي

ناجائزې طريقې خو مصيبت دے

کهٔ اسراف کله دَ چا پهٔٔٔٔٔ مال کښې راشي

بخل هم مؤمن سره کله ښائیږي

مال تباه شي چې دَ دغې نحوست دے

دا دَ مال دَ محبت خراب سمت دے

اخستلو نه دَ قرض بچ کول ځان دي

دا جنډه ده دَ خوارۍ اؤ ډېر ذلت دے

بل تپوس به دَ وخت کيږي وخت تېر شوے

پهٔٔٔٔٔ هېڅ شان نهٔ ملاويږي بيش قيمت دے

دَ يو يو عضو تپوس به دَ تن کيږي

امتحان زمونږ دَدې هر يو صورت دے

دَ هر يو چې استعمال صحيح اؤ درست وي

اؤ دَ زړۂ خو دوی کښې ډېر زيات اهميت دے

زړۂ کهٔ درست وي نو ټول جسم به صحيح وي

پټ پهٔٔٔٔٔ دې کښې پروت بې شکه هدايت دے

درستګي دَ نفس کنجي دَ کاميابۍ ده

دې دپاره دَ اصلاح ډېر ضرورت دے

دَ اصلاح دپاره ټينګ کړه ځان شبيؔره

دې دپاره پکار صبر اؤ همت دے

دنيا اؤ امتحان

دنيا نهٔ ده مګر يو امتحان ګاه

دَ هر چا پرچه پهٔ دې کښې ده جدا

چا ته ډېر څهٔٔ ملاؤ شوي چاته هېڅ نه

شکر دے پرچه دَ چا ، صبر دَ چا

مونږ تهٔ فکر دے پکار دَ خپل خپل ځان ډېر

فائدہ دې کښې يقيناً ده زما ستا

تيارے دَ اخرت هر وخت پکار دے

اهميت ئې چې لري جزا سزا

دا دنيا خو يو پټے دَ اخرت دے

محنت وکړه دې کښې پاره دَ عقبا

سنجيده تهٔ پهٔ دنيا کښې شه شبيؔره

چرې ونهٔ ګڼې دا بس تماشا

خوف اؤ اميد

دَ اميد دَ رسۍ نهٔ شې تهٔ محرومه

کريم ذات دے تا ته ښه ده دا معلومه

دومره خوف پکار ضرور دے پهٔٔٔٔٔ دې لار کښې

دَ عمل لاره چې نهٔ کړې تهٔ معدومه

دَ توبې کهٔ حقيقت درته معلوم شي

ستا لهٔٔٔ خدائے به شي پېدا ډېر اميدونه

دَغضب صورت دَ خدائے کهٔ درښکاره شو

درنه هېر به شي فوراً خپل ښهٔ کارونه

خدائے غفور دے اؤ رحيم دے مهربان دے

ورنزدې شه مهٔ کوه غلط سوچونه

تحمل دَ عذاب کله شو لرلے

بچ کړه ځان پهٔ توبه پرېږده ګناهونه

زهٔ شبيؔر درته منت کړم غلط نهٔ شې

پهٔ شېطان ، دے ډېر ظالم دے کړي ظلمونه

تن اؤ عملونه

دا خپل جسم مو مشين دے دَ اعمال

او دا زړۂ دَ کيفيت اؤ دَ احوال

دَ زړۂ غوږ سترګې کهٔ ټيک وي هر څهٔ ټيک وي

نفس هم بيا دَ زړۂ دَ حکم تابعدار وي

بيا پوهيږي دوی دَ نفس پهٔٔٔٔٔ استعمال

حال لري خو ساتي خيال کښې قيل و قال

ذهن هم بيا تابعدار دَ زړګي جوړ شي

تابعدار نهٔ وي بيا صرف دَ خپل خيال

بندګي دَ خدائے پوره پوره نصيب شي

مزيدار به څومره وي بيا دَدهٔٔ حال

اؤ کهٔ دا زمونږه صرف تمنا وي

بيا دې نه صرف جوړ شي دَ نفس جال

اراده کهٔ وي پخه اؤ همت هم وي

اؤ شېخ هم چې څوک ملاؤ شي باکمال

نو دَدې نه جوړ شبيؔره حقيقت شي

فضل وشي بيا دَ ربِّ ذوالجلال

کاميابی

کاميابی خو پهٔٔٔٔ کار باندې حاصليږي

انتظام سره دا کار کهٔٔ کله کيږي

قال بې حاله لاش بې روح دے نو بيا دا به

دفن کيږي کهٔٔ دا حال ئې نهٔ سميږي

هر عمل دَ خدائے دپاره بس پکار دے

پهٔ طريق دَ مصطفٰے کهٔ هم چليږي

دَّ خدائے مينه ده پکار هر يو عمل کښې

بس پهٔ دې به دے دَ نفس ځنې خلاصيږي

دَ دنيا مينه هر يو عمل دنيا کړي

پهٔ ښهٔ نيت دغه دنيا هم دين جوړيږي

اے شبيؔره دَ خپل ځان فکر زر وکړه

ګني وخت خو درنه دغه دے تېريږي

خوش نصيب مسلمانان

زمونږ خدائے دے مهربان ډېر

ولې خلق دي پريشان ډېر

نېکي يو پهٔ لس ، بدي يو

خوش نصيب دے مسلمان ډېر

چې پهٔ لار ئې دَ جانان وي

دے به خوښ وي دَ جانان ډېر

اخلاص زړهٔ کښې تهٔ پېدا کړه

قيمتي دے دا سامان ډېر

چې پهٔ لار دَ مصطفٰے ئې

ولې بيا ګورې حېران ډېر

ضائع وخت نهٔ کړې شبيؔره

ګني وبه کړې تاوان ډېر

څوک

خوش نشيب شو چې به ځان ته قهرېدل څوک

ګېر شو خپله چې لهٔٔٔ ځانه ځارېدل څوک

چې ګزار مې پهٔٔٔٔٔٔٔ شا وخوړو دَ کاڼي

چې مې شاته وکتل هغه ؤ خپل څوک

دَ دنيا دَ امتحان يو نظاره وه

شرارت کولو چا اؤ ګېرېدل څوک

آخرت کښې به ظاهر شي خود پخپله

خپل عمل به هر څوک نيسي ، نه چې بل څوک

کله لاره ترې غلطه شي شبيؔره

چرې فکر چې څوک نهٔ کړي دَ منزل څوک

تنبيه

ستا دا زړۂ به بيا پهٔٔٔٔٔٔٔ وينو وژړيږي

چې مقام دې لهٔٔٔ خپل ځايه وغورزيږي

پهٔٔٔٔٔ تا باندې غېرت کړے پاک الله دے

بېوقوف دے چې پهٔٔٔٔٔٔٔ دې هم نهٔ پوهيږي

څهٔٔ چې دلته پهٔٔٔٔٔٔٔ دنيا کښې چا نال کړي

اخرت کښې به هغه رېبلے کيږي

ژړېدل پهٔٔٔٔٔ وينو نهٔ ختموي هلته

کوم چې دلته کښې پهٔ دوه اوښکو ختميږي

دَ هغهٔ شه چې محفوظ شې اے شبيؔره

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ کړو هر يو کار چې سميږي

توبه

لهٔٔٔ ګناه ځان بچ کول کړه کهٔ وشي توبه کول کړه

توبه ګار دَ خدائے پاک خوښ وي خدائے پهٔ دې خوشحالول کړه

کهٔ تهٔ څومره ځان اوچت کړې هغه ډېر لهٔٔٔ ستا اوچت دے

ځان لوئے مهٔ ګڼه هېڅکله صرف هغه لوئے ګڼل کړه

کرم ډېر دَ رب وسيع دے تهٔ جولۍ وته کړه بيرته

مستحق مهٔ ګڼه ځان خو ولې مهٔ مايوسېدل کړه

پهٔٔٔٔٔ عاجز دے مهربان عاجزي ولې خپلوې نه

دَ منلو پهٔٔٔٔٔ تابيا تهٔ مخکښې ځه نور مخکښې تلل کړه

هغهٔ خپله خپل محبوب ته طريقې خوښې ښودلي

نو پهٔٔٔٔٔ دغه طريقو باندې محبوب ئې جوړېدل کړه

دَ هغهٔ طريقې ښکلي زمونږ ولې خوښې نهٔ دي

دهوکه نهٔ شې ځان خبر کړه دَ دښمن ئې مهٔ منل کړه

خواهشات دَ نفس زمونږه ډېر راښکل کوي دا زړهٔ مو

خو جائز چې کله نهٔ وي دا پهٔٔٔٔٔ زور دباؤول کړه

دے دا نفس لکه دَ ګاډي اؤ دا زړۂ دَدې ډرايیٔور دے

دے ډرايیٔور ته تربيت ښهٔ پهٔٔٔٔٔ دې وجه ورکول کړه

تربيت دا چې دے پوه شي چې منزل زما کوم ځائے دے

لاره کومه دَ منزل ده پهٔٔٔٔٔ دې باندې ئې پوهول کړه

چې رهبر صحيح ملاؤ شي نو پهٔٔٔٔٔ لاره تلل اسان شي

پهٔٔٔٔٔ دې پوه شه هر مشکل نه ځان هم دغه شان وېستل کړه

سلسلو دَ برکت نه کړه تائید حاصل دَ خدائے بيا

پهٔٔٔٔٔ تائید دَ خدائے پهٔٔٔٔٔ لاره دَ نبي سفر کول کړه

دا دَ زړۂ خبرې واوره دَ شبيؔر قلم روان دے

دے الله مالک دَ زړهٔ مو دَ هغهٔ صرف کېدل کړه

کړه پهٔٔٔٔٔ فضل خپل قبوله مې توبه

کړه پهٔٔٔٔٔ فضل خپل قبوله مې توبه

خدايه درست کړې دا خراب حالت زما

ستا پهٔٔٔٔٔ فضل مې پهٔٔٔٔٔ دې اسقامت وي

دې نه پس تېر کړم زۂ ژوند صفا سوترا

زما سترګو ته حيا داسې نصيب کړې

غېر محرم ته چې ونهٔ ګوري دوی بيا

هم غوږونه زما دواړه حيادار شي دوي وانهٔ وري چې غلطه وي صدا

ژبه هم زما مشغوله شوے پهٔٔٔٔٔ ذکر

تر پهٔٔٔٔٔ ذکر همېشه دې وي دا ستا

سستي پرېږدم دَ چستۍ نه کار زۂ واخلم

زۂ شبيؔر خالص بنده شم دَ الله

کوي

وبيالې چې ځان څومره دومره به ګټل کوې

وغورزوې ځان چې خپل هله به بره تلل کوې

خاورې سره خاورے شه خاوره جوړېدل زده کړه

دې پوړۍٔ دَ خاورو باندې بره به ختل کوې

زړۂ نه دې غېر وباسه يو پهٔٔٔٔٔ دې کښې پرېږده بس

وينې چې هغه ، څنګه به لاس بل ته نيسل کوې

مرګ نه مخکښې مړ پهٔٔٔٔٔ تصور کښې دَ ميزان شه تهٔ

دې دپاره تهٔ به استعمال دَ وسائل کوې

خيال ساته چې تهٔ يوه لمحه کښې هم غافل نهٔ شې

اؤ پهٔٔٔٔٔ عبادت به ورته ځان نزدې کول کوې

دے مشکل شبيؔره کهٔ دې زړۂ ورته ونهٔ سپارهٔ

زړۂ ستا ئې امانت دے ورته دا به رسول کوې

زۂ لهٔٔٔ خدائے غواړم الله

نه پهٔٔٔٔٔ آه باندې مئن يم نهٔ پهٔٔٔٔٔ واه

خدائے دپاره زۂ لهٔٔٔ خدائے غواړم الله

بس بنده دَ هغهٔ جوړ شم هر حالت کښې

شي هغه دې رامدد دا کړم دعا

دَ ايمان دولت هغهٔ راته راکړے

اوس دَدې دولت ترې غواړمه بقا

زۂ طلب دَ هدايت ترې کړم هر وختې

نېغه لاره کړي نصيب مې دَ هدٰۧیٰ

زۂ اګرچه ګناهونو کښې لت پت يم

بيا هم غواړم دَ کرم ترېنه نګاه

دَ کږو لارو نه غواړمه امان ترې

طريقه دَ محمد غواړم صفا

زهٔ چوغه ، دستار بندي ، قبه نهٔ غواړم

غواړم زۂ ترې چې مقبوله وي ادا

دَ هغهٔ دَ محبت يمه طالب زۂ

دے خبر پهٔٔٔٔٔ مدعا چې ده زما

خدايه خپل کړې ما پهٔٔٔٔٔ خپل فضل تهٔ خدايه

خدايه غواړمه لهٔٔٔ ستانه ستا رضا

کرم وکړې اے کريمه پهٔٔٔٔٔ ما باندې

دَ کرم نظر دې غواړم همېشه

فراست دَ عمر صدق دَ صديق اؤ

دَ عثمان غواړمه زۂ جود و سخا

دَ علی دَ شجاعت نه مسلح شم

دَ حسن پهٔٔٔٔٔ طريقه شم با وفا

دَ شبيؔر سجده شبيؔر هېره کړي څنګه

ستا دپاره زۂ پهٔٔٔٔٔ تا شمه فدا

دنيا دارالعمل

رېبې هلته به چې دلته څهٔٔ کرې تهٔ

شې محروم به کهٔ کوې دلته نخرې تهٔ

دلته وژاړه توبه وکړه ګني نو

هلته ژاړې به کهٔ لاړې بې توبې ته

پهٔ ټيټ سر پهٔ چپه خولهٔ کار کښې تهٔ جوت شه

ظالم نهٔ شي مهٔ کوه مطالبې تهٔ

کوم عمل چې پهٔ اخلاص درته نصيب شي

کوه شکر ، ددې خېر به ووينې تهٔ

لمن کلکه دَ شېخ خپل ونيسه لاس کښې

خطرات دي ګېر چاپېر کهٔ دا پرېږدې تهٔ

تش پهٔ علم خلاصے چرته دے شبيؔره

کهٔ عمل پهٔ دغه علم نهٔ کوې تهٔ

دَ اقبال خودي

دَ اقبال دغه خودي کهٔ لهٔٔٔ کلمې نه اخستل دي

نو مطلب به دَدې داوي چې خپل ځان فنا کول دي

پهٔ دې لفظ اؤ پهٔ معنیٰ کښې تفاوت راته ليدے شي

نو تطبيق ئې دَ ظاهر اؤ دَ باطن ځکه مشکل دي

صرف لفظ دَ خودۍ نه دَ بقا معنیٰ وېستو کښې

خلق ډېر بيا غلطيږي پهٔ دې باب کښې دا وئېل دي

بې خودي کهٔ شي حاصله دَ فنا تعبير دا اخلي

پس لهٔٔ دې پهٔ اسانۍ بقا خودۍ سره تړل دي

اقبال هغه وخت مجبور ؤ لهٔٔ حالاتو ځکه داسې

ناکافي لفظ ئې واخست چې پهٔ کښې ډېر مسایٔل دي

اوس معنيٰ دَ لا اله کهٔ بېخودی واخلې شبيؔره

تعبيرونه الا الله ته دَ خودۍ خپله حاصل دي

څهٔٔ غواړمه ؟

نهٔ تسخير دَ ارض و سما غواړمه

نهٔ دستار جبه اؤ قبا غواړمه

سوچ مې چې کولو چې څهٔٔ غواړمه

صرف دَ هغهٔ بس رضا غواړمه

څهٔٔ رانه چې غواړي هغه غواړمه

بس دَ خدائے دپاره الله غواړمه

يمه دَ الله بنده نور هېڅ نهٔ يم

زۂ ورنه مقبوله ادا غواړمه

غواړمه پهٔٔٔٔٔ ما ئې چې کرم وشي

يم دَدې طالب دا دعا غواړمه

ياد مې وے هغه ، زۂ ورته هم وے ياد

داسې خپل حالت همېشه غواړمه

دے زما محبوب چې دَ هغهٔ هم دے

زړۂ دې پهٔٔٔٔٔ هغهٔ وي فدا غواړمه

واستوم پهٔٔٔٔٔٔٔٔٔٔ لکونو پرې درود سلام

زۂ ورسره داسې وفا غواړمه

ووائی قيامت کښې دا شبيؔر چې دے

هرڅهٔٔ چې هم دے، دے زما ، غواړمه

پهٔ الله توکل

چې کوي پهٔ الله باندې پهٔ هر حال کښې بهروسه

دَ هغهٔ کمېدے نهٔ شي پهٔ هېڅ حال کښې حوصله

چې دَ کوم څهٔٔ مکلف يو نو هغه راته کول دي

بيا پهٔ دې کښې دَ الله دَ مدد مونږ لرو اسره

چې مدد دَ الله نهٔ وي نو هېڅ کار سمېدے نهٔ شي

هم پهٔ لاس کښې دَ الله ده دَ اسبابو نتيجه

اختياري چې کوم عمل وي استعمال پهٔ کښې اختيار کړه

اؤ دَ دغې عمل پرېږده نتيجه بيا پهٔ الله

سستي ونهٔ کړې شبيؔره دَ سستۍ علاج چستي ده

دَ مجدِّدِ ملت تهانويؒ دغه ده نسخه

څهٔٔ مو وکړل

څهٔٔ کوو سحر ماښام

عمر څهٔٔ کښې شو تمام

ښهٔ عمل چې دلته وکړي

وي به هلته پهٔٔٔٔٔٔٔٔٔ ارام

اخرت کښې کامياب دي

چې ئې چا وکړو انتظام

پابندي پرې بالکل نشته

نوم ئې خپل کړو څومره عام

عشق ته فسق خلق وائی

فسق عشق کړلو بدنام

دَ دنيا پهٔٔٔٔٔٔٔ محبت کښې

مبتلا دي خاص و عام

دَ دنيا نه بچ کېدو ته

څښه دَ خدائے دَ مينې جام

ما دنيا ته اے شبيؔره

وکړو لرې نه سلام

دَ مايوسۍ وسوسې

دَ هغهٔ چې شوې نو بيا دَ مايوسۍ وسوسې څنګه

ګورم زۂ چې خلق خوري پهٔ وسوسو کښې غوپې څنګه

لاره شته دے خو بيا هم متردد دي خلق ولې

چې لهٔ رګ نزدې دے زياتې دي بيا دا فاصلي څنګه

چې پهٔ يو توبه معاف کړي ګناهونه چې وي شوي

چې دا دومره لوئے نعمت دے نو توبه نهٔ کوې څنګه

پهٔ ښهٔ نيت چې ملاويږي اجر يو بې لهٔٔٔ عمله

دَ اجرونو طريقې دا ولې نهٔ خپلوې څنګه

چې دښمن دَ ستا شېطان دے اعلاني تهٔ پرې خبر ئې

نو بيا دې دښمن شېطان ته ورځې نور تهٔ نزدې څنګهٔ

ستا دَ نفس سره هروختې معامله چې ده شبيؔره

نو دا نفس بې تربيته پهٔ کوم سوچ تهٔ پرېږدې څنګه

دنيا دَ اخرت پټے

مينه مهٔ کوه دنيا سره دا څيز دَ مينې نهٔ دے

دا پټے دَ اخرت دے دَ محنت دپاره ښهٔ دے

ده دنيا دََ اخرت پټے حديث کښې دي راغلي

ښهٔ پهٔ دې باندې ځان پوه کړه چې دَ دغې مطلب څهٔٔ دے

دَ الله پهٔ لار کښې ټول ولګوه چې ټول باقي شي

دغه ټول کښې ستا پېسه هره لمحه اؤ هر ويښتهٔ دے

يو ځل ځي به لهٔٔ دنيا نهٔ هر يو کس چې نن ژوندے دے

اخر مرګ دے وړي دَ ځان سره عمل به چې دَدهٔٔ دے

ښهٔ عمل چې دَ چا ډېر ؤ نو جنت تهٔ به ورستون شي

بدعمل وته دوزخ دے بدنصيب بيا دَ هغهٔ دے

دَ ځان هر څهٔٔ دَ الله کړه چې محفوظ شي ټول شبيؔره

پهٔ دې پوه کړه هر يو کس تهٔ کهٔ څوک ويښ دےکهٔ اودهٔ دے

آلې ئې يو پهٔٔٔٔٔ لاس کښې

آلې ئې يو پهٔ لاس کښې لهٔ مونږ څهٔ چې غواړي کيږي

پهٔ شا دَ هر يو کار دے پوهې سترګې پرې پوهېږي

چې څهٔ غواړي له مونږه هغه خپله ګورو وشي

پهٔ سترګو خپلو وينو بيا اسباب خپله جوړيږي

چې غواړي نو ناپوهه خلق پوه شي پهٔ لمحو کښې

پهٔ فضل دَ هغهٔ پهٔ هرڅهٔ خپله ورسيږي

شکرونه دي شکرونه اؤ شکرونه دي شکرونه

دي څومره نعمتونه چې دا مونږ ته ملاويږي

چا باندې کيفيت دے ، اؤ قلم دَ چا جاري دے

دا فضل دَ هغهٔ دے چې قلم زما چليږي

مخلوق ئې دے عيال پهٔ مخلوق څومره مهربان دے

طالب دَ هدايت ته لارې خپله چې سميږي

صفت ئې دَ رحمت دے غالب کړے پهٔٔٔٔٔ غضب خپل

وريزو دَ رحمت کښې دَ غضب لهر ختميږي

دوه ګوتو کښې دَ هر چا زړۂ ئې دے دا رنګې نيولے

چې کوم طرف ئې غواړي پهٔٔٔٔٔ هغې طرف تاويږي

زړګے دَ شبير څنګه ئې دَ فضل انکاري شي

شعرونه دَ شبير په زړهٔ چې داسې راوريږي

علم

علم نور يو خارجي دے

هدايت دې کښې مخفي دے

ملاويږي ، چې ملاؤ شي

زړهٔ کښې نور ، چې باطني دے

دَ باطن نور زړهٔ ته ذکر

باندې راشي ډېر اصلي دے

دوه نورونه چې يوځائے شي

نو هر کار بيا نوراني دے

علم لاره وي ښودونکے

هدايت دا سماوي دے

اے شبيره زړهٔ دې سم کړه

پهٔ هر څيز چې دے حاوي دے

دنيا اؤ اخرت

دَ دنيا سره دَ زړهٔ لګول مهٔ کړه

هېڅکله دَ آخرت هېرول مهٔ کړه

اخرت ښهٔ دے باقي هم دے خدائے وائی

دَ دنيا دپاره دا پرېښودل مهٔ کړه

دنيا پاتې ده نيمګړي تهٔ به ځې ترې

پهٔ دې زړهٔ کښې دَ دنيا کښېنول مهٔ کړه

دا دنيا خو يو پټے دَ آخرت دے

څکه دې کښې پهٔ ارام کښېناستل مهٔ کړه

دَ خدائے پاک قانون واضح دے اؤ محکم دے

کهٔ وخت تېر شو ګورې بيا ژړېدل مهٔ کړه

دَ شبيؔر اشعار مزې دپاره نهٔ دي

ځان پرې پوه کړه ترې مزه اخستل مهٔ کړه

نن صبا

فکر دا زما جوړيږي نن صبا

دَ امت به څهٔٔ چل کيږي نن صبا

لهٔٔٔ هر لور دَ مصائبو خولې دي وازې

څوک پهٔٔٔٔٔ مونږ نهٔ خفه کيږي نن صبا

هر طرف بې حيائی ده شروع شوي

اؤ زمونږ ځنې تاويږي نن صبا

دَ رذيل فکر دنيا کښې هر ځائے عام شو

شريفان دي چې کړيږي نن صبا

دَ دولت پهٔٔٔٔٔ پېمانه تللے کيږي

ټول کارونه چې کوم کيږي نن صبا

دَ ځان خيال دَ مسلمان نه جوړې ورک شو

خپلې پښې وهلے کيږي نن صبا

شي زمونږه پهٔٔٔٔٔ پېسو وسله تياره

بيا زمونږ خلاف چليږي نن صبا

ټول کفار مخالفت کښې راته يو دي

مؤمنان پرې نهٔ پوهيږي نن صبا

دَ الله دَ مدد ژوند لهٔٔٔ مونږ شو پاتې

شبيؔر ځکه خو ژړيږي نن صبا

رومي

دَ طريق جذب يو ښکلے ترجمان رومي ښکاريږي

پهٔٔٔٔٔ اسمان دَ معرفت دے لکه ستورے اؤ ځليږي

دَ الله دپاره دهٔ خپل ځان فنا کړلو باقي شو

فېض دَ شېخ ئې مثنوي کښې کړلو بند اوس ترې خوريږي

چې کوم اور دَ دهٔ دَ شېخ پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې بل ؤ دهٔ ترې و اخست

دغه اور دے مثنوي کښې، لمبې ځکه ترې نهٔ خيږي

دا اشعار دي ملغلرې دي دَ جذب ترجمانې

دا تحفه ده يو دَ مينې هغه کس ته چې پوهيږي

پهٔٔٔٔٔ دعوت دَ بې خودۍ ئې دَ خودۍ ورکؤ زېرے

دَ فنا بقا پهٔٔٔٔٔ لار کښې اے شبيؔره داسې کيږي

دَنن صبا حالت

دَ ليلیٰ مينه شوه زياته دَ مولیٰ محبت کم شو

فارمولا شوه دغه جوړه دا دَ عقل جوړ ماتم شو

دنيا څو ورځې ژوندون دے ولې دې باندې مړ کيږې

دَ اخر طلب اصلي، لهٔٔٔ زړۂ نه ولې کالعدم شو

لهٔٔٔ دنيا جوړ حقيقت شو اؤ جنت يو افسانه شوه

دَ زړۂ حال به څهٔٔ جوړيږي چې پرې دا ظلم و ستم شو

زړۂ دے ډک دَ نمونځ ګزار نن لهٔٔٔ ګندونو دَ دنيا نه

پروت کهٔ سردے پهٔٔٔ سجده کښې خو دَ زړۂ مالک صنم شو

اخرت ښهٔ اؤ باقي دے پهٔٔٔٔٔ قران کښې دا رب وائی

کهٔ دَ چا عقل نصيب وي نو دا قول پرې ورمحکم شو

دَ شېطان اؤ نفس شبيؔره لاس کښې څومره به لوبېږې

تزکيه دَ خپل نفس وکړه دَ ا مې خيال پهٔٔٔٔٔ زړۂ راسم شو

يو ارمان

کاش دَ زړۂ داستان قلم مې وليکلے

مجذوب زړۂ دَ جذب لاره وښٔٔئیلے

دَ محبوب يو يو ادا کړمه رامخکښې

دو دَ غېر دا اداګانې وخوړلے

دَ بيدار زړګي دَ سترګو کهٔٔ کار واخلي

شي به پوه کهٔ چا لږ دا وروښودلے

يو محفلِ نفساني بل روحاني دے

دَ يو بل ګرېوان ته ئې لاس دے اچولے

دَ عاشق زړګے مېدان ته ئې راکوز کړو

کاش چې عشق دَ نفس دا زور وسوزولے

نفس پهٔٔٔٔٔ پړي کړه تړلے نفس پکار دے

اؤ دَ عشق هار زړۂ ته واچوه نن ښکلے

اے شبيؔره هر يو کار دې پهٔٔٔٔٔ سنت کړه

دَ محبوب مينه به بيا تهٔ شې ګټلے

دَ قلم معذرت

جذبه کله شي قلم بيانولے

پهٔ الفاظو کښې جذبې نهٔ شي راتللے

چې تر څو جذبه حاصله نهٔ وي خپله

نهٔ شي څوک دَ بل جذبې محسوسولے

قال اؤ حال پهٔ فرق کښې زمکه اؤ اسمان دي

آورد کله دَ آمد ځائے شي نيسلے

زړهٔ چې جوړ نهٔ وي نو ذهن به څهٔٔ وکړي

عقل لاره دَ عشق کله شي وهلے

قلم ډېر کهٔ کوشش وکړي خو معذور دے

دے زړهٔ نهٔ دے چې دَ يار مخ ئې ليدلے

وسيله دَ انتقال دَ مفاهيم ده

کېفيت دپاره دے دے غلے غلے

اے شبيؔره شکر ډېر کوه دَ خدائےپاک

چې قلم دې دَ اصلاح لاس ته راغلے

قا ل اؤ حال

دا قلم دَ زړۂ اواز رسول غواړي

فکر هم دے پهٔ خپل وس خورول غواړي

قال خو قال دے قيل و قال سره ئې کار دے

حقيقت دپاره حال جوړول غواړي

دَ عمل دغه مېدان دے عمل وکړه

پهٔ عمل خپل ، خپل دښمن سوزول غواړي

چې دَ عشق دې پهٔ ميدان کښې قدم کښېښود

تقاضې بيا پوره هم ئې کول غواړي

ننداره دَ حال پهٔ قال چا بيان کړي

عملاً به پهٔ دې ځان پوهول غواړي

تا دَ حال پهٔ اهميت به قلم پوه کړي

نور شبيؔره به پهٔ مخکښې بياتلل غواړي

دينداري

تعريفونه دي ډېر زيات دَ ديندارۍ

مختلفې اندازې غلط فهمۍ

دَ چا نمونځ اودس ټول دين دے نور څهٔ نشته

پهٔٔٔٔٔ لېن دېن کښې ئې پرتې وي خرابۍ

دَ چا دين رښتيا وئيل دي خو مطلب ئې

وي کول خبرې بس دَ بې باکۍ

د چا دين بل ته تبليغ دے ځان ئې هېر وي

پهٔٔٔٔٔ خپل ځان باندې دا دين نهٔ نافذیٔ

دَ لېن دېن معاملات معاشرت

مسئلو نه دَدې ځان کله خبریٔ

دَ چا دين دے رفاهي کارونه هر وخت

دََ بل چا دپاره خپل اخر غرقیٔ

دَ دنيا دپاره ټول اسباب اختيار شي

دين دپاره اسباب بالکل نهَ لټیٔ

دين دپاره سياست خو ضروري دے

طريقه دَ ټول نظام ده دَ خوبۍ

خو پهٔٔٔٔٔ دين کښې سياست کول بل څيز دے

چې هر شے دَ خپل مطلب دے جائزیٔ

ضرورت دَ مدرسو دے يقيناً ډېر

نقصانات چې دي ډېر زيات دَ ناپوهۍ

مدرسه چې کاروبار شي مصيبت دے

باعث ګرځي بيا دَ دين دَ بدنامۍ

تربيت پهٔٔٔٔٔ خانقاه ګانو کښې کېدے شي

دے علاج مهم دَ نفس دَ اَذادۍ

پرورش چې شي شروع دې کښې دَ نفس نو

دا خانقاه شي ذريعه دَ تباهۍ

دين داري خو ځان کښې دين دي راوستل بس

دې دپاره به لهٔٔٔ علم ځان خبریٔ

بل عمل پهٔٔٔٔٔ دغه علم هم پکار دے

پهٔٔٔٔٔ دې باندې به خپل نفس هم پابندیٔ

لهٔٔ دې علم چې صحيح فهم وصول کړي

دې دپاره به خپل کوږ زړۂ هم سمیٔ

کهٔ تعليم کهٔ تربيت دے پهٔٔٔٔٔ همت دے

ضرورت دَ رهنما به هم منیٔ

رهنما به درته لاره کړي اسانه

پهٔٔٔٔٔ دې لاره به پهٔٔٔٔٔ خپل همت بيا ځیٔ

بل دَ ټول دين اخستل ډېر ضروري دي

ادْخُلُوا فِی السِّلْمِ كَآفَّة ياد ساتیٔ

اے شبيؔره دَ الله فضل پکار دے

مونږ دې بچ کړي لهٔٔٔ هر قسمه ګمراهۍ

مصيبت اؤ رحمت

خدائےلهٔٔ در نه مصيبت چې کله راشي

اؤ پهٔ خولهٔٔ باندې جاري اِنَّا لِلهِ شي

وَاِنَّا اِليهِ رَاجِعُونْ هم وايي

نو رحمت پرې يقيناً بيا لهٔٔ هر خوا شي

مصيبت دَ خدائےدَ ورکړې ذريعه ده

پهٔ دې صبر سره خپل مقام بالا شي

پهٔ تکليف کښې هغه کس ډېر خوش نصيب دے

پهٔ توبه سره چې خدائے ته پهٔ ژړا شي

مصيبت پهٔ بې صبرۍ ختم خو نه شي

خو دَ صبر اجر دې باندې خطا شي

غافيت غواړه شبيؔره صبر باندې

معيت به دې نصيب دَ پاک الله شي

حيات انبياء

انبياء اول نمبر دویم صادقين دي

شهداء دريم نمبر بيا صالحين دي

شهيدان کهٔ دي ژوندي بيا انبياء نو

چې څوک خلق مړي بولي دوی محرومين دي

پهٔ حيات باندې دَ دو پوهېدے نهٔ شي

هېڅ کله ،چې کوم دنيا کښې محجوبين دي

ګمان هم پرې جائز نهٔ دے چې دَ مړو

نو پهٔ مړو ئې څنګه مصر معترضين دي

دَ ممات نعره دې بنده کړي بيا خېر دے

کهٔ خبر نهٔ وي لهٔٔٔ څهٔٔ نو معذورين دي

اے شبيؔره حقيقت منل ډېر ښهٔ دي

چې خبرې دا زمونږ دَ ښکلي دين دي

پهٔٔٔٔٔ شرم پټ

چې دَ حسن ده دنيا ، هغه لوټ کيږي

څنګه باد دَ بې حسۍ دے چې چلېږي

نفس دَ حسن سنګار کړے دے ډېر زيات نن

څهٔٔ پهٔٔٔٔٔ عقلِ ايماني به نن تېريږي

خنداګانې لهٔٔٔ حيا خالي هر لور دي

حساس زړونه پهٔٔٔٔٔ هر ځائے کښې نن ژړيږي

هر نعمت دَ خدائے دَ شکر ذريعه ده

پهٔٔٔٔٔ نعمت شکر ته کله څوک سميږي

پهٔٔٔٔٔ درياب دَ شهوتونو چې لاهو شي

ورځ پهٔٔٔٔٔ ورځ پهٔٔٔٔٔ دې کښې نور هم ور ډوبيږي

زړۂ پهٔٔٔٔٔ ذکر دَ الله چې منورشي

بيا شبيؔره خېر و شر ورته ښکاريږي

دا منظرونه

دا منظرونه اوازونه رنګينۍ اؤ شباب

زړۂ دې خپل ټينګ کړه ګني ځان به تهٔ کړې نور هم خراب

ده هره پاڼه دَ الله دَ معرفت ښودونکي

کهٔ کله زړۂ کښې ستا موجود دَ الله ياد وي جناب

ستا دغه سترګې، ژبه اؤ غوږونه دي چي واوره

دا دَ بل چادي ، ورکول تاته دَدې دي حساب

ته خو پهٔٔٔٔٔ خوب دَ غفلت پروت ئې دې دنيا کښې، ولې

ځان به لږ ويښ کړې ګني ويښ به تا کړي خپله عذاب

نور دَ ضربونو عمل تېز کړه پهٔٔٔٔٔ خپل زړګي باندې تهٔ

چرته اودهٔ نهٔ شې، ځان ويښ ساته، دے سخت ئې عتاب

دي يادونکي دا مزې چې دَ جنت دَ مزو

زړۂ کهٔٔ ژوندے وي، دے مېدان دَ ذکر دا لاجواب

کړه بېخودي حاصله پوه چې شې پهٔٔٔٔٔ ځان شبيؔره

دغه خودي وګڼه والله اعلم بالصواب

اخلاص

چې دَ نيت پاڼه دَ چا صفا سوتره شي

پهٔ اخلاص باندې اعمال ئې ټول ښایٔسته شي

تهٔ خپل ځان کړه دَ هغهٔ پهٔ هر يو کار کښې

قدردان دے هغه ډېر , ستا به هغه شي

بس تهٔ يو فکر کوه بيا فکر نشته

دَدې فکر چې هغه يو تاسره شي

دَ خپل زړهٔ تعلق هغهٔ سره پکار دے

دې سره معامله بيا هر يو ښه شي

دَ دنيا دَ خواهشاتو مستغني شي

چې پهٔ مينه دَ هغهٔ باندې نشه شي

ټوپ شبيؔره کړه دَ مينې سمندر ته

مهٔ ويرېږه لامبو خپله به ستا زده شي

وسوسه اؤ حديث نفس

کهٔ پهٔٔٔٔ ګناه کهٔٔ پهٔٔٔٔ ثواب وي دا نفس بس دَ خواهش پوره کېدل غواړي

اؤ دَ شېطان دے دا خواهش چې هغه مو عاقبت خرابول غواړي

چې مسلسل وي ختمېدل ئې نهٔ وي حديث نفس دے دا دباؤ ساته

چې پهٔٔٔٔ رنګ رنګ خراب خيالات راځي دي وسوسې دا پرېښودل غواړي

دَ وسوسو خو څهٔٔ پرواه مهٔ کوه دا خو غپل ستا دَ دښمن دي صرف

چې کهٔ پهٔ لارې سپے تړلے غاپي پهٔ خاموشۍ ترې مخکښې تلل غواړي

ستا نفس خبرې به بيشانه کوي دَ خواهشاتو خپلو ډکې دغه

ګاډے دَ سوچ مثبت پهٔ دې ونهٔ درے چې خپل منزل تهٔ رسېدل غواړي

شبيؔره نفس او لهٔٔٔ شېطان بچ کېدل دومره اسان نهٔ دي خبرو کښې دا

ددې دپاره دَ کامل شېخ چې وي لاس محبت سره نيسل غواړي

اپرېل فول

مسلمان سره دهوکه ده اپرېل فول

دَ ورانکارو يو نخره ده اپرېل فول

چې لهٔٔٔ خدائے نه نهٔ ويرېږي اپرېل فول کړي

يو بېکاره تماشه ده اپرېل فول

پهٔٔٔٔٔ دهوکه چې فخر کړي هغه ظالم دے

طريقه يو بې هوده ده اپرېل فول

لعنتيان دي دروغژن دروغ مهٔ وايه

څهٔٔ بې کاره سلسله ده اپرېل فول

لعنتيانو پسې مهٔ ځه شبيؔر وائې

دَ لعنت يوه لانجه ده اپرېل فول

خو عمل چې وي جاندار

علم ټيک دے خو عمل دے هم پکار

عمل ټيک دے خو عمل چې وي جاندار

پهٔٔٔٔٔ جاندار عمل چې فخر نه ځان بچ کړي

هغه کس خپلو بنديانو کښې کړي شمار

يوه لاره ده هغهٔ وته قبوله

ده چې لاره دَ احمد نبي مختار

نورې لارې دي پهٔٔٔٔٔ مونږه باندې بندې

کهٔ فائدې ښکاري پکښې هزار هزار

اوس پهٔٔٔٔٔ دين کښې اضافه ممکنه نهٔ ده

دا بدعت دے دَدې نشته څهٔٔ اعتبار

کهٔ ډانچه دَ دين هغه وي نو بيا خير دے

دين دپاره ذريعې کهٔٔ شي اختيار

وي ممکنه تبديلي پهٔٔٔٔٔ ذريعو کښې

دَ حالاتو مطابق چار و ناچار

ذريعو کښې تبديلي بدعت ګڼي څوک

څوک بدعاتو نه هم نهٔ کوي انکار

اے الله بيا اعتدال زمونږ نصيب کړې

ونهٔ خېژو دَ افراط تفريط پهٔٔٔٔٔ دار

کړو قابو دَ يو الله رسۍ شبيؔره

چرته نهٔ شو جهنم ته مونږ ګزار

خواهشات

خواهشات کهٔٔ کله ستا نهٔ شولو کم

اؤ ستا زړهٔ کښې پهٔٔٔٔ دې باندې نه وي غم

ژوند به ستا وي همېشه پهٔٔٔٔ تراره کښې

دي پکار چې پهٔٔٔٔ ځان وکړې تهٔ ماتم

ضرورت پوره کېدے شي پهٔ اسانه

خواهشات خو نور زياتيږي دم پهٔ دم

خواهشات پوره کېدے شي پهٔ جنت کښې

دَ غفور و رحيم هلته پهٔ کرم

دلته کښې پهٔ ګزاره بس چلېدل دي

دي يقين لرل پهٔ خدائے باندې محکم

نتيجه هلته ده دلته خو عمل دے

اے شبيؔره کړه ښهٔ سوچ اؤ عمل سم

د نظر حفاظت

ضروري دے دَ نظر ډېر حفاظت

ګني ګرځي دا باعث دَ هلاکت

غلط ځائے ته نظر لاړ نهٔ کړې قصداً تهٔ

شي ګڼلے دا لوئے در کښې خيانت

دَ مودو دَ زړۂ انوار به دې شي ختم

څوک دې نهٔ شي مبتلا پهٔٔٔٔٔ دې حيلت

پهٔٔٔٔٔ دې زړۂ کښې صرف ځائے دَ هغه يو دے

دَ بل چا پهٔٔٔٔٔ دې کښې نشته څهٔ حاجت

کرامت دَ اولياؤ بالکل حق دے

خو دَدې نه دے افضل استقامت

دَ الله نه همېش غواړه بس شبيؔره

چې پهٔٔٔٔٔ تلو کښې دې ايمان وي سلامت

دَبدمعاشانو

خلق تنګ کړلو ازار دَ بد معاشانو

خور دنيا کښې دندوکار دَ بدمعاشانو

خوامخوا جنګ به بَيه باندې اخلي

ما ليدلے دے کردار دَ بد معاشانو

سود ، رشوت ، دَ يتيمانو ميراثونه

خېټه ډکه لهٔٔٔ انګار دَ بد معاشونو

خپل ذره مطلب دپاره خلق مړۂ کړي

تېر دې نهٔ شي څوک پهٔٔٔٔٔ لاردَ بد معاشانو

دَنېکانو شامت راشي هغه ځائے کښې

پهٔٔٔٔٔ کوم ځائے چې وي بهار دَ بد معاشانو

خپل قسمت نه څوک ذره زياتولے نهٔ شي

خپل زياتے نهٔ شو پکار دَ بد معاشانو

أخرت کښې ورته څومره پېټے پروت وي

پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې سر پهٔٔٔٔٔ دار دَ بدمعاشانو

کهٔ جنت وي پهٔٔٔٔٔ تکل کښې دَ نېکانو

نو دوزخ پهٔٔٔٔٔ انتظار دَ بدمعاشانو

دا دنيا به ورته ډېره لږه ښکاري

کهٔ لږ عقل شو بيدار دَ بد معاشانو

دَ دنيا دپاره خپل آخر تباه کړي

څومره بد دے کاروبار دَ بد معاشانو

يو ساعت کښې شي شبيؔره پاک مؤمن به

کهٔ نصيب شو استغفار دَ بد معاشانو

نهٔ کړي احتياط

نه کړي احتياط څوک نن صبا دَ دين کارونو کښې

ويره پاتې نهٔ شوه دَ الله زمونږ پهٔٔٔٔٔ زړونو کښې

ټول دَ شهرتونو سمندر کښې ډوبوي ځان خپل

سوچ نهٔ کړي چې څهٔٔ دي پهٔٔٔٔٔ قران ، پهٔٔٔٔٔ حديثونو کښې

مونږه مکلف يو دَ جائزو طريقو صرف

نشته دے نجات پهٔٔٔٔٔ ناجائزو صورتونو کښې

دين دپاره کار اؤ دَ دنياطلب دا څهٔٔ وينو

څنګه مونږه دين ګڼو پهٔٔٔٔٔ داسې حرکتونو کښې

وي چې پهٔٔٔٔٔ بېنر کله تصوير دَ ملا ، پوه شمه

راغلهٔٔ تبديلي دَ مليانو پهٔٔٔٔٔ ذهنونو کښې

خلق شو ناراض شبيؔر نه ، شپې ته چې ورځ نهٔ وائی

ولې ئې داخبرې دي راغلې پهٔٔٔٔٔ شعرونو کښې

دَ اغيارو طريقې اؤ مونږ

مونږ دَ غېر پهٔٔٔٔٔ طريقو باندې روان يو

لارې بندې راته ټولې دي پرېشان يو

روزانه دَ سازشونو زوګ ئې اورو

خو اثر راباندې نهٔ کړي بيماران يو

چا چې مونږه يو پهٔٔٔٔٔ تورو زخمي کړي

هم لهٔٔٔ هغو دَ علاج خواستګاران يو

کاش چې مونږه کړو خپل عقل استعمال هم

مونږ دَ چا يو اؤ څهٔ وو دَ چا پهٔٔٔٔٔ شان يو

مفادات چې دَ چا ملک نه عزيز تر وي

څنګه شي به زمونږ خپل ؟ څهٔٔ جاهلان يو

عاقل کله لهٔٔٔ دښمن نه مدد غواړي

چې مونږ غواړو ګوره څومره سادګان يو

مؤمنان خو پهٔٔٔٔٔ الله بس بهروسه کړي

دا پکار دي مونږ ته هم چې مؤمنان يو

قيادت شبيؔره داسې لهٔٔٔ خدائےغواړو

چې دَ خدائےوي بس دَ دغي پهٔٔٔٔٔ ارمان يو

دَ چا ملګرے شې؟

کله ونهٔ کړې مدد دَ ظالمانو

دَ شريرو مفسدانو بدمعاشانو

دَ دنيا دَ شان نه کله مرغوب نهٔ شې

تهٔ ملګرے شه دَ حق دَ طالبانو

خپل سوچ پرېنږدي لهٔٔٔ عقل نهٔ کار اخله

مهٔ ځه تهٔ کله پهٔ ګفت دَ جاهلانو

تجربو نهٔ ته دَ نورو کار اخله

ناسته کړه څهٔٔ پهٔ صحبت دَ اوښيارانو

چې څوک ذکر فکر کړي هغه اوښيار دے

پهٔ تلاش يه همېشه خدائےدَ دوستانو

دَ خدائےدوست چې شي ملاؤ بيا ورسره يه

اے شبيؔره پهٔ دې لار مهٔ ځه تنها نو

دَ تيرو دَ لارو مسافر

خپل نظر مرکوز کړه لږ پهٔٔٔٔٔ ځائے دَ امتحان

سوچ لږ غوندې وکړه دَ غزل پهٔٔٔٔٔ دې عنوان

ځي چې پهٔٔٔٔٔ تيرو کښې وي اؤ ورک ترې منزلونه وي

چرته کښې به رسي چې پهٔٔٔٔٔ دې لار وي روان

څوک چې زهرغواړي اؤ پهٔٔٔٔٔ دې باندې مئن وي بس

کور کور ته رسیٔ دوی وي خوارهٔ پهٔٔٔٔٔ کل جهان

نهٔ غواړي رڼا چرته ، سپوږمۍ سره پهٔ جنګ وي دوی

غواړي چې سپوږمۍ پهٔٔٔٔٔ پوکو مړه کړي پهٔٔٔٔٔ اسمان

عقل سره ډزې کړي ګلشن خرابوي خپله

بد لګي پهٔٔٔٔٔ دوی دَدې ګلشن څومره باغبان

ډډه کړي لهٔٔٔ حق ځنې باطل سره ملګري دي

لګي بد پهٔٔٔٔٔ دوی باندې دَ حق هر ګلستان

دادي پاګلان ، بدبخته، خپله ځان وته کار ګوري

دوی پهٔٔٔٔٔ دې دنيا کښې دَ هر خېر دي دښمنان

ټولې خزانې دَ دې دنيا قبضه کول غواړي

دا بدبخته ټول دَ تباهۍ دي داعيان

دوی خپله قبضه کښې ټول اسباب دَ معيشت کړلو

غواړي چې هر ځائے کښې حکومت شي دَ شېطان

دوی دَ ماديت ، بې حيايَۍ هر ځائے تبليغ کوي

غواړي چې قابو کړي پهٔٔٔٔٔ دې هر يو مسلمان

دوی دَ مسلمان پهٔٔٔٔٔ دولت نور مسلمانان وهي

نن صبا ساده شو څومره مونږ مسلمانان

دغه لوټ چې ويني نو عوام مسلمانان ژاړي

نه وهي غوږ دې باندې بالکل حکمرانان

لار چې دَ دوزخ ده دا بدبخته دي روان پهٔٔٔٔ دې

ده دنيا جنت ئې ، هلته وي به دوزخيان

ښهٔ پوه دي حسد اؤ دَ کينې دَ وجې داسې دي

دې کښې شايد دوی خو وروستو پرېښے دے شېطان

مغضوب عليهم نهٔ ټيک کيږي پهٔٔٔٔٔ کوشش باندې

ځان خپل بچ کوه ترې ، راته مخکښې دے قران

انعمتَ عليهم پهٔٔٔٔٔ نظرکښې بس ساتل دي اوس

لاره ده بيا نېغه ، دے منزل بيا ټول اسان

دي څلور قسمونه دَ انعمتَ عليهم ګله

يودي انبياء دوېم صديقين درېم شهيدان

هم صالحين دوی سره شامل پهٔٔٔٔٔ دغه لسټ کښې دي

ټولو کښې موجود زيات دي بس دوی پهٔٔٔٔٔ دې زمان

دوی سره شامل کهٔٔ ئې نو دغه به کمال وي ستا

ضآلين سره يو نهٔ شې ګني کړې به ارمان

ضآلين پوهول دي دے دا فرض منصبي زمونږ

دي ښودل رڼا دوی ته دليل اؤ پهٔٔٔٔٔ برهان

کوم مسلمانان چې شي هغه زمونږه وروڼه دي

څومره ښایٔسته ښکاري به دا دَ حق ګلان

نهٔ مني کهٔٔ حق دوی شي مغضوب عليهم سره

دي بيا دښمنان چې دَ هغوی شولو دوستان

دا ده فيصله دَ وخت پکار ده چې شبيؔره بيا

ومني پهٔٔٔٔ ځان ټول چې کلهم دي مؤمنان

يو فکر

څوک چې فسق ته عشق وائی لۂ مقام خپل اړتاويږي

بيا چې عشق څوک فسق ګڼي نو هغه څومره محروميږي

حق دے دا چې حق پرېږده مه اؤ با طل ته نزدې ځه مه

اور نه بچ به شي کخېروي چې لهٔ فسق نهٔ بچ کيږي

فاني حسن ته مهٔ ګوره دَ حسنِ ازل طالبه

ګټي هغه چې منل کړي اؤ پهٔ حکم ئې چليږي

وي به ويرې اؤ پهٔٔٔٔٔ غم کښې چې لهٔٔٔ ويرې ئې څوک ازاد دي

لهٔٔٔ غم ويرې به ازاد وي ورنه نن چې څوک ويريږي

پړدې سترګو باندې واچو پرده دار چې بې پردې شي

سترګې پټې دَ هغوی وي چې پهٔ شر ئې نهٔ پوهيږي

کاش چې پوه پهٔ خپل نقصان شي اے شبيره احساس وکړي ځان پهٔ ياد د خدائے کړي بچ لهٔ شر نه کوم چې وررسيږي

پېسه

دَدې دور دے دَ دوستۍ عنوان پېسه

دَ هر چا دے دَ زړګي ارمان پېسه

خلق دې کښې اطمينان ګڼي سوچ وکړه

درکوے څنګه شي اطمينان پېسه

عزت خرڅ کړي دَ پېسې دپاره هغه

دَ لذاتو چې ګڼي سامان پېسه

لذتونه پېسه خاورو کښې ملاؤ کړي

چې مقصود جوړ کړي څوک هم دَ ځان پېسه

هر طرف ته دَ پېسې تشهير ښکاريږي

کاش چې جوړ کړي ستا هغه جهان پېسه

يو نسخه دَ ديوانه هم لږ پهٔٔٔٔٔ غوږ کړیٔ

مهٔ ګڼیٔ کله دَ زړۂ درمان پېسه

اخرت کښې شي پکار کهٔ ئې مخکښې واستے

دے چې ځان سره ئې ساتې نقصان پېسه

پهٔٔٔٔٔ جائزہ کهٔٔ دا نهٔ وي نو ئې پرېږده

ګني کړي به تا ډېر زيات پرېشان پېسه

پهٔٔٔٔٔ حلاله طريقو کهٔ شي ملاؤ دا

بيا دَ خېر شي جوړيدے سامان پېسه

زياتوي خدائے صدقه اؤ غورزوي سود

وکړه غور چې څهٔٔ ګڼي قران پېسه

دَ انجام نه دَ قارون عبرت لږ واخله

جوړوے ستا نه هم شي شېطان پېسه

جنت درې ځله شبيؔره چې چا واخست

څهٔٔ ګڼي وکړه لږ غور عثمان پېسه

يو سوچ

څهٔٔ بلا ده تصويرونه ، ځان پرې خلق مړهٔ کوي

دَدې داسې شوق دپاره ځان دوزخ ته اچوي

دا پهٔٔٔٔٔ کور کښې چې ساتي نو څهٔٔ نقصان دې سره کيږي

فرښتو نهٔ دَ رحمت کورونه خپل محروموي

کهٔ وي سپے کور کښې يا وي تصوير پهٔٔٔٔٔ کور کښې دَ جاندار نو

دا زنځير دے دَ شېطان لوئے پهٔٔٔٔٔ دې خلق ځان تړي

دَ رحمت نه ځان محروم کړي رحمت څومره لوئے نعمت دے

کاش چې پوه وے پهٔ دې باندې ځان سره دوی څهٔٔ کوي

شېطانان البته دلته شي راجمع ښهٔ بې غمه

وسوسې زړونوکښې اچوي اؤ خلق جنګوي

تلاوت ذکر دې کور کښې کهٔٔ هم کيږي فائده نهٔ وي

بيا جذبه دَ حق پهٔٔٔٔٔ زړۂٔ کښې پهٔٔٔٔٔ دې حال کښې نهٔ رځي

دَ رحمت لهٔٔٔ دنيا لر شي دَ شېطان پهٔٔٔٔٔ دنيا سر شي

پهٔٔٔٔٔ دې ګند ځان ښهٔ لت پت کړي اؤ دا ګند هر وخت څټي

دَ جادو دپاره دوی بيا دَ اسانې معمولان شي

دوی دې کور ته بيا دَ خپل مطلب فوجونه رالېږي

موسيقي کهٔ ورسره شي ، شي مزې دَ شېطانانو

بيا دې کور کښې شېطانان پهٔٔٔٔٔ مزه بنګړې اچوي

زړونه تنګ شي پهٔٔٔٔٔ دې کور کښې پهٔٔٔٔٔ جنګونو خلق سر شي

عجيبه غوندې شوقونو باندې ځان مشغولوي

کهٔ وي ټي وي پهٔٔٔٔٔ دې کور کښې دَ غفلت يو طوفان راشي

دا لهٔٔٔ کور تلاوتونه اؤ ذکرونه ختموي

غېر محرم ته خلق ګوري ګنهګار نهٔ ګڼي ځان څوک

ګناهونه ځان دپاره پهٔٔٔٔٔ دې نور هم سختوي

اندازه دَ نقصان وکړه چې کوم کور کښې داسې حال وي

شېطان ګاډے بيا دَدوی دَ نفس پهٔٔٔٔٔ خپله چلوي

دے دَ نفس دَ خواهشاتو اور نور هم تېز کړي نو بيا دے

دَ ګناه پهٔٔٔٔٔ مېدانونو دغه خلق لوبوي

دا آلې چې دجالي دي پرېښودل دي اے شبيؔره

نيسه لاس دَ هغه کس چې څوک دې خدائےته رسوي

تکبر

دَ لوئے والي معترف چې څوک دَ ځان وي

تکبر دے تل پهٔ دې به پرېشان وي

تکبر ښائې دَ خدائے سره نادانه

تباه حال به داسې کس پهٔ هر يو آن وي

تکبر کله راتلے ئې شي پهٔ زړهٔ کښې

چې زړګے کله مئین ئې پهٔ جانان وي

دَ جانان مخکښې چې څوک هم ځان کړي خاورې

نو پهٔ لار دَ معرفت هغه روان وي

چې زړګے دَ چا خالي وي دَدې عشق نه

تش کدو دے ټول کارونه به ئې وران وي

زمونږ دننه هر طرف ته ګندګي ده

چې کړي فخر څوک پهٔ دې نو پاګلان وي

دَ بل څيز باندې شبيؔره فخر څنګه

شي کېدے ، چې څوک کوي نو جاهلان وي

ځان پوه کړه

تهٔ چې غواړې چې دَ چا وکړې غيبت

پهٔٔٔٔٔ دې کار کښې کوې څومره حماقت

ورکوې خپلې نېکيانې تهٔٔ دښمن ته

تنګوې ځان خپل پهٔٔٔٔٔ ورځ دَ قيامت

ځان پهٔٔٔٔٔ زور خرابوې تهٔ هېڅ بې هېڅه

کهٔ دروغ وئیل جوړ شوے ستا عادت

ته پهٔٔٔٔٔ دې باندې عزت بچ کول غواړې

ځان پهٔ دې باندې لائق کړې دَ لعنت

توبه وکړه تهٔ لهٔٔٔ ټولو ګناهونو

چې تا کړي وخت پهٔٔٔٔٔ وخت اؤ کت پهٔٔٔٔٔ کت

دا توبه عقلمندي دَدې دنيا ده

توبه وکړه چې ستا وشي مغفرت

ته پهٔٔٔٔٔ ذکر لهٔٔٔ خپل زړۂ نه خيري لر کړه

چې پهٔٔٔٔٔ تا باندې واضح شي حقيقت

دَ دنيا کموالے تاته به ښکاره شي

توبه ګار به شې دَدې دَ محبت

هغه ژوند څومره دے لوئے، دا څومره کم دے

نو کوم ځائے ته دے پکار بيا ډېر محنت

چرته دا دنيا فاني اؤ ارماني اؤ

چرته هلته دَ هغې دنيا جنت

چې څهٔ غواړي نو هغه فوراً حاصل شي

مېلمستيا چې دې کوي رب العزت

اے شبيؔره دې دنيا نه زړګے تور کړه

شې چې دلته اؤ بيا هلته پهٔٔٔٔٔ راحت

صرف شګو نه کورونه نهٔ جوړيږي

صرف شګو نهٔ کورونه نهٔ جوړيږي

پهٔٔٔٔٔ هوا لوړ محلونه نهٔ جوړيږي

کړه اختيار اسباب چې دا دار الاسباب دے

بې لهٔٔٔ دې ګورې کارونه نهٔ جوړيږي

چې مرضي دَ مسبب ورسره نهٔ وي

پهٔٔٔٔٔ هېڅ شان بيا سببونه نهٔ جوړيږي

نو سبب دعا کړه جمع بې لهٔٔٔ دې نه

ستا دَ غوښتې سامانونه نهٔ جوړيږي

چې دَ ذکر دَ الله ځنې غافل وي

اے شبيؔره هغه زړونه نهٔ جوړيږي

بزرګي

غالب حال دے پهٔٔٔٔٔ هر چا دَ بزرګۍ

حال بيان کړه پهٔٔٔٔٔ رښتيا دَ بزرګۍ

پهٔٔٔٔٔ رښتيا کهٔٔ بزرګي کړي څوک حاصله

نور دے نور هره ادا دَ بزرګۍ

قلب اؤ ذهن به تباه دَ هغه کس شي

کهٔ څوک شولو پهٔٔٔٔٔ هوا دَ بزرګۍ

ځان چې خاورې کړي مسکين شي اؤ فقير شي

حقيقت کښي دے بادشاه دَ بزرګۍ

بزرګي دَ بزرګۍ پهٔٔٔٔٔ طلب نهٔ ده

عجيبه ده هيولیٰ دَ بزرګۍ

چې طلب ئے صادق نهٔ وي پهٔٔٔٔٔ دې لار کښې

زړهٔ کښې خيال شي بيا پېدا دَ بزرګۍ

پهٔٔٔٔٔ ظاهره ځان مسکين اؤ عاجز بولي

وي پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې ئې صدا دَ بزرګۍ

مرور شي دَ خپل پير نه بيادَخدائے نه

بزرګۍ کښې شي جدا دَ بزرګۍ

پهٔٔٔٔٔ ساده مسلمانۍ دے خوشحال نهٔ وي

پهٔٔٔٔٔ زړګي لري شوشا دَ بزرګۍ

ځان ساده لره پهٔٔٔٔٔ ژوند کښې اؤ طالب هم

کله مهٔ ځه تهٔ پهٔٔٔٔٔ خوا دَ بزرګۍ

ځان وړوکے کړه چې لوئے شې اے شبيؔره

خيال دَر نهٔ شي چرته بيا دَ بزرګۍ

ورو ورو

خلق خپل مُټي کښې ګېر کړل شېطان ورو ورو

خرابيږي ورځ پهٔٔٔٔٔ ورځ دا جهان ورو ورو

دَ بدکارو خلقو زور هر ورځ زياتيږي

کړل پهٔٔٔٔٔ شا ئې هر يو کار کښې نېکان ورو ورو

دَ نېکۍ کارونه ورو ورو مشکليږي

دَبدۍ کارونه شولو اسان ورو ورو

عالمانو ته دَ جهل نسبت کيږي

عالمان بللے شي جاهلان ورو ورو

هر يو کور کښې اوس دَ ټي وي اواز خور شو

دې کورونو نه رخصت شو قرآن ورو ورو

موبائل او انټرنېټ ډېر طوفان جوړ کړوۂ

وخت دَ ذکر شو رخصت پهٔٔٔٔٔ هر آن ورو ورو

چې بدي ده څو قدمه کښې پرته ده

دَنېکۍ خلق کوي اوس ارمان ورو ورو

دَ نېکۍ قيمت اوچت شي دې حالت کښې

دَنېکۍ کول پکار دے سامان ورو ورو

چې کوشش څوک دَ نېکۍ کړي خدائے ئې مل وي

اے شبيؔره محنت وکړه پهٔٔٔٔٔ ځان ورو ورو

غيبت

کهٔ کول غواړې دَ چا کله غيبت تهٔ

سوچ کوه لږ چې کوې کوم حماقت تهٔ

دښمنانو ته نېکيانې رسول دي

خواروې ځان هم پهٔ ورځ دَ قيامت تهٔ

دَ بنديانو دَ حقوقو معامله ده

لږ کړه پوه ځان څهٔٔ پهٔ دغه حقيقت تهٔ

معافي دَدې پهٔ صرف توبه نشته

چې بنده ته دَ معافۍ به کړې منت تهٔ

که هغه دې کړي معاف بيا به معاف شې

پهٔ دې باندې به کوې څومره محنت تهٔ

دا ښهٔ نهٔ ده چې غيبت نه ځان تهٔ بچ کړې

اے شبيؔره واخله دغه سهولت تهٔ

داستان دَ بې وسۍ

کاش زما پهٔٔٔٔٔ شاعرۍ باندې څوک پوه شوے

زما داسې بې وسۍ باندې څوک پوه شوے

زۂ دَ روح پهٔٔٔٔٔ اواز څنګه کړمه پوه ټول

چې پهٔٔٔٔٔ دې کښې دي خوبۍ باندې څوک پوه شوے

دَ زړۂ غوږ دَ زړۂ خبره اورېدے شي

دا چې ده پهٔٔٔٔٔ دې کمۍ باندې څوک پوه شوے

نفس شېطان کله پرېږدي څوک اورېدو ته

نو ددو پهٔٔٔٔٔ بدمعاشۍ باندې څوک پوه شوے

بس مدد به لهٔٔٔ الله غواړو شبيؔره

چې هغه چې څهٔٔ خوښیٔ باندې څوک پوه شوے

تماشه

تماشه چرته جوړ نهٔ شې تهٔ دَ لارې تماشو کښې

چې تهٔ ورسې خپل يار ته، خيال ساته دغه کوڅو کښې

لاره کومه چې هغهٔ طرف ته تلي پهٔٔٔٔٔ هغې ځه

پهٔٔٔٔٔ لار تېز ځه ښهٔ پهٔٔٔٔٔ هوش هره لمحه کښې يه پهٔٔٔٔٔ تلو کښې

ته دَ لارو پهٔٔٔٔٔ شناخت کښې کمے ونهٔ کړې هېڅکله

هغه ياد ساته هر وختې چې څهٔٔ دي اصلي نقشو کښې

رهبر ولټوه ښهٔ ، دا ستا دَ لارې ضرورت دے

ګني ئې به بيا هر وختې پهٔٔٔٔٔ نقصان اؤ پهٔٔٔٔ خطرو کښې

کمے کله هغه نهٔ کوي پهٔٔٔٔٔ ورکړه کښې شبيؔره

مطمٔن شه پهٔٔٔٔٔ هغې چې ستا حصه ده پهٔٔٔٔ حصو کښې

تکبر

يو دهوکه ده حماقت دے تکبر

ناپوهي ده سفاهت دے تکبر

کهٔ دَ خدائےمينه نصيب کښې دَ چا نهٔ وي

نو اظهار دَدې حالت دے تکبر

شېطان هم پهٔٔٔٔٔ دغه وجه ځان مردود کړو

دَ بدۍ يو لوئے طاقت دے تکبر

دعوې څنګه دَ لوئے والي څوک کوے شي

دا دَ نفس غټ رذالت دے تکبر

زمونږ دننه ګندګي اؤ ګندګي ده

پهٔٔٔٔٔ دې ګند کښې ښهٔ لت پت دے تکبر

سرئې ټيټ دے چې لهٔٔٔ ځان ځنې خبر دي

دَ ناپوهو بس حرکت دے تکبر

شبيؔر غواړي عاجزي تانه اے ربه

چې دشمن دَ عاقبت دے تکبر

دَکبر نفي

چې څوک لوئے ګڼي خپل ځان

ځان به کړي خپل پرېشان

تکبر کله هضميږي

ده دا لاره دَ تاوان

تکبر خدائے سره ښائې

دے مالک دَ کل جهان

دا دَ خدائےعظيم څادر دے

وا دې نهٔ خلي دا انسان

کهٔ چا واخست نو خدائے پاک

رېز مرېز به ئې کړي هر آن

پهٔ لويَۍ باندې تباه شو

اے شبيؔره دا شېطان

حب جاه دي نهٔ وي

زړۂ کښې څهٔٔ خيال دَ حب جاه دې نه وي

اؤ زړۂ کښې هېڅ قسم دعویٰ دې نه وي

مينځ کښې دَ خوف اؤ دَ اميد دے ايمان

خيال پهٔ هېڅ شان هم دَ انا دې نهٔ وي

ځان کم ګڼل ده اوښيارتيا حقيقي

لوییٔ پهٔ زړهٔ کښې دَ هيچا دې نهٔ وي

اوچت ګڼل ځان دَ شېطان ده لاره

پهٔ دغه لار قدم دَ چا دې نهٔ وي

عاجزي خوښه دَ الله ده ډېره

ولې پهٔ زړهٔ کښې زمونږ دا دې نهٔ وي

کهٔ دَ ځان خېر غواړي څوک هم پوه دې شي

دَ هغه زړهٔ کښې دا بلا دې نهٔ وي

شبيؔره دا همېشه زړهٔٔ کښې ساته

مينه چې زړهٔ کښې دَ دنيا دې نهٔ وي

خود پسندي

ستا اعمال به ټول ضائع کړي چې دا ستا خود پسندي ده

لږ سوچ وکړه دې حالت کښې دَ زړۂ څومره ګندګي ده

کاش پهٔٔٔٔٔ زړۂ دې دا ارمان وے چې هغه رانه خوشحال شي

مخکښیني سوچ کښې پستي ده پهٔٔٔٔٔ دويم کښې بلندي ده

ته کهٔ غوث ئې خپل نظر کښې دَدې څهٔٔ فائده ده تاته

دا فضول سوچ دې زر پرېږده چې هم دا عقلمندي ده

سوچ دَدې کړه چې نظر کښې دَ هغهٔ ښهٔ شې هر وخت تهٔ

دَ بل غېر نه کول طمع يو فضوله پابندي ده

ګټه خپله ضائع نهٔ کړې پهٔٔٔٔٔ هېڅ حال کښې اے شبيؔره

دَ ريا ځنې ځان بچ کړه دغه ښه هنر مندي ده

غصه

لږ سوچ وکړه غصه څومره حماقت دے

ستا دَ نفس دَ جهل دا يو علامت دے

تهٔ دَ نورو دَ غلطيانو سزاوار شې

نقصاني ستا دَ غصې دغه حرکت دے

پهٔٔٔٔٔ وخت سوچ نهٔ کړې بيا ورستو پرې پښيمان ئې

دَ غصې انجام بېشکه ملامت دے

زړۂ کړي نرم چې خبره څوک کړي نرمه

اؤ غصې سره تباه څومره محنت دے

غصه خدائےدپاره ښه ده بده نهٔ ده

چې دَ نفس دپاره وي نو جهالت دے

دَ دښمن ضرورت نهٔ لرې شبيؔره

کهٔ غصه کول بې ځايه ستا عادت دے

احساس دَ کمتري

دا احساس دَ کمترۍ ډېر لوئې عذاب دے

چې وي دا چا کښې حالت ئې ډېر خراب دے

خرابۍ ورته دَ بل چا ښې ليدے شي

ترېنه پټ دَ بل پهٔٔٔٔٔ ګوته خپل افتاب دے

دښمنانو دې مرض کښې مبتلا کړو

ځکه مونږ طرف نه پسٔ ورته جواب دے

مخلوقاتو کښې لهٔٔٔ ټولو چې اعلیٰ دے

دَ هغهٔ مخکښې دَ بل چا څهٔٔ حساب دے

مونږ هغه دغو ګنده خلقو دپاره

پرېښودل کړو دغه څنګه انتخاب دے

دَ احساس کمترۍ غوږ ته شبيؔره

ضرورت دے چې تا کړے کوم خطاب دے

حرص

مبتلا ځان تهٔ پهٔٔٔٔٔ حرص دَ دنيا نهٔ کړې

ګورې ځان پهٔٔٔٔٔ خپلو لاسو تباه نهٔ کړې

دا دَ ډېرو مرضونو مور ياديږي

تهٔ پهٔٔٔٔٔ دې کښې ګورې ځان مبتلا نهٔ کړې

ډېرې سختې بيمارۍ ګورې دَدې دي

احتياط لهٔٔٔ دې چرې هم پهٔٔٔٔٔ شا نهٔ کړې

دومره لږ عمر اؤ لوئې لوئې اميدونه

ځان ساته پهٔٔٔٔٔ زمکه ، ځان پهٔٔٔٔٔ هوا نهٔ کړې

پته ده څهٔٔ چې مرګے کوم وختې راشي

بوج ډېر زيات بې ضرورته پهٔٔٔٔٔ ملا نهٔ کړې

آخرت ښهٔ دے ، باقي هم دے، ځان پوه کړه

آخرت نه ډېر طلب دَ دنيا نهٔ کړے

حرص ښهٔ دَ دين اؤ علم دے شبيؔره

پهٔٔٔٔٔ بل حرص باندې ځان تهٔ خطا نهٔ کړې

غضب

کهٔ دښمن باندي وي دا نو دا غضب عظيم طاقت دے

اؤ معيار دَ استعمال ئې مونږ سره دَ شريعت دے

غصه دومره پهٔٔٔٔ هغهٔ کړه چې قابو کښې څوک دَ ستا دے

دَ مالک دَ غصې څومره دَ برداشت چې ستاقوت دے

کهٔ مغضوب څوک دَ الله وي نو دَ ستا دې هم مغضوب وي

دوی سره ونهٔ ساتې تهٔ چې دَ زړهٔ کوم محبت دے

چا غصې نهٔ تپوس وکړو چې تهٔ کوم ځائے کښې وسيږې

غصې ووئیل زما دَ وسېدو سر کښې صورت دے

سر کښې عقل وي جواب کښې ورته دا شو ووئېلي

پرېښودل ځائے ماته هغه وخت دَ عقل بيا عادت دے

دَ غصې علاج اصلي خو دے سلوک چې مکمل شي

عارضي څو طريقې دي چې هغو کښې څهٔٔ بچت دے

کهٔ ولاړ ئې کښېنه اؤ کهٔ ئې ناست څمله دې حالت کښې

کهٔ بيا هم وي نو دَ څښلو دَ اوبو بيا ضرورت دے

کهٔ پهٔ چا دې وي غصه ستا اؤ درنه لوئې وي ترې جدا شه

کهٔ وړوکے وي ئې لر کړه لهٔٔٔ خپل ځان دَ دې حاجت دے

نفس به نور هم پهٔ تا سور شي کهٔ منل دَ ده کول کړې

کهٔ دباؤ دې کړو دباؤ شي دادَ دهٔ يو ښهٔ صفت دے

دَ شېطان دغه وسله ده اے شبيؔره ځان ترې بچ کړه

لهٔٔٔ الله ترې امان غواړه خطرناک دغه حالت دے

دَ نفس دَ شر نه بچ کېدل

شر دَ نفس نه بچ کېدل دي

اؤ دَ حق پهٔ لاره تلل دي

اهل حق سره ځان ټل کړه

پرېږده کوم چې پهٔ باطل دي

نفس پرېنږدې بې مهاره

دَدې ډېر زيات مسائل دي

کهٔ څوک دې نه شو بې غمه

وروستو ډېر زيات ژړېدل دي

دَ جاه باه اؤ مال دَ مينې

دا زړګے خپل خلاصول دي

وروستو نهٔ شې اے شبيؔره

پهٔ دې لار نور مخکښې تلل دي

ريا

عبادت کښې چې مطلب دَ چا دنيا وي

مبتلا دا بې وقوف بيا پهٔٔٔٔٔ ريا وي

هر يو کار زما دَ خدائےسره تړلے

پهٔٔٔٔٔ بل چا نظر دې ولې بيا زما وي

چې اعمال څوک کړي پهٔٔٔٔٔ حکم دَ الله نو

خواهشمند دَ تعريف ولې لهٔٔٔ بل چا وي

قدردان دے دَ اعمالو چې پهٔٔٔٔٔ دې کښې

نيت دَ چا بس دَ هغهٔ چې دَ رضا وي

زړۂ نه وباسه هر غېر چې زړۂ دې پاک شي

شي نصيب اخلاص چې زړۂ دَ چا صفا وي

ټول اعمال پهٔٔٔٔٔ دې ريا باندې شي ختم

دې کوڅې ته چې راځي هغه تباه وي

اے شبيؔره هغه زړۂ کښې ريا نهٔ وي

چې کوم زړۂ پهٔٔٔٔٔ پاک الله باندې فدا وي

دَ الله تعالیٰ دَ نظر نه غور زېدل

چې پهٔ زړۂ کښې دې خيال راغلو چې زۂ ښهٔ يم

وايه ځان ته کهٔ ښهٔ وم هم اوس ښهٔ نهٔ يم

ولې داچې څهٔٔ وخت ځان څوک وګڼي ښهٔ

لهٔٔٔ نظره دَ خدائےپرېوزي نو اوس څهٔٔ يم

څهٔٔ چې ښهٔ دي دَ الله پهٔ فضل شوي

ذمه دار دَ خرابيو خپلو زهٔٔ يم

دغه سوچ دَ حفاظت لاره ښودل کړي

زهٔ ليکونکے اوس دَ دغې قول پهٔ زړهٔ يم

ټول حالات دَ خېر الله راته جوړ کړي

زهٔ ئې ځان ته منسوب کومه جوړ اودهٔ يم

دا دَ نفس دي کارنامې ټولې شبيؔره

ماته کار ګوري هر وختې تنګ لهٔٔٔ دهٔ يم

ريا

مهٔ کړه عمل ته دَ بل چا دپاره

صرف عمل کوه الله دپاره

حال مستقبل ماضي دې خدائےسره دي

څهٔ بيا جواز دے دَ ريا دپاره

ذکر اؤ فکر باندې زور واچوه

دَدې زړګي خپل دَ رڼا دپاره

دَ مخلوق خيال لهٔ خپل زړګي وباسه

دا رکاوټ نهٔ شي دَ ستا دپاره

هر عبادت بس خدائے دپاره کوه

نهٔ دي وي دا ستا اؤ زما دپاره

الله شبيؔره دې مونږ بچ کړي لهٔ دې

لاس اوس اوچت کړیٔ دَ دعا دپاره

کينه

چې کينه زړۂ کښې لري نو زړۂ خراب دے

قبلېدو ته دَ دعا دا يو حجاب دے

ولې زړۂ تنګوې چاته ، زړۂ وسيع کړه

پهٔٔٔٔٔ صفا زړۂ دَ خدائے فضل بې حساب دے

تهٔ عاشق شه دَ الله ، پهٔٔٔٔٔ دنيا څهٔ کړې

دَ شېطان دَ وسوسو دا ښهٔ جواب دے

کهٔ غصه کوې نو خپل نفس باندې وکړه

چې کينه هم دَ غصې يو پيچ و تاب دے

کهٔ دَ دين دپاره وي غصه نو ښه ده

کهٔ دَ نفس دپاره وي نو پرې عذاب دے

آخرت باندې نظر ساته شبيؔره

نور څهٔ نهٔ دي دا دنيا خو خيال و خواب دے

عجب

خپل نظر کښې ځان اوچت ګڼل نقصان کړي

څومره ښهٔ وي چې تعريف څوک دَ رحمٰن کړي

دا ستا ښهٔ عمل به خاورو کښې ملاؤ شي

کهٔ کتل دَدې دَ نفس دَ ستا چشمان کړي

کهٔ دا ښهٔ ولګي چاته نو ښه نهٔ ده

خپل تعريف باندې به ښهٔ کارونه وران کړي

خپل نظر کښې ښهٔ کېدل ځان ګېرول دي

دَ هغهٔ خوښه کښې ښه ده چې ورک ځان کړي

حقائق دَ معرفت چې راوريږي

دا شبيؔر باندې پهٔٔٔٔٔ فضل خپل احسان کړي

رڼا دَ علم

ضروري ده ضروري رڼا دَ علم

کړه حاصله، دے مقام بالا دَ علم

ترې تيرې دَ جهالت به شي غائبې

کهٔ رڼا کړله حاصله چا دَ علم

زمونږ خدائے به لهٔ مونږ څنګه راضي کيږي

دې دپاره ونيسه لار دا دَ علم

معلم هم مبعوث شوے دَ خدائے دوست دے

لاره ئې پريښي مونږ ته ده صفا دَ علم

تربيت کهٔٔ دَدې علم سره مل شي

اے شبيؔره ګوره رنګ تهٔ بيا دَ علم

اخلي

لهٔ قران بېدار زړهٔ اخلي هدايت

ورکوي الله ذاکر زړهٔ ته حکمت

ګېرچاپېره خو پراتهٔ وي ډېر څيزونه

چې زړۂ سم وي ترې نه اخلي سعادت

پروت وي څه کوږ والے هم چې زړۂ کښې چرته

کوږ نظر څهٔ جوړوي ورته حيلت

لا تزغ قلوبنا دعا چې وائی

پهٔٔٔٔٔ دې باندې نصيب کيږي حفاظت

تياريږي کله نفس دَ کار دپاره

خو عاقل ترې کار اخلي پهٔٔٔٔٔ همت

پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې دا دستور خو ډېر واضح دے

مختلف ګڼي بيا ولې آخرت

پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې دے قدري شي همت ناک وي

آخرت ته کړي اختيار جبري صورت

اے شبيؔره دَ هغهٔ به څهٔ نصيب وي

چې دَ لارې لهٔ دښمن اخلي سمت

حسد مهٔ کړه

چې دے مخکښې کوم لهٔ تانه حسد مهٔ کړه ورسره

تهٔ ونهٔ تختې لهٔ دې نه ده دَ ستا مجاهده

تهٔ هم ملا وتړه مخکښې دَ محنت دنيا کښې لاړ شه

چې دې خدائے نصيب ا اوچت کړي پهٔ هغهٔ کړه بهروسه

دا دنيا دارالعمل دے پهٔ عمل به ښایٔسته کيږې

پهٔ دنيا ښهٔ عمل وکړه هلته ستا ګټه ده دا

پهٔ څهٔ وجه پهٔ احساسِ کمترۍ کښې مبتلا شوې

تاته هم خدائے دي درکړي لاس اؤ پښې ذهن اؤ خولهٔ

کوشش وکړه چې دَ يار پهٔ حکم وکړې ښهٔ عمل تهٔ

هر تکليف دپاره خدائے پاک راستولي ده دوا

ښهٔ محنت کوه سستي ونهٔ کړې کار کښې اے شبيؔره

دي قرآن کښې ليس للانسانِ الاَّ ما سعیٰ

برکت

هر څوک ئې مني خو پېمایٔش کښې دا راتلے نهٔ شي

هر څهٔ پرې اسان شي خو بيا هم ئې څوک ليدے نهٔ شي

وخت ، مال ، پهٔٔٔٔٔ اعمال کښې برکت دَ چا نصيب چې شي

ډېر وي خوش نصيب ورنه بيا څوک هم مخکښې تلے نهٔ شي

دا دَ الله فضل دے ، هنر نهٔ دےٰ ، کمال نهٔ دے

ورکړه دَ الله چې نهٔ وي څوک ئې اخستے نهٔ شي

څوک چې تقویٰ دار وي لاره جوړه کړي الله ورته

دا دے کرامت نو بې لهٔ دې حاصلېدے نهٔ شي

مهٔ مره پهٔٔٔٔٔ دنيا پسې شبيؔره بې وفا ده دا

دا همېش پردﺉۍ وي کله دا هم خپلېدے نهٔ شي

دَ قبر ژوند

پهٔٔٔٔٔ قبر کښې رڼا دَ پاک الله دَ معرفت وي

سورة دَ ملک دَ کوم چې هره شپهٔ کښې تلاوت وي

يا کنده دَ دوذخ وي پکښې مړے معذب وي

يا دا باغ دَ جنت وي پکښې هر يو سهولت وي

سوالونه دَ منکر نکير چې کيږي به زما نه

دَ بره نه زما دَ پرېښودو دې اجازت وي

چې کله دَ حضرت مبارک مخ پهٔٔٔٔٔ نظر راشي

هغوی نه هم پهٔٔٔٔٔ ما دې بيا نظر دَ محبت وي

قران اؤ نمونځ ملګري کړې زما قبر کښې خدايه

حاصل دې ماته هلته دَ روژې هم رفاقت وي

کِړکۍ دې دَ جنت راته شي بيرته هغه ځائے کښې

پهٔٔٔٔٔ يخو هوا ګانو دې حاصل راته فرحت وي

پهٔٔٔٔٔ دې دارلعمل هغه اعمال راته نصيب کړې

قبول چې شي ، حاصل راته بيا هلته عافيت وي

ما بچ کړې دَ متيازو دَ قطرو دَ ناپاکۍ نه

پهٔٔٔٔٔ قبر کښې سزا اکثر لهٔ دې چې دَ غفلت وي

پهٔٔٔٔٔ قبر کښې يواځې دې شبيؔر نهٔ وي اے خدايه

ستا دلته ، پهٔٔٔٔٔ جنت کښې، هم دې هلته معيت وي

الهام رباني اؤ الهام شېطاني

يو چېنل پهٔٔٔٔ زړهٔ کښې دننه دَ الهامِ رباني دے

بل چېنل دَدې سره دَ وساوسِ شېطاني دے

دا دویم چېنل بنديږي دَ الله پهٔٔٔٔ ذکر باندې

ځان دې پيش کړي خپله شېخ ته چې دَدې څوک ارماني دے

کله ښهٔ کله خراب وي کله شوق کله زړهٔ بند وي

پهٔ دې باندې حېران نهٔ شې دا مزاجِ انساني دے

عبادت کښې کهٔ پوهېږې چې دَ خدائے مخکښې ولاړ يم

ځان ښهٔ سم کړه پهٔ دې باندې، کېفيت دا احساني دے

شبيؔر هېڅ نهٔ دے عاجز دے دے ناپوهه اؤ بېکاره

دا اشعار وئیل برکت خو دَ اشرف سليماني دے

جنتي خلق

رب زمونږه پاک الله دے دي دا چا چې هم وئېلي

اؤ پهٔٔٔٔٔ دغه عهد باندې عمر ټول دي پاتې شوي

دَ مرګ مخکښې فرښتې به بشارت ورکوي دوی ته

شي هغو کښې به شامل چې دَ الله دي نازولي

مهٔ ويرېږه اؤ مهٔ غم کړه مونږه تاسره وو دلته

تهٔ زمونږ سره روان یې مونږه وو دَ ستا ملګري

دَ جنت زېرے قبول کړه وعده تاسره دَدې وه

هلته رنګ پهٔٔٔٔٔ رنګ مزې دي ټول څيزونه دي ډېر ښکلي

هلته ژو ند دَ زړۂ دَ خوښې چې څه غواړې شي ملاؤ به

مبارک دَ ستا دا ژوند شه اوس کړه هېرې ورځي تلي

خدائے غفور رحيم پهٔٔٔٔٔ تادے مهربان لهٔ حد نه زيات نن

مېلمستياچې دَ هغهٔ ده نو به څهٔ وي پاتې شوي

خدايه ته پهٔٔٔٔٔ فضل خپل اوس شبيؔر هم دوی کښې شامل کړې

دَدې وخت نه څهٔ کار واخلم چې دَ تېز اس پهٔٔٔٔٔ شان زغلي

تعليم ، همت اؤ تربيت

صرف علم کافي نهٔ دے ورسره پکار همت دے

دَ عمل پهٔٔٔٔٔ شان پهٔٔٔٔٔ دې باندې پکار استقامت دے

دَ شېطان اؤ کهٔ دَ نفس نه بچ کېدل پهٔٔٔٔ دې کښې غواړې

دَ تعليم سره سره بيا ضرورت دَ تربيت دے

تربيت حاصلول دي دَ تقویٰ چې شي حاصله

دَ ايمان پهٔ موجودګۍ کښې خو تقویٰ بيا ولايت دے

پهٔ تقویٰ استقامت کهٔ پهٔ دنيا کښې چا حاصل کړو

بشارت به ورته ورکړے شي راځه ستا ځائے جنت دے

پهٔ عمل باندې جنت حاصلېدے نهٔ شي شبيؔره

فضل وشي پهٔ دې باندې عموماً دا ئې عادت دے

پهٔ څلورو څيزونو جنت

يو سلام دي خورول بل روټۍ پهٔ چا خورول

دريم حق دَ رشته دار دي پهٔ ښهٔ شان پوره کول

څلورم دَ تهجدو نمونځ کول هم کهٔ نصيب شي

پهٔ دې باندې شي اسان جنت ته ځان داخلول

دَ سلام عادت دې جوړ کړه هر مسلم وته سلام کړه

کهٔ ئې پېژنې کهٔ نه ورباندې دي مخکښې کېدل

دَ روټۍ خورول ښهٔ کار دے دعاګانې پهٔ دې واخله

دَ امت دا وږي تږي دي پهٔ خيټه مړول

پهٔ تا حق دَ رشته دار دے دَدهٔ حق پهٔ ځان پرېنږدې

دې باره کښې لهٔ الله نه دي هر وختې ويرېدل

تهجدو کښې لهٔ خدائے نه دعا غواړه اے شبيؔره

شي نصيب مو دَ الله رضا يعنې کاميابېدل

دَ الله تعالیٰ معرفت

غور پهٔٔٔٔٔ ذات کښې ئې ممکن نهٔ دے پوهېدل ئې پهٔٔٔٔٔ صفات وي

غور کول ئې پهٔٔٔٔٔ مخلوق وي ، غور کول پهٔٔٔٔٔ کائنات وي

هر طرف ته هغه ښکاري پهٔٔٔٔٔ پردو کښې دَ تخليق خپل

غور کول لږ پهٔ خپل ځان هم وي زمونږ چې نفسيات وي

تحقيقونه خلق ډېر کړي نتيجو کښې کړي غلطيانې

ځان ظاهر کړي خالق پرېږدي څهٔ خراب داسې خيالات وي

فکر ښهٔ ذکر سره وي دَ صانع اؤ بې دَدې نه

يو ذهني عياشي جوړه شي ذهني تکلفات وي

ذکر فکر سره راشي معرفت دَ خدائے سبحان بيا

بيا پهٔٔٔٔٔ دغه معرفت ئې پوہ شي کوم چې تخليقات وي

پهٔٔٔٔٔ تخليق کښې ئې باطل نشته دا دَ زړۂ اواز بيا راشي

نو پهٔٔٔٔٔ دغه معرفت بيا شې ښکاره چې مو حاجات وي

يو حاجت لهٔ اور خلاصے دے آخرت کښې چې ملاؤ شي

نو دَ اور نه دَ خلاصي دپاره ښهٔ بيا مناجات وي

چې دَ چا فکر دَ ذکر نه ماخوذ وي معرفت دے

دغه بس اولو الباب دي لوړ دَ دوی ډېر مقامات وي

چې دَ فکر نه بغېر وي عياشي ده بيا دَ ذهن

دي طالب دَ شهرتونو اؤ ضائع دَ دوی اوقات وي

دَ فاني دنيا دپاره لافاني فائده پرېږدي دوی

دَ دوی لاره کښې به وينې دَ شهرت چې کوم ظلمات وي

تهٔ هغو کښې وې خو بيل شوې اے شبيؔره وجه څهٔ ده

دَ خدائے فضل دے بې شکه دَ بزرګانو برکات وي

دَ دنيا فکر اؤ دَ اخرت فکر

دَ دنيا فکر لږ کم کړه

پړې غالب دَ آخر غم کړه

حال پهٔ دې کښې استعمال کړه

مستقبل دې پرې محکم کړه

ډک پهٔ مينه دَ خدائے باندې

دَ زړګي دا خپل حرم کړه

پهٔ دې باندې ټول کارونه

چې کوې تهٔ محترم کړه

دَ حضور پهٔ طريقه بيا

دغه ټول کارونه سم کړه

خواهشات پهٔ رياضت دَ نفس

شبيؔره کالعدم کړه

يوه منصوبه بندي

جرأت څنګه دَ ګناه وکړم دَ شمار

ولې ونهٔ کړم پهٔٔٔٔٔ دې زۂ استغفار

زۂ انسان يم ، خطا کار يم ، ګناه ګار يم

اصرار ولې پرې وکړم ، شم به نور خوار

زۂ بنده يم دَ هغهٔ ، هغه مې رب دے

دے مئين پهٔٔٔٔٔ مونږ ، زمونږه رب غفار

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ فضل باندې هر څهٔ کيږي

ګني هېڅ نه کهٔ کوشش کوو هزار

فضل يا الهٰی فضل ، دعا ګو يم

چې پهٔٔٔٔٔ تا باندې هر څهٔ کړمه نثار

ګمراه نهٔ شمه خودرائے نهٔ شمه خدايه

پهٔٔٔٔٔ تا اؤ ستا پهٔٔٔٔٔ محبوب مې وي اعتبار

دَ محبوب ستا سنتونه ټول زۂ خپل کړم

اؤ دَ مرګ پهٔٔٔٔٔ وخت زۂ نهٔ شم شرمسار

مرګ پهٔٔٔٔٔ وخت مې کلمه پهٔٔٔٔٔ خولهٔ نصيب کړې

زۂ پهٔٔٔٔٔ دې وخت دَ شېطان جوړ نهٔ شمه ښکار

پهٔٔٔٔٔ ليدو مې ووایې شبيؔر زما دے

اؤ پهٔٔٔٔٔ دې وکړم دَ شکر بيا اظهار

معرفت الٰهی

دَ چا زړهٔ چې نهٔ وي خدائے پاک پېژندلے

لهٔ دنيا نه هغه نهٔ شي اوړېدلے

چې دَ خدائے سره مانوس دَ چا زړګے وي

دَ دنيا پهٔ طرف نهٔ شي هغه تللے

چې پهٔ سترګو وي پټۍ دَ خواهشاتو

هغه کله هدايت شي بيا موندلے

پهٔ قران کښې هدايت خو واضح پروت دے

چې زړهٔ سم نهٔ وي هغه نهٔ شي ليدلے

چې پهٔ مينه دَ خدائے پاک باندې ککړ شي

لهٔ هر څهٔ نه هدايت شي اخستلے

معرفت دَ زړهٔٔ پهٔ سترګو اخستے شي

اے شبيؔره زړهٔ پهٔ ذکر کړه سپېځلے

شرفِ انسانيت

چې اشرف پهٔٔٔٔٔ مخلوقاتو کښې انسان دے

منتخب پهٔٔٔٔٔ دې کښې هر يو مسلمان دے

کوم کلام چې لهٔ محبوب ځنې راغلے

ډېر دے خوږ اؤ نوم دَ دې کلام قران دے

دَ حاکم امر دے اؤ ياد دَ محبوب هم

دے پهٔٔٔٔٔ مونږ کښې دے موجود دَ رب احسان دے

کوشش وکړه چې پهٔٔٔٔٔ دې باندې ځان پوه کړې

دَ احکم الحاکمين چې دا فرمان دے

دَ محبوب لهٔ لوري مونږ ته دے راغلے

سترګې ډکې مې لهٔ اوښکو زړۂ حېران دے

تراؤ کښې چې پهٔٔٔٔٔ مينه دغه اورم

برکت دَ خدائے پهٔ فضل دَ رمضان دے

زړۂ شبيؔره حواله دَدې کلام کړه

پهٔٔٔٔٔ لوستلو چې ئې خوشحال دَ ستا جانان دے

تواضع اؤ شکر

پرېوځه دَ هغهٔ پهٔ قدمونو تهٔ

خېژه پهٔ پوڼکو دَ رفعتونو تهٔ

شکر دَ الله پهٔ نعمتونو کړه

بيا ګوره باران دَ نعمتونو تهٔ

دا درته درکړي چا دي سوچ وکړه

واچوه نظر پهٔ دې څيزونو تهٔ

داسې محنت وکړه کامياب چې شي

پرېږده بې مقصده محنتونه تهٔ

تاته خدائے درکړے څومره خوږ نبي

ځه ئې شه روان پهٔ سنتونو تهٔ

هسې دَ مزې نهٔ دي شبيؔره دا

لږ پوهوه ځان پهٔ دې شعرونو تهٔ

يوه نېغه خبره

ده صفا خبره دَ الله يو مونږ

مونږ کهٔ دَ هغه نهٔ يو دَ چا يو مونږ

مونږ کهٔ دَ هغهٔ شو هر څهٔ ټيک به شي

اؤ کهٔ دَ دنيا شو نو تباه يو مونږ

مونږه آخرت پهٔ دې ګټلے شو

کهٔ دَ خدائے دپاره پهٔ دنيا يو مونږ

هلته کښې خندا زمونږ نصيب به شي

کهٔ لهٔ خدائے دَ ويرې پهٔ ژړا يو مونږ

صبر اؤ دَ شکر ډېر اجرونه دي

ولې مايوسۍ سره لګيا يو مونږ

زړهٔ دا دَ هغهٔ دَ مينې ډک کهٔ وي

ډېر زيات خوش نصيب شبيؔره بيا يو مونږ

شکر

نعمتونه تهٔ پهٔٔٔٔٔ شکر زياتوه

پهٔٔٔٔٔ دې لاره کښې خپل ځان فنا کوه

چې لهٔ ذکر کوم حاصل روحانيت شي

پهٔٔٔٔ خپل ګاډي کښې دَدې تېل اچوه

اؤ بيا خوان نه دَ نعمت دَ الله پاک تهٔ نعمتونه مختلف خوره اؤ خوروه

پهٔٔٔٔٔ هغهٔ نظر ساته هغهٔ ته ګوره

داسې ځان خپل دَ هر شر نه بچ کوه

بيا شبيؔره دَ خدائے مينه کښې شعرونه

جذب دپاره پهٔٔٔٔٔ محفل کښې اوروه

نمونځ

نمونځ دے څه؟ ځان پرېښودل خدائے اخستل دي

عاجزۍ سره ئې مخکښې ودرېدل دي

کنکشن ملاوَول دَ خدائے سره دي

اؤ خبرې رب سره پکښې کول دي

دي اعمال پکښې موجود دَ بندګۍ نو

دې سره دَ خدائے بنده ځان جوړول دي

دَ سجدې پهٔٔٔٔٔ ځائے نظر زمونږ پکار دے

پهٔٔٔٔٔ قيام کښې چې خشوع حاصلول دي

تصور کړه دَ مسجود مخکښې ولاړ يم

اودهٔ مهٔ يه شه پهٔٔٔٔٔ هوش ځان ويښول دي

کهٔ مشکل وي تصور کړه دَ کعبې بيا

تصور کښې کعبه مخکښې راوستل دي

کهٔ دا هم ګڼې مشکل نو پهٔٔٔٔٔ سوچ سوچ بيا

دَ کچه حافظ پهٔٔٔٔٔ شان الفاظ وئيل دي

پهٔٔٔٔٔ هر رکن کښې شامل دَ زړۂ پهٔٔٔٔٔ نيت شه

چې اعمالو کښې خپل زړۂ شاملول دي

خپل منشور دَ ژوند بيا وايه هر رکعت کښې

دَدې ښهٔ احساس پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې کښېنول دي

ستا قيام پهٔٔٔٔٔ عاجزۍ دې مزين شي

عاجزۍ سره رکوع کښې ټيټېدل دي

بيا مقام دَ عبديت يعنې سجده کښې

دَ مالک مخکښې سر دې کښې کښېښودل دي

التحيات کښې تهٔ معراج بيا مستحضر کړه

نمونځ کښې خدائے سره خپل ځان ملاوَول دي

دَ خدائے حکم دَ درود دَ استؤ دے
پهٔٔٔٔٔ دې حکم باندې هم عمل کول دي

پهٔٔٔٔٔ دعا کښې لهٔ خپل رب غواړه چې غواړې

څومره تهٔ ، پهٔٔٔٔٔ عاجزۍ دغه غوښتل دي

کهٔ دا نمونځ شولو صحيح ستا اے شبيؔره

ژوند بيا دغه شان پهٔٔٔٔٔ دې شان تېرول دي

نمونځ

څهٔ مقام دے دَ نمونځونو زمونږ خپلو

طريقه ده دا لهٔ خدائے دَ اخستلو

کېفيت چې دَ احسان دې کښې نصيب شي

ده پوړکۍ دَ مرتبو بره دَ تللو

لوئے مقام دَ عبديت دې کښې نصيب شي

دَ خدائے مخکښې پهٔ ښهٔ شان پهٔ ودرېدلو

دغه نمونځ چې دے معراج دَ مؤمنانو

کوشش وکړه ښهٔ دَدې دَ زده کولو

کړه ظاهر پهٔ طريقه دَ محمد ﷺ ئې

اؤ باطن ئې بس دَ خدائے پاک دَ کېدلو

تېره نهٔ شي درنه يو هم پهٔ غفلت کښې

اې شبيؔره خيال ساته دَ لمحو خپلو

کړه

لهٔ قران نه تهٔ دَ مينې درس حاصل کړه

ځان محبوب سره پهٔٔٔٔٔ دې باندې واصل کړه

هر هر لفظ دَدې کلام ډک دے دَ نور نه

پهٔٔٔٔٔ دې نور باندې معمور دا زړګے خپل کړه

ته پهٔٔٔٔٔ لار دَ مينې زړۂ سره روان شه

تصور پهٔٔٔٔٔ دغه لار دَ خپل منزل کړه

رواني مشابهت دَ فرښتو ده

دوہ ګونه اجر حاصل دَ هر مشکل کړه

اړول لهٔ دې نه مخ دا محرومي ده

پوه پهٔٔٔٔٔ دې تهٔ پهٔٔٔٔٔ ښهٔ شان خپل نفس جاهل کړه

دَدې دور جاري ساتل دي همېشه ښهٔ
خپل زړګے دَدې پهٔٔٔٔٔ دور باندې مائل کړه

شي نصيب دې دَ قران خدمت زما تل

اے شبيؔره هره ورځ خوند ئې څْکل کړه

تعليم اؤ جهالت

کوم تعليم چې لهٔ الله غافلوي يقيناً بيا هغه زړهٔ بربادوي

جهالت بيا دَ هغې تعليم نه ښهٔ دے

دَ شېطان نه چې استاد پرې جوړوي

جهالت دَ خدائے کېدلو نه غفلت دے

علم خلق دَ خپل خدائے نه خبروي

باطني علم دے علمِ معرفت بس

چې پهٔ کوم باندې څوک ځان دَ خدائے کوي

انما يخشۧ الله نه پس قران کښې

من عبادہ العلماء راځي

نو دَدې نه سبق واخله تهٔ شبيؔره

دغه علم و جهالت څهٔ ته وائی

نور اؤ ظلمت

نور چې راځي نو بيا ظلمت ختم شي

علم چې راشي جهالت ختم شي

زړۂ شي بيدار اؤ منور ،پهٔ دې کښې

کهٔ دَ دنيا وي محبت ختم شي

هر څهٔ دَ خدائے دَ پاره شي بيا خپله

کهٔ دَ دې نفس مذاحمت ختم شي

جوړ زړهٔ قران نه هدايت حاصل کړي

زور دَ دې نفس پهٔ رياضت ختم شي

لاس دَ کامل شېخ کهٔ پهٔ سر شي نصيب

نو بيا دَ ډېر څهٔ ضرورت ختم شي

بيا کړه عمل ئې پهٔ تلقين شبيؔره

چې نه وي ښهٔ ، هغه حالت ختم شي

دَکلامِ الٰهی اثر

دا کلامِ الٰهی لري اثر

نه دا شعر دے اؤ نهٔ دا عام نثر

کهٔ تهٔ غواړې وکړې رب سره خبرې

نو دَدې پهٔٔٔٔٔ تلاوت باندې شه سر

چې دَ خدائے فضيلت څومره پهٔٔٔٔٔ مخلوق دے

دے پهٔٔٔٔٔ نورو کلامونو هومره بر

کهٔ پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې دې کلام دغه موجود وي

لرې نهٔ به شي لهٔ خدائے نه ستا نظر

کهٔ عمل پهٔٔٔٔٔ دې کلام درته نصيب شو

نه به ګرځې پهٔٔٔٔٔ دنيا بيا در پهٔٔٔٔٔ در

لهٔ ستا ګېر چاپېره وي تيرے کهٔ تاته

کړه حاصل لهٔ دهٔ نه زېرے دَ سحر

تراؤ کښې چې ئې اورې نو څه کېږي

کهٔ وي پته دا به اورې برابر

وظيفه ټيک ده دَ بعضو سورتونو

مګر دور دَدې جدا کوي اثر

تجلي دَ هر آيت جدا جدا ده

دَ هر يو اخله جدا جدا ثمر

اے شبيؔره ځان ته دا جوړه توښه کړه

آخرت کښې دا صورت دے معتبر

خشوع

کهٔ تا وپوښتي وي نمونځ کښې خشوع څنګه

ورته ووايه چې وي چې وضو څنګه

وضو شرط دے دَ ظاهر دَ نمونځ ټيک کولو

اؤ خشوع چې قلب وي دې کښې يکسو څنګه

کهٔ تهٔ غواړې چې پهٔ نمونځ کښې دې يکسو شوم

کړه دا زده لږ تصور وي دَ هو څنګه

دَ زړهٔ خيرے دَ دنيا مينه ده پوه شه

چل دا زده کړه زړهٔ نه دا به کړې تُو څنګه

معطر کړه دَ الله مينه کښې زړهٔ خپل

اے شبيؔره ګل کښې وي چې خوشبو څنګه

دَ قران تلاوت

تلاوت کهٔٔ دَ قران پهٔٔٔٔٔ غور کوم زۂ

دَ خپل رب سرہ پرې ځان ملاووم زۂ

چې مې مخکښې دا کلام دَ رب وي پروت نو

همکلام پهٔٔٔٔٔ تلاوت دَ هغهٔ يم زۂ

دَ جنت اؤ دَ دوزخ مناظر دا ښايیٔ

شم پهٔٔٔٔٔ شوق اؤ کله بيا ويرېږم زۂ

دَ قارون پهٔٔٔٔٔ قصه زړۂ زما درزيږي

دَ فرعون لهٔ قصې هم عبرت اخلم زۂ

دَ دنيا پهٔٔٔٔٔ مينه وروڼه دښمنان شو

لهٔ يوسف نه صبر بيا حاصلوم زۂ

ښائې کله بيا دعویٰ دَ علم مونږته

دَ موسیٰ حضر قصه چې ولولم زۂ

دَ قران زړۂ دے یٰسين راته ده پته

دَ یٰسين رڼا پهٔٔٔٔٔ زړۂ خپل اچوم زۂ

دَ شپو ورځو دَ ګردش نظام عبرت دے

لهٔ الشمس تزکيه ولې وانخلم زۂ

ټول قران دَ نفس اصلاح زمونږ نه غواړي

ټول قران دے تصوف دا ووايم زۂ

عشق شبيؔره پټ الفاظو کښې ئې پروت دے

ډک معنو نه دَدې زړۂ اؤ دماغ کړم زۂ

دَ ښځو تعليم

تعليم دَ ښځو ضروري دے مګر

دَدې تعليم دې وي پهٔ دوی ښهٔ اثر

تعليم هغه چې ازادي راولي

لهٔ شريعته ، هغه دے پر خطر

ښهٔ تربيت ورسره هم پکار دے

ګني به ښځې کړي لهٔ حده بهر

دے فرض عين علم پکار هر چاته

اؤ دَ عمل دې ورسره وي ثمر

دَ عالمۍ پهٔ خيال خرابې نهٔ شي

نظام دَ خدائے دے هر صورت معتبر

دے احتياط سره پکار شبيؔره

تهمت رانهٔ شي چرته کښې پهٔ څادر

دَ قران کلام

دَ قران کلام ته ګوره سمندر دا دَ حيرت دے

دا کلام څومره روان دے دا کلام څومره اوچت دے

دا کلام دے دَ حاکم هم ،دا کلام هم دَ محبوب دے

لږ دَ زړۂ نه تپوس وکړه چې دَدې کوم حېثيت دے

دا آيئن دے، دا منشور دے ،دا دَ ژوند دَ ستا دستور دے

دا جدا کلام دَ رب دے، اؤ دَ زړونو هم راحت دے

پهٔٔٔٔٔ يو يو لفظ کښې ئې مينه، پهٔٔٔٔٔ هر لفظ باندې ئې قربان شم

دا پيغام لهٔ رب راغلے ، دا پيغام دَ محبت دے

دا زمونږدَ زړۂ سکون دے ، دا شفا زمونږ دَ زړونو

اثر ډېرئې دے دَ پوهې، اجر ډېر دَ تلاوت دے

دَمؤمن دَ زړۂ دا نور دے، دَ مؤمن دَ زړۂ سرور دے

لرې کيږي پهٔٔٔٔٔ دې باندې، چې دَ زړۂ کوم کثافت دے

کړه پهٔٔٔٔٔ ژبه تلاوت ئې، اؤ پهٔٔٔٔٔ سترګوئې ديدار کړه

دا پهٔٔٔٔٔ زړۂ باندې اثر کړي ،چې دَ زړونو دا راحت دے

پهٔٔٔٔٔ دې باندې غور تهٔ وکړه، تدبر پکښې پېدا کړه

اے شبيؔره بيا محسوس کړه چې پهٔٔٔٔٔ دې کښې کوم حکمت دے

الهامات

موافق دَ شريعت چې الهامات وي

هغه ټيک دي کهٔ اشعار کهٔ احکامات وي

مخالف دا دَ قران و سنت نه وي

دَ صاحبِ الهام هم چې ټيک حالات وي

مقصود نهٔ دي، دي محمود کهٔ دا حاصل شي

کرامات کهٔ کېفيات کهٔ کشفيات وي

دَ عمل ښهٔ نتيجه دغه کېدے شي

انحصار نه چې پهٔ دې دَ مقامات وي

دے موجود هر خېر قران اؤ پهٔ سنت کښې

پهٔ دې باندې منحصر به هر نجات وي

اے شبيؔره امان غاړه لهٔ کجۍ نه

دې دپاره پکار هم به مناجات وي

الهام رحماني

چې دَ چا زړۂ دَ الله پهٔ لور مائل وي

اؤ شي لرې حجابات چې کوم حائل وي

احکامات بيا لهٔ خدائے خپله وصولیٔ دے

الهاماتو نه پهٔ دهٔ چې کوم نازل وي

تشريحات پهٔ خپل خپل وخت زړهٔ کښې راځي بيا

دے دَ علمِ لدني دې کښې قابل وي

مقبول شوے دَ الله در کښې چې دے وي

حمايت دَ اولياء ورته حاصل وي

الله دهٔ ته کړي نصيب وسعت دَ علم

دَ حق والو دے بيا کله مقابل وي

دَ حق مرسته کړي هر حال کښې اے شبيؔره

اهل حق ددهٔ پهٔ مرسته کښې شامل وي

پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

راوريږي رحمتونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

څومره زيات دي اجرونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

نفل نمونځ پهٔٔٔٔٔ فرضو باندې شي شمارلے

دي دَ رب عنايتونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

حاصليږي پهٔٔٔٔٔ اسانه دَ اصلاح اؤ

دَ تقویٰ ټول منزلونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

دَ قران مياشت دَ فرقان مياشت شي بللے

وي ډېر زيات تلاوتونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

اويا چنده اجر زيات دَ فرضو دې کښې

شي دَ خدائے دي رحمتونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

چې افطار وکړي دَ چا څوک هغه واخلي

دَ روژې هومره اجرونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

ستا لوستل اوري تهٔ اورې دَ هغهٔ ګفت

دَ قران دي بهارونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

ورکول کوي لهٔ مونږه هم څهٔ غواړي

جمع شي دا دوه کارونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

دَ اخلاص ده نظاره سفر دَ عشق دے

دي دَ مينې غورزنګونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

پښې پهٔٔٔٔٔ نفس کړي اؤ دا زړۂ دَ نور نه ډک کړي

تراوې تلاوتونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

يو خاص شپهٔٔٔٔٔ کښې اے شبيؔره ملاويږي

زرګاؤ چنده اجرونه پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

دَ غوښتې طريقه

چې دَ غوښتې وي موقع هغې کښې غواړه

پهٔ ژړا چې ملاويږي ورته ژاړه

دَ سوالګري نه دَ غوښتې چل تهٔ زده کړه

پهٔ توبه سپکه کړه خپله درنه غاړه

بې توبې لهٔ دنيا تلل ډېر خطرناک دي

شي پښيمان به چې لهٔ چا دا موقع لاړه

وران کارونه ټيک کول ورته اسان دي

ټيک کولے شي هغه هره پشاړه

دَ شېطان پهٔ تسليو مطمٔنه

شبيؔر وائې دے به پرېږدي تا پهٔ شاړه

دَ عشق منزل

يو منزل دَ عشق کهٔٔ حج دے بل منزل دَ عشق رمضان دے

ملاويږي خدائے پهٔٔٔٔٔ دواړو دا پهٔٔٔٔٔ مونږ دَ رب احسان دے

ورکول يو زړۂ الله ته بل پهٔٔٔٔٔ نفس قابو ساتل دي

قرباني پهٔٔٔٔٔ يو کښې ښکاري اؤ پهٔٔٔٔٔ بل کښې چې قران دے

يو پهٔٔٔٔٔ عشق کښې ډوبيدل دي بل يو عشق دَ ډوبېدودے

هغه هم دَ رب احسان دے دغه هم دَ رب احسان دے

دي پهٔٔٔٔٔ يو کښې هېرول ځان اؤ پهٔٔٔٔٔ بل کښې صبرول ځان

يو کښې زړۂ بېدارول دي بل کښې نفس وته زندان دے

يو کښې وکړه چې څهٔ غواړي بل کښې واوره چې څهٔ وائې

يو کول هغهٔ دپاره ، بل دَ نهٔ کولو فرمان دے

دے مئین شبيؔر پهٔٔٔٔٔ دواړو، دواړه لارې دَ جانان دي

پهٔٔٔٔٔ دې دواړو زۂ روان يم ، اؤ منزل زما جانان دے

شوقدر

سوچ لږ غوندې وکړیٔ دَ شوقدر برکتونو ته

بيا وګوریٔ دغه شپهٔٔٔٔ کښې لږ خپل حرکتونو ته

دې کښې فيصلې اهمې ټولې پاک الله کوي

بيا وګوریٔ خپله دَ خپل ژوند ضرورتونو ته

څنګه اطمينان سره دې شپهٔٔٔٔ کښې مونږه خوب وکړو

ولې حاجت نشته بيا زمونږ مناجاتونو ته

کوم خلق چې پوہ دي ، دي مشغول پهٔٔٔٔ دعاګانو کښې

يا ئې ځان وزګار کړے دَ خشوع خضوع نمونځونو ته

ډکے دي لهٔ اوښکو سترګے غواړي پهٔٔٔٔ ژړا باندې

وګوریٔ دَدوی آه و زارۍ اؤ فريادونو ته

بل طرف اواز دَ بخششونو اؤ دَ ورکړې دے

دوی پهٔٔٔٔٔ انتظار کښې وو ټول کال دې ساعتونو ته

شپه کښې پهٔٔٔٔ نمونځونو دي دَ ورځې به روژه نيسي

څومره تسلي به ملاويږي دغه زړونو ته

کوم چې دي ناپوهه دَ هندوانو دوی پېښې کوي

کړي آتشبازي اؤ ورکړي زور دې کښې رسمونو ته

زړهٔ نه دا دعا کوم چې ما خپل دې دَ ځان وليکي

سترګې دَ شبيؔر لېواله دي دې رحمتونو ته

I

ليلة القدر

شپهٔٔٔٔٔ دَ قدر پسرلے دے دَ اجرونو

نظاره دَ پاک الله دَ نعمتونو

دَ دې شپې چې عبادت دے، زيات لهٔ زرو

مياشتو ګرځي ، دَ خدائے پاک پهٔٔٔٔٔ حسابونو

جبرئیل دَ فرښتو سره راکوز شي

د الله پهٔٔٔٔٔ حکم ګرځي پهٔٔٔٔٔ ملکونو

دعاګانې دوی کوي هغو دپاره

چې مشغول وي پهٔٔٔٔٔ ښايسته ښکلي کارونو

دغه شپه وي آخري عشره کښې اؤ دا

پهٔٔٔٔٔ طاق شپو کښې وي، نور کار دے دَ رازونو

وويشتمه کښې امکان دَدې ډېر زيات وي

يقين نه، دے يو امکان لهٔ امکانونو

کهٔ چا روڼه هره شپه دَدې عشرې کړه

شي لائق به دَدې شپې دَ برکتونو

کړه حاصله دغه شپه هر کال شبيؔره

دغه کار دے ډېر اهم دَ کوششونو

توبه

ته لهٔ ټولو ګناهونو توبه وکړه

دغه شانې تهٔ دَ دوی خاتمه وکړه

مخکښې بچ کړه لهٔ فساقو دَ محفل ځان

دغه شانې مخ بندے دَ ګناه وکړه

انتظام څهٔ دَ صالح صحبت به ښهٔ وي

پهٔ دې باندې څهٔ دَ ځان ښېګړه وکړه

مستقبل کښې لهٔ ګناه نه بچ کېدو ته

لهٔ کامل شېخ پهٔ اخلاص لاس نيوه وکړه

دَ خپل نفس علاج لازم دے پهٔ خپل ژوند کښې

شبيؔر وائې نور کوۦې کهٔ نه دا وکړه

پخه وعده

دَ توبې پهٔ قبلولو خوشحاليږي

نور ور مخکښې شي چې څوک ورنزدې کيږي

دَ شېطان سره وعده ئې ښه پخه ده

کار دَ هغې مطابق هر وخت چليږي

شېطان مونږ پسې محکم دے لګېدلے

دے حمله کوي داؤنه ئی نهٔ ختميږي

وسوسې وي مطابق دَ خواهشاتو

دے زمونږ دَ خواهشاتو نه خبريږي

څوک چې پاک کړي دا خپل نفس لهٔ رذائلو

پهٔ هغهٔ باندې بيا وس ئې نهٔ رسيږي

دا کسان پهٔ دې شبيؔره شي دَ خدائے بيا

دوی پهٔ جال کښې دَ شېطان بيا نهٔ ګېريږي

اختر

روژه هم دَ خوشحالۍ ده اؤ اختر هم خوشحالي

الله مونږ ته خوشحاليانې دې بيا بيا داسې راکړي

خپل ديدار دې پهٔٔٔٔٔ جنت کښې پهٔٔٔٔٔ خپل فضل رانصيب کړي

نالائق يو يقيناً مونږ ، اميدونه مو ترې دي

ټول اعمال چې مونږه کړي دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ توفيق شوي

دا اعمال دي قبول شوي دا دې راکړي خوشخبري

يو لذت دَ افطارۍ راته نصيب ؤ پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

بل فرحت به دَ روژې دَ ملاقات پهٔٔٔٔٔ وخت کښې وي

دَ روژې مقصد تقویٰ راته نصيب شي پهٔٔٔٔٔ روژه کښې

چې ايمان سره تقویٰ يو ځائې شي ، جوړ شي ترې ولي

دښمن ناست پهٔٔٔٔٔ انتظار دے چې هر څهٔ زمونږ کړي ختم

دَ اختر پهٔٔٔٔٔ شپهٔٔٔٔٔ ظالم چې دے حمله سخته کوي

ډک خپل غشے کړي لهٔ زهرو دَ ثواب شودهٔ خراب کړي
دَ اختر ورځو کښې کله به ازاد مونږه پرېږدي

پهٔٔٔٔٔ صحبت دَ صالحينو پهٔٔٔٔٔ دې ورځو کښې شبيؔره

دَ ټول کال دپاره دا تقویٰ به تاته شي کافي

شهيد

چې پهٔ لار کښې دَ الله وي شهيد شوے

دے ژوندے هغهٔ ته ونهٔ وايې مړے

پهٔ دهٔ باندې ګمان هم دَ مړي مهٔ کړه

بامراد دے دے مراد ته رسېدلے

پهٔ هر وخت دَ نوي ژوند خاوند جوړيږي

چې کوم کس دَ عشق پهٔ اور وي سوزېدلے

مهربان څومره پهٔ هغه کس به خدائے وي

چې کوم کس ئې وي پهٔ مينه کړېدلے

پهٔ خندا به ئې هلته خولهٔ راغونډه نهٔ شي

چې ئې دلته څوک وي غم کښې ژړېدلے

اے مومنه دَ شبيؔر لاس ته وګوره

ګل دَ يار دَ مينې لاس کښې ئې نيسلے

دَ زړۂ خوشحالي

اختر نوم دَ خوشحالۍ دے خدائے چې هېر نهٔ کړې پهٔ دې کښې

دا موقع دَ امتحان ده ګورې فېل نهٔ شې پهٔ دې کښې

خوشحالي دَ نفس لږ وخت وي بيا دَ زړۂ دنيا وي ورانه

دا پهٔ ذکر حاصلېږي کهٔ برے وړې پهٔ دې کښې

اطينان دَ قلب حاصل کړه ټول اعضاء به مطمئن شي

تهٔ دَ زړۂ خوشحالي واخله چې ده ذکر کښې پهٔ دې کښې

زړهٔ بادشاه دے چې خوشحال وي نو دا ټول اعضاء خوشحال وي

چې دا ستا بادشاه خوشحال وي نو بيا دي مزې پهٔ دې کښې

روح دَ رب يو حکمِ خاص دے وي خوشحال دَ خدائے پهٔ ذکر

کهٔ لهٔ ذکر نهٔ غافل شوې نو بيا تنګ به ئې پهٔ دې کښې

شبيؔر وائې غافل مهٔ يه خدائے دَ ذکر نه مؤمنه

رسېدل کهٔ خدائے ته غواړې دَدې دي لارې پهٔ دې کښې

وکړه

تهٔ پهٔٔٔٔٔ نور دَ تقویٰ باندې دَ نعمت شناخت وکړه

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ حکم باندې استعمال دَ نعمت وکړه

دَ تقویٰ نور چې رمضان کښې تاحاصل پهٔٔٔٔٔ خپل محنت کړو

نو دَ دې بقا دپاره څهٔ لږ نور هم محنت وکړه

هسې نه چې پهٔٔٔٔٔ دې ورځ صرف دَ جسم تابعدار شې

روح هېر نهٔ کړې انتظام لږ دَ خپل زړۂ دَ راحت وکړه

دَ ناجنسه لهٔ صحبت نه دَ اختر پهٔٔٔٔٔ شپه ځان بچ کړه

شپه ده ډېره مبارکه ، ورکښې ښهٔ عبادت وکړه

دَغه شپه کښې مزدوري چې ملاويږي دَ روژې نو

اخستلو ته دَ دې ، دې شپه کښې لږ ډېر حرکت وکړه

دا اختر دَ روحاني خوشحالۍ ښکلي ذريعه ده

پهٔٔٔٔٔ جائزو عملونو تهٔ تحصيل دَ لذت وکړه

داخپل نفس ګورې پرېنږدې خواهشاتو کښې ازاد تهٔ

کهٔ دے غواړي نو قابو بيا زر پهٔٔٔٔٔ داسې حالت وکړه

کپړې ښکلي اچول اؤ ښهٔ خوراک دې مبارک شهٔ

دَ ګناه نه البته تهٔ څهٔ تابيا دَ بچت وکړه

وي پهٔٔٔٔٔ خولهٔ باندې تکبير دې زړۂ دې ډک وي ستا لهٔ شکر

دې دپاره ته عمل لږ اوس پهٔٔٔٔٔ دې نصيحت وکړه

دَ خپلوانو پهٔٔٔٔٔ تا حق دے ، دَ هغوی سره ملاؤ شه

لږ کوشش تهٔ ،چې کينه شي ستا دَ زړۂ نه رخصت، وکړه

پهٔٔٔٔٔ دې ورځ باندې خپل مړي چې مړه شوي هم هېر نهٔ کړې

کهٔ ممکن وي نو بېشکه ئې دَ قبرونو زيارت وکړه

مګر دا چې قبرستان ته تلل دَ ښځو جائز نهٔ دي

ښځې پرېنږدې ازادې پهٔٔٔٔٔ دې کار کښې جرأت وکړه

اؤ پهٔٔٔٔٔ خپلو خوشحالو کښې ياد ساته غريبانان هم

صدقې دَ فطرانې سره دَ دوی هم خدمت وکړه

ماشومانو ته عيدي کهٔٔ ورکوې بدله مهٔ غواړه

دا خو سود دے دَدې سود نه لږ دَ ځان حفاظت وکړه

کهٔ تهٔ غواړې روحاني خوشحالي دې کښې کړې حاصله

دا اشعار چې دَ شبيؔر دي دَ دې ښهٔ سماعت وکړه

شهوات اؤ تقویٰ

دَ دنيا دَ خواهشاتو دَ خشاک پهٔ شان مثال دے

دَ تقویٰ حمام پهٔ دغو باندې ګرم دے کمال دے

ړوند کهٔ وائې بد نظري نه کوم زۂ نو کمال نهٔ دے

دَ شهواتو مينځ کښې ځان چې څوک پاک وساتي ښهٔ حال دے

چې شهوات پهٔ چا غالب شي دَ شېطان پهٔ لار روان شي

دَ شېطان سره شېطان نهٔ شي دَدې هم احتمال دے

دَ غفلت نهٔ کهٔ پهٔ ذکر باندې بچ کړي ځان اؤ نفس هم

کړي قابو نو عقلمند دے خوش نصيب بلند اقبال دے

تقویٰ داده چې شهواتو باندې پښه کېږدې شبيؔره

دا پوڼکۍ دَ ولايت ده لږ سوچ وکړه څهٔ دې خيال دے

دَ رومي بې خودي

پکار مونږ ته دے څادر دَ بې نفسۍ

دا مطلب دے دَ رومي دَ بې خودۍ

دَدې لفظ اؤ پهٔ معنیٰ کښې فرق نشته

دَغه لفظ دا کېفيت ښهٔ بيانیٔ

دَ اقبال خودي اثر دے هم دَ دغې

پهٔ معنیٰ نا مکمل دے چې ئې لولیٔ

بې خودۍ نهٔ دَ فنا معنیٰ راوځي

پهٔ خودۍﺉٔ کهٔ دَ بقا معنیٰ تړیٔ

بې خودۍﺉٔ باندې کوشش کهٔ وکړو چا نو

خپل ځان کړي به دے دريافت کهٔ پوهېدیٔ

اے شبيؔره رومي ټيک دے اقبال ټيک دے

فرق دے دَ شاګردۍ اؤ استادۍ

دَ شوال روژې

روژې نورې شپږ نيول دي پهٔٔٔٔٔ شوال کښې

دَ فائدو چې خيال ساتل دي پهٔٔٔٔٔ هر حال کښې

شوې لس مياشتې دَ رمضان روژې حساب کښې

دَ دوه مياشتو کمے راغللو پهٔٔٔٔٔ کال کښې

شپږ روژې شوې دَ دوو مياشتو برابرې

خو دي نفل فرض دا مهٔ لره خيال کښې

فرض نهٔ شي زياتېدے متعين دي

لاس دَ نفلو ځکه زيات دے پهٔٔٔٔٔ کمال کښې

پرېښودل فرض اؤ نفل باندې زور خو

البته دے حماقت پهٔٔٔٔٔ قيل و قال کښې

پهٔٔٔٔٔ نيسلو دَدې شپږ روژو پوره شي

پوره کال روژې ساتل پهٔٔٔٔٔ هر يو کال کښې

بهانې دا تل دَ ورکړې دَ الله دي

اے شبيؔره کوشش وکړه پهٔٔٔٔٔ هر حال کښې

علم اؤ عمل

يو دے علم بل عمل دے

اؤ دنيا دَدې محل دے

علم لار دَ کاميابۍ ده

کهٔ عمل پرې مکمل دے

پهٔ عمل چې نهٔ راځې ته

تا جوړ کړے جوړې چل دے

پهٔ دنيا کښې چې څوک چست وي

دَ دين کار کښې ولې غل دے

دَ توبې اوبهٔ پرې واچو

دَ ګناه اور کهٔ دې بل دے

اے شبيرؔه پهٔ نېکۍ شه

نو بيا خدائے ستا هر ځائے مل دے

دنيا څه شے دے؟

دا دنيا دار العمل دے ځان خبر کړه

وخت و مال ، علم ، خپل ځان هغهٔ ته ورکړه

استعمال دَ دغو ټولو ښهٔ تهٔ زده کړه

دَخپل نفس دَ استعمال نه ئې بهر کړه

وخت تېريږي دا هېچا ته نهٔ ودريږي

کار ترې واخله خپله شپه پهٔ دې سحر کړه

مال طاقت دے دَ خريد و فروخت ولې

تاج دَ دې دَ استعمال دَ ښهٔ پهٔ سر کړه

ځان کړه ستړے پهٔ ښهٔ کار کښې دې دنيا کښې

آخرت دپاره هر څهٔ برابر کړه

علم هم عظيم نعمت دے اے شبؔيره

دَ شېطان زړهٔ پهٔ دې باندې ښهٔ کسکر کړه

دَ ذي الحجې روژې

وړومبنۍ اتهٔ روژې دَ ذي الحجې

ورسره بله روژه دَ عرفې

دَ وړومبو اتو دَ هر يو دا ثواب دے

لکه ونيسي پوره کال څوک روژې

مخکښې وروستو دَ يو يو کال دَ ګناه شي

عرفې روژه پهٔ شان دَ کفارې

ټيک ده فرض اؤ واجب دا روژې نهٔ دي

ثوابونه دومره څنګه تهٔ پرېږدې

دَ هغهٔ دَ ورکړې ګرم چې بازار شي

ولې دې نه بيا جولۍ نهٔ ډکوې

اوس موقعه ده دَ عمل شبؔيره واخله

ګني لاس به ورپسې بيا تهٔ مروړې

دَ عاشورې روژه

مدينه کښې چې دا وليدل نبي

يهوديان دَ عاشورې روژه نيسي

نو تپوس لهٔ يهوديانو نبي وکړو

تاسو نيسیٔ دا روژه نو دا څهٔ دي

شو ګويا چې ملاؤ شوي پهٔٔٔٔٔ دې ورځ ده

موسیٰ اؤ دَ هغهٔ قوم ته ازادي

نو نبي وفرمائېل موسیٰ زمونږ دے

مونږ ته هم پرې شوه حاصله خوشحالي

مونږه نيسو به روژه دَ عاشورې اوس

نو تپوس وکړو پهٔٔٔٔٔ دې يو صحابي

هسې نه مشابهت دغه عمل شي

دَ يهودو پهٔٔٔٔٔ شان دا عمل نهٔ شي

دې موقعه باندې ارشاد داسې وارد شو

پهٔٔٔٔٔ جواب کښې پهٔٔٔٔٔ حضرت دَ سوالي

يو روژه به ترې نه مخکښې اؤ يا وروستو

نيسو مونږ چې دَ هغوی پهٔٔٔٔٔ شان نهٔ وي

پته دا ولګېدله چې حکمت دے

ورک نعمت مؤمن به څنګه دا پرېږدي

مشابه دَ اغيار نهٔ شي خپل عمل هم

ساتل زړۂ کښې دغه خيال دي لازمي

دَ اصحابو دَ احسان دَ بوج نه لاندې

سر زمونږ دے پهٔٔٔٔٔ هر کار اؤ پهٔٔٔٔٔ هر شي

نو سنت شوله روژه دَ عاشورې بيا

ورسره وي بله هم يو اضافي

دَ نبي دَ در هر څيز شبؔيره واخله

تقاضا ده ايماني اؤ هم عشقي

دوست دښمن

دَ الله چې څوک خبره نهٔ مني

نه پوهېږي چې دے خپل نقصان کوي

دے دَ دوست دَ دوستۍ څنګه خبردار شي

چې پهٔ لاس کښې ئی دښمن خپل لوبوی

دوست به تا وژړوي ستا پهٔ فائده کښې

دښمنۍ کښې بہ دښمن تا خندوی

دوست به ستا فائدے بيا بيا يادوی تاته

اؤ دښمن به دا دَ ستانه هېروي

دوست به ستا نه ستا دپاره مرور شي

اؤ دښمن به دې لهٔ دهٔ لرې کوي

دوست دښمن پېژندل دلته فقاهت دے

اے شبؔيره اوښيار دا حاصلوي

نفس اؤ شېطان

نفس زما دے ډېر نادان

اؤ دښمن مې دے شېطان

دهوکه باز دے دروغژن

نفس ملګرے ئې دے هر آن

نفس جاهل دے نهٔ پوهيږي

پهٔ فائده اؤ پهٔ نقصان

اؤ شېطان ډېر زيات ذهين دے

لوئے دښمن دے دَ انسان

شېطان کار دَ نفس نه اخلي

ورښائی کارونه وران

اؤ انسان پهٔ دې شبؔيره

نهٔ پوهيږي پهٔ خپل ځان

صفر المظفر

ټولې مياشتې پاکې دي لهٔ نحوست نه

شېطان چرته تاسو کړي دې کښې غلط نه

ټولې مياشتې سمې مياشتې دي پهٔٔٔٔٔ دې کښې

پهٔٔٔٔٔ صفره کښې هم شته څهٔ بدِيت نه

چې څوک دا ګڼي منحوسه نو منحوس دے

کهٔ دهٔ کړلو څهٔ بدل دا خپل حالت نه

بلاګانې چې پهٔٔٔٔٔ دې کښې څوک ګڼې نو

دے روان دے هېڅکله پهٔٔٔٔٔ شريعت نه

دَ هر څيز تقدير الله پاک دے جوړ کړے

منحصر دے دا دَ ستورو پهٔٔٔٔٔ حرکت نه

کهٔ وے داسې وو به داسې چې څوک وائی

نهٔ دے خلاص دَ شېطاني ګند اؤ حيلت نه

وئیل دادي چې بس دا وه مقدره

ازاد نهٔ دي څوک دَ خدائے دَدې قدرت نه

تا شبؔيره دَدروغو پټي وران کړل

اوس دَ دو دَ بيان شته دے څه حاجت نه

پېسه يو امانت

چې پېسه دې ده پهٔ جېب کښې کړه سمباله امانت دے

کهٔ پهٔ ځان باندې دې خرچ کړه پهٔ دنيا کښې ستا راحت دے

کهٔ دې مخکښې واستوله لهٔ دې ښهٔ کار نشته بل چې

هلته کښې به دې پکار شي چې دَ ټولو ضرورت دے

پهٔ ګناه کښې سکون نشته خرچ دا نهٔ کړې پهٔ ګناه کښې

دَ نقصان دپاره ولې خرچ کوې دا حماقت دے

کهٔ جنت پرې ګټل غواړي دَ عثمان نه دا تهٔ زده کړه

چې ګټلے پرې هغهٔ بېشکه درې ځله جنت دے

دَ ښهٔ کار دپاره دا کهٔ پهٔ دنيا کښې استعمال شي

نو بېشکه پهٔ ښه لاره تلو دپاره يو طاقت دے

کهٔ بې ځايه استعمال شي نو تبذير دے اے شبؔيره

يا اسراف پرې چې څوک وکړي پهٔ دنيا کښې جهالت دے

تبذير

ملاؤ شوے کهٔ دے مال چاته لهٔ خدايه

خرچ دې نه کړي دغه مال چرته بې ځايه

ګني شي بہ دَ شېطان وروڼه پهٔ دې نو

دا تبذير دے مهٔ مشغول پهٔ دې ګناه يه

دَ اسراف نه ځان ساته دَ خدائے خوښ نهٔ دے

مال طاقت دے ، ښهٔ دَدې استعمال ښايه

مال نه جوړ نهٔ کړې دَ مال پمپ دغه سود دے

سود دَ خدائے سره اعلان دَ جنګ دے وايه

سود خو اور دے اخرت کښې ځان ترې بچ کړه

محفلونو کښې دَدې فائدې مهٔ ستايه

پهٔ کوم څيز کښې دَ الله چې ناراضګي وي

اے شبؔيره ځان ساته ترې تهٔ لهٔ ورايه

دَ ګل ورځ

دَ حضرت دَ ولادت ورځ ده دَ ګل

ورپسې بيا دَ رحلت ورځ ده دَ ګل

مدينې ته هم پهٔٔٔٔٔ ګل دي رسېدلي

دَ شروع ئې دَ هجرت ورځ ده دَ ګل

پهٔٔٔٔٔ ربيع الاول کښې دي دا ټول شوي

مونږ دپاره لوئے نعمت ورځ ده دَ ګل

دَ صديق خوښ هم دَ ګل پهٔٔٔٔٔ ورځ رحلت ؤ

دَ تکوين دَ مرګ سنت ورځ ده دَ ګل

دَ ګل نوم دَدې دپاره مقرر شو

دَ بېشانه سعادت ورځ ده دَ ګل

دَ ګل ورځ دَ شبؔير هم خوښه ده ډېره

ګل سره دَ محبت ورځ ده دَ ګل

ربيع الاول

دَ ولادت ده مياشت ربيع الاول

دَ سعادت ده مياشت ربيع الاول

پهٔٔٔٔٔ دغه مياشت کښې هجرت هم شوے دے

دَ بشارت ده مياشت ربيع الاول

اهم کارونه دَ حضرت دې کښې وو

دَ محبت ده مياشت ربيع الاول

منتخب کړي خدائے دا مياشت دَ مينې

چې دَ دعوت ده مياشت ربيع الاول

خدائے دي راغوښتي دَ خپل ځان دپاره

دا دَ رحلت ده مياشت ربيع الاول

دې کښې بدعت به فروغ څنګه مومي

چې دَ سنت ده مياشت ربيع الاول

بس دَ سنت نه مونږ اعراض ونهٔ کړو

دَدې دعوت ده مياشت ربيع الاول

پهٔٔٔٔٔ صحابه پسې روان مونږه شو

دَ نصيحت ده مياشت ربيع الاول

بدعت نه کرکه وکړو اے شبؔيره

دَدې نفرت ده مياشت ربيع الاول

ذکر اؤ صحبت دَ صالحينو

کړه پهٔ ذکر باندې زړهٔ دې خپل بيدار

هم صحبت دَ صالحينو کړه اختيار

نو دَ دوی اعمال به خپله ستا نصيب شي

فضل تا باندې به وکړي کردګار

صادقينو سره مل شه دا اعلان دے

دَ قران ، کړه دا اعلان دَ غاړې هار

ناست محفل دَ ذکر کښې هسې چې هم وي

پهٔ هغه هم فضل وشي دَ غفار

سلسله کښې کهٔ دَ ذکر ځان شامل کړې

کړې محسوس به بيا دَ ذکر ډېر انوار

قلعه ګانې نن صبا دَ حفاظت دي

اے شبؔيره لهٔ فتنو ، وکړه اعتبار

خپل ځان ته خطاب

جوړ لهٔ رب شه همېشه دعا کونکے

چې دے صرف بس هغه عطا کونکے

مايوس نهٔ شې دعا وندروې کله

ګني شې به پهٔٔٔٔٔ دې کښې خطا کونکے

ده ممکنه چې حالت دا ستا ئې خوښ وي

خوښوي غوښتو کښې التجا کونکے

خزانو کښې دَ هغهٔ څهٔ کمے نشته

دَ باطل نه دے دَ حق جدا کونکے

ګوري دا چې حقيقي طلب دے چا کښې

څوک دے حق دَ بندګۍ ادا کونکے

دا دنيا دے صرف ځائے دَ امتحان يو

جوړ شه تهٔ پهٔ خدائے هر څيز فدا کونکے

دَدې ځائے تکليف دَ هغه ځائے راحت شي

څهٔ بې وجې نهٔ دے مبتلا کونکے

شي چې هلته ښکاره اجر دَ تکليف به

نو محروم به لهٔ دې وي ژړا کونکے

پهٔ قېنچۍ کاش پرې کړے شوے وے څرمن مې

خو دا اجر ماته هم وے راکونکے

دا دَ ژوند چې ورځې څو دي اے شبؔيره

ولے جوړ نهٔ شم دې کښې وفا کونکے

دعا

هوښيارتيا ده چې هر وخت غواړو دعا مونږ

عبادت صرف کوو دَ پاک الله مونږ

چې اياک نستعين وايو پهٔ نمونځ کښې

مدد ځکه خو نهٔ غواړو لهٔ بل چا مونږ

دَ انعمتَ عليهم سره مو مل کړې

دَ مغضوب عليهم نه کړې جدا مونږ

دَ ضالين پهٔ لارې مونږ چرې تېر نهٔ شو

لهٔ هر قسمه ګمراهۍ بچ شو صفا مونږ

لهٔ قران نه هدايت مونږه حاصل کړو

مزين شو پهٔ اعمالو دَ تقویٰ مونږ

اے شبؔيره دَ دعا ذوق کهٔ پېدا شو

لهٔ الله به غافل نهٔ شو چرته بيا مونږ

دعا

هر يو کس ته دَ دعا دے ضرورت

پهٔٔٔٔٔ دې وجه دَ هر چا دے ضروت

هر يو کار چې دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ حکم کيږي

دَدې حکم دَ الله دے ضرورت

دعا کولو والا کله مايوس نهٔ شې

هر وخت دې کښې دَ صدا دے ضرورت

کهٔ وغواړي نو هغه هم درکوے شي

چې کوم غواړې اؤ دَ ستا دے ضرورت

يا څهٔ بل څهٔ مصيبت پرې درنه لر کړي

چې دا هم دَ مبتلا دے ضرورت

يا قيامت کښې درته اجر ذخيره کړي

هلته اجر ستا زما دے ضرورت

اے شبؔيره پهٔٔٔٔٔ دعا چې راضي کيږي

مونږ ته ئې څومره دَ رضا دے ضرورت

دعا اؤ عاجزي

دعا غواړه پهٔ دعا کښې عاجزي ده

عاجزۍ کښې خدائے کښېښودي کاميابي ده

پهٔ دعا تهٔ ستړے نهٔ شې ته بنده ئې

غواړه غواړه چې هم دغه بندګي ده

بندګۍ کښې شرم نشته سعادت دے

دَ خپل ځان سره خو دغه خير خواهي دے

پهٔ دعا کښې توجه دَ خدائے پېدا کړه

بادشاهي ده بادشاهي ده بادشاهي ده

پهٔ دعا کښې زړهٔ غافل دې چرې نهٔ وي

محرومي ده محرومي ده محرومي ده

محرومۍ نه ځان ساته شبؔيره واخله

دَ دعا لاره چې دا لاره اصلي ده

مهٔ سټرے کېژه

دعا غواړه پهٔ دعا مهٔ ستړے کيږه

پهٔ سجده کښې دَ الله مخکښې غورزيږه

تندے کېږده ته پهٔ در ئې ترېنه غواړه

دا پوړۍ دَ رفعتونو دي پرې خېژه

پهٔ دعا پهٔ ژړاګانو ملاويږي

هر يو څيز ، دَ الله مخکښې تهٔ ژړېږه

دَ دعا دَ ذکر لاره سيده لاره

پهٔ دعا پهٔ ذکر باندې مهٔ مړېږه

دا دعا ذکر پهٔ نمونځ نور طاقتور کړي

ذريعې دَ مددونو دي شبؔيره

تهجد کښې دَ الله مخکښې ودرېږه

کړه حاصلې دا ،۔ پرې هسې مهٔ تېرېږه

راکړې

خپله ربه دَ محبوب خپل محبت تهٔ ماته راکړې

پهٔٔٔٔٔ سنت باندې روان شم دا همت تهٔ ماته راکړې

دَ ويښتهٔ هومره لهٔ لارې دَ هغهٔ بې لارې نهٔ شم

زما ذوق دَ هغهٔ ذوق شي دا طبعيت تهٔ ماته راکړې

حق آګاه شم حق اشنا شم لهٔ باطل نه هم خبر شم

زړۂ بيدار،ورسره نور دَ فراست تهٔ ماته راکړې

زما مخکښې همېشه وې ستا جمال اے جميل ربه

شم فدا پهٔٔٔٔٔ تا دنيا نه اوس نفرت تهٔ ماته راکرې

لهٔ سيرت دَ خپل محبوب نه مې خبر کړې پاکه ربه

اتباع دَهغه ښکلي دَ سېرت تهٔ ماته راکړې

دَ هغهٔ هره ادا خو يقيناً تاته خوږه ده

دَهغو دَ خپلولو سعادت تهٔ ماته راکړې

دَ امت فکر چې زړۂ کښې پهٔٔٔٔٔ هر وخت کښې ورسره ؤ

پهٔٔٔٔٔ طفيل دَ هغې درد دردِ امت تهٔ ماته راکړې

زۂ کمزورے يم ناتوان يم اے مولا تاته زۂ سوال کړم

دَ خپل ځان دَ راضي کولو اوس قوت تهٔ ماته راکړې

ياد کړم تا پهٔٔٔٔٔ ژبه زړۂ اؤ هم مې ياد وساتې خدايه

پهٔٔٔٔٔ قران شم پوه اؤ ذوق دَ تلاوت تهٔ ماته راکړې

زۂ پهٔٔٔٔٔ نمونځ کښې عاجزیٔ سره چې مخکښې ستا ولاړ وے

چې ما ووينې خوشحال شې دا حالت تهٔ ماته راکړې

څهٔ به زۂ يم څهٔ ثنا به صحيح وکړم ستا اے خدايه

قابل نهٔ يم زۂ مګر قبوليت تهٔ ماته راکړې

کړې زما ځان مال اولاد اؤ وخت قبول دا شبؔير وائې

اؤ دَ دغو پيش کولو سعادت تهٔ ماته راکړې

ياد دَ مدينې

نقشه دَ مدينې زما پهٔٔٔٔٔ زړۂ بيا راوريږي

چې خيال دَ مدينې زما پهٔٔٔٔٔ زړۂ کله تېريږي

جاليو دَ روضې ته چې مې خيال دَ پاک رسول شي

نو اوښکې مې پهٔٔٔٔٔ مخ بيا بې اختياره وبهيږي

دَ شين ګنبد پهٔٔٔٔٔ مخکښې دَ چتريو لاندې ناسته

چې ماته را پهٔٔٔٔٔ ياد شي ورپسې مې زړۂ خوږيږي

بيا هغه هواګانې فضاګانې مې شي يادې

درود اؤ پهٔٔٔٔٔ سلام مشغول زړګے زما ژړيږي

قدمونو کښې زۂ ناست پهٔٔٔٔٔ تصور کښې بيا شبؔيره

درود اؤ سلام وايمه پهٔٔٔٔٔ دې مې وخت تېريږي

دَ رسول مينه

دَ امت ښېګړه ده دَ رسول مينه

دَ امت سره وفا دَ رسول مينه

خوږ لهٔ هر چا چې رسول وي ، دا پکار دي

دَ برکت ده سلسله دَ رسول مينه

دَ امت فکر دَ خېر هر وخت پکار دے

مونږ نه غواړي پاک الله دَ رسول مينه

دَ خپل ځان اصلاح ثابته لهٔ قران ده

اؤ دَدې ده طريقه دَ رسول مينه

دَ امت فکر دَ خپل اصلاح نه پس دے

لهٔ اصلاح نهٔ ده جدا دَ رسول مينه

اے شبيرہ پهٔٔٔٔٔ سنت باندې روان شه

ﷻﷻدَغه لاره ده صفا دَ رسول مينه

دَ نبيﷺ محبت

چې دعویٰ کړې دَ نبي دَ محبت

نو عمل دے پرې لازم پهٔٔٔٔٔ شريعت

دَ توحيد درس نبي ټول عمر ورکړے

ځان دَ شرک نه به ساتې پهٔٔٔٔٔ هر حالت

دَ رسول مينه زمونږ نه تقاضا کړي

چې ونهٔ کړو دَ هغهٔ مخالفت

کهٔ سنت دَ نبي چرته کښې موجود وي

هغه پرېنږدو اؤ ونهٔ کړو بدعت

دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ شان څوک نشته مخلوقات کښې

يم مئین پرې دَ هغهٔ کړم اطاعت

بس هغهٔ ته منسوب هر شے پهٔٔٔٔٔ ما ګران دے

زما زړۂ ته ئې نزدې دے هر نسبت

اهل بيت دَ هغهٔ زړۂ ته مې نزدې دي

دَ هغوی مينه ګڼم لوئے سعادت

زمونږ مياندې دَ هغوی کور والې پاکې

دَ هغوی غواړم چې وکړم څهٔ خدمت

صحابهؓ څومره نزدې وو دَ خدائے دوست ته

دَ هغوی لازم دے عشق و عقېدت

دا پېغام دَ محبت زۂ هر ځائے خور کړم

کهٔ زما هم پرې وشي قبوليت

دا منشور مې دے دَ ژوند دا مې آئېن دے

اے شبؔيره لار ده دا دَ هدايت

دَ نعت ليکلو شوق

شوق لرم پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې نعت زۂ دَ ليکلو

اؤ پهٔٔٔٔٔ دې کښې دَ محبوب دَ يادولو

دَ هغهٔ عظمت نه زړۂ زما خبر دے

دے مجبور لهٔ محبت دَ جذبو خپلو

پهٔٔٔٔٔ الفاظو کښې زړګے ورته خپل پيش کړم

ورنه خواست کوم دَدې دَ قبلولو

چرته زۂ چرته هغه غلط زۂ نهٔ شم

پهٔٔٔٔٔ نازک ښاخ کړم کوشش څنګه دَ تللو

يقيناً چې دَ الله هغه بنده دے

دے کوشش مې دَدې هم دَخيال ساتلو

بندګۍ کښې هم ترې مخکښې بل څوک نشته

نتيجه دَ عبده ده دَ لوستلو

دے بشر خو يقيناً خير البشر دے

بشر مثلکم کښې پهٔٔٔٔٔ اورېدلو

تاج دَ ختمِ نبوت ئې هم پهٔٔٔٔٔ سر دے

حد به ئې څه وي دَ عظمت بيانولو

چې څوک هم شو دَ هغهٔ هغه دَ خدائے دي

کوشش څنګه به نهٔ کړم پسې دَ تللو

متبع ئې محبوب ګرځي دَ الله پاک

کار مهم دے دَ سنت دَ خپلولو

اے شبؔيره چې شفيع دے دَ محشر څوک

چرته در دے دَ هغهٔ دَ پرېښودلو

دَ رسول ﷺ مدح

نه ده عجيبه دا چې هغه مې دے خيالونو کښې

څوک چې خوش نصيب دي دَ هغوی وسي پهٔٔٔٔٔ زړونو کښې

دا ټول کائنات ټول دَ هغهٔ دپاره خدائے جوړ کړو

زوږ ئې خور پهٔٔٔٔٔ زمکه پهٔٔٔٔٔ فضا پهٔٔٔٔٔ اسمانونو کښې

خوښ دي دَ الله هغه بنديان پهٔٔٔٔٔ ايماندارو کښې

څوک چې دي مشغول ئې پهٔٔٔٔٔ عمل پهٔٔٔٔٔ سنتونو کښې

ډک دَ محبت ئې وے زړګے، درود پهٔٔٔٔٔ ژبه هم

وي دې پهٔٔٔٔٔ سنت عمل هر وختې پهٔٔٔٔٔ کارونو کښې

هر محبوب دَ خدائے دے دَ هغهٔ پهٔٔٔٔٔ وسيله سره

هم ممتاز امت ئې دے پهٔٔٔٔٔ ټولو امتونو کښې

دغه سعادت شبؔيره کم نهٔ دے لږ سوچ وکړه

نوم ئې محبينو کښې زما دے پهٔٔٔٔٔ نومونو کښې

دَ شين ګمبت پهٔٔٔٔٔ لوري

زړۂ مې مدينې دَ شين ګمبت پهٔٔٔٔٔ لوري تلے دے

نشته دے سينه کښې څهٔ به ئې وينې الوتلے دے

وايمه سلام پهٔٔٔٔٔ هغهٔ ، زړۂ کښې هغه ياد لرم

هم درود پهٔٔٔٔٔ ژبه کېفيت زما ډېر ښکلے دے

رب دپاره زۂ ئې اتباع کوم پهٔٔٔٔٔ مينه چې

امر دَ خدائے پاک قران کښې دغه شان راغلے دے

وي درود سلام دې پهٔٔٔٔٔ هغهٔ دَ شمار نه زيات همېش

زړۂ مونږ دَ هغهٔ سره هر وخت چې اوس تړلے دے

مونږ دې اتباع دَ هغهٔ وکړو چې خدائے دا غواړي

ځکه جام دَ مينې دَ الله شبؔير هم څښلے دے

دَ ښهٔ والي دعویٰ

وخت پهٔٔٔٔٔ وخت چې لهٔ مونږ کيږي ګناهونه

دَ ښهٔ والي دعویٰ څنګه به کوونه

نفس شېطان کله چې مونږ سره موجود دے

لهٔ دوی څنګه يو لمحه مونږ غافل شونه

شېطان څنګه پهٔٔٔٔٔ يو کار باندې مردود شو

پکار نهٔ ئې شو ډېر زيات عبادتونه

کهٔ عمر ګمان پهٔٔٔٔٔ ځان دَ منافق کړي

مونږ دې سوچ وکړو چې مونږه څنګه يونه

غافلان يو اؤ قانون دَ خدائے واضح دے

سوچ پرې وکړو لهٔ غفلت ځان اوباسونه

پيروي دَ صحابه پهٔٔٔٔٔ هر يو حال کښې

وکړو ، ځان مونږ غلامان ئې وګڼونه

پهٔٔٔٔٔ طفيل دَ هغوی مونږ دې خدائے معاف کړي

دَ شبؔير دې خدائے کړي ټيک اوس حرکتونه

نعت شريف

څنګه زۂ دَ رسول وکړم تعريفونه

کافي دې دپاره نهٔ دي مې شعرونه

الله څه نهٔ دي ورکړي پاک رسول ته

بيان څنګه ئې شم کولے صفتونه

خدائے نه پس هستي اوچته دَ هغهٔ ده

دَ قران پهٔٔٔٔٔ دې ګواه دي آيتونه

نبي څنګه دے زمونږ اؤ مونږ يو څنګه

څهٔ کوم به دَ خپل ځان شکايتونه

نقل مونږه دَ بل چا به کوو څنګه ؟

پهٔٔٔٔٔ دې باندې لرم ډېر زۂ حېرتونه

دَ هغهٔ هر يو سنت خدائے ته محبوب دے

پهٔٔٔٔٔ خپل ځان کښې راولم دا سنتونه

دَ خدائے ذکر سره دے دَ هغهٔ ذکر

ګواه دې باندې قدسي دي حديثونه

دَ خُلقِ عظيم مالک بللے کيږي

لهٔ قران ثابت دي دا حقيقتونه

چې روان پهٔٔٔٔٔ طريقه دَ پاک رسول وي

صادقين دي ځیٔ چې دوی پسې مونږ ځونه

اؤ پهٔٔٔٔٔ اذن دَ الله شفيع اعظم دے

زړۂ مې غواړي چې خبر کړم جهانونه

اے شبؔيره ده دَ ځان سره ښېګړه

پهٔٔٔٔٔ نبي استوه ډېر ډېر سلامونه

لمحهٔ شکر

خدائے توفيق راکړلو بيا دَ نعت ليکلو

اطمينان راته پهٔٔٔٔٔ دې ډېر نصيب شولو

خپل نظر کښې زۂ نن نور وغورزېدمه

چې ئې ځائے دَ نعت خوانانانو بيا راکړلو

چرته خاورې زۂ پهٔٔٔٔٔ سر چرته دا پاک ځائے

شو نصيب مې دغه ځائے بيا دَ راتللو

اوس درود به ورته بيا بيا زۂ لېږمه

نعت خوانانو کښې پهٔٔٔٔٔ نوم شاملېدلو

پهٔٔٔٔٔ قدمونو کښې ئې دې ځائے زما نصيب شي

شبؔير څوک دې منع نهٔ کړي لهٔ غوښتلو

نعت شريف

ستا دَ حسن ثاني نشته هم عالي دے ستا نسب

رحمة اللعالمين دے پهٔٔٔٔٔ قران کښې ستا لقب

ستا هر يو نسبت الله ته ډېر محبوب دے، ده ظاهره

دے لازم ځکه پهٔٔٔٔٔ ما باندې دَ هر نسبت ادب

الله ډېر زيات مهربان دے پهٔٔٔٔٔ امت دَ ستا ، دا ښکاري

چې ته ئې دَدې بې شکه يقيناً اصلي سبب

ورځ اؤ شپهٔٔٔٔٔ زۂ پهٔٔٔٔٔ تا باندې بس درود و سلام وایم

دے راکړے حکم ماته پهٔٔٔٔٔ قران کښې دَدې رب

ته شفيع دَ ګنهګارو يې ، مونږ ستا پهٔٔٔٔٔ طفيل سوال کړو

چې الله زمونږ نه لرې پهٔٔٔٔٔ خپل فضل کړي غضب

شه نصيب شبؔير حقير ته مرقد ستا دَ قدمونو

دا دعا ستا پهٔٔٔٔٔ طفيل کړم لهٔ الله نه روز و شب

نعت ليکل

نعت ليکل غواړي زما زړۂ خو دا ليکم به څنګه

دا خو پهٔٔٔٔٔ توره باندې تلل دي پرې ورځم به څنګه

يو طرف زړۂ دے پهٔٔٔٔٔ ټوپونو ، بل طرف ادب دے

دَدوی پهٔٔٔٔٔ مينځ کښې مې زړګےدے دا ساتم به څنګه

زړۂ خو دا غواړي چې دا هر څهٔ خپل فرياد کښې پيش کړم

خو خپل اعمال دي زما مخکښې، مخکښې ځم به څنګه

دا مې ارمان دے پهٔٔٔٔٔ دربار کښې دا خپل زړۂ پيش کړمه

غواړمه ډېر څهٔ هغه وخت کښې دا غواړم به څنګه

ما دې الله زما دَ دغې در غلام جوړ کړي

زۂ شبؔير بل څهٔ پهٔٔٔٔٔ دې خولهٔ باندې راؤړم به څنګه

نعت ليکل ولې مشکل دي

نعت ليکل ولې مشکل دي

دا پهٔٔٔٔٔ توره باندې تلل دي

کهٔ مقام ئې نور اوچت کړې

نو دَ حد نه مخکښې تلل دي

اؤ کهٔٔ کم شي لهٔ خپل ځائے نه

نو لهٔ ځائے راغورزېدل دي

پهٔٔٔٔٔ نېک نيت ځان بيا لهٔ دې نه

هر حالت کښې بچ کول دي

دَ صديق سنت شبؔيره

خاموشي بيا خپلول دي

نعت شريف

ياديږي مې نن بيا ښکلے دلبر دَ مدينې

شفيع دَ کل امت نبي سرور دَ مدينې

ياديږي مې نن بيا هغه پيکر دَ محبت

دَ زړونو پهٔٔٔٔٔ دنيا باندې افسر دَ مدينې

بيا ناست وے دَ چترو دَ لاندې مسجد نبوي کښې

اؤ شين ګمبت زما وے پهٔٔٔٔٔ نظر دَ مدينې

وےناست پهٔٔٔٔٔ قدمونو دَ آقا کښې پهٔٔٔٔٔ ادب زۂ

پهٔٔٔٔٔ زړۂ باندې مې سور دے دا منظر دَ مدينې

اے کاش چې مې پوره دغه ارمان شوے اے شبؔيره

روان چې شمه بيا زۂ پهٔٔٔٔٔ سفر دَ مدينې

دَ اهل بيت محبت

ډک کړه خپل زړګے لهٔ اهل بيت دَ محبت ګله

ستوري دغه ټول دي پهٔٔٔٔٔ اسمان چې دَ عزت ګله

غواړي نبي مينه دوی سره پهٔٔٔٔٔ خپله مينه چې

څنګه شي بيا پاتې دَدې کار نه ئې امت ګله

حکم دے امت ته چې دَ دوی سره تعلق لري

څنګه امامانو ئې وکړو متابعت ګله

تهٔ کهٔ تردد لرې پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې څهٔ پهٔٔٔٔٔ دې باندې

ولوله حديث پاک پهٔٔٔٔٔ باره کښې دَ عترت ګله

مينه دَ دَ علي ، حسن ،حسين آؤ فاطمې چې ده

زړۂ کښې کهٔٔ لرې نو دغه ستا دے سعادت ګله

دوی صحابه هم دي اؤ دَدوی حب کښې شامل هم دي

ونهٔ کړې هېڅکله تهٔ دَدوی مخالفت ګله

دا دَ شيعه ګانو امامان نهٔ دي زمونږه دي

هېر نهٔ کړې جذباتو کښې هېڅکله حقيقت ګله

مونږه دوی پسې يو اے شبؔيره دوی زمونږه دي

رادې نشي زړۂ ته څه پهٔٔٔٔٔ دې باندې حېرت ګله

دَ امام شافعي عجيبه اشعار

تاريخي دي څو اشعار دَ شافعي

کړي پهٔ حب دَ اهل بېتو ګواهي

کهٔ دا حب دَ اهل بيت رفض څوک بولي

ثقلين دي شي ګواه يم رافضي

په ښهٔ څيز کښې پهٔ ښه لار کښې شرم نشته

شرم نهٔ کړي بيا پهٔ دې کښې چې پوه شي

اهل بيت دَ زړهٔ ټکړې دَ پاک رسول دي

صحابه دَ پاک رسول ملګري دي

زمونږ مياندې هم لري نسبت اوچت ډېر

مؤمن څنګه به ادب ئې نه کوي

نسبتونه محترم دَ پاک رسول دي

ټول شبؔيره ولې دا څوک نهٔ مني

زکوٰة نه هديه

زکوٰة نهٔ دے مګر دے دَ لاسو خيرے

اهل بيت ځکه دا نهٔ شي اخستلے

زړۂ هديه کړه ورته دغه ددوی حق دے

خوش نصيب دے چې پهٔ دغه لاره تلے

چې چا کړے دے خدمت دَ اهل بيتو

پهٔ اخلاص ، نهٔ دے هغه بيا محروم شوے

دَ جنيد دَ ولايت نه ځان خبر کړه

چې هغهٔ ځان ؤ سيد ته غورزولے

امامان دَ اهل بيتو وو ملګري

دے ثبوت دَدوی دَ مينې ښکارېدلے

دَ رسول دَ هر نسبت شه قدرمن تهٔ

اے شبؔيره ورځه دې کښې نهٔ شې غلے

دَ اهل بيت تعارف

دَ نسبت دَ رسول خيال هم زړۂ کښې نهٔ وي

هواګانې بعضې داسې چلېدلي

کورنۍ دَ پاک رسول ده سوچ پرې وکړه

ستا فکرونه کوم غلط سر ته ختلي

دَ قرآن و عترتی فرمان ووايه

نبي څهٔ دَدې باره کښې دي وئېلي

اؤ حديث سفينه نه څهٔ ثابت دي

ولې سترګې اړوې اوس غلي غلي

من کنت مولاه فعلی مولاه

دَ علی باره کښې دا ئې دي وئېلي

سرداران دي دَ شبابِ اهلِ جنة

دي نمسي دَ خدائے دَ دوست اؤ نازولي

اے شبؔيره صحابه مو محبوبين دي

صحابه کښې اهل بيت به هم شامل ئې

اهل بيت څوک دي؟

دَ نبي دَ کور ګلان دي اهل بيت

ګوره څومره عالي شان دي اهل بيت

دنيا نهٔ ده پېرزو کړي پهٔ دې کور خدائے

دَ جنت چې سرداران دي اهل بيت

پهٔ خطبه کښې توجه ئې پهٔ نمسي وه

پهٔ جانان باندې ډېر ګران دي اهل بيت

فاطمې دپاره پاسي استقبال ته

دومره خوښ چې دَ جانان دي اهل بيت

ګستاخان کهٔ دَ اصحابو شيعه ګان دي

خارجيان دي ګستاخان دَ اهل بيت

مقابل به دَ اصحابو کړي دوی خلق

اے شبؔيره پرې حېران دي اهل بيت

اعتدالِ اهل سنت

اهل بيتو سره مينه ده پکار

دے دا حکم دَ نبي دَ کردګار

صحابه هم دي ټکړې زمونږ دَ زړونو

اؤ پهٔٔٔٔٔ خپلو مياندو هم مونږ يو نثار

پهٔ قران باندې مئين اهل سنت دي

احاديث تشريح دپاره کړي اختيار

ما انا عليه و اصحابي لولي

ځکه مينه کښې دَ دوی دي ګرفتار

صحابؤ نه تشريح دَ سنت اخلي

دوی عدول ګڼي پهٔ دوی کوي اعتبار

ابوبکر عمر اؤ عثمان علی هم

خلفاء مني نعره ئې حق چار يار

فاطمه دَ سيداتو سيده ده

حسنين سره ملاؤ مو دَ زړهٔ تار

اے شبؔيره اعتدال ډېر لوئے نعمت دے

کاش چې هر يو اعتدال ته شي تيار

دَ نبي دَ زړۂ ټکړې

اهل بيت چې دي ټول پاک دي دَ نبي دَ زړۂ ټکړې دي

دوی منسوب دي پاک نبي ته دا دَ مينې سلسلې دي

فاطمه بي بي سرداره دَ جنت دَ پاکو ښځو

پهٔٔٔٔٔ مولاهُ کښې مولا علی حيدر ته اشارې دي

سيدا شبابِ اهل جنة څوک دي؟ سوچ پرې وکړیٔ

حسنين کريمين دي دوی بچي دَ فاطمې دي

کهٔ دَ اهلِ بيت دَ مينې قائل څوک رافضي بولي

شافعي رافضي ځان ته وائی بيا څهٔ پهٔٔٔٔٔ دې کښې دي

دَ يزيد مينه دښمن تا دَ حسين دَ مينې نهٔ کړي

کهٔ دا وي دَ نواصب بيا ستا پهٔٔٔٔٔ سر بلې ډيوې دي

شبؔير کله هېروے شي دَ شبؔير سجده دَ مرګ وخت

دا معراج دَ قربانۍ ؤ اؤ دَ حق دا معرکې دي

دَ هدايت لار

چې پهٔٔٔٔٔ لاره دَ وفا کوم شهيدان دي

دا بېشکه پهٔٔٔٔٔ الله باندې ډېر ګران دي

چې شهيد شw دَ الله لار کښې مړ نهٔ دے

ناقابله لهٔ ليدو ئې ستا چشمان دي

وئېل څهٔ چې دا ګمان هم کله مه کړه

چې دا مړه دي دا خو زنده جاويدان دي

پهٔٔٔٔٔ تکليف اؤ مشکلاتو تا ازمائې

صبر شکر دا دوه لارې دَ احسان دي

مېلمستيا به دَ غفور و دَ رحيم وي

پهٔٔٔٔٔ جنت کښې به دَ عيش هر يو سامان وي

اناّ لله چې چا ووې پهٔٔٔٔٔ تکليف کښې

رب شناس دي بچ کېدونکي لهٔ شېطان دي

چې اناّ اليه راجعون ووائې

دَ رحمت دَ سیوري لاندې دَ رحمان دي

رحمت خاص دَدوی پهٔٔٔٔٔ لور متوجه شي

ستوري دوی دَ هدايت بيا پهٔٔٔٔٔ اسمان دي

دغه لار دَ هدايت ده اے شبؔيره

نازولي دَ الله پهٔٔٔٔٔ دې روان دي

ښځه

ښځه توب کهٔ ښځه کله هم تسليم کړي

نو فطرت خپل ورته هر څهٔ به تعليم کړي

خدائے چې څنګه پهٔٔٔٔٔ حکمت خپل څوک جوړ کړي

هغه ښهٔ دي هر څهٔ ښهٔ چې رب کريم کړي

پهٔٔٔٔٔ سړو کښې سړي توب ښکلے صفت دے

کهٔ دا نهٔ وي پهٔٔٔٔٔ سړي کښې سړے نيم کړي

دغه شان نسوانيت دَ ښځو شان دے

کمے دې کښې لارې بندې دَ تفهيم کړي

دَ سړو کار کښې سړي نه مخکښې څنګه

ښځه تلے شي کهٔ ځان مړ ه هم پهٔٔٔٔٔ دې سکيم کړي

دغه شان دَ ښځو کار کښې دې سړي هم

نه راځي بلکې کارونه دې تقسيم کړي

دې دپاره تزکيه دَ نفس پکار ده

ورسره شبؔيره قلب چې څوک سليم کړي

دَ غېر محرم اثر

کهٔ لهٔ اثر دَ غېر محرم نه څوک انکار کوي

دوی به پهٔ عقل خپل پهٔ خپله بيا ګزار کوي

دادے نظام دَ پاک الله خيال ئې ساتل دي مونږ ته

وي بهٔ پاګل چې په خپل نفس باندې اعتبار کوي

کتل چې چا ته روا نه دي ورته ګوري څنګه

زمونږ الله پهٔ مونږ ه باندې مهربان دے څومره

ورته چې ګوري څوک ګناه ده دا څه کار کوي

پهٔ شريعت دارو دَ داسې هر بيمار کوي

کهٔ چا څهٔ خيال دَدې ونهٔ کړلو بيا دا دې واوری

دا ټوقې نهٔ دي بيا دې اور ته انتظار کوي

ډېر احتياط پکار دے هغه کس ته اے شبيره

پهٔ اعتباريانو کښې دَ چا چې خلق شمار کوي

دپاره

لاس اوس اوچت کړیٔ دَ دعا دپاره

دَ ځان دپاره دَ هر چا دپاره

نن صبا څومره پرېشان يو مونږہ

ځئ چې سوچ وکړو خېر صلا دپاره

لاره يوہ لرو دَ دوست دَخدائے بس

خو چېﷻ دا وي خدائے دَ رضا دپاره

هرڅهٔ کول دي عاقبت دپاره

اؤ کول نهٔ دي دَ دنيا دپاره

زمان مکان سره څهٔ کار نهٔ لرو

يو پېدا شوي دَ الله دپاره

دغه پېغام دې شي قبول لهٔ مونږه

دَ هر يو خېر دَ ابتدا دپاره

شبؔيره هر ځائے دَ هغهٔ يو بس مونږ

دے نصيحت زما اؤ ستا دپاره

غوښتل

يو ستا غوښتل يو دَ هغهٔ غوښتل دي

چې دي زمونږ کوم هغه څهٔ غوښتل دي

پهٔ مونږ لهٔ مونږ زيات مهربان دے هغه

نو دَ هغهٔ غوښتل بس ښهٔ غوښتل دي

مونږه تفويض کهٔ پهٔ هغهٔ وکړلو

هر څهٔ غوښتل دي کهٔ هېڅ نهٔ غوښتل دي

توفيق ډېر غواړه دَ توبې لهٔ هغهٔ

اور مړ کولو ته اوبهٔ غوښتل دي

يو پهٔ غفلت سره غوښتل کړي خلق

يو نمونځ نهٔ پس ښهٔ اؤ پهٔ زړهٔ غوښتل دي

شبؔير هغهٔ نه هغه غواړي صرف

څومره ډېر ګوره ښهٔ ددهٔ غوښتل دي

دَ زړۂ فرياد

ووايم زړۂ مې کوم کوم رنګه سلسلې وليدې

دَ عشق پهٔٔٔٔٔ نوم چې دَ هوس مې نظارې وليدې

دَ خواهشاتو مې دَ نفس پهٔٔٔٔٔ زړۂ سورلي وليده

دَدې جواز کښې دَ مفتيانو مې فتوې وليدې

دَ زړۂ چې سوز ؤ هغه ختم شو پهٔٔٔٔٔ ورو ورو باندې

خو مې پهٔٔٔٔٔ شونډو دَ سوز ډېرې تماشې وليدې

ګند دَ دنيا دَ محبت خو ورځ پهٔٔٔٔٔ ورځ زياتيږي

اؤ دَ اصلاح مې دَ فکرونو جنازې وليدې

خانقاه جمات دَ مدرسې دَ يو والي شبؔيره

دَ خپلو خلقو پهٔٔٔٔٔ لاس ما ددوی ټکړې وليدې

الهامي خبرې

څنګه ممکن دي دَ شاعر نه کله ، دَ خپل اشعارو تعريفونه کول

دے به پهٔٔٔٔٔ ځائے دَ ملامتې وي بيا ، لهٔ ملامتې ورځې وي ويرېدل

دا شاعري چې ده زما ده دغه ، دَ خدائے پهٔٔٔٔٔ فضل الهامي شاعري

دَدې تعريف دَخدائے دَ فضل تعريف ، څنګه کېدے شي بيا دَدې نهٔ کېدل

زما بيان زما بيان نهٔ وي چې ، دَ دې پهٔٔٔٔٔ زور و شور تعريف کوم زۂ

کهٔ نهٔ کوم دے دَ تحديث نعمت نه ، بس يو اعراض ناشکره کس جوړېدل

دا دعاګانې دَ بزرګانو دي بس ، تقسيموم زۂ دَ هغوی فېضونه

څنګه منسوب کړمه خپل ځان ته زۂ دا ، دا خو دَ حق سره به وي جنګېدل

زۂ دَ الله نه دا دعا غواړمه ، چې ما شبؔير تهٔ دَ هغوی پهٔٔٔٔٔ لار کړے

ما کړې روان ته ورپسې ورپسې ، اؤ کړې نصيب زما پهٔٔٔٔٔ دوی پسې تلل

نعت شريف

پهٔٔٔٔ زړهٔ کښې مينه دَ نبي دې وي عمل پهٔٔٔٔ سنت

چې دا دَ خدائے دپاره وي دَ بل څهٔ نشته حاجت

چې دے لهٔ ټولونازولے زيات نو پوه شئ پهٔٔٔٔ دې

پهٔٔٔٔ سنتونو دَ هغهٔ تلل دے محبوب حالت

ګفت دے دَ خدائے وَ رفعنا لک ذکرک کتاب کښې

بيا پهٔٔٔٔ شان څنګه دَ هغهٔ کولے څوک شي حيرت

تاسو ته دَ ځان نه دې نزدې شمه آقا وئېلي

قربان زهٔ ولې نهٔ کړم ځان پهٔٔٔٔ هغهٔ اؤ غېرت

پهٔٔٔٔ لار دنيا کښې دَ محبوب خپل روان نهٔ شم ولې

پهٔٔٔٔٔ کوم چې ما جوړوي خپل محبوب رب العزت

شبؔيره کله توان دَ ليک لرم دَ نعت دَ هغهٔ

بس رسوم زهٔ پهٔٔٔٔٔ دې باندې خپل زړګي ته راحت

شپږو ژبو کښې نعت شريف

پهٔٔٔٔ زړهٔ کښې مينه دَ نبي دې وي، عمل پهٔٔٔٔ سنت

چې دا دَ خدائے دپاره وي دَ بل څهٔ نشته حاجت

او کہ محبوب خدا است يقيناً بعد ازاں

پهٔٔٔٔ سنتونو دَ هغهٔ تلل دے محبوب حالت

قال ربي و رفعنا لک ذکرک في الکتاب

بيا پهٔٔٔٔ شان څنګه دَ هغهٔ کولے څوک شي حيرت

ميں تمہيں جان سے پيارا بنوں آقا جب کہے

قربان زهٔ ولې نهٔ کړم ځان پهٔٔٔٔ هغهٔ اؤ غېرت

Why should not I follow path of Muhammad the Great

اُناں دي تعريف لئ ميں کتھے قابل شبيؔر

پهٔٔٔٔٔ کوم چې ما خپل جوړوي محبوب رب العزت

بس رسوم زهٔ پهٔٔٔٔٔ دې باندې خپل زړګي ته راحت

ګران دي

کهٔ ادب ته ئې وګورم نو خبره کول ګران دي

خو دَ مينې نهٔ ئې مجبور يم ترېنه ځان صبرول ګران دي

دا دَ زړهٔ مې يو ارمان دے چې قبول ما خپل جانان کړي

خو چې حق کوم دَ هغهٔ دے تر هغهٔ رسول ګران دي

دَ دښمن خو دا کوشش دے پهٔٔٔٔ هېڅ حال دَ هغهٔ نهٔ شم

خو هغه پهٔٔٔٔ ما مين دے نو دَدې هېرول ګران دي

زما هر څهٔ دَ هغهٔ دي، ننګ ناموس مې دَ هغهٔ دے

دَ هغهٔ پړے پهٔٔٔٔٔ غاړه لرم بل اچول ګران دي

کهٔ لهٔ شرمه سر مې ټيټ وي دَ اعمالو پهٔٔٔٔ دنيا کښې

دَ توبې پهٔٔٔٔ دروازه يم نور چې ځان ګېرول ګران دي

بس شبؔيره سر اوچت کړه دَ کريم در دے ځان ويښ کړه

پهٔٔٔٔ غوښتلو خوشحاليږي، دا موقع پرېښودل ګران دي

وګوره

پهٔٔٔٔٔ تکليف کهٔٔ مبتلا ئې نعمتونو ته وګوره

چې درکړي کوم دي خدائے هغه څيزونو ته وګوره

دَ زړهٔ سترګې دې بينا کړه چې رښتيا درته ښکاره شي

پهٔٔٔٔ تاريخ دَ تېرو خلقو حالتونو ته وګوره

دَ دنيا پهٔٔٔٔ لذتونو کهٔ دَ ستا دَ نفس نظر دے

دَ جنت ښکلي احوالو نعمتونو ته وګوره

پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې بدي شته دے خو پهٔٔٔٔٔ دې مايوسه نهٔ شې

پهٔٔٔٔٔ نېکانو نظر واچو دَ دوی زړونو ته وګوره

تکليفونه دې دنيا کښې کهٔٔ نېکان تېروي خېر دے

پس لهٔ مرګ عملنامه کښې ئې اجرونو ته وګوره

ګېر چاپېر کهٔٔ پهٔٔٔٔٔ دنيا کښې ډېر سامان دَ ګندګۍ دے

ګند پرېږده شبؔيره تهٔ خپل نسبتونو ته وګوره

توبه

ما ډېر کړي ګناهونه خدايه اوس زما توبه

وو غلط زما کارونه خدايه اوس زما توبه

زهٔ غلط وم تهٔ مې هېر وې زهٔ دَ نفس خر باندې سور وم

وو مې داسې حرکتونه خدايه اوس زما توبه

رحمت ستا ربه وسيع دے تهٔ مئين پهٔٔٔٔٔ خپل مخلوق يې

ضائع کړي مې وختونه خدايه اوس زما توبه

معافي لهٔ ستا نه غواړم ستا پهٔٔٔٔٔ در باندې ولاړ يم

اوچت کړي مې لاسونه خدايه اوس زما توبه

لهٔ خپل نفس زهٔ دستبردار شوم اوس بس ستا زهٔ تابعدار شوم

راسره کړې مدددونه خدايه اوس زما توبه

اوس حيا راته نصيب کړې اؤ خپل ځان تهٔ مې قريب کړې

پهٔٔٔٔ شبؔير وکړې فضلونه خدايه اوس زما توبه

دَ احسان بدله احسان

دَ احسان بدله احسان دے بله نه

دَ رب مخکښې پهٔٔٔٔ سجده شو څهٔ لهٔ نه

کومه مينه چې کوي مونږ سره رب خپل

پهٔٔٔٔٔ بل ځائے کښې موندے نهٔ شي کله نه

نصيحت مونږ کوو نورو ته لګيا يو

اثر ولې ترې اخلو خپله نه

سرنګون هريو طاقت ته مونږ پراتهٔ يو

مخ دَ سوال ولې کوو هغهٔ لهٔ نه

خوشحالۍ غم کښې هر څوک راضي کوو مونږ

خو هغه نه ، داسې نه ، اے ګله نه

مختورن شبؔير معاف کړې پاکه ربه

دا بې شکه تاته ده مشکله نه

پکار دي

همېشه مونږ ته پکارده دَ خدائے مينه

زمونږ هم زړۂ کښې پکار ده چې دا وي نه

دَ هغهٔ يو همېشه مونږ دَ هغهٔ شو

سلسله دَ مينې دا قائمه شينه

دَ هغهٔ مينه پهٔٔٔٔٔ زړۂ کښې مې هر دم وے

اؤ دا زړۂ مې لهٔ اغيار نه لرې يینه

چې دَ حسنِ ازل کړي دعویٰ دَ مينې

نو دَ زړۂ دروازې لرې دې ساتينه

دے نازک غزل، لږ تم شه اے شبيؔره

غلط نهٔ شې دې کښې تهٔ لارې اصلي نه

صدقات دافِعِ بليات

بلاګانې لرې شي پهٔ صدقات

پهٔٔٔٔ خپل مال کښې دي لازم ويستل زکات

مالکان چې دَ نصاب دي کړي دې شکر

چې دَ دوی دَ ورکولو دي حالات

صدقات مال زياتوي دغه خدائے وائی

چشم ديد دي يقيناً ئې برکات

شي خرابې چې ولاړې اوبهٔ پوہ شه

شه چينه چې کړې حاصل جديد سوغات

شکر کړه پهٔٔٔٔ نعمتونو چې محفوظ شي

پهٔٔٔٔ نقلي کړه ته حاصل اصلي خيرات

پهٔٔٔٔ سود باندې مال پهٔٔٔٔ خپله هلاکيږي

پهٔٔٔٔ مخ باندې دَ سود خور ګوره ظلمات

غواړي رب دَ مؤمنانو خېرخواهي تل

چې پيغور ورسره نهٔ وي ، دے فسات

رسوي تا دَ غريب دعا به چرته

ياد ساته شبؔيره لار دا دَ نجات

صدقات

لر کوي صدقه بلا خو چرته دا تهٔ ، کړې خرابه چرته نه پهٔ پېغورباندې

ښې خبرې سره نهٔ ورکول ښهٔ دي ، لهٔ صدقې کهٔ زبادول ورپسې کاندې

دا مخلوق دَ خدائےﺉ ټبر دے پهٔ خدمت ئې ، خوشحاليږي خدائے بېشانه دې دنيا کښې

خدائےﺉ خوشحال کړه پهٔ خپل ژوند کښې دا خپل مال ته ، دَ َخيرات پهٔ ذريعه واستوه وړاندې

شېطان ډېر کوي محنت خو پهٔ تا باندې ، خو خدائے هم ؤ پهٔ تا باندې غېرت کړے

دَ غېرت خبره داده ښه دا واوره ، چرته نهٔ شې دې شېطان وته تهٔ لاندې

نفس ته هم کله ټيټ نهٔ شې پهٔ دې نفس دې ، لاس خپل بر کړه دغه نفس کړه لهٔ پښو لاندې

کهٔ قابو دې دغه نفس دلته کښې نهٔ کړو ، پهٔ دوزخ کښې به وهې بيا دَ غم ساندې

ذکر فکر کړه پهٔ دې تهٔ عقلمند شه ، دَ دنيا پهٔ فکر زړهٔ تهٔ ګنده نهٔ کړې

ځان کړه پوه تهٔ دَ شبؔير پهٔ دې شعرونو ، دا سپېځلي ملغلرې دي ځلاندې

توبه

دَ توبې پهٔٔٔٔٔ نيت ګناه کول خو کار دَ حماقت دے

نهٔ کول توبه ګناه نه پس ثبوت دَ شقاوت دے

دَ ګناه مثال دَ زهرو دے هر وختې ترې ساته ځان

چې پهٔٔٔٔ کوم څيز بچ کېدے شې تهٔ لهٔ دې هغه همت دے

مايوسي دَ پاک الله نهٔ دَ شېطان يوه وسله ده

شهٔ خبر چې پهٔٔٔٔٔ غضب دَ الله پاک غالب رحمت دے

لږ پهٔٔٔٔٔ زړهٔ دې محنت وکړه چې دا قلبِ سليم جوړ شي

نو قران کښې بيا ته ګوره هدايت اؤ هدايت دے

نفس باغي وي مشقت تهٔ تيار نهٔ وي پهٔٔٔٔ هېڅ حال کښې

نو علاج دَ بغاوت ئې يقيناً ښهٔ تربيت دے

تربيت دپاره تهٔ اوس شېخ کامل ته ځان وسپاره

الله پاک بهٔ دې مدد وکړي بې شکه دائې عادت دے

خندا کمه ژړا زياته کړي مدد پهٔٔٔٔ دغه کار کښې

اؤ دَ ذکر پهٔٔٔٔ کثرت کښې پټ دَ زړهٔ دَ ستا صحت دے

ولوله غزل راتلونکي چې دَ پير پهٔٔٔٔ نښو پوه شې

چې دهوکه کښې دَ چا رانشې دا کار دَ نزاکت دے

بيا چې پير درته څهٔ وائی صرفه مهٔ کړه پرې شبؔيره

دَ مريد دپاره ګفت کښې چې دَ پير ډېر برکت دے

دَ ښهٔ پير نښې

عقېده صحيح اؤ علم نېک عمل ساتي ښهٔ پير

دَ صحبت ئې تسلسل تر پاک نبي وي بې نظير

اجازت ورته حاصل وي اؤ فېض هم ددهٔ جاري وي

مروت نهٔ کړي اؤ وي دے مذکِرروشن ضمير

دوی لالچ دَ دنيا نهٔ کړي بس رضا دَ خدائے پاک غواړي

پهٔ سنتو دوی عامل وي دَ ځان نهٔ غواړي تشهير

وي حريص دَ سلسلې په خورلو کښې بې شکه

خو مخلوق دَ خدائے پاک صرف دَ ځان نهٔ ګڼي جاګير

اولياء اؤ عالمان دَ حق پهٔ دهٔ ګمان دَ ښهٔ کړي

پهٔ تقدير باندې ايمان سره لري ښکلے تدبير

کهٔ دَ دو نښو خاوند چرته ملاؤ شو ورسره دې

کهٔ وي ښهٔ مناسبت ترې شه بيعت وائې شبؔير

شېخ اؤ مريد

غواړي شېخ څهٔ نفس کړي نور

اؤ پهٔ دې کړي ډېر زيات شور

نو بيا داسې چې حالات وي

نو پهٔ دې کول دي غور

چې دباؤ کړې نفس دباؤ شي

لاس ساتې به پهٔ دهٔ سور

پهٔ غلط ئې عمل مهٔ کړه

اؤ پهٔ ښهٔ باندې في الفور

پهٔ خوږه دَ شېخ مئين دے

پهٔ ترخه غواړي ډېر زور

نو دَ داسې مريدانو

وي اصلاح به پهٔ کوم طور

اے شبيؔره لنډه داده

بچ کول دي ځان لهٔ اور

ريټائېرمنټ

دا زمونږه ريټائېرمنټ خو لهٔ دنيا دَ تلو نقشه ده

پهٔ ارام سره دا تلل وي دې دپاره لږه ښه ده

پهٔ خپل وخت پهٔ تلو مونږ اخلو پنشن هم لهٔ ګورنمنټ نه

لهٔ دنيا تلل دفعتاً دي دغه ويره ماسره ده

کهٔ عمل دې ښهٔ وي دلته نو بيا هلته کښې مزې دي

قبر هم دَ داسې کس دپاره ښکلي باغيچه ده

کهٔ عمل دَ چا ښهٔ نهٔ وي هلته ډېر دي عذابونه

قبر هم بيا داسې کس وته دَ اور يوه کوټه ده

پهٔ ايمان تلل لازمي دي دَ ايمان خيال ډېر ساتل دي

بدعمل دپاره بيرته دَ توبې ښه دروازه ده

بې توبې کهٔ لهٔ دنيا نه بدعمله لاړل څوک هم

خدائے دې خېر کړي چرته نهٔ شې پهٔ عذاب دَدې خطره ده

اے شبؔيره تيارے دَ مرګ نه پس ژوند ته ښهٔ وکړه

دغه ژوند دَدې دنيا خو حقيقت کښې يو لمحه ده

حجاب نهٔ لري

عشق پهٔ طلب کښې خو حجاب نهٔ لري

خو دَ ليدو ئې هم څهٔ تاب نهٔ لري

څهٔ چې دي هغه ښهٔ دي مهٔ وايه څهٔ

چې حکمتونه ئې جواب نهٔ لري

مونږ کهٔ ترې نهٔ غواړو نو خپل نقصان دے

پهٔ ورکولو کښې حساب نهٔ لري

لږ ئې ديدن دَ زړهٔ پهٔ سترګو وکړه

چې دغه سترګې خو سراب نهٔ لري

مونږ ته کهٔ نهٔ ګوري شبؔيره کله

زړهٔ مې لهٔ دې نه نور عذاب نه لري

کنه

صبر دَ نفس مجبورول دي کنه

بس رکاؤټ لرې کول دي کنه

کهٔ دې لهٔ خېر منع کوي مهٔ ئې منه

هر خېر پهٔ زړهٔ منظورول دي کنه

پهٔ خوشحالۍ کښې بغاوت چې کوي

دا بغاوت دباوول دي کنه

پهٔ غم کښې نفس حد نه وتل غواړي

نو دغه زور ئې ختمول دي کنه

سترګو نه اوښکې کهٔ بهيږي خېر دے

دغه هم داسې پرېښودل دي کنه

دَ الله حکم پکښې مات نهٔ شي

ګفت احتياط سره کول دي کنه

دا کوم شعرونه دَ شبؔير چې دي

پهٔ دغو ځان ښهٔ پوهول دي کنه

شي

چې زړهٔ ډک لهٔ محبت دَ سيم و زر شي

دا فتنه ده بنده دې نهٔ دې خبر شي

زر تر زره څهٔ علاج دَدې پکار دے

هسې نه چې لهٔ علاجه هم بهر شي

زړهٔ دَ مال د محبت نه زر خالي کړه

هسې نهٔ چې تباهي دې مقدر شي

اف سزا دَدې ده څومره خطرناکه

باور وکړه تهٔ پهٔ ما کهٔ دې باور شي

صرف دا نه چې خالي شي بلکه ډک کړه

دَ يار مينې نه ، دې زړهٔ چې معتبر شي

لېونتوب کښې دَدې مينې هوش پېدا شي

پهٔ دې هوش دَ يار مطلب دې پهٔ نظرشي

دَ حرام مال نه دې کرکه بيا پېدا شي

مشتبه باندې دې هم زړګے اوتر شي

پهٔ خپل وخت زکوٰة هر کال وباسې خپله

چې پهٔ وخت دَ مستحق خېټې ته ورشي

نور انفاق کهٔ پکښې هم کېدے شي وشي

دَ عمل کاغذ به هلته دې بهتر شي

يه ژوندے شبؔيره خدائے دپاره دلته

قربان هم دې دَ هغه پهٔ لار کښې سر شي

دَ هغهٔ شم

نه اختيار مې ؤ زهٔ دلته چې راتلمه

نهٔ اختيار لرم چې کوم وختې به ځمه

دَ هغهٔ شم اؤ هغه پهٔ دې زما شي

تمنا پهٔ خپل زړګي کښې دا لرمه

وي پهٔ ما دې دَ هغهٔ نظر دَ مينې

زهٔ دَ کور نه دَ هغه طواف کومه

زما شغل دې هر وختې صرف دا وي

چې زهٔ څنګه دَ هغهٔ به صرف شمه

زهٔ پهٔ ياد کښې دَ هغهٔ هر وخت مشغول شم

چې پهٔ ياد کښې دَ هغهٔ هر وختې يمه

مدهوش مينې دَ دنيا کښې چې دے عقل

هغه عقل زهٔ به کله خپلومه

ما به دا تباه کړي څهٔ کار پرې لرم زهٔ

لېونتوب دَ مينې هوش کښې راولمه

زهٔ شبؔير دغه يو کار کښې بس مشغول شوے

يار به څنګه پهٔ زړګي کښې وسومه

اشاره

اشاره يوه راغلي مې پهٔ زړهٔ

تماشو نه دَ دنيا مې زړهٔ شين شهٔ

تماشو کښې مشغول خلق دې ځان پوه کړي

چې دَ دغو تماشو انجام دے څهٔ؟

کهٔ جهان دوی ته ملاؤ هم شي دا ټول نو

اخرت کښې به څهٔ وکړې دوی پهٔ دهٔ

ښهٔ شي پوه دې چې دنيا قليل متاع دے

اخرت دَ تيارۍ سامان دے ښهٔ

وارثانو ته دا هر څهٔ پرېښودل دي

چې څهٔ واستول چا هغه شي باقي به

دَ فاني نه باقي جوړ کړه ښهٔ اوښيار شه

دَ سنت پهٔ طريقه باندې اوس تهٔ

ديوانه چې څوک پهٔ مينه دَ الله شي

دانائی ده حقيقت کښې دَ هغهٔ

وباسه شبؔيره زړهٔ نهٔ چې بهر شي

دَ دنيا غلهٔ چې پهٔ دې کښې دي ميشتهٔ

لار دَ عشق نهٔ ده مشکله

لار دَ عشق نهٔ ده مشکله

چې دا عشق کوي سوچ کله

عقل ډېر زيات کړي سوچونه

عشق کوي خبره بله

عشق معشوق باندې فنا وي

عقل وائی چې دا څهٔ لهٔ

کهٔ عاشق شي عقل هم بيا

معرفت ملاؤ شي دهٔ لهٔ

پهٔ هغهٔ چې عاشق نهٔ وي

محرومي ده هغه زړهٔ لهٔ

کله شي ملاويدے دا

نعمت بې دَ شېخ کامله

چې ملاؤ شي کله تا ته

هله زر ورپسې زغله

لاس کښې لاس ورکړه شبؔيره

پرې صحيح کړه لاره خپله

دَ نيازبين خلقو

کهٔ څوک وګوري حالات دَ نيازبين خلقو

عجيبه وي نفسيات دَ نيازبين خلقو

دَ بل چا ورسره خيال خو دَ څهٔ نه وي

وي لهٔ بل مطالبات دَ نيازبين خلقو

دَ ډېر عمر نيکي لږ څهٔ کښې کړي لړه

چهٔ پهٔ لږ څهٔ شي زړهٔ مات دَ نيازبين خلقو

پهٔ بحثونو کښې ترې څوک نهٔ شي ګټلے

عجيبه وي اشکالات دَ نيازبين خلقو

نيازبين والے نن صبا لوۓ مصيبت دے

جوړ شي کله لوۓ فسات دَ نيازبين خلقو

خپل اولاد دې نيازبينیٔ نه څوک شبيره

ډېر مشکل وي احکامات دَ نيازبين خلقو

مجذوب

چې دَ جذب وي حامل هغه مجذوب وي

اؤ محبوب دَ الله پاک رښتيا مجذوب وي

چې دَ عقل اؤ دَ هوش نه چې فارغ وي

نو معذور لهٔ اقتدا نه بيا مجذوب وي

شريعت ډېر محترم دے لهٔ هر څهٔ نه

دَ الله کهٔ خوښ بې شکه دا مجذوب وي

عقل هوش باندې بنياد دَ دين قايم دے

اؤ پهٔ دې باندې قايم کله مجذوب وي

خو کهٔ هوش پهٔ دغه جذب هم حاوي وي

شريعت باندې روان دغه مجذوب وي

دغه جذب نو بيا فضل دَ الله دے

بيا پهٔ نورو هم اکثر بالا مجذوب وي

بيا دَ زړهٔ نهٔ عقل ټيټ شي شريعت ته

دَ نفس شر نه هم اکثر جدا مجذوب وي

دَ عشق نور کښې بيا ملفوف شبؔيره داسې

ډوب شعرونو کښې نغمه سرا مجذوب وي

فنا في الشېخ

کهٔ پهٔ سچه پهٔ شېخ باندې څوک فنا شي

دَدهٔ زړهٔ ته بيا دَ شېخ نه اثر راشي

در پهٔ در خاورې پهٔ سر نهٔ وي سالک بيا

دَ شېخ زړهٔ دَدې سالک بيا رهنما شي

شېخ مريد نه وي خبر مريد دَ شېخ نه

بيا اکثر ورته نظر دَ شېخ عطا شي

دعاګانو کښې دَ شېخ هغه راځي بيا

داسې شېخ دَ دې سالک بياپشت پناه شي

در دَ شېخ شي وسيله ئې هر عمل کښې

دَ شېخ زړهٔ دَدهٔ هر کار کښې مقتدا شي

ورکوي هر چا ته هر څهٔ پاک الله خو

دغه شېخ سبب دَ ورکړې دَ الله شي

دا دَ زړهٔ نه زړهٔ ته لار ده اے سالکه

دا صفا کړه چې سلوک درته صفا شي

دَنبي دَ زړهٔ رڼا پهٔ دغه لاره

ده راغلي چې نصيب اوس ستا هم داشي

اے شبؔيره دَدې نور حاصلوؤ ته

شه فنا چې دې نصيب دغه رڼا شي

فنا في الرسول

چې کوم شېخ مشغول هروخت وي دَ رسول پهٔ اتباع

مريدان ئې پهٔ ليدلو پهٔ رسول شي بيا فنا

مرتبه دغه اوچته پهٔ قسمت چې ورملاؤ شي

شي قبول دَ سالک هر عمل پهٔ در کښې دَ الله

پهٔ سنت کښې پټ دَ خدائے محبوبيت چې دے نو واوره

محبوب جوړ کړي دَ الله دغه سالک هم عمل دا

بدعتونه څنګه ځائے شي جوړوے دَ هغهٔ زړهٔ کښې

چې دَ خدائے دَ رضا لاره دغه شي نصيب دَ چا

پهٔ سنت کښې دے موجود جذب هم هغهٔ چې قبول وي

پهٔ يو ټوپ کښې هر شرک پرېږدي ورنه جوړ شي باخدا

کړه حاصله دَ سنت تهٔ اتباع داسې دَ شېخ نه

چې داخل کړي خدائے پهٔ فضل تا پهٔ ګروه دَ اولياء

دا سنت چې دے دعوت دے مقبول جذب ته شبؔيره

پهٔ دې لاره چې روان وي چرې نهٔ به شې خطا

فنا في الله

چې شي لاره دوامي دَ چا سنت

شي حاصل ورته پهٔ دې بيا عبديت

پهٔ سنت حاصېلدے شي پهٔ اسانه

دے مقام چې پهٔ الله فنائيت

يوه لاره الله پرۦېښي ده دَ تللو

هم پهٔ دغه ملاويږي به جنت

لهٔ فنا في الله بقا بالله شي سازه

دغه لاره ده دَ خدائے دَ محبت

مخکښې زيات پهٔ بندګۍ کښې زيات محبوب وي

هم پهٔ دغه حاصليږي ئې قربت

دا فلاح ده شي وصول ورته وئېلے

اے شبؔيره دويم نوم ئې دے نسبت

بوج

پهٔ اخرت کښې کهٔ تهٔ بوج اوچتولے نهٔ شې

ولې دنيا کښې لهٔ ګناه ځان بچ کولے نهٔ شې

دا دَدنيا امتحانونه خو ډېر سخت دي مګر

لار دَ همت ولې پهٔ دې کښې خپلولے نهٔ شې

چې قصورونه ګناهونه کړي تا دي خو تهٔ

دَ توبې لارې باندې هم دلته کښې تللے نه شې

ماته ده پته تقاضې دَ نفس ختميږي خو نه

خو دباويږي ولې دے دباوولے نه شې

دَ اخرت فکر نه څنګه بې نيازه شولې

کهٔ بې نيازه دَ دنيا نه تهٔ کېدلے نهٔ شې

نظر پهٔ زړهٔ لري شبؔيره همېشه چې هغه

دَ ژړا شکل کړه بس جوړ کهٔ ژړېدلے نهٔ شې

نشته

چې دَ عشق دَ ژبې څه انتها نشته

ودرېدل دَدې ګفتار ځکه بيا نشته

تهٔ دا څنګه ودروې وکړه څهٔ سوچ لږ

دا دَ بل چا دي څهٔ کار پکښې ستا نشته

اخله اخله ترې نادانه ورنه اخله

اے نادانه خزانه کښې ئې نا نشته

ډک جامونه دَ عشق نور نور ورکوه ته

ډېر دي پاتې ختمېدل ئې خو لا نشته

مخ پهٔ لور کړه دَ هغهٔ چې مالامال شې

انتها چې دَ هغهٔ دَ عطا نشته

تهٔ لمن دَ شريعت پهٔ جذب نيسه

لاره بله چې دَدې نه صفا نشته

لېونتوب سره شبؔيره هوش واصل کړه

فېض نه ډکه دومره بله ادا نشته

انقلاب

دَ عشاقو مې دَ عشق نقل کولو

اراده وکړله ما دَ نهٔ وئیلو

چې لباس مې دَ عشق غاړې ته کړو بيا نو

پته نشته خپله سر شوم پهٔ ليکلو

دَ عشق اور عجيبه اور دے ما پهٔ دغې

سامان وکړو دَ خپل زړهٔ دَ جوړيدلو

چې اشنا څوک دَدې عشق اور سره نه دي

محرومين دي کړي مروړل به دَ منګلو

دَ هغهٔ شم وګڼلے اے شبؔيره

لبيک وايم پهٔ مزه پهٔ شونډو خپلو

نن صبا

ډک دَ مينې ګرځومه نن صبا

زړهٔ ، قلم هم چلومه نن صبا

چې دَ عشق لباس مې غاړې ته کړو کله

ما وئېل څهٔ وليکمه نن صبا

زړهٔ زما شو پهٔ ټوپونو باندې سر بيا

بيا پهٔ جذب داخل شومه نن صبا

لېونتوب راته دَ هوش لمنه راکړه

لهٔ دې کار اوس زهٔ اخلمه نن صبا

دوه څادرو کښې سر تور سر بيا روان شوم

تکلف نه ووتمه نن صبا

چې دَ نقل حال دے داسې اے شبؔيره

څهٔ به وي کهٔ واصل شومه نن صبا

نهٔ کړم

ښار دَ عقل کښې اوس زهٔ وسېدل نهٔ کړم

چې صحرا نه زهٔ دَ عشق اوس وتل نهٔ کړم

کهٔ خادم شي دا دَ عشق لاس به ئې ښکل کړم

کينه عقل سره زړهٔ کښې ساتل نهٔ کړم

اچوم شربت دَ عشق ظرف کښې دَ عقل

پهٔ دې عقل زهٔ دَ نفس بيا منل نهٔ کړم

چې دَ عشق پهٔ اداګانو فدا نهٔ وي

ورته زهٔ دَ جذب اشعار اورول نهٔ کړم

دَ شبؔير اشعار دي خوښ دَ عاشقانو

چې کم ظرف وي ورته دا اورول نهٔ کړم

دے

مغلوب عقل دے اؤ زړهٔ مې بې قرار دے

پهٔ دې حج کښې مې دا جذب دَ غاړے هار دے

پهٔ هر يو رکن به پوه شې کهٔ دَ عقل

سترګې بندې وي دَ ستا اؤ زړهٔ بېدار دے

کهٔ دنيا دَ عشق نهٔ ښکاري چاته حج کښې

پهٔ زړهٔ باندې ډېر محنت ورته پکار دے

دَ الله دَ محبوبانو اداګانې

خوښوي نه اؤ فيشن ته دے تيار دے

عقل کښېنوه پهٔ ځائې حج کښې شبؔيره

چې پهٔ جذب دَ هر يو رکن مدار دے

خراب نظر

نظر پاک چې نه وي پاک به شي زړهٔ څنګه

لهٔ شېطان به بچ کوې بيا ځان تهٔ څنګه

دا غوږونه ، خولهٔ اؤ سترګې دروازې دي

حفاظت نه دَ دو ئې تهٔ اودهٔ څنګه

دَ شېطان لهٔ زهرو ډک غشے نظر دے

غېر محرم چې پهٔ نظر شي دَدهٔ څنګه

حفاظت کښې حؔلاوت ئې دَ ايمان دے

اخلې دې مقابله کښې تراخهٔ څنګه

يو نظر خراب دا زړهٔ څومره خراب کړي

شبؔير وائي درته ووايم زهٔ څنګه

څنګه

هوش پهٔ لېونتوب څوک راولي څنګه

پوه نهٔ يم خبر نهٔ يم دا وي څنګه

نفس چې مطمٔن پهٔ شريعت نهٔ وي

دا به بيا دَ خېر پهٔ طرف ځي څنګه

عقل چې لهٔ نفس ځنې اثر واخلي

عقل به دا نفس قابو کوي څنګه

عشقِ الٰهي چې شي حاصل چاته

بيا به شريعت شاته پرېږدي څنګه

عشق دے لېونتوب اؤ شريعت دے هوش

سترګې به بيا عقل پټوي څنګه

عشق پهٔ عقل برشي اؤ قابو ئې کړي

ګوره شوه پکار دا عاشقي څنګه

هوش چې دا دَ عشق نه پېدا شوے دے

نفس باندې کوي به دے څورلي څنګه

کړه قبول شبؔيره لېونتوب دغه

شې پهٔ هر څهٔ پوه به چې دادي څنګه

هغه يو

هغه يو هر څهٔ کوي

دَ حق لاره سموي

ازلي چې مو دښمن دے

لهٔ هغهٔ مو خبروي

چې دَ لارې نه غلط شو

بيا پهٔ لار مو راولي

ليدے ئې نه شي څوک پهٔ سترګو

دَ عاشق زړهٔ کښې راځي

پهٔ دنيا چې څوک دهوکه شي

نو هغه ئې پوهوي

دا ئې فضل دے شبؔيره

توفيقات چې درکوي

وي

زړهٔ مې غواړي دَ هغهٔ چې ديوانه وي

چې دَحق دَ شمعې جوړ يو پروانه وي

چې خالي وي کوم يو زړهٔ هغهٔ دَ ياد نه

لږ ساعت کښې به ترې جوړه ويرانه وي

چې پهٔ ذکر باندې زړهٔ کوم يو اباد شي

نو هغه دَ معرفت يو خزانه وي

چې عاشق کله فرياد کړي عاشقۍ کښې

نو هغه دَ مغفرت يو بهانه وي

چې دَ حسن ازل عشق بيان شبؔير کړي

نو غزل ئې بيا دَ عشق يو پېمانه وي

ته

ورسولم زهٔ ګرمئې دَ زړهٔ ئې محفلونو ته

وګوره دَ فضل دَ الله دغه کارونو ته

نفس پهٔ ما غالب ؤ ما دَده ځنې هجرت وکړو

عشق پهٔ هوش کښې راوستم تيار شوم محنتونو ته

لاره دَ محبوب چې راته دې عشق برابره کړه

ما کله کتل بيا دَدې لارې منزلونو ته

فاذکروني وايم چې نو اذکرکم هم راځي

ذکر دَ هغهٔ خو دے حېران يم خپل يادونو ته

لاس جوړه کول وو چې لهٔ سترګو مې باران وشو

جوړه بهانه شوه دا زما مغفرتونو ته

عقل ولاړ ګټ کښې ؤ حېران څهٔ چل ئې نه ورتلو

وښودله عشق دَ کوڅې لاره دَ يار زړونو ته

دا دَ لېونتوب دَ هوش غزلې دَ شبؔير چې دي

جام دَ معرفت دے لږ پهٔ غور غوږ شه شعرونو ته

کړه

سوز دَ زړهٔ نهٔ مې خبر شه خلق هم پرې ټول خبر کړه

هغه هېر نهٔ کړې هېڅکله پهٔ دې فکر برابر کړه

زړهٔ ويران دې لږ اباد کړه ذکر باندې چې اباد شي

چې لږ خدائے درته هم ياد شي سر هم ټيټ پهٔ دغه در کړه

نفس باغي به وي تر کومې ژوند دې ورځ پهٔ ورځ کميږي

دے قابو کړه پهٔ خپل جهد لږ دا خپل لاس پهٔ ده بر کړه

چې دَ شېخ مجلس کښې ناست ئې دَ دنيا خبرې مه کړه

لږ ساعت خو پهٔ دې ځائې کښې لهٔ دنيا ځان رابهر کړه

هر هر ځائې لاس خوروې تهٔ دَ دنيا دپاره څومره

اخرت ته څهٔ کار وکړه لږ صحيح دې پرې نظر کړه

دلته کښې ستا څومره وخت دے هلته کښې به څومره يې تهٔ

اے شبؔيره حقيقت ته دَ دوستۍ لاس هم څهٔ ورکړه

دنيا پټے دَ اخرت دے

دنيا پټے دَ اخرت دے ګله خو محبت دَدې دے ډېر پرخطر

دَ نفس خواهش دَدې سره تړلےپهٔ هر عضو باندې دَدې وي اثر

چې زړهٔ کښې دا وي زړهٔ تباه وي بيا اؤ زړهٔ دَ ټول جسم بادشاه هم دے

دَ ژوند پهٔ ټولو هنګامو کښې دَدې طلب ډېر زيات وي اؤ وي ډېر معتبر

څنګه دَ جال نهٔ به دَدې خلاص شو پهٔ دغه جال کښې مونږ ډېر سخت ګېر يو

حوصله پرېږدي حوصلې والا هم دَدې پهٔ زور باندې چې وکړي نظر

يو طريقه ده چې پرې بله نشته چې ديوانه دَ پاک الله جوړ شو مونږ

پهٔ دې مونږ ونهٔ لرو کار هېڅکله جرړې وباسو مونږ دَدې برابر

دا لېونتوب شبؔيره دے مطلوب اشد حباًلله ښائی داسې

کوم هوش پهٔ دغه لېونتوب چې راشي هغه مطلوب وي اؤ دَدغې ثمر

کوي

دَ مينې اور به لېونتوب درته ښودل کوي

عقل دَ خپلو طريقو همېش ساتل کوي

پهٔ عقل و عشق کښې تعلق چې ښهٔ دے هغه راشي

چې کوم دے هوش دَ لېونتوب دا جوړول کوي

تهٔ لهٔ کعبې تاؤ شه پهٔ مينه باندې اے سالکه

ياد لره زړهٔ کښې دې محبوب پهٔ دې راتلل کوي

دا دَ زړهٔ لار ده پهٔ مزې سره روان شه پهٔ دې

دا بهٔ ستا خپل محبوب سره پخلا کول کوي

زړهٔ دلته څنګه لګولے شي پوهېږمه نه

چې پهٔ هغهٔ باندې څوک هم مئينيدل کوي

ورته شعرونه ستا دي لال و ګوهر اے شبيره

څوک چې پهٔ زړه مينه لري دا اورېدل کوي

کله پټيږي

پټولو باندې عشق کله پټيږي

چې کوشش دَدې بالکل نهٔ کاميابيږي

پټول دَ عشق کېدے نهٔ شي نادانه

سادګان پهٔ دغه باندې نهٔ پوهيږي

دَ عاشق دَ زړهٔ چې کوم يو کېفيت وي

اعلان وکړه دا پهٔ عشق بللے کيږي

کوم الفاظ چې دَ عاشق دَ خولې راوځي

عشق پهٔ دې کښې پنهاني طور ظاهريږي

شي دَ عشق نه دَ معشوق منشاء معلومه

لهٔ عاشق نه دا منشاء کله هېريږي

دا ادراک دَ عشق دے هوش دَ لېونتوب بس

دَ تفهيم نظام بيا ټول پهٔ دې بدليږي

يو وېکټر دَ لېونتوب دے عشق تهٔ دغه

پهٔ قرطاس دَ زړهٔ کړه ډرا کهٔ درنهٔ کيږي

شي پېدا اخلاص پهٔ دې باندې عمل کښې

کهٔ څوک غواړي ورځ پهٔ ورځ دغه زياتيږي

دا ترتيب بللے شي جذبِ خالص بيا

دا فنا بقا هم دغې نه جوړيږي

کهٔ تهٔ ځان کړې دَ الله ، الله به ستا شي

دا نطام شبؔيره دغه شان چليږي

خپل

کاسه کښېښوه چې چا مخکښې دَ جانان خپل

يقيناً چې هغهٔ ژوند کړلو اسان خپل

مرګ ته کله نه تيار چې شو مؤمن نو

جوړ هغهٔ کړلو پهٔ دې دَ ژوند سامان خپل

تاج دَ ژوند ئې دَ همېش ورته پهٔ سر کړو

چا هغهٔ دپاره سر چې کړو قربان خپل

خيال دَدې چې يم ترې لرې دا ټيک نهٔ دے

حق صفت دَ عفو کړلو نمايان خپل

غېر هغه به ګڼي څهٔ څهٔ به ئې خيال کړي

چا چې ذات دَ حق کړو زړهٔ خپل کښې مهمان خپل

چې دَ ياد نهٔ دَ هغهٔ اعراض چا وکړو

زړهٔ هغهٔ کم بخت پهٔ خپله کړو ويران خپل

اے شبؔيره دَ هغهٔ شه چې دَ ستا شي

تهٔ پخپله کامياب کړه پهٔ دې ځان خپل

دے

پهٔ نظر کښې بس زما دَ هغهٔ خيال دے

کړمه لرې ترې نظر څهٔ مې مجال دے

دَدې حسن عارضي نقشې به څهٔ کړم

دَ حسنِ ازل مستور کتل کمال دے

دَ هغهٔ عاشق پهٔ غېر نهٔ لري کار بيا

دغه حال چې وي دَ چا نو ډېر ښهٔ حال دے

دَ هغهٔ پهٔ خزانو چې څوک نظر کړي

دا دنيا ئې پهٔ نظر کښې بس يو جال دے

جوابونه به ملاؤ شي دَ سوالونو

لهٔ هغهٔ نه مې دَ يو نظر بس سوال دے

لارې ټولې دي دَ غېر شبؔيره بندې

نو بې شکه ما دپاره دا نېک فال دے

حقيقت اؤ مجاز

څهٔ کړم پرې دَ حسنِ عارضي دغه نقشې چې دي

ښکاري حقيقت خو حقيقت کښې دا دهوکې چې دي

دلته ملاقات حسنِ ازل سره ممکن نهٔ دے

زړهٔ کښې ورته ګوره اؤ کوه مراقبې چې دي

شي محسوسېدے پهٔ هر يو موړ کښې دَ دنيا زړهٔ کښې

نهٔ وي دَ کوم کس دنيا خانو کښې پهٔ زړهٔ کښې چې دي

عشق بدناموي دوی ، دوی نه ډډه هم پکار ده تل

نوم باندې دَ عشق چې دَ هوس دا نظارې چې دي

غواړې کهٔ سکون صحيح حاصل کړه دا پهٔ ذکر تهٔ

نهٔ درکوي دا چې دَ دنيا دغه مزې چې دي

ختمې به شبؔيره دَ فاني مينې نقشې شي کهٔ

واوري څوک هغهٔ دَ ملاقات ښکلي مژدې چې دي

دَ کعبې فراق

ناست پهٔ فراق کښې دَ کعبې غمژن يم سر ټيټ کړے

نظر زما دے وداعي زړهٔ مې دے غم ځپلے

دعا ده دا چې اخري دې دا راتلل مې نهٔ شي

طلب پهٔ سترګو کښې لرم زړهٔ کښې هغه مې ښکلے

زړهٔ مې ژړيږي دَ کعبې پهٔ محبت کښې شونډې

څنګه رپيږي دے څادر پهٔ ما دَ غم خور شوے

دا يو نقشه ده مجازي ده تسلي هغو ته

چا چې دَ مينې دَ هغهٔ جام دلته کښې دے څښلے

څهٔ به مثال دَ پروانو دنيا کښې وموني څوک

چا چې زړهٔ خپل دَهغهٔ ياد کښې دلته کښې بياللے

دنيا دَ عشق کښې دا نادر مثال شبؔيره ګوره

دَدې دَ مينې زخم چاچې دے پهٔ زړهٔ خوړلے

دنيا

دنيا ده مختصره خو پهٔ نفس باندې سوره ده

هر شے ئې زړهٔ راښکونکے دے نزدې زمونږ سره ده

شېطان زمونږ دَ نفس لهٔ خواهشاتو خبردار دے

نو ځکه خو دَدهٔ دَ وسوسو نه مو خطره ده

دے غواړي چې پهٔ فکر دَ دنيا کښې مونږ ښهٔ بوخت شو

نو ځکه مبتلا زمونږ پهٔ دې ذره ذره ده

هېر شوے اخرت مو دَ مرګي هم حقيقت مو

الله نه هم عافل يو چې مو لويه سهاره ده

خدائے عقل دے راکړے شته دے لار دَ هدايت هم

کم اصل ته لوړ دے اؤ اصيل ته اشاره ده

شبؔيره هدايت چې پهٔ طلب ملاويدے شي

بيا دومره مايوسي ولې پهٔ مونږ باندې خوره ده

دَ بېدار زړهٔ اهميت

دي بلا کښې دَ تصوير ګرفتار څومره؟

لذتونو دَ شهرت کښې دي خوار څومره؟

بعضو علم کړلو هېر دَدې دپاره

دَدې نفس مو ګوره سخت دے ګزار څومره؟

نفس جاهل لکه ماشوم دے ښهٔ خبر يو

شي پهٔ دهٔ باندې کېدے بيا اعتبار څومره؟

دائمي مزې مو هېرې دَ جنت دي

بس دَدې چې دَ دنيا دے بهار څومره؟

دَ الفاظو دَ تقرير مو څهٔ حد نشته

دَ تقویٰ لباس زمونږ دے تار تار څومره؟

شريعت باندې عمل لازم دے څومره؟

اؤ دَدې دَ بدلؤ دے اختيار څومره؟

اے شبؔيره پهٔ دې باندې منحصر دي

دغه ټول چې دَ چا زړهٔ دے بېدار څومره؟

شاعري

بې مقصده شاعري يو حماقت دے

چې دَ فسق ذريعه شي مصيبت دے

بې عزته کړي چې بل شي بې عزته

يقيناً چې پهٔ خپل لاس کښې خپل عزت دے

چې څوک دا کړي ذريعه دَ خوشامد نو

پهٔ دنيا کښې دا څهٔ بل رنګه ذلت دے

دَ هوس چې دَ تسکين دا ذريعه کړي

نو بې شکه ډېر ذليل دغه حرکت دے

پټ ساتل دَ کوم خائېست چې وي پکار نو

دَ هغې ظاهرول غټ جهالت دے

چې پهٔ داسې شاعرۍ کښې مبتلا وي

دَ هغوی ثابت قران کښې مذمت دے

پېروي ددي کوي چې ګمراهان دي

خور دَدوی هره شعبه کښې چې حيلت دے

ذاکرين اؤ نېکوکار ترې مستثنیٰ دي

دَ هرچا خپل خپل پرواز اؤ خپل همت دے

چې څوک بچ کړي ځان لهٔ دو اؤ پهٔ ښهٔ کار کښې

استعمال کړي دا دَ هغو ښهٔ قسمت دے

اے شبيره اتباع کښې دَ محبوب مو

ترقي ده اؤ رڼا ده سعادت دے

ډېر

فضل دَ هغهٔ خو بې حساب دے ډېر

دلته زمونږ خپل حالت خراب دے ډېر

بيا بيا پهٔٔٔٔٔ اعمالو کښې ګړ بړ کوو

دې باندې مې زړۂ کښې پېچ و تاب دے ډېر

کله چې زۂ ګورم دَ هغهٔ در ته

ښکاري چې کرم ئی لاجواب دے ډېر

حلم دَ هغهٔ دے ډېر خو ځان ساته

ولې چې بيا سخت ئې هم عذاب دے ډېر

ويرې دَ اميد مينځ کښې شبيؔره يه

زور ورکړے دې باندې کتاب دے ډېر

صرف دعويٰ

دعویٰ مونږه بس لرو دَ محبت

بيا دَ کار کولو څهٔ لرو حاجت

چې پوره مو خواهشات وي نو وي مينه

چې دا نهٔ وي نو ظاهر شي حقيقت

بيا الفاظ غلط پهٔٔٔٔٔ ژبه شي جاري هم

زړۂ شکوه کوي پهٔٔٔٔٔ ژبه وي حيلت

شکر نهٔ کوو پهٔ ښو حالاتو مونږه

اؤ نهٔ صبر کوو مونږ په مصيبت

مينه کله چې وي زړۂ کښې اے شبيؔره

کړي مجبور بنده دَ خدائے پهٔٔٔٔٔ اطاعت

دَ خدائے دپاره

ژړېدل اؤ خندېدل دَ خدائے دپاره

ويښېدل اودهٔ کېدل دَ خدائے دپاره

دَ الله مدد پهٔٔٔٔٔ خپله بيا حاصل شي

چې وي کله کار کول دَ خدائے دپاره

دا دريافت دے دَ خپل ځان پهٔٔٔٔٔ حقيقت کښې

چې خپل ځان وي ورکول دَ خدائے دپاره

دَ دنيا دَ ګند وينځل دَ زړۂ پکار دي

خو چې کله وي وينځل دَ خدائے دپاره

چې کوم نال شي ، شي رېبلے اے شبيؔره

مګر وي چې نالول دَ خدائے دپاره

راکړې ربه

سليم زړۂ لهٔ محبت ډک راکړې ربه

چې ئې مل يې ، ورسره تهٔ ما کړې ربه

وے مې زړۂ کښې، اؤ وے ستا دَ نظر لاندې

سعادت ماته تهٔ دا عطا کړې ربه

دَ وسعت دَ زړۂ نعمت راته نصيب کړې

تنګ نظرۍ نه مې همېش جدا کړې ربه

زما نفس پهٔٔٔٔٔ شريعت خپل مطمٔن کړې

زړۂ زما لهٔ هر يو ګند صفا کړې ربه

کېفيت دے اؤ آمد دے اؤ ستا فضل

ته پهٔٔٔٔٔ شکر مې پهٔٔٔٔٔ زړۂ ګويا کړې ربه

ستا بنده خاکي شبيؔر باندې موسوم يم

قلب و ذهن اوس زما رڼا کړې ربه

ټپې

زما پهٔ زړهٔ کښې يو هغه دے

زهٔ به بل څوک پهٔ زړهٔ کښې څنګه ځايومه

دنيا نيمګړي پاتې کيږي

دغې دنيا سره زړهٔ څنګه وتړمه

دَ تورې زخم به زر جوړ شي

کله جوړيږي چې دَ ژبې وي زخمونه

چې بې حيا شي بيا ئې پرېږده

ما دَ بزرګۍ خيالونه پرېښول

هر څهٔ کوے شي بيا ئې مهٔ کوه پوښتنه

دَ جانان مخکښې پهٔ هر کار شرم راځينه

دَدې دنيا ظلم ته ګوره

مخ مې جانان نه دے خپل ځان ته راړوينه

کهٔ دلته ظلم څوک پهٔ چا کړي

دے دے ظالم خوپهٔ خپل ځان ظلم کوينه

زۂ دَ خپل يار ځنې لوګے شوم

اوس به پهٔ مينه دَ هغهٔ ځان سوزومه

کهٔ مې زړګے در کښې قبول شو

دا اعضا ټول به ورپسې بيا واستومه

سترګې زما ئې پهٔ طواف دي

پهٔ دغه غوږو ئې تعريفونه زۂ اورمه

پهٔ ژبه حمد مې دَ هغهٔ دے

شونډې شبؔيره پهٔ تعريف ئې خوزومه

اختتامي دعا

شي قبول دغه پېغام دَ محبت دې

پهٔٔٔٔ لوستلو شي نصيب داسې حالت دې

چې پهٔٔٔٔ زړهٔ باندې بس ستا مينه خوره شي

دَ دنيا لهٔ محبت زړهٔ شي اوچت دې

ذريعه شي دَ مؤمن دَ ويښېدلو

کهٔ اودهٔ وي شي جاري دَ زړهٔ حرکت دې

پهٔٔٔٔ دې زړهٔ کښې دې رڼا شي ستا دَ مينې

دَ دنيا دَ مينې لر شي نحوست دې

چې تحفه دَ خدائے دَ مينې ئې مقصود وي

اے شبؔيره ورنصيب شي برکت دې