زمونږ چاپ شوي کتابونه

زبدة التصوف

دَ تصوف مختصر تعارف

تصوف يو متنازعه لفظ دے خو لېکن دا صرف پهٔ دې وجه دے چې بعضې خلقو دَ ناپوهۍ دَ وجهې نه دَ دې مطلب غلط واخستو ځکه دَ دې دَ افاديت نه ئې انکار وکړلو۔حقيقت دادے چې بعضې اعمال داسې وي چې هغه پهٔ ظاهره کيږي لکه نمونځ ،روژه ، زکوٰة اؤ حج اؤ بعضې اعمال داسې وي چې هغه زړهٔ کوي اؤ بل چاته ئې پته نهٔ لګي۔دَدې پته يا الله تعالیٰ ته وي يا بعضې وخت کولو والا ته۔ کهٔ دَ چا دا عملونه درست نهٔ وي نو که دَ هغهٔ ظاهري عملونه ډېر ښهٔ ولې نهٔ وي هغه قبوليت ته ونهٔ رسي۔بغضې ؤخت دَ دې قلبي اعمالو دَ خرابۍ پهٔ وجه دا ظاهري عملونه ضایٔع هم شي۔ پهٔ دې وجه دَ دې باطني عملونو درست کول ضروري دي بلکه ډېر زيات ضروري دي۔ نو داسې طور طريقې اختيارولو ته چې کومو سره دا باطني عملونه صحيح شي ، تصوف ویلے شي۔دَ شريعت طريقو ته چونکې فقه ويلے کيږي نو ځکه دې طريقو ته فقه الباطن هم ويلے شي۔

ثبوت

الله تعالیٰ چې کله انسان جوړ کړو نو دے ئې دَ خپلې اردې مختار وګرځولو۔پهٔ دهٔ کښې ئې دَ خېر اؤ دَ شر دواړې مادې کښېښودې لکه څنګه چې الله تعالیٰ پهٔ خپل کلام کښې فرمائی وَ نَفْسٍ وَّ مَا سَوّٰھَا فَاَلھَمَھَا فُجُوْرَھَا وَ تَقْوٰھاً و چې کله دَ خېر ماده څوک استعمال کړي نو فرښتې ورباندې رشک کوي اؤ که دَ شر مادې استعمال کړي نو نجسم شېطان جوړ شي۔ بيا ئې فرمایئلي دي قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَکّٰھَا وَ قَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰھَا يعنې مادې خو ئې پکښې دواړه کښېښودلي دي لېکن پهٔ دو کښې ئې ورته چې کومه استعمالول غواړي دَ هغې دَ استعمال اختيار ورکړے دے لېکن چونکې دا دَ امتحان دپاره دي لهٰذا کهٔ دَ خېر دَ مادې نهٔ ئې کار واخستو اؤ دَ خېر کارونه ئې وکړل اؤ خپل ځان ئې دَ نفس دَ شر نه بچ کړو نو دے کامياب شو ۔نو دغه طور طريقې اؤ معمولات چې کوم دي چې دَ دې په وجه دا کاميابي حاصليږي دغې ته تصوف ويلے شي۔چونکې دا يو ضروري کار ؤ نو الله تعالیٰ دَ دې پاره دَ رهنمایۍ انتظام وکړو۔دَ دې پاره ئې دَ انبيا کرامو يوه سلسله جاري کړله۔دَدوي هٔ منصبي فرایٔضو کښې تزکيه هم وه۔تزکيه دَ خپل نفس دَ شر نه ځان بچ کولو ته وائی۔دَ ټولو په اخر کښې زمونږ خوږ پېغمبر محمد ﷺ راغلو۔پهٔ هغوی باندې قران پاک نازل شوچې هغهٔ دَ ټولو دينونو تکميل وکړو۔اؤ دَ دهٔ نه پخکښې چې کوم کتابونه نازل شوي وو دَ هغوی دَ حفاظت چونکې وعده نهٔ وه نو هغه ټول دَ دهٔ پهٔ راتلولو سره منسوخ شول۔اؤ قران پاک يواځې پهٔ کتابونو کښې دَ هدايت ذريعه وګرځېده اؤ صرف پهٔ دهٔ باندې دَ عمل مطالبه وشوه۔حضور ﷺ پخپله هم پهٔ دهٔ عمل کولو اؤ ټول صحابيان ئې هم پهٔ دهٔ عمل ته تيار کړل۔ حضور ﷺ دَ قران پاک مطابق دَ خپل فرض منصبي ښهٔ حق ادا کړو کوم طرف ته چې پهٔ دې آيت مبارک کښې اشاره شوي ده۔ کَمَا اَرْسَلْنَا فِیْکُمْ رَسُوْلاً مِّنْکُمْ یَتْلُوا عَلَیْکُمْ آیٰتِناوَ یُزَکِّیْکُمْ وَ یُعَلِّمُکُمُ الْکِتَابَ وَ الْحِکْمَۃَ وَ یُعَلِّمُکُمْ مَالَمْ تَکُونُوا تَعْلَمُوْن۔بقرۃ 151 دې کښې دَ حضور ﷺ پهٔ باره کښې ارشاد مبارک دے چې هغوی خپل صحابيان دَ قران پاک پهٔ تلاوت پوه کړل ، دَ هغوی پهٔ زړونو کښې ئې للٰهيت پېدا کړو اؤ هغوی ته ئې دَ قران اؤ سنت تعليم ورکړلو اؤ ډېر داسې علمونه ئې ورته وښودل دَ کومو نه چې مخکښې هغوی خبر نهٔ وو۔

پهٔ دې کارونو کښې وړومبے دَ قران پاک دَ تلاوت تعليم دے دَ کومې ذمه داري چې قاريانو صاحبانو اخستلي ده۔دې نه پس دَ للٰهيت تربيت دے دَ کوم چې ذمه داري صوفياء کرامو اخستي ده۔اؤ بيا دَ کتاب و سنت تعليم دےدَ کوم چې علماء کرام ذمه دار دي۔نو دَ اعمالو دوه قسمه شول يو کښې اعمال ظاهر يا اعمال جوارح راځي دويم اعمال قلب يا باطني اعمال دي۔علم ظاهر کښې تلاوت قران اؤ دَ کتاب و سنت تعليم راغلو اؤ په باطن کښې باطني علوم و احوال راغلل۔اګر چې دَ دې علومو تدوين وروستو شوے دے لېکن چونکې دا اصلي کارونه دَ نبوت دي پهٔ دې وجه دَ دوی سلسله حضور ﷺ ته رسي۔

دغه وجه ده چې دَ قران پاک دَ تلاوت اؤ دَ احاديثو دَ سماعت دَ سلسلو سره سره دَ تصوف سلسلے هم جاري شوې۔اګر چې دَ دې معروف نوم خو تصوف دے لېکن دَ حضرت سيد سلېمان ندوي رحمة الله عليه دَ تحقيق مطابق دَ دې قراني نوم تقویٰ دے کوم چې دَ ټولو علوم هدايت دروازه ده لکه چې پهٔ قران پاک کښې ارشاد فرمایٔلے شوي دي چې ذَالِکَ الْکِتَابُ لاَ رَیْبَ فِیْہِ ھُدیً لِّلْمُتَّقِیْنَ (بقرۃ۔ 2) دَ دې مفهوم دادے چې پهٔ دې عظيم الشان کتاب کښې هېڅ شک نشته دے۔اؤ دا دَ هغو کسانو دپاره چې څوک دَ خداۓ نه وېريږي ، هدايت دے نو دا ضروري نهٔ ده چې څوک دَ خداۓ نه نهٔ وېريږي هغوی دې ترېنه هم هدايت واخلي۔ دغه وجه ده چې مونږه وينو چې دَ يونيورسټيانو اؤ کالجونو پهٔ کومو استاذانو کښې چې تقویٰ نشته هغوی دَ قران اعلیٰ مضمونونه پهٔ ډېره ښه طريقه بيانوي لېکن پخپله دَ هدايت نه محروم وي۔بخاري شريف کښې په حديث احسان کښې دَ دې نوم احسان دے،۔ دې ته څوک زهد وایٔی که تقویٰ، يا احسان کهٔ تصوف پهٔ دې کار صرف دَ زړونو دَ صفایَۍ اؤ دَ نفس دَ اصلاح کيږي۔زړه ته چې کوم غلط اثرونه دَ غوږ ، سترګو اؤ دَ خؤلې پهٔ ذريعه راځي دَ هغو تلافي کولے شي۔انسان نه انسان اؤ مسلمان جوړولے شي۔ دَ زړونو نه تکبر ، عجب ،حسد کينه ،ريا ،بدګماني اؤ خود پسندي ويسلے شي اؤ پکښې تواضع ، مسکيني ،اخلاص ، نيک ګماني ، تفويض ، توکل اؤ خود احتسابي اچولے شي۔دهٔ ته هر وخت دا احساس ورکولے شي ، پهٔ نورو لفظونو کښې دَ انسان زړه دَ دنيا دمحبت نه خلاصولے شي اؤ دَ خداۓ پاک دَ محبت نه ډکولے شے اؤ هر وخت ورته دا احساس ورکولے شي چې تهٔ چرته نه راغلے يې اؤ چرته به ځې؟ اؤ چې چرته تلل دي هلته به څهٔ وي اؤ دَ هغې دپاره څهٔ کول دي۔نو کول خو هم هغه دَ شريعت اتباع دي دَ څهٔ دپاره چې مونږ پېدا شوي يو لېکن تصوف کښې پهٔ دې زور اچولے شي چې دا ټول هر څهٔ صرف دَ الله تعالیٰ دَ رضا دپاره شي۔ حضرت مولانا مسيح الله خان صېبؒ چې دَ حضرت تهانویؒ مجازِ بېعت ؤ هغوی دَ تصوف يو مختصر اؤ جامع تعريف کړے دے فرمائی چې :

پهٔ تصوف کښې ټول رياضتونه اؤ کوششونه دَ دې دپاره کېږي چې دَ الله تعالیٰ سره دائمی تعلق حاصل شي اؤ هر کار دَ الله تعالیٰ دپاره کول نصيب شي۔

دَ تصوف بنيادي مقصد

دغه تعريف چې کوم بره شوے دے دا دَ تصوف جامع تعريف دے پهٔ دې دې ځان بنده ښهٔ پوه کړي ځکه چې پهٔ دې پهٔ قران پاک کښې دَ ولايت وعده ده۔ "بَلیٰ مَنْ اَسْلَمَ وَجْھَہ لِلہِ وَ ھُوَ مُحْسِنٌ فَلَہ آَجْرُہ عِنْدَ رَبِّہٰ وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْھِمْ وَ لَا ھُمْ یَحْزَنُوْنَ(بقرۃ ۔1 12) "

دَ دې مفهوم دادې چې چا خپل مخ الله طرف ته تاؤ کړو يعنې دَ زړهٔ قبله ئې درسته کړه اؤ ټول کارونهٔ ئې دَ الله تعالیٰ دپاره کړل اؤ دَ نيکۍ کونکے ؤ يعني پهٔ شريعت باندې روان ؤ نو هغهٔ ته به الله تعالیٰ اجر ورکړي اؤ نهٔ به پې وېره وي اؤ نهٔ به غمجن وي۔ لَا خَوْفٌ عَلَیْھِمْ وَ لَا ھُمْ یَحْزَنُوْنَ نخښه ده دَ ولايت ځکه چې الله تعالیٰ فرمائيلي دي چې " اَلآ اِنَّ اَوْلِیَاءَ اﷲِ لَا خَوْفٌ عَلَیْھِمْ وَلَا ھُمْ یَحْزَنُوْنَ " دَدې مفهوم دادے چې آګاه شیٔ چې اولياء کرام باندې به نه وېره وي اؤ نهٔ به غمجن وي دا مفهوم پهٔ سورة اعراف کښې نور هم وضاحت سره راغلے دے "یٰبَنِیْ اٰدَمَ مَّا یَٲ تِیَنَّکُمْ رُسُلٌ مِّنْکُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْکُمْ اٰیَاتِیْ فَمَنِ اتَّقٰی وَ ٲصْلَحَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَیْھِمْ وَ لَا ھُمْ یَحْزَنُوْنَ (الاعراف 35) " يعنې اے بني آدمه (مونږه تاسو ته پهٔ عالمِ ارواح کښې وئیلي وو ) کهٔ تاسو طرف ته پېغمبر راغلو کوم چې به ستاسو نه وی کوم چې به زما احکامات تاسو ته بيانوي نو دَ هغهٔ پهٔ راتلو باندې چې پهٔ تاسو کښې کوم کس دَ هغه نخښو دَ تکذيب نه ځان وساتي اؤ خپل عملونه درست کړي نو پهٔ هغو به پهٔ قيامت کښې نهٔ څهٔ وېره وي اؤ نهٔ به غمجن وي۔

دَ تصوف دَ يو بيل فن پهٔ طور ضرورت

لکه څنګه چې پهٔ ظاهري عملونو کښې بعضې فرض دي بعضې واجب ، بعضې سنت دي بعضې مستحب ، هم دغه شان پهٔ باطني عملونو کښې هم بعضې فرض دي بعضې واجب ، بعضې سنت دي بعضې مستحب۔بل طرف ته پهٔ ظاهري عملونو کښې بعضې حرام دي بعضې مکروه تحريمي اؤ بعضې مکروه تنزيهي، هم دغه شان پهٔ باطني عملونو کښې بعضې حرام دي بعضې مکروه تحريمي اؤ بعضې مکروه تنزيهي۔پهٔ دغه وجه به دَ هر څيز به دَ هغهٔ دَ مقام مطابق مطالبه کيږي۔هرکله چې غټ غټ خلق به دَ يو باطني عمل ريا پهٔ وجه جهنم ته ځي نو بيا دَ دو نه بچ کېدل څومره ضروري دي۔ پهٔ سورة هود کښې دې ته اشاره شوي ده ۔" مَنْ کَانَ یُرِیْدُ الْحَیٰوۃَ الدُّنْیَا وَزِیْنَتَھَا نُوَفِّ اِلَیْھِمْ اَعْمَالَھُمْ فِیْھَا وَھُمْ فِیْھَا لَا یُبْخَسُوْنَ ۔ اُولٰٓئِکَ الَّذِیْنَ لَیْسَ لَھُمْ فِی الْاٰخِرَۃِ اِلَّا النَّارُ۔ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوْا فِیْھَا وَبٰطِلٌ مَّا کَانُوْا یَعْمَلُوْن (ہود ۵۱۔۶۱)" کوم کس چې دَ خپل اعمالِ خير نه محض دنياوي منفعت اؤ دَ دې دَ رونق حاصلول غواړي (لکہ شهرت نېکنامی اؤ جاه) اؤ دَ اخرت دَ ثواب دَ حاصلولو نيت ئې پکښې نهٔ وي نو مونږ به دَ دوی دَ عملونو جز ا دوی ته پهٔ دنيا کښې پوره پوره ورکړو اؤ دَ دوی دپاره به پهٔ دنيا کښې څهٔ کمے نهٔ وي (يعنې دنيا کښې به دوی دَ دې عملونو پهٔ عوض کښې صحت و فراغ ، عېش و عشرت اؤ دَ مالونو اؤ اولاد کثرت ورکړے شي کهٔ دَ دوی دَ عملونو اثر دَ دوی پهٔ اضدادو باندې غالب وي اؤ که اضداد پرې غالب وي نو بيا به داهم نهٔ وي دا خو دنيا کښې شوه اؤ پهٔ اخرت کښې) دا داسې خلق دي چې دوی ته بهٔ اخرت کښې دَ دوزخ نه علاوه بل څهٔ ثواب وغېره به نهٔ وي اؤ دوی بهٔ چې دلته څهٔ کړي وي هغه به اخرت کښې بالکل بېکاره ثابت شي اؤ اصل کښې چې دوی څهٔ کوی هغه خو اوس هم بېکاره دي (دَ نيت َ فسد په وجه مګر دَ ظاهر پهٔ اعتبار سره ثابت ګڼلے شي اخرت کښې بهٔ دا ثبوت هم زائل شي) دا ترجمه دَ بيان القران نه ترجمه شوي ده اؤ پهٔ قوسين کښې تفسيري کلمات دي۔دَ بخاري شريف دَ بخاري شريف وړومبے حديث شريف دے " اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّاتْ"

َ دې مفهوم دادے چې دَ عملونو دار ومدار په نيتونو باندې دے يعنې دَ ظاهر شريعت دَ هر عمل نتيجه پهٔ دې منحصر ده چې دا عملونه پهٔ کوم نيت شوي دي۔ دغه سان دَ ترمذي شريف مشهور حديث شريف مطابق درې کسان چې دَ ډېرو اوچتو عملونو خاوندان وو پهٔ دو کښې يو قاري ؤ دويم سخي اؤ دريم شهيد لېکن چونکې دوی دا عملونه دَ الله دپاره نهٔ وو کړي نو پهٔ نتيجه کښې دَ جنت پهٔ ځډاۓ جهنم ته ورسېدل۔ پهٔ دې حديث شريف کښې دا هم دي چې پهٔ حضرت ابوهرېرة باندې به بيا بيا تيارهٔ راتله۔ دَ مسلم شريف دَ يو حديث شريف مفهوم دادے چې دَ چا پهٔ زړهٔ کښې خلي هومره تکبر وي نو هغه به جنت ته نهٔ ځي۔ دَ دې نه دا اندازه لګېدے شي چې دَ ريا اؤ تکبر نه بچ کېدل څومره ضروري دي۔دغه دواړه دَ زړهٔ عملونه دي کنه نو ځکه دَ اخلاقِ حميده حاصلول اؤ دَ اخلاقِ رذيله نه ځان بچ کول دَ روحاني صحت دپاره ډېړ ضروري دي۔چاته چې دا صحت حاصل شي دَ هغهٔ زړهٔ ته قلبِ سليم وئيلے شي لکه څنګه چې سورة شعراء کښې دَ الله پاک ارشاد مبارک دے چې " یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّ لَا بَنُوْنَ اِلَّا مَنْ اَتَی اﷲَ بِقَلْبٍ سَلِیْم" دَ کوم چې مفهوم دے چې هغه ورځ به مال اؤ اولاد فائدہ نہؔ ورکوی بلکې قلبِ سلیم بہ فائدہ ورکوی۔ نو دَ دې آيت مبارک اؤ احاديث شريفه نه دَ تصوف ضرورت ښهٔ واضح شو۔ مخکښې دَ هر چا خپله مرضي ده ځکه چې دلته خو انسان ته اختيار ورکړے شؤے دے اؤ دَ ښهٔ يا دَ خراب کار تعليم بې شکه شوے دے ۔هرچا ته به دَ خپلې ارادې مېوه ملاويږي۔

اعمالِ ظاهره خو دَ فقهې پهٔ کتابونو کښې مدون شو دا خو دَ چا نه هم اېزده کېدے شي اؤ ورباندې بنده عمل کولے شي ۔ دَ دو دَ تشريح دپاره دَ چا عالم نه هم مدد بنده اخستے شي لېکن پهٔ خپلو خپلو حالاتو کښې پهٔ اعمال قلبيه باندې څنګه عمل وکړے شي دا البته اسانه خبره نهٔ ده۔مثلاً نمونځ ته وګوریٔ دَ دې پهٔ فرائضو ، واجباتو سنتونو اؤ مستحباتو ښهٔ ښهٔ کتابونه ليکلے شوي دي دو کښې چا دَ کوم کتاب مطالعه هم وکړه نو دَ نمونځ مسٔلے به ور معلومې شي اؤ پهٔ لږ کوشش ئې بنده اېزده کولے هم شي۔ دَ دې دپاره څهٔ لو ئې عالم ته دَ تلو ضرورت هم نشته بلکې چا چې هم نمونځ ښهٔ اېده کړے وي هغه ئې بل ته هم ښودلے شي ځکه چې دې کښې هر څهٔ بالکل ظاهر ښکاري پهٔ دې وجه دَ دې اصلاح مشکله نهٔ وي۔لېکن کهٔ پهٔ نمونځ کښې کهٔ څوک خشوع يا اخلاص نهٔ لري نو دَ دې پېدا کول څهٔ اسان کار نهٔ دے۔ نهٔ خو دا محض دَ کتابونو نه دَ اېزده کولو څيز دے اؤ نهٔ دا دَ هر چا نه بنده اېزده کولے شي۔دَ دپاره بنده بهٔ خپل ځان دَ يو داسې کس لاس کښې ورکوي اؤ هغهٔ ته به دَ اصلاح دپاره ځان سپاري کوم چې پهٔ دغه لاره تېر شوے ۔ځکه چې علمي څيز دپاره علم بنياد ګرځېدے شي اؤ عملي څيز دپاره عملي څيز ۔دا لاره چونکې نازکه ده دَ دې پهٔ وجه پکار دي چې دا راهنما دې پهٔ خپل فن کښې ماهر وي اؤ مستند هم ۔يعنې پهٔ دهٔ باندې اعتماد شوے وي اؤ دَ اعتماد دا سلسله تر حضور ﷺ رسيدلي وي۔ دغې ته سلسله وئیلے شي۔دغه وجه ده چې حضرت مولانا اشرف علي تهانويؒ فرمائیلي وو که څوک نمونځ نهٔ کوي نو دَ هغهٔ ماسره دومره فکر نهٔ څومره چې دَ هغهٔ وي چې دَ چا په زړهٔ کښې تکبر وي ۔دَ دې وجه داده کهٔ بېنماز کس کهٔ دَ نمونځ ارداه وکړي نو پينځهٔ منټه کښې نمونځ ګزار کېدے شي اؤ متکبر کس کهٔ دَ تکبر دَ اصلاح ارداه هم وکړي نو دا تکبر خو به پهٔ کالونو کښې وځي۔

تصوف متنازعه ولې دے؟

دا خبره رښتيا د پرېشانۍ باعث ګرځېدے شي چې اخر دا دومره مفيد اؤ اهم فن متنازعه څنګه جوړ شو۔کله چې مونږ دَ خپلو اکابرو کتابونو کښې ګورو نو زمونږه اکابر نه صرف چې دَدې فن قدردان ښکاري بلکې بعضې اکابرو خو دَ دې فن په خدمت کښې خپل عمرونه صرف کړي دي لېکن چې څوک هغوی طرف ته څوک ځان منسوب کوی هغوی دَ دې فن سره داسې معامله کوي لکه چې دا يوه ګمراهي وي۔دَ دې وجه دَدې عاجز پهٔ خيال کښې دا راغلي چې يو دَ تصوف مقاصد دي بل دَ تصوف ذرایٔع دي۔مقصد خو ټول مني خو دَ دو پهٔ ذريعو کښې خلق کلام کوي۔دَ دې وجه دا هم کېدے شي چې بعضې غلطو صوفيانو دا ذريعې خلقو ته دَ مقصد په صورت کښې پېش کړي دي۔ چې کوم ناواقفه دي دَ هغوی نه خو څهٔ ګيله نٔ ده پکار لېکن کوم کسان چې پهٔ دې پوهيږي لېکن صرف دَ خپلو ذاتي مفاداتو دپاره داسې کوي دَ هغوی نه اصلي تصوف رخصت شي اؤ صرف رسمي تصوف پاتې شي لکه څنګه چې بعضې سجاده نشينانو دَ خپل ابا و اجداد ګديانو سره کړي دي۔دوی بيا دَ خپلو خواهشاتو دپاره چې کوم خرافات دَ تصوف پهٔ نوم کوي دَ هغو کارونو پهٔ وجه دوه قسمه خلق ګمراهان شي ۔يو هغه چې څوک دَ دوی پهٔ دام کښې راشي اؤ دغه خرافات تصوف وګڼي اؤ دويم هغه خلق چې څوک پهٔ صحيح دين تلل غواړي هغوی دَدې خرافاتو پهٔ رد عمل کښې دَ اصلي تصوف نه انکاري شي۔اګر چې دوی ته داسې کول نهٔ دي پکار څکه چې څوک هم دَ غلطو ډاکټرانو پهٔ وجه صحيح ډاکټران نهٔ پرېږدي ، نه دَ غلطو تاجرانو په وجه صحيح تاجران پريږدي نو دَ غلطو صوفيانو پهٔ وجه صحيح صوفيان څوک څنګه پرېښودے شي۔

حضرت تھانوی (رحمۃ اللہ علیہ) فرمائی چې دَ ،تصوف اصول صحيحه دَ قران و حديث نه ثابت دي اؤ کوم خلق چې وائی چې تصوف وران اؤ حديث کښې نشته بالکل غلط وائی ۔دَ غالي صوفيانو هم دا خيال دے اؤ دَ خشک عالمانو هم دا خيال دے۔ خشک عالمان داوائی چې تصوف هېڅ شے نهٔ دے اصل څيز خو شريعت دے پهٔ دې عمل پکار دے دا تصوف پکښې لا چا رواوستے ؟ ګويا دَ هغوی پهٔ نزد قران و حديث کښې تصوف نشته۔چې کوم غالي صوفيان دي هغوی داوائی چې پهٔ قران و حديث کښې خو دَ ظاهر احکام دي تصوف خو علمِ باطن دے يعنې دَ هغوی پهٔ نزد تصوف کښې هډو دَ قران و حديث ضرورت نشته ۔غرض دواړو خلقو قران و حديث دَ تصوف نه خالي وګڼل بيا پهٔ خپل خيال کښې يو تصوف پرېښودو اؤ بل قران و حديث ۔

دَ علمي اشکالاتو جواب

لکه څنګه چې په قران کښې " وَاَقِیْمُوا لصَّلٰوۃَ وَاٰتُوالزَّکوٰۃ " راغلي داسې "یَاٰ اَیُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْاصْبِرُوْا وَاشْکُرُوْ لِلہ" هم شته۔کهٔ پهٔ يو ځاۓ کښې "کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامُ " اؤ "وَ لِلہِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتَ" راغلي نو بل ځاۓ کښې "وَ یُحِبُّہُمْ وَ یُحِبُّوْنَہ" اؤ "وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْآ اَشَدُّ حُبًّا لِلہِ" هم راغلي۔چرته کښې چې " اِذَا قَامُوْاِلَی الصَّلٰوۃِ قَامُوْ کُسَالیٰ " راغلي هم هلته به " یُرَآؤُنَ النَّاسَ " هم ووينیٔ۔آيا " َاَقِیْمُوا لصَّلٰوۃَ وَاٰتُوالزَّکوٰۃ " دَ امر صيغه ده اؤ " وَاصْبِرُواوَاشْکُرُو " دَ امر صيغه نه ده؟ " کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامُ " نه کهٔ دَ روژې مشروعيت ثابتيږي نو "وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْآ اَشَدُّ حُبًّا لِلہِ " نه دَ الله تعالیٰ دَ مينې مامور بهِ کېدل نهٔ ثابتيږي؟ دغه شان په احاديث شريفه کښې دَ نمونځ روژې ،بېع و شراء نکاح و طلاق بابونه کهٔ بنده ويني نو دَ ريا اؤ کبر بابونه پکښې هم شته دے۔ کهٔ بنده غور وکړي نو معلومه به شي چې دا ټول ظاهري اعمال خو اصل کښې دَ باطن دَ اصلاح دپاره دي اؤ دَ باطن صفائی موجب نجات ده اؤ دَ دې کدورت موجبِ هلاکت دے۔الله تاعلیٰ ارشاد فرمائی "قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَکّٰھَا وَ قَد خَابَ مَنْ دَسّٰھَا " بې شکه چې چا خپل نفس صفا کړو هغه مکمله کاميابي حاصله کړه اؤ چا چې دا خيرن وساتلو هغه ناکامه شو۔

" یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّلَا بَنُوْن " يعنې پهٔ هغه ورځ به نهٔ دَ چا مال پکار راځي اؤ نهٔ اولاد بلکې کوم کس چې هلته ځان سره سليم زړهٔ يوړو هغه به پکار راځي۔وګوریٔ پهٔ وړومبي آيت کښې تزکيه باطن موجب فلاح ګرځولي شوي ده اؤ پهٔ بل کښې دَ زړهٔ دَ سلامتۍ نه بغېر دَ مال اؤ اولاد غېر نافع کېدل بيان شوي دي۔ايمان اؤ عقيدې پهٔ کوم چې دَ ټولو عملونو انحصار دے، ټولې دَ زړهٔ سره تعلق لري اؤ ظاهره ده چې څومره اعمال دي دا ټول دّ ايمان دَ تکميل دَپاره دي نو معلومه شوه چې اصل مقصود دَ زړه اصلاح ده چې دَ کوم پهٔ ذريعه بنده دَ قبوليت اؤ دَ قرب درجې حاصلوی اؤ دَ دغې نوم پهٔ اصطلاح اؤ عرف کښې تصوف دے۔ حضرت سيد سلېمان ندوي ؒ يو مستفسر ته جواب کښې ليکي۔

دا دَ سلوک فن دَ نظري نه زيات عملي دے۔دَدې دپاره دَ داسې کاملينو ضرورت وي کوم چې پهٔ حسن اعتقاد اؤ دَ عمل پهٔ لحاظ سره پهٔ سنتو پوره وي ۔کوم چې پهٔ اخلاقو ، عادتونو ،اتباع اؤ امر و نواهي کښې دَ حضور ﷺ نمونه وي ۔دَ چا پهٔ صحبت کښې چې دَ نبوي صحبت اثر وي اؤ دَ چا سلسله چې لکه دَ روايت دَ فن دَ سلسلې پهٔ شان دَ حضور ﷺ صحبت پاک ته رسيدلي وي دَ کومې چې اصطلاحي نوم شجره ده ۔دا مفهوم حضرت شاه ولي الله ؒ پهٔ دې الفاظو کښې بيان کړے دے۔علم حديث څنګه چې دَ روايت سلسله ده دغه شان دا سلوک دَ حضور ﷺ دَ صحبت سلسله ده۔دَ صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين ټول فېض دَ صحبتِ نبوت دَ تاثير نتيجه ؤ۔دې نه پس تابعين دَ صحابه کرامو رضوان الله عليهم پهٔ فېض اؤ تبع تابعين دَ تابعينو پهٔ فېض تيار شو۔دا درې دورونه داسې دي چې يوې جمعې دَ بلې جمعې نه پهٔ جمع فېض اخستے دے۔ دَ تبع تابعين نه پس فتنو زور وکړو نو تعداد کښې کمے راغلو ۔دې پس دَ جمعې فېض ودرېدو اؤ دَ اشخاص کاملينو پهٔ ذريعه وروستو حضراتو ته دَ هغوی دَ استعداد مطابق فېض راتلل شروع شو۔دَ دغې نوم وروستينو خلقو پيري مريدي کښيښوده ګني نو متقدمينو کښې دَ دې اصطلاح دَ صحبت وه لکه حضرت شبلي ؒ اؤ حضرت جنيد ؒ ته به ئې صحبت يافته وې لکه دا چې فلاني کس دَ حضرت شبلیؒ اؤ فلاني کس دَ حضرت جنيدؒ صحبت کښې وخت تېر کړے دے ۔

غالي صوفيانو ته جواب

پهٔ صوفيانو دَ هغوی دَ اکابرو اقوال حجت دي۔دې دپاره کهٔ غالي صوفيان دَ تصوف مدعيان دي نو هغوی ته پکار دي چې دَ خپلو اکابرو اقوال خپلې مخې ته کښېږدي۔پهٔ دې بعضې داسي دي:

حضرت بايزيد بسطامي ؒ فرمائی چې کهٔ تاسو څوک دَ کرامتونو والا وينیٔ چې پهٔ هوا کښې الوزي نو پهٔ دهوکه کښې رانشیٔ تر څو چې دا ونګوریٔ چې دَ امر ونواه ، دَ حفظِ حدود اؤ دَ شريعت دَ پابندیٔ پهٔ اعتبار سره څنګه دے۔

حضرت جنيد ؒ ارشاد فرمائی چې پهٔ مخلوق ټولې دروازې بندې دي سوا دَ رسول الله ﷺ دَ لارې نه چې بالکل پهٔ هغې روان وي۔

حضرت ابوالحسن نوري ؒ ارشاد فرمائی چې تاسو څوک وګوریٔ چې دَ داسې حالت دعویٰ کوی چې دَ شريعت نهٔ ئې بهر کوی نو هغهٔ ته نزدې ورنشیٔ۔

حضرت خواجه نصير الدين چراغ دهلویؒ فرمائی متابعت دَپېغمبر ﷺ ضروري دے قولاً ، فعلاً اؤ ارادتاً ځکه چې دَ الله تعالیٰ محبت دَ حضور ﷺ دَ متابعت نه بغېر نهٔ نصيب کيږي۔

حضرت خواجه معين الدين چشتيؒ فرمائی چې کوم کس چې پهٔ شريعت قایٔم شي اؤ احکام دَ شرعې باندې ئې عمل شروع کړي اؤ دَ دې نه دَ يو ويښتهٔ برابر انحراف هم نهٔ کوي دَ دهٔ مرتبه زياتيږي يعنې ټولې ترقۍ پهٔ دې موقوف دي چې پهٔ شريعت څوک ځان قایٔم ساتي۔

يو خبره ياده ساتل پکار دي چې بغضې وختونو کښې بزرګانو دَ نااهلو نه دَ دې علومو دَ حفاظت دپاره ذومعنې الفاظ استعمال کړي دي۔چې کوم اهل وو هغوی ترې صحيح معنیٰ واخسته اؤ نورو خلقو ترېنه خپلې خپلې معنې ګانې واخستلې۔دَ دې نه اصل مفهوم پټ شو۔د دې پهٔ وجه ورستينو اهل حقو دا طريقه جوړه کړه چې دَ صوفياؤ کلام پهٔ قران و حديث پېش کړي که دَ هغې مطابق وي نو من وعن ئې واخلي اؤ کپ پهٔ ظاهره دَ قران و حديث سره متصادم وي نو بيا ئې پهٔ شرط دَ امکان څهٔ مناسب تاويل وکړي چې شرعې ته برابر شي اؤ که دا ممکن نهٔ وي نو دَ شطحياتو نه ئې وګرځیٔ چې پکښې صوفي معذور ګڼلے شي خو عمل پرې نشي کېدے۔يا دا وګڼلے شي چې دَ دوی پهٔ قول کښې تحريف شوے دے اؤ دا دَ حقيقت نه څهٔ لرې خبره نهٔ ده ځکه چې دَ حضور ﷺ پهٔ احاديثو کښې که تحريف کېدے شي چې دَ حفاظت دپاره ئې دَ رجالو زبردست فن موجود دے نو دَ صوفيانو پهٔ قول کښې تحريف ولې نشي کېدے چې داسې حفاظت هم نهٔ لري۔

که يو کس مثلاً دَ حضرت شېخ عبد القاد جېلانيؒ يو داسې قول راوړي کوم چې شرعې ته برابر نهٔ دے نو پهٔ ځاۓ دَ دې چې مونږ دې دَ قران و حديث په تحريف کښې مبتلا شو دا ښه نه دا چې دَ هغوی دَ قول څهٔ داسې تاويل وکړو چې دَ هغوی قول شرعې ته برابر شي اؤ که دا خبره ممکنه نهٔ وي نو دا وګڼو چې دَ حضرت خبره دا نهٔ ده دا چا بل دَ هغوی پهٔ قول کښې تحريف کړے دے څکه چې خلقو ته دَ شېخ پهٔ کلام کښې تحريف کول دَ قران و حديث کښې دَ تحريف کولو نهٔ ډېر اسان کار دے ځکه چې دا اسماء الرجال زرکاڼے نهٔ لري اؤ احاديثو شريفو دپاره دا اتظام شته دے۔پهٔ دې طريقه به نهٔ دَ شريعت مخالفت وشي اؤ نه به پهٔ شېخ څهٔ الزام راشي۔دَ امت اکابرو هم دغه کار پهٔ داسې حالاتو کښې کړے دے ۔دا بيله خبره ده چې ورباندې بعضې خلقو دَ تاويل پرستیٔ پچموزې کړي دي لېکن پهٔ څهٔ کېږي ځکه چې مونږ ته خو خپل دين بچ کول دي چې هغه دَ کتاب الله اؤ دَ رجال الله پهٔ يو وخت اتباع ده۔دې دپاره خو نه کتاب الله نه لرې کېدل دي اؤ نهٔ دَ رجال الله نه استغناء پکار ده۔ خارجيانو پهٔ خپل خيال دَ کتاب الله اتباع وکړه خو دَ رجال الله په پرېښودو ئې څهٔ حال شو تردې چې حضور ﷺ دَ هغوی دَ بې دينۍ پېشنګوئی وفرمائیله اؤ حضرت علي کرم الله وجهه پهٔ خپلې هغې کارنامې ټول عمر فخر کول کومه چې هغوی پهٔ نهروان کښې دَ خارجيانو دَ قتال پهٔ سلسله کښې کړي وه۔بل طرف ته باطنيانو دَ رجال الله دَ اتباع پهٔ نوم دَ کتاب الله پهٔ تحريف کښې دومره مبتلا شو چې دَ قران و حديث نه ئې بالکل انکار وکړو۔دغه شان نهٔ ئې اعمال محفوظ شو نهٔ ئې عقيده محفوظه شوه۔امت بيا دَ دې ګمراهانو پهٔ لاره واپس راوستو کښې اؤ خلق دَ دوی دَ شر نه بچ کولو کښې ډېر نقصان برداشت کړو۔

پهٔ قلعه الموت کښې اؤ دَ فامطميين پهٔ دور کښې عقل والو دپاره ډېر عبرتونه پټ دي۔

دَ تصوف اخري مقام خالصه بندګي ، فنائيت، اؤ بقا عند الله دے ده کوم چې لازمي نتيجه دَ الله تعالیٰ محبوبيت دے نو کهٔ څوک پهٔ دغه هومره خبره هم پوه شو نو پهٔ تصوف باندې به پوه شي۔هغه بهٔ دَ غالي متصوفينو پهٔ خؤله دا نهٔ وائي چې شريعت بيل دے اؤ طريقت بيل بلکې طريقت به پهٔ شريعت دَ عمل تکميلي صورت ګڼي يعنې يا خو صرف ظاهري طور باندې پهٔ شريعت عمل کول وي اؤ زړهٔ ورسره نهٔ شاملوي اؤ يا چې پهٔ شريعت باندې عمل پهٔ زړهٔ سره کوي نو هغه څنګه وي ۔دا به دَ شريعت تکميل وي کهٔ مخالفت؟ هغه به دا خدا پرستۍ پهٔ جامه کښې هغه ماده پرست خلق هم وپېژني کوم چې دَ ډېرو اوچتو اوچتو زبرګانو دَ استغنا خبرې ځکه کوي چې پهٔ دې خبرو دَ ساده ګانو پهٔ جېبونو ډاکې اچوي۔هغه به دَ فکر دَ مصلحينو پهٔ جامه کښې دَ فکر ی ګمراهۍ دَ خورولو واله هغه فلسفيان هم وپېژني کوم چې پهٔ خپلې کچ بحثۍ ساده سوده طريقت نه چيستان جوړوي۔ هغوی چونکې تصوف دَ فلسفې پهٔ چشمو کښې کتلے وي نو نورو خلقو ته هم هم دغه چشمې پهٔ سترګو کوی۔هغه به هغه پهٔ ظاهره دَ حضسور ﷺ پهٔ مينه کښې مړهٔ کېدلو والا هغه نفس پرست صوفيان هم وپېژني چا چې دَ خپلو نفساني خواهشاتو دَ تسکين دپاره پهٔ دين کښې نوي نوي طريقې ايجاد کړي وي اؤ دَ حضور ﷺ "کُلُّ بِدْعَۃٍ ضَلَالَۃْ " ئې نه صرف خپله شاته غورزولے دے بلکې خپل متعلقين الله والو ته بالکل نزدې نهٔ پرېږدي چې هسې نه چې هغوی ته دَ حضور ﷺ دا پېغام و انوریٔ،کهٔ څهٔ کسر لږ دَ دې پهٔ باره کښې پاتې وي نو هغوی دې دَ مولانا محمد اشرف سلېمانيؒ کتاب سلوکِ سلېماني کښې دې غېر شرعي يا عجمي تصوف وګوري۔دا دَدې کتاب پهٔ جلد اول کښې موجود دے۔هغې سره به انشاء الله کامله تسلي وشي۔

دَ تصوف څهٔ مفيد اصطلاحات

پهٔ هر مسلمان دا فرض دي چې دَ الله تعالیٰ دَ منشاء مطابق ژوند تېر کړي۔دَ دې دپاره چې دَ کومو علوم حصول ضروري هغه فرض دي اؤ پهٔ کومو ذريعو چې دا انحصار لري دَ هغو حاصلول هم ضروري دي۔دا هم ليکلي شوي دي چې کومې ذريعې مقصود خو نهٔ دي لېکن دَ هغو دَ استعمال نه بغېر کهٔ هغه مقصد نهٔ شي حاصلېدے نو بيا هغه ذريعې هم لازمې شي۔دَ اسلام دَ ټولو تعليماتو سرچشمه قران اؤ سنت ده دَ کومې چې ابتدائي تعليم به پهٔ مجلسِ نبوي کښې ورکولے شو اؤ چونکې ابتدائ دور ؤ نو اکثر مسلمانان پهٔ خپل مرکز کښې موجود وو دَ کومو چې تعداد هم هغه وخت کښې دومره نهٔ ؤ څومره چې بيا وروستو شو۔پهٔ دې وجه پهٔ دې نبوي درسګاه کښې هغه علوم ښودلے شو کوم چې وروستو دَ دَ علم حديث ، علمِ فقه ، علمِ تفسير اؤ علم تصوف پهٔ نوم مشهور شو لکه څنګه چې مخکښې صرف يو سائينس ؤ بيا ترې نه ډېر علوم رياضي ، فزکس ،کيمسټري وغېره جوړ شو۔ دَ دې علومو دپاره څهٔ جدا جدا شعبې نهٔ وې ځکه چې دَ ټولو اسلامي علومو دوه بنيادونه دي يو قران دويم سنت ۔سنت دغه وخت دَ صحبت پهٔ ذريعه حاصلېدو ځکه قران اؤ صحبت نبوي هر څهٔ هر څهٔ وو۔پهٔ دغه درسګاه کښې يوه ساده اقامتي شعبه هم وه چې پکښې به دَ الله پهٔ مينه مستداسې عاشقانِ رسول وسېدل چې هغوی به هر وخت پهٔ دې طمع وو چې څهٔ وخت هم دَ تعليم يا تربيت څهٔ موقع وي هغه ضایٔع نهٔ کړي ۔هم دَ دوی یپهٔ ذريعه ډېر زيات علم امت ته رارسېدلے دے۔دوی ته به ئې اصحابِ صفه وې۔

وروستو چې کله اسلام پهٔ دنيا کښې خور شو اؤ دَ حضور ﷺ هم موجود پاتې نهٔ شو اؤ نهٔ دَ هغوی صحبت چا چې دَ هغوی صحبت موندلے ؤ نو دَ دې مقصدو دَ حصول دپاره دَ دين عالمانو بيلې بيلې شعبې قائمې کړې۔

چا چې دَ حديث خدمت واخستو هغوی محدثين شو ،چا چې دَ تفسير کار پهٔ ذمه واخستو هغوی مفسرين شو ، چا چې دَ فقهې خدمت وکړو هغه فقهاء شو اؤ چا چې دَ نفس دَ تزکیئ شعبه خپله کړه هغوی ته صوفيان ووئیلے شو۔پهٔ دغه وجه په اسلافو کښې څوک هم دَ دې قائیل نهٔ دي چې شريعت جدا دے اؤ طريقت جدا بلکې همېشه ئې طريقت دَ شريعت تابع کړے دے۔راتلونکو صفحو کښې دَ څو ضروري اصطلاحاتو تعارف کولے شي۔دا اګر چې ډېر اسان دي لېکن دکاندارانو پيرانو دَ خپلو مفاداتو دپاره دَ دې نه څهٔ داسې چيستان جوړ کړے دے چې بعض مخلصين خو دَ دې دَ نوم هم تښتي۔دَ دې دپاره دَ دې افطلاحاتو صحيح تعارف ضروري دے چې سالکين کم از کم پهٔ دې پوه وي چې اخر مونږ څهٔ کول غواړو اؤ دوی ته څوک دکاندار دهوکه ورنکړے شي۔يو عالم فرمائیلي دي چې اصطلاحات دَ مبتدي دَ پاره پوړۍ ده اؤ دَ منتهي دپاره عېب دے ځکه چې مبتدي فن بغېر دَ هغې دَ اصطلاحاتو اېزده کولے نهٔ شي اؤ منتهي ته ئې حاجت نهٔ وي هغه خپل مطلب هر وخت پهٔ مناسبه الفاظو کښې بيانولے شي ځکه چې هغه ښودل غواړي اصطلاحات نه۔هغه اصطلاحات دادي:

شريعت۔ دَ ژوند تېرولو کومه طريقه چې کومه زمونږ دپاره الله تعالیٰ غوره کړي ده۔ دَ هغې احکاماتو ته شريعت و ئیلے شي۔پهٔ دو کښې ظاهري اؤ باطني ټول احکامات ر اغلل۔ دَ دو مونږ ته دَ رارسولو دپاره خوږ نبي راستولے شوے ۔هغوی پهٔ خپل قول و فعل دا ښودلے دے۔دغه دَ هغوی دَ ژوند طريقه وه ځکه دغې ته سنتِ نبوي هم ويلے شوي دي ځکه خو حضور ﷺ ته شارع هم ويلے شي ګني پهٔ حقيقت دا نبي ﷺ ايجاد نهٔ دے بلکې دا احکامات الله تعالیٰ دَ طرف نه راغلي دي۔

فقه۔ دَ متقدمينو پهٔ اصطلاح کښې فقه اؤ شريعت يو څيز دے لکه څنګه چې امام اعظم ؒ نه دَ فقې تعريف معرفت النفس مالھا و ماعلیھا منقول دے يعني دَ نفس دَ نفعې اؤ دَ نقصان څيزونه پېژندل۔ متاخرينو وروستو دَ شريعت هغه حصې ته فقه ووې چې کومه دَ ظاهري اعمالو پهٔ باره کښې وه۔

تصوف۔ دَ شريعت هغه جزو چې دَ باطني اعمالو سره تعلق لري ،ته متاخرينو تصوف ويلي ۔ دا هغه فن دے چې دَ دې پهٔ ذريعه دَ زړه حالت معلومېدے شي چې روحاني طور باندې بيمار دے اؤ کهٔ صحتمند اؤ بيا کهٔ بيمار وي نودَ دهٔ علاج پکښې هم کولے شي۔دغې ته حديث شريف کښې احسان وئیلے شي اؤ قران کښې چې څهٔ ته تقویٰ وا ئ کوم چې پهٔ ټولو اعمالو کښې ضروری دے تصوف دَ دې بلکې دَ ټولو اخلاقِ حميده دَ حاصلولو اؤ دَ ټولو اخلاق رذيله نه دَ خلاصي يو ذريعه ده۔

حقيقت۔ پهٔ طريقت چې کله دَ زړهٔ اصلاح وشي اؤ عملونه صحيح شي نو دې سره په زړهٔ کښې صفا ئي راشي دَ کوم پهٔ وجه چې دَ بعضو اعمالو اؤ دَ څيزونو بالخصوص دَ اعمالِ حسنه و سئه حقا ئق اؤ لوازمات منکشف شي اؤ دَ الله تعالیٰ دَ صفاتو ادراک نصيب شي ۔دغې ته حقيقت و ئیلے شي۔

معرفت۔ دَ حقيقت دَ انکشاف نه پس بنده ته کوم قسم تعلق الله تعالیٰ سره ساتل پکار دي اؤ کوم نه ، دَ دې ادراک وشي اؤ دَ ّمختلفو څيزونو پهٔ استعمال اؤ پهٔ ّمختلفو حالاتو اؤ موقعو کښې دَ الله تعالیٰ دَ مرضۍ خيال ساتلو باندې پوه شي دغې ته معرفت اؤ داسې کس ته عارف و ئیلے شي۔عارف ته چونکې دَ خپل ځان دَ عجز اؤ دَ الله دَ عظمت ادراک حاصل وي ځکه هغه که هر څومره عالم شي يا طاقتور شي ځان کم ګڼي۔دَ آدم عليه السلام اؤ دَ سلېمان عليه السلام واقعه دې بنده دې دپاره ځان ته رامخکښې کړي۔

نسبت۔ دَ نسبت معنیٰ تعلق دے۔دا تعلق دَ دواړو طرفو نه وي ۔دَ تصوف پهٔ اصطلاح کښې دَ نسبت مطلب دَ بنده دَ الله تعالیٰ سره داسې تعلق دے چې دَ دې پهٔ وجه هغه ځان همېشه دَ الله تعالیٰ مخکښې حاضر ګڼي اؤ هر وخت هغه پهٔ څهٔ نا څهٔ طريقه يادوي اؤ دا ئ کوشش وي چې الله تعالیٰ رانه خفه نهٔ شي۔دَ ده دَ عبادت اؤ طاعت طرف ته طبعي رغبت وي ياداسې عقلي رغبت وي چې پهٔ هېڅ صورت دے ترېنه مخ نهٔ شي اړولے۔دَ ګناهونو نهٔ طبعي يا عقلي داسې نفرت وي لکه چې متيازو نه وي۔هر وخت پهٔ سنت باندې دَ کار کولو کوشش کښې وي۔دغه سان دَ الله تعالیٰ دَ طرف څه داسې انتظام ورته وشي چې دَ معصيتونو نه دَ حفاظت انتظام ئې وشي اؤ دَ نيکيو توفيقات ورته ملاويږي پهٔ کومو چې دَ الله تعالیٰ دَ رضا ترتب کيږي۔دَ دې آثار مختلف وي کله خو پخپله دَ روحاني تربيت سببونه جوړيږي ،پهٔ ديني کارونو کښې استعماليږي ۔دَ اهل قلوب حضراتو پهٔ زرونو کښې دَده دپاره پخپله مينه پېدا کيږي اؤ دَ ده سره پهٔ ناسته دَ الله تعالیٰ استحضار حاصليږي۔

بېعت۔ بېعت دَ تصوف پهٔ اصطلاح کښې دَ شيخ او دَ هغهٔ دَ مريد پهٔ مينځ کښې يو معاهده وي چې شيخ به دهٔ ته تعليم کوي اؤ مريد به پهٔ دې تعليم عمل کوي۔دَ دې مقصد دَ ظاهري اؤ باطني اعمالو اهتمام اؤ التزام دے دَ کوم دپاره چې مريد دَ زړهٔ نه شيخ خپل نګران ومني اؤ شيخ دَ خپلې پوهې اؤ تجربې په رڼا کښې دعا اؤ تعليم سره دَ ده دَ مدد قصد کوي.دې ته بيعتِ طريقت وئیلے شي اؤ زمونږ ه بزرګانو دا پهٔ تواتر سره جاري ساتلے دے۔دَ دې شرعي حيثيت خو دَ سنتِ مستحبه دے لېکن دَ دې پهٔ برکت پهٔ فرا ئضو ، واجباتو اؤ سنتونو باندې عمل نصيب کيږي اؤ دَ ټولو نه زيات دَ ستائنې وړ دا چې دَ دې پهٔ برکت بعضې خوش نصيبه خلقو ته نسبت نصيب کيږي دَ کوم مخکښې چې دَ دنيا يو نعمت هم هېڅ حيثيت نهٔ لري۔ دَ خپل نفس اصلاح کول دَ مرګ نهٔ مخکښې مخکښې فرض عېن دے اؤ بېعت دَ دې دپاره يوه ذريعه ده لېکن دَ دې شرعي حيثيت صرف اؤ صرف دَ سنتِ مستحبه دے۔

شېخ۔ هغه عارف چې دَ طريقت دَطالبانو چاته چې سالک يا مريد وئيلے شي ته دَ تعليم کولو اهل وي ، ته شېخ وئيلے شي۔دَ شېخ دَ پېژندګلو دپاره مخکښې تفصيل راروان دے۔

مريد۔ هغه طالب چې دَ شېخ پهٔ لاس توبه کوي اؤ دَ خپلې اصلاح دَپاره دَ هغهٔ پهٔ لاس کښې لاس ورکوي اؤ دا عهد کوي چې هغه به دَ دې مقصد دپاره دَ خپل شېخ هره خبره مني اؤ انکار بهٔ نهٔ کوي۔

سلسله۔ دا دَ اعتماد هغه سلسله ده چې دَ موجوده شېخ نه تر حضور ﷺ رسيدلي وي۔ پهٔ هندوستان کښې څلور سلسلې زياتې مقبولې شوي دي چې هغه سلسله چشتيه ، سلسله نقشبنديه ، سلسله قادريه اؤ سلسله سهرورديه دي۔کوم کس چې دَ کوم شېخ نه بېعت کوي هغه دَ هغهٔ پهٔ سلسله کښې داخل شي۔دَ دې سلسلو مثال لکه دَ فقهې دَ څلورو طريقو حنفي ، مالکي ، شافعي يا دَ حنبلي يا دَ طب دَ څلورو طريقو ايلو پېتهي ، هوميو پېتهي ، طب يوناني يا دَ اکو پنکچر پهٔ شان وي۔دَ دوی پهٔ اصولو کښې لږ لږ فرق وي خو دَ ټولو مطلب دَ روحاني صحت حاصلول وي۔

تلوين۔ دَ احوالو بدلېدلو ته تلوين و ئيلے کيږي۔کله چې دَ مريد تربيت کيږي نو پهٔ هغهٔ باندې عجيبه عجيبه انکشافات کيږي چې دَ هغې پهٔ وجه دَ هغوی احوال تبديليږي۔چونکې دا دَ کچه والي علامت وي نو سالک دَ دې نه پناه غواړي اؤ دَ تمکين پهٔ تلاش کښې وي لېکن تمکين دپاره تلوين وړومبے ضروري دے لکه څنګه چې منزل دپاره دَ لارې حېثيت دے ۔چونکې دَ تلوين پهٔ صورت احوال زر زر بدليږي نو اګرچې هغه پهٔ دې کښې معذور دے لېکن دې حالت کښې هغه دَ اقتدا قابل نهٔ وي بلکې خپله دَ تلقين محتاج وي ځکه مشا ئخ دَ خپلو مريدانو دپاره دَ تمکين پهٔ انتظار وي۔

تمکين۔ هر کله چې دَ تلوين پته ولګېده نو کله چې سالک دَ دې نه ترقي وکړي اؤ دَ خپل استعداد مطابق پهٔ څهٔ حالت محموده باندې ورته قرار نصيب شي نو دغې ته تمکين و ئیلے شي۔دغه وخت دا سالک دَ ټولو کارونو خپل خپل حق ادا کولے شي ۔دغې ته توسط اؤ اعتدال هم و ئيلے کيږي۔صاحبِ تمکين حق شناس وي اؤ واصل ګڼلے شي ځکه دَ تقليد قابل اؤ دَ اقتدا اهل وګرځي۔

سېر الی الله۔ سالک پهٔ ابتدا کښې روحاني مريض وي دَ علاج دپاره دَ پرشدِ کامل طرف ته رجوع کوي اؤ پهٔ دې کښې دَ اطلاع اؤ اتباع پهٔ ذريعه دَ سالک روحاني بيمارۍ وروورو لرې کيږي تردې چې پهٔ درجهٔ ضرورت کښې دَ سالک زړهٔ دَ دو بيمايو نه پاک شي اؤ دَ ددهٔ نفس تزکيه وشي دَ کوم طرف چې قران پاک کښې اشاره ده چې چا خپل نفس پاک کړو هغه کامياب شو قد افلح من زکّٰها يعنې بې شکه چې چا خپل نفس پاک کړو هغه کامياب شو ۔دَ دې سره سره اخلاق حميده مثلاً تواضع ، اخلاص ، تفويض حب الٰهي ، حب رسول اؤ دَ انابت الی الله صفات پېدا شي اؤ پهٔ دې کښې دَ رسوخ درجه ورته حاصله شي يعنې دا صفات په زړه ٔ کښې ځاۓ جوړ کړي اؤ دَ دو دَ حاصلولو پهٔ تدبيرونو اګاهي پرې وشي نو دا بنده و ئيلے شي چې دَ دې سالک سېر الی الله مکمل شو ۔دې نه پس سالک ته دَ علم اليقين سره فناۓ تام حاصله شي اؤ شېخ اکثر دهٔ ته اجازت ورکړي۔

سېر في الله۔ دَ سېر الی الله نه پس په قلب کښې دَ تزکيې اؤ دَ تقویٰ پهٔ ذريعه يوه رڼا پېدا شي اؤ سالک مسلسل خپل زړهٔ دَ مسوا نه فارغوي نو دَ حق تعالیٰ اؤ صفات اؤ دَ افعال حقا ئق کونيه دَ شرعي اعمالو حقا ئق پهٔ سالک داسې منکشف کيږي چې دَ دهٔ تعلق دَ الله تعالیٰ سره ورځ پهٔ ورځ زياتوي اؤ هغه دَعېن اليقين نه دَ حق اليقين پهٔ سفر روان وي۔ دغې ته سېر في الله وا ئی چې دَ کوم هېڅ حد نشته ۔څومريه حصه چې چې لهٔ خپل رب څخه وموندله دَ هغه حصه ده۔تر مرګه دا سفر روان وي اؤ دَ تفريد و تجريد پهٔ ذريعه دَ قرب درجې حاصلوي چې پهٔ کښې دا عېن ممکنه ده چې لهٔ خپل شېخ ځنې هم مخکښې لاړ شي۔

دا خبره دَ نوټ کولو قابله ده چې پهٔ بعضې کتابونو کښې دَ سېر في الله نه پس هم دو سېلونه دي لېکن دَ هغوي دَ بيل بيان ضرورت نشته ځکه چې حقيقت کښې دا دوه سيلونه هم سېر في الله کښې راځي۔تر څو چې دَ شېخ پهٔ نګرانۍ کښې دَ سلوک دَ طے کولو کار دے هغه صرف سېر الی الله دے اؤ دَ سېر في الله پهٔ باره کښې که بنده څهٔ و ئيلے شي نو هغه دا چې

ميان عاشق و معشوق رمزے ست کراماً کاتبين راهم خبر نيست

دې نه پس څهٔ پته چې څوک دَ خپل جمال پهٔ مشاهده کښې مستغرق کړي کوم ته چې پهٔ اصطلاح کښې مستهلکين و ئيلے شي يا ئې دَ مخلوق دَ اصلاح دپاره پهٔ صفت بقا متصف کړي داسې حږراتو ته راجعين يا مرشدين و ئيلے شي۔دا دَ الله تعالی حکمت دے چې څهٔ فېصله هم وفرما ئ منل ئې پکار دي۔ دَ مرشدينو ظاهر دَ عام مخلوق پهٔ شان کړي اؤ دَ دوی پهٔ ذريعه خپلو بنديانو دَ شريعت احکامات رسوي۔

علم اليقين۔ دَ دې مثال داسې دے لکه چې دَ مستنو کتابونو پهٔ ذريعه چاته دا پته ولګي چې مليريا بيماري څهٔ ته وا يا اور سوزول کوي۔

عين اليقين۔ دَ دې مثال داسې دے لکه چې يو کس پهٔ ملېريا بيمارۍ کښې مبتلا څوک وويني يا پهٔ اور وسوزيدلے کس وويني۔

حق اليقين۔ دَ دې مثال داسې دے لکه چې يو کس پخپله پهٔ ملېريا بيمارۍ کښې مبتلا شي يا پهٔ اور پخپله وسوزي۔

دَ تصوف نچوړ

هغه خبره چې پهٔ تصوف حاصليږي هغه صرف داده چې په طاعت کښې کهٔ څوک سستي محسوسي دَ هغې سستۍ مقابله وکړي اؤ پهٔ خپل همت هغه عمل وکړي اؤ که دَ څهٔ ګناه تقاضا پهٔ نفس زور وکړي نو دَ دې تقاضې مقابله وکړي اؤ دَ ګناه نه ځان بچ کړي ۔که چا ته دا خبره حاصله شوه نو هغهٔ ته بيا دَ بلې هېڅ خبرې ضرورت نشته ځکه چې دا هغه ملکه ده چې تعلق مع الله پېدا کوي اؤر دغه دَدې کېفيت محافظ دے اؤ زياتولو والا دے۔

دَ صحبتِ صالحين فائدې

سورة فاتحه کښې الله تعالیٰ دَ دعا تلقين فرمائيلے دے۔پهٔ دې کښې الله تعالیٰ ارشاد فرمائ ﴿ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ o صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ o ) پهٔ دې کښې مونږه دَ الله تعالیٰ نه دا دعا غواړو چې اے الله مونږ ته نېغه لاره وښایٔې۔ لاره دَ هغه خلقو چې پهٔ چا ته انعام کړے دے نهٔ دَ هغه خلقو چې ته ورباندې غصه یې اؤ نهٔ دَ هغه خلقو چې څوک بې لارې شوي دي۔ انعام پهٔ چا شوے دے دې باره کښې قران پاک کښې راځي چې هغه انبياء دي صديقين دي شهداء دي اؤ صالحين دي۔دَ نبوت خو سلسله ختمه ده ، صديقين ډېر لږ وي ، ډَ شهيدانو پته هغه وخت لګي چې هغوی دَ دنيا نه تلي وي لهٰذا صرف صلاحين پهٔ هره زمانه کښې داسې خلق دي چې څوک مونږ ليدے شو اؤ ورپسې تلے شو۔ الله تعالیٰ ارشاد فرمائی " کُوْنُوْا مَعَ الصَّادِقِیْنْ " يعنې تاسو رښتينو خلقو سره شیٔ۔دَ دې نه دا پته لګي چې الله تعالیٰ به تر قيامته فادقين پېدا کوي اؤ مونږ ته ورسره دَ کېدو حکم وي۔صرف کتاب باندې عمل مشکل وي ځکه خو کتابونو سره پېغمبران هم راغلي دي کله چې دَ صالحينو صحبت ميسر وي نو پهٔ کتاب هم بنده سم پوه شي ۔دَ قال نه تر حال رارسېدل لازمي وي اؤ دَ بغېر دَ صحبت صالحين نه ممکن نهٔ دي۔ يو حديث شريف کښې راغلي دي چې بچے پهٔ خپل فطرت پېدا شي اؤ بيا ئې تاسو يا يهودي جوړ کړیٔ يا نصراني۔دَ دې دپاره دَ صالحينو پهٔ صحبت باندې پوره زور اچولے شوے دے۔ دَ مولانا روم (رحمۃ اللہ علیه دَ قول مطابق

یک ساعت در صحبتے بااولیاء بہتر از صد سالہ طاعت بے ریاء

يعنې دَ الله والو سره يو لحظه کښېناستل دَ زرو کالو دَ عبادت نه بهتردي۔

دَ صحبت صالح مثال لکه دَ عطرو دَ دکان دے چې کهنور هېڅ هم نهٔ وي نو خو شبو خو بنده ته راشي اؤ دَ صحبت بد مثال لکه دَ لوهار دَ دکان دے که نور هيڅ هم نهٔ وي نو لوګے خو ئې پرېشان کړي۔دَ دې دپاره دَ صحبت صالح خيال ساتل ډېر ضروري دي ۔مولانا رومؒ فرما ئ چې :

صحبت صالح ترا صالح کند صحبت طالح تر ا طالح کند

دَ دې مطلب دادے چې نېک صحبت به تانه نېک جوړ کړي اؤ بد صحبت به دې خراب کړي کوم کس چې ځان دَ الله تعالی جوړول غواړي هغهٔ ته پکار دي چې دَ اولياۓ کرامو پهٔ صحبت کښې کښيني ګني نو نتيجه دَ دې خرابه جوړېدے شي۔دَ نېکانو دَ صحبت پهٔ باره کښې ډېر ښکلي اشعار دي:

گلےخوشبوئے دَر حمام روزے رسید از دستِ محبوبے بدستم

بدو گفتم کہ مُشکی یا عبیری کہ از بُوئے دِلآویز تو مستم

بگفتا مَن گِلے نا چیز بُودم ولیکن مُدتے با گُل نشستم

جمالِ ہمنشیں دَر مَن اثر کرد وگرنہ اِیں ہماں خاکم کہ ہستم

دَ دې ترجمه داده چې يو ورځ دَ يو محبوب دَ لاسه راته پهٔ حمام کښې يو خوشبودار ګل ملاؤ شؤ ۔ما ترېنه تپوس وکړو چې تهٔ مشک ئې يا عبير ئې چې ستا پهٔ دلکش خوشبو باندې زما زړهٔ مست شو۔ راته ئې ووې چې ما څهٔ موده دَ ګل سره ناسته کړيٰ ده۔ دَ هغهٔ حسن پهٔ ما اثر کړے دے ګني زهٔ خو هم هغه خاوره يم چې کومه وومه۔

دَ شېخ ضرورت

لکه څنګه چې وو ئيلے شو چې نېک جوړېدو دَ پاره دَ نېکانو صحبت پکار دے۔دا يوه عامه خبره ده چې ترې هر څوک خبر دي لېکن دّ باقاعده تربيت دپاره دَ يو داسې نېک کس سره تعلق جوړول پکار وي کوم چې تربيت کولے هم شي اؤ دَ هغهٔ پهٔ تربيت کښې برکت هم راغلے وي۔عادت الله هم دغه شان راغلے دے چې بغېر دَ استاد نه يو فن کښې هم کامل نهٔ حاصليږي۔کله چې څوک دَ طريقت پهٔ لاره تلل غواړي نو ورته پکار دي چې دَ يو داسې استادِ طريق انتخاب وکړي چې دَ دَ فېض ، تعليم برکت اؤ صحبت پهٔ وجه دے خپل مقصودِ حقيقي حاصل کړي۔ حضرت عطارؒ فرمائ:

گر ہواے ایں سفر داری ولا

دامن رہبر بگیر وپس برآ

بار باید راہ را تنہا مرد

بے قلاؤز اندریں صحر امرو

کهٔ دَ عشق دَ لارې دَ سفر شوق لرې نو دَ رهبر لمن ونيسه اؤ ورپسې روان شه ۔پهٔ لاره کښې مشکلات وي يواځې مهٔ ځه ۔پهٔ دې صحرا کښې بغېر دَ رهنما نه لاړ نشې۔

کله صرف کتابونو وئيلو سره هم څوک کامل شوے دے؟ غټه خبره ده چې ترکان سره څوک تر کله ناست نهٔ وي تر هغې ترکان نشي جوړېدے۔درزي نهٔ چې تر څو چل نهٔ وي اېزده کړے تر هغې څوک ستن نشي لاس کښې نيسلے۔ډَ خوشنويس دَ شاګردۍ نهٔ بغېر څوک خوشنويس نشي جوړېدے۔کهٔ چاته صحيح راهبر ملاؤ شو نو دا دې دَ الله تعلیٰ لوۓ نعمت وګڼي اؤ دَ هغهٔ دې پوره پوره استفاده وکړی۔دې هستۍ ته شېخ وئيلے شي۔هسې خو شېخ پهٔ عربۍ کښې بوډا ته وائ لېکن دلته دَ دېنه مراد راهبر دے دَ چا پهٔ لاس نيولو کښې چې دَ مقصود دَ زر حاصليدو اميد زيات وي۔

دَ مشائخو نه څهٔ تپوس کول پکار دي؟

بعضې خلقو تہ دا شبہ وی چې کلہ کتابونو کښې هر څهٔ ليکلي دي نو دَ مشائخو نہ بیا څۂ تپوس کول پکار دی؟ لکہ چې کوم څیز اختیاری دے نو پۂ ہمت سره هغه کول پکار دي اؤ که اختياري نهٔ دے نو بيا ئې پرواه نهٔ دي کول پکار يا دغه شان چې دَ مقصود اؤ غېر مقصود پته ولګېده نو بيا دَ شېخ څهٔ ضرورت پاتې شو يا دَ هغهٔ صحبت خو مفيد دے لېکن تپوس ترې بنده دَ څهٔ کولے شي۔ دَ يو طالبعلم دَ داسې سوال پهٔ جواب کښې حضرت حکيم الامت ورته دا وليکل چې مفهوم ئې دادے:

مقاصد يعنې دَ څهٔ چې حکم وي يا دَ کومو نهٔ منع شوي وي هغه ټول اختياري اعمال دي ۔باوجود دَ دې نه چې په دې باندې بنده پوه وي لېکن بيا هم دَ سالک نه داسې غلطيانې کېدے شي چې ورته اصل مقصود نهٔ حاصليږي يا بعضې وخت کښې څهٔ مقام ورته حاصل شوے وي لېکن هغه غېر حاصل ګڼي مثلاً چاته دَ مجاهدې سره دَ خشوع مطلوبه کيفيت حاصل شوے وي لېکن هغهٔ ته بعضې غېر اختياري وسوسې داسې زړهٔ ته راځي چې هغه داګڼي چې شايد ماته لا دَ خشوع کېفيت حاصل نهٔ دے اؤ دَدې پهٔ غم کښې مبتلا وي۔ بل طرف بعضې وخت کښې دَ بد پرهېزۍ پهٔ وجه مطلوبه کېفيت ختم شوے وي لېکن دے ئې دَ غفلت پهٔ وجه لا باقي ګڼي مثلاً دَ خشوع کېفيت ورته حاصل ؤ خو دَ غېر اختياري وسوسو نه دَ اثر اخستلو پهٔ وجه هغه خشوع باقي باتې نه شو اؤ دَ غېر اختياري وسوسو پهٔ وجه دهٔ په هغو کښې اختياري طور باندې هم حصه اخستل شروع کړل ۔کله سالک ته دا غلط فهمي کېدلے شي چې هغهٔ پهٔ يو رذيله قابو ومونتله لېکن هغهٔ ته لا مطلوبه رسوخ پکښې حاصل شوے نهٔ وي اؤ دے ترېنه بېفکره شي حالانکه پهٔ موقع ورته پته ولګي چې لا رسوخ حاصل شوے نهٔ ؤ مثلاً دو څلورو خفيفو حادثو کښې دَ رضا بالقضا ورته احساس وشو لېکن څهٔ لويه حادثه چې راغله نو پته ولږېده چې داسې نهٔ وه۔

دَ دې ټولو خبرو نه علاوه يوه مشکله خبره دا ده چې بعضې رذايل داسې دي چې هغه وي نو بنده ترېنه ځان فارغ ګڼي اؤ چې نهٔ وي نو ځان پکښې مبتلا ګڼي لکه تکبر۔اوس چې دَ چا شيخ نه وي اؤ تکبر پکښې وي نو دے خو به داګڼي چې پهٔ ما کښې تکبر نشته حالانکې تکبر به پکښې وي اؤ چې کله تکبر ورکښې نهٔ وي نو دے به دا غم کوي چې ما کښې تکبر دے ۔اوس چې دَ چا شېخ وي نو هغه به ئې خبردار کړي چې حقيقت څهٔ دے۔دَ دې مثال داسې دے چې بعضې وخت زکام دَ وجې دَ س دړد راشي اؤ بعضې وخت کښې دَ بلډ پرېشر دَ زياتیٔ دَ وجې ۔دَ زکام دَ دړد که چا پرواه ونکړه نو خېر ډېر نقصان نه کوي اؤ کهٔ دَ بلډ پرېشر دَ سر دَ دړد چا پرواه ونکړه نو فالج هم کېدے شي دَ دماغ رګ هم شلېدے شي اؤ هغه ډېر لوۓ نقصان وي۔داسې وخت کښې دَ ډاکټر حکيم نګراني ډېر وزن لري نو دغه شان بعضې رذايل داسې وي چې بغېر دَ شيخ دَ نګرانۍ ګزاره ګرانه شي۔

دَ حاصل دَ غېر حاصل ګڼلو يوه خرابي دا هم وي چې بعضې وخت سالک مايوس شي اؤ هډو همت نه بيا کار نهٔ اخلي اؤ دا وګڼي چې دا زما دَ وس کار نهٔ دے اؤ هغه نعمت بيا پهٔ رښتيا ختم شي حالانکې الله تعالیٰ چرته هم دَ داسې څيز حکم نهٔ ورکوي چې بنده کولے نشي۔اؤ دَ غېر حاصل دَ حاصل ګڼلو دا نقصان وي چې دَ هغې سالک اهتمام ختم کړي اؤ محروم شي۔دغه سان دَ غېر راسخ دَ راسخ ګڼلو هم دا نقصان دے چې سالک دَ دَ دې دَ تکميل کوشش پرېږدي اؤ دَ راسخ دَ غېر راسخ ګڼلو نتيجه هم پرېشاني اؤ تعطل وي۔مثلاً دَ حرام شهوت مقابله ئې وکړه اؤ نوے نوے ذکر چې ئې شروع کړے ؤ دَ هغې سره دَ حرام شهوت تقاضا داسې ډوبه شوه چې بالکل دې طرف هډو خيال هم نهٔ تلو اؤ کله چې دا جوش و خروش کم شو اؤ دې طرف ته طبعي التفات شروع شو چې پکښې الله تعالیٰ دېر حکمتونه ايښي دي نو اګر دَ دې تقاضا کمه ولې نهٔ وي لېکن چونکه سالک خو دا بالکل ختمه ګڼلي وه نو دې سره دے داسې وګڼي چې شايد زما ټوله مجاهده بېکاره شوه۔مايوسۍ نه پس ده چې کله همت بيالو نو پهٔ رښتيا باندې دے بيا حرام شهوت کښې مبتلا شو دغه څوک چې دَ چا کامل کس پهٔ لاس کښې وي نو هغه ئې پوه کړي اؤ بنده دې تاترين کښې دَ غورزېدو نه بچ شي۔

پهٔ زرګونو داسې مثالونه بنده ورکولے شي چې محض معلوماتو سره اصلاح نهٔ کيږي بلکه دَ اصلاح دَ نظام يو عملي ترتيب وي اؤ پهٔ هغې باندې عمل هغه وخت کېدے شي چې سالک دَ کامل شېخ پهٔ نګرانۍ کښې وي اؤ دَ دې نه دا پته هم ولږېده چې مريد ته خپل شېخ سره دَ اصلاح دپاره څنګه رابطه کول پکار دي اؤ هغه داده چې مريد ته خپل حالت هوبهو خپل شېخ ته بيانول پکار دي کهٔ ښهٔ وي کهٔ خراب۔سالک ته دا اختيار نشته چې خپل څهٔ کار ته دې دَ ښهٔ يا خراب پخپله نسبت وکړي ځکه چې پهٔ دې کښې دے دهوکه کېدے شي۔دا کار دَ شېخ دے چې دَ واقعاتو دَ تسلسل نه دَ دې اندازه وکړي چې دا کار ښهٔ دے که خراب۔ دې نه پس مريد ته دَ هغې دَ ښهٔ والي بد والي باره کښې څهٔ ووا ئ يا نه يا هغه ورته بغېر دَ څهٔ و ئيلو څهٔ طريقه وښا ئ چې پهٔ هغې عمل سره نتيجه ښه شي دواړه خبرې ټيک دي۔

بعضې وخت کښې دَ سالک پهٔ علم کښې دا سې کار کول دي لېکن ورته دَ هغې تجربه نه وي اؤ پهٔ اصلاح کښې دَ تجربې دَ افاديت نه څوک انکار کولے شي۔بعضې وخت سالک ځان دپاره دَ څهٔ ښهٔ کار کولے هم شي لېکن پهٔ خپل عمل هغهٔ ته اطمينان حاصل نهٔ وي اؤ پهٔ تشويش کښې مبتلا شي دَ کوم نش چې دَ يکسويۍ دپاره ډېر ضروري دے۔ورسره دا چې مخلص طالب ځان دپاره مشکله لاره غوره کوي دَ کومې دپاره چې زياته مجاهده پهٔ ځان هېڅ بې هېڅه لازمه کړي ۔عېن ممکنه ده چې دا زياته مجاهده برداشت نهٔ کړے شي اؤ پهٔ دې کښې ناکامي هغه همېشه دپاره مايوسه کړي۔دَ دې پهٔ مقابله کښې تجربه کار شېخ دَ لارې پهٔ مشکلاتو پوه وي اؤ دَ سالک دَ استعداد اندازه هم صحيح لګولے شي نو هغه ورته دومره مجاهده اؤ ذکر وښا ئ چې فا ئده خو وررسوي لېکن دَ نقصان نه ئ بچ کړي۔دَ دې پهٔ وجه سالک پهٔ مقصود کښې کاميابي حاصله کړي اؤ پهٔ اسانه دَ نورې ترقۍ اهل جوړ شي۔

هرکله چې سالک کار شروع کړي اؤ پهٔ التزام سره دَ خپلو احوالو اطلاع خپل شېخ ته ورکوي اؤ دَ هغهٔ دَ مشورې اتباع کوي نو سالک ته زر زر کاميابي حاصليږي اؤ دا هله کېدے شي چې پهٔ شيخ ئې کامل اعتماد وي اؤ ځان دَ اصلاح معامله کښې صرف دَ هغه دَ مشورې پابند ګڼي۔دې سره بنده دا محسوسولے شي چې دَ شېخ دَ رهنمايۍ نه بغر مقصود ته رسېدل ډېر ګران کار دے۔

دَ شېخ کامل پېژندل

دَ شېخ پهٔ باره چې که دَ دې پته ولګېده چې دَ دهٔ صحبت څومره مفيد دے اؤ بغېر ددهٔ دَ رهبرۍ خپل مقصود ته رسېدل مشکل دي نو دَ شېخ کامل پېژندل بيا لازم شو ځکه چې خداۓ دې نهٔ کړي کهٔ څوک غلط پير ته پهٔ لاس ورغلل نو دَ هغهٔ مثال به داسې وي چې لکه ګاډے څوک ناتجربه کاره ډرائيور ته حواله کړي نو څهٔ به ئې حال شي۔الحمد لله بزرګانو دَ ضرورت پهٔ خاطر دَ شېخ کامل نخښې بيان کړي دي ۔پهٔ اختصار سره دا اته نخښې دي۔

  1. دَ هغهٔ عقيدې صحيح وي۔ دَ دې مطلب دا دے چې دَ هغهٔ عقيدې دَ صحابه کراموؓ دَعقيدو پهٔ شان وي ځکه چې قران کښې دَ هدايت دپاره دَ صحابه کرامو ايمان معياري ګرځولے شوے دے۔) بقرة ۔137 )

  2. دَ فرض عېن علم ورته حاصل وي۔

  3. پهٔ هغه علم ورته عمل حاصل وي۔

  4. دَ صحبت سلسله ئې دَ حضور ﷺ صحبت پورې رسي۔

  5. پهٔ هغه سلسله کښې ورته اجازت يعنې خلافت حاصل وي۔

  6. فېض ئې جاري وي یعنې چې څوک ورسره پهٔ غرض دَ اصلاح رابطه کوي نو هغوی ته فا ئده رسي۔

  7. مروت نهٔ کوي اصلاح کوي۔يعنې چې پهٔ چا کښې روحاني مرض وي ورته و ئيلے شي چې پهٔ تا کښې دا مرض دے۔

  8. پهٔ صحبت کښې ئې دَ الله تعالیٰ مينه زياتيږي اؤ دَ دنيا مينه کميږي۔

ابن عربي ؒ فرما ئ چې شېخ داسې پکار دے چې دين پهٔ کښې د، انبياء پهٔ شان وي ،تدبير دَ اطباء پهٔ شان کوي اؤ سياست ئې دَ بادشاهانو پهٔ سان وي۔

پهٔ چا کښې دا علامتونه وي نو دَ هغوی صحبت پکار دے اختيار کړے شي۔دا کس دَ دې قابل دے چې ورنه بنده لاس نيوه وکړي۔دَ دوی زيارت اؤ خدمت دې بنده خپل ډېر سعادت وګڼي۔دَ دې سعادتونو اؤ کملاتو نهس دې پهٔ دهٔ کښې دَ کرامتونو اؤ دَ کشفونو اؤ دَ تصرفاتو دَ کتلو خواهش دې هېڅکله بنده نهٔ کوي ځکه چې دَ شېخ دپاره دا څيزونه هېڅ ضروري نهٔ دي۔

مناسبت دَ شېخ

دا امر دَ تجربې نه ثابت شوے دے چې دَ فيوض باطني دَ انتقال دپاره دَپاره دَ پير اؤ دَ مريد پهٔ خپلو کښې مناسبت ډېر ضروري اؤ فطري شرط دے ځکه چې عادتاً نفع پهٔ الفت موقوف ده کوم چې دَ مناسبتِ فطري حقيقت دے اؤ دَ دې دَ نش پهٔ وجه بعضې وخت مشائخ طالب بل شېخ ته وليږي دَ چا سره چې دَ هغوی پهٔ خيال دَ دې سالک مناسبت معلوم شي ځکه چې پهٔ دې طريقه کښې دَ مصلح سره مناسبت ډېر ضروري څيز دے۔دَ مناسبت نه بغېر طالب ته نفع نهٔ رسي اؤ دَ دې مناسب مطلب دادے چې دَ شېخ سره دومره انس وي چې دَ شېخ پهٔ څهٔ قول يا فعل دَ مريد پهٔ زړهٔ کښې څهٔ طبعي نکير پېدا نشي خېر دے کهٔ عقلي نکير وي يعنې دَ شېخ ټولې خبرې دَ مريد خوښې وي اؤ دَ شېخ دَ مريد سره څهٔ انقباض نهٔ وي۔دغه مناسبت بېعت دپاره شرط دے ځکه دَ دې مناسبت دَ پېدا کولو کوشش کول پکار دي ځکه چې دَ دې سخت ضرورت دے۔تےرڅو چې دا نهٔ وي نو ټول مجاهدات ،رياضتونه ، مراقبات ،مکاشفات وغېره بېکار دي۔هېڅ نفع به نهٔ حاصليږي۔که طبعه مناسبت نهٔ نو عقلي دې پېدا کړې شي۔پهٔ دغې نفع موقوف ده ځکه چې تر څو پوره مناسبت نه وي نو بيعت نهٔ دي کول پکار۔

دَ شېخ کامل دَ صحبت فائدې

  1. کوم صفات چې پهٔ شېخ کښې وي هغه وروورو پهٔ مريد کښې دَ هغهٔ دَ صحبت پهٔ ذريعه راشي۔

  2. که کامله اصلاح ونشي نو کم ازکم خپل غېبونه پهٔ نظر راشي چې دَ اصلاح کنجي ده۔

  3. وروورو پهٔ مريد دَ شېخ رنګ خيږي دَ څهٔ پهٔ وجه چې هغه دَ خپل شېخ دَ اخلاقو اؤدَ عادتونو اتباع شروع کړي۔دَ شېخ پهٔ صحبت کښې چې کوم ملفوظات اؤ افادات اوري هغه هغه دَ هغهٔ دَ ټول عمر دَ تجربو نچوړ وي يا دَ هغهٔ پهٔ زړهٔ دَ هغهٔ دَ مريدانو دپاره دَمناسب مضمونونو القاء وي چې هغه دَ اصلاح دَ پاره ډېر مؤثر وي۔

  4. دَشېخ مخکښې ځان بنده هېڅ نهٔ ګڼي اؤ دا دَ اصلاح کنجي ده۔

  5. دَ اهل صحبت پهٔ صحبت کښې دَ مريد پهٔ زړهٔ کښې هم دَ الله تعالیٰ مينه راتلل شروع شي۔

  6. مشائخ دَ خپل نېک عملونو پهٔ وجه دَ برکت خاوندان وي ځکه دَ دوی پهٔ تعليم کښې هم برکت وي دَ دې پهٔ مقابله کښې دَ کتابونو نه دا څيز حاصلول ناممکن دي۔

  7. دَ مقبولينو پهٔ صحبت کښې چې څوک وي نو يا به دَ هغهٔ حالت ښهٔ وي يا خراب ۔که ښهٔ وي نو دا حضرات به پرې خوشحال شي اؤ زړهٔ به ئې ورته دعا وکړي چې دَ څهٔ پهٔ وجه به ورته نوره ترقي ملاؤ شي اؤ که حالت ئې خراب نو د شېخ دَ شفقت نظر به پرې پرېوزي اؤ اصلاح به ئې وکړي پهٔ تعليم سره اؤ پهٔ دعا سره۔دَ دې پهٔ وجه دَ شېخ صحبت هر حال کښې نافع وګرځېدهٔ۔

  8. مريد چې کله دَ شېخ پهٔ صحبت کښې وي نو دَ شېخ کملات پهٔ هغهٔ ظاهريږي اؤ پهٔ دين دَ تلو سليقه چې دَ هغهٔ شېخ ته عطا شوي وي هغه دَ هغهٔ مريد ته هم وروورو نصيب کېږي۔بل طرف ته پهٔ شېخ دَ هغهٔ عېبونه منکشف کيږي پهٔ دې وجه دَدهٔ دَ اصلاح پهٔ باره کښې ورته نوره تجربه حاصليږي دَ کومې پهٔ وجه چې هغه دَ هغه دپاره زياته بهتره راۓ قائمولے شي دَ څهٔ پهٔ وجه چې دَ مريد اصلاح نوره هم تېزه شي۔

  9. دَ دې حضراتو زړونه دَ خداۓ پهٔ ياد روښانه وي نو دَ دوی سره پهٔ ناسته باندې دا نور وروورو دَ هغهٔ دَ مريدانو زړهٔ ته هم راشي۔نور چې چرته راشه هلته نه ظلمت وتښتي دَ دې پهٔ وجه حجابات ختمېدل شروع شي دَ څهٔ پهٔ وجه چې پهٔ مريد خپل حېثيت اؤ دَ الله تعالیٰ عظمت منکشف کېدل شروع شي دَ څهٔ پهٔ وجه چې دَ زړهٔ دَ رنځونو اصلاح پخپله کېدل شروع شي اؤ ډېر زر مريد واصل شي۔

  10. مريد چې دَ شېخ پهٔ خدمت کښې وي نو دَ بزرګانو دَ خدمت موقع ورته هم ملاويږي۔بعضې وخت دَ قبوليت څهٔ داسې وخت کښې دے څه داسې خدمت وکړي چې دَ دهٔ دپاره دَخپل شېخ پهٔ زړهٔ دَ ډېرې مينې جذبې پېدا شي اؤ دَ هغو په وجه دے ډېر زر واصل شي۔الله تعالیٰ دې مونږ ټول پهٔ واصلينو کښې کړي۔آمين۔

تنبيه۔ دَ شېخ دَ صحبت حرص خو ډېر ښهٔ شے دے خو افراط تفريط دورړه ښهٔ نهٔ وي ۔دا ټولې خبرې پهٔ دې باب کښې دَ تفريط دَ ختمولو دپاره وې ګني نو پهٔ دې کښې افراط هم نقصاني ګرځېدے شي۔دا ټولې خبرې پهٔ خپل خپل ځاۓ صحيح دي که دو سره شېخ ته تکليف نهٔ رسي اؤ دَ هغهٔ مزاج اؤ حالاتو مطابق چې کوم وخت هغهٔ دَدې دپاره وقف کړے دے اؤ څهٔ قانون ئې ورته جوړ کړے وي دَ هغې مطابق پهٔ هغه موقعو کښې دَ حاصلولو کوشش وکړے شي ګني نو دَ مريدانو دَ شېخ دَ صحبت دَ حصول هغه کوشش کوم چې دَ دې پهٔ خلاف وي اؤ شېک ته دَ هغې نه ذهني يا جسماني تکليف رسي هغه ډېر نقصان کولے شي۔دَ دې دپاره دَ شېخ دَ مزاج ښهٔ تحقيق کول پکار دي چې هغه خپلو مريدانو ته پهٔ کومه طريقه صحبت ميسر کول غواړي هم هغه شان دې ئې دَ حاصلولو کوشش وکړے شي۔چې کوم وختونه شېخ دَ دې دپاره وقف کړي دي پهٔ هغو کښې دې خپل کارونو څهٔ داسې طريقې سره دې مخښې وروستو کړے شي چې دَ هغوی دَ صحبت نه زيات نه زيات مستفيد شي۔

دَ طرٰيقت بېعت

هرکله چې شېخ کامل ملاؤ شي اؤ دَ هغهٔ سره دَ مناسبت پته هم ولګي اؤ هغه شېخ هم دَ دهٔ پهٔ تربيت کښې اخستلو ته اماده شي نو دَ دې دپاره يوه معاهده کېدے شي چې هغه ډېره فا ئده لري۔دې ته بېعت و ئیلے شي۔پهٔ دې کښې بنده دَ شېخ پهٔ لاس کښې لاس ورکړي اؤ دا عهد وکړي چې خپل تربيت دپاره به زهٔ صرف دغه شېخ سره تړون لرم اؤ شېخ دَ هغهٔ دَ تربيت اراده وکړي۔دا سنتِ مستحبه دے۔دَ دې پهٔ ذريعه اکثر خلقو ته يو ډېر لوۓ نعمت چې ورته نسبت وا ئ حاصل شي۔ حضور ﷺ صحابہ کرامؓ دَ ایمان اؤ دَ جہاد دَ بېعت نه علاوه هم دَ اعمالو دَ اهتمام دپاره بېعت کړي دي لکه چې دَ حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه نه روايت دے:

عن عوف ابن مالک الاشجعی(رضی اللہ عنہ) قال کنا عند النبی صلی اﷲ علیہ والہٰ وسلم " تسعۃ او ثمانیۃ او سبعۃ فقال الا تبایعون رسول اﷲ صلی اﷲ علیہ والہٰ وسلم فبسطنا ایدینا وقلنا علیٰ ما نبایعک یا رسول اﷲ قال ان تعبدوا لله ولا تشرکو ا بہٰ شئیا وتُصَلُّوْا صلوات الخمس وتسمعوا و تطیعوا" (الحدیث اخرجہ مسلم و ابو داؤد و نسائی )

یعنې حضرت عوف بن مالک اشجعي فرمائ چې مونږه دَ حضور ﷺ سره ناست وو نههٔ کسان وو يا اتهٔ يا اؤو۔هغوی ارشاد وفرمائیل چې تاسو د رسول اللہ ﷺ نه نهٔ بېعت کيږیٔ مونږه خپل لاسونه خوارهٔ کړل اؤ عرض مو وکړو چې پهٔ کوم امر ؟ هغوی وفرما ئيل پهٔ دې چې دَ الله تعالیٰ عبادت کویٔ ، دَ هغهٔ سره څوک شريک مهٔ ګڼیٔ ،پنځهٔ نمونځونه کویٔ ،احکام و اوریٔ اؤ وېمنیٔ ۔دا روايت کړے سے مسلم شريف ،ابو داؤد شريف اؤ نسائ شريف۔پهٔ دې بېعت کښې حضور ﷺ نه چې صحابه کراموؓ کوم بېعت کړے دے دا نهٔ بېعتِ اسلامي دے نه بېعتِ جهادي ۔ لِهٰذا پهٔ دې حديث شريف کښې پهٔ مشائخو کښې دَ مروج بېعت ثبوت موجود دے۔لکه څنګه چې پهٔ فقه کښې څلور سلسلې دي حنفي ،شافعي، مالکي اؤ حنبلي دغه شان په فنِ تصوف کښې هم څلور سلسلې زياتې مشهورې دي۔ يعنې چشتيه ، نقشبنديه ،قادري اؤ سهرورديه۔کوم کس ته چې کومې سلسلې سره مناسبت وي هغه دې پهٔ هغه سلسله کښې بېعت شي۔کافي خو صرف يوه سلسله وي لېکن زمونږ اکابر پهٔ څلورو واړو سلسلو کښې بےعت کوي چې دَ ټولو ادب وشي اؤ دَ سلسلو دَ مقابلې کولو فضول حرکت نه چې بعضې مغلوب الحال صوفيان ئې کوي بنده بچ شي۔

دَ بېعت حقيقت

پهٔ بېعت کښې دَ بېع لفظ موجود دے يعنې خرڅېدل ځکه چې څوک دَ کوم بزرګ نه بېعت کوي نو دَ ګويا مطلب دا شو چې دهٔ دَ احکام ظاهره اؤ باطنه دَ التزام دپاره خپل ځان پهٔ خپل شېخ خرڅ کړو چې دَ دې حقيقت دادے چې سالک ته دې پهٔ خپل شېخ مکمل اعتماد حاصل وي چې دوی زما خېر خواه دي۔چې کومه مشوره به راکوي هغه به زما دپاره نافع وي اؤ پهٔ دې به ئې پوره اطمينان وي۔دَ هغهٔ پهٔ تجويز اؤ تشخيص به څهٔ دخل نهٔ کوي ۔داسې يقين به ساتي چې پهٔ ټوله دنيا کښې دَ تربيت دپاره مادپاره دَ دوی نه زيات غوره کس بل نشته۔۔دغې ته پهٔ اصطلاح کښې وحدتِ مطلب وئیلے شي۔دَ دې نه بغېر بېعت نافع نهٔ وي دا ځکه چې دَ نفس دَ اصلاح دَ پاره دَ شېخ سره ناسبت ډېر ضروري دے۔دَ دې پته داسې لګي چې دَ هغه تعظيم ،په قول ، په فعل اؤ حال باندې پهٔ زړهٔ کښې څهٔ اعتراض نهٔ راځي اؤ بالفرض که را هم شي نو پهٔ هغې ورته تکليف رسي ۔دَ عوام دپاره البته دَ بېعت فائدہ ډېره ده ۔ پهٔ بېعت کولو دَ هغوی پهٔ زړه کښې دَ شېخ عظمت اؤ شان راسخ شي۔دَ هغې دا اثر وي چې دَ دَ وېنا نه مخ نشي اړولے۔خواص دپاره البته څهٔ موده پس بېعت کول ښهٔ دي۔بېعت سره پهٔ جانبېن کښې يو خلوص اؤ تعلق پېدا شي۔شېخ دا ومني چې دا زما مريد دے لهٰذا دَ هغهٔ دَ اصلاح خيال ساتي اؤ مريد دا ګڼي چې دا زمونږه مشر اؤ مقتدا دے خبره ئې مني اؤ پهٔ کارونو کښې ئې دَ زړهٔ نازړهٔ حالت ختم شي۔

دَ بېعت کولو طريقه

دَ دې دپاره شېخ دَ مريد لاس پخپل لاس کښې واخلي اؤ کهٔ ډېر خلق وي نو هغوي دَ څادر يا دَ رومال څهٔ حصه لاس کښې ونيسي اؤ شېخ هم دَ دې څهٔ حصه ونيسي۔دغه شان مستورات هم دَ پردې پهٔ شا چې هلته دَ هغوی څهٔ محرم وغېره موجود وي دَ رومال پهٔ ذريعه بېعت کوي لکه څنګه چې حديث شريف کښې راغلي دي۔

عن عائشہ رضی اﷲ تعالیٰ عنہا " مَا مَسّ رسول اﷲصلی اﷲ علیہ والہٰ وسلم ید امراۃٍ قط اِلاّ اَنْ یاخذ علیھا فاذا اخذ علیھا فا عطتہ قال اذھبی فقد با یعتکَ رواہ الشیخان و ابو داؤد ۔

دَ دې نه دا ثابتيږي چې بغېر دَ ښځو خپل لاس کښې دَ اخستلو حضور ﷺ ښځې بېعت کولې بيا به ئې فرمائیل چې ما تاسو بېعت کړې ځکه پهٔ مشائخو کښې دَ ښځو بېعت کولو پهٔ وخت دَ هغوی لاس پهیٔ لاس کښې نشي اخستے۔

دا خو خبره وه دَ شېخ پهٔ خدمت چې څوک حاضر شي دَ هغوی دپاره دَ بېعت طريقه اؤ که څوک دَ شېخ دَ صحبت نه لرې وي نو هغوی دَ خط ،اي مېل يا دَ فون پهٔ ذريعه بېعت کولے شي۔دې ته بېعت عثماني وئیلے شي۔دا ځکه چې حضور ﷺ دَ نېعتِ رضوان پهٔ موقع دَ حضرت عثمانؓ پهٔ غېر موجودګۍ کښې خپل ګس لاس پخپل ښي لاس باندې کښېښودلو اؤ وې فرمائیل چې ما عثمانؓ بېعت کړو۔

دَ بېعت پهٔ وخت تعليم

مريدانو ته داو ئیل پکار دي چې :

  1. هر وخت پهٔ الله تعالیٰ نظر ساتیٔ۔عباد صرف دَ هغهٔ کویٔ اؤ صرف دَ هغهٔ نه غواړیٔ۔دَ هغهٔ دَ راضي کولو کوشش کویٔ اؤ هرحال کښې دَ هغهٔ نه راضي وسیٔ۔

  2. پهٔ خوشحالۍ اؤ غم دواړو کښې پهٔ سنت عمل کویٔ اؤ پهٔ کوم سنت چې عمل ونشي پهٔ هغې دې دَ زړه نه ندامت اؤ استغفار وي۔خپل راۓ دَ سنت مقابله ډېره بېکاره اؤ فول ګڼیٔ اؤ پهٔ سنت باندې عمل کویٔ اؤ سنت باندې دَ عمل پېغام ټوله دنيا کښې دَ خورلو نيت وکړیٔ۔

  3. پهٔ ټولو عبادتونو کښې دَ سنت دَ طريقې دَ اېزده کولو اؤ بيا پهٔ هغې دَ عمل کولو کوشش جاري ساتیٔ۔دَ معاملاتو دَ صفايۍ خيال اؤ اهتمام لریٔ۔خپل معاشرت دَ شريعت مطابق کولو اراده تانده ساتیٔ اؤ ډ، زړهٔ دَ روحاني رنځونو مثلاً دَ تکبر ،عجب اؤ حسد وغېره علاج کولو سره روحاني فضائيل مثلاً تواضع ، تفويض اؤ اخلاص وغېره دَ حاصلولو کوشش کویٔ اؤ دې دَ پاره دَ لله تعالیٰ نه مدد غواړیٔ اؤ هر وخت دَ خپلې اصلاح فکر کویٔ اؤ خپل رب طرف ته متوجه ییٔ۔

  4. شريعت اؤ طريقت خپلو کښې يو ګڼیٔ ۔پهٔ شريعت باندې عمل دپاره اؤ دَ عارضي مشکلاتو پهٔ وجه کهٔ پهٔ دې څکمونو عمل څهٔ عارضي طور باندې مخکښې وروستو کول پرېوزي نو دَ دې پهٔ باره کښې دې شېخ سره رابطه ضرور کویٔ چې پهٔ دې سلسله کښې درت مناسب رهنمائ حاصليږي ولې چې دا کار ډېر نازک دے۔

  5. شېخ چې درت کوم ذکر درکړے وي دَ هغې مکمله پابندي کویٔ اؤ که درته پهٔ څه مشکلات محسوسيږي نو خپل شېخ ته اطلاع ورکویٔ۔

  6. چې کوم نمونځونه درنه قضا شوي وي دَ هغو قضا به داسې ښه وي چې دَ هر وخت نمونځ سره کم نه کم دَ يو قضا نمونځ فرض کویٔ اؤ کهٔ دَ نماسختن نمونځ وي نو ورسره وتر به هم کول وي۔اؤ کهٔ فرصت اؤ همت وي نو بيا خو چې څومره زر کيږي دَ ټولو قضا نمونځونو نه ځان فارغول پکار دي ځکه دَ مرګ ژوند څهٔ پته۔ډغه دَ قضا روژو نيسل ،يا کوم زکوٰة چې درباندې پاتې وي اؤ لا مو نهٔ وي ورکړے نو هغه زکوٰة به هم درته درکول وي اؤ کهٔ حج درباندې فرض وي نو دَ هغې تيارے شروع کړیٔ۔

  7. کهٔ دَ چا مالی حق درباندې وي نو هغه فوراًادا کړیٔ اؤ کهٔ دَ ادا کولو صورت ئ نهٔ وينیٔ نو بيا ئې پهٔ هغهٔ خپل ځان ته معاف کړیٔ ۔

  8. دَ بد نظریٔ نه داسې بچ کېدل دي لکه څنګه چې بنده دَ مار لړم نه ځان بچ کوي۔پهٔ کومو اخباراتو اؤ رسالو کښې چې تصويرونه وي نو دا کوشش کویٔ چې هغه ونلولیٔ اؤ کهٔ وئيل ئې لازمي وي نو بيا دَ تصويرونو نه ئې ځان بچ کویٔ۔دغه شان دَ ګانو دَ اورېدو نه هم ځان بچ کویٔ اؤ پهٔ دې کښې دَ مدد اخستو دپاره يا هادی يا نور لا حول و لا قوة الا بالله العلی العظيم وايَئ چې دَ دې شېطانان درباندې نهٔ حاوي کيږي۔

  9. دَ هر قسمہ حرام مال نہ ځان بچ کویٔ ۔دَ سوال ، اشرافِ نفس ، نمود و نمائش ، دَ شرک و بدعت رسمونو ، بې صبرۍ ،ناشکرۍ نه خپل ځان بچ کویٔ۔دَ دې دپاره داسې کتابونه ولولیٔ چې پهٔ کومو کښې دَ دې مذمت پهٔ مؤثر انداز کښې بيان شوے وي۔

  10. دَ والدېنو دَ ټولاو جائزو حقونو پوره کولو کوشش کویٔ ۔دَ دوی ناجائزې خبرې منیٔ خو مه خو دَ دوی پهٔ ادب کښې څهٔ کمے مهٔ کویٔ۔کهٔ څهٔ مشکل وي نو دې باره کښې دَ شېخ سره مشوره کویٔ۔دَ دې نه علاوه که شېخ څهٔ تعليم درته وکړۍ نو پهٔ هغې عمل کویٔ۔دَ خپلو احوالو نه شېخ باخبر ساتیٔ اؤ دَ اطلاع اؤ اتباع طريقه جاري ساتیٔ۔

دَ مرشد حقونه

  1. دا عقيده ساتل چې زما مطلب دَ تربيت به صرف زما دَ خپل شېخ نه حاصليږي ځکه دَ دې دپاره صرف خپل شېخ طرف ته متوجه کېدل پکار دي۔کهٔ دَ چا بل چا نه خوب کښې يا پهٔ ويښه څهٔ فائده حاصله شوه نو دا هم دَ هغهٔ برکت ګڼل پکار دي۔

  2. دَ خپل شېخ سره محبت کول پکار دي ۔شېخ سره عقيدت هم کافي دے خو محبت ډېر مفيد دے ځکه چې دَ چا سره چې مينه وي نو دَ هغهٔ خبره پهٔ هېڅ صورت نشي غورزولے۔

  3. کومه وظيفه چې درته خپل شېخ درکړي صرف هغه کول پکار دي۔که چا بل چا وظيفه درکړي وي يا خپله مو شروع کړي هغه خپل شېخ ته ښودل پکار وي کهٔ هغه اجازت ورکړي نو خېر دے ګني بيا ئې پرېښودل پکار دي۔

  4. دَ خپل شېخ پهٔ موجودګۍ کښې ه مه تن خپل شېخ طرف ته متوجه کېدل پکار ديدَ فرائضو ، واجباتواؤ سنتونو نه علاوه نفلونه صرف دَ شېخ پهٔ وېنا کول پکار دي که هغه ئې منع کړي نو منع کېدل پکار دي۔ خپل زړه هغه وخت پهٔ دې پوهول پکار دي چې بعضې وخت مريض دپاره ډاکټر حکيم ملائی هم بنده کړي حالانکه هغه دَ صحتمند دپاره ډېره ښؓه وي۔

  5. کهٔ مرشد څهٔ ووائ اؤ ورباندې بنده پوه نشي نو مناظره ورسره نهٔ دي کول پکار اؤ که بيا هم تشويش پاتې وي نو دَ موسیٰ عليه السلام اؤ دَ حضر عليه السلام واقعه دې بنده ياده کړي۔ قلندر هر چه ګويد ديده ګويد

  6. دَ مرشد دَ اواز نه خپل اوز کم ساتل پکار دي لېکن دومره کم هم نه چې مرشد ته ئې پهٔ اورېدو کښې څهٔ مشکل جوړ شي۔

  7. خپل هر څنګه حال چې وي هوبهو هم هغه شان خپل مرشد ته ئې و ئیل پکار دي اؤ چې بيا دَ دې پهٔ باره کښې شېخ څهٔ ووا ئ نو هغه زړهٔ سره بيا قبلول پکار دي۔

  8. دَ خپل شېخ پهٔ صحبت کښې څهٔ وظيفه وغېره يا لسانه ذکر نهٔ دي کول پکار۔البته کهٔ شېخ پخپله ووا ئ نو بيا بله خبره ده۔

  9. هر يو ديني خدمت چې بنده کوم پخپل شرح صدر کول غواړي دَ هغې سره دَ بنده هر څومره تعلق دېولې نهٔ وي خو چې شېخ ئې ترېنه منع کړي نو فوراً منع کېدل پکار دي ځکه چې شېخ پهٔ مريد ښهٔ پوهيږي۔

دَ شېخ اؤ دَ مريد تعلق

نن صبا خلق چونکې پهٔ دے باندې ډېرنهٔ پوهيږي نو دَ دې پهٔ وجه دې باره کښې ډېر زيات افراط تفريط دے ځکه دَ دې دَ وضاحت ضرورت ډېر دے۔دَ مريد دپاره دَ مرشد مثال لکه دَ يو طبيب دے يا دَ يو شفيق رهبر ۔شېخ خپل مريد ته دَ خپل بصيرت پهٔ رڼا کښې لاره ښائ يعني مريد ته تعليم کوي دَ څهٔ نه ئې منع کوي اؤ دَڅهٔ دَ کولو دپاره ورته وائ ۔دَ څهٔ نه ئې چې منع کوي دَ هغې مثال لکه دَ پرهېز دے اؤ دَ څهٔ کولو دپاره چې ورته وائ هغې کښې چې دَ بيمارۍ دَ علاج دپاره چې کوم دي دَ هغې مثال دَ دوایَیٔ دے اؤ دَ کوم نه چې روحاني قوت حاصليږي دَ هغې مثال لکه دَ غذا دے۔لکه څنګه چې عام غذا دَ جسم اؤ دَ طاقت دَ پاره وي اؤ ذکر دَ روح اؤ دَ روحاني طاقت دپاره وي۔ کهٔ څوک دَ غذا اؤ دَ دوا اهتمام خو کوي خو پرهېز نهٔ کوي نو عېن ممکنه ده چې دوا ورباندې بالکل اثړ پرېږدي اؤ جسم ته ئې ډېړ نقصان ورسي يا ورته دَ دوايَئ دَ بدلولو ضرورت پېدا شي ۔دغه شان دَ غه شان شېخ چې مريد ته کوم تعليم کوي نو پهٔ هغې پوره پوره عمل پکار وي ګني مطلوبه بيا نشي راتلے۔دغه شان دَ شېخ دَ صحبت اهتمام ډېر پکار دے اؤ دَ دې پهٔ غېر موجودګۍ کښې مکاتبت يا څهٔ بل څهٔ ذريعې مثلاً ټېليفون ، اي مېل ، مېسج وغېره استعمالول پکار دي ځکه چې مريد باندې دا لازم دي چې هغه خپل صحيح صحيح حال خپل شېخ ته بيان کړي اؤ چې ورته هغه څهٔ تعليم وکړۍ نو پهٔ دې بيا عمل کوي دغې ته اطلاع اؤ اتباع وئیلے شي۔دَ دې اطلاع اؤ اتباع حالت صحيح ساتلو دپاره دا ضروري ده چې مريد دې دا يقين وساتي چې زما شېخ زما دپاره پهٔ کل جهان کښې دَ دې مطلب دپاره ټولو نه زيات مفيد دے۔ افضل نهٔ دي وئيل پکار ځکه چې دَ دې پته صرف الله تعالیٰ ته وي۔هرکله چې شېخ دَ دې مطلب دپاره مفيد ترين شو نو بيا لازماً دَ هغه سره دې مريد خپل زړهٔ داسې وابسته کړي چې بل طرف ته ئې دَ دې مطلب دپاره هډو خيال رانشي۔دغې ته توحيد مطلب وائ چې مشائخو پرې ډېر زور اچولے دے۔دَ دې مثال دَ ظاهري مرض پهٔ صورت کښې دا دے چې پهٔ يو وخت دَ ډېرو ډاکټرانو نه علاج نقصاني وي۔ څلور حقه دَ مرشد دي کړه ئې ياد
اطلاع و اتباع هم اعتقاد و انقياد

دَ شېخ مقام

بعضې خلق پهٔ لويو لويو مشائخو پسې سرګردانه ګرځي اؤ ډَ خپلو نزدې مشائخودَ فېض نه محروم پاتې شي۔دَ شېخ نه دَ فېض حاصلولو دپاره دَ هغهٔ لوېوالے نهٔ دي کتل پکار بلکه دَ هغهٔ سره دَ مناسبت خيال ساتل اؤ دَ رابطې قائمول ضروری وی۔که يو شېخ دېر لوۓ وي لېکن دَ هغهٔ سره مناسبت نهٔ وي يا هغهٔ سره دَ رابطې اسان صورت موجود نهٔ وي نو دَ هغهٔ نه به فائده بيا څنګه ملاويږي۔دَ شېخ اؤ دَ مريد پهٔ تعلق باندې دَ شېخ دوه څيزونه ډېر اثر اچوي يو دَ هغهٔ صاحب فن کېدل اؤ بل دَ هغهٔ دَ برکت خاوند کېدل۔دَ هغهٔ دَ فن نه دَ استفادې دپاره اطلاع اؤ اتباع پکار ده اؤ هغه پهٔ رابطه انحصار لري۔برکت چونکې دَ هغهٔ پهٔ تعليم کښې وي نو که دَ تعليم حاصلولو څهٔ معقول صورت نهٔ وي نو برکت به څنګه راځي؟ دغه وجه ده چې دَ اوېس قرنی رحم الله عليه اګرچې ډېر اوچت مقام ؤ لېکن دَ صحابی رضي الله عنه نہ کم دے۔دا ځکه چې صحابی ته دا مقام دَ حضورﷺ صحبت پهٔ وجه حاصل شوے دے اؤ دَ دې څهٔ بل څهٔ بدل نشته۔ دَ برکت خاوند کېدو دپاره دا خبره کافي ده چې هغه صاحبِ سلسله وي ځکه چې دَ برکت ماخذ پهٔ دې کښې سلسله وي۔

دويمه خبره دا ده چې دَ لوۓ شېخ سره ډېر نزاکتونه هم راشي اؤ هر څوک دا نزاکتونه نشي برداشت کولے۔دَ دې پهٔ وجه بعضې خلق دَ لويو مشائخو پہ صحبت کښې هم محروم شي اؤ دَدې چونکې وجوهات بېشماره دي نو پهٔ دې خبره دلته ممکنه نهٔ ده۔داسې حالاتو کښې چې کوم ټولو کښې نزدې شېې چې چا سره مناسبت وي اؤ رابطه ورسره اسانه وي هغوی طرف ته رجوع کول زيات بهتر ښکاري۔غالباً پهٔ دغې وجه بعضې لوۓ شېخان بيض طالبين بل چاته واستوي۔بعضې حضراتو پهٔ دې باب کښې دَ بجلۍ دَ ستنې مثال ورکړے دے چې کهٔ هرې ستنې سره دَ بجلۍ بلف ولګولے شي نو بليږي خو به هغه دَ خپل طاقت موافق ۔هغه ستن کهٔ پاور هاؤس کښې لګيدلي نو هم اؤ کهٔ عامه ستن وي نو هم۔ځکه دا بنده وئیلے شي چې شېخ چې صحيح شېخ وي ،که وړوکے وي که لوۓ، مريد دَ خپل استعداد مطابق ترېنه فېض اخلي۔بلکې بعضې وختونو کښې خو مريد دَ خپل شېخ نه هم مخکښې لاړ شي ځکه چې مربي حقيقي خو خداۓ تعالیٰ دے هغه دَ هر طالب دَ طلب اؤ استعداد مطابق دَ شېخ دَ منور زړهٔ نه دَ عرفان چينه جاري کړي۔دَ دې پته بيضې وختونو کښې پهٔ غړېدلو سترګو داسې کيږي چې دَ بعضې طالبينو پهٔ موجودګۍ کښې دَ شېخ پهٔ زړهٔ داسې عالي مضمونونه راوريږي چې دَ هغو پته شېخ ته هم مخکښې نهٔ وي۔پهٔ دغه وجه بعضې مشائخ دَ خپلو ملفوظاتو دَ قلمبند کولو خپله بندوبست کوي چې هسې نه دَ چا طالب پهٔ برکت دَ دنياۓ عرفان نه څهٔ قيمتي دولت پهٔ لاس ناساپه راشي هغه دَ غفلت لهٔ کبله ضائع نشي۔

دَ تصوف سلسلې

لکه څنګيه چې مخکښې وئیلے شوي دي چې دا سلسلې دَ صحبت سلسلې دي۔دَ مقصد پهٔ اعتبار سره ټولې يو دي لېکن خپلې خپلې ذريعې ئې اختيار کړي دي۔مثلاً سلسله چشتيه پهٔ دې زور اچوي چې اول دې رذايل لرې شي بيا دې فضا ئیل پهٔ زړهٔ کښې راوستے شي اؤ نقشبنديه دَ فضا ئیلو پهٔ ذريعه رذايل ختموي۔دغه سان دَ سلسله قادريه اؤ سهرورديه هم خپل خپل اصول دي۔لکپه څنګه دا پکار دي چې خپل شېک دې بنده مفيد وګڼي خو دَ نورو مشائخو دَ تنقيص نه بغېر ۔هم دغه شان دې بنده دَ خپلې سلسلې نه دې پوره اسفاده کوي خو پهٔ نورو سلسلو دې تنقيد نه ځان ساتي۔

دَ څلورو واړو سلسلو دَ مشائخو نومونه

دَ سلسله قادريه سرخيل حضرت شېخ عبد القادر جېلاني رحمته الله عليه دے ،دَ چشتيه سلسلې سرخيل شېخ معين الدين چشتي اجميري رحمته الله عليه دے ، بيا دَ دوه شاخونه دي دَ يو د َ صابريه ثشتيه سلسلې سرخيل حضرت صابر کليري رحمته الله عليه دے اؤ دَ بلې نظاميه چشتيه سلسلې سرخيل حضرت خواجه نظام الدين اولياء رحمته الله عليه دے۔دَ نقشبنديه سلسلې سرخيل حضرت شېخ بهاو الدين نقشبندي رحمته الله عليه دے اؤ دَ سهرورديه سلسلې سرخيل حضرت خواجه شهاب الدين سهروردي رحمته الله عليه دے۔

شجره اؤ دَ دې اهميت

دَ حضور ﷺ مناصب چې کوم الله تعالیٰ پهٔ قران پاک کښې بيان کړي دي هغه څلور دي ۔ دَ قران تلاوت ، دَ صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين تزکيه ، دَ کتاب الله تعليم ورکول اؤ دَ حکمت تعليم ورکول۔دَ قران دَ تلاوت ذمه داري قاريانو صاحبانو واخستله۔تزکيه دَ صوفيانو کرامو پهٔ حصه کښې راغله اؤ دَ علم و کحمت کار الله تعالیٰ دَ عاکمانو صاحبانو نه واخستلو۔پهٔ علماۓ کرام کښې محدثين کرامو دَ حضور ﷺ احاديث شريفه امت ته هو بهو دَ رسولو انتظام وکړو۔دَ دې مقصد دپاره هغوی دَ سندونو دَ حفاظت دَ پاره دَ هغوی دَ روايت اصلي ترتيب يادول شروع کړل ۔ دغه شان صوفيانو صاحبانو دَ خپل صحبت دَ سند بيانولو دپاره هم دغه شان دَ صحبت ترتيب يادول شروع کړل ۔اکثر دا په دعايیه انداز کښې وي۔دغې ته شجره وئیلے شي۔بعضې صوفياۓ کرامو دَ ياداشت دَ اسانیٔ دپاره دا پهٔ نظم کښې پېرلي وي۔مريدان پهٔ دې کښې دَ خپلو مشائخوپهٔ وسيله دَ الله تعالیٰ نه مدد غواړي۔

دَ بنده نسبت

بنده ته دَ خداۓ تعالیٰ پهٔ فضل دَ حضرت صوفي محمد اقبال مدني رحمته الله عليه نه دَ حضرت شيخ الحديث رحمته الله عليه په څلورو واړو سلسلو کښې اؤؑ حضرت مولانا ابو الحسن ندوی رحمته الله عليه پهٔ واسطه سره پهٔ طريقه قادريه راشديه کښې اجازت حاصل دے اؤ دَ حضرت علي مرتضےٰ رحمته الله عليه پهٔ واسطه سره نقشبنديه سلسله کښې۔دَ حضرت سيد تنظيم الحق کاکاخېل حليمي صېب رحمته الله عليه نه پهٔ واسطه دَ حضرت مولانا فقير محمد رحمته الله عليه نه څلورو واړو سلسلو کښې اؤ پهٔ واسطه دَ حضرت سيد سيف الرحمٰن ګل بادشاه رحمته الله عليه مېخ بند بابا جي پهٔ سلسله قادريه نقشبنديه کښې ۔ دَ حضرت ډاکټر فدا محمد صېب مد ظله نه پهٔ واسطه دَ حضرت مولانا محمد اشرف سلېماني رحمته الله عليه نه څلورو واړو سلسلو کښې اجازت حاصل دے۔ دَ حضرت ميا سيد بشير کاکاخېل رحمت الله عليه نه پهٔ واسطه دَ حضرت مولانا محمد اشرف سلېماني رحمته الله عليه نه څلورو واړو سلسلو کښې اجازت حاصل دے۔ دَ حضرت مولانا عبدالرحمان صديقي صېب رحمت الله عليه نه پهٔ ّکتلفو واسطو دَ مولانا احمد علي لاهوري رحمت الله عليه ،دَ حضرت شاه عبد القادر راۓ پوری رحمت الله عليه اؤ دَ حضرت مولانا حسين احمد مدني رحمت الله عليه پهٔ سلسلو کښې اجازت حاصل دے۔ دَ حضرت حاجي عبد المنان صېب مد ظله نه پهٔ واسطه دَ حضرت مولانا محمد اشرف سلېماني رحمته الله عليه نه څلورو واړو سلسلو کښې اجازت حاصل دے۔ دغه شان پهٔ مختلفو واسطو دَ حضرت مولانا عبد الغفارصېب مد ظله نه پهٔ بېشماره سلسلو کښې اجازت حاصل دے۔

امورِ تصوف

اوس پهٔ څو ليکو کښې دَ تصوف خلاصه پېش کولے شي کوم چې دَ مشهور کتاب شريعت اور طريقت نه اخستلے شوي ده۔دې ته بلا شبه دَ تصوف خلاصې هم وئیلے کېدے شي۔

۱۔ مقصود

الف۔اعمال
ب۔ثمرات

۲۔ غېر مقصود

الف۔ذرائع
ب۔توابع
ج۔موانع

۱۔ الف ۔ اعمال

دَ اعمالو دوه قسمونه وي
۱۔ جلبي اعمال۔ جلب پهٔ عربۍ کښې دَ څهٔ څيز حاصلولو ته وائ نو دَ دې نه دَ هغه اخلاقو حاصلول مراد دي دَ کوم چې مطالبه شوي ده مثلاً دَ الله مينه، صبر ، شکر ،اخلاص ، تفويض ،تواضع، رضا ،صدق وغېره۔دو ته اخلاق حميده هم وائ۔

۲۔ سلبي اعمال۔ سلب دَ څيز دَ ځان نه لر کولو ته وائ۔نو دَ دې نه هغه اخلاق مراد دي دَ کوم نه چې منع شوي ده مثلاً دَ دنيا مينه،ريا ،تکبر،حسد ،کينه،بغض ،بې صبري ، ناشکري وغېره۔دو ته اخلاق رذيله و ائ۔

۱۔ ب ۔ثمرات ۔نتيجې

دوه قسمه دي يو دَ بنده طرف نه چې دا توفيق ملاويږي چې هر وخت دَ الله تعالیٰ بندګي کولے شي۔دويم دَ الله تعالیٰ دَ طرف نه رضا اؤ دَ قرب خاص عنايت کوم ته چې وصول وئیلے شي۔

۲۔ الف۔ ذرائع

دَ ذريغو دوه قسمونه دي۔

۱۔ مجاهده۔ پهٔ دې کښې لږې خبرې کول ،لږ خوراک سخاک،لږ خوب اؤ لږو خلقو سره ملاوېدل بالخصوص دَ هغه خلقو دَ ملاوېدو نه ځان بچ ساتل دَ چا پهٔ ملاوېدو کښې چې ديني نقصان وي۔

۲۔ فاعله۔ دا هم دوه قسمه وي۔يو فائدہ منہ لېکن دَ خطرې نه پاکه مثلاً ذکر ، مراقبه اؤ شغل ۔دويمه فائدہ منہ لېکن خطرناکه مثلاً تصور شېخ ، سماع اؤ عشق مجازي۔

۲۔ ب۔توابع ۔

دَ دې سره پهٔ سلوک کښې دَ بنده واسطه راځي که بنده ئې غواړي اؤ کنه ۔ډا پهٔ اختيار کښې نهٔ وي۔دَدې هم دوه قسمونه دي ۔ يو هغه چې پکښې دَ نقصان احتمال هم کېدے شي پهٔ هغو کښې دا لانديني کيفيات راځي۔

  1. دَ سکر سره وحدة الوجود۔ يعني دَ وحدة الوجود دَ کيفيت پهٔ دوران کښې دَ شريعت دَ پابنديو طرف ته بې اختياره ذهن نهٔ تلل اؤ څهٔ داسې خبرې دَ خؤلې نه وتل دَ کومو چې شرع اجازت نهٔ ورکوي۔ دې حالت کښې دَ بې اختيارۍ پهٔ وجه بنده خو معذور وي خو اقتدا ئې هم نشي کېدلے۔

  2. کشف الٰهي۔ دَ الله تعالیٰ دَ ذات متعلق علوم اؤ معراف پهٔ زړهٔ وارد کېدل۔

  3. کشفِ کوني۔ کوم څيزونه چې عام خلق نشي ليدے دَ هغو ليدل۔دا دَ ماضي سره هم تعلق لرلے شي اؤ دَ مستقبل سره ۔موجوده حالت کښې چې لرې يا نزدې دَ غائبو څيزونو باره کښې خبرېدل۔

  4. استغراق۔ پهٔ څهٔ کيفيت کښې داسې غرقاوے چې دَ نورو څيزونو نه غفلت وشي۔

  5. تصرف۔ خپل مهمت اؤ توجه سره بل کس يا څهٔ څيز متاثر کول۔

  6. قبض و بسط۔ دَ قلبي وارداتو موجودګۍ ته بسط اؤ دَ دې نش ته قبض وئيلے شي۔الله چې پخپله پهٔ زړه دَ چا څهٔ القا کوي هغې ته وارداتِ قلبي وئيلے شي۔

  7. کرامت۔ دَ چا نېک مسلمان پهٔ لاس څهٔ داسې کار کېدل چې عام خلق ئې پهٔ اسبابو نشي کولے۔

  8. مشاهده۔ دَ څهٔ امر يا دَ هستۍ کامل استحضار۔دې ته کيفيتِ حضوري هم وئيلے شي۔

داسې توابع هم وي چې پکښې دَ ضرر څهٔ احتمال نهٔ وي ۔هغه دادي۔

  1. وجد۔ دَڅه عجيبه حالت محموده پهٔ بنده غلبه کول چې دَ بنده اختيار کښې نهٔ وي۔

  2. ټيک خوبونه ۔ صحيح خوبونه ليدل۔

  3. دَ دعاګانو قبلېدل

  4. الهام۔ دَ ولي الله پهٔ زړهٔ دَ الله پاک طرف نه څهٔ خبره راتلل۔

  5. فنا اؤ بقا۔ رذايل چې مغلوب شي دې ته فناۓ نفس وئيلے شي اؤ دَ دې ادراک چې هم ختم شي چې ماته فنا حاصله ده دې ته بقا وئيلے شي ۔بعضې خلق دې ته فناء الفنا هم وا ئ۔

  6. ې سکر وحدة الوجود۔ دَ زړهٔ دَ الله تعالیٰ سره داسې تعلق جوړېدل چې پهٔ هر څهٔ کښې پهٔ الله تعالیٰ نظر پرېوزي لکه څنګه چې نمر وي نو ستوري نهٔ ښکاري۔

  7. فراستِ صادقه۔ يعنې دَ څهٔ کار ،څهٔ څيز يا کس باره کښې صحيح اندازه لګېدل۔دغې ته بصيرت هم وئيلے شي۔

۲۔ ج۔ موانع۔

هغه امور چې پهٔ هغو کښې دَ مبتلا کېدو پهٔ صورت کښې دَ صحيح لارې نه بې لارې شي۔محنت پرې ضائع کيږي۔اؤ که دَ دې اصؔلاح پهٔ وخت ونشي نو دَ عباد الرحمٰن پهٔ ځاۓ عباد الشېطان کښې هم داخلېدے شي ۔الله تعالیٰ دې هر څوک ډدې نه وساتي۔ دا دا دي۔

  1. حسن پرستي۔ دَ چا دَ حس نه دَ چاڅهٔ داسې متاثر کېدل چې دَ شريعت دَ احکاماتو پروا پريږدي۔دا ډېر خراب حرکت دے۔دَ بعضې صوفيانو دَ کلام نه څهٔ داسې ظاهرېدے شي خو هغه غلط فهمي وي خو دَ نفس دَ شرارت دَ کبله دا بنده صحيح ګڼلے شي اؤ بنده خپل عاقبت پرې خرابولے شي۔دا کس ښځه هم کېدے شي ، سړے هم اؤ امرد هم۔ الله تعالیٰ دې مونږ ټول دَ داسې انجام نه وساتي۔

  2. تعجيل۔ دَ څهٔ کيفيت دَ حاصلولو دَپاري دومره تادي کول چې پهٔ سلوک کښې چې کوم احتياطونه ساتل پکار وي هغه ونشي ساتلے۔دَدې پهٔ وجه سالک پرېشانه شي ۔همت بيالي اؤ کله کله دا کيفيت دومره زيات شي چې دَ خپل شېخ نه بد ګمانه شي۔دلته نه دَ سالک دَ تباهیٔ لاره شروع شي۔الله تعالیٰ دې هر څوک دَدې نه وساتي۔

  3. تصنع۔ سالک ته چې کوم کيفيت حاصل نهٔ وي اؤ دے داسې ځان ښائ چې لکه ورته دا کيفيت حاصل دے ،دې ته تصنع وئیلے شي۔

  4. دَ ست مخالفت۔ پهٔ سلوک دَ سنت دَ مخالفت څهٔ ګنجائش نشته۔کهٔ سالک پهٔ څهٔ معامله کښې دَ سنت قصداً مخالفت وکړي نو دا هغه ډېر لرې وغورځیٔ۔البته کهٔ ځان محروم ګڼي نو بيا محرومي خو ضرور وی خو دَ هغې نقصان نه بچ شي کوم چې پهٔ قصد دَ مخالفت نه رسي۔

  5. دَ شېخ مخالفت۔ سلوک کښې دَ شېخ مخالفت پهٔ خپلو پښو ترخز وهل دي۔څوک چې څهٔ هم عقل لري نو دَ دې ځان بچ کوي۔

دِ مطالعې حاصل

دَ دې ټولو تفصيلاتو نه به لوستونکي ته دا پته ضرور لګيدلي وي چې دا ټول هرڅهٔ پهٔ شريعت باندې دَ عمل دپاره دي اؤ دا بعضې خلق چې وائیچې شريعت يو شے دے اؤ طريقت بل شے دے۔که دا دې پاره وائ چې شريعت خو دَ خداۓ پهٔ حکم عمل کول دي اؤ طريقت دې عمل ته لار جوړوي اؤ دَدې رکاوټ ختموي نو بيا خو خېر دے ځکه دې لحاظ سره دَ دوی دَ عمل مېدانونه جدا جدا دي لېکن که څوک وائ چې څوک طريقت ته راغلو پهٔ هغه اوس دَ شريعت اتباع لازمه نهٔ ده نو دا ګمراهي ده اؤ تباهي ده۔هر کله چې دَ سلوک حقيقت معلعم شو نو دا معلومه شوه چې پهٔ دې کښې نهٔ دَ کشفونو اؤ کرامتونو ضرورت دے ، نهٔ پکښې پهٔ قيامت کښټ دَ معافیٔ ګارنټي ورکولے شي،نه دَ دنيا دَ کارونو دَ پوره کولو سامان دے پکښې چې په تعويذونو دې دَ دنيا کار چليږي،يا مقدمې دې بنده ګټييا روزګار کښې دې ترقي وي يا پهٔ دم درود دې بيماریٔ دَ ښهٔ کېدو بندوبست پکښې وي يا دې چې کوم کار کېدونکے وي دَ هغې دَ اطلاع څهٔ بندوبست وي۔دغه سان نهٔ پکښې تصرفات لازم دي چې بس دَ پير پهٔ توجه دې هر څهٔ کار کيږي ،يا دَ ګناه دې بالکل خيال هډو نهٔ راځي يا دې عبادتونه خود پخپله کيږي، مريد دې هډو اراده نه کوي يا ذهن اؤ حافظه دې تيزه شي۔دې کښې دا هم نشته چې داسې باطني کېفيات دې پېدا شي چې پهٔ عبادت کښې دې هر وختې مزه وي،پهٔ عبادت کښې دې څهٔ وسوسه نهٔ راځي،هر وخت دې ژړېدل وي،يو محويت عالم کښې دې بنده دَ ځان نه بې خبره وي اؤ نهٔ پهٔ ذکر شغل کښې دَ انواراتو يا دَ څه اواز وغېره محسوسېدلو څهٔ انتظام لري۔نهٔ پکښې دَ ښو ښو خوبونو کتلو ،يا دَ الهاماتو ضمانت ورکولے شي۔بس اصلي مقصود چې دَ الله تعالیٔ رضا ده دَ دې نيت جوړول دي اؤ دا به څنګه حاصليږي دَ دې ذريعې اختيارول دي چې هغه په مختلفو حالاتو کښې مختلفې کېدے شي۔

دَ سالک دپاره مفيد کتابونه

تفسير۔ معارف القران مؤلفه مفتي محمد شفيعؒ ، تفسير عثماني اؤ تفسير مظهري۔

دَ تفسير عثماني پښتو کښې ترجمه حضرت سيد تسنيم الحق کاکا خېل صېب کړي ده۔دا به انشاء الله څهٔ موده پس زمونږ پهٔ وېب پاڼه راشي ۔کار پرې شورو دے۔

حديث ۔ رياض الفالحين اؤ معارف الحديث دِ مولانا منظور نعماني صېبؒ

فقه۔ جنتي کالے مؤلفه دَ څضرت مولانا اشرف علي تانويؒ ۔دَ دې پښتو ترجمه سيد تسنيم الحق کاکا خېل صېب کړي ده دَ جنتي کالي پهٔ نوم۔تعليم الاسلام دَ مفتي کفايت الله صېب څلور جلده۔

تصوف۔ دَ بنده کتاب دَ تصوف خلاصه چې دَ سوالونو جوابونو صورت کښې دے

دَ حضرت مولانا اشرف علی تانویؒ دَ څلوېښت وعظونو ترجمه

زبدة التصوف پهٔ پښتو ژبه کښې

دَ تصوف خلاصه پهٔ پښتو ژبه کښې

فضايل دَ حضرت مولانا زکريا رحمت الله صېب کتاب فضايلِ اعمال پهٔ پښتو ژبه

يو معذرت

بنده دَ مختلفو کتابونو نچوړ پهٔ دې کتاب کښې پېش کړے دے اؤ عوام دَ پرېشانۍ دَ بچ کولو دَ پاره مې دا تفصيل نهٔ دے بيان کړے چې کومه حصه دَ کوم ځاۓ نه اخستي شوي ده ۔دا دعوه چرته هم نهٔ لرم چې دا هر څهٔ ماکړي دي۔هر څهٔ چې دي زما دَ شېخ حضرت مولانا اشرف صېب ،دَ حضرت مولانا اشرف علي تانویؒ ،دَ حضرت مولانا زکريا اؤ دَ صوفي محمد اقبال صېب رحمت الله عليهم دَ علومو اؤ دَ فيوضو برکت دے۔

ضروري خبرَونه

دَ چا چې دې عاجز سره اصلاحی تعلق وی هغوی ته دا خواست دې چې تعلق جوړولو نه پس پهٔ يو ساده کاغذ باندې خپل نوم، د پلار نوم، پته ، تعليمی قابليت، مشغولتيا،معمولات، کهٔ د چا نه ېٔ مخکښې ذکر اخستې وی نو هغه ذکر او چا چې دا ذکر ورکړې وی دَ هغهٔ تعارف تفصيل سره صفا صفا وليکی او عاجز ته دې ورکړی۔تاسو ته مشوره درکولو کښې به دا معلومات دَ عاجز پکار راځی۔

  • کهٔ شرعی رکاوټ نهٔ وی نو خپل حال پهٔ مخامخ يا دَ ټيليفون پهٔ ذريعه شيخ ته وواېٔ۔ کهٔ دا نهٔ وی نو دَ خط پهٔ ذريعه۔ (زنانؤ دپاره مخامخ راتلل مناسب نهٔ دی۔)
  • دَ شېخ چې څهٔ تحقيق وی هغه معلومولو نه پس پهٔ هغې عمل کولو پوره پوره کوشش پکار دے او کهٔ چرې څهٔ خبره پهٔ پوهه کښې نهٔ وی راغلې نو بيا دې تپوس وکړی ۔
  • خپل شيخ پهٔ ټول عالم کښې ځان دپاره د ټولو نه بهتر وګڼیٔ۔ دا نه چې هغه دَ ټولو نه افضل وګڼیٔ۔ ځکه چې ددې پته صرف الله تعالیٰ ته ده۔او دا عاجز خو ډير ګناهګار دې۔الله تعالیٰ دې پرې پرده واچوی۔
  • روحانی اصلاح دپاره صرف خپل شيخ سره تعلق ساتیٔ۔کله هم پهٔ بل چا خپل حال مهٔ ښکاره کویٔ۔هم دې ته توحيد مطلب وائی۔څنګه چې حضرت خواجه عزيز الحسن مجذوب (رحمة الله عليه ) خليفه د حضرت مولانا اشرف علی تهانوی (رحمت الله عليه ) وائی۔
څلور حقه دَ مرشد تل ساته ياد

اطلاع و اتباع و اعتقاد و انقياد

دَ بېعت پهٔ وخت چې کوم تعليم شوے وي هغه ياد ساتل پکار دي۔دَ دې نه علاوه دَ لاندينو خبرو خيال ساتل هم ضروري دي۔

  • دَ علاجي ذکر نه علاوه روزانه سل ځله دريمه کلمه ،سل ځله درود شريف اؤ سل ځله استغفار هم کول پکار دي۔ دَ هر نمونځ نه پس ځله سبحان الله ، ځله الحمد لله اؤ ځله الله اکبر سره درې ځله کلمه طيبه ،درې ځله درود ابراهيمي ،درې ځله استغفار اؤ يو ځل آيت الکرسي ويل هم پکار دي۔
  • دَ نفلونو چې کوم معمول وي هغه پوره کول پکار دي اؤ کهٔ څهٔ مشکلات وي نو دَ شېخ سره رابطه پکار ده۔پخپله نهٔ معمول جوړول پکار دي اؤ نهٔ پرېښودل دي ۔
  • دَ جمعې پهٔ ورځ اؤ شپه کښې دَ درود شريف کثرت ډېر سعادتونه لري۔دې سره دَ سورة کهف دَتلاوت هم خيال ساتل پکار دي اؤ دَ جمعې چې کله اخري وخت راشي نو دَ خپل ځان دپاره دَ دعا درخواست کوم اؤ دَ ټول امت دپاره دعاګانې هم کول پکار دي۔
  • روزانه کم نه کم نيمه سيپاره تلاوت کول پکار دي کهٔ صحيح تلات نشي کولے نو ډېر زر ئې اېزده کول دي۔
  • دَ خپل لاس ،خؤلې اؤ دَ قلم دَ شر نه خلق بچ ساتیٔ اؤ کوم کار چې نهٔ دَ دين فائدہ وی نۂ دَ دنیا پۂ هغې کښې مشغولتيا بې وقوفي ګڼیٔ۔کوشش کویٔ چې (پهٔ شرط دَ تحمل هر کس ته فائدہ ورسویٔ)۔دَ دې دپاره دعا هم کویٔ اؤ کشش هم۔پۂ برېکټ کښې چې کوم هدايت دے دَ هغې باره شېخ سره مشوره بهتره وي۔
  • دَ ښځې اؤ دَ اولاد دپاره مهٔ پهٔ چا ظلم کویٔ اؤ مهٔ دَ چا دپاره پهٔ هغوی ظلم کویٔ ۔دې ته فتنه ويلي شوي دي ۔دَ دوی پهٔ باره دَ الله تعالیٰ نه ډېره ويره پکار ده۔
  • دَ کومې خبرې چې تحيق نهٔ وي شوے هغه مهٔ خورویٔ ۔خاص طور باندې کهٔ دَ هغې پهٔ وجه دَچا عزت ته نقصان رسي۔دغه شان پهٔ مجلس کښې چا سره پچموزې کول يا څوک تنګول ،خراب نوم اخستل يا دَ هغوی نسل يا پېشې باندې ګوته اوچتول سخت منع دي۔
  • کوم څيزونه چې اختياري دي مثلاً نمونځ روژه يا دَ شريعت نور کارونه پهٔ دې کښې سستي بلکل نهٔ دي کول اؤ کوم څيزونه چې غېر اختياري دي مثلاً پهٔ عبادت کښې مزه ، شوق يا داسې نور احوال دَ هغو فکر نهٔ کول ۔کهٔ الله تعالیٰ نصيب کړل نو شکر پرې وېستل پکار دي اؤ کهٔ نهٔ وي نو پرواه ئې نهٔ دي کول پکار۔پهٔ اختيرای اعمالو کښې کهٔ کوتاهي وشي نو پهٔ هغې ندامت پکار دت اؤ توبه کول دي اؤ دَ غېر اختياري احوالو معامله پهٔ خداۓ پرېښودل پکار دي۔
  • پهٔ کور کښې پکار ده چې بهشتي زےور موجود وي ۔پهٔ دې دَ اهل سنتو عقيدې موجودې دي۔دَ دو مطابق خپلې عقيدې جوړول پکار دي۔دَ خپل ضرورت مسٔلې هم دَ دې نه معلوميدے شي۔دغه شان دَ حضرت مولانا اشرف علي تانویؒ دَ وعظونو اؤ ملفوظاتو نه هم فائدہ اخستل پکار دی۔ کہؔ چا سرہ بهشتي زېور نهٔ وي خو انټرنېټ ورسره وي نو زمونږ پهٔ وېب پاڼه باندې دا ټول تفصيلات موجود دي۔
  • سړو ته دَ خپلو ښځو دَ حقوق واجبه خيال ساتل ډېر ضروري دي۔دَ چا چې اولاد وي هغوی ته دَ خپل اولاد پهٔ تربيت باندې توجه کول پکار دي اؤ څوک چې وادهٔ کړي نهٔ دي هغوی ته دَ خپل حفاظت دپاره شېخ سره مشوره کول پکار دي۔دغه شان چې دَ کومو زنانه و زما سره اصلاحي تعلق دے کهٔ هغوی وادهٔ کړی وي نو هغوی ته پکار دي چې دَ خپلو خاوندانو پهٔ زړهٔ سره خدمت کوی اؤ دَ اولاد پهٔ تربيت کښې دَ خپل خاوند سره تعاون کوي اؤ که لا ناوادهٔ کړي وي نو دَ خپل مور و پلار اؤ وروڼو سره دې ښهٔ وخت تېروي اؤ کهٔ دَ وادهٔ قابله وي نو کهٔ څهٔ مناسب رشته ملاؤ شي نو انکار دې نهٔ کوي۔

ټيليفون کول د ورځې 12 بجو نه تر يوه بجه پورې زيات مناسب دې ځکه چې هم دا وخت ددې دپاره مخصوص کړے شوے دے۔ الله جل شانه دې مسلمان امت باندې رحم وکړی او مونږ دې معاف کړی۔ امين

  • د ټيليفون رابطې دپاره دا لاندې نمبرې دی
    • د استوګنې نمبر 0092 51 5470582 (اللہ آباد)
    • موبائل0092 300 5010542
  • د خانقاہ پته
    سید شبیر احمد کاکا خیل
    مکان نمبرCB-1991/1 ، ګلی نمبر4 ،اشرف لین،نزد امیر حمزہ مسجد اللہ آباد ، ويسټرج 3 ، راولپنڈی، پاکستان.
  • ای میل

د معمولاتو دپاره

د حضرت شاه صاحب متعليقينو ته دا خواست دې چې هغوی ته کوم روزانه معمولات ورکړې شوی دی هغوی دې د هغې روزانه دَ ادائیګیٔ تفصيل دپاره پهٔ باقاعدګیٔ سره لاندې ورکړې شوې فارم ډک کړی او شاه صاحب ته دې هره مياشت پورته وکړې شوې رابطو پهٔ ذريعه ورسوی۔

د يو فارميټ والا فائل ډاؤن لوډ کړیٔ۔فائل کښې دننه انګریزی او پښتو دواڼه قسمه صفحې موجودې دی۔ د يو قسم صفحه پرنټ کړیٔ او ډکه ېٔ کړیٔ۔او جمع ېٔ کړیٔ۔

کهٔ څوک ملګرې د روزانه معمولاتو پرچه ډکه نهٔ کړې شی نو هغه دې لاندې ورکړې شوې سوال نامه ډکه کړی او جمع دې کړی۔

یا

یا

داخلہ فارم

کومې زنانه طالب علمانې چې د داخلې خواهش لری هغوی دې دا لاندې فارم ډک کړی۔

دَ خانقاه امداديه نقشه


View Direction to Khanqah Imdadia Building in a larger map