زمونږ چاپ شوي کتابونه

دَ مينې شاهراه

دَ مضمونونو فهرست

پرانزئ / بند کړئ

بسم الله الرحمٰن الرحيم

دَ مينې شاهراه

مجموعه دَ کلام

دَ سيد شبير احمد کاکا خيل

ډپټي چيف انجنئر ريټائرډ

مسترشد دَحضرت مولانا محمد اشرف سليماني ؒ

خليفه مجاز

دَ حضرت صوفي محمد اقبال ؒ

دَ حضرت سيد تنظيم الحق حليمي صاحبْؒ

دَ حضرت ډاکټر فدا محمد صاحب مد ظله

دَ حضرت مولانا عبد الرحمءن صديقي مد ظله

دَ حضرت سيد مياڼ بشير کاکاخيل ؒ

اؤ دَ حضرت مولانا عبد الغفار صاحب مد ظله

شعبه نشر و اشاعت

خانقاه امداديه C-B 1991/1 ګلي نمبر 4 ،نزد جامع مسجد سیدنا اميرحمزهؓ ، الله آباد ويسټرج ، راولپنډي

فون۔ 03215289274

انتساب

دَ خپل شيخ

دَ حضرت مولانا محمد اشرف سليمانيؒ

پهٔ نوم

چې دَ چا چشتيه مسلک بالکل ظاهر ؤ اؤ دَ هغوی نه دَ بيعت نه پس چې کوم وړومبے څيز حاصل شوے ؤ هغه دا ؤ چې دَ موسيقۍ نه مې شديد نفرت شو ، تر دې چې دَ موسيقۍ په وجه به مې پهٔ سر درد شو ۔ دا کلام دَ هغوی فيض دے چا چې ما احقر ته دا دعا کړي وه چې الله تعالیٰ دې تاته دَ ښهٔ ويیٔلو توفيق درکړي۔ الله دې دَ حضرت پهٔ مرقد پر انوار کروړها رحمتونه نازلوي۔آمين ثم آمين۔

تقريظ دَ حاجي عبد المنان مد ظله

نحمدہ و نصلی علی رسولہ الکریم۔اما بعد۔فاعوذ باللہ من الشیطٰن الرجیم۔ بسم اللہ الرحمٰن الرحیم۔و الذین آمنوا اشد حبا للہ ۔

پهٔ دې کښې الله تعالیٰ دَ مؤمنانو دَ يو خاص صفت ذکر کړے دے ۔هغه دا چې دَ مؤمنانودَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔دَ الله پاک حق اؤ محبت کهٔ پهٔ يو لفظ کښې بيان کول وي نو دې ته عشق وئيلے شي۔يعني دَ الله تعالیٰ سره دَ هغهٔ دَ رسول سره دومره محبت شي چې دَ خپل ځان نه ، دَ اولاد نه ، دَ والدين نه بلکې دَ هر چا نه زيات وي۔دغه مقصود دے دَ اسلام،چې دومره زيات محبت وي۔اؤ دَ حج سفر خو دے دَ عشق سفر۔حج يو تکميلي رکن دے۔حضور دَ ټولو مرحلو نه چې صحابه کرام تېر کړل نو دَدې آخري رکن حج پهٔ ذريعه یٔی دَ عشق کمال ته دَدوی رسولو نه پس دَدې دنيا نه سفر وکړو۔

زمونږه خوږ دوست چې دَ خپلې سلسلې ډېر خدمت کوي، يعني برادر شبير احمد سلمه الله تعالیٰ ۔الله تعالیٰ دې دَدوی عمر کښې برکت واچوي اؤ زمونږ دَ اکابرو تعليماتو اشاعت دَ پاره چې عين دَ عشق تعليمات دي دَ نورو خورولو ذريعه ؤګرځۍ۔ دوئي پهٔ ښه محبت سره خپل کتاب شاهرهِ محبت کښې دَدې سفر داستان پهٔ نثر اؤ شعر کښې قلمبند کړو۔دَ سفر دَ شروع نه واخلې تر مدينې منورې سفره پورې۔ماشاء الله دَدې پهٔ لوستو يو خاص کيفيت محسوسيږي۔دَ نثر سره سره،شعر و شاعرۍسره دَ عاشقانو خاص مناسبت وي۔دَ داسې عاشقانو د پاره الحمد لله ډېر مفيد دے۔دَ زړۂ نه دعا کوم چې الله تعالیٰ دې کتاب ته قبوليت عام و تام ورکړي۔

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين۔

عبد المنان عفی عنہ

مقام ابو حنیفہ۔مسجد حرم مکہ مکرمہ

بمطابق ۱۵ نومبر ۲۰۱۲

۳۰ ذی الحج۔۱۴۳۳ ھ

تقريظ دَ پروفيسر سيد محمود ظفر

بسم الله تعالیٰ

زمونږ بزرګانو علماؤ چي کله دَ “حسن” “احسن” او“حسين” معنیٰ په خپلو سپيځلو تحريراتو کښي کړي ده نو دَ “ښکلي” اؤ “ښايسته” پهٔ توری ئې نه ده راوړی بلکي دَ “ښهٔ” په توری ئې دا معنٰي ښکاره کړي ده۔ دَ محترم شبير احمد کاکاخيل صاحب کتابونه ما ته زما زوی په دے غرض راؤړی وو چي زهً ئې املا صحيح کړم اؤ دا اجازت ئې راته هم دَ شبير احمد صاحب له طرفه راکړے ؤ چي کهٔ پهً اشعارو کښي څهً اصلاح پکار وی نو هم کولے شی ۔ ما املا صحيح کړه خو پهً اشعارو کښي دَ اصلاح ضرورت مي محسوس نهً کړلو۔، ولي چي کهً دَ شاعرۍ دَخوند او مزي پهً نظر ورته ګوري نو پکار ده چي رد و بدل پکښي وشی خو دَکوم لوړ ا ؤ عظيم مقصد دپاره چي دا اشعا ر ليکلی شوی دی چي زړونو کښي دي ورسره دَ“الله” اؤ دَ رسول کريمﷺ سره دَ ميني څړيکي راپورته شی نو دَ مقصد ځلا ورسره دَ شاعرۍ ښايًست هم شريک کړے دے۔اوً زما يقين دے چي څوک دَ لوړ اوً مقصدی شاعرۍ خوند اخستل غواړی نو هغه خوند پهً “دَ مينې شاهراه” کښي موجود دے۔

خبره دَ خپل زړهً دَ اندروني څړيکي ده اؤ ځکه زهً دَ شبير احمد کاکاخيل صاحب شاعرۍ ته دَ “ښکلي” اؤ “ښايًسته” نه زياته “ښهً” شاعري وايم لکه دَ رحمان بابا کلام چې دے۔ اؤ يقين مي دے چي لوستونکی به زما دي رايً سره اتفاق وکړی ولي چې دَ ډېر نيک اؤ لوړ مقصد دپاره شوي ده۔الله تعالیٰ دي شبير احمد کاکا خيل صاحب ته ژوند اؤ توان ورکړی چي دا سپيځلے تحريک جاری وساتي۔

سيد محمود ظفر

۲۹ ستمبر ۲۰۱۳

اللہ آباد پنډۍ

تقريظ دَ پروفيسر عنوان الدين کاکا خيل

کهٔ رڼا ده پيروي دَ محمدﷺ ده

پهٔ پښتو ژبه دَ روښاني مذهبي ، ديني اؤ صوفيانه ادب ډېر لرغني دي۔اؤ دَ صوفيانه کلام ډېرې درنې پنګې دَ پښتو ادب ډېر ارزښتناک کړے دے۔ دا دَدې خبرې ثبوت دے چې پښتون قام من حيث القوم پهٔ رضا و رغبت ، مينه اؤ خوشحالۍ اسلام خپل کړے اؤ قبول کړے دے۔ ځکه اوس هم پښتانهٔ پهٔ اسلام ډېر مين دي۔ دَ خدایٔ تعالیٰ جل جلاله اؤ دَ رسول پاک ﷺ سره دَ مينې جذبه ئی تل تر و تازه توانه اؤ تانده ده۔پهٔ دې منطقه کښې اسلام دَ صوفياؤ کرامو دَ عملي ژوند دَ نمونو اؤ تعليماتو دَ رڼا پهٔ برکت خور شوے دے ۔ پهٔ دې سلسله کښې دَ صوفياؤ کرامو ، مشایٔخ عظام اؤ علماېٔ دين دَ کوششونو سره دَ شعراءِ کرام هلې ځلې هم دَ ذکر اؤ ستایٔنې وړ دي۔

دَ پښتو کلاسيکي ادب تر ډېره حده پهٔ صوفيانه بنيادونو اډاڼه لري۔بلکې تنقيد نګاران ئې پهٔ لويو لويو ادبي تحريکاتو حسابوي۔دَ سليمان ماکو دَ تذکرة الاولياء نه راواخلې دَ اخوند درويزه بابا ، دَ خوشحال خان اؤ رحمان بابا سبکونه ، دَ محمدي صاحب چې دَ سوکنو دَ مياڼ عمر صاحب دَ لوئے ګدۍ اؤ خانقاه وارث ؤ دَ علم اؤ عرفان ، سلوک اؤ تصوف دا وږدې سلسلې کړۍ په کړۍ رارسيدلي دي اؤ لا پهٔ مخه روانې دي۔ددې غټو غټو سلسلو نه علاوه دَ پښتو عامو شاعرانو کښې هم دَ پخوا نه دا روايت راروان دے چې دَ خپل کلام اؤ کتاب ابتدا دَ باري تعالې دَّ حمد ورپسې دَ نعت شريف نه کوي اؤ بعضې کسان دَ تبرک دَ پاره دَ خپل پير منقبت هم په دې قطار کښې ځايوي۔کهٔ يو خوا اولسي شاعرانو دَ شاعرۍ په هر صنف کښې دَّ حمد باري تعالیٰ ، نعتونو اؤ منقبتونو تجرئې کړي دي نو بل خوا دَ جديد دور دَ پښتو شاعرانو هم دا روايت برقرا ر ساتلے دے۔

دې خاورې ډېر نامتو نعت ګو شاعران اؤ خوش اوازه نعت خوانان ځيږولي دي چې دَ تفصيلي ذکر ئې دا موقع نهٔ ده۔ پهٔ داسې نوموړو کسانو کښې يو دروند شخصيت سيد شبير احمد کاکاخيل هم دے چې دل بہ يار و دست بہ کار ئې دَ ژوندانهٔ لار ده۔ دو پهٔ لږه موده کښې په اردو کښې دَ ايمان افروز ايمان پهٔ ژبه شاهراهِ محبت اؤ پيغامِ محبت غوندې دوه شاهکار کتابونه چاپ کړي دي اؤ دَ نورو ليکلو اراده ئې ده۔ دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دَ خپلې صایٔئې اؤ ايمانانه رایٔ مطابق هغو خپلو ماشومانو تهٔ وییٔلي دي چې بهر دَ ضرورت مطابق چې هره ژبه وایَیٔ خو پهٔ کور کښې دننه به پښتو وایَیٔ۔کهٔ داسې نهٔ وي نو دا به دَ پښتو ژئې سره ئې وفایٔی وي۔

زهٔ اکثر دا خبره کوم چې پښتو دَ الله تعالیٰ اؤ دَ هغهٔ دَ رسول پهٔ مينه مست قام ژبه ده ځکه دَ دې دَ ارتقا اؤ ترويج دَ پاره غيبي لارې چارې پرانستے شي۔داسې درانهٔ اؤ سپيځلي شخصيتونه پيدا شي چې دَ هغویٔ ئې لوثه هلې ځلې دَ پښتو ژئې دَ ترقۍ اؤ ودې باعث وګرځي۔

سيد شبير احمد کاکاخيل صاحب وایٔی چې ما پهٔ اردو کښې دوه شعري مجموعې شاهراهِ محبت اؤ پيعامِ محبت چاپ کړو نو يوه ورځ مې زړهٔ ته خيال راغلهٔ چې زهٔ خپلو بچو ته خو دَ پښتو ژئې سره دَ وفادارۍ تلقين کوم اؤ په خپلهٔ مې پهٔ پښتو کښې لا يو کتاب هم نهٔ دے چاپ کړے۔ دا دَمورنۍ ژئې سره ئې وفایٔ نهٔ ده؟ دا دَ شاه صاحب هغه تاريخي اعتراف دے چې پښتو ژبه به پرې مدام وياړ کوي ۔ دَ پښتو دَ ادب په تاريخ کښې به تل روښانه اؤ معتبره حواله ګڼلے شي۔ بلکي پهٔ زرزري ټيکو کښې دَ ليک جوګه حواله ده۔

کاکاخيل صاحب وایٔی چې دَ دې احساس بيداريدو سره ما سمدستي اراده وکړه چې هم پهٔ دې نومونو هم دَدې شعرونو پهٔ رڼا کښې به پهٔ پښتو کښې کتابونه ليکم ۔ الله تعالیٰ دَ دوی پهٔ نيکه اراده کښې برکت واچولو اؤ شاه صاحب پهٔ دې کار کښې بريالے شو۔"دَ مينې شاهراه "اؤ "دَ مينې پېغام" په نومونو ئې دوه کتابونه وليکل اؤ دَ دواړو کمپوز شده نسخې زما مخښې تهٔ پرتې دي۔ ډېر زر به ان شاء الله دا دواړه چاپ شي۔ ډېرو سترو اؤ لويو شاعرانو دا اعتراف څهٔ چې اقرار کړے دے چې زمونږ شاعري دَ يو پيغام دَ رسؤلو ذريعه ده ۔ علامه اقبال خو ډېر ښکلے مثال ورکړے دے ۔

سوۓ منزل می کشم ناقۂ بے مہار را

چې دَ شاعرۍ په ذريعه خپل قام منزل طرف ته راکاږم

بعينه دغه مطلب اؤ مقصد اؤ مدعا دَ ښاغلي شبير احمد صاحب هم ده چې دَ شاعرۍ پهٔ قالب کښې پيغام خپل قام تهٔ ، مسلمانانو تهٔ ، يا دنيا تهٔ رسول غواړي۔

دَ شبير احمد صاحب پيغام څهٔ دے؟ دا هم هغه پيغام دے چې دَ زرګونو کالو راسې پهٔ مختلفو وختونو کښې پيغمبران انبياء کرام ، اولياء الله ، پيرانِ عظام ، علمایِٔ دين ،فلسفيان اؤ شاعران دَ انسانيت دَ خير ښيګړې دَ پاره انسانانو تهٔ رسول غواړي۔دا هغهٔ حق ، رښتونے اؤ ابدي پيغام دے چې دَ قران پاک دَ تعليماتو اؤ دَ حضور ﷺ دَ اسوه حسنه پهٔ شکل دَ نني دور دَ انسانانو دَ جملوؤ اخلاقي ،سماجي ، خرابيو ، ذهني رنځونو ، مادي ضرورتونو يو شافي اؤ جامع حل دے۔

۔ دَ موصوف دَ شاعرۍ تنه بوده کهٔ هغه" دَ مينې شاهراه " دے اؤ کهٔ " دَ مينې پيغام "هم دَ دې پاکې سپيځلې افاقی اؤ الوهی مينې نه وودلې شوې ده۔دا دَ رڼا اؤ نور هغه پلوشې دی چې دَ کومو پهٔ حقله رحمان بابا وا یٔ چې !

کهٔ رڼا ده پيروي دَ محمد ﷺ ده

داسې شاعرۍ نه ځيګيدلې پيغامونه دَ انوارو اؤ تجلياتو پهٔ شکل کښې دَ شاعر په روښانه ذهن دَ ملکوتی حسن دَ پرخې پونه وروی اؤ شاعر دَ راپاريدلی قلبی وارداتو لهٔ کبله دَ جذب او انجذاب دَ پُر کيفه لمحاتو پهٔ بهير کښې لستونکي ځان سره پهٔ دې سرور کښې شريکؤل غواړی۔ دغه بهير دَ دين محمدی ﷺ پيروی ده۔

دَ پيغام محبت شاعری مونږ نهٔ دَ شعر پهٔ فنی پيمانوځيرلې شو اؤ نهٔ ئې دَ تنقيد پهٔ زرکاڼی سنجولې شو۔ دَ دې دوه وجهې دی۔ يو خو" دَ مينې پيغام " شاعری عامه شاعری نهٔ ده بلکې دَ يو لافانی، ابدی اؤ افاقی پيغام دَ خورؤلو ذريعه ده۔ چې زيات تعلق ئې دَ قلبی وارداتو څخه دے۔بل دا دَ اردو شعر من و عن ترجمه نهٔ ده بلکې دَ پښتو جامې وراغستولې شوي دي۔ پهٔ حالاتوکښې خامخا لرے برے راځی۔ دلته به دَ شاعر نيت پهٔ نظر کښې ساتل پکار وي، فنی باريکی اؤ نزاکتونه نه۔

خو لکه څنګه چې دَ شاه صاحب نيکې ارادې اؤ سپيځلي مقصدونه دَ کاميابۍ منزلونه غوڅوي دغه شان پهٔ مبارکه اؤ بختوره سلسله کښې هم خوش بختانه شبير احمد صاحب دَ يو دروند علمي اؤ ادبي شخصيت پروفيسر سيد محمود ظفر صاحب ملا تړ حاصل شو۔ هغوی په دې سلسله کښې رسا فکر، ژور نظر اؤ تيز ذهن لری۔ پخپله هم صاحب طرز اديب اؤ دَ ښکاره مقام څښتن شاعر دے۔ پهٔ دې مجموعه ئې نظر اچولې دے۔ يوئې نوې املا ته برابر کړے ده۔ بل ډېر ابيات چې نيمګړي ليکلي شوي وو هغه ئې برابر کړي دی۔شايد چې دا نيمګړتيا دَ اصل مسودې دَ نقل کونکي لهٔ کبله وه۔

هسې خو دَ موضوع پهٔ لحاظ دا شعری مجموعه دَ لعل و جواهرو لړۍ اؤ خشبويه ګلونو ګل دسته ده۔ خو دَ ځنو شعرونو پهٔ خوند کښې تاسو هم ځان سره شريکوم۔

دادے دَ حرم فيض چې هر طرف ئې نور خوريږي

وريځې سمندر نهٔ دَ رحمت قطار قطار دي

دا زړونه بدلوي ځکه راغلي ورته ټول دي

دَ مينې دَ دنيا سره چې زړونه کوم بيمار دي

دَ کعبې صحبت څهٔ دا رنګ بيانیٔ!

رحمتونه لهٔ کعبې راباندې سم دي

دے دا کور دَ رحمتونو سمندر

چکرونه په ظاهر شي ترې وهلے

پهٔ باطن کښې دا څهٔ بل ښکاري چکر

يا دَکعبې عظمت پهٔ باره کښې دا !

ډک دَ نور يو سمندر دے دا کعبه

حقيقت نه ئې هيڅ څوک نهٔ دي آګاه

ده دنيا وته نقطه يو دَ وحدت

ټول عالم دَپاره داده سجده ګاه

دَ حاجيانو صاحبانو دَ کعبې سره دَ محبت دا ننداره ښایٔی !

لهٔ کعبې ځنې تاويږي خپل خپل رنګ کښې

بس دَ يو پهٔ خيال کښې ډوب دي سرګردان دي

دَدې کور سره چې داسې مينه کيږي

سوزي ځان سره چې کوم ئې دښمنان دي

ډوب کړه ځان تهٔ دَ کعبې پهٔ نظاره کښې

اے شبيره دې کښې نښې دَ جانان دي

دَ خانه کغئې نه دَ تللو غم اؤ په روضٔه اقدس دَ حاضرۍ خوشحالي څهٔ داسې جمع کوي۔

لهٔ کعبې جدا کيدل دي هم مې زړۂ کښې مدينه ده

هم ژړيږم هم مې شوق دے داخبره عجيبه ده

اؤ دَ مدينې دَ لارې ليکلے دا لافاني شعر!

پهٔ تلو تلو کښې پهٔ سړک غواړم چې ښکل کړم

چې ليکلي پهٔ کوم بورډ دي مدينه

دَ مدينې دَ لارې دَ شاعرۍ پهٔ باره کښې!

اے قلمه ستړے نهٔ شې خيال ساته نن دَ شبير

دي پهٔ خولهٔ کښې ئې اشعار دے سفر دَ مدينې

دَ حاضرۍ جذبات په ٔ دې طريقه بيانوي۔

بل صورت کله ښودلے شمه دلته

دَ ښودلو دلته کښې مې صورت نشته

چرته دا عالم اؤ چرته شبير خاورې

چې دَدې اؤ دَ هغې څهٔ نسبت نشته

بعضې خلق چې دَ الله دَ محبت اؤ دَ رسول ﷺ دَ امت په مينځ کښې حيران وي دَ هغوی دَ پاره دا کافي دے۔

خدایٔ دا غواړي چې درود پهٔ مصطفےٰ وئيلے کيږي

شو دََ خدایٔ پهٔ ذکر مست مونږ، دَ نبي خوښه ده دا

الله غواړي چې پهٔ لار دَ محمدﷺ باندې روان شو

اؤ په خولهٔ دَ محمد دي لا اله الا الله

دَ حضور ﷺ دَ محبت رنګ داسې هم بيانوي!

دے څومره لوئې نعمت دَمحبت دَ پاک رسول

دے څومره ضروري متابعت دَ پاک رسول

دا پياوړې روحانی شخصيت دَ علم و عرفان، سلوک اؤ تصوف دَ علم بردارې روحانی سلسلو دَ کاکا خيلو مياګانو پهٔ درنه علمی کورنۍ کښې دَ صوابیٔ ضلعې پهٔ مشهور کلي جهانګيری کښې پيدا شوے دے اؤ دَ سيد علی شاه ځوئے دے۔ دَ پيدایٔش تاريخ ئې 24 اپريل 1954 دے۔ ابتدایٔ تعليم ئې خپل کلی کښې حاصل کړے دے۔ايف۔ايس۔سی ئې دَ اسلاميه کالج پيښور نه کړي ده اؤ بی۔ايس۔سی ئې ميکنيکل انجنئرنګ کښې پهٔ امتيازی حيثيت سره دَپيښور يونيورسټۍ نهٔ کړي ده ۔ پهٔ انجنیٔرنګ کښې دَ کمپيوټر په استعمال ئې تحقيق په جرمني کښې پهٔ کارلسروهے يونيورسټۍ کښې دَ مشهور پروفيسر شناک په سرپرستۍ کښې کړے دے۔نن سبا پهَٔ اټامک انرجی کميشن کښې دَ ډپټی چيف انجينئر پهٔ عهده کار کوي۔

دَ ملازمت پهٔ دوران کښې پهٔ يورپ اؤ امريکا کښې پهٔ علمی سيمينارونو اؤ تعليمی کانفرنسونو کښې شرکت کړے دے۔ پهٔ اسلام، سائنس اؤ دينی امورو ئې تحقيقی مقالې اؤ کتابونه لکه فهم الميراث، ميراث کا آسان حساب ،فهم الفلکيات،فهم الرياضي ،کشف هلال وغيره ليکلې دي۔دَ تصوف پهٔ ميدان کښې ئې زبدة التصوف ،تصوف کا خلاصہ ، فهم التصوف ليکلي دي ۔ دَ دې نه علاوه وبپاڼه tazkia.org هم دَدوی پهٔ سرپرستۍ کښې دَ خانقاه امداديه نه مستقل چليږي ۔ پهٔ خانقاه امداديه کښې شاه صيب روزانه پهٔ مختلفو موضوعاتو درس ورکوي اؤ پهٔ دې کښې دَ خالي په ورځ دَ مثنوي شريف درس هم کيږي کوم چې دَ طريقِ جذب ترجمان دے ۔

شاه صاحب دَ اسلام دَ افاقی اؤ ابدی پيغام دَ خورولو دپاره هره لار خپله کړے ده۔ دَ ليک لوست نه علاوه دَ شاه صاحب بله غټه کارنامه ځائے پهٔ ځائے دَ خانقاه ګانو جوړول دی۔ لکه پنډۍالله آباد، جهانګيره، سخاکوټ ملاکنډ ايجنسی، لاهور، فيصل آباد اؤ کراچۍ کښې ئې دا روحانی مرکزونه قائم کړی دی۔دلته نهٔ صرف دَ حال و قال محفلونه، دَ ذکر و اذکار مجلسونه، دَ روحانی تربيتونو اؤ تزکيه نفس غنډې کيږی بلکې دَ اسلامي تعليماتو دَ درس و تدريس موثرې اؤ معتبرې ادارې هم دی۔ الله تعالیٰ دې دَ علم و عرفان دا سر چينې دغه شان تل تر تله روانې اؤ تاندې لری۔ چې دَ سلوک اؤ معرفت دَ لارې تنده غری پرې دغه شان سيرابيږی۔ امين۔

نننۍ نړۍ خونړۍ ده۔، دَ ظلم اؤ بربريت ښکار ده۔، دَ سړی خورګۍ اؤ استحصال دَ لاسه انسانيت پهٔ اور کښې ولاړ دے۔ زياتی خورګۍ اؤ زورګيرۍ دَ دنيا امن تالا ترغه کړے دے ۔ قامونه دَ امن پهٔ تلاش کښې سرګردانه اؤ پريشانه دی ۔ انسان پهٔ رنګ رنګ زنځوريو کښې اخته اؤ بلاګانو کښې ګېر دے ۔ دَ زړهٔ دَ اطمينان پهٔ لټون کښې دے۔ پهٔ داسې حالاتو کښې دَ مينې، ورور ولۍ اؤ دَ امن پيغام دَ شريعت محمدیﷺ پهٔ پيروۍ کښې پټ دے ،۔دَ کوم دَ خبرونې دپاره چې شاه صاحب شپه اؤ ورځ لګيا دے کار کوی۔ الله تعالیٰ دې وکړی چې دَ سيد شبير احمد کاکا خيل دا ئې لوثه کوششونه دَ لوی الله پهٔ در کښې قبول شی چې دوی خپل مرام حاصل کړی۔ دا دې دَ دوی دپاره دَ دين دنيا توښه وګرځی۔ امين ۔ دا ګناه ګار اؤ پروفيسر سيد محمود ظفر دې هم پهٔ خپلو دعا ګانو کښې ياد لری۔تشکر کوم۔

پروفيسر مياں عنون الدین کاکا خیل

236 بی۔ شیخ ملتون مردان

18 اکتوبر ۲۰۱۳ بمطابق 13 ذوالحج 1434 ھ

سريزه

اَلْحَمْدُ ِﷲِ رَبِّ الْعٰلَمِینِِِِ۔اَلصَّلوٰۃُ وَ السَّلاَم ُ عَلیٰ خَاتَمِ النَّبِیینَ۔

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ۔بِسْمِ اﷲِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ

وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشدُّ حُبًّا لِلهِ ۔

دَ مؤمنانودَ الله تعالیٰ سره ډېر زيات محبت وي۔اؤ کهٔ نهٔ وي نو پکار ده چې وي ۔ پس هره هغه ذريعه چې دَ الله تعالیٰ دَ محبت ذريعه جوړيدے شي دَ هغې استعمال به ضروري وي ۔حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله پهٔ دين باندې دَ عمل نهٔ کولو دوه وجې ښئيلي دي ۔يو هغه چې دَ طبعيت نه اثر اخلي مثلاً دَشهواتو محبت ،پهٔ نمونځ کښې سستی اؤ زکوٰة نهٔ ورکول وغيره ۔دويمه وجه۔ ئې پهٔ عقل دَ ضرورت نه زيات انحصار بيان کړي ده۔ دَ ؤړومبۍ دَ تدارک دَ پاره نمونځ روژه اؤ زکوٰة فرض شوے دے اؤدَ دويمې دَ پاره حج دَ حج پهٔ اعمالو کهٔ څوک نظر واچوي نو پته به ورته ولګي چې پهٔ دې کښې هغه اعمال کولے شي پهٔ کوم کښې چې ئې مهاره عقل باندې انحصار مات کړے شوے دے يا پکښې الله تعالیٰ دَ خپلو محبوبانو اعمال ايښي دي،کومو چې دَ الله د محبت پهٔ لار کښې عقل نهٔ دے خرانډ کړے ۔يعني پهٔ نورو الفاظو کښې دَ عقل دَ فيصله کن کردار نفي ئې کړي ده۔دَدې نه دا مطلب بالکل نهٔ دي اخستل پکار چې شريعت دَ عقل حوصله شکني کوي ۔ بلکې شريعت خو دَ شريعت دَ پاره دَ عقل استعمال ډېر ښهٔ ګڼي ۔ البته الله تعالیٰ دَ محبت نه چې بالکل فارغ کوم خلق وي اؤ هغه دَ شريعت پهٔ کارونو کښې چې کوم مزاحمت کوي نو دَ هغوئي دَ داسې حرکتونو اصلاح ضروري شي۔دغې ته پهٔ عقل غير ضروري انحصار وئيلے شي۔دَدې تدارک د حج پهٔ ذريعه کولے شي۔

دَ الله تعالیٰ محبت سره سره دَ الله تعالیٰ دَ محبوبانو دَ محبت هم حکم دے ۔ لکه څنګه چې حضور ارشاد فرمائلي دي چې پهٔ تاسو کښې دَ چا ايمان تر هغې کامليدے نهٔ شي تر څو چې ما دَ خپل اولادنه ،دَ والدينو نه،بلکې دَ ټولو خلقو نه زيات محبوب ؤنهٔ ګڼي۔ اؤ حضرت عمر ؓ ته ئې فرمائيلي وو تر څو چې ما دَ خپل ځان نه هم زيات محبوب ونهٔ ګڼې تر هغې ستاسو ايمان کامليدے نهٔ شي۔پس مونږ ته دَ هغو طريقو ضرورت هم کيدے شي چې پهٔ هغو دَ الله تعا لیٰ دَ محبو بانو محبت نصيب شي۔ پهٔ دغه طريقو کښې نعت اؤ منقبت ته اوچت مقام حاصل دے۔پهٔ دې کتاب کښې کهٔ يو طرف دَ حج د سفر نامې اؤ دَ حمد بار ي تعالیٰ دَ الله تعالیٰ محبت پهٔ زړۂ کښې دَ پيدا کولو کوشش شوے دے نو بل طرف ته نعت شريف پهٔ ذريعه دَ حضور دَ محبت دَ پيدا کولو کوشش هم شوے دے۔چرته چرته چې دَ نفس دَ اصلاح څهٔ صورتونه مخې ته راغلي دي دَ هغو نه هم کار اخستے شوے دے۔يعني دَ نفس اصلاح چې پهٔ خپله دَ حبِ الهٰي يو سفر دے ، هغه هم خاص طور باندې شامل کړے شوے دے۔نو دا کتاب ان شاء الله يوه شاهراه ده چې پهٔ دې باندې سفر سره بنده خپل مطلوب محبت ته رسيدے شي۔دَدې پهٔ وجه دَدې نوم دَ الله پهٔ توکل دَ مينې شاهراه کيدو۔دَالله تعالیٰ نه غواړو چې دا کتاب اسم بامسمیٰ شي۔آمين۔

پهٔ دې کښې چونکې دَ مثنوي پهٔ طرز سفر نامه ليکلي شوي ده نو دَدې پهٔ مينځ کښې چې دَ غزل اؤ نظم پهٔ صورت کښې حمد يا نعتيه کلام راغلے دے نو دا دواړه د يو بل نه بيلولو دَ پاره د مثنوي صفحې ښي اؤ ګس طرف ته ترتيب وار ې ليکلي شوي دي اؤ غزلونه اؤ نظمونه دَ صفحو پهٔ مينځ کښې۔ وړومبے زمونږ دا اراده وه چې دې دَ پاره جدا جدا رنګ استعمال کړو خو پهٔ دې خرچ زيات راتلو چې دَ هغې پهٔ وجه دَ طالبينو پهٔ جيب دَ زيات خرچ راتلو امکان ؤ نو دا فيصله مو بدله کړه الله تعالیٰ دې زمونږ دا کوشش قبول کړي اؤ کوم مقصد د پاره چې دا هر څهٔ کيږي هغه مقصد دې الله تعالیٰ به درجه اتم پوره کړي۔ دَدې پهٔ ابتدا کښې دَ حج عاشقانه طريقې باندې دَ کولو طريقه ورکړي شوي ده۔

پهٔ دې کال کښې د حج پهٔ دوران کښې چې کوم کلام موزون شوے ؤ هغه مو هم پهٔ آخر کښې ورکړے دے۔دې کښې بعضي کلام هلته پهٔ اردو کښې موزون شوے ؤ خو دلته هغه کيفيات مونږه پهٔ پښتو کښې هم موزون کړلو هغه هم پهٔ دې کښې شامل دي۔

رسم الخط مو پهٔ دې کتاب کښې پهٔ 1990 کښې دَ باړه ګلۍ پهٔ غونډه کښې دَ ټاکلي شوي ترتيب مطابق استعمال کړے دے۔البته چې کومې فيصلې پهٔ دې کښې نهٔ وې شوي هغو کښې مو دَ افغانستان دَ فيصلو نه استفاده کړي ده پهٔ شرط دَ دې چې زمونږ مقامي صوتي اثراتو سره مخالفت نهٔ لري۔

سيد شبير احمد کاکاخيل

دَ حج عاشقانه طريقه

دوه ترتيبه ۔ دوه ترتيبونه دي يو رحماني بل شيطاني۔رحماني ترتيب کښې عقل پهٔ جذباتو قابو ساتي اؤ پهٔ عقل شريعت حاکم وي۔دَدې نه برعکس پهٔ شيطاني ترتيب کښې جذبات عقل متاثر کړي اؤ پهٔ آفاقي تعليماتو کښې يعني شريعت کښې پهٔ تاويلونو سره دَ نفس دَ غلطو خواهشاتو دفاع کوي لکه څنګه چې دَ هر څهٔ نه آزاده غير مسلمه معاشره کښې وي۔ پهٔ دې کښې نفساني خواهشات پهٔ عقل دومره غالب کړے شي چې عقل صرف دَهغو خواهشاتو پوره کالو دَ پاره دَ لارو معلومولو ته وقف شي۔حديث شريف کښې داسې خلقو ته بيوقوف وئيلے شي۔لکه څنګه چې ارشاد مبارک دے۔ الكيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت والعاجز من اتبع نفسه هواها وتمنى على الله الأماني (ترمذی)۔دَدې مفهوم څهٔ داسې دے چې عقلمند هغه دے کوم چې خپل نفس قابو کړي اؤ دَ آخرت دَ پاره کار ؤکړي اؤ بيوقوف هغه دے کوم چې خپل نفس پهٔ خواهشاتو پوره کولو ؤلګولو اؤ بيا هم دَخدایٔ نه دَ توئې نه بغير دَ مغفرت اميد ساتي۔دَدې نه دا معلومه شوه چې کوم عقل چې دَ جذباتو نه مغلوب شي اؤ دَ شريعت خلاف ورزي وکړي هغه عقل نه بلکې ئې عقلي ده۔دداسې بيوقوفیٔ اصلاح ډېره زياته ضروري ده ځکه چې دا دَ عقل پهٔ جامه کښې ده۔کوم چې شرعي فرائض دي پهٔ هغو کښې دَ نمونځ روح عبديت ، دَ روژې تقویٰ دَ زکوٰة دَ مال محبت کمول اؤ دَ حج روح دغه منفي عقل پهٔ مثبت عقل کښې بدلول دي اؤ د عشق الهٰي حصول دے۔شاعر دَ عقل ايماني اؤ عقل نفساني تجزيه کښې واییٔ۔

چې لهٔ نفس نه اثر اخلي نو دے عقلِ نفساني

لهٔ ايمان چې منور شي نو شي عقلِ ايماني

نفساني عقل محدود به څهٔ شي پوې ايماني باندې

هر يو کار دَ هغهٔ دۂ ته دے باعثِ حيراني

ايماني عقل تعلق دَ زړۂ سره لري نو ځکه

پکار دۂ ته هميشه وي چې کوم زړۂ وي نوراني

چې دَ نفس تقاضې کومې ئې مهاره دي دَ هغو

دباؤل پکار دي ، دې کښې شي حاصله آساني

بيا پهٔ عقل به دَ نفس څهٔ غلبه نهٔ وي پهٔ هيڅ کار کښې

پاتې نهٔ به شي پهٔ عقل بيا دَ نفس حکمراني

مطمٔن نفس زړۂ سليم ،ايماني عقل سره بيا

شي نصيب پهٔ زمکه باندې خلافت اؤ سلطاني

خدایٔ راضي عقبیٰ محفوظه دَ جنت لاره هم سمه

ايماني عقل شبيره دے يو تخت سليماني

دَدې برني تمهيد نه پس دَدې وضاحت ضروري دے چې الله تعالیٰ انسان دَ خپل ځان دَ پاره پيدا کړے دے اؤ نور مخلوق ئې دَ انسان دَ پاره۔ اؤ دَ انسان پهٔ جسم کښې زړۂ بادشاه دے، دَدې پهٔ وجه چې دَ انسان دَ جسم بادشاه کله دَ مالک الملک اؤ حقيقي شهنشاه خادم شي نو دا ټول جسم به دَ حقيقي بادشاه تابع شي يعني پهٔ شريعت باندې به پهٔ صحيح معنو کښې روان شي ګني نو بيا به پوره جسم کښې فساد راشي اؤ دَ جسم ټول اعضاء به دَ شريعت مخالف روان وي۔ لکه څنګه چې پهٔ حديث شريف کښې دا ارشاد مبارک دے۔

ألا وإنَّ في الجَسَدِ مُضْغَةً إذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الجَسَدُ كُلُّهُ، وَإذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ ألا وَهِي القَلْبُ ﴿رواہ البخاری۔

دَدې مفهوم دادے چې تاسو آګاه شیٔ چې بيشکه پهٔ دې جسم کښې دَ غوښې يوه ټوکړه ده کهٔ هغه ټيک وي نو ټول جسم به ټيک وي اؤ کهٔ هغه خرابه وي نو ټول جسم به خراب شي۔آګاه شیٔ دا ټکړه زړۂ دے۔

پهٔ قرآن پاک کښې دَ داسې خلقو تذکرې موجودې دي چې دَ چا پهٔ زړۂ کښې چې دَ الله تعالیٰ مينه موجزنه وه۔ پهٔ دې وجه چې کله هغویٔ پهٔ مختلفو موقعو وزمائيلے شو نو هغوی دَ خپلو نفسونو دَ خواهش خلاف دَ الله تعالیٰ پهٔ حکم لبيک ووې اؤ ابدي کاميابي ئې حاصله کړه۔ پهٔ دې کښې دَ بعضو نازؤلو قربانيانې نهٔ صرف چې الله تعالیٰ قبولې وفرمائلې بلکې هغه ئې دَ راتلونکو نسلونو دَ پاره نمونې وګرځولې۔دغه شان دَدوئ کړي کارونه دَ حج پهٔ موقع باندې کولے شي ۔چې خلقو ته پته ولګي چې دَ الله تعالیٰ محبوبانو دَ الله پهٔ محبت کښې څنګه خپل ځانونه اؤ هر څهٔ قربان کړل۔دَ آدم عليه السلام پهٔ عرفات کښې دَ حوا بي بي سره ملاقات، دَ هاجرې بي بي دَ خپل ځویٔ پهٔ محبت کښې منډې وهل ، پهٔ منیٰ کښې دَ اسمٰعيل عليه السلام قربان کولو دَ پاره بوتلل اؤ کله چې شيطان غلطولو نودَ هغهٔ هغه پهٔ کاڼيو ويشتل۔دا ټول کارونه دَ الله دومره خوښ شو چې دَ راتلونکو نسلونو د پاره ئې دَ هر حاجي دَ پاره داواجب وګرځول۔ دا خبره ياد ساتل پکار دي چې څوک دَ الله شي نو بيا دَ هغهٔ محبت دَ الله تعالیٰ محبت شي ۔مثلاً هاجره بي بي ۔پهٔ الله تعالیٰ باندې دَ بهروسې پهٔ وجه قبوله شوي وه نو منډه خو ئې وهله دَ خپل ځویٔ پهٔ مينه کښې ليکن الله تعالیٰ دا دَ خپل محبت پهٔ طور باندې واخسته۔

حج کښې هم دَ دغسې خلقو دَ محبت کارنامې ژوندیٔ کولے شي چې دَدې مثالونو پهٔ وجه دَ حج کولو واله دَ زړونو رخ بد ل شي۔دَدې پهٔ وجه پهٔ حج کښې دَ ليونتوب دا کارونه اؤ فدائيت دا دَ حج روح دے۔چې دَ چا پهٔ حج کښې دا روح نهٔ وي نو دَ هغهٔ حج ژوندے نهٔ وي۔بل طرف ته کهٔ دا روح پهٔ حج کښې نهٔ وي نو دَ حج کارونه بيا حاجي دَ پاره ډېر ګران شي ۔اؤ کهٔ داروح پکښې وي نو بيا حاجي دَ پاره دا کارونه نهٔ صرف چې ګران نهٔ وي بلکې پهٔ دې کښې ورته ډېره مزه اؤ کيف محسوسيږي۔دَ محبوب کور ته تلل اسان وي اؤ کهٔ ګران دا دَ عاشق نه تپوس وکړیٔ۔دَدې د پاره دَ حج زده کولو کښې دَدې روح اخستلو ډېر زيات خيال دې وساتلے شي نو صحيح حج به انشاء الله نصيب شي۔

نهٔ دے حج مګر دَ عشق دي منزلونه

چې الله ته کوم محبوب دي حرکتونه

چې پهٔ کومو مونږه جوړ شو عاشقان

حج کښې مونږ ته دي کول داسې کارونه

چې کوم عقل دې سره متفق نهٔ وي

مونږ هغه به لهٔ خپل ځان لرې کؤونه

ښهٔ ده دا چې مونږ پهٔ هغه کار لګيا شو

چې پهٔ کوم مونږ خپل محبوب خوشحالؤونه

څهٔ کول دي دا به څنګه معلوميږي

پهٔ دې باندي به خپل ځان مونږ خبرؤونه

دَ هغهٔ محبوب چې څهٔ راته ښئيلي

مونږ به ټيک پهٔ ټيک هم هغه خپلؤونه

طريقه دا دَ جنت نيغه ده لار دا

پهٔ دې تلل دي اے شبيره ځه چې ځونه

لهٔ کور نه روانيدل

دَ کور دَ ټولو ذمه دارییٔو نه دَ شريعت مطابق ځانونه فارغ کړیٔ اؤ دِ زړۂ دِ اخلاصه خپل ځان اؤ هر څهٔ الله ته وسپاریٔ۔ پهٔ هغهٔ بهروسه لریٔ اؤ دوه رکعته صلوٰة حاجت نمونځ وکړیٔ اؤ دَ سفر مسنو ن دعا سره دا مبارک سفر شروع کړیٔ۔

بهروسه باندي ستا، کور نه روانيږم

خپله ربه اوس زهٔ ستا حواله کيږم

پهٔ رګ رګ کښې زما مينه کړې پيوسته

خزانې دَ معرفت وته زېريږم

ګناه ګار يم سياه کار يم خطا کار يم

خو پہ فضل ستا پہ دې لاره ستنيږم

حج مقبول راته نصيب کړې پهٔ آسانه

ګران ئې نهٔ کړې زۂ کمزورے يم ويريږم

غواړم زه چې لهٔ دنيا ځنې هجرت کړم

بچ کړې ما لهٔ دې دنيا ګني غورزيږم

بس پهٔ زړۂ کښې مې يو ته وے دا مې شوق دے

دَ غير نهٔ شمه پهٔ دې باندې ژړيږم

قادر ربه ما عاجز شبير کړې داسې

چې هر وختې پهٔ سنت باندې چليږم

کهٔ کيدے شي نو دا شعرونه ووايَیٔ اؤ بيا لهٔ کور نه روان شیٔ ۔ستاسو دَ حج چې کوم ترتيب هم دے هغه به ئې تاسو ته ښودلے وي اؤ ظاهره ده چې هم هغه شان به کویٔ ليکن خپل زړۂ هر وخت الله تعالیٰ طرف ته متوجه ساتَیٔ ، يوې پر کيفې دعا سره چې اے الله زۂ روان شوے ستا پهٔ طلب کښې يم ليکن پهٔ دې کښې کاميابي خو ستا پهٔ لاس کښې ده ، پس ما خپل حقيقي اؤ ظاهري دواړو کاميابيو ته دَ خپل حبيب صلي الله عليه و سلم پهٔ طفيل ورَسے۔کهٔ تاسو حاجي کيمپ ته روان يَیٔ نو هلته دَ نورو کارونو سره دَ زړۂ فهمائش جاري ساتَیٔ۔

زړګيه ورځه مخکښې پهٔ دې لاره چې ورځې

پهٔ زړۂ کښې خيال ساته ئې څهٔ دَ پاره چې ورځې

سوچ مهٔ کوه پهٔ ټولو تکليفونو چې کو م دي

دَ زړه سره دې عقل هم وسپاره چې ورځې

اؤ کنه دا لاره هم دغه شان ده۔ پهٔ قدم قدم چيکنګ کيږي ليکن دا دَ نفعې سودا ده۔دَ چا دپاره چې دا هر څهٔ دي هغه دا ويني۔هوش قائم ساتل پکار دي اؤ جوش هم۔!

در کفے جام شريعت در کفے سنداں عشق

ہر ہوسناکے نداند جام و سنداں باختن

هر حاجي دَ خپل محبوب ميلمهٔ ګڼل پکار دي۔ کهٔ دَ هغهٔ خدمت څوک نهٔ شي کولے نو تکليف خو ورته نهٔ دي ورکول پکار۔لکه څنګه چې څوک دَ شيخ دَ اولاد ، دَ استاذ دَ اولاد پهٔ غلطيانو سترګې پټیٔ اؤ پهٔ زړۂ ئې نهٔ درنیٔ دغه شان دَ الله تعالیٰ دَدې ميلمنو دَ پاره ولې مونږ پهٔ خپل زړۂ کښې خيرے راولو۔ټول کارونه پهٔ حوصله اؤ پهٔ همت سره کول پکار دي۔انتظاماتو والا دَ محبوب دربانان ګڼل پکار دي اؤ دَدویٔ سپوره ستغه پهٔ روڼ تندي برداشت کول پکار دي۔

حق دے دَ محبوب کهٔ ازميښتل کوي

دوی کهٔ کښېنول کهٔ پاڅول کوي

دَغې دربانانو ۔دَ محبوب باندې

څهٔ دَ زړۂ آداب مونږ ښودل کوي

زۂ يمه کمزورے پهٔ اسانه دې

ما کړي خپل پهٔ دې کهٔ خپلول کوي

شوق نه يم مجبور ګني څهٔ شے يمه

زړۂ مې دَ کرم ورنه غوښتل کوي

بچ مې لهٔ دښمن کړې راسره چې دے

دے پهٔ دهوکه باندې غرقول کوي

زړۂ مې دَ هغهٔ ، ورته زۂ ګورمه

کله دے لهٔ ګوتې هم نيسل کوي

لارہ دَ جانان شبیرہ ونیسه

دا نشاندہی چې دَ منزل کوي

پهٔ ائرپورټ کهٔ ممکنه وي نو بهتره ده کهٔ لامبل نهٔ وي نو اودس دې وکړي اؤ دوه رکعته سنت احرام دې وکړي۔دې نه پس دې يو څادر نه لنګ ووهي اؤ بل څادر دې ځان سره کښيودے شي۔څهٔ وخت چې جهاز يو دوه ګهنټې مزل وکړي نو بيا دې هغه وخت قميص ؤباسي اؤ هغه بل څادر دې ځان نه تاؤ کړي۔دَدې دَ پاره چې کهٔ جهاز ليټ شي يا کينسل شي نو چې دَ احرام پابنديانې هيڅ ئې هيڅه خلق پهٔ ځان نه راولي۔ ځکه چې پهٔ دې کښې بيا دَ دم خطره وي اؤ بيا دا لوئے امتحان جوړ شي۔شيطان پهٔ دغه موقعه بيا دَ خلقو ايمان يا اعمالو ته نقصان رسوئ۔

ضروري دي لهٔ شيطان ځان بچ کول

هم خپل نفس پهٔ طريقه دي چلول

کهٔ لهٔ در ئې اساني مومې شبيره

دا نعمت دے دَدې زر دي خپلول

دَدې فائده به داوي چې کهٔ جهاز ته دَ ختو پهٔ وخت چې ائر هوسټسې اؤ سټيوارډز کومې خوشبودارې توليې دَ مسافرو پهٔ لاس کښې ورکوي نو لهٔ هغې به حفاظت ممکن شي ځکه چې دَ احرام پهٔ حالت خوشبوئی استعمالول منع دي۔

احرام دَ کور نه تړل مستحب اؤ دَ دم نه ځان بچ کول واجب دي ۔کهٔ پهٔ مستحبو اؤ واجبو کښې مقابله راشي نو واجب اخستل ضروري ګرځي۔

زۂ لهٔ لرې دَ محبوب کوم ديدار

لهٔ نزدې ئې ادبیٔ يمه هوښيار

بچ کيدل لهٔ ګناه ښه لهٔ مستحب دي

دَ محبوب چې دَ منشاء شم تابعدار

کله چې دوه ګهنټو نه زيات مزل پهٔ جهاز کښې وشي نو کهٔ اودس ئې وي نو دوه رکعته سنت احرام دې پهٔ سيټ باندې پهٔ ناسته وکړي۔ پهٔ نفلو کښې دَدې اجازت شته دے۔

چې ئې خوښ وي کوم يو کار پکار هغه دے

حقيقت کښې پهٔ شيطان ګزار هغه دے

پهٔ سورلۍ نفل پهٔ ناستي چې ثابت دي

نو پهٔ سيټ هم دي جائز چې کار هغه دے

دَ سنت احرام نه پس دَعمرې ، دَ صرف حج يا دَ حج اؤ دَ عمرې نيت تړلے شي، څنګه چه دَ چا اراده وي۔دَدې نه پس کم نه کم يو ځل تلبيه ويئل پکار دي۔

دَ کوم کار پهٔ اراده يمه روان

قابل نه يم خو دے فضل دَ سبحان

لبيک خولهٔ باندې پهٔ زړۂ کښې مې هغه دے

ګنهګار يمه هغه دے مهربان

پهٔ دې لار کښې زۂ ترې غواړمه بخښنه

زما نيت دې کړي قبول اؤ کار اسان

الله لوې دے اؤ دا کار هم ډېر عظيم دے

چرته نهٔ شم ئې ادبه پهٔ څهٔ شان

زړۂ کښې شوق لرم پهٔ ژبه دَ ستا نوم

شبير واییٔ کړې نصيب راته امان

دَدې نه پس دَ لبيک پهٔ ذريعه دَ محبوب پهٔ دربار کښې مسلسل حاضري لګول پکار دي۔آيا دَ يار پهٔ کوڅه کښې پهٔ اواز لګولو څوک ستړے کيږي۔نو مونږه دا غواړو چې مونږدې قبول شو اؤ دَدې دروازه محبوب صرف يوه ښئلي ده اؤ هغه دَ محبوب دَ محبوب محبوبه طريقه ده۔ دَدې دَ پاره به هر کار دَ محبوب پهٔ طريقه کول پکار دي۔

(1)۔څلورو وقفو سره تلبيه ويئل ۔

لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ ، إِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالمُلْكَ ، لا شَرِيكَ لَكَ ۔ (1)

دا ترتيب دې درې ځله تېر کړے شي ۔دې نه پس يو ځل درود شريف اؤ دَ دې نه پس دې بيا دعا وغواړي ۔کهٔ دا لاندينۍ دعا چاته ياده وي نو دادې ووايیٔ ځکه چې دا مسنونه دعا ده۔

اللّٰھم انی اسئلک رضاک و الجنۃ و نعوذ بک من غضبک و النار۔

حاجيان صاحبان چې دا پهٔ جمع باندې تلبيه واییٔ دا مسنونه طريقه نهٔ ده۔ تلبيه انفرادي وئيل پکار دي۔البته تعليم د پاره پهٔ جمه وئيل هم ټيک دي۔

پهٔ جده کښې انتظار

جده چې دَ سعودي عرب بين الاقوامي ائر پورټ دے ، پهٔ دې کښې چونکې ډېر کارونه کيدل وي نو کافي ډېر انتطار پکښې کول پريوځي۔هلته دَ ايميګريشن ، دَ سامان دَ چيکنګ ، دَمکتب دَ بسونو حاصلولو وغيره باندې ډېر وخت لګي۔پردے ملک ،پردۍ ژبه اؤ بيا رش ۔دَدې ټولو سره دَ هر حاجي چې دَ اکثرو پکښې دا ؤړومبۍ تجربه وي واسطه راځي۔دَصوفي دَ پاره خو دا برداشت کول څه غټه خبره نهٔ وي ځکه چې

ذکر اسان کړي دَ ذاکر انتظار

پوې وي عقبیٰ کښې به مې دا شي پکار

(1) ولیسن الوقف فی المواقع۔اربعہ۔ معارف السنن ج ۶ ص ۳۰ ایچ ایم سعید

مجاهده ګنلے شي دَ اصلاح

يو ذريعه ځکه اسان شي دا کار

ليکن باقي حاجيان چې دَ عشق پهٔ سفر روان دي ، هغوی به دَ دوئ نه ولې وروستو ځي ، هغوی به هم دَ حال پهٔ ژبه ګويا وي۔

کهٔ خپل يار تهٔ وي مطلوب مې انتظار

انتظار به کړم دَ خپلې غاړې هار

مونږ وتلي يو دَ يار پخلا کيدو تهٔ

وي دې خَير هره يوه کوڅه دَ يار

زه دَ يار پهٔ مينه مست خانه بدوش يم

زه هر څهٔ وته په دې کښې يم تيار

دوه څادره دَ کفن مې اغوستلي

غواړم زه چې لهٔ محبوب خپل شمه زار

چې کوم کور دے منسوب شوے مې جانان ته

ترې چکرې ووهم پروانه وار

پهٔ دې باندې به دا نفس خپل پرزومه

ګني دا به شي بيا شتر ئې مهار

پهٔ مکه مکرمه کښې داخله

مکه مکرمه دَ عظمتونو ښار، دَ الله تعالیٰ دَ نښو ښار،دَ بيت الله ښار چرته چې دَ حضور وړوکوالے تېر شوے دے ، چرته چې اسماعيل عليه السلام دَ شودو رؤلو وخت کښې دَ مور سره دَ الله تعالیٰ پهٔ بهروسه پريښولے شوے وو،۔چرته کښې چې هاجرې بي بي دَ قافلې پهٔ تلاش کښې منډې ووهلې چې دَ خپل ماشوم ځوي دَ پاره اوبه تلاش کړي۔دا کار دَ الله تعالیٰ دومره خوښ شو چې باقي پاتې دنيا دَ پاره ئې پهٔ حج اؤ عمره کښې دا واجب ؤګرځولو۔دې ښار کښې دَ داخلې پهٔ وخت دَدې دَ مينې نه زړۂ ډک پکار دے۔

حاضری راته نصيب شوه دَ محبوب دربار کښې نن

چې حاضردَ خدایٔ پهٔ فضل يم پهٔ دې لويیٔ ښار کښې نن

اوس توفيق دَ ادب هم راته نصيب کړې لويه ربه

لرې نهٔ شمه لهٔ ستا نه چې پهٔ دغه کار کښې نن

اؤ جي دا عجيبه ښار دے۔دلته دَهرې نيکیٔ اجر يو پهٔ لَک دے۔ دغه شان ګناه هم پهٔ لَک چنده ليکلے شي۔نادانه خو دَ نيکیٔ پهٔ لک چنده مست ګرځي اؤ پوې خلق دَ ګناه دَ لک چنده کيدو پهٔ تراره وي۔حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه به هم نمونځ پهٔ حدودِ حرم کښې کولو اؤ رهائش ئې دَ حدود حرم نه بهر وو۔دغې ته فقاهت وئيلے شي۔الله تعالیٰ دې مونږ ته هم دا نصيب کړي۔

وړومبے نظر

آه! اوس پهٔ بيت الله شريف زمونږ نظر پريوتو والا دے۔دَ دعاګانو دَ قبوليت وخت رانزدې شهٔ۔هوښيار ! خبردار! نهٔ وخت ضائع کول دي،نهٔ موقع۔څهٔ داسې مناسب ځائے کښې ودريدل پکار دي چې کهٔ څوک راشي نو چې دَ خانه کعبې دَ پاره حائل نهٔ شي ۔چې دَ ډېرو دعاګانو موقع حاصله شي۔کم نه کم دا دعاګانې خو ضرور غوښتل پکار دي۔

اے الله حسنِ خاتمه راته نصيب کړې۔اے الله ايمان کامل راته نصيب کړې۔اے الله ماته اؤ دَ حضورﷺ پوره امت ته هدايت نصيب کړې۔

اے الله ما مستجاب الدعوات جو ړ کړې۔

کهٔ دغه وخت زۂ فقير هم چاته ياد شم نو زما خوش قسمتي به وي۔ما دَ پاره خو دا دعا دې وغواړي۔چې الله تعالیٰ ما صرف دَ ځان کړي دَ بل چا نه۔

ګنهګار يم معافي تهٔ مګر راکړې

چې کعبه پرې وينم داسې نظر راکړې

پهٔ ما باندې دَ کرم نظر تهٔ وکړې

ډک دَ مينې زړګے تهٔ برابر راکړې

ستا دَ غير دَ تعلق نه هميش بچ شم

چې دَ ستا شم داسې آه دَ سحر راکړې

وي پهٔ ژبه مې ستا نوم ، زړۂ کښې قرآن اؤ

تعلق راته هر وخت دَ خپل در راکړې

رانه هېر نهٔ شي قرآن اؤ نهٔ تا هېر کړم

پهٔ دعوت کښې زما ښکلے اثر راکړې

الهٰي شبير واصل کړې پهٔ خپل فضل

نظر پاک راکړې اؤ زړۂ باخبر راکړې

دَ الله دَ کور طواف

چا چې دَ عمرې يا دَ حج قران نيت کړے وي نوهغوی ته اوس دَ عمرې طواف کول دي اؤ کهٔ دَ حج افراد نيت ئې کړے وي نو طواف قدوم به ورته کول وي۔ خوش قسمته دي هغوی چې اوس به دَ الله دَ کور طواف کوي۔ دا دَ شکر ځائے دے۔ دَ کعبې دَ عظمت خيال پهٔ زړۂ کښې ساتل پکار دي اؤ حجر اسود طرف ته تلل دي۔دَخپل څادريو طرف دَ ښي ترخ نه لاندې تېر ول اؤ پهٔ بله اوږه باندې یٔی اچول دي۔دې ته اضطباع وئيلے شي۔دا حالت به دَ طواف تر اخره جاري وي۔دَ حجر اسود مخې ته دَ راتلو نه مخکښې دَ طواف نيت کول پکار دي پهٔ دې الفاظو چې زۂ دَ طواف دَ اؤو چکرو نيت کوم۔ اے الله ته ئې قبول کړې اؤ اسان ئې کړې۔

الله اکبر و لِلهِ الحمد ويئلو نه پس،لاسونه دې لاندې وغورزولے شي۔دا ګويا دَ طواف تکبير تحريمه وشهٔ ۔اوس به دَ حجر اسود استلام کول وي۔دې دَ پاره دَ حجر اسود مخې ته راتلل پکار دي۔پکار خو داوه چې چپي ترنه اخستے شوے وے خو چونکې پهٔ حجر اسود خوشبویٔی لګيدلي وي اؤ هغه دَ احرام پهٔ حالت کښې منع ده۔ ولې نه؟

دي آداب دَ عشق بدل اؤ آداب دَ هوش بدل

ليونتوب چې وي پهٔ څهٔ کښې راولي بيا جوش بدل

خوشبویٔ لګول سنت دي دلفريب اؤ مزيدار

خو دَ عشق پهٔ ميدان کښې، دي کول جام نوش بدل

ستادَ پاره دَ عشاقو بل نظام دے دلفريب

دَ سنت نه هم ثابت دے دغه جوش خروش بدل

دوه څادره چې پهٔ غاړه تا اغوستي دلته کښې دي

داپهٔ شانې دَ کفن دي دے دَ مينې پوش بدل

دَ محبوب چې دي محبوئې طريقې شبيره واخله

دے طريق طريق دَ مينې دَ عاشق دَ دوش بدل

دَ استلام دَ پاره دَ اشارې اجازت دے۔خپل دواړه لاسونه پهٔ داسې طريقه ځان ته مخکښې نيسل پکار دي۔چې ګويا دا لاسونه دَ حجر اسود دَ پاسه کيښودلے شوي دی۔اوس دا لاسونه ښکلول دي اؤ ښي طرف ته تاويدل دي۔دې سره طواف شروع شو۔ليکن دَ عمرې دَ طواف پهٔ ؤړومبينی درې چکرو کښې رمل هم کولے شي ځکه چې دې نه پس سعي ده ۔کهٔ چا طواف قدوم کړے وي اؤ ورپسې ئې دَ سعي اراده وي نو بيا به هم رمل کوي۔دَ رمل مطلب دادے چې پهٔ دې کښې لاسونو اؤ پښې پهٔ زور اؤ جټکې سره مخکښې کولے شي۔

زړۂ زما دې ډک دَ مينې شي اؤ صاف

خدايه زه چې اوس کومه دا طواف

پتنګان لهٔ شمعې څنګه چې چورليږی

داسې زهٔ شم ترې ونهٔ کړم انحراف

دَ طواف دوران کښې خانه کعبې ته کتل مکروه دي ولې؟

ستا عظمت مې دے پهٔ زړۂ کښې، دَکعبې هم

زړۂ مې غواړي چې ئې وکړم نظارې هم

خو مکروه دي په طواف کښې کتل دې ته

کهٔ بهر لهٔ عقله دي دا مسٔلې هم

بس منل کړه کهٔ مطلب دې محبت وي

کهٔ نسبت څهٔ وشي ورځې ته دَ شپې هم

صحابؤ کړے رمل مونږ ئې هم کؤو

پهٔ تيزۍ لاس خوزؤو ورسره پښې هم

دَ جمات احترام شته خو حکم دادے

محبت کښې به منې دا طريقې هم

عقلِ خام عقلِ اصلي دپاره مات کړه

اے شبيره ورسره دې فلسفې هم

اضطباع به پهٔ اؤو واړو چکرو کښې جاري ساتل وي اؤ دَ هر چکر ابتدا به دَ استلام نهٔ کيږي۔دغه شان به اؤو چکرې پوره شي۔ طواف کښې به ټول اتهٔ استلامونه شي۔دَدې نه پس به دوه رکعته واجب الطواف نمونځ کول وي۔ چونکې لا احرام جاري دے۔پهٔ دې وجه به سرتور سر نمونځ کول وي۔دَ مشرانو مخکښې سرتور سر ګرځيدل ئې ادبي ده اؤ دلته دَ ټولو نه لوئے يعنې دَ الله مخکښې سر تور سر نمونځ کول لازمي دي ځکه چې دا دلته عاشقانه انداز دے۔هر کله چې دَ محبوبِ حقيقي دغه انداز خوښ دے نو مونږ ته هم پکار دي چې دا خوښ کړو۔

څهٔ ټيک دي څهٔ غلط دي پهٔ دې باندې څهٔ پوهيږم

محبوب ته چې مطلوب دي بس پهٔ هغه خوشحاليږم

عاشق ته لهٔ محبوب دَ خوښې څهٔ بل ښهٔ کيدے شي پهٔ زړۂ کښې مې محبوب دے دَ هغهٔ پهٔ ګفت چليږم

وينا چې دَ محبوب ده ، غوره ده مې لهٔ کتلو

پهٔ خپله پهٔ ليدلو باندې نهٔ مطمٔن کيږم

شيطان پهٔ خپلو سترګو اعتبار وکړلو مردود شو

مردود چرته مانهٔ کړي زه پهٔ دغه خو ويريږم

پهٔ زړۂ کښې مې۔دَ يار تصوير موجود دے چې ئې ؤګورم

هر حال کښې هر صورت کښې هم هغهٔ وته ښکاريږم

کثرت نه چې وحدت طرف ته راغلم زهٔ شبيره

دے يو زړۂ کښې زما ، بس لهٔ هغهٔ ځنې ځاريږم

واجب الطواف

چې طواف کله پوره شي نو دَدې پهٔ شکرانه کښې دوه رکعته واجب الطواف نمونځ کول واجب دی۔دَدې مقام ابراهيم سره خواؤشا کول سنت دی خو خلقو ته تکليف چونکې ورکول جائز نهٔ دی دَدې پهٔ وجه چې حرم شريف کښې چې کوم ځائےهم ملاؤ شو نو هلته کيدے شي۔

چې اعمال کو م مستحب دی نو کول ئي دي بهتر

هم ترتيب دَدې اعمالو ساته زړۂ کښې برابر

دَ واجب کهٔ مستحب شو مقابل نو بيائې پريږده

دا اصول دے اؤ دَفقهې غټ قانون دے معتبر

دَدې نه پس دَ الله تعالیٰ شکر کول پکار دي چې الله تعالیٰ مو عمره نصيب کړه۔دَ دې نمونځ نه پس دَ راتلونکو اعمالو دَ اسانۍ اؤ قبوليت دَ پاره دعا کول پکار دي۔

دَ زمزم اوبهٔ څښل

کهٔ روژه نهٔ وي نو دَ زمزم اوبه څښلو اؤ پهٔ ملتزم شريف حاضریٔ کښې اختيار دے چې کوم اول څوک کوي اؤ کوم وروستو۔ نن سبا چونکې دَ زمزم کوهي ته رسيدل ممکن نهٔ دي نو حرم کښې چې کوم ځائے نه دَ زمزم اوبه څښل څوک غواړي نو څښلے شي ۔دَدې معجزاتي اوبو نه ښهٔ لطف اخستل پکار دي۔ولې نه؟ دا دَ الله تعالیٰ ميلمستيا ده۔دَدې اوبو يوې يوې قطرې ته پهٔ خپل وطن کښې خلق ترسکيږي اؤ دلته ما شاء الله دومره وافرې دي نو ښه پهٔ مړه خيټه ئې څښل پکار دي۔ دَ زمزم دَ اوبو دَ څښلو دعا داده

اللّٰھمَّ اِنِّی اَسئَلُکَ عِلمًا نَافِعًا، وَ رِزقًا وَاسِعًا، وَ شِفَاءًمِن کُلِّ داء

اے الله! تانه سوال دَ هغه علم چې نفع رسوي ، دَ وسيع رزق ااؤ دَ هر تکليف نه دَ شفاء ۔

دَ زمزم اوبه جدا دي داخو ډېرې څښلے کيږي

دَ ايمان دا علامت دے کهٔ پهٔ دې څوک نهٔ مړيږي

کوم جائز مقصد دَپاره چې ئې څښل غواړې دا ؤڅښه

چې يقين دَ چا راسخ وي نو مقصد پرې حاصليږي

خدايه ما ته شفا راکړې هر مرض نهٔ چې زه جوړ شم

هم لهٔ تندې نه دَ حشر چې مې زړۂ ترينه ويريږي

اے الله امان تهٔ ورکړې خپل ديدار ورته نصيب کړې

د شبير دَ غم نه ډکې سترګې مخ باندې بهيږي

پهٔ ملتزم شريف حاضري اؤ دعا

دَ زمزم اوبه چې وڅښلے شي نو کهٔ ممکنه وي نو ملتزم شريف باندې حاضر ي پکار ده۔دَ حجر اسود اؤ دَ خانه کعبې دَ دروازې پهٔ مينځ کښې چې کوم ځائے دے ، هغې ته ملتزم شريف ويئلے شي۔ پهٔ دې هم خوشبوئی لګيدلي وي نو ورته پهٔ داسې طريقه بنده نزدې ورتلے شي چې خو شبوئې پهٔ جسم ونهٔ لګي البته کهٔ څوک پهٔ احرام کښې نهٔ وي نو بيا خو دې ورسره غاړه ملاؤ کړي پهٔ شرط ددې چې چا ته تکليف ونهٔ رسیٔ۔ نو ملتزم شريف ته مخ کول اؤ دعا کول پکار دي۔دا دَعاګانو دَ قبوليت خاص ځائے دے۔ دلته دعا ګانې کول پکار دي اؤ کهٔ زهٔ عاجز چا ياد کړم نو ډېره مهرباني به وي چې د دعاګانو ډېر محتاج يم۔

دعاغواړه پهٔ دې ځائے دعا قبليږي

ملتزم دے مرادونه حاصليږي

دَ رحمت پهٔ سمندر کښې زړۂ ور ډوب کړه

واخله واخله رحمتونه نازليږي

پهٔ اياک نعبدُ باندې مشغول یٔی

ستا اياک نستعين څنګه هېريږي

اهدنا الصراط المستقيم هم وايه

لاره نيغه پهٔ اسانه ملاويږي

دَ انعمتَ عليهم لار پهٔ زړۂ غواړه

دَ الله پهٔ فضل دلته نصيب کيږي

دَ مغضوب عليهم اؤ دَ ضآلين لار

نه پناه غواړه شبيره وخت تېريږي

دَ صفا مروه منډه

دَ صفا مروه مينځ کښې اؤو منډې وهل پهٔ هر عمره کؤنکي اؤ حج کؤنکي واجب دي۔اوس دَدې تکل کول دي۔ دَدې دپاره اول دَ حجر اسود نهم استلام کول دي۔ اؤ بيا صفا طرف ته تلل دي۔چې کله دَ صفا پهٔ غونډۍ دومره ؤچت بنده وخيژي چې بنده ته دَ هغه ځائے نه۔خانه کعبه پهٔ نظر راځي نو هلته اول کهٔ موقع وي نو دا ويیٔل پکار دي ۔

َللّٰھُمَّ اِنِّی اُرِیدُ السَّعیَ بَینَ الصَّفَا وَ المَروۃَ سَبعۃ اَشوَاطٍ لِوَجھِکَ الکَرِیمِ ، فَیَسِّرہ لِی وَ تَقَبَّلہُ مِنِّی دَ دې نه پس دَ صفا مروه دَ اؤو چکرو نيت کولے شي۔ چې اے الله زۂ دَ صفا مروه دَ اؤو چکرو نيت کوم ته ئې راته اسانې کړې اؤ قبولې ئې کړې۔بيا الله اکبر ويئلو سره لاسونه دَ تکبير تحريمې پهٔ شان وچتول دي۔بيا دعا دَپاره لاس اوچت وچتول اؤ دعا کول پکار دي۔دومره وخت چې تقريباً پکښې پنځويشت آيتونه دَ قرآن پاک ولوستلے شي۔ دَدې نه پس پهٔ خپل مناسب رفتار ذکر کولو سره مروه طرف ته روانيدل دي۔

شعایٔر دي دَ الله صفا مروه

دَ الله دَ محبت يو نظاره

هاجره چې شوہ خبر چې خدایٔ دا غواړي

دَ يواځې فکر نهٔ ؤ ورسره

وسيدل ئې کړل قبول هلته يواځې

دَ الله پهٔ توکل اؤ بهروسه

دَ مور مينه خو ژوندیٔ وه ، شوه پهٔ منډو

اسمٰعيل چې تړقيدو پهٔ دې صحرا

دَ اوبو درک دپاره سر پهٔ منډو

دَ غونډيو مينځ کښې وه بيا هاجره

پهٔ دې منډو کښې ئېٔ نظر به پهٔ ماشوم ؤ

چې ظاهره شوه ناساپهٔ معجزه

دَ ما شوم پښو نه اوبه شولې روانې

هاجرې چې دَدې وکړه تماشا

دې اوبو ته ئې لهٔ شګو خرنډان جوړ کړل

دَ زم زم الفاظ راتلل ئې هم پهٔ خولهٔ

دا اوبه دَ زم زم شوې عطا لهٔ خدایٔ نه

جوړيدله به چې دلته کښې کعبه

لهٔ اول مجاهده ترې نه مطلوب وه

ورپسې شوه عنايت مشاهده

رب قبولې ئې پهٔ دې شان کړې دغه منډې

معتمر اؤ پهٔ حاجي دي لازم دا

دوي به منډې دغه شانې وهي دلته

دي واجب اوس عمره حج کښې هميشه

الله ډېر دے قدردان پرې اوس قربان شه

قرباني ضایٔع کوي نه دَ هيچا

هر څهٔ ځار کړه لهٔ خپل رب نه اے شبيره

چې باقي شي ګني شي به دا فنا

پہ صفا مروہ کښې چې کله هغه ځائے راشي چرته کښې چې شنې رڼاګانې شروع کيږي نو هغه ځائے کښې مينځني رفتار سره منډه وهل پکار دي اؤ چې دويم ځل شنې رڼاګانې راشي نو بيا منډه ختمول پکار دي۔ دَ منډې دوران کښې دا دعا ويئل پکار دي۔

رَبِّ اغفِر ،وَ ارحَم،اَنتَ الاعزُّ الاکرَم

مخکښې به مروه غنډۍ راشي۔هلته هم قبلې طرف ته دې مخ وي اؤ دعا کول پکار دي۔ يو چکر مکمل شو اوس دَ مروه غنډۍ نه صفا غنډۍ ته تلل دي اؤ دا چکر به هم دَ مخکښې پهٔ شان ختم شي اؤدَ شنو رڼاګانو مينځ کښې منډه يادساتل پکار دي۔ دغه شان بيا مروه ته، بيا صفا ته، بيا مروه ته، بيا صفا ته، اؤ بيا مروه ته چکرې لګول دي چې اؤو چکرې ختمې شي نو عمره ختم شوه۔ پهٔ مطاف کښې دوه رکعته پهٔ اخر کښې ادا کول مستحب دي کهٔ مکروه وخت نهٔ وي هله۔

حلق کول

کهٔ دَ چا حج تمتع وي نو هغه دې خپل سر وخریٔ اؤ خپل احرام دې خلاص کړي اؤ قِران والا به دَ حج انتظار کوي۔دَ حلق پهٔ ځائے قصر هم کيدے شي خو دَ قصر طريقه داده چې سر دَ څلورمې حصې پهٔ قدر ويښتهٔ د ې پهٔ قينچۍ دَ ګوتې دَ دريمې حصې وږودوالي مطابق واخستے شي۔دادَ عشق سفر دے ۔دَ عشق تقاضا داده چې بنده دې ټول ويښتهٔ پهٔ پاکیٔ سره کټ کړي ځکه چې حضور ټول ويښتهٔ کټ کړي وو اؤ دَ حلق کؤنکو دَ پاره ئې درې ځله اؤ دَ قصر کؤنکو دَ پاره ئې يو ځل دعا کړي ده۔فرق معلوم دے۔خَير کهٔ چا پهٔ صحيح طريقه قصر وکړو نو هغه هم غنيمت دے ګني کهٔ حنفي کس يو څو ويښتهٔ کټ کړل اؤ دا ئې قصر ؤګڼلو نو دا خبره خطر ناکه ده ولې نه؟

خپلې زلفي محبوب کټ کړې ، دې کښې دا۔چې۔شي ښودلے

چې دَعشق پهٔ عبادت کښې۔عاشق څهٔ څهٔ شي۔کولے

کهٔ ويښتهٔ دَ چا خپل خوښ وي لهٔ محبوب دَ حکم۔هم ډېر

نو هغهٔ ته څوک دې وخت کښې عاشق څنګه شي۔ويیٔلے

ټيک ده قصر هم صحيح دے۔دَ مسلک کهٔ مطابق وي

مسلک څو ويښتو دَ پاره زړۂ نه۔څوک شي غورزَولے

کهٔ دَ نفس خواهش غالب شي اؤ مسلک خپل پريږدي دلته

دَ دنيا پهٔ محبت به بيا۔ دے ښه شي ولړلے

نفس پهٔ عقل تهٔ مغلوب کړه عقل بيا پهٔ شريعت تهٔ

اے شبيره پهٔ دې لار کښې ځان پهٔ دغه شي ګټلے

دَ حج تيارے اؤ انتظار

اتم دَ ذي الحجې نه دَ حج ارکان شروع کيږي ۔ پهٔ اتم ذي الحجې دَ نمر د ختو نه پس دَ احرام پهٔ حالت کښې منیٰ ته روانيدل سنت دي۔کهٔ حج تمتع دَ چا وي نو هغه احرام مکه مکرمه کښې هر ځائے کښې تړلے شي۔ البته پهٔ حرم شريف کښې ئې تړل افضل دي۔يو نفلي طواف دې وکړي اؤ پهٔ پټ سر دې دوه رکعته نمونځ دَ سنتِ احرام پهٔ نيت وکړي۔ بيا دې سر بربنډ کړي اؤ دَ حج نيت دې وکړي، اَللّٰھُمَّ اِنِّی اُرِیدُ الحَجَّ فَیَسِّرہُ لِی وَ تَقَبَّلہُ مِنِّی لَبیکَ اَللّٰھُمَّ لبّیک لبَّیک لا شَرِیکَ لَکَ لبَّّیک، اِنَّ الحَمدَ وَ النِّعمۃ لَکَ وَ المُلکَ، لا شَرِیکَ لَکَ

چې اے الله زۂ نيت کوم دَ حج ته ئې قبول کړې اؤ راته ئې اسان کړې ، بيا دې تلبيه ووايیٔ بس احرام شروع شو دَ احرام پابنديانې هم شروع شوې۔ ۔حج يو ګران عبادت دے خو عشق دا ډېر اسان کړي ځکه چې دا دَ عشق سفر دے۔عاشقان خو ګويا داسې وايیٔ۔!

دَ حج مزې مزې خو دي تکليف ئې لهٔ څهٔ کم نهٔ دے

عاشق ونهٔ څښي دغه،دغه غم خو داسې غم نهٔ دے

محبوب مونږه چيړل غواړي اؤ دائې اداګانې دي

تاويږه لهٔ حرم ځنې خو دا ګورې صنم نهٔ دے

لازمې اداګانې دَ عشاقو ئې پهٔ عشاقو کړې

پوهيږي پرې عاشق صرف ، داهسې زېر وبم نهٔ دے

چې ګرانې فاصلې وې نو دَ رش نه خلق خلاص وو بيا

سفر کهٔ شو اسان نو رش ئې هم څهٔ سره سم نهٔ دے

پهٔ خدایٔ ئې چې بهروسه وکړه څهٔ جوړ لهٔ هاجرې نه شو

ضائع کهٔ ورته ګورې دَ هغې هيڅ يو قدم نهٔ دے

پلار هغه چې حليم دے اؤپهٔ ځویٔ ډېر مهربان دے

دَ ځویٔ ذبح کؤو کښې څهٔ حایٔل ورته شرم نهٔ دے

ديکې کهٔ خورې نو خوره دلته سفر دَعشق شبيره دے

غم نهٔ دے ، خوشحالي ده ، پيرزوينه ده، ستم نهٔ دے

منیٰ ته روانيدل

پهٔ اتم دَ ذي الحجې تاسو ته منیٰ ته تلل دي۔ پهٔ منیٰ کښې نور هيڅ هم نهٔ دي کول صرف دَ ماسپښين ،مازيګر ،ماښام ،ماسخوتن اؤ د راتلونکي سحر نمونځ کول دي۔نن نه دَ نفساني عقل اؤ دَ ايماني عقل مقابله شروع کيدونکي ده۔ پهٔ دې کښې به ګټه پهٔ استقامت کيږي ۔کوم دښمن چې اسماعيل عليه السلام دَ خپل پلار مقابلې ته لمسولو هغه نن هم موجود دے اؤ دَهغهٔ پهٔ زړۂ کښې زمونږ دَ پاره ډېره کينه ده۔هغه به پهٔ يو يو قدم پهٔ زړونو کښې وسوسې اچوي ليکن دَهغې جواب به عاشق پهٔ زبانِ حال داسې ورکوي۔

زړګيه نن کوڅهٔ کښې دَ عشق تللو ته ورځه

منیٰ ته دَ محبوب پٔخلا کولو ته ورځه

ټول هر څهٔ دې قربان وي پهٔ محبوب زما هميش
سر توره ليونتوب نن خپل ښيئلو ته ورځه

خليل کومه کوڅهٔ کښې چې خپل ځویٔ قربانولو

خپل نفس وته نن هغه ځائے ښودلو ته ورځه

ډېره نن لګول دي تاته کوم ځائے کښې لږغور وکړه

پهٔ لاره دَ فنا قدم کيښولو ته ورځه

جامې دَ عاشقانو اچولي تا دي نن چې

شبيره دغه حال نن خپلولو ته ورځه

عرفات ته روانيدل

پهٔ نهم دَ ذي الحجې دَ نمر ختلو نه پس عرفات ته روانيدل دي۔ نن دَ مغفرت ورځ ده، يومِ عرفه ده۔ دَمسٔلې مطابق نن دَ سحر دَ نمونځ نه پس تکبيرونه هم شروع شو اؤ دَ زوال نه پس به دَ عرفات دَ وقوف وخت شروع کيږي ۔نن زوال نه پس اؤ دَ راتلونکي سبا صادق نه مخکښې کهٔ دَ حج نيت سره څوک پهٔ عرفات کښې دَ يوې لمحې دَ پاره هم پهٔ عرفات کښې داخل شو نو هغه حاجي شهٔ ځکه چې دا دَحج رکنِ اعظم دے۔دَدې دَ فوت کيدو هيڅ تلافي نشته ځکه دغه دوران دا خبره يقيني کول لازمي دي چې بنده دې دې دوران کښې عرفات ته حاضري وکړي۔ البته کهٔ پهٔ دغه ورځ دَ دم نه دَ بچ کيدو دَ پاره دا هم ضروري دي چې دَ نمر دَ ډوبيدو پهٔ وخت کښې دې بنده پهٔ عرفات کښې دننه وي۔چونکې نن نه تکبيرونه شروع شوي دي۔ پهٔ دې وجه هر فرض نه پس تکبيرات تشريق ويئل واجب دي اَللّٰہُ اکبَر اَللّٰہُ اکبَر، لااِلٰہَ الاّ اللّٰہُ وَ اَللّٰہُ اکبَر، اَللّٰہُ اکبَر وَ لِلّٰہِ الحَمد۔ اؤ ورسره تلبيه ويئل هم پکار دي ځکه چې دا اوس دَ حاجي داسې ترانه ده چې دے به ئې پهٔ هر حالت کښې دَ غټ شيطان تر ويشتو پورې وايی۔دې نه پس به صرف تکبيرات تشريق جاري وي۔

تلل دي تاته نن کوم ځائے ته مستانه

دَ رحمت يوه عظيمه خزانه

پهٔ قدم قدم نن څهٔ به ملاويږي

ده دَ رب دَ مغفرت يو بهانه

پهٔ نن ورځ به شيطان څومره خوار ؤ زار وي

زړۂ ئې نن کړه پهٔ عمل خپل نشانه

خلق څومره لرې لرې نه راغلي

ده پهٔ خولهٔ ئې دَ لبيک يو ترانه

راسره نشته دے څهٔ چې ورته پيش کړو

ده قبوله نن ادا عاشقانه

دَ محشر پهٔ دې منظر کښې اے شبيره

لاره خپله کړه نن ځان ته جانانه

نن سبا دا زياته بهتره ده چې دَ ماسپښين اؤ دَ مازيګر نمونځ پهٔ خپل خپل وخت کښې پهٔ خپله خيمه کښې ادا کړے شي۔دَ زوال دَ وخت نه دَ وقوف وخت شروع شي ۔ځکه دَ مسپښين نمونځ ادا کولو سره وقوف شروع کول پکار دي۔دَ سوري نه پهٔ نمر کښې وقوف بهتر دے خو دَ صحت دَ خيال ساتلو سره۔هسې نه چې دَ مستحب پهٔ شوق کښې واجب خطره کښې شي۔کهٔ ممکنه وي نو دَوقوف دوران کښې مخ پهٔ قبله ودريدل مستحب دي۔اؤ پهٔ ولاړه وقوف هم۔خو کهٔ څهٔ مسٔله وي نو پهٔ ناسته هم کيدے شي اؤ پهٔ ملاسته هم۔

دَ ماښام وخت داخليدو سره دَ تلو وخت راشي۔نن به حاجي دَ ماښام نمونځ دَ نمر پريوتو نه فوراً پس نهٔ کوي بلکې چې نمر پريوځي نو عرفات نه به روان شي۔دَ حاجي نمونځ مزدلفه کښې دے اؤ دَ ماسخُتن دَ وخت داخليدو نه پس دے۔ماشاء الله قافلې روانې شوې۔څوک پهٔ ګاډو کښې څوک پيدل، ۔داسې ښکاري لکه چې خلقو شراب څښلي وي۔هر يو مست دے۔ ولې به نهٔ وي ۔داهغه شراب دي چې دَ دنيا ګنده شراب دې پسې چرته رسي۔ګڼه ډېره ده خو زړۂ دَ جوش نه ډک دے۔ دَ نوي منزل طرف ته پر عزم ۔

ميلمستيا کښې خپل محبوب درکړل څهٔ درته

دروازه دَ مغفرت درته شوه بيرته

کومې اوښکې چې توئې کړي تا نن دلته

شوې قبولې تهٔ راغلے ئې نن چرته

ستا پهٔ دغه مغفرت شيطان رسوا شهٔ

خولهٔ ترې پاتې شوه دَ ډېر ذلت نه ارته

پهٔ دې ورځې خلق ډېر معاف شي دلته

لږ دَدې ميدان وګوره ته اثر ته

يیٔ روان مزدلفې ته عرفات نه

دَ عشق لاره رسولي چا ده سر ته

د ماښام نمونځ ماسخُتن مزدلفه کښې

دي کول وګوره لږ دغه منظر ته

دَ عشاقو نصاب بيل دے اے شبيره

څهٔ خبر ئې ډيوه مهٔ نيسه تهٔ نمر ته

اوس بۂ دَلکونو خلقو سيلاب درې ميله لرې ؤرسي۔دادې ؤرسيدو۔

شوه نصيب راته دا شپهٔ ښه مزيداره

ستړي يو خو يو راغلي۔ څهٔ دپاره

دَ ماښام نمونځ۔ اول بيا دَ ماسختن

نمونځ کؤو ۔مزدلفه کښې پهٔ قلاره

بيا ارام به د سنت پهٔ نيت لږ وکړو

چې شپهٔ تېره پهٔ اسانه کړو بيداره

دَ حاجي دپاره ليلة القدر دے

دغه شپهٔ ، دې کښې بخښنه لهٔ رب غواړه

پهٔ طرف دَ هغهٔ زړۂ اؤ پهٔ خولهٔ ذکر

نن ساته ښکلي موقعه ده ښه تياره

خپل ځان پيش کړه چې قبول شې پهٔ دې شپهٔ کښې

اے شبيره ځان خپل رب وته وسپاره

دا وئیلي شوي دي چې دَمزدلفې شپهٔ دَ حاجي دَ پاره دَ ليلة القدر نه افضله ده ۔ځکه پهٔ دې کښې ډېر پهٔ شوق سره عبادت کؤل دي۔ پهٔ عبادت ، ذکر استغفار اؤ درود شريف باندې ځان مشغول ساتل دي۔

څنګه چې دَسبا صادق وخت داخل شي نو اذان دې وکړے شي اؤ دَ سحر نمونځ پهٔ تيارۂ کښې کول ښهٔ دي ۔لږ ساعت به دَ مزدلفې وقوف ؤشي۔ځکه چې دا واجب دے۔دَدې وخت د سبا صادق نه شروع کيږي اؤ تر نمر ختو پورې وي۔دلته کښې بهتره ده چې د شيطانانو ويښتلو دَ پاره کاڼي هم جمع کړے شي ۔دا پهٔ يو تيلۍ کښې کښيښودل ښهٔ دي۔چې کله دَ نمر رڼا پهٔ غرونو خوريدل شروع شي نو دَ انسانو سيلاب به دَ منیٰ پهٔ لور روان شي۔

دَ منیٰ قيام اؤ شيطانان ويشتل

پهٔ لسم تاريخ صرف غټ شيطان ويشتلے کيږي۔څنګه چه پهٔ ده وړومبينے کوتکانړے خلاص شي نو تلبيه ويیٔل به ۔ودريږي۔دَ غټ شيطان دَ ويشتلو۔مسنون وخت۔تر زوال پورې دے،۔ مباح وخت تر نمر پريواتهٔ پورې دے ۔، دې نه پس مکروه وخت دے خو زنانؤ اؤ کمزورو خلقو دَ پاره دَ شپې ويشتل هم مکروه نهٔ دي۔دَ شيطان ويشتلو سره تکبير سنت دے اؤ ورسره دا دعا هم۔

بِسمِ اللّٰہِ اَللّٰہُ اَکبَر، رَغمَاً للشَّیطَانِ وَ رِضًی للرَّحمَان

دښمن زمونږ شيطان دے نو دَده کله منل دي

چې کار ددهٔ پهٔ زړهٔ کښې وسوسې بس اچول دي

عمل چې پهٔ سنتو کوي څوک نو دے ذليل شي

دَدۂ پهٔ طريقه نن دَ سنت ځکه ويشتل دي

کنځلې کهٔ کؤو دۂ ته دا هم شيطانيت دے

پهٔ دې دے خوشحاليږي لهٔ دې هم ځان بچ کول دي

ويشتل ئې پهٔ چپلو اؤ پهٔ غټو کاڼيو نهٔ دي

دې ټولو مسٔلو نه ځان خبر ګورې ساتل دي

جذباتو باندې عقل اؤ پهٔ عقل شريعت

هر وخت کښې هر يو کار کښې دا پهٔ زور غالبول دي

مسنون دعا سره شيطان کوتکاڼيرو باندې وله

شبيره هر يو کار کښې پهٔ سنت طريقه تلل دي

قرباني

څوک چې حج تمتع کول غواړي نو چونکې الله تعالیٰ هغوی ته دا نعمت ورکړے دے ، دَدې دَپاره پهٔ هغوی دَ شکرانې پهٔ طور قرباني کول واجب دي۔دَ رمي نه پس دې قرباني وکړي۔ بيا دې حلق يا قصر وکړي اؤ خپل احرام دِ پرانځي۔دې نه پس هغوی ګنډلي شوي جامې اغوندلے شي۔خوشبو استعمالولے شي يعني دَ احرام پابندۍ ورباندې ختمې شوې۔البته يو پابندي ورباندې لا پاتې ده چه دَ مباشرت اجازت ورته لا نشته۔کهٔ طواف زيارت وکړي نو دا پابندي به هم ختمه شي۔

وګوره لږ دې کار ته چې دَ څهٔ دے دا دليل

چې ځو ذبح کوي خپل دَ الله لار کښې خليل

دے ځوئے ئې غورزولے چاړۂ لاس کښې ئې تېره

پهٔ مينې دَ الله ئې ښه پهٔ زوره راښکله

دَ عقل مطابق خو نهٔ ده بالکل دا قصه

دَ عشق پهٔ ميدان کښې بيا دَ سوچ کله چليږي

دَ عقل دا ميدان نهٔ دے پرې دے کله پوهيږي

الله چې لهٔ عشق ډکهٔ نظاره دا وليدله

وې وئیل ئې جبرايیٔل ته چې تيزیٔ سره ورزغله

زر کيږده دَ جنت ګډ د خليل مخکښې پهٔ خپله

دا ګډ ئې دَ خليل دَ چاړه مخکښې کښيښودلو

خليل پوئې نهٔ دے دې باندې چې څوک ئې ذبح کړلو

خليل پرانستې سترګې ګډ ئې وليد چې حلال

ولاړ اسما عيل روغ دے شهٔ حيران پهٔ دغه حال

قبول څومره عمل دے دا پهٔ نزد دَ ذوالجلال

خپل خوب دې کړو رښتينے وحي راغله پهٔ خليل

کړه جوړه مثالي دا قرباني ربِّ جليل

کوي ملسمانان چې قربانيانې پهٔ هر کال

نو مخکښې پروت د َدوی دَ قربانۍ وي دا مثال

پهٔ دې ئې مزين کړو بيا دَ حج واجب اعمال

چليږي تر قيامة به دَ عشق دغه سفر

اے کاش چې دَ شبير پهٔ زړۂ هم وشي څهٔ اثر

طوافِ زيارت

دا طواف دَ حج رکنِ اعظم اؤ فرض دے۔داطواف عموماً دَ قربانۍ اؤ دَ حلق نه پس پهٔ عامو کپړو کښې کيږي۔ پهٔ دې بعضې خلق حيران شي چې پهٔ عامو کپړو کښې پهٔ طواف کښې رمل اؤ دې نه پس سعي څنګه کيدے شي۔نو پهٔ دې کښې تردد نهٔ دے پکار۔دا بالکل ټيک دي ۔البته پهٔ دې کښې اضطباع نشته ځکه چې هغه صرف پهٔ احرام کښې کيدے شي۔

تور غلاف کښې کعبه پټه يو مرکز دے دَ تنوير

دَ خدایٔ کور دے پهٔ دنيا کښے دَدې نشته بل نظير

پس لهٔ حجه حاجيان تاؤ دي لهٔ دې ښکلي نظاره ده

هر حاجي نن محسوسيږي دَ کعبې دَ دام اسير

حج کښې ئې وليدلې نخښې عملي دَ عاشقانو

ورپسې اوس دادے ويني د ا دَ عشق بدرِ منير

دَ عشاقو پهٔ لباس ئې ترې چکرې لګولي

اوس پهٔ عام لباس کښې هم ترې داحاجيان اخلي تاثير

چرته دا دنيا دَ مينې چرته جال کښې دَ دنيا ګېر

کړې قبول دَ ځان د پاره ما عاجز فقير شبير

الحمد لله دَ لسم دَ ذي الحجې ټول کارونه تر سره ورسيدل۔دَ احرام ټولې پابندیٔ ختمې شوي۔ ښځه هم حلاله شوه۔دَدې نه فارغيدو نه پس منیٰ ته تلل دي اؤ هلته دوه ورځې نور قيام کول دي۔دې دواړو ورځو کښې درې واړه شيطانان زوال نه پس پهٔ کوتکاڼيو ويشتل دي۔

خپله خيمه کښې يا مسجد خيف کښې دَ ماسپښين نمونځ ادا کولو نه پس بيا د شيطانانو ويشتلو ته تياريدل دي۔ پهٔ لاره کښې ټولو کښې اول وړوکے شيطان راځي ۔ دَدهٔ هم دغه شان ويشتل دي لکه څنګه چې غټ شيطان ويشتلے شوے ؤ ۔ پهٔ هر کاڼي دا ويیٔل پکار دي۔

بِسمِ اللّٰہِ اَللّٰہُ اَکبَر، رَغمَاً للشَّیطَانِ وَ رِضًی للرَّحمَان

چي کانړي پوره شي نو بيا لږ ډډې ته راتلو نه پس مخ پهٔ قبله ودريدل پکار دي۔ توبه استغفار کول پکار دي اؤ دَ درود شريف نه پس دعا کول پکار دي۔منیٰ کښې دا دوه ورځې پاتې کيدل دَ احنافو پهٔ نزد سنت دي اؤ دَ بعضو امامانو پهٔ نزد واجب دي۔آخر ولې دَ مکې مکرمې غوندې مبارکې زمکې نه خلق ويستلے شي اؤ دلته پهٔ ميدان ئې کښينیٔ؟ ۔داسوال کهٔ يو فلسفي وکړي نو خَير ګني نو عاشق دا سوال نهٔ شي کولے ځکه هغه خو دَ حال پهٔ ژبه ګويا داسې وايی۔ٔ

حضور دلته کښې به ناست وو ورسره هم صحابيان

دوه څادرو کښې سرتور سر دَ منیٰ پهٔ دې ميدان

دا حالت دَ تقدس دے اؤ دا دومره سادګي

پهٔ بل ځائے کښې چرته دا ملاويدے شي يم حيران

يو تاريخ دے يو مقام دے دا منیٰ اؤ مناسک دا

برکات دَدې بيشماره اؤ دَ حج روحِ روان

نظارې دَ بندګۍ اؤ دا دَ عشق ښکلے انداز

چرته بل ځائے به ملاؤ شي زما نشته دے ګمان

دا ازاد روح چې زمونږ دے نفس تړلے بند پهٔ بند

مونږ ازاد لهٔ نفس شبيره کهٔ لږ شو پهٔ دې مکان

پهٔ دولسم دَ ذي الحجې حاجي ته دا اختيار ورکړے شوے دے کهٔ دے ديارلسم ته پاتې کيږي اؤ کهٔ يو ورځ بله رمي کول غواړي يا دے مکې مکرمې ته تلل غواړي۔پاتې کيدل مستحب دي اؤ د تلو اجازت دے۔کهٔ تلل غواړي نو بيا به دے دَ منیٰ نه دَ نمر دَ پريوتو نه مخکښې مخکښې وځي۔ اوس پہ دوی صرف طواف وداع واجب دے نور هرڅهٔ مکمل شو۔ البتہ دَ عاشقانو خبرہ بیلہ دہ۔ هغوی خو صرف دا لټوي چې زما دَ محبوب څهٔ خوښه ده نو دَدوی دَ پاره دَ منیٰ يو ورځ ميلمستيا نوره پرته ده ۔ ښهٔ پهٔ ارام دې دلته کښې شپهٔ تېره کړي۔ دَ زوال نه پس دې شيطانان پهٔ کوتکاڼيو وولي اؤ بيا دې مکې مکرمې ته روان شي۔ بعضې خلق پهٔ دولسم دَ ذی الحجې دَ تلو پهٔ منډه کښې سامان پهٔ سر مکې مکرمې ته روان شي۔دَدی پهٔ وجه ئې وخته رش جوړ شي اؤ حادثې وشي۔ کاش چې پهٔ دې مونږه پوې وے۔ هم سهولت هم ثواب۔شاعر هم غالباً څهٔ داسې لګيا دے۔

دَ محبوب پهٔ اشارو کهٔ څوک شي پوې اؤلږ هښيار شي

ديارلسم دَ ذي الحجې ته پهٔ منیٰ کښې به حصار شي

واجب نه ده مستحب ده پهٔ منیٰ کښې يو ورځ نوره

محبت باندې به پوې شي کهٔ لږ زړۂ دَ چا بيدار شي

دَ مکې ښار مبارک دے هلته تلل ډېر مبارک دي

خو د يار خوښه چې داده چې تاخير پکښې اختيار شي

ولې تا باندې غدۍ ده کهٔ يو ورځ نور تهٔ شې پاتې

هم خرما ده هم ثواب دے کهٔ پهٔ ما دې څهٔ اعتبار شي

کهٔ دې حج نفلي وي بيا خو دَ ثواب طمع ده غوره

اے شبيره بيا نو وايه دا غزل به دې پکار شي

پهٔ ديارلسم د ذي الحجې دَ زوال نه مخکښې هم دَ شيطانانو دَ ويشتلو اجازت دے خو زوال نہ پس ئې ويشتل مستحب دي لکه څنګه چې شاعر وائی۔

کهٔ تيار شو پهٔ سنتو د عمل مونږه محنت ته

وي به داخوش نصيبي مو ، شو نزدې به نور جنت ته

مونږ رمي دَ ديارلسم کهٔ دَ زوال نه پس شروع کړو

نور ثواب به راملاؤ شي بيا ئې ګوره برکت ته

کهٔ څهٔ لږ پهٔ انتظام کښې مشکلات هم پهٔ دې کښې وي

لهٔ همت ځنې کار واخله دا لار تلي سعادت ته

رب دے تاته عطا کړے لږ دَدې نه تهٔ کار واخله

سستي پريږده ځان لږ چست کړه ترجيح ورکړه عبادت ته

هر مشکل پهٔ دې اسان شي اے شبيره دَ کارونو

بس پهٔ دې کښې کهٔ تاورکړه څهٔ ترجيح لږه سنت ته

مستحب څهٔ شے دے۔خوښ کړے شوے، دَ چا ؟ دَ الله تعالیٰ۔ څنګه ؟ مکې مکرمې ته دَ تلو نه هم ۔عاشق صرف دَ محبوب رضا غواړي۔هغهٔ ته څهٔ نور څهٔ نهٔ ورځي لکه څنګه چې!

کمال دَ عشق دے د ا دَ خپل محبوب خؤلے ته کتل کوه

هغه چې دې ودریٔ نو نور څهٔ مهٔ کړه ودريدل کوه

چې چپ شه درته وائی نو دا خپلې شونډې وګنډه

چې خوښې ئې وي خبرې ستا ،خبرې بيا کول کوه

کهٔ غواړي وقار ستا لهٔ خوا جوړځان نه پروقار کړه تهٔ

کهٔ خوښ یٔی زيليدل وي ستا ، هر وخت بيازيليدل کوه

کهٔ غواري ستا نه مينه نو پهٔ مينه یٔی ور خوږ شه تهٔ

کهٔ غواړي لهٔ ستا ويره نو ډېر زيات ترې ويريدل کوه

ته ئې چې دَ هغهٔ نو دهغهٔ دَ پاره ژوند کوه

اؤ دې سره پهٔ مينه دَ هغهٔ بيا مړ کيدل کوه

داسې حاجيان چې دَ زوال نه پس رمي وکړي نو هغوي دې حرم ته لاړ شي اؤ دَ حرم دَ قرب نه دې تر هغې مستفيد کيږي چې تر څو ئې الله مقدر کښې ليکلي وي۔يو خبره ياده ساتل پکار دي چې هلته دَ اجرونو يو سل اؤ شل حصې دي۔ پهٔ دو کښې شپيتهٔ دَ طواف دَ پاره ، څلويښت دَ نمونځ دَ پاره اؤ شل حصې صرف خانه کعبې ته دَ کتو دَ پاره مختصې دي۔خوش قسمته خلق هغه دي چې دَ وخت قدر کوي۔اؤ پهٔ فضولو ګرځيدو وخت نهٔ ضائع کوي۔دَ فضول ګرځيدو نه ارام بهتر دے اؤ چې ارام وشي نو کار بهتر دے۔لږ بهر وګوریٔ څنګه حرم ته قافلې روانې دي۔

۔دَ حرم پهٔ لور روانې قافلې دي

دَ رحمت دَ خدایٔی عظيمې سلسلې دي

بوډا ګان ځوانان سړي اؤ ښڅې هر څوک

دَ بخښنې پهٔ اميد ټول دلته کښې دي

لارې ډکې دَ حرم دي ټول روان دي

دَ دې ټولو چې وچتې حوصلې دي

ملک و قوم ژبه جدا جدا دَ ټولو

پهٔ يو رخ ځي دا عجئې نظارې دي

ټول پهٔ نور کښې دَکعبې سر تر پښو ډوب دي

دريابونه دَ رحمت چپې چپې دي

فلسفه نهٔ ده دَ عشق دي دا خبرې

دا دنيا بدله ، نورې انديښنې دي

زړه بادشاه دے ، دا خپل زړۂ دلته کښې جوړ کړه

دا دَ زړۂ دَ جوړيدو ښکلي موقعې دي

دَ خدایٔ کور سره دا زړۂ دَ خدایٔ کور جوړ کړه

تاته څهٔ پته صفات کوم پهٔ دې کښې دي

دلته څهٔ شوي ؟ دَ څهٔ نه څهٔ شے جوړ شو

دَ الله نخښې چې دلته کښې پرتې دي

خدايه اوس زړۂ دَ شبير هم دلته جوړ کړې

چۍ بيان کړي ستا دَ مينې چې قصې دي

خانه کعبې ته کتل پکار دي اؤ دَ مينې جامونه څښل پکار دي۔دا يوه موقع ده چې ضایٔع چرته نهٔ شي۔

نوراني کعبه خپل زړۂ کښې اوس کيږدم زۂ

دَ کعبې مخې ته اوس به چې کښينم زۂ

دَ رحمت يو سمندر چې موجزن دے

غواړم دا خپله حصه ترنه واخلم زۂ

زما مخکښې کريمي ده ستا اے ربه

ستا دَ در نه خالي لاس به څنګه ځم زۂ

زما مخکښې دَ رحمت چې پرناله ده

خدايه غواړم چې پهٔ دې ښهٔ ولامبم زۂ

ليوني دَ دې دَدې نه چاپير چورلي

دوی سره غواړم چکر ولګوم زۂ

خدايه ماته تهٔ نصيب مقام دَ عشق کړې

چې هر وختې تعريفونه ستا کوم زۂ

ستا پهٔ در باندې شبير بينواپروت دۓ

فيصله وکړې چې بيا بيا به راځم زۂ

کهٔ تاسو حج نه مخکښې مدينې منورې ته نهٔ يَیٔ تلي چې دَ هغې وخت راشي يا تاسو خپل وطن ته روانيږیٔ نو ډېر پهٔ سوز سره طوافِ وداع وکړیٔ۔

طواف وداع

دَ طوافِ وداع وخت دے لهٔ مکې زۂ روانيږم

وکړم څهٔ زۂ ۔پهٔ دې وخت کښې۔پريشان يم نهٔ پوهيږم

دَ راتلو دلته دَ بيا بيا خواست۔پهٔ زړۂ مې څرګند پروت دے

زهٔ قابل خو دَدې نهٔ يم۔ خو بيا هم ترې نهٔ صبريږم

دَ راتلو پهٔ وخت کښې څومره زۂ۔خوشحال خوشحال راتلمه

اوس دَ غم طوفان راغلے کوزه بره پکښې کيږم

زړۂ مې غواړي چې کعبه دا خپله غيږه۔کښې راواخلم

دا زما بس ليونتوب ۔دے صحيح نه ده ، ښهٔ پوهيږم

دَمات زړونو سره مل دے۔خپل مات زړۂ ورته کړه مخکښې

بس زمونږ نه۔ دې راضي شې اؤ بيا بيا چې حاضريږم

زه شبير پهٔ غم ککړ يم دَ الله دَ در ملنګ يم

ما دې خپل کړي هميشه بس صرف دې وته ترسکيږم

مدينې منورې ته روانيدل

دَ حضورﷺمبارک ارشاد دے چې څوک حج تہ لاړشي اؤ ماتہ رانهٔ شي نو دۂ ماسرہ جفا وکړه۔

دَ ۔مثال پهٔ طور کهٔ يو کس انګلينډ نه څهٔ کار دَ پاره لاهور ته راشي اؤ پهٔ فيصل اباد کښې ئې پلار وي دَ هغهٔ سره ملاؤ نهٔ شي اؤ واپس انګليند ته لاړ شي نو دا پلار به ئې څهٔ وائی۔دَدې دپاره دَ مدينې منورې ته دَ تلو پهٔ وخت نورو تياريو سره سره خپل زړۂ هم تيارول پکار دي يعنی دَ حضور سره دَ ملاقات دپاره ۔ بعضې خلق خوا مخواه د فضيلتونو قصې شروع کړي۔ هغه خلق دا باور وکړي چې الله تعالیٰ مکه مکرمه کښې دے اؤ حضور پهٔ مدينه منوره کښې۔دې بيوقوفانو ته دا وئیل پکار دي چې الله تعالیٰ خو هر ځائے کښې دے اؤ حضور۔ پهٔ مدينه منوره کښې دے۔ مکه مکرمه هم دَ الله ده اؤ مدينه منوره هم دَ الله ده۔مدينې منورې ته د تلو دَپاره دَ حضور دغه ارشاد مبارک کافي دے۔دَدې پاره عقيده خو پهٔ مدينې منورې ته پهٔ تلو کښې زياته مضبوطه ده۔تر څو پورې چې دَ فضيلت خبره ده نو الله تعالیٰ فرماییٔ چې پهٔ دې کښې دَ حضور پهٔ اتباع کښې دَ خدایٔ تعالیٰ محبوب کيدل دي نو اوس سوچ وکړیٔ چې دَ حج نه پس حضور پهٔ مکه مکرمه کښې پاتې شو اؤ کهٔ مدينې منورې ته لاړل۔اتباع پهٔ څهٔ کښې ډېره ده۔دَ الله تعالیٰ محبوبيت پهٔ څهٔ کښې زيات دے۔العياذ بالله زما مقصد دَ مکې مکرمې فضيلت کمول نهٔ دي بلکې صرف دَ يو تفريط اصلاح ده ګني زمونږ مسلک خو دادې چې!

"لهٔ مکې تلل راته ګران دي مدينې ته هم تلل غواړو ۔" البته پهٔ جنت البقيع کښې دَ دفن کيدلو دَ ارمان خبره بله ده۔

بس دَ نور اؤ دَ سرور دے ، يو باران پهٔ مدينه کښې

نزديکت باندې مې زړۂ دے ، ډېر۔فرحان۔پهٔ مدينه کښې

دَ الله فضل پهٔ مونږ دے ،چې دا ځائےئې رانصيب کړو

خوشحاليږم چې محسوس شي ،راته ځان پهٔ مدينه کښې

شين ګنبد راته ښکاريږي ، دَ چتريو لاندې ناست يم

يم ئې فکره چې زما دے ، ټول جهان پهٔ مدينه کښې

دنيا ټيک ده ما راکاږي ، ۔خپل طرف ته دا فطرت دے

خو دَ زړۂ دَ جهان وروره ، دے جانان پهٔ مدينه کښې

پهٔ ژوندني اتباع ئې ، مې نصيب شي پهٔ هر حال کښې

خو دَمرګ ۔مې اے شبيره ، دے ارمان پهٔ مدينه کښے

دَ مدينې منورې سفر

اے زړګيه لږ پهٔ خيال ځه ، مخکښې ستا کوم يو سفر دے

هغه ځائے ته ئې روان تهٔ ، چې کوم ځائے خير البشر دے

اے زړګيه خوش نصيب ئې ، هغه ځائے ته تهٔ روان ئې

چې کوم ځائے کښې وسيدونکے ، دَدې ټول جهان افسر دے

اے زړګيه رحمة اللعالمين ته تهٔ ورځې نن

نعمت دا دے څومره لوئے دا مې دَسوچ ځنې بهر دے

اے زړګيه ورځې تهٔ نن ، چې محبوب دَ پاک الله دے

پهٔ امت خپل ډېر مين دے ،اؤ شفيع ئې پهٔ محشر دے

اے زړګيه نن سلام دَ حاضرۍ به دې نصيب شي

تهٔ ورځه ، خوشحال روښانه دَ شبير نن مقدر دے

مدينه منوره کښې ډېر پهٔ ادب سره وسيدل پکار دي اؤ زړۂ دَ حضور مينې نه هر وخت ډک ساتل پکار دي۔ دَمدينې منورې يوه يوه ذره يو تاريخ لري۔دَدلته يوې يوې ذرې سره مينه لرل دَ فطرت تقاضا ده۔ پهٔ مسجد نبوي کښې دَدې ضرورت نور هم زيات شي او پهٔ روضه مبارکه خو دَ حاضرۍ خبره بالکل جدا ده۔ دا معامله چونکې دَ زړۂ ده نو ځکه چې دَ چا زړۂ کښې دَ حضور مينه وي نو هغه به دا ادب پهٔ خپله پيژني ۔البته کله کله غلط فهمي هم کيدے شي۔ بعضې وخت کښې انسان دَ مينې ليونتوب کښې دَ شريعت دَ آدابو خيال ونهٔ شي لرلے۔ دغه وخت ضرورت وي دَ رهنما۔دَدې دَ پاره دَ هغه ځائے ادب ښهٔ ايزده کول پکار دي اؤ دَ مينې دا کارونه هم د شريعت دَ تقاضو مطابق کول پکار دي۔الله تعالیٰ دې مونږ ته دَدې پوهه نصيب کړي ۔آمين ثم آمين۔

یوه خبرہ یاد ساتل پکار دی چې الله تعالیٰ ته زمونږ دَ زړۂ اؤ دَ حال ښه پته ده۔

دو یٔمه خبره داده چې دلته عاشقان پهٔ لکونو راغلي دي۔ددوی پهٔ زړونو کښې هم څهٔ ارمانونه دي۔

دریٔمه خبره داده چې مستحب دَ الله تعالیٰ خوښ عمل وي ليکن دَدې پهٔ پاتې کيدو باندې الله تعالیٰ نهٔ ناراضه کيږي۔دَدې پهٔ مقابله کښې و اجب دَ الله تعالیٰ خوښ عمل هم دے اؤ دَ هغې پهٔ پاتې کيدو باندې الله تعالیٰ ناراضه کيږي هم، پهٔ دې وجه کهٔ واجب اؤ مستحب کښې مقابله راغله نو واجب اخستل ضروري دي۔

څلورمه خبره داده چې دَ حضور خپل امت سره ډېره مينه ده دَدې دپاره دَدې خيال هم لرل پکار دي چې هسې نه زهٔ چرته دَ حضور ﷺ دَ امت دَ پاره دَ زحمت باعث جوړ نهٔ شم۔

پنځمه خبره داده چې دا ډېر وچت ځائے دے کهٔ دلته هم مونږ دَ خپل مفاد دَ پاره دَ نورو خلقو حقونه غصب کول شروع کړل نو دَدې ډېره سخته سزا کيدے شي۔

پهٔ دې پنځو خبرو لږ غور وکړیٔ اؤ بيا لږ دَ خپل زړۂ نه تپوس وکړیٔ چې رياض الجنت کښې ځائے نيسلو دپاره پهٔ جمات کښې منډه وهل جائز دي؟

کهٔ پهٔ رياض الجنت کښې ځائے چاته ملاؤ شي اؤ دوه رکعته نمونځ هغهٔ کړے وي اؤ ډېر خلق دوه رکعته نمونځ دَ پاره پهٔ انتظار کښې ولاړ وي نو پهٔ داسې حالت کښې هلته نور وخت تېرول جائز دي؟۔

رياض الجنت ته رسيدو دَ پاره دَ نمونځ ګزارو خلقو مخکښې تېريدل جائز دي؟۔

دَ مسجد نبوي پهٔ لارو کښې نفل نمونځ کول جائز دي۔؟

لږ دَ خپل زړۂ مفتي راژوندے کړیٔ نو دَ ډېرو سوالونو جوابونه به درته خپله ملاؤ شي۔ان شاء الله۔

لږ راويښ کهٔ مو دَ زړۂ کړلو مفتي

شي معلوم به ، کوم غلط دي کوم صحيح

خپل حساب مو خپله وکړیٔ پهٔ دې حال کښې

سوچ لږ وکړیٔ دَ مسجدِ نبوي

ځائے وچت دے څومره دا اؤ زمونږ منډې

بيا پهٔ دې کښې دا زمونږه ئې حسي

چې مو وکړو نمونځ رياض الجنت کښې نو

اوس پاسیٔ چې دا نور خلق ئې هم وکړي

کهٔ غلط لهٔ مونږه څهٔ شوي شبيره

اوښکې توې کړه اوس پهٔ دې چې معاف شي

دا ياد ساتل پکار دي چې پهٔ مسجد نبوي کښې لهٔ هر ځائے نه سلام کيدے شي۔ دَدې د پاره پهٔ مسجد نبوي کښې هر وخت پهٔ درود و سلام کښې ځان مشغول ساتل پکار دي۔تلاوت هم کول دي۔بهتره داده چې دلته کوم تلاوت نصيب شي دَ هغې ايصال ثواب حضور ته دې وکړے شي۔

اوښکې سترګو کښې مې دي پهٔ۔زړۂ مې غم دے

چې ماکړے پهٔ خپل ځان ډېر زيات ستم دے

بيا راتلل دَ خدایٔ پهٔ فضل مې نصيب شول

تيرې لاړلې پهٔ زړۂ مې صبحدم دے

عشق خو عشق دے اوس دَ حسن زور وګوره

چې دَ چا دپاره دا ټول زېر و بم دے

اتباع باندې ئی هر څهٔ ملاويږي

خدایٔ پهٔ نزد ئې مقام څومره محترم دے

ګناهګار ؤ سياهکار دلته زۂ راغلم

پهٔ اميد دَ شفاعت ۔مې زړه محکم دے

زه شبير ولاړ پهٔ در چې دَ کريم يم

دَ کريم نه مې اميد ډېر دَ کرم دے

اؤ دغه شان نور !

حاضر دلته همېشه ستاسو غلام وے

اؤ پهٔ تاسو ئې لکاؤ درود سلام وے

راويښ بيا مې شو قسمت شومه حاضر نن

تل مې ستاسو قدمونو کښې مقام وے

ډکه ده لهٔ ګناهونو مې جولۍ خو

شم معاف پهٔ ما دَ خدایٔ دغه انعام وے

ختمه شي دَ ګناهونو سلسله مې

اؤملاؤ راته دَ خدایٔ دَ مينې جام وے

ستا پهٔ مينه اتباع مې ستا نصيب شي

بچ کيدل لهٔ بدعتونو مې مدام وے

شبير ډېر اميد راوړے ستا پهٔ در دے

دَ شېطان خوښه ده دا چې دے ناکام وے

لږ وګوریٔ شاعر دَ مدينې منورې پهٔ باره کښې څهٔ وایٔی۔

خور شوے پهٔ فضا دَ مدينې کښې چې ادب دے

ګفتار پهٔ پست اواز دے دا منظر ډېر زيات عجب دے

خيال زړه کښې دَ هغهٔ لري منزل ئې مدينه ده

راښکلے شي راښکے شي کهٔ عجم دے کهٔ عرب دے

چې زړه مې ور هديه کړۂ دَ اجرونو بيا سودا څهٔ ؟

کافي ده دا چې دا حاضریٔ بس يو سبب دے

يم ناست جمات کښې زړۂ مې پهٔ طرف دَ هغهٔ ، اوري

سلام دَ حاضریٔ چې دلته کښې زما پهٔ لب دے

ديدار دَ خدایٔ ، لهٔ خدايه ولې ونهٔ غواړم دلته

آقا زمونږ قاسم دے اؤ معطي زمونږه رب دے

دَ دوست دَ خدایٔ دَ کور زایٔره خيال کښې دا لره تهٔ

چې حسنِ ادب دلته کښې کوم دے حسنِ طلب دے

اوس واستوه شبيره پرې سلام دَ حاضرۍ چې دي دلته دا جایٔز ، دغه طريق مو دَ مذهب دے

پهٔ رياض الجنت کښې حاضري

پهٔ رياض الجنت کښې دَ نمونځ کولو ډېر ثواب دے۔دې ته دَ جنت ټکړه ويئلي شوي دي۔خو دا ټول هرڅهٔ هله ملاويږي چې بنده پهٔ شريعت روان وي ګني دَ ثواب پهٔ ځائے ګناه هم کيدے شي۔ دَدې پهٔ باره کښې يو څو اشعار۔!

څهٔ انتطار اؤ پهٔ ارام سره

اؤ دَ ادب دَ اهتمام سره

داخل شه تهٔ بيا پهٔ ټکړې دَ جنت

مګر سکون اؤ احترام سره

نمونځ دوه رکعته دلته وکړه ښکلے

دَ نمونځ ګزارو دَ اکرام سره

د نمونځ ګزارو مخکښې تېر نهٔ شې تهٔ

لږ ګرزيدل کوه تهٔ پام سره

نمونځ کوه ډېر تهٔ مختصر دلته کښې

ښکلے چليږه دَ نظام سره

دَ ټول امت وابسته زړه دے ګورې

دَ دغه ځائے دَدې مقام سره

ځان باندې ظلم اے شبيره مهٔ کړه

هر کار کوه پهٔ انتطام سره

پهٔ زيارتونو حاضري

دَ قبا شان( دَ زيارت پهٔ وخت)

اے قبا! ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

چې شاهد دے پهٔ تا دَ خدایٔ دوست اؤ قران

ستا نسبت دے وچت ستا نسبت دے تقویٰ

مات جمات شو هغه مقابل چې ؤ ستا

وايم دا پاک الله دے پهٔ تا مهربان

اے قبا! ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

وو پهٔ پاکو کښې پاک نمونځ ګزار چې وو ستا

کاش چې داسې نصيب شي اے خدايه زما

شم چې پاک چې پاکي خوښوي رب سبحان

اے قبا! ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

اے الله کړې زما دا تقویٰ تهٔ نصيب

چې زما پهٔ کتو شي خوشحال ستا حبيب

کړې شبير تهٔ لهٔ فسق و فجور پهٔ امان

اے قبا!ستا زۂ شان کړمه څنګه بيان

جنت البقيع کښې حاضري دَ خدایٔ دَدوست نه ډېره زياته ثابته ده۔ پهٔ دې کښې اهل بيت طهارؓ،امهات المؤمنينؓ اؤ لوئے لوئے صحابه کرام ؓ دفن دي۔ ۔پهٔ دوی سلام پيش کول پکار دي۔ لکه!

پهٔ مدينه دَ مدينې پهٔ يخ بادونو سلام

پهٔ کاڼیو بوټو فضاګانو اؤ يادونو سلام

دَ شين ګنبد پهٔ نطارو کښې چې ډوب شوي کوم دي

لهٔ اوښکو ډک دَ عاشقانو پهٔ مخونو سلام

کوم چې تېر شوي پهٔ مسجدِ نبوي کښې زمونږ

پهٔ هغه پټ نور کښې زمونږ خپلو وختونو سلام

دا دَ بقيع چې زيارتونه دي ، دي څومره عظيم

دَ قربانۍ اؤ دَ عظمت پهٔ يادګارونو سلام

چې کوم دي خپل زمونږ دَ خوږ نبي پهٔ هغو سلام

زمونږ دَ مياندو پهٔ بقيع کښې پهٔ قبرونو سلام

زمونږ دَ خوږ نبي چې لوڼه دي دفن دلته کښې

وي دې دَ دویٔ پهٔ مرتبو اؤ مقامونو سلام

اؤ چې سرداره دَ جنت دَ ښځو ده سيِّده

دَ حيا ډک چې دَ هغې وو پهٔ کارونو سلام

اؤ پهٔ يو ګوټ کښې چې ودې دي دَحضورﷺ تروريانې

دَ حضورﷺ ټولو دَ رشتې پهٔ نسبتونو سلام

اؤو جماته چې خيمې دَ نيازلو وې دا

دَ مقدس هستو پهٔ داسې نشانونو سلام

وجد کښې راغلو دَ نبيﷺ پهٔ مخ کښے غر دَ احد

لهٔ تکويني محبت ډک پهٔ داسې غرونو سلام

اؤ پهٔ ٔجعفر باقر حسن عباس زين العابدين

دَ اهل سنت دَ بقيع پهٔ دے ګلونو۔سلام

بالکل پهٔ سيد کښې دَ روضې راځي مدفن چې دَ چا

وي پهٔ عثمان ذي النوريڼ دې زمونږ دَ زړونو سلام

هم آدم بدر خليل اؤ زکريا دي دلته

دَ اهل بيت نزدې پهٔ دې پاکو روحونو سلام

خواه کښې دَ قبر دَ سعيد الخدري پروت دے زمونږ

صوفي اقبال دَ هغوی هم پهٔ ښو کارونو سلام

امير حمزه چې دے سردار دَ شهيدانو باندې

وي دې سلام دَ شهداء پهٔ زيارتونو سلام

نخښه دَ پاکو خلقو ده چې يعني مسجد قبا

تعريف شده پهٔ هغو پاکو عادتونو سلام

دا قبلتين مسجد چې نخښه دَ اتباع ښکاريږي

پهٔ ملاؤ شوؤ دې عظيم بشارتونو سلام

کوم چې دَ عشق پهٔ ژبه دلته مؤمنان پيش کوي

له مينې ډک پهٔ هغه پيشو سلامونو سلام

اف زۂ شبير او دې دربار کښې حاضري دا زما

وي دَ حضورﷺ دې پهٔ کلهمو نسبتونو سلام

الوداعي سلام

کله چې دَ مدينې منورې نه دَ تلو وخت راشي نو دَ الوداعي سلام پهٔ وخت دې دَ خپل محبت ښهٔ جائز اظهار وکړے شي۔دَ دوباره دَ حاضرۍ دپاره دې دعا هم دغه وخت وکړے شي اؤ دَ مدينې منورې نه دَ رخصتيدو پهٔ وخت کښې دې زړۂ دَ درد نه ډک وي اؤ پهٔ ژبه دې درود شريف جاري وي۔

دَ فرقت وخت اخر راغے غم پهٔ ما باندې شو سور

زړۂ زما پهٔ غم غمژن دے د غم بيا راغللو دور

پهٔ ادب سره لهٔ دې ځايه رخصت شمه خاموش يم

د الله دَ امر وشوه اشاره پهٔ داسې طور

زړه دَ دې ځائے سره وتړم دَ مينې پهٔ زنځير

چا پوې کړمه پهٔ دې باندې ځکه نهٔ کوم پرې شور

دا دعا ده چې بيا بيا دلته زما راتلل منظور شي

دے ارمان مې چې اخر کښې زما جوړ شوے دلته ګور

اے شبيره تهٔ بنده ئې حق ادا دَ بندګۍ کړه

پهٔ رضائې تهٔ راضي شه هيڅ بې هيڅه مهٔ کړه زور

دَ حج پهٔ دوران کښې دَ تصويرونو ويستلو يو لعنت

دا خراب عادت نن سبا ډېر عام دے چې عين دَ جمُعې پهٔ وخت دَ خطبې دوران کښې بعضې حاجياڼ ودريږي اؤ تصويرونه جوړوی۔دې ځل دَ مسجد نبوي امام پهٔ دې باندے نکير وفرمايئلو چې دا حرام دي ليکن خلق دَ خودنمايَیٔ دَ جذبې نه داسې مجبور وي چې هيڅ خبره پرې اثر نهٔ کوي۔دَدې فقهي ممانعت خو هم غټه خبره ده ليکن دَدې نه علاوه ډېره غټه خبره داده چې پهٔ داسې موقعو چې پکار دي چې زړۂ دې صرف الله تعالیٰ طرف ته متوجه وي۔ دَ زړۂ داسې لهو لعب طرف ته متوجه کيدل ډېره دَ خطرې خبره ده لکه چې شاعر وايیٔ۔

زړۂ کښې ګند چې کوم يو پروت وي پهٔ نظر هغه راتلل کیٔ

نفس کښې شر چې کوم موجود وي هغه خلق نښلول کیٔ

دَ کعبې پهٔ نزديکت کښې پهٔ طواف کښې مناسک کښې

پوز جوړیٔ دې کښې مشغول وي تصويرونه وباسل کیٔ

دغه حج خو عبادت دے تکميلي مظهر دَ عشق دے

نو پهٔ دې کښې دَ دنيا خيال زړه کښې څنګه راوستل کیٔ

ده پکار چې خبردار يو لهٔ دښمن خپل مونږ هر وختې

چې دے څنګه دا اوقات زمونږ چې دي ضایٔع کول کیٔ

کاش حاجي لږ ځان خبر کړي دَ قيمت نه دَ خپل وخت هم

نقصان څومره دَدۂ کيږي ، اؤ پرې ځان نهٔ خبرول کیٔ

پهٔ طواف کښې مو دې تن وي اؤ وي زړه مو دې بل ځائے کښې

څنګه زړۂ دے چې موبائیل سره ځان مشغولول کیٔ

دا طواف خو يو اظهار دَ تعلق دَ خدایٔ سره دے

پهٔ طواف کښې سکون څنګه غېر سره محسوسول کیٔ

دا زړګے دې لږ بلد کړه دَ هغهٔ دَ نوم سره چې

دَ هغهٔ سره چې وي هغهٔ سره مشغوليدل کیٔ

زړه دې څنګه وي شبيره دا چل هم ايزده کول دي

لږ معلوم ئې کړه چې څوک دے چې دا زړونه سمول کیٔ

دَ نمونځ پهٔ مسٔلو کښې غفلت

بعضې حاجيان حج خو کوي ليکن دَ نمونځ پهٔ مسٔلو کښې ډېر دَ غفلت نه کار اخلي۔دَدې غټه وجه دا معلوميږي چې هلته خو چونکې دَ هرې طبقې خلق راځي، ۔پهٔ دې کښې بعضو خلقو ته دَ مسٔلو پته نهٔ وي اؤ بعضې ئې پرواه وي۔دَدویٔ پهٔ کتو کتو نور خلق چې کوم پهٔ خپل وطن کښې احتياط نه کار اخلي هغویٔ هم ئې پرواهي شروع کړي۔لکه چې شاعر وايیٔ۔!

دين تباه کړو خلقو خپله پهٔ سستۍ

چې کارونه کړي دَ خپل نفس پهٔ مرضۍ

چې صفحه دَ طهارت وه وشليدله

اهميت نشته دَ نمونځ ، نهٔ دَ پاکیٔ

دَ اتصال اهميت نشته دَ صفونو

چې تپوس ترې وکړې ځان بيا غصه کیٔ

خشوع نشته دَ عملِ کثير حد نشته

موبايئل خو زړه پهٔ نمونځ کښې هم لوبیٔ

دَ سستۍ علاج چستي ده اے شبيره

پهلوان دے چې څوک خپل نفس راپرزیٔ

دَ وادي جن مغالطه

مدينې منورې نهٔ تقريباً 35 کلوميتره دَ وادي بيضاء پهٔ نوم يوه وادي ده ۔ دا نن سبا خلقو پهٔ وادي جن مشهوره کړي ده۔دَ دې پهٔ باره کښې دا خبره مشهوره شوي ده چې پهٔ چړايَیٔ باندې بند انجن سره ګاډے تقريباً 100کلوميتره رفتار باندې چليږي۔دَ ګاډو والو خو مزې شوې اؤ خلق ويني چې مدينې منورې نه ګاډي پهٔ يو شاړ سړک روان دي۔الله تعالیٰ پهٔ هرڅهٔ قادر دے ليکن دَ حديث شريف نه دا معلوميږي چې تحقيق نه بغير خبره بل ته ويئل دروغو کښې راځي نو ځکه زمونږ پهٔ زړه کښې دا خواهش راپورته شو چې دَدې صحيح تحقيق وشي۔ که څوک تپوس وکړي چې ورته دَ صحيح خبرې کولو قابل شو۔

جنيد صاحب زمونږ ملګرے دے اؤ مدينه منوره کښې کار کوي ۔هغهٔ ته مو ووې چې ګاډے راولي چې هلته خپله لاړ شو اؤ تحقيق وکړو۔ما خپل دوه ملګري ډاکټر مدثر اؤ جناب زين العابدين صيب ځان سره کړل اؤ دَ جنيد صاحب پهٔ ګاډي کښې وادي بيضاء ته لاړو۔ دَ خپل ځان سره مو يو ګلاس ،اوبه ،يو پيمانه اؤ يو قطب نما واخستل۔ چې کله خپل مطلوبه ځائے ته ورسيدو نو مونږه وکتل چې هلته خټ دے۔ مدينې منورې ته چې کوم سړک راځي نو هلته اول تيزه اترايیٔ راځي بيا لږه چړائی راشي اؤ ورپسې بيا تيزه اترايیٔ شروع شي۔ دا بيا تر ديرشو کلوميترو پورې سړک دے ۔ ۔پهٔ دې باندې مو پهٔ نيوټرل کښې ګاډے پريښو نو پهٔ ورو ورو روان ؤ۔خبره عجيبه وه خو تجربه اوس کول وو۔ګلاس مو دَ اوبو نه نيم ډک کړو۔ دَ سړک دواړو طرفو ته مو پهٔ ګلاس کښې دَ اوبو ژورتيا دَ پيمانې پهٔ ذريعه معلومه کړه نو معلومه شوه چې مدينې منورې طرف ته ژورتيا0.2 سنټي ميټره زياته ده ۔ دَدې نه پته دا ؤلګيده چې مديني منورې طرف ته چړايیٔ نهٔ وه بلکه اترايیٔ وه ،البته دَدې زاويه صرف تقريباً دوه درجې معلومه شوه۔ تقريباً شلو ميټرو پورې دا اترايیٔ دغه شان لږه وه ليکن دې نه پس مو چې حساب وکړو نو دا تقريباً پنځهٔ درجې ته ورسيده ۔دغه ځائے کښې ګاډے هم تيز شوے ؤ۔دَ ټول تحقيق نتيجه راووته چې مدينې منورې طرف ته چړايیٔ نه بلکه اترايیٔ ده۔ اول کمه اؤ بيا زياته۔ ۔خلقو ته چونکې اول بظاهر چړايیٔ ښکاري نو چې ګاډے اول پهٔ ورو ورو روان شي نو پهٔ عالمَ تحير کښې لاړ شي اؤ بيا چې واضحه اترايیٔ شروع شي نو دَ عالم تحير پهٔ وجه ورته دَ هغې پته هم ونهٔ لګي اؤ دَ زياتې اترايیٔ پهٔ وجه رفتار تر سلو کلوميټرو هم ؤرسي۔ پهٔ دې دَ خلقو تحير نور هم زيات شي۔ اؤ دغه شان دا دهوکه برقراره ساتلو کښې کامياب شي۔

اترايیٔ چړايیٔ څنګه ښکاره شوه؟

اګرچې پهٔ تکنيکي بنياد دَ تجربې نه پس خو دا واضحه شوه چې مدينې طرف ته چړايیٔ نه بلکې اترايیٔ ده خو دَدې۔جواب ورکول پاتې دي چې اترايیٔ چړايیٔ څنګه ښکاره شوه؟ دا مغالطه ښو۔هښيارو خلقو چې بعضې پکښې مفتيان وو ته څنګه ولګيده؟ پهٔ دې دَ پوهيدو دَ پاره تاسو دې مخامخ شکل ته لږ پهٔ غور وګوریٔ۔پهٔ ظاهر نظر به تاسو فوراً ووايَیٔ چې دا خطونه خپلو کښې متوازي نه دي ليکن که پيمائش مو ددې وکړو نو تاسو ته به پته ولږي چې دا خو خپلو کښې متوازي دي۔دغې ته دَ نظر دهوکه يعنېoptical illusion ويئلے شي۔ ۔پهٔ دې کښې دَ رنګونو فرق نه دا مغالطه لګي۔ دغه شان دَ حقيقي افق اخفاء،دَ ماحول بې قاعدګي اؤ دَ نظر دَ فوري تبديلیٔ اثر نهٔ قبلول هم دغه اثر لري۔ ۔دَ خټ پهٔ وجه حقيقي افق غایٔب شهٔ ۔، دوه تيزو اترايانو کښې لګه اترايیٔ دَ ماحول ئې قاعدګي ده نو دلته هم دغه دهوکه ولګيده۔

دَ مغالطې نقصان

دَدې نقصان دادې چې خلق مدينه منوره پريږدي اؤ يو غير متعلق څيز کښې مشغول شي۔ ۔شيطان دَدې موقعې نه فایٔده واخسته اؤ دَ ګاډو والو پهٔ زړه کښې ئې وسوسه واچوله چې تاسو ته پکښې فایٔده ده اؤ بل طرف ته ئې دَ خلقو پهٔ زړۂ کښې تجسس پيدا کړو چې دا وګوریٔ څهٔ شے دے بلکه دَ تقدس شکل ئې ورته ورکړهٔ چې دا دَ مدينې منورې کشش دے ۔بل طرف چې څوک دَ سوچ نه کار اخلي هغویٔ دَدې پهٔ ذريعه دَ نيکانو خلقو چې ساده ګان دي پهٔ باره کښې دا خيال اچولے شي چې دا کومې خبرې چې واقعي برکات دي دا هم دغه شان دَ خلقو دَسادګیٔ اؤ سطحي خبرې دي۔ ۔الله تعالیٰ دې مونږ دَ شيطان دَ دَجل نه محفوظ کړي اؤ دَ شريعت پهٔ طريقو مو دې ښهٔ پهٔ شرح صدر سره روان کړي ۔امين۔

منظوم سفر نامه دَ حج

شروع کوم دَ خدایٔ پہ نوم دا کتاب۔ژاړم

محبت مې شوے نصيب دا لهٔ خدایٔ غواړم

دے "دَ مينې شاهراه" باندې موسوم شو

سفر دې کښې مو دَ حج داسې منظوم شو

لاره ده دغه دَ مينې مختصره

ده خوندناکه پرخطره پر اثره

زۂ دَ دغې باغ ګلونه ټولَوم اوس

زۂ خوشبو ئې ۔هر طرف ته۔ خوروم اوس

چې معلومې راته شي دَ مينې لارې

اؤ پرې سمې شي زمونږه ورانې چارې

زما عقل چې خادم دَ کوم بادشاه دے

له هغۂ باغي کيدل نقصان زما دے

دا باغي که زۂ بادشاه ته سلامي کړم

زۂ محفوظه به پهٔ دې خپله هستي کړم

زما زړه که وي مين پهٔ دې بادشاه نو

عقل خپل به زۂ پهٔ دې کړمه فدا نو

چې شي عقل نوکر کله دَ دنيا

آخرت وغورزوي دے بيا پهٔ شا

ولوبړيږي پهٔ دنيا کښې دے خيرن شي

دَ دنيا پهٔ لذتونو دے مين شي

دے بيا ۔صرف پهٔ دنيا کښې استعمال شي

پهٔ ظاهر ښکاري ښائسته خو بد ئې حال شي

له دې ۔خټو به اوس څنګه۔ راوتے شي

دې بادشاه ته به بيا څنګه نزدې تلے شي

مشکل نه دي تر بادشاه نزدې کيدل

خو به دهٔ ته پهٔ بادشاه وي مينيدل

محبت دَ عاجلې هم يو طاقت دے

دَ الله دَ مينې هم ډېرزيات قوت دے

چې غالبه دَ الله مينه پهٔ زړۂ شي

بيا دا عقل ئې خادم شي هر څهٔ ښهٔ شي

غالب دغه عشق چې وي پهٔ عقل باندې

شي بيا۔مخکښې تلے هغه ۔دَ بادشاه وړاندې

نمونه کړل بادشاه ځکه دا کارونه

چې پهٔ دغې شي غالب پهٔ عقل زړونه

زړه پهٔ حکم دَ بادشاه چې۔ عمل کاندې

عقل چپ به وي ولاړ دَ بادشاه وړاندې

نو پهٔ دې باندې بيا ۔عقل عقلمند شي

د َبادشاه پهٔ نوکرۍ بيا۔ بهرهمند شي

نمونه پهٔ حج کښې دغه ښکاريدے شي

پهٔ دې باندې دَ مؤمن زړۂ پوهيدے شي

ځکه حج هم يو شاهراهِ محبت دے

دا دَ زړۂ پهٔ عقل باندې حکومت دے

لهٔ بادشاه اخلي دا زړه رهنمائي

بيا پهٔ عقل ئې پهٔ زور نافذ کوي

رهبري کوي اعمال دَ عاشقانو

ګوتې خولهٔ کښې وي نيولي عاقلانو

دا کتاب دَ دغه عشق سفرنامه ده

دا وګوره دا دَ عشق يو خزانه ده

شو پنډۍ نه دَ حرم پهٔ لور روان

ؤ پهٔ مونږه باندې فضل دَ سبحان

کله فضل چي دَ رب دَ لُوري وشي

نو اسباب ټول برابر شي ، هر څهٔ ښهٔ شي

نو منزل مو وړومبينے ؤ پيښور

هغه ځائے نه مو ؤ فلائټ مقرر

پهٔ ټکړو ټکړو کښې لاړو مونږه هلته

چې مو ګروپ اؤ ټول حاجيان جمع وو چرته

له نماښام نه پيښور ته مونږ روان شو

جهاز ليټ ؤ چې خبر شو پريشان شو

پهٔ کوم حال کښې نن سبا پي آئي اے دے

پهٔ هر کار کښې ئې ظاهر اړے ګړے دے

پهٔ وخت باندې جهاز نه شي چلولے

اؤ چي ليټ شي خلق نه شي خبرولے

داسې ښکاري ورکښې نيشته برکت

نو باعث دَدې کيدے شي کوم حرکت

دَ رمضان و حج دوی ورځو ته اسره کړي

پهٔ دې ورځو کښې دوی زياته کرايه کړي

ښکاري داسې چې دَدغې نحوست دے

وتې دغې ادارې نه برکت دے

ورکوي دوی ته دنيا رعايت ټوله

کرايه زياتوي دلته ورته ګوره

خلق وايئ چې خدمت مو دَ دویٔ وکړے

دَدویٔ خيال دے چې حاجيان دي لوټ مو ښهٔ کړے

ائر پورټ ته زمونږ تلل سبا سحر وو

له اصلي خبرې مونږه نا خبر وو

پهٔ يوولس بجې تلل دي شو خبر

حاجي کيمپ کښې مونږ دَ تلو وو منتظر

مونږه تلو ته تيار کړے ؤ خپل ځان

ائر پورټ ته شو بسونو کښې روان

ائر پورټ کښې زمونږ راغلل دوه نمونځونه

ايمپلي فائر باندې وشولو وعظونه

صرف لنګ مو ووهلو يو څادر نه

بل مو کيښود ، له حالاتو وو خبر نه

چې جهاز پهٔ ائر پورټ حصاريدے شي

پابندۍ بيا دَ احرام مشکليدے شي

هله نيت دې بنده وکړي چې روان شي

جنايت نه بچ کيدل ورته اسان شي

شريعت کښې چې ممکن کوم سهولت وي اخستل ئې دي پکار ، دې کښې حکمت وي

پهٔ مشکل کښې چې کوم کس چليدے نهٔ شي

عزيمت کښې مَرَور لهٔ خدایٔ نه نهٔ شي

نو جهاز بيا دَ حرم پهٔ لور روان شو

پهٔ مونږ باندې داسې فضل دَ سبحان شو

دَ ماښام نمونځ پهٔ جهاز کښې هم کول وو

دَ احرام دويم څادر راته تړل وو

پهٔ جهاز کښې چې دَ وچې کوم مفتيان وو

"پهٔ خپل سيټ به نمونځ کویٔ" ، داسې ګويان وو

نهٔ دي فرض پريښودل نمونځ کښې جایٔز

سټي وارډ نهٔ دے امامت باندې فایٔز

پهٔ ولاړه دَ ماښام نمونځ مو وکړلو

پهٔ مخ رنګ ئې۔ چې کوم راغلو مونږ ليدلو

نيت مو وکړو دَ احرام پهٔ لږ ساعت کښې

مونږ لبيک ورپسې ووې کوم حالت کښې

دَ لبيک وئيلو حالت ډک دَ سرور ؤ

سترګې ډکې وې لهٔ اوښکو زړه مجبور ؤ

دې حالت کښې دَ حرم پهٔ لور روان وو

وو سرتور مونږ پهٔ لبيک باندې ګويان وو

زړه زمونږ ؤ ۔دَ حرم سره تړلے

دوه څادره دَ احرام اؤ حالت ښکلے

پهٔ دنيا کښې وو دنيا نه بهر نه وو

دَ دنيا دَ ګندګۍ نه خبر نه وو

ټول يو رنګي يو جامه کښې وو روان

کهٔ غريب ؤ کهٔ مالدار ؤ پهٔ يو شان

دَ الله دَ محبت نه ډک سفر ؤ

مونږ جدې ته مخ پهٔ تګ وو پر اثر ؤ

پهٔ جده باندې مو کو۔ز شولو جهاز

دَ سامان دَ تلاشۍ وشو آغاز

څو قطرې ئې دَ پوليو زمونږه خولهٔ کښې

واچولې دَ ښهٔ کولو پهٔ اسره کښې

پابندي پهٔ دې قطرو ده امريکه کښې

عبرت پټ دے پهٔ دې داسې تماشه کښي

اے الله دَ غلامۍ نه مونږه بچ کړې

دَ دروغو پهٔ لار نه شو مونږ پهٔ سچ کړې

ورپسې ايميګريشن راته تيار ؤ

آخري جهاز ؤ مونږ ته بس حصار ؤ

کوم بسونه دَ مکتب چې ملاويږي

ملاؤ نه شو وخت پهٔ مونږ باندې تېريږي

که پهٔ وخت وو ملاؤ شوے دا بسونه

رسيدلي به حرم ته وو نمونځونه

دا غفلت چې دَ چا دے ئې ذمه وار دے

ثواب مونږ ته به خدایٔ راکړي پاک غفار دے

وخت نه مخکښې دَ سحر ورکړو اذان چا

ورکړه جمه پهٔ جمات کښې دې دوران چا

لاؤډ سپيکر باندې چې وشو بيا اذان

خبردار له صحيح وخت شولو حاجيان

ټولو بيا پهٔ صحيح وخت جمه ادا کړه

دَ تشريح موقعه ئې مونږ ته بيا پيدا کړه

دَ چا شوق وي پهٔ جمات کښې دَ اذان

مسٔلو نه خبر نه وي پهٔ هيڅ شان

ځان ښيونکي دا جذبه ده دا ښه نهٔ ده

دا خو ده ذمه داري څهٔ مزہ نهٔ ده

پهٔ دنيا کښې چې کلهم مؤذنان دي

دَ نمونځونو دَ روژو ټول ضامنان دي

دَ اذان پهٔ مسٔلو دې ځان خبر کړي

ګني ځان به آخرت کښي برابر کړي

دَ نمونځ وخت چې کوم ساعت کښې داخليږي

دي پکار چې هغه وخت اذان ورکيږي

دَ څاښت وخت کښې بيا ملاؤ شولو بسونه

لږ ساعت کښې ورته مونږه وختونه

عجيبه دَ خوشحالئي يو کيفيت ؤ

دَمکې پهٔ لور زمونږه چې رحلت ؤ

مونږ ګويانه دَ لبيک پهٔ ترانه وو

سر سرتور مونږ پهٔ سفر عاشقانه وو

عين پهٔ وخت دَ ماسپښين ورسيدلو

نمونځ ته وخت لږ ؤ پهٔ منډه ترې کوز شولو

زر سامان مو پهٔ کمرۀ کښې کښيښودلو

مونږ تکل کړو دَ حرم پهٔ لور دَ تللو

شکر شکر چې دَ جَمې نمونځ حاصل شو

دَ حرم سره زړګے ۔زمونږ واصل شو

مونږه وې چې لږ ارام مونږه وکړلے

تازه دم مونږه عمرے لره ورتللے

ځائے زمونږه لرې نه ؤ دَ حرم نه

مونږ خبر وو دَ مکې دَ زېر و بم نه

مازيګر پورې ارام زمونږه وشو

طبيعت مو لږ پهٔ دغه باندې ښهٔ شو

مونږ شروع کړو مازيګر نه پس طواف

دَعمرې ، کړي پاک الله دې مونږ معاف

لهٔ دې مخکښې دَ اؤو چکرو نيت

وکړو مونږه دَ طواف پهٔ خاص صورت

لاس وچت وو اؤ تکبير زمونږ پهٔ خولهٔ ؤ

دَ طواف دغه تکبيرِ تحريمه ؤ

بيا حجرِ اسود ته مخکښې ودريدلو

استلام ته پهٔ تکبير بيا ګويا شولو

پهٔ حجرِ اسود مونږ لاس ؤ کيښودلے

تصور کښې، دې نه پس مونږ ؤ ښکل کړے

ښي طرف ته مونږ راتاؤ شو اؤ روان شو

پهٔ دعا مونږه خپل رب وته ګويان شو

هم رمل مو پکښې وکړو درې چکره

اضطباع مو وساتله تر اخره

له کعبې نه تاويدلو خاص و عام

مونږ کولو هر چکر کښې استلام

شکر شکر چې زمونږ اؤو چکرې

له نمونځ مخکښې شولې ټولې برابرې

دَ اذان نه پس مو وکړل دوه رکعته

چې واجب ؤ دَ طواف پاتې ؤ راته

وشو جمه باندې بيا نمونځ دَماښام

اراده مو دې نه پس وه دَ ارام

دَ ارام سرہ قوٰی شي برابر

پهٔ اعمالو باندې پريوزي ښهٔ اثر

سعي مونږه کړه شروع پس له سحره

پهٔ مطاف دَ دريم چت حرم کښې بره

يو ملګرې اواز راکړلو پريشانه۔

استلام نهم خو پاتې شولو مانه

آيا سعي مونږ شروع کړو بيا دَ سره

خبردار سره مو وکړله خبره

راته ئې ووے مستحب دے دا عمل

دې دَ پاره باطل نه کړیٔ واجب خپل

سعي ځکه۔ مونږ جاري بيا وساتله

تر اشراقه پورې دغه پوره شوله

چونکې نيت زمو نږ دَ حج ؤ دَ قِران

لازم نه ؤ سر خرئيل پهٔ دغه آن

دَ عمرې اعمال شو ختم پهٔ دې باندې

اوس دَ حج پهٔ انتظار وو مونږه وړاندې

سټری والي نه به مونږه ځان ساتلو

کوشش مونږه دَ کعبې کړو دَ کتلو

دَ ذي الحج مياشت لهٔ اوله وه شروع

وړومبينۍ عشره شروع وه دَ روژو

دې عشره کښې دَ روژو ډېر زيات ثواب وي

پهٔ لک کالو حرم کښې يو پهٔ حساب وي

نو ملګرو دا روژې به هم ساتلې

دَ حرم عمل نامې ئې ډکولې

ترويې ته ؤ زمونږه انتظار

پهٔ احرام کښې دَ عمرې مونږ وو تيار

مونږ طوافِ قدوم وکړهٔ ترويه کښې

پهٔ ډېر رش کښې دَ حرم بره حصه کښې

هم دَ حج سعي مو وکړه ورپسې

دَ قِران پهٔ دې افضلې طريقې

پهٔ حرم کښې مو دَ حج وکړلو نيت

پهٔ دعا دَ اسانَیٔ اؤ دَ همت

ته ئې قبول کړې وه پهٔ خولهٔ مو دا دعا

ورپسې شو دَ لبيک الفاظ ادا

دې پسې مونږه منیٰ ته بيا روان شو

حج شروع شو پهٔ لبيک باندې ګويان شو

ماسپښين نمونځ زمونږ راغللو پهٔ لار کښې

پهٔ منیٰ کښې اؤ دَ حج ښکلي بهار کښې

وه خيمه چونکه زمونږ مزدلفه کښې

نو نمونځونه مونږ ادا نه کړل خيمه کښې

پهٔ خيمه کښې باقي وخت پاتې کيدو به

دَ نمونځ وخت کښې مونږ منیٰ وته راتلو به

پنځه نمونځه مونږ پوره بيا تر سحر کړل

پهٔ منیٰ کښې مو سنت ته برابر کړل

سبا ورځ دَ عرفې چې شوله بره

دَ تشريق ورځې شروع شوې پر اثره

تکبيرونه ۔دَ تشريق مونږه شروع کړل

ورسره هم دَ لبيک اواز دَ حج خپل

دي نه پس مونږ عرفات ته شو روان

پاک الله پهٔ مونږه شولو مهربان

مونږ روان وو پهٔ پيدلو قافلو کښې

دَ لبيک پهٔ ترانه اؤ پهٔ مزو کښې

يو لباس يوه نعره پهٔ خولهٔ دَ ټولو

پهٔ طريقِ مشي وو روان پهٔ ورو ورو

عرفات ته مونږ غرمه ورسيدلو

پهٔ دَ خول کښې عجيبه مونږ ونښتلو

دَ عربو ماشومان اؤ ښځې لار کښې

پهٔ خيمو کښې وې پرتې پهٔ انتظار کښې

انتظار ئې دَ نمرې دَ نمونځ کولو

پهٔ تکليف ئے ډېر مخلوق ۔مبتلا کړلو

عجيبه ده مستحب حاصلولول کیٔ

دې دَپاره دَ واجب دوی پريښودل کیٔ

کاش ۔له دين دَدې اصولو خبردار شو

طريقه چې ده صحيح دَ دين پهٔ لار شو

واجب کله مستحب ته پريښودے شي

هر يو کس پهٔ دغه باندې پوهيدے شي

خو جذباتو نه مجبور شي مسلمان

پهٔ دې لار کښې پرې ۔اثر وکړي شيطان

کاش شوقونه خپل دَ عقل کړو پابند

اؤ پهٔ عقل کړو حاکم دَ شرعې پند

مسايئل به بيا زمونږه صحيح حل شي

پهٔ دې باب کښې پاک الله دې زمونږ مل شي

لار وه بنده عجيبه زور آزمائي وه

شو ملګري مو ګډوډ نفسا نفسي وه

نو اخر مونږ څو ملګري را بهر شو

خوړ ته کوز شو اؤ پهٔ بله لاره سر شو

مونږ کښې څوک هم دَ۔خيمې۔نه خبر نهٔ ؤ

اؤ حال دا چې ګروپ ليډر هم مونږ سره ؤ

بس الله پهٔ مونږه باندې مهربان شو

يو ملګرے چې زمونږ داسې ګويان شو

ماليدلي ده خيمه چې داده چرته

رسولې شمه تاسو که ځیٔ هلته

ورسره مونږ ټول پهٔ شکر بيا روان شو

مونږ ئے ټول شکر ګزار پهٔ دې احسان شو

پهٔ لږ وخت کښې پهٔ خيمه کښې مونږ داخل شو

واړه ختم مشکلات اؤ مسائل شو

مونږ اول دَ ماسپښين نمونځ کړهٔ ادا بيا

پس له هغې واخستله مونږه سا بيا

مونږه نوش کړلو طعام چې ماحضر ؤ

تفصيلاتو نه عاري اؤ مختصر ؤ

دغه ورځ دَ دعاګانو چې شميريږي

پهٔ خوراک ۔باندې څوک۔ کله مشغوليږي

لږ ساعت کښې وخت داخل دَ مازيګر شو

دعاګانو و ته لرې بل لوئې در شو

پهٔ خپل وخت دَ مازيګر نمونځ مو ادا کړو

مخ مونږ ټولو قبله رخ اؤ پهٔ دعا کړو

دعاګانې عرفات کښې چې قبليږي

دَ هر کس دَ عاجزۍ اوښکې بهيږي

دعاګانو کښې مشغول وو ټول حاجيان

پاک الله ؤ پهٔ مونږ ټولو مهربان

توبه ګار له ګناهونو هر يو کس ؤ

پهٔ زارۍ ؤ هر يو کس چې څهٔ ئې وس ؤ

دَ خدایٔ پاک دَ رحمتونو يو باران ؤ

اؤ شيطان پهٔ دغه باندې پريشان ؤ

ډېر ذليل پهٔ دغه ورځ باندې شيطان وي

پهٔ حاجي دَ رحمتونو چې باران وي

الله غواړي چې هر کس دلته کښې راشي

هر څهٔ پرېږدي دَ الله سره پخلا شي

دَ چا هم چې دَ راتلو استطاعت وي

لازمي ده چې دې ځائے ۔ته دې رحلت وي

کهٔ بيا هم دلته رانه شي وخت پرې تېر شي

دَ الله پهٔ عذابونو باندې ګېر شي

پرواه دار یٔی الله نهٔ وي څنګه مري دے

مسلمان که عيسائي که يهودي دے

ځکه حج چې پهٔ چا فرض شي هغه دې

څهٔ تاخير دې نه کړي دغه مسئله کښې

دَ ماښام وخت عرفات کښې چې داخل شهٔ

هر حاجي دَ بل منزل پهٔ لوري زغل شهٔ

اؤ بسونه هم ولاړ ورته تيار وو

وخت نه مخکښې ورته ورغلل هوښيار وو

وخت لهٔ مخښکې داخل شوے ؤ دَ ماښام

پهٔ حاجي دَدې وخت نهٔ ؤ اهتمام

ؤ خبر حاجي پهٔ داسې مسٔله کښې

هر حاجي به نمونځ کوي مزدلفه کښې

اؤ زمونږه طريقه خو دَ پيدل وه

پرته لاره راته مخکښې دَ مزل وه

پهٔ طريق دَ مشي بيا مونږه روان شو

پهٔ لبيک لبيک نعرو مونږه ګويان شو

دَ پيدل خلقو روانې قافلې وې

وې پر جوشه اؤ عالي ئې حوصلې وې

بهر حال پهٔ دغه شان جاري سفر ؤ

اؤپهٔ زړۂ باندې زمونږ دَ حج اثر ؤ

مونږ ته زر زر پهٔ دې لاره پيدل تلل وو

مزدلفه کښې لهٔ دخول نهٔ هم۔ وتل وو

پهٔ دخول کښې کوم حاجياڼ چې شي داخل

ستړي شوي ۔وي شروع کړي کيناستل

څوک ودۂ شي هلته کښې تنګې شي لاري

څوک زمونږ به سموي دا ورانې چارې

وخت پهٔ وخت چې دا رش نور هم بيا زياتيږي

پهٔ راتلونکو ګرزيدل۔ نور مشکل کيږي

مونږه چې ؤرسيدلو لا رش نه ؤ

دَ تلو سکيم پهٔ تيزۍ ځکه مونږ ته ښهٔ ؤ

لس بجې خپله خيمه کښې مونږ داخل شو

شکر شکر چې اسان دا مراحل شو

چې ملګري کوم وو وروستو پاتې شوي

وو پهٔ رش کښې ټوله شپهٔ بيا انښتلي

خيمه وه مو ۔پهٔ دې ځل مزدلفه کښې

مونږه وکړهٔ وقوف ځکه دې خيمه کښې

ده دا شپه ليلة القدر دَ حاجيانو

پوې حاجي چې ؤ دَدې شپې پهٔ ارمان ؤ

دَ سنت پهٔ نيت مو ؤکړو څهٔ ارام

کړو مو جوړ دَپاسيديلو هم نظام

دَ دې شپې عظمت پهٔ چا چې وي څرګند

خپل خپل رنګ کښې عبادت نه اخلي خوند

دَ اذان هم خيال ساتل پکار دي دې کښې

چې پهٔ وخت وشي اذان پهٔ داسې شپې کښې

کهٔ ناپوهه چا اذان وکړو دَ وخته

نور به هم شي ورسره بعضې نيک بخته

هسې نه چې دَ سحر نمونځ۔ مو خراب شي

غفلت دې کښې څهٔ باعث مو دَ عذاب شي

اذان وشو پهٔ خپل وخت زمونږ خيمه کښې

شکر دې کښې غلطي ونهٔ شوه دې شپهٔ کښې

مونږ ملګري وو پهٔ دې باندې پوې کړي

ځکه دې کښې مستعد وو ټول ملګري

بعضې خلق سوچ ونهٔ کړي پهٔ دې باندې

پهٔ غلطۍ باندي بانګ وکړي وخت نه وړاندې

شوق لري خو مسائل نه ځان خبریٔ نه

دَدې دومره اهم کار څهٔ فکر کیٔ نه

دَ اذان ثواب ګټلو ته تيار وي

مسٔلو نه دَدې کله خبردار وي

پهٔ غلط اذان دَ نمونځ دوی ذمه دار شي

دَ غفلت پهٔ دې ګناه کښې ګرفتارشي

مونږه نمونځ دَ سحر وکړلو پهٔ جمه

دَ وقوف دَ پاره لاره شوله سمه

مونږ وقوف هلته کښې وکړو پهٔ ولاړه

زړۂ مو وې رب مهربان دے ورنه غواړه

دا وخت ډېر دے قيمتي دَ دعاګانو

دَالله څومره رحمت دے پهٔ حاجيانو

قربان ګاه ته استولي مو کسان وو

دَ ناشتے نه پس منیٰ وته روان وو

پهٔ وروورو رش کښې منیٰ کښې وو روان

پرجوشي وه يو مستي اؤ اطمينان

جمرات ته چې مونږ څنګه برابر شو

پهٔ ويشتلو مونږ دَ لوئې شيطان بيا سر شو

فون مونږ وکړو قربان۔ګاه ته دې نه پس

چې مو هلته استولے ؤ کوم کس

قرباني دې زمونږ وکړي اجاز ت دے

چې دَ سر پهٔ خريلو کښې دَدې حاجت دے

جمرات،قرباني ، سرخريل دغو درې کښې

دے ترتيب واجب زمونږ پهٔ نزد پهٔ دې کښې

قرباني وشوه اطلاع راکړه ملګرو

شوه اسانه فيصله سر دَ خريئلو

سر مو وخريلو بلډنګ کښې پهٔ اسانه

موجود هر څهٔ وو خبره نه وه ګرانه

بيا طوافِ افاضه ته مازيګر

پهٔ حرم شريف کښې شو مونږه حاضر

هلته رش ؤ پهٔ طواف کښې دَ حاجيانو

دَطواف مو مؤخر کړہ ابتدا نو

ماسخوتن نمونځ نه مو پس چې نظر وکړو

رش ډېر کم مطاف کښې۔ؤ زړۂ ئې راته ښهٔ کړو

ؤکتل مو چې پوليس کنټرول کولو

پهٔ مطاف کښې ځکه رش نه زياتيدلو

مونږه هم کړلې شروع بيا دعاګانې

چې مشکلې لارې مونږ ته شي اسانې

مونږ سارله دې کښې لار دَ کوزيدلو

پهٔ مطاف کښې دَ طواف شروع کَوُلو

شو حاصل مونږ ته يو ځائے کښې اجازت

دَ طواف مونږه فوراً وکړلو نيت

زر طواف زمونږ پوره شو يو ګهنټه کښې

خدایٔ مدد ؤکړو زمونږ دې مسٔله کښې

چې مؤمن وي نو اسباب اختيارول کیٔ

دعاګانې دَا اسباب کاميابول کیٔ

دَااسباب اختيارول کهٔ عاجزي ده

مسبب سره تعلق کاميابي ده

دَ اسبابو نهٔ اعراض نه دے ښهٔ کار

نهٔ هم صرف پهٔ اسبابو انحصار

دعاګانې پهٔ هر ځائے کښې پکاريږي

دَ الله سره تعلق پهٔ دې جوړيږي

مونږه کړي وه لهٔ مخکښې نه سعي

پاتې شوله اوس پهٔ حج کښې بس رمي

دَ درې واړو شيطانانو وو ۔ويشتل

پهٔ منيٰ کښې هم مبيت مو ؤ کَوُل

کم ازکم دوه ورځې نور مبيت سنت ؤ

دَ منيٰ دَ تلو زمونږه ځکه نيت ؤ

وو بلډنګ ته پهٔ دې سوچ کښې مونږ روان

چې اواز راباندې وشهٔ ناګهان

يو ملګري نه جيب کټ شو پهٔ حرم کښې

اوريدو سره دَدې پريوتو غم کښې

يا الله پهٔ داسې ځائ کښې داسې کار

دومره سخت زړۂ دغه ځائ دغه کردار

پهٔ تلاش پسې مو واستولو ملګرے

پريشان ؤ اؤ غمجن اؤ هم ؤ ستړے

مونږه هم وو بيا ددۂ پهٔ انتظار

دَ مبيت مو منصوبه شوه تار پهٔ تار

دا مبيت زمونږ پهٔ نزد باندې سنت دے

واجب نه دے اؤ پهٔ دې کښې ډېر حکمت دے

نن سبا منیٰ شوه تنګه پهٔ حاجيانو

آساني ده پهٔ دې باب کښې پهٔ حنفيانو

نو خيمې چې دَ چا وي مزدلفه کښې

محروم نه دي دَ واجب پهٔ مسئله کښې

دَ ملګري چې مو جيب چا ووهلو

پهٔ خپل ځان باندې هغهٔ ظلم وکړلو

کهٔ نيکي ده پهٔ حرم کښې پهٔ لکونو

دغه شانتې هم دے حال دَ ګناهونو

هغۂ پټ کړل دلته درے زره رياله

شو ديرش کروړه ، هلته شي به دے بد حاله

دا دَ نفس دَ بيماريو نتيجه ده

اؤ دَ زړۂ دَ خرابيو سلسله ده

نهٔ شوې سمې کهٔ دَنفس دا خرابۍ مو

علامې دي دَ آخر دَ تباهۍ مو

کهٔ دا زړۂ دَ چا سم نه شو ، لهٔ قرآن

هدايت به چرې وانخلي انسان

سمَوُل دَ زړۂ اؤ نفس ضروري ډېر دې

کامياب چې دې کښې نهٔ دي هغه ګېر دي

رومی وائي قال پريږده صاحبِ حال شه

دې دَ پارۀ شيخ کامل ته پائمال شه

بيا سبا مونږ جمراتو ته روان شو

پهٔ تکل کښې بيا ويشتونکي دَ شيطان شو

وو درې واړه شيطانان راته ويشتل

دَ زوال نه پس واجب دے دا عمل

هغه ورځ مو داواجب عمل پوره کړو

چونکه ورځ وه سر مو بيا پټ پهٔ خيمه کړو

بيا ماښام مونږ پهٔ منیٰ شولو داخل

چې پوره کړو دَ مبيت سنت عمل

نمونځ نه پس دَ مثنوي درس مو هم ورکړو

دا معمول مو پهٔ منیٰ هم برابر کړو

هغه ځائے مو ادا نمونځ دَ ماسختن کړو

پس له دې مو دَ خيمې پهٔ لور چلن کړو

شپهٔ شوه تېره پهٔ خيمه کښې مزيداره

دولسم دَ ذي الحجې ورځ وه تياره

شيطانان زوال نه پس به شي ويشتلے

چې څوک غواړي شي مکې ته به نن تللے

لهٔ نماښام مخکښې حدود نه کهٔ بهر شي

نيت دَ تللو به ئے هله مؤثر شي

ګني بله ورځ به هم بيا شيطانان

وي ويشتل خو څوک دې نه شي پريشان

مستحب پاتي کيدل دي يو ورځ بله

ولې دلته نه پهٔ زغل ځې ۔حاجي ګله

خبر نه دي چې پهٔ دې باندې حاجيان

اسان کار ځان ته پهٔ خپله کړي ډېر ګران

پهٔ دې ورځ سامان سره کوي مزل

کله رش کښې شي راګېر ځان کړي غوبل

کاش چې عقل نه مونږ کار واخلو هر وخت

دې سره شي ټول اسان کارونه سخت

زمونږ هم وه اراده پاتې کيدو ته

سبا ورځ پس له زوال مکي ته تلو ته

جمراتو ته نزدې نه چا ملګرو

دعوت راکړو دَ خيمې پاتې کيدلو

تر هغې خيمې زمونږه وشو تلل

ګران کارونه خدایٔ بيا مونږ ته اسان کړل

پهٔ خيمه کښې مو وکړه دَ سحر جمه

ډېر ارام اؤ پهٔ سکون سره ئې غمه

پس له دې مختصر وشولو بيان

پهٔ موضوع دَ نفس اصلاح ښکلے اسان

ماسپښين نمونځ مو چي وکړلو خيمه کښې

بيا روان شو مونږ دَ رمي پهٔ اسره کښې

شيطانان مو وويشتلو پهٔ ارام

دې سره دَ حج اعمال شولو تمام

اؤ يو پاتې دَ وداع ؤ بس طواف

کړي الله دې تقصيرات زمونږ معاف

دې نه پس مونږه مکې ته ټول روان شو

مکمل شو زمونږ حج خوشحال خندان شو

پهٔ مکه کښې پاتې ورځې تېريدلې

څومره ښکلې مزيدارې پرسکونې

طوافونه اؤ نمونځونه ديدنونه

پهٔ مونږ څومره دَ الله وو رحمتونه

مشائخ اؤ عالمان وو ډېر راغلي

مجلسونه دَ هغویٔ خبرې ښکلي

دا مکه مکرمه ډېر ځائے وچت دے

څومره شرف دَ کعبې دے اؤ عزت دے

پهٔ تعظيم دَ شعائرو کښي تقویٰ ده

له قرآن نه دا خبره هويدا ده

دَ چا زړۂ کښې چې ادب دَ کعبې نه وي

نو پهٔ زړۂ کښې دَ هغهٔ تقویٰ به څهٔ وي

دا قران هم شعائرو کښې ياديږي

متقي نه دے چې دے پهٔ زمکه کښيږدي

دَ څپلو سره چې څوک ګرځي حرم کښې

چې څوک عقل نه لري نو څهٔ به یٔی سم کړي

څوک چي پښې دَ کعبي لوري ته وږدې کړي

دَ حساسو خلقو زړۂ ارې ارې کړي

پهٔ ادب که دَ حرم کړې پوهيدل

نو پهٔ غور سره دا ولوله غزل

دَ حرم ادب

چې هر شے ملاويدے شي پهٔ سبب خپل

ملاويږي هم حرم کښې پهٔ ادب خپل

تي حرم لکه دَ مور بهر راويستي

شودۂ هر چا ته به رسي پهٔ طلب خپل

ټول اعمال دلته پهٔ خپلو طريقو کړي

ټول اعمال دې هم زمونږ وي پهٔ مذهب خپل

دَ لمحې لمحي قيمت دلته بيشانه

مونږ دې هم کړو قيمتي دا روز و شب خپل

کړه عمل دارالعمل دے دا شبيره

پهٔ دې باندې به تهٔ کړې فضل دَ رب خپل

طواف

تاته پته ده ؟ چې څهٔ دے دا طواف

دا دَ حب الٰهي دے اعتراف

پتنګان کله دَ شمعې چې تاويږي

کله نهٔ کوي دَدې نه انحراف

دا کعبه نخښه زمونږه دَ محبوب ده

يو شاهراه دَ محبت ده دا مطاف

پهٔ مکان کښې زړۂ مکين ته نن وسپاره

محبت نه دَ دنيا زړګے کړه صاف

الٰهي تهٔ دا مسکين شبير قبول کړې

ګناهونه چې دَده شي ټول معاف

حرم ته راتلل

راغوښتل دَ هغهٔ دلته زېرے دے دَ رحمتونو

بس دَ نفس ځنې ويريږم دے عادت چې پهٔ ظلمونو

عظمت څومره دَدې ځائے دے زۂ حقير غوندې بنده يم

کهٔ ګناه زما معاف کړي وي به فضل پهٔ فضلونو

دَ کعبې پهٔ طرف زړۂ مې ، زۂ طواف دَ حقيقت کړم

پيش کړه زړۂ دَ هغۂ مخکښې ، دے ښهٔ پوې هغه پهٔ زړونو

پهٔ قدم قدم منزل دے دلته غواړه چې څهٔ غواړې

هغه ذات لوئے کريم ذات دے خوشحاليږي پهٔ سوالونو

دَ هغۂ معيت غواړم چې مې راکاږي خپل ځان ته

زۂ له غير ئې پهٔ وحشت يم دَديدار پهٔ اميدونو

دَ محبوب پهٔ لار ئې سم شه دَ هغۂ مينه کهٔ غواړې

اعراض ونهٔ کړې شبيره چرې هم لهٔ سنتونو

سوري دَ کونترو

سوري زمکه باندې ګرځي دَ کونترو

دي ازادې تيز رفتار کیٔ پهٔ وزرو

دغه ځائے مولد دَ چا دے څوک وو دلته

دَ چا فکر دلته کښې ډېر پراثر ؤ

ټول ملګري ورسره کلک وو ولاړ هم

پهٔ هغو کښې دَ هر يو خطره کښې سر ؤ

څوک پهٔ شګو کښې راچولے شو ګرمۍ کښې

تکليفونو کښې هر يو دَ صبر غر ؤ

دَ هجرت حکم چې وشهٔ مدينې ته

څوک صحرا کښې پټ پهٔ پټه پهٔ سفر ؤ

چې پهٔ غارو ورسيدل لږ پهٔ ارام شو

خو تلاش پسې شروع هم برابر ؤ

نو کونترې اګۍ واچولې لار کښې

جولا جاله سازۂ کړه دَ خدایٔ امر ؤ

دَښمنان ئې تر خولې ورسيدل هم نو

دَ ملګري ئې پهٔ هغو باندې نظر ؤ

فکر مند شو چې لهٔ دوی نقصاني نه شي

ورسره چې ناست پهٔ خوا کښې دَ زړۂ سر ؤ

ان الله معنا باندې ګويا شو

دَ الله دَ حفاظت دغه مظهر ؤ

دښمنان ئې مايوس لاړل واپس غار نه

ډوب پهٔ غم کښې هر دښمن ئې سراسر ؤ

پهٔ کوم شان هغه مکې ته واپس راغلل

دښمنان وو سترګې ټيټې دا منظر ؤ

هر يو وې چې اوس به څهٔ مونږ سره کيږي

هر يو کس ته چې خپل ظلم مستحضر ؤ

"نن معاف یَیٔ ټول" اواز داسې بلند شو

نو لۂ شرمه دَ هر يو دښمن ټيټ سر ؤ

خپل دښمن معاف کول څهٔ اسان نهٔ وي

دَ هغۂ اسوه ده دا خير البشر ؤ

دَمينې طواف

عجيبه لاره دَ مينې ده طواف

دَ دنيا دَ محبت کړي زړګے صاف

معافي دَ ګناهونو ملاويږي

غواړه تهٔ هم چې ګناه شي ستا معاف

خدایٔ سره به دې ملاؤ کړي که صحيح وي

عجيبه شان دَ کعبې دے دا طواف

کهٔ دا دواړه وي قابو نو بيا جنت دے

يو پهٔ داړو کښې بندي بل زېر ناف

طريقه دَ صحابه اؤ سنت واخله

چرته ونهٔ کړې لهٔ دې نه انحراف

چې شبيره کله ځې حجر اسود ته

زړۂ دَ ټولو ګندګيو کړه صاف شفاف

پهٔ بلډنګ کښې دا نوټس ولګيدلو

چې تابيا کؤو مدينې ته مونږ دَ تللو

پهٔ دې باندې عجيبه غوندې جذبات وو

څهٔ دوه رنګه مو پهٔ دې کښې احساسات وو

غواړیٔ تاسو هم پهٔ دې کهٔ پوهيدل

دې دَ پاره ولولیٔ دغه غزل

مکه مکرمه اؤ مدينه منوره

غواړي مې زړګےتلل مدينې وته ،ولې دا کعبه هم پرېښودے نهٔ شي

دلته نظاره چې دَ کعبې ده نو ، زړۂ نه نظاره مې دا وتے نهٔ شي

څښلے پهٔ بيا بيا مې دَ زم زم اوبه ، کله پهٔ بل ځائے کښې ملاويږي دا

څښمه که زۂ دا پهٔ کټورو باندې ، تنده دَ ايمان پر ې ماتيدے نهٔ شي

دلته عبادت دَ طوافونو دے ، چرته عبادت داسې بل نشته دے

زړۂ اؤ تن زما ورنه تاويږي چې، داسې تر ې بل ځائے کښې تاويدے نهٔ شي

دادَ رحمتونو پرناله چې ده ، داهم يو سمت ته اشاره کوي

چرتۀ چې رحمت دَ عالمينو دے ، هلته نه دَ تلو بغير کيدے نهٔ شي

خاوره چې دَ قبر ئې افضله ده ، عرش اؤ لهٔ کرسۍ نه کتابونو کښې

دلته نه دَ تلو خفګان لرمه خو ، هلته نه هم زړۂ مې صبريدے نهٔ۔شي

هلته نه کعبې ته مخ کوم به زۂ ، يم به قدمونو دَ رسول کښې زۂ

زړۂ دې اے شبيره فيصله وکړه ، ورشه مخکښې نور حصاريدے نهٔ شي

بله ورځ سحر وختي روانيدل وو

مدينې منورې ته زمونږ تلل وو

کنسترې مو کړې ډکې دَ زمزم

اؤ دَ شپې مونږه داخل شو پهٔ حرم

نيمه شپهٔ وه رش ؤ کم لږ پهٔ مطاف کښې

اساني مونږه ليدله پهٔ طواف کښې

دَ وداع طواف پهٔ وخت چې کوم حالات وي

څومره ګرم پهٔ دې وخت دَ زړۂ جذبات وي

نو دَدې يوه نقشه ده دې غزل کښې

تاسو هم لږ شیٔ شامل پهٔ دې عمل کښې

دَ طوافِ وداع پهٔ وخت

دَ مکې پهٔ جدايۍ مې زړۂ کړيږي

دَ هجران پهٔ توره بيامې زړۂ غوڅيږي

دلته څومره دا کعبه راته نزدې وه

هایٔے افسوس چې اوس زما نه پاتې کيږي

پهٔ چکرو دَ وداع طواف مشغول يم

څومره تيزه دا ګړیٔ دَ وخت چليږي

خدایٔ زما دې دا طواف آخري نهٔ کړي

دعاګانې آخري وخت کښې قبليږي

دا مرکز دې وي اباد دَ مسليمينو

کافران خو دې ته خونې خونې کيږي

السلام اے کعبے تاته دې سلام وي

ستا کتو باندې مې سترګې نه مړيږي

دَ زم زم اوبه مې څښلې دومره دومره

دَ ايمان تنده پهٔ دې کله ماتيږي

شريعت نه زۂ مجبور يم ملتزمه

واجب کله مستحب ته پاتې کيږي

زړۂ مې غواړي چې دَ سترګو پهٔ پښو درشم

مسلمان رانه پهٔ دې کښې ازاريږي

دې دَ پاره زۂ لهٔ لرې درته ګورم

پهٔ دې رش کښې رانه هر څهٔ پاتې کيږي

دَ حجر اسود دَ چپي شوق پهٔ زړۂ کښې

زۂ لرم خو دَ ورتلو وس مې نهٔ کيږي

اے شبيره دَ الله پهٔ لوئے دربار کښې

لامبوزن شه دَ الله رحمت وريږي

دَ طواف نه پس مونږ ناست وو پهٔ حرم کښې

دَ ليکلو زور محسوس شهٔ پهٔ قلم کښې

دَ اخر وخت دَ جذباتو ترجمان وم

پهٔ اشعارو باندې زۂ هلته ګويان وم

تهجد مو هلته وکړو پهٔ حرم کښې

اؤ دَ غم نه سترګې ډوبې وې پهٔ نم کښې

لاس مو بره وو نيولي دَ رب مخکښې

اؤ جاري زمونږ دَ سترګو نه وې اوښکې

مونږه ټول هلته کښې پهٔ جمع دعاګو وو

خواستګار مونږه بيابيا هلته دَ راتلو وو

مونږ کعبې ته پهٔ حسرت سره کتل

ګنهګار معلوميدو راته ځان خپل

څومره شوي رانه دي بے ادبیٔ

دَ دې ځائے دَ وخت تېر شوي کوتاهیٔ

اے الله مونږ ته دا ټولې تهٔ معاف کړې

تربيت زمونږه وکړې زړۂ مو صاف کړې

دي زمونږ چې کوم پهٔ زړۂ کښې حاجتونه

پاک مولیٰ کړې دا پوره مونږ کړو سوالونه

پهٔ دې وخت اذان وشولو دَ سحر

دې حالت نه مونږ را ووتو بهر

دَ سحر نمونځ مو بيا وکړلو پهٔ جمه

کړه مو ځانته دَ بلډنګ لاره بيا سمه

دَ ناشتې نه پس مو راغلل بيا بسونه

مونږه دې ته ټول پهٔ جمع وختونه

مدينې منورې ته شو روان

پهٔ درود شريف مونږ شو رطب اللسان

دغه لار دَ مدينې ډکه ده دَ نوره

سترګې ډکې وې دَ اوښکو زړۂ مجبوره

کيفياتو بيا مجبور زما قلم کړو

ځکه حال دَ دغې لارې مې رقم کړو

مدينه منوره رانزدې کيږي

مدينه منوره رانزدې کيږي

خوشحالۍ نه مې پهٔ مخ اوښکې بهيږي

پهٔ درود اؤ پهٔ سلام باندې مشغول يم

بل قلم مې پهٔ کاغذ باندې چليږي

زۂ ليواله يم سلام دَ حاضرۍ ته

اوس دَ شوقه پهٔ ما وخت کله تېريږي

هلته زۂ به دَ حاضر صيغې سلام کړم

حقيقت دَ تصور نه به جوړيږي

دَ محبوب دربار به څنګه ښکلے ډک وي

سلامونه دَ هرچا به ور رسيږي

زۂ خاموشه به ولاړ يمه يو څنګ ته

سترګې زړۂ زما به خپله ګويا کيږي

دَ رحمت څادر کښې زۂ به هم ځان پټ کړم

رحمتونه څومره هلته راوريږي

زۂ دَ زړۂ پهٔ اواز وايم به سلام

دَ ادب نه مې سر اوسه نه ټيټيږي

اے زائره دَ حرم ښهٔ ځان خبر کړه

پهٔ ادب هلته ټول هر څهٔ ملاويږي

تهٔ بيان کړه خپل مطلب دَ دواړو مخکښې

دَ کرم درياب خو هلته کښې بهيږي

تهٔ کچکول دَ مسکينۍ خو هلته يوسه

ورته ګوره څنګه دا هلته ډکيږي

سترګې ټيټې زړۂ ګويا پهٔ سلام ورشه

اے شبيره جوړ قسمت دې اوس ويښيږي

لاره دَ جانان

کومه لاره باندې زۂ يم نن روان

دغه لاره خو ده لاره دَ جانان

جانان هم پهٔ دغه لار باندې ؤ تلے

دَ مکې نه مدينې ته پهٔ هجران

دَ مکې نه شوم روان ځم مدينې ته

سورلۍ تيزې شوې سفر شولو اسان

دغه لاره خو دَ شوق اؤ دَ ادب ده

چې مؤمن وي دَ هغۂ وي دا ارمان

ډېر عظيم دربار ته مونږه نن روان يو

سر مې ټيټ دے لهٔ ادب زړۂ مې حيران

خدايه ماته ادب وښائی اوس هلته

پهٔ شبير باندې اوس ته شې مهربان

را حاصل شي ماته هم دَ مينې جام

واستوم ورته دَ زړۂ نه بيا سلام

اؤ درود ورته ليږم سبا ماښام

پهٔ سيرت یٔی اوس زما عمل نصيب شي

هم پهٔ زړۂ کښې ئې لرم صورت مدام

خدایٔ دَپاره دَ يو خدایٔ شمه هر آن زۂ

طريقه وي دَ حضرت خير الانام

دَ بدعت خوشنمائي کړمه پهٔ لتو

را معلوم دے دَ سنت ښکلے مقام

زۂ شبير خو دَ الله ځنې دا غواړم

را حاصل شي ماته هم دَ مينې جام

بس زمونږ ورسيدلو مدينې ته

دَ الله دَ رحمتونو خزينې ته

څو اشعار دَ مدينې پهٔ رسيدلو

شو جاري بيا پهٔ اظهار دَ جذبو خپلو

چرته مونږه چرته دغه لوئې دربار

فضل وشولو پهٔ مونږ دَ کردګار

بيا نصيب دَ مدينې مو شو ديدار

راوستلو خدایٔ مونږ دلته دوباره بيا

دا احسان دے لوئے پهٔ مونږ دَ پاک غفار

شکر کله ئې لهٔ مونږ پوره کيدے شي

کړو مونږ شکر کهٔ پهٔ خولهٔ هزار هزار

خدایٔ دې وکړي چې ادب راته نصيب شي

چرته مونږه چرته دغه لوئې دربار

ودريدل غواړم بيا مخکښې دَ جانان زۂ

اؤ پهٔ خولهٔ دې زما وي دغه ګفتار

پهٔ ما باندې دَ کرم نظر دې وشي

زۂ ولاړ يمه شبير ډېر ګنهګار

دغه ځائے دے ډېروچت ، ځائے دَ ادب دے

لوئے مقام ورته وکړے چې لوئے رب دے

که ادب دَدې څوک نهٔ کړي محرومي ده

نو پهٔ دې مې اوس مشغوله شاعري ده

محرومي ده

محرومي ده محرومي ده محرومي ده

چې دَ نښو دَ الله بې ادبي ده

دا تعظيم دَ نخښو نخښه دَ تقویٰ ده

دانائي عقلمندي ده اؤ خوبي ده

کاش چي درس دَ ادب دلته هم شروع وے

چې شي ختم چې لهٔ دې بغير خشکي ده

دَ محبوب دَ لوئے الله پهٔ دې دربار کښې

څومره شور دلته کول بې وقوفي ده

دَ رياض الجنت نفلو ډېر ثواب دے

پهٔ جمات کښې وهل منډي تباهي ده

ټول اعمال پهٔ دغه شور ساقطيدے شي

دلته شور ؟ اؤ احاطه دَ پاک نبي ده

دلته حکم دَ قرآن لا ترفعوا دے

که څوک منع کړي دوی دغه خير خواهي ده

اے شبيره اهم دفع مضرت دے

ځان دَ شر نه کړه ته بچ دغه نيکي ده

مواجې شريفې ته چې مونږ راتللو

نو کارونه مونږه بعضې وليدلو

څوک پهٔ منډو پهٔ جمات کښې ځائے نيول کیٔ

ځائے رياض الجنت کښې قبضه کول کیٔ

نيت ئې دادے چې ثواب ورته حاصل شي

کاش چې دویٔ لږ څهٔ خبر له عمل خپل شي

دویٔ ګڼي دا دَ ثواب جوړې بټن ده

پهٔ تاوولو له ثواب ډکه لمن ده

داسې نهٔ ده دَ هر څيز يو طريقه وي

پهٔ فائده وي چې ئې خيال دَ چاسره وه

ادب

مهٔ کوه جنګونه دَ عجم اؤ دَ عرب سره

هر څهٔ ملاويږي پهٔ هر ځائے کښې پهٔ ادب سره

ټيک ده دا رياض الجنت باغ دے دَ جنت نه يو

نمونځ دې کښې دَ نفلو ډېر ثواب دے عبادت نه يو

ليکن رانه دا خبره واؤریٔ دَ حکمت نه يو

دې باندې قبضه کول دي کوم يو کار وچت نه يو

هر ښهٔ کار ښهٔ کار وي چې کوم وي پهٔ ښهٔ سبب سره

هر څهٔ ملاويږي پهٔ هر ځائے کښې پهٔ ادب سره

حرص دَ ثواب ښهٔ دے ليکن ادب کول دي هم

لوئے ځائے ته راغلي يو نو دلته ښهٔ کيدل دي هم

ډېر ځائے دَ ادب دے دا نو دلته ويريدل دي هم

سترګې ټيټې چپهٔ خولهٔ پهٔ ورو ورو ګرځيدل دي هم

ماشاء اللہ بيا يو کامياب فضل دَ رب سره

هر څهٔ ملاويږي پهٔ هر ځائے کښې پهٔ ادب سر

دلته خپله اوري چې سلام نو سلامونه کړه

دلته پهٔ خشوع اؤ پهٔ خضوع باندې نمونځونه کړه

رب چې شي راضي درنه نو داسې تل کارونه کړه

چرته بې همته نهٔ شے هر وخت همتونه کړه

ټوقې دلته مهٔ کوه هيچرې دَ مذهب سره

هر څهٔ ملاويږي پهٔ هر ځائے کښې پهٔ ادب سره

وکړه څلويښت نمونځه دې جمات کښې کهٔ کولے شې

دې سره انعام دَ شفاعت حاصلولے شې

دې سره جولۍ تهٔ دَ نيکيو ډکولے شې

ټول خپل ګناهونه پهٔ توبه تهٔ ختمولے شې

داسې به انصاف وکړې شبيره روز و شب سره

هر څهٔ ملاويږي پهٔ هر ځائے کښې پهٔ ادب سره

که پنډونه دَ ګناه دَ چا پهٔ سر وي

دے به نهٔ مايوسه کيږي کهٔ خبر وي

چه الله پهٔ توبه باندې خوشحاليږي

څوک توبه چې کله وکړي معاف کيږي

خو جرأت پهٔ ګناهونو چې کول دي

سمندر دَ حماقت ته غورزيدل دي

نو قانون الهٰي نه خبر دار شه

دا غزل واوره پهٔ سچه توبه ګار شه

توبه

ويره دَ ګناه نه دَ مؤمن ګرځي شعار

کوم چې وي فاسق فاجر هغه پرې کړي اصرار

شو چې ندامت دَ چا نصيب دَ ګناهونو نو

داده دَ توبې کنجي هغه شي توبه ګار

دا خو حقيقت دے چي مونږ ډک لهٔ ګناهونو يو

مهٔ مايوسه کيږه زمونږ رب دے پاک غفار

غواړي دا شيطان چې مونږه لر ې دَ خدایٔ پاک نه شو

مونږ ته پهٔ چل ول کړي دے ښائيسته دَ ګناه کار

کله چې بيا ياد شي مونږ ته خدایٔ نو لرې خدایٔ نه دے

مونږ دې شو پهٔ خپلو ګناهونو شرمسار

مونږه دې لاس واخلو له هغې ګناه چې شوي ده

عهد دَ نهٔ کولو ورسره هم دے پکار

بل دَ قضا شؤو جاروتل راته پکار دي هم

هر څهٔ دي اسان لهٔ جهنم دَ سور انګار

اؤ کهٔ دَ چا حق پهٔ مونږه باندې چرته پاتې وي

دا دي رسول يا کړي معاف مونږه حقدار

حق ادا کول مونږ پوره نه کړے شو اګرچه مونږ

قوت لا يموت ژوند هم تېرؤ ته شو تيار

بيا کهٔ حقدار مونږه معاف نهٔ کړي پهٔ څهٔ وجه نو

دغه حقداران به پهٔ قيامت کښې پاک غفار

کړي به دوئي خوشحا له پهٔ جنت اؤ مونږ به معاف کړي پرې

جوړ به سبيل داسې دَ معافۍ کړي کردګار

څنګه شو وئيلے اے شبيره چې دا دين دے ګران

دے اسان دَ نفس دي بهانې هزار هزار

مدينې منورے وته راتلل

پهٔ دې باندي شکر څنګه دي کول

دا نعمت دَ خدایٔ پهٔ فضل ملاويږي

دا غزل ولوله اوس که وس دې کيږي

پهٔ حاضرۍ شکر

خدايه شکر چې زۂ راغلمه نن دلته

نازولے چې دَ خدایٔ رسول دے چرته

هيڅ شے نه يم حيثيت زما څهٔ نشته

چې وريږي پرې رحمت دَ خدایٔ يم هلته

خدایٔ دې ماته کړي نصيب ادب دَدې ځائے

چې مرهم دے دَ خشکیٔ هر يو پرهر ته

بس ستا فضل مې اسره ده زما خدايه

ډيوه څنګه دَ عمل ونيسم نمر ته

زما زړۂ کښې چې بس ته يې هر يو وخت بس

دروازہ مې دَ زړۂ بنده شي هر شر ته

کوم جالونه دَ شيطان چې له ما تاؤ دي

چې ټول وشلوم اؤ لاړ شم ترې بهر ته

تربيت زما دَ نفس هم ښهٔ نصيب شي

ننواتے يم راغلے دې لوئے در ته

دَ بقيع دَ مزکې خاوره دلته غواړي

پهٔ سلام شبير حاضر نبي سرور ته

دا موبائيل هم نعمت دے هم زخمت دے

يقيناً۔ دا نن سبا زمونږ حاجت دے

دَدې شوق چي حد نه زيات شي بيا نقصان دے

بيا دَډېر لوئے مصيبت دغه سامان دے

خپل ځان بچ کړه پهٔ څهٔ شان دَدې دَ شر نه

دَ خيرخواه خپل لږه واؤره دا خبره

دې دَپاره دا غزل مې ده ليکلي

اوس ئے واؤره که تا نهٔ وي اوريدلي

دَ موبائيل نقصانات

چې وي شوق دَ موبائيل دومره پهٔ زور

چې پهٔ نمونځ کښې اوريدے شي دَدې شور

زړه دَ چا چې پهٔ دې ويره محسوس نهٔ کړي

خپل اسلام باندې دې غور وکړي في الفور

دَ جمات مخکښې هندوانو موسيقي به

کړله بنده لازماً پهٔ هغه دور

اوس پهٔ نمونځ کښې نمونځ ګزار موسيقي اوري

کله وي پهٔ داسې ټون کښې ټنګ ټکور

هائے افسو س چې پهٔ کوم دور کښې مونږ روان يو

پهٔ هرڅهٔ کښې نفس پهٔ مونږ باندې دے سور

قاعده الف الله ب بسم الله وه

ممي ډيډي ته سپارو دَ سترګو تور

دَ احساسِ کمترۍ داسې طوفان دے

نتيجه ئې اور دے اور دے اور دے اور

شاهينانو ته ښودلې شي خړپوسې

پهٔ باز باندې خرڅوي چرګه خپل کور

اے شبيره کهٔ حالات داسې روان وي

باغ زمونږه به بيا کله شي سمسور

دَ چترو لاندې زۂ ناست ؤمه يو ځلي

خوشحالۍ نه زما اوښکې بهيدلې

يو غزل مې لهٔ قلم شوه رابهره پهٔ کاپۍ دا منتقل شوه پر اثره

اوس کهٔ غواړې چي تهٔ واخلې ترې اثر

ولوله دا پهٔ دې ځان کړه لږ خبر

دَ روضې پهٔ مخکښې ناست يمه ژړيږم

دَ روضي پهٔ مخښکي ناست يمه ژړيږم

شکر شکر خپل قسمت ته خوشاليږم

دَ محبوب دربار کښي څومره ښکلے وخت دے

پهٔ تعريف دَ خپل محبوب چې مشغوليږم

مخامخ سترګو ته شين ګنبد ولاړ دے

خپل قسمت باندي به ولي نهٔ نازيږم

دَ الله ډېر مخلوقات پهٔ جهان شته دے

زۂ دَ ټول جهان سردار ته مخښکي کيږم

خدایٔ دې وکړي چې ما هم خپلو کښي شمار کړي

زۂ قابل خو دَ دې نه يمه پوهيږم

يو پهٔ خولهٔ مې دَ جانان ښکلي الفاظ دي

بل پهٔ مينه دَ جانان کښي لوږے کيږم

زۂ عاجز شبير مسکين چرته جوګه يم

چه دې لوئے دربار کښې زۂ دې هم ودريږم

دې دربار کښې دَ مؤمن چې حاضري وي

دَ هغۂ به زړۂ کښې څومره خوشحالي وي

زړۂ دَ چا چي محبت سره درزيږي

څومره زړۂ نه به سلام حضور ته ليږي

دا دَ زړۂ سلام غزل کښې نن بدل شو

قسمتي وم خپل قسمت راسره مل شو

تاسو هم کهٔ شوق لریٔ واؤریٔ غزل دا

چي دَ زړۂ دَ محبت دے لوئے عمل دا

دَدې ټول جهان سردار باندې سلام

دَدې ټول جهان سردار باندې سلام

او دَخپل امت غم خوار باندې سلام

هم حبيب دے دَ الله هم ئې رسول دے

محمد نبي مختار باندې سلام

زما سترګې پهٔ ديدن ئې نهٔ مړيږي

دې تحفه دَ کردګار باندې سلام

راستولے ئې عالمو ته رحمت دے

دَ عالمو پهٔ تاجدار باندې سلام

زړۂ زما خدايه حاضر پهٔ دې دربار کړې

دې ښايسته ښکلي دربار باندې سلام

ګناهونه پهٔ پنډونو راپسر دي

پهٔ محبوب دَ پاک غفار باندې سلام

ګواهي دَخپل ايمان تېروم دلته

دَ رحمت دَ باغ ماليار باندې سلام

پهٔ شبير دَرحمتونو نن باران دے

څنګه وکړمه پهٔ شمار باندې سلام

پهٔ موقعه دَ حاضرۍ چې کوم جذبات وو

هلته کښې دَ موجودګۍ چې اثرات وو

دي موجود اوس دَ اشعارو پهٔ صورت کښې

اطمينان نشته شبيره محبت کښې

تاسو هم وڅښیٔ شربت دَ محبت لږ

چې واضح پهٔ تاسو شي دغه حالت لږ

ولاړ يم پهٔ دربار کښے ستا

ولاړ يم پهٔ دربار کښے ستا حيران يا رسول

زۂ شکر څنګه وکړم دَرحمٰن يا رسول

پهٔ فضل دَ الله باندې زۂ دلته يم راغلے

زۂ چرتۀ ګني وم به سرګردان يا رسول

دَبيا بيا دَ راتلو عرضي به مخکښې دلته کيږدم

که وشولو پهٔ ما هم دا احسان يا رسول

چه مينه دَ دنيا مې لهٔ زړګي ځنې بهر شي

پهٔ مينه دَ جانان وے سرګردان يا رسول

دَ خپل نظر نه پريوتم چې سوچ مې ورته وشو

مونږ څنګه يو پهٔ تا دا دومره ګران يا رسول

زمونږه سلسله باندې چې څومره تهٔ مين ئې

مونږ نهٔ شو هغه شانې قدردان يا رسول

الله دې ستاسو سورے پهٔ محشر کښې رانصيب کړي

چې شو تاسو سره ، دے مې ارمان يا رسول

معاف شي چې زما هغه ټول کړي ګناهونه

پاک رب دې شي پهٔ ما ډېرمهربان يا رسول

کوم حال چې دَ امت دے پټيدے نهٔ شي له تاسو

زمونږ دَ بچ کيدو وشي سامان يا رسول

پوره دلته کښې ټول شي مرادونه دَ شبير نن

راغلے ستا روضې ته ستا مهمان يا رسول

وي راتلل خو دلته ډېر پهٔ خوشحالۍ

خو خطره پهٔ دې کښې وي دَ جداۍ

هر راتلونکي ته واپس دلته نه تلل وي

نور راتلونکو ته دا ځائے خالي کول وي

چې مؤمن ئي حق ئې دلته دَ راتلو دے

خوواپس به ځي هر يو زړۂ ئې دَ کتو دے

يو غزل دَ جداۍ دَدې جذباتو

ما ليکلي ده دَ دغو احساساتو

جدائي

نن آخري ورځ ده دَ شپے دلته نه روان يمه

تېر شولو اختر جدا کيدونکے لهٔ جانان يمه

څومره چې وم دلته دَدې قدر مې و نهٔ کړے شو

دغې ناقدرۍ باندې ډېر زيات زۂ پښيمان يمه

زۂ قابل خو چرې دَدے ځائے دَ حاضرۍ نه وم

خدایٔ دې کړي قبول شم اميدوار لهٔ پاک رحمان يمه

هلته نه سلام پهٔ عاجزۍ به زۂ راليږمه

بيا بيا دلته راغلے هميشه پهٔ دې ارمان يمه

شکر دَخدایٔ پاک پهٔ دې اعمالو چې نصيب مې شو

غواړم چې قبول شي اميدوار ئې دَ احسان يمه

دغې لوئے دربار کښې حاضري زما نصيب شوله

زۂ غوښتونکے بيا دَ سعادت دَدې سامان يمه

الصلوٰة و والسلام شبيره په خپل جد وايم

زۂ دَدې دربار بس يو ورکوټے ثنا خوان يمه

دا لوئے فضل پهٔ ما باندې دَ الله دے

خپل نيکهٔ مې دے محبوب رسول الله دے

خوش قسمت يم رانصيب دغه رشته ده

ما دپاره خو دا لويه وسيله ده

دا رشته مې پهٔ سلام کښې کړه حاضره

پهٔ غزل کښې مې بيان کړه دا خبره

زۂ لهٔ زړۂ وکړم سلام اوس

خپل نيکهٔ ته زۂ له زړۂ وکړم سلام اوس

پهٔ قسمت راغلے يم تر دې مقام اوس

بس نظر کهٔ دَ کرم زما نصيب شي

فکر نور څهٔ نهٔ لرم دَ خاص و عام اوس

زۂ پهٔ غټ غټ به ئې وڅښم کهٔ ملاؤ شو

لهٔ دَدې در نه پهٔ نصيب دَ مينې جام اوس

دلته غواړمه دَ خدایٔ نه دَ خدایٔ مينه

کهٔ ملاؤ شو ماته هم دغه انعام اوس

اوس سلام دَ حاظرۍ راته نصيب دے

مخامخ چې راته دے خير الانام اوس

زۂ پهٔ دين استقامت لهٔ خدايه غواړم

پختګي کهٔ شوه نصيب دَ شبير خام اوس

زړه مې غواړي چي ليکم دلته نعتونه

اؤ پهٔ دې کښې پيش کوم زۂ سلامونه

البته دا عظيم کار ډېر زيات مشکل دے

زۂ کمزورے يم معلوم راته ځان خپل دے

کهٔ له حد نه شمه زيات نو تباهي ده

که مې کم کړلو مقام نو ګمراهي ده

که الله شي دغه کار کښې زما مل

شي پهٔ فضل به ممکن دغه عمل

دې دَ پاره دلته کښې لاس پهٔ دعا يم

دې غزل کښې زۂ غوښتونکے له الله يم

له خدایٔ غواړم نعتيه خوش کلامي

لهٔ خدایٔ غواړم نعتيه خوش کلامي

چې کړم پيش دَ نيکهٔ مخکښې سلامي

دَ زړۂ حال خپلو الفاظو کښې بيان کړم

نهٔ رومي نهٔ عراقي يم نهٔ جامي

شي نصيب استقامت زما پهٔ شرع

محبت راته حاصل شي دوامي

کړو اصحابو به ديدار پهٔ خپلو سترګو

که نصيب راته ديدار شي منامي

تن و مال اؤ وخت بهتر مې استعمال شي

اؤ شي ختمه زما بې انتظامي

تعلق راته پوخ دلته کښې نصيب شي

هم شي ختمه دَ شبير هره خامي

پهٔ مسجد نبوي کښې مو ليدل

خلق مخکښې به له نمونځ نه تېريدل

ډېر خفه شوم چې دا حال مې وليدلو

دا خفګان مې دې غزل کښې کښيښودلو

شايد پوې به شي دې باندې څو کسان

کهٔ ځان بچ کړي لهٔ غفلت دَ دې نقصان

دَ نمونځ مخکښې مهٔ تېريږه

چې څوک نمونځ کړي ورته مخکښې مهٔ تېريږه

دا ښهٔ نه ده دَ الله نه ويريږه

نمونځ پهٔ نخښو کښې يو نخښه معظمه

تعظيماً ئې لږ اکرام وته ودريږه

پهٔ مسجد نبوي کښې دغه حکم

دے راغلے مات ئې نه کړې لږ پوهيږه

دَ سجدې ځائے نه تر کښو تر نظره

چې کوم ځائے دے هغې کښې مهٔ دننه کيږه

دا هله چې وي جمات لوئے کني بيا نو

پهٔ خپل ځائے باندې ولاړ يه مهٔ خوزيږه

عالمانو نه چل زده کړه اے شبيره

بيا پهٔ هغه طريقه باندې چليږه

زيارتونه

مدينه منوره تاريخي ښار دے

هر يو څيز دَ محبت يو لوئے مينار دے

چې وي ډک دَ محبت کله کوم زړونه

هغه غواړي دَدې ټولو زيارتونه

مقامونه تاريخي چې زمونږ خپل دي

آينده دَپاره دا محفوظول وي

دې سره ډېر تشريحات کول اسان شي

چې دا نهٔ وي نو دَدې بغير ډېر ګران شي

دَ قران اؤ دَ حديث دا ګواهان وي

چې څوک پوې وي پهٔ هغوی باندې دا ګران وي

اعلان وشو چې کوو به زيارتونه

دَ هغې دَ پاره راغلل درې بسونه

اول لاړو مونږ جمات ته دَ قبا

شوه شروع دَ زيارتونو سلسله

دَ پاکانو پهٔ جمات باندې ياديږي

پهٔ قران کښې دَدې داسې تعريف کيږي

دَدې وجه پهٔ حديث کښې چې مروي ده

اول لُوټو بيا اوبو سره پاکي ده

خوښ دَ خدایٔ شو دَ پاکیٔ چې دا عادت ؤ

پهٔ قران کښې بيان شوے ئې عز ت ؤ

چې ادا کړي ۔دې کښې څوک دوه رکعتونه

دَ عمرې ورته حاصل شي بيا اجرونه۔

صحابه چې کله راغلو مديينې ته

کعبه نه وه پسخيدل به دوئي عمرې ته

دوئي سره ؤ دَ خدایٔ داسې محبت

څومره ؤ قابل رشک دَدوی حالت

دوه رکعته مونږ پهٔ دې کښې بيا ادا کړل

ورپسې مو دوه لاسونه پهٔ دعا کړل

دا پاکي مونږ ته نصيب کړې پاکه ربه

مونږه وساتې هميش لهٔ خپل غضبه

دې نه پس مونږه احد ته شو روان

احاديثو کښې دَ دې شوے بيان

دا خبر دَ خدایٔ رسول بيانوي

محبت مونږ سره دغه غر کوي

مونږه هم دَدې سره کړو محبت

بيا مونږ ولې دَدې ونهٔ کړو زيارت

هلته دي دَ شهيدانو مزارات

دَ ليدو قابل قدر مقامات

هلته پروت دے هم سردار دَ شهيدانو

مونږ حاضر شو پهٔ مزار دَ شهيدانو

بيا مو پيش کړلو سلام ورته دَ مينې

چا توئې کړي چې وې دلته خپلې وينې

مونږ ولاړ وو دَ امير حمزہ پهٔ مخکښې

اؤ جاري زمونږ پهٔ مخ باندې وې اوښکې

مرتبه دوئي ته ور کړي رب سبحان

دے ژوندے دَ رب پهٔ نزد وائي قران

عبادت دَ دوی کول نهٔ دي جائز

دغه شان څهٔ ترې غوستل نه دي جائز

دي جائز که څوک ور استئ سلامونه

يا بخښي ورته ګټلي ثوابونه

جائز کار منع کول نهٔ دي جائز

لکه څنګه ترې غوستل نه دي جائز

دَ افراط تفريط نه مونږ ته بچ کيدل دي

چي کوم خير دے هغه مونږ ته اخستل دي

څهٔ خوراک دَ احد غر نه دي سنت

پاڼې راوړې څو ملګرو پهٔ همت

هغه پاڼې مونږه وخوړې پهٔ شوق

چې سنتِ مستحب ؤ دغه ذوق

يو کلو کجورې مونږه واخستلې

پهٔ ډېر شوق سره دا مونږه وخوړلې

پهٔ طرف دَ قبلتين شو بيا روان

دَ قبلې دَ بدليدو چې دے نشان

نازل شوے پهٔ دې ځائے کښې دا فرمان

چې بدله شوه قبله دَ مسلمان

حکم داسې شو نازل دَ نمونځ دوران کښې

ورته شوي اشاره ده پهٔ قران کښې

چې عمل پرې وکړو چا هغه ساعت

ورته ورکړے دَ جنت شو بشارت

عشره مبشره باندې موسوم دي

دا وو څوک پهٔ صحابه کښې ښهٔ معلوم دي

دوه رکعته نمونځ مو وکړو دې جمات کښې

دَ الله نه پهٔ غوښتو شو مناجات کښې

کړې دَ زړۂ قبله زمونږه هم اوس سمه

چې له ټولو شرکياتو شو بې غمه

مونږه سبع مساجد ته شو روان بيا

تصور کښې مو راتلو هغه دوران بيا

دَ خندق دَ هغه جنګ پهٔ ورځو شپو کښې

صحابه چې وو ديره کومو خيمو کښې

عاشقانو پرې بيا جوړ کړل جماتونه

دَ خيمو ئې ۔ټول محفوظ کړل نشانونه

پهٔ هغو کښې ورځ پهٔ ورځ اوس کمے کيږي

ساده ګان چې پهٔ مقصد ئې نهٔ پوهيږي

وخت کوتاه شو دې نه پس شوه واپسي بيا

نمونځ دَ پاره دَ مسجدِ نبوي بيا

شوي ده دَ بدر کوم ځائے چې غزا

دَ کتو ئې زمونږ وشوه اراده

مونږه ګاډے کړو يو دې ته برابر

اؤ يو ورځ شو مونږ روان پهٔ دې سفر

ټول ملګري مو ودۂ شو چې وو ستړي

پروت پهٔ سوچ کښې ؤمه زۂ چې څهٔ وو شوي

دَ قريشو دا سنګينه يو حمله وه

ختمؤ دَ مسلمان ئې اراده وه

پهٔ تعداد ساز و سامان کښې دوی وو بر

دَ خدایٔ څهٔ وه اراده نهٔ وو خبر

دو ئې۔ طرف ته زمکه ښه وه مظبوتيا کښې

اؤ رسول دَ خدایٔ مصروف ؤ پهٔ ژړا کښې

انتظام نه چې فارغ شو پيغمبر

دَ خدایٔ مخکښې ئے بيا کښودو خپل سر

کړله رب ته ئې۔ زاري دَ بيکسۍ

اؤ اظهار ئے ؤ کلهم دَ عاجزۍ

ورسره دَ مدد وکړه خدایٔ وعده بيا

دَ مدد دَ فرښتو يو سلسله بيا

غټ غټ خلق دَ کافرو شولو قتل

هم عتبه اؤ هم وليد اؤ ابو جهل

دغه ټول ئے يو کوهي ته واچول

دې نه پس رسول الله ورته ويئل

پوره کړه الله وعده زمونږ سره

څنګه تاسو سره وشوه معامله

عمر وئیل چې اوريدے کله دوی نهٔ شي

نو زمونږ پهٔ دې وينا خبر به څهٔ شي

نو حضور وفرمايیٔل بيا دا عمر ته

له ستا زيات اوري جواب نهٔ ورکیٔ بيرته

پهٔ دې سوچ کښې وم پهٔ مخه زۂ روان

خپل تاريخ ته زما خيال ؤ وم حيران

پهٔ لږ وخت کښې څومره شوي دي جنګونه

بې پرواه يو مونږ له هيڅ نه خبر يو نه

دَ روحا کوهے پهٔ لاره کښې راتللو

اؤ زمونږه ئې ډېر شوق ؤ دَ ليدلو

واقعه دَ دې سره ده يو تړلي

مونږه داسې کتابونو کښې ليدلي

چې رسول دَ خدایٔ اوبه چې دَ دې څکښلې

نو يو ګوټ ئې ترې پهٔ دې کښې واچولې

چې تپوس ترنه چا وکړو چې دا ولې

جواباً خبرې دا ئې ۔و فرمائلې

زما ياد شو دَ راتلونکي دور امت

اف امت سره ئې ؤ څومره محبت

ما چې هم دا اوبه څکښلې دا مې نيت ؤ

دَ حضور دا ګوټ مې ياد دَ سعادت ؤ

بيا دَ بدر پهٔ لور مونږ ته وو زر تلل

مدينې ته وو تر نمونځه رسيدل

زمونږ وشو زر ميدان ته رسيدل

ديوال تاؤ ؤ ترې ډېر لږ څهٔ مو ليدل

مقامات تاريخي کښې خو عبرت وي

پهٔ دې باندې پابندۍ ته څهٔ حاجت وي

هغه ځائے ؤ پهٔ رښتيا دَ عبرتونو

ؤ کوهے دَ مشرکانو دَ لاشونو

مونږ دعا دَپاره لاس کړلو وچت

خدايه وساتې ايمان مو سلامت

بيا نقشه مو وکتله دَدې جنګ

چې باطل اؤ حق ؤ څنګه څنګ پهٔ څنګ

دَ الله دَ مدد څنګه نظارې وې

دَ شيطان دَ مايوسۍ چغې سورې وې

حق غالب شو باطل وخوړهٔ شکست

مختورن شولو شيطان ذليل بدبخت

بيا واپس شو دَ حرم دَ نمونځ دَ پاره

ګاډے تيز ؤ ځکه زر ختمه شوه لاره

دې نه پس دلته ليکمه څو نعتونه

چې پهٔ وئيلو شي دَدې خوشحال ډېر زړونه

نعت شريف

خدایٔ خالق دې خپل محبوب ئې نازولے

پيدا کړے ئې هغه دے څومره ښکلے

کائنات ئې کړهٔ پيدا هغۂ دَ پاره

هيڅ به نه وو کهٔ هغه پهٔ دنيا نهٔ وے

نازل شوے پهٔ هغهٔ باندې قران دے

پهٔ هغهٔ دے نبوت هم ختم شوے

دَ هغهٔ چې اتباع چاته نصيب شي

نو هغه هم دَ خدایٔ پاک شي نازولے

پهٔ هغۂ باندې ايمان دَ ايمان اصل

پهٔ هر څهٔ کښې مو بس لاره دَ هغهٔ وے

چې هغۂ پسې روان ئې کامياب ئې

اے شبيره دے نچوړ دا اوس چې تهٔ وے

نعت شريف

بيا مو مخکښې شين ګنبد دے اؤ حرم

پرې مين دي که عرب دي که عجم

دغه ځائے دَ اسمان لاندې ډېر وچت دے

کهٔ ئې څومره ادب وکړې کم دے کم

سترګې ټيټې يم ولاړ ژبه خاموشه

پښې مې رپي اؤ جاري له سترګو نم

دَاجرونو سودا نه کړي عاشقان

لوئے کرم دے چې زۂ دلته حاضر يم

زۂ ديدار به دَ خدایٔ وغواړمه دلته

خدایٔ معطي دے اؤ حضور ئې دے قاسم

رپي لاس مې زړۂ مې ډک له کيفياتو

شي ليکلے کيفيات کله قلم

چي مې نوم پهٔ غلامانو کښې اوس شمار شي

زۂ شبير هم اميدوار يم دَ کرم

دعویٰ دَ محبت اؤ دَ هغې حقيقت

دعوٰی کړو دَ نبي دَ محبت نهٔ ستړي کيږو

خبرې مونږ دَ مينې دَ جانان کړو مشغوليږو

بيشکه دا ښهٔ کار دے خو چې خپل عمل ته ګورو

پهٔ خټو دَ ګناه کښې مونږه نور هم دننه کيږو

عمل چې علم باندې کوم پکار دے هغه نشته

شايد تشې دوپړۍ يو چې دَ ځان سره غږيږو

اے کاش چې محبتِ حقيقي زمونږ نصيب شوے

چې فکر زمونږ داشي اؤ سنت باندې چليږو

دا مينه دَ رسول خو ده لازمه پهٔ ايمان کښې

دَدې چې تقاضا ده مونږ پهٔ هغې نه پوهيږو

شبيره شيطان کرې کړه اؤ نفس دې هم قابو کړه

دَ حق دَدې وينا سره اوس مونږه هم سميږو

پهٔ جده کښې چي وو ناست پهٔ انتظار

څو قلم مو هلته وليکل اشعار

يو راغلي چرته نه روان يو چرته

مونږه څهٔ وکړو اؤ څهٔ به کوؤ هلته

دا اشعار ځکه ليکمه پهٔ کتاب کښې

پکاريږي به لږ دا پهٔ احتساب کښې

دَ جدایَیٔ پيغام

لږ ساعت کښې خپل وطن ته زمونږ تلل دي

پهٔ کارونو دَ دنيا مشغوليدل دي

دلته څومره ارادې مونږ نيکې وکړې

دغه ټولې ارادې يادې ساتل دي

پهٔ بيا بيا دې مبارک شه حاجي حج ستا

برکت دَ دغې حج پاتې کول دې

کهٔ دې ژوند کله بدل شو پهٔ دې حج کښې

دَدې حج پهٔ قبليدو خوشحاليدل دي

پهٔ نامه دَ حاجي کله عاشق نه شې

دَ شو شا نه لرې لرې تښتيدل دي

پهٔ ژړا به خندا هلته نصيب کيږي

ګناهونو باندې رب ته ژړيدل دي

دا کوشش به مونږ کؤو تهجد ګزار شو

دې دَ پاره اوس لهٔ وخته پاسيدل دي

مالياتو کښې هم مونږه لاس صفا کړو

ځان دَ بل چاحق نه هر وخت بچ کول دي

دا اشعارِ الهامي چې دَ شبير دي

ټول عالم کښې دَدې فکر خورول دي

مونږ سواره چې پهٔ جهاز کښې شو جده کښې

پريشان شو يو عجبه مسٔله کښې

پهٔ جده کښې شو داخل دَ ماښام وخت ؤ

پهٔ ختلو کښې جهاز ؤ کار مو سخت ؤ

دَ جدې نه ده کعبه پهٔ نمر خاتهٔ

اؤ زمونږ ؤ هم پهٔ دغه طرف تلهٔ

نمر خاته طرف ته کله چې هم تلل وي

دَ نمونځ وخت چې کوم وي زززر ختميدل وي

بل جهاز دغه وخت سيده پهٔ قبله ؤ

دَ سمت دَ بدليدو غم راسره ؤ

چې مکي سره جهاز کله تېريږي

سمت بيا دَ جهاز بالکل الټه کيږي

نمونځ دوران کښې چې سمت کله الټه شي

اړول دَ مخ پهٔ نمونځ کښې مسئله شي

انتظار کښې دَ نمونځ وخت به ختميدلو

دَ ماښام وخت ؤ ډېر زر به تېريدلو

لږ وچت چې شو جهاز مونږ پاسيدلو

دوه کسان وو زر پهٔ جمه ودريدلو

شکر شکر چې زر نمونځ مو مکمل کړلو

پهٔ مشکل سره پوره مو دا عمل کړو

کهٔ څوک وکړي لږ همت نو خدایٔ ئې مل شي

پهٔ مدد دَ خدایٔ هر يو مسئله حل شي

دَ 1334 هجري

دَ حج کيفيات

دَحرم پهٔ لوري سفر

دَحرم پهٔ لوري بيا زما سفر دے

انتظار باندې زما زړګے نن سر دے

څوک به پوې دَ زړګي حال باندې وي څنګه

چې پهٔ ده باندې دَ دې څومره اثر دے

دَ محبوب دَ محبوبانو نخښې دلته

دي بيشماره دے پهٔ دې باندې ښهٔ خبر دے

دَ کعبې پهٔ کشش خلق شي راکښلے

دَ کعبې چې دے کوم خوښ هغه منظر دے

شکر څنګه مونږه وکړو پاکه خدايه

دَ رحمت پهٔ شبير څومره ستا نظر دے

دَحرم فيض

دا فيض دے دَحرم چې مې پهٔ خولهٔ باندې اشعار دي

زۂ هم پهٔ فيض ککړ يم هم پهٔ خلقو ئې آثار دي

دادے دَ حرم فيض چې هر طرف ئې نور خوريږي

وريځې سمندر نه دَ رحمت قطار قطار دي

دا زړونه بدلوي ځکه راغلي ورته ټول دي

دَ مينې دَ دنيا سره چې زړونه کوم بيمار دي

دا کور ډېروچت کور دے چې ادب ئې نه کړي څوک

پوې نه دي ناخبره لهٔ وچت ځائے راګزار دي

داځایٔ دَ محبت دے دا پيغام خور کړه شبيره

دَچا کاميابېدل چې پهٔ رښتيا باندې پکار دي

ذکر دَحرم

دَحرم دَ فضا ګانو دَحرم دَ هوا ګانو

دَحرم چې وو نمونځونه دَحرم دَ دعا ګانو

ذکر وکړه چې مرهم شي دَ زخمونو دَ زړګي مې

ډېر مې ياد شي طوافونه هغه زوګ دَ ژړاګانو

دَحرم مينه ده مينه دَ الله سره کهٔ پوې ئې

پټ مجاز کښې حقيقت دے دا دے قول دَ بزرګانو

دَحرم ادب تقویٰ ده دے تعظيم دَ شعائرو

وي نظر دَ خدایٔ دَ مينې هم پهٔ داسې اداګانو

دلته يو نيکي پهٔ لک ده اؤ بدي هم دغه شاندې

احتياط! ځان بچ کول دي لهٔ هر قسمه خطا ګانو

دلته زړونه اباديږي اؤ ژوندونه بدليدے شي

ځان کړیٔ بچ دَ دوزخ اور نه ، لهٔ آخر دَ سزاګانو

دغه ځائے دَ دعا ځائے دےلاس وچت کړیٔ لږ دعا ته

الله ډېر مين شبيره دے پهٔ خپلو بنديګانو

حج اؤ حبِ مال

پهٔ چا حج کښې چې دم راشي نو بيدم شي

دَ غم غشے ئې پهٔ زړۂ باندې بيا سم شي

دَ پيسې سره چې څوک کړي محبت نو

پهٔ هغه پهٔ دې صورت کښې جوړماتم شي

چې پهٔ زړۂ کښې ئې دَ يار غم وي نو هغه بيا

پهٔ ورکولو ئې دَ دم زړګے محکم شي

چې مالدار وي هغه فکر دَ دم نهٔ کړي

کړي غلطيانې دوی پهٔ قصد کاش کهٔ دوی سم شي

چې پهٔ قصد کړي څوک غلطيانې حج زخمي کړي

پهٔ دې داسې بے فکرۍ اجر بيا کم شي

پهٔ سنت طريقه حج وکړه شبيره

تاته سيخ چې لهٔ الله دَ در کرم شي

دعایٔ حرم

خدايه فيض دَدې کعبې راته عطاکړې

دَ دې فيض نه الهيٰ ډک زړۂ زما کړې

خالي زړۂ راغلے دلته يمه خدايه

شي چې فيض اخستے هغه نظر راکړې

ګناه ګار يم دَ ګناه پنډ مې پهٔ سر دے

حاضر شوے يمه دلته ، معاف ما کړې

سمندر دَ رحمتونو ته ولاړ يم

فضل غواړم ، ته خو فضل پهٔ هر چا کړې

چې زۂ ستا شم ته زما شې ، شبير وايئ

ما ګنده راوړے زړۂ ، ته ئې صفا کړې

دَ کعبې صحبت

دَ کعبې پهٔ مخ کښې ناست يم برابر

ډوب ئې نور کښې يم پهٔ زړهٔ لرم اثر

رحمتونه لهٔ کعبې راباندې سم دي

دے دا کور دَ رحمتونو سمندر

چکرونه پهٔ ظاهر شي ترې وهلے

پهٔ باطن کښې دا څهٔ بل ښکاري چکر

زړۂ کعبې طرف ته اؤ نظر پهٔ مخکښې

زړۂ دَ خدایٔ ساته ، پهٔ لار لره نظر

هر يو کس ته رسي فيض خو چې محفوظ شي

محروم نه ځي څوک شبيره لهٔ دې در

دَکعبې حقيقت

مکعب نما کمره ده دا کعبه

چې قائمه ده پهٔ حکم دَ۔ الله

دَدې کاڼيو دَدې کور بل حيثيت دے

حقيقت چې دے هغه ترې دے جدا

دا کعبه چې پهٔ کوم ځائے قائمه شوي

حقيقت کښې دا ټوټه ده سجده ګاه

تجلي دَ الله دې باندې هر وخت وي

برخه هر څهٔ کړي حاصله لهٔ دې بيا

رحمت دلته شي نازل لهٔ ټولو مخکښې

کړي حاصله ترې هر څهٔ خپله حصه

کاڼي اؤ غلاف لهٔ دې بيا منور شي

مطابق دَ قرب خپل وي دَ هر چا

دَ حجر اسود خبره جدا رنګ ده

لهٔ جنت نه دا ټکړه راغلي وه

دې پهٔ ځائے بل کاڼے نهٔ شي لګيدلے

پهٔ قيامت کښې به جوړيږي دا ګواه

نښه ده يو دَ توحيد اؤ اے شبيره

دَ تعظيم اؤ دَ عشق ښکلي مجموعه

چې کعبه مې پهٔ نظر شوه

زۂ۔څومره خوش نصيب يم چې کعبه مې پهٔ نظر شوه

دَ حسنِ ازل دا يوه جلوه مې پهٔ نظر شوه

دا ټيک ده مونږ ړاندۂ يو حقيقت نه خبر نهٔ يو

مونږ څهٔ پيژنو کومه نظاره مو پهٔ نظر شوه

ورکړے زړۂ هر چا دے چې مؤمن دے تور کهٔ سپين دے

بس دا يو تسلي ده دَ هر چا ، مو پهٔ نظر شوه

چې زړۂ دَ عشق نه ډک وي نو بيا حسنِ ازل هم

ښکاره کړي بيا خپل ځان ،خبره دا مو پهٔ نظر سوه

پهٔ زړۂ مې يو خبره وه ليکلي پهٔ لوستو کښې

“زړۂ ورکړه۔اے شبيره واخلهٔ دا ”مو پهٔ نظر شوه

دَ نور سمندر

ډک دَ نور يو سمندر دے دا کعبه

حقيقت نه ئې هيڅ څوک نهٔ دي آګاه

ده دنيا وته نقطه يو دَ وحدت

ټول عالم دَپاره دا ده سجده ګاه

اولين مرکز دے دا دَ رحمتونو

ده دَ حسن ازل دا يوه جلوه

جنتي کاڼے حجرِا سود پهٔ دې کښې

ورسره دَ ملتزم هم نطاره

بس دَ زړۂ نه مخکښې ټيت شه اے شبيره

دَ هغهٔ چې دا کعبه چې دَ چا ده

يو ناکامي يو بشارت

ؤ مو خواهش يو ولسم باندې

مونږ رمي وکړو لهٔ ماښام مخکښې

چې دا عمل مو دَ سنت مطابق

وشي دا ؤ مو اهتمام مخکښې

مونږ ونښتلو چې دَ ګاډو رش کښې

مونږه پهٔ وخت ورسيدلے نه شو

دَ رب حکمت پهٔ مونږ غالب شهٔ داسې

ځان مو کتلو ترې ناکام مخکښې

دَ رب حکمت مخکښې زمونږه دَ سوچ

څهٔ حقيقت کله موندلے شولو

بس دَ دنيا دَ سببونو جال کښې

مونږه کوشش وکړو لږ دَ ګام مخکښې

مونږ ته پکار دي چې اسباب پوره کړو

بيا نتيجه ئې پهٔ الله پريږدو

نهٔ پهٔ اسبابو کښې سستي مونږ وکړو

نهٔ څهٔ جلدي لهٔ انتطام مخکښې

دَ ارادو پهٔ ماتيدو کښې مخفي

دے معرفت د پاک الله چې پروت

شبيره دا قول دَ علی وليکه

پهٔ زړګي تهٔ دَ عشق پهٔ جام مخکښې

زېرے

دا پهٔ زړۂ کښې چې زمونږه بشاشت دے

جوړې حج مو شو قبول دا بشارت دے

رحمتونو نه دی ، دَ رب ځنې قربان شم

دَ خدایٔ فضل دے رحمت دے اؤ رحمت دے

دَ خدایٔ شکر چې احکام زمونږ پوره شو

د الله کرم زمونږه سعادت دے

مونږ پهٔ سر دَ ګناهونو پنډ راوړے

اوريدلے مو يو داسې روايت دے

عرفات نه پس ګڼي چې ګناه ګارځان

حقيقت کښې دے محروم دے او بد بخت دے

شبير راولې بيابيا دلته اے خدايه

زما تاته ده زاري دا اؤ منت دے

بيا

شوه موقع ملاؤ کعبې دَ زيارت بيا

کړهٔ حاصل مو دولت ښه اؤ سعادت بيا

دَ رحمت پرناله بيا ده زما مخکښې

راوريږي ترې لهرونه دَرحمت بيا

پهٔ کعبې مې دے نظر پهٔ زړۂ اثر کړي

زړۂ نه وځي مې دعا دَ هدايت بيا

شکر شکر حج نه پس هم زۂ زيارت کړم

شکر څنګه وکړم زہ دَدې زيارت بيا

زما زړۂ ورسره وتړې پهٔ مينه

چې محسوس لهرونه کړم دَ محبت بيا

دَ کعبې حقيقت ما باندې څرګند کړې

زہ شبير غواړم توفيق دَ عبادت بيا

دَ مينې ډک زړګے اؤ کعبه شريفه

ډک لرم زړګے دَ مينې پهٔ کعبې لرم نظر

دا لوئې کور دَ عظمتونو پهٔ زړګي لري اثر

لږ پهٔ خيال ځیٔ قدمونو چرته هېر درنه دا نهٔ شي

زما زړۂ نن دَ کعبې پهٔ لوري لاړ دے برابر

ډک دَ نور نه ټول ذرات دي دَ مکې دَ ښار زائره

لږ پهٔ زړۂ باندې هم واخلهٔ دَ مکې دغه منظر

دغه ځائے دے دَ معراج نبوي مبدا لږ پوې شه

دَ تيَرو دَ شپو داځکه يو اميد دے دَ سحر

زړۂ شبيره سجده ريز دے جانماز باندې دَ عشق

دَده حال نه تهٔ خبر شه چې نهٔ ګرځې در پهٔ در

کعبې ته روان عاشقان

لهٔ کوم کوم ځايه راغلي عاشقان دي

پهٔ ټولګو ټولګو کعبې ته چې روان دي

دَ هر چا پهٔ خپل خپل رنګ کښې مشغولا ده

څوک مبهوط دي څوک پهٔ منډه څوک حيران دي

دَ سيلاب پهٔ شان روان وي پنځه وخته

څوک پرجوشه څوک مستیٔ کښې څوک حيران دي

لهٔ کعبې ځنې تاويږي خپل خپل رنګ کښې

بس دَ يو پهٔ خيال کښې ډوب دي سرګردان دي

دَدې کور سره چې داسې مينه کيږي

سوزي ځان سره چې کوم ئې دښمنان دي

ډوب کړه ځان تهٔ دَ کعبې پهٔ نظاره کښې

اے شبيره دې کښې نخښې دَ جانان دي

کعبه يو مېخانه

څښه شراب دَ مينې دم پهٔ دم اوس

هر څهٔ کړه اوس هېر مهٔ کوه غم اوس

کله چې وصال دَ يار مقصود شولو

ذکر دَدنيا کړه کم نه کم اوس

زړۂ مې دَ هغهٔ دے پهٔ هغهٔ نظر

جوړ شو مختلف ټول زېر و بم اوس

زړۂ طرف ته ګوره چې دي څوک پکښې

تا باندې ئې دومره دے کرم اوس

څوک چينې روانې بندولے شي

مه وچوه تهٔ دَ سترګو نم اوس

نيغه ده اوس لار شبيره نيغ ورځه

نشته دے دې لار کښې پيچ و خم اوس

وګورو

راځیٔ چې مونږه دَ رحمت دا نظارې وګورو

راځیٔ کعبې نه دَ نور ختي مونږ جلوې وګورو

زمونږ دَ زړۂ دَ تسلۍ د پاره دا کعبه ده

راځیٔ دَ حسن ازل دغه فيصلې وګورو

دَدې چکر دَ محبت دَ دائرې يو عمل

دَدې پهٔ وجه چې کميږي فاصلې وګورو

دَ دې يو ګُټ کښې لګيدلے کانړے حجر اسود

هلته چې کيږي مجازي مصافحې وګورو

دَ دعاګانو قبليدو ځائے ملتزم شبيره

ئې پهٔ جامه کښې دَ مجاز معانقې اوګورو

دَ کعبې سرور

سرور واخله دَ کعبې نن دَ کتلو

فرق ګوره دَ بيان اؤ دَ ليدلو

دې حرم کښې ګوره څومره تقدس دے

دا بيشکه ده موقعه دَ ځاريدلو

هر يو کس زړۂ کښې تعظيم دَدې محسوس کړي

ورسره طلب دَدې دَ ښکلولو

چې پهٔ زړۂ کښې وي تقويٰ دا ئې اثر وي

ورسره پهٔ پاک الله دَ مينيدلو

چې کعبې ته لري پښې زړۂ ئې خالي دے

دَ تقویٰ نه ، کړه کوشش دَ پوهيدلو

چې ئې زړۂ کښې تقویٰ نه وي اے شبيره

بيا ګډ وډ شي اؤ شي سر پهٔ بلو بلو

دعا کښې فرياد

خدايه جوړ کړې تهٔ بنده خالص زما نه

ما روان پهٔ خپلې لار کړې پهٔ اسانه

زہ دَ نفس پهٔ دام کښې ګېر وهم ټوپونه

ما ترې بچ کړې زۂ مدد غواړمه ستانه

زۂ دَ زړۂ نه شمه ستا اؤ تهٔ زما شې

شم روان پهٔ سمه لار ، نه چې پهٔ ورانه

اوس غير ستا کله زما زړۂ کښې رانهٔ شي

بس يو تهٔ مې وے پهٔ زړۂ کښې اے جانانه

ستا پهٔ ذکر مې بس شونډې خوزيدلے

اؤ پهٔ زړۂ کښې مې کتے درته حيرانه

ځان مال وخت اؤ اولاد ټول زما قبول کړې

خدايه تاته مې دا سوال دے عاجزانه

هر ويښتهٔ هره لمحه هره پيسه هم

کړې قبوله خدايه تهٔ دَ شبير خوانه

مجاز اؤ حقيقت

تسلۍ ته مو دَ زړۂ دغه کعبه ده ګني مونږه خوهغه وته سجدې کؤو

دا يو کور دے چې پرې خاصه تجلي ده ورته ګورو مونږه هم پهٔ دې مزې کؤو

هغه ذات مو دے بالا دَتصور نه دغه کور ئې مونږ دَ پاره ښائسته کړے

دې کعبې نه مونږ چکرې وهو ځکه دَ وصال مونږه اسره پهٔ دې کعبې کؤو

دَ هغهٔ ليدل دَ مرګ نه پس ممکن دي دغه ژوند کښې دا کعبه مونږه ليدے شو

دې مجاز باندې بهٔ مونږه هم ملاؤ شو حقيقت سره اميد مونږه لهٔ خدایٔ کؤو

دې نه تار دَ محبت تلے دے زړۂ ته بلف د حسنِ عقيدت پهٔ دې روښان دے

دې رڼا کښې حقيقت به را ښکاره شي مونږه دغې حقيقت وته اسرې کؤو

دغه نور دَ کعبې زړۂ کښې چې مونږ واخلو مونږ بهٔ پوې شو رب زمونږ دَ ټولو يو دے

دا نقطه ده دَ وحدت ټولو دَ پاره پيروي مونږ دَ وحدت دَدې نقطې کؤو

ليونتوب کښې دروازې دَ زړۂ شي لرې چې مونږ يؤيو اؤ دَ يؤ د پاره يؤ شو

کاش شبير هم پهٔ دې مينه ليونے شي ګني هسې بس خبرې اؤقيصې کؤو

کرم دے ستا بس

چرته مونږ چرته دا کور کرم دے ستا بس

وي زمونږه بهٔ څهٔ زور کرم دے ستا بس

دَ کعبې عظمت ته ګورم ځان ته ګورم

دې کښې وائم بهٔ څهٔ نور کرم دے ستا بس

دَ کعبې پهٔ فيض زما زړګے روښان کړې

لهٔ دنيا مې شي زړۂ تور کرم دے ستا بس

دې کعبې سره زړګے وتړم داسې

باغ دَ زړۂ مې شي سمسور کرم دے ستا بس

دَ ذلت دَ کندې څنګه رابهر شم

شبير وایٔی زۂ في الفور کرم دے ستا بس

عجيبه

عجيبه ځائے کښې کارونه عجيبه دي

دا کوم خلق چې دَ خدایٔ دَ کور سره دي

څوک راغلي دلته دي چې دَ الله شي

دلته څوک دي چې پهٔ لوټ دَ دوی اخته دي

څوک پهٔ مينه دَ الله کښې مست مست ګرځي

داسې لګي دَ شرابو پهٔ نشه دي

څوک لبيک باندې ګويا دي ډېر پهٔ مينه

څوک دَ داسې نظارو پهٔ تماشه دي

څوک چکرې دَ کعبې نه لګوي بس

څوک کعبې ته دَ کتو پهٔ نظاره دي

بس خبره د نيتونو ده شبيره

کهٔ زمونږ ځنې وي پټ خدایٔ ته ښکاره دي

دعا اور دوا

دَخدائی شکر چې مې پوندې ارام وکړو

دَ علاج مو چې دَدې کله پام وکړو

دعاګو شو مسبب مونږ سره مل شو

دَ سبب مو دَ دوا انتطام وکړو

دا اسباب دي احکامات تکويني ټول

ځکه مونږ متابعت دَ نظام وکړو

دعا هم پکښې سببِ باطني وي

دې د پاره ئې دَ فادعوني کلام وکړو

غوښتل غواړي ترې بيا ولې ونهٔ غواړو

شبير ځکه دَ دعا التزام وکړو

حالات اؤکيفيات

دا پهٔ مونږ چې کوم مشکل حالات راځي

نو پهٔ دې کښې څهٔ ښودلے راته شي

څهٔ پهٔ دې مونږ سره کيږي هغه وخت

حقائقو باندې مونږه خبروي

نظر دې باندي قائم لرل پکار دي

چې حاصل شي چې پهٔ دې کښې کوم څهٔ دي

احکامات دَ پاک الله دي پهٔ دوه قسمه

تشريعي اؤ ورسره هم تکويني

قوانين دي دَ فطرت دا تکويني ټول

مکلف اګرچې يو دَ تشريعي

شريعت باندې عمل لهٔ مونږ مطلوب دے

خيال ساتل دَ تکويني دي ضروري

انبياؤ شريعت مونږ ته راوړے

فقهاء اؤ علماء ئې رارسوي

پس عمل به مونږ پهٔ دې کؤو شبيره

تکويني امور کښې دغه ده صحيح

غارِ حِرا اؤ يو سوچ

پانړې واړوه پهٔ شا غار حرا

تاکښې ناست وو څوک پهٔ سوچ تهٔ خبر را

ياد کښې ډوب دَ چا دَ چا سره مشغول وو

پهٔ کِړکیٔ کښې ښکاريده ورته کعبه

هر څهٔ ئې پريښي وو پهٔ تا کښې دلته ناست وو

صرف ياد ئې ؤ يو ذات يعنې الله

تصور دَ هغه څهٔ ؤ هغه وخت کښې

دَ هغوی هغه وخت څهٔ وه مشغولا

دې نه پس ورسره څهٔ وشو پهٔ تا کښې

چې راغلي وه يو لويه فرښته

اؤ پهٔ کار دَ نبوت باندې فائز شو

شوه ملاؤ ورته بيا لويه مرتبه

چې اوس هم ياد کښې دَ خدایٔ ډوب شي شبيره

دے دَ خدایٔ شي ورته لاره شي صفا

غارِ ثور

پناه ګاه چې دَ نبي وه دَ ثور غار

دَ الله دَ حفاظت ؤ يو شاهکار

اګۍ واچولې کونترې جولا جاله

دې کښې نش باندې دښمن وکړو اعتبار

دښمن کله چې دَ غار خولٔې باندې راغلو

ان الله معنا وشهٔ ګفتار

پهٔ دې درې ورځو نيکيو دَ صديق

عمر غواړي نيکیٔ ټولې کړي نثار

دا هجرتِ مدينه يو کاميابي وه

مدينه منوره کښې شو بهار

اسباب ولټو شبيره دې دنيا کښې

ضرورت به دې پوره کړي کردګار

عرفات کښې

لږ شه لرې لهٔ دوستانو لږ هغهٔ ته هم وګوره

وخت ورکړے تا الله ته دے ، پهٔ دې سوچ وکړه وروره

ستا دښمن دلته موجود دے دَستا وخت خرابؤو ته

لهٔ خپل کار دې غلط نهٔ کړي څهٔ پهٔ نوي ډرامه نوره

دا دوستان دې اوس تهٔ پريږده صرف هغه دوست کافي دے

خفه مهٔ شې مهٔ ګڼه تهٔ دَ خيرخواه خبره سپوره

نن معافي لهٔ هغه غواړه ډېر عالم به معاف کيږي

چې شيطان زمونږ دښمن نن پريوتو لهٔ زړۂ دَ زوره

پهٔ ژړا ډېر خوشحاليږي پهٔ ژړا ئې نن راضي کړه

عرفات دے ، شبير وایٔی ويښ کړه ځان دَ سترګو توره

زړۂ دې جوړ کړه

زړۂ دې جوړ کړه خپل ، کعبي ته پهٔ کتلو

کړه ديدن اوس دَ کعبې پهٔ سترګو خپلو

دا لوئې کور دے لوئې الله سره ئې تعلق دے

ياد سبب ساته دې ځائے ته دَ راتللو

پهٔ کتلو ئې تعلق جوړ دَ زړۂ سره کړه

نور هم زيات ترې ګېر چاپېر پهٔ تاويدلو

دَ توحيد مظهر سره ځان موحد کړه

کړه کوشش دَ توحيد ښهٔ راسخ کولو

تجلي پهٔ دې دَ حسن ازل شته دے

بندوبست کوه دَ خپل زړۂ دَ تړلو

کهٔ مجاز کښې حقيقت شبيره غواړې

لاره دا ده تر هغهٔ دَ رسيدلو

سازشونه

دَ باطل دا قوتونه څومره کار کیٔ

ډېر ساده دي چې پهٔ دوی هم څوک اعتبار کیٔ

ټيک غلط کړي اؤ غلط نه ټيک دوی جوړ کړي

ساده ګانو ته چې څهٔ وائی اقرار کیٔ

چې مرکز دے دَ ارشاد تبر دَ دوی اوس

نيسي لاس کښې خپلو پښو باندې ګزار کیٔ

پهٔ رواج زور دے سنتو نه اعراض کړي

هائې افسوس صرف منل دَ استعمار کیٔ

اے شبيره توقع ترې دَ خَير نشته

چې ځان خپله کړي غلام څوک به ئې حصار کیٔ

دَ کعبې پهٔ خوا کښې

زۂ۔ بيا بيا تندے پهٔ دغه زمکه کيدم

چې محروم ترې چرته نهٔ شمه ويريږم

دَدې لوئے کور لهٔ مالک مې ډېر اميد دے

لهٔ اعمالو خپلو زۂ۔ نا اميد کيږم

هر ويښته کهٔ مې شي ژبې پهٔ سلګونو

اؤ پهٔ ټولو کهٔ پهٔ شکر ګويا کيږم

دومره ژبې ئې۔ راکړي دَدې شکر

ادا څنګه کړم پهٔ دغه نه پوهيږم

ماخپل رب پيژني څومره يم کمزورے

نفس مې هم دے زورور ځکه بوږنيږم

خدايه ماسره پهٔ فضل مدد وکړي

ګني زۂ۔ مقابله کښې پاتې کيږم

مال اؤ جاه اؤ لذتونو کښې ښهٔ بوخت يم

کهٔ مدد دَ هغهٔ نهٔ وي نو غورزيږم

دَ دې لوئے کور وسيلهٔ نيسم شبيره

ګني زۂ خو پهٔ عمل خپل رسوا کيږم

توبہ

دَ ګناه دے يقيني علاج توبه

خوش نصيب دے چې ئې دے مزاج توبه

هميشه غلطيانې کيږي لهٔ مونږ ډېرې

چې دا څومره دي پهٔ دوی کړي راج توبه

مونږ کمزوري يو هغه غفور رحيم دے

دے دَ دواړو ښکلے امتزاج توبه

کهٔ زړۂ ډک وي سر تر سره لهٔ ګندونو

دَ دې ټولو واؤره کړي اخراج توبه

توبه ګارو ته ده جوړه دروازه خاص

سر کهٔ عجز دے ، دے شبيره تاج توبه

یو فریاد

پهٔ خپل فضل الٰهي زړۂ بينا راکړې

دَ خپل ځان سره تعلق هم جوړ زما کړې

زۂ تا هېر نهٔ کړمه هيڅ کله ، پهٔ ذکر

ژبه تر کړې زما اؤ زړۂ مې صفا کړې

راشې زړۂ کښې مې اؤ شم ستا پهٔ نظر کښې

تهٔ زما شې پاکه ربه قبول ما کړې

ټول عالم کښې کړم چې ذکر ستا خور هر وخت

پهٔ دې ښکلي فکر کښې ما مبتلا کړې

ستا پهٔ مخکښې زہ شبير پهٔ سجده پروت يم

پهٔ څهٔ شان دَ بندګۍ حق مې ادا کړې

دَ کعبې مخکښې

دَ کتو مې دَ کعبې دے منظر مخکښې

حال ته ګوره دَ زړګي دَ دې در مخکښې

ړانده زړونه پهٔ دې څنګه پوهيدے شي

دَ زړه حال چې څنګه وي دَ دلبر مخکښې

نزديکت دَ لرې والي نسبت څهٔ وي

دَ قطرې چې څنګه وي سمندر مخکښې

دَ کعبې نه دَ چا زړه چې اثر واخلي

نو ورو ورو راشي بيا دغه اثر مخ کښې

اے شبيره پهٔ رڼړا ئې منور کړه

زړه ، کوه بيا ترقي برابر مخکښې

حقيقت اؤ مجاز

چورلي شمعې نه چې کوم ئې پتنګان وي

دَ کعبې نه کړي طواف چې ئې عاشقان وي

ليونتوب دا لهٔ هوس ځنې بهتر دے

پيمانې نورې دَ عشق دَ ميدان وي

چې محجوب وي څهٔ به پوې شي پهٔ دې باندې

هغه څوک وي چې پهٔ عشق کښې سرګردان وي

دَ کعبې دَ دې زيارت پهٔ وسيله مو

نصيب هلته کښې ديدار دَ پاک سبحان وي

شبير ورسوې هلته پاکه خدايه

چرته کښې چې موجود ستا خواږه دوستان وي

مسجد تنعيم

ياد کړه مسجد تنعيمه هغه دور

چې عمره تانه وه کړي زمونږ مور

دَ عمرې دَ پاره خوږ نبي راواستول

تاته راغلل پهٔ دې شان سره دَ ورور

چې ابن زبير تعمير کړه کعبه کله

دَ عمرې دَ پاره راغلل ستا پهٔ لور

دَ مکې خلق پيدل ورسره هم وو

شکريه کښې دَ تعمير دَ خدایٔ دَ کور

دَ احناف پهٔ نزد عمره ستانه افضل ده

بعضې خلق پهٔ دې باندې کوي شور

وايیٔ مسجدِ تنعيم نه عمره نشته

دوی به څومره ثبوتونه غواړي نور

خير دے وايیٔ دې جاهل خلق بدعت دے

اے شبيره دَ جاهل به وي څهٔ زور

تنعيم نهٔ عمره

څنګه تنعيم نه دي عمره کول بدعت وروره

لږ خو سوچ وکړه کوې څومره حماقت وروره

زمونږه مور عمره ده کړي تنعيم نه پوې ئې

دَ دې نه پس هم کوې داسې جهالت وروره

کهٔ استثناء کښې اچوې دغه کارونه دَ دوی

نو بيا دَ شانِ نزول څهٔ بهٔ وي حاجت وروره

دَ صحابه و اؤ تابعينو پرې عمل هم شته دے

څنګه کوې بيا تهٔ دَ دې مخالفت وروره

دَ مکې خلقو دَ ابن زبېر سره دَ کړي

پېدل نو بيا ئې نهٔ منل دي سفاهت وروره

وايیٔ شبير کله ازاد چې لهٔ تقليد نه شي څوک

غېر معتدل شي دَ هغهٔ بيا هر حرکت وروره

دَ کعبې تعلق

بس نصيب مې دَ کعبې پهٔ ښکلي مخ فدا کيدل وے

پهٔ بيا بيا ورسره جخت جخت خټکيدل اؤ ژړيدل وے

بس لهٔ دې زۂ تاويدلے ستا پهٔ خيال کښې ډوب اؤ مست وے

ځان مې هېر وے ته مې ياد وے ستا مې داسې ياديدل وے

ملتزم سره ښهٔ جخت وے جخت ښهٔ جخت غاړه پهٔ غاړه

دَ حجرِ اسود نصيب مې پهٔ بيا بيا چپي کول وے

ستاپهٔ ياد کښې مې ځان هېر وے تهٔ مې ياد وے پهٔ هر وخت کښې

ستا پهٔ ياد کښې ژړيدل وے ستا پهٔ ياد کښې خنديدل وے

دَ عشق اور کښې رذايل مې ټول پهٔ ټول وسوزے خدايه

اؤ نصيب مې شبير وایٔی خدايه زړۂ کښې ستا راتلل وے

دَجدایَیَٔٔ غم اؤ خوشحالي

لهٔ کعبې جدا کيدل دي هم مې زړۂ کښې مدينه ده

هم ژړيږم هم مې شوق دے داخبره عجيبه ده

دې کعبې نه ګېر چاپيره خوږ نبي طواف دے کړے

برکت دَ پاک نبي دے چې دا ټولهٔ سلسلهٔ ده

ملتزم باندې هم اوښکې بيولي پاک نبي دي

واپس لاړل مدينې ته دغه هم يوه جذبه ده

تور څادر باندې حروف دا سنهري څنګه خوندناک دي

ګېر چاپير ئې عاشقان دي څومره دا ښکلي نقشه ده

پرنالې دَ رحمت لاندې مونږ سوالګري ټول ولاړ يو

بس الله دې مهربان شي څهٔ به زۂ يم څهٔ مې خولهٔ ده

دَ شبير زړۂ کښې اے خدايه کړې راسخ توحيد هميش تهٔ

تقاضا مې دَ ادب دَ شعائرو ورسره ده

لهٔ حرم نهٔ روانيدل

نن زمونږه قافلې ته لهٔ حرم روانيدل دي

ضبط کول راته پکار دي يقيناً چې دا مشکل دي

څومره خوند ؤ اؤ مزه وه دَ کعبې دَ سوري لاندې

دا ښائسته ښائسته ځايونه راته دلته پريښودل دي

کاش چې مونږه دَ خپل وخت قدر وے کړے چې وو دلته

دا قانون دَ ژوند روان دے پهٔ دې باندې پوهيدل دي

روزانه چې دَ زمزم اوبه مونږ څښلې کاسو باندې

هر څهٔ پاتې شولو دلته اوس نصيب کښې ژړيدل دي

کعبه وه لکه دَ شمعې اؤ مونږ ټول ئې پتنګان وو

شمعه پاتې شوه شبيره پهٔ پتنګ غم تېريدل دي

شليدلي جولیٔ

دَحرم لمنه مونږه ده نيسلي

اؤ جولۍ هم ده زمونږه غوړيدلي

ډېر اميد لهٔ دغه دے زمونږه زړۂ کښې

ده اګرچې دا جولۍ زمونږ شليدلي

هميشه ياد پاک نبي مونږ ته ساتل دي

مخ ساتي چې پاک الله دَ نازولي

خوشحالۍ کښې هم ئې غم کښې پيروي کړه

خوش نصيبب دے چې لمن ئې چا نيولي

وخت دے واخلهٔ ترنه کار شبير احمده

کړه سوتره خپله لمن چې شي دا ښکلي

دَ مدينې منورې هوا

پهٔ زړۂ مې لګيدلي جوړ هوا دَ مدينې

دَ تلو غم کښې نصيب خوشحالي شوه دَ مدينې

يو زوګ غوندې پيدا پهٔ تصور کښې شو پهٔ خپله

هوا دَ مدينې اؤ دَ فضا دَ مدينې

مسکن دَ صحابه ؤ اؤ منزل دَ ملائکو

پهٔ لار باندې روان شولو مونږ بيا دَ مدينې

داځائے لوئے دَ ادب دے ، پهٔ ادب باندې به اوسې

شه پوې ، لازم ادب دے پهٔ هر چا دَمدينې

شبير هم باادب کړې سوال زما تاته دے خدايه

پيرزو چې پهٔ هغه کړو سفر تا دَ مدينې

دَ مدينې منورې لاره

شروع شوه دَ مدينې لاره ښائسته

ورته ګورم چې دا څومره ښکلي ده

دا دَ زړۂ ده زړۂ پهٔ دې باندې پوهيږي

ده پهٔ زړۂ باندې دَدې لارې نقشه

دغه لار دَ محبت ده دَ يقين ده

دغه لاره ده يو لاره دَ وفا

لږ سوچ وکړیٔ چې پهٔ دې لار څوک تېر شوے

فکر وکړیٔ لږ پهٔ دې دَ زړۂ سره

پهٔ تلو تلو کښې پهٔ سړک غواړم چې ښکل کړم

چې ليکلي پهٔ کوم بورډ دي مدينه

کهٔ تپوس شي دَ جنت لاره ده کومه

اے شبيره زړۂ به وائي ده دغه

دَ زړګي دنيا

دَ زړګي دنيا پهٔ خپله شي بدله

ياد کښې راشي مدينه زړۂ کښې چې کله

رنګ دَ عشق دَ د نيا نور دے پرې خبر شه

پهٔ هر څهٔ کښې جوړوي لاره پهٔ خپله

دَريچه کښې دَ يادونو خپلو نال کړي

ډک دَ ګلو بوټي هر رنګ باندې ګله

دا يادونه دَ نعتونو غوندې اورم

يو ځل نه بلکې بيا بيا پهٔ څو څو ځله

زۂ پهٔ ياد دَ مدينې چې شم مشغول نو

بيا خوند کله راکوي خبره بله

مدينې ته چې مې فکر شو شبيره

دنيا ټوله بس دَ دې نه زاريدله

پهٔ مدينه منوره کښې

تن کهٔ وي بل ځائے زړۂ وي دې مدينه کښې

حقه داچې وي انسان ښهٔ مدينه کښې

خپل زړګے وراستومه زۂ هر وختې

چې وے روح سره بيا بيا زۂ مدينه کښې

هغه مرګ خو به پهٔ ما باندې اختر شي

زما قبر شولو جوړ کهٔ مدينه کښے

زما جسم خير دے چرته هم چې استیٔ

کهٔ دَدې جسم باچا شي مدينه کښې

اوس شبير دې کړي خادم خپل نه چې صرف

دَ اتو ورځو ميلمهٔ پهٔ مدينه کښې

سفر دَ مدينې

څومره ښکلے مزيدار دے سفر دَ مدينې

فضل لوئے دَ کردګار دے سفر دَ مدينې

مشغول زړۂ مې نظاره کښې دے دَ ګنبد خضرا

بخت زمونږ شولو بيدار ، دے سفر دَ مدينې

څهٔ به ليکي څهٔ به سوچ کړي قلم څنګه کيږدم نن

دے پهٔ زړۂ مې څهٔ اعتبار ، دے سفر دَ مدينې

تصور کښې مدينه ده ، پهٔ ککو کښې مدينه ده

اؤ خيالات دي بيشمار ، دے سفر دَ مدينې

اے قلمه ستړے نهٔ شې خيال ساته نن دَ شبير

دي پهٔ خولهٔ کښې ئې اشعار ، دے سفر دَ مدينې

دَ زړۂ اواز

زما زړۂ کښې دے راغلے يو اواز

چې ادب دے هميشه دَ فلاح راز

دَ ادب ځنې اعراض کله ونهٔ کړې

مصيبت به ګني ځان ته کړې تهٔ ساز

بې ادبه شي محرومه بدنصيبه

خيال کوه خدایٔ لهٔ هرڅهٔ دے ئې نياز

چې حج وکړي مدينې وته لاړ نه شي

دهٔ خبره ومنله دَ غماز


اے شبيره دي هر څهٔ ئې مدينه کښې

چې دَ عشق دَ فضاګانو وي شهباز

څهٔ چې کیٔ الله کیٔ

قلم لاس کښې دے زما هغه ليکل کیٔ

زۂ خبره کړم ھغه ماته ښودل کیٔ

دَھغهٔ دے مشيت غالب پهٔ هر څهٔ

د ے فعال چې څهٔ کوي ھغه کول کیٔ

خوښوي دَ خپل محبوب دَ محبت ګفت

نعتيه ګفتار پهٔ خولهٔ زما راوړل کیٔ

پيژنو څهٔ به رموز و حقيقت مونږ

څهٔ کوے شو کهٔ ھغہ ئې نهٔ ښيل کیٔ

پهٔ قلم نظر خو وي خو پهٔ لاس نه وي

پهٔ ھغه کله دا لاس چې خوزول کیٔ

پريږده ليکي دې قلم چې څهٔ دا غواړي

اے شبيره دے مجبور نهٔ صبريدل کیٔ

راغلم مدينې ته

زۂ پهٔ فضل دَ خدایٔ راغلم مدينې ته

دَ رحمت دَ خدایٔ عظيمې سلسلې ته

پهٔ لمنه کښې څهٔ نهٔ لرمه خدايه

شفاعت چې زما وشي راغلم دې ته

زما مخ دَ ليدو کله دے قابل نو

چې خيال وکړم ګنهګار خپلې سهرې ته

سترګې ټيټې يم ولاړ نبض مې تيز دے

ځکه ونهٔ شهٔ جرأت مې مواجې (شريفېٍ) ته

شفاعت چې دوی و نهٔ کړي نور به څوک ییٔ

ننواتے يم راغلے دې اسرې ته

پهٔ شبير ګناهګار ودې شي کرم اوس

چې حيران لهٔ اوسه دے عملنامې ته

پهٔ مسجدِ نبوي کښې

پهٔ مسجدِ نبوي کښې دے باران دَ رحمتونو

اوريدل براه راست دَ درودونو سلامونو

ټول ماحول لهٔ ادب ډک دے نوراني دے معطر دے

دغه ځائے دَ محبت دے دَ غه ځائے دَ ادبونو

مونږه څنګه ورنزدې شو ټيټې سترګې يو لهٔ شرمه

شي حاضره چې نقشه مونږ ته دَ خپلو حرکتونو

چې دَ جسم دَ قربت دغه اثر دے چې قريب شي

زړونه هم ، نو سوچ کوه دَ هغه وخت دَ برکتونو

محبت ئې هم دَ ذات سره شبيره ضروري دے

کهٔ هر څو روان ئې ته هم دَ هغهٔ پهٔ سنتونو

دَ محبوب پهٔ دربار کښې ودريدل

دَ محبوب دربار کښې څنګه زۂهٔ ودريږم

چې حالت دے زما کوم پرې زۂ ويريږم

ګنهګار يو دَ ګناه پنډ مو پهٔ سر دے

خپل تور مخ سره به څنګه مخکښې کيږم

سترګې ټيټې پهٔ ټيټ سر پهٔ چپهٔ خولهٔ زۂ

يو دَ اوښکو دے باران پهٔ کښې توييږم

زۂ درود سلام دَ مينې پيش کومه

قابل نه يم دَدې ځائے پهٔ دې پوهيږم

دا دربار دَ ګنهګارو دادرسي کړي

شفاعت دَ پاره زۂ هم حاضريږم

زما خپل نيکهٔ شفيع دَ ټول امت دے

شبير وايیٔ بس پهٔ دې اميد پائيږم

نشته

زړۂ ويريږي دَورتلو مې همت نشته

مخکښې تلو ته نور پهٔ ما کښې طاقت نشته

چې هر څهٔ مونږه خراب کړل دَ خپل ځان نو

څهٔ پهٔ مونږ کښې جوړې اوس سلامت نشته

دغه ځائے سره بل ځائے کله جوړيږي

پهٔ بل ځائے کښې چرته دا شباهت نشته

خپل صورت کله ښودلے شمه دلته

دَ ښودلو دلته کښې مې صورت نشته

چرته دا عالَم اؤ چرته شبير خاورې

چې دَدې اؤ دَ هغې څهٔ نسبت نشته

پاک رسولهٔ

څرګند مخ ښکلې زيبا کړه پاک رسوله

دَ خپل ځان بس دے اوس ماکړه پاک رسوله

ګنهګار يم خطا کار يم امتي ستا

لاس اوس خپل پهٔ سر زما کړه پاک رسوله

پهٔ ګرداؤ کښې مې کشتۍ ده ګېره شوي

خدایٔ دَ پاره لاس نن راکړه پاک رسوله

ستا امت نن دَ ذلت خټو کښې بوخت دے

دې ذلت نه ئې جدا کړه پاک رسوله

شفاعت دَ پاره ستا زۂ اميدوار يم

دَ کرم نظر پهٔ ما کړه پاک رسوله

ستا دَ مينې خواهشمند يم زۂ شبير

خپله مينه راعطا کړه پاک رسوله

نعت شريف

پهٔ خاتم دَ انبياؤ مصطفےٰ باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام

دے خاتم دَ انبياؤ دے خاتم دَ مرسلين

باکمال دے باجمال دے څومره ښکلے اؤ حسين

انبياؤ پهٔ افسر بدر الدجےٰ باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام

ظاهراً کهٔ اخرين دے حقيقت کښې اولين

هم رؤوف دے هم رحيم دے اؤ دے هم نورمبين

پهٔ محبوب دَ پاک الله شمس الهُدےٰ باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام

چې دَ چا د پاره هر څهٔ يعنې ټول هر څهٔ جوړ شوي

کهٔ دا زمکه کهٔ اسمان دے دغه ټول ئې ښائسته کړي

زمونږ لور نه دې پهٔ دوی وي پهٔ بيا بيا باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام

زۂ۔يم چرته هغوی چرته زۂ حقير يم اؤ فقير

دَ هغوی پهٔ دواړو کونوکښې دے نشته څهٔ نظير

اے شبيره وايه ختم الانبياء باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام

چې ثاني ئې دَ جمال اؤ کمال نشته

مينه نهٔ لري چې څوک دَ مصطفےٰ

يا عمل کښې ئې نهٔ کوي څوک اتباع

هغه زړۂ کله کيدے شي دے تور کانړے

دے هغه لهٔ هدايت ځنې جدا

دَ امت خيال ئې پهٔ زړۂ کښې ؤ معراج کښې

پهٔ محشر به هم وي فکر ورسره

دَ احسان بدله احسان ده پهٔ قرآن کښې

دَ وفا بدلهٔ کيدے شي بس وفا

کمالات ئې لهٔ هر چا ځنې وچت دي

ښائسته والے ئې ښائسته دے لهٔ هر چا

چې ثاني ئې دَ جمال اؤ کمال نشته

زړۂ به ئې ولې نهٔ وي عشق کښې مبتلا

اے شبيره هغه کس بس انسان نه دے

چې هغه باندې ئې زړۂ نه وي فدا

نعت شريف

دَ زړۂ غوښې مې قربان پهٔ خپل دلبر وے

چې حاضر کله دَ خپل جانان پهٔ در وے

زۂ سلام دَ محبت ور استومه

کاش چې دې سره شامل هغه منظر وے

زۂ سلام دَ خپل زړګي ورته به پيش کړم

کهٔ حالات راته څهٔ داسې برابر وے

طريقه ده صرف پاتې دَ جانان يو

هر څهٔ کښې دا طريقه مې مقدر وے

پهٔ سنت وے دَ جانان عامل شبيره

ډک پهٔ دې باندې زما دَ زړۂ پرهر وے

تماشا ئې دَ کرم

هر څهٔ خپله کیٔ اؤ مونږ ورته کتل کؤو

تماشا ئې دَ کرم مونږ مستقل کؤو

دَ الفاظو ترکيبونه دا جوړيږي

لهٔ قلم وتي شعرونه مونږ ليدل کؤو

دي هر څهٔ چې دَ هغهٔ پهٔ مشيت دي

ډېر اګر چې کوششونه مونږه خپل کؤو

ارادې چې پوره نه شي پهٔ دې باندې

دَخپل رب مونږ قدرتونه پيژندل کؤو

اے شبيره دا اشعار دَ حقيقت دي

جام دَ مينې مونږ پهٔ دې طريقه څښل کؤو

دا مدينه دغه جمات

دا مدينه دغه جمات اؤ دا حرم ، يم چرته

خوب خو دانه دے دغه څهٔ دي چې دا ګورم ورته

دَ چا دعا ده او دے فضل دَ الله کريم بس

خوش نصيبي ده چې راتلل زما نصيب شو دلته

ډېر انوارات اؤ برکات قدم قدم باندې دي

زړګے دا وائی دغه ښهٔ دي تهٔ لاړ نه شې بيرته

دَ جبرئيل اؤ ميکایٔيل راتلل بيا بيا وو دلته

وچت مقام الله ورکړے دے خير البشر ته

دَ مزکې دا يوه قطعه ده چې جواب ئې نشته

کهٔ ډېر سوچ وکړې اؤ پهٔ غور وګورې بحر و بر ته

دا صرف خيال نه دے شبيره نور هم مخکښې ورځه

خانه کعبه به هم آخر کښې راځي دغه در ته

اللہ تعالیٰ جل جلالہ اؤ مصطفیٰﷺ

پيروي دَ مصطفےٰ ده ډېره خوښه دَ الله

اؤ ټول مونږ چې دَ الله شو دغه غواړي مصطفےٰ

خدایٔ ساتلي يوه لار ده هغه لار دَ محمد ده

قبلوي نه پهٔ هيڅ شان کښې بله لاره دَ بل چا

اؤ نبي په اخر وخت کښې خپله خولهٔ باندې دا وایٔي

دَ الله پاک رفاقت بس يو پکار دے اوس زما

خدایٔ دا غواړي چې درود پهٔ مصطفےٰ وئيلے کيږي

شو دََ خدایٔ پهٔ ذکر مست مونږ ، دَ نبي خوښه ده دا

الله غواړي چې پهٔ لار دَ محمدﷺ باندې روان شو

اؤ په خولهٔ دَ محمدﷺ دي لا اله الا الله

خدایٔ خوشحال دے دَ نبي پهٔ محبت باندې شبيره

دَ الله مينه هر وخت ده دَ نبي دَ زړۂ صدا

لهٔ ناز نهٔ تر نياز

مستحب شو لهٔ ستا پاتې دَ مسجد نبوي نمونځ کښې

مات شيطان بيا تاته زړۂ کړو ته بيحده فکر مند شوې

ستا دَ زړۂ آئنه ماته شوه خبر نه شوې چې څهٔ وو

ستا يو سوچ ؤ اؤ يو فکر، پهٔ خپل ناز کښې مبتلا وې

دَ مات زړونو سره وي هغه دا تاته بشارت دے

نوي لارې جوړيدے شي چې زړې لاري شي ختمي

اوس پهٔ زړۂ کښې دَ هغه دَ محبت لاره کړه جوړه

پهٔ مات زړۂ ورته وژاړه نصيحت دے کهٔ شوې پوه پرې

پروت سجده کښې ژړيدل يا لاسوچت دَ هغه وړاندې

خټکيدل پهٔ پټه پټه پهٔ قطره قطره دَ اوښکي

دا خالي جولۍ شبيره کړه ور مخکښې ده ممکنه

په لمحو کښې دَ ټول عمر پهٔ خيرات تهٔ بهره مند شې

کهٔ نصيب دَ محمد شوه غلامي مې

کهٔ نصيب دَ محمد شوه غلامي مې

نو نصيب به شي ستا ښکلي بندګي مې

چې کوم څهٔ دي هغه وے دَ ستا دپاره

وے دا ټول پهٔ طريقه دَ پاک نبي مې

سوال زہ ستا دَ محبت کومه هر وخت

محبت دَ نبي هم کهٔ نصيب شي مې

راپيرزو دې کړل راتلل خو زما دلته

ادب هم دې دَدې هر څهٔ زړۂ کښې وي مې

شه نصيب دَ صحابه نقشِ قدم مې

اؤپهٔ حق ، وائي شبير وي دلجمعي مې

دا مسجدنبوي

پهٔ مسجد نبوي کښې يم دے ښار دَ مدينې

پهٔ جامو کښې نهٔ ځايیٔږم ، شمه زار دَ مدينې

سلام زۂ به پهٔ حاضر صيغه کولے شمه دلته

هر څيز دلته منور دے پهٔ انوار دَ مدينې

دلته وایم چې سلام کښې کله يا رسول الله

شی محسوس راته پهٔ زړۂ کښې افتخار دَ مدينې

زړہ مې ډک دے لهٔ انوارو ، سترګې ټيټې يم ولاړ زهٔ

کړمه پيش څنګه زړګے خپل پهٔ دربار دَ مدينې

ژوند مې تېر شوے پهٔ سنتو دَمحبوب داشبير وائی

شمه کاش پهٔ مرده ګانو کښې هم شمار دَ مدينې

کړه تهٔ جولۍ ډکه

دَ الله دَ کرم کړه تهٔ جولۍ ډکه

دَ هغه دَ در چې وي نو اسره مه که

دا چليږي چې قلم دا ئې کرم دے

صرفه مه کړه چې څهٔ غواړي هغه ليکه

دا دنيا دَ محبت لوئے سمندر دے

کناره دَدغې نشته دا ايزده که

ځان کړه ډوب عشق کښې چې شې تهٔ مجسم عشق

چې عاشق وي لهٔ محبوب نه بله نه که

زهٔ شبير دې تمنا باندې اوس پايم

چې مې يار دَ خپليدو فيصلهٔ وکه

بشر اؤ خير البشر

دے محبوب دَ پاک اللہ نبی سرور

دے بشر خو یقیناً خیر البشر

دے مالک زمونږ دَ زړۂ ، ورباندے زار شم

ثاني کله ئې راتلے شي پهٔ نظر

اتباع ئې چې څوک کړي دَ خدایٔ محبوب شي

امرِ رب دے دَ هغه چې دے امر

دے خاتم دَ انبياؤ مرسلينو

کړي تعظيم ئې کهٔ شجر دے کهٔ حجر

پيش کوي ورته اوښان ځان قربانۍ کښې

پهٔ دې حال کهٔ دې لږ سوچ شو برابر

پهٔ سنتو ئې مکمل کاميابي ده

اے شبيره ولې ګرځې در پهٔ در

مدينه ده اؤ جمعه

مدينه ده اؤ جمعه ده درود وايو

ښکلے ځائے دے پهٔ څهٔ ښکلي مشغولا يو

ده دَ شکر موقع کړم پهٔ ژبه شکر

بيا دَ دې قبوليت لهٔ خدايه غواړو

سيّآت مو پهٔ جولۍ کښې دي راوړي

توبه ګار معافي غوښتونکي لهٔ الله يو

مونږ دَ خوږ نبي پهٔ در کښې دغه عرض کړو

شفاعت مو شه نشيب امتيان ستا يو

ګناهګار يو مګر يو ستاسو امت کښې

لږ نظر شه دَ کرم ګني رسوا يو

زۂ۔ شبير يم پر تقصير ستاسو نمسے يم

خو ش نصيب يو پهٔ تعريف ستاسو ګويا يو

محبت دَ پاک رسول

دے څومره لوئے نعمت دَ محبت دَ پاک رسول

دے څومره ضروري متابعت دَ پاک رسول

زړې طريقې ټولې کړې منسوخې پاک الله

يو پاتې طريقه شوه دَ سنت دَ پاک رسول

جمال کمال ورکړے پاک الله دے لهٔ هر چا نه ډېر

پهٔ زړۂ باندې دے ځکه حکومت دَ پاک رسول

معيار دَ ښو اؤ بدو څنګه تاته مشکل ښکاري

کهٔ تاته دے معلوم خوږ شريعت دَ پاک رسول

چې څوک دَ پاک رسول دي هم هغه دي دَ الله (تعالیٍٰ)

الله سره دے څنګه حيثيت دَ پاک رسول

شبيره ته ئې پهٔ ځان باندې لازم متابعت کړه

شي تاته به حاصل بيا شفاعت دَ پاک رسول

ښکلي موقع

ورسولم خدایٔ دَ خوږ نبي زۂ قدمونو ته

کښینولم ئې هلته ئې حسابه رحمتونو ته

هلته دې هم خدایٔ راته ځائے راکړي قدمونو کښې

دې دپاره دلته لاس وچت مې دي سوالونو ته

شولو اميد جوړ مې چې نور مخکښې به هم لاړ شمه

لاره بنده کړي چا دې ښکلي اميدونو ته

اوس سلام کړه پيش دَ عاجزۍ چې ده موقعه دغه

لرې دروازې هم دَ رحمت شوې زمونږ زړونو ته

چرته مقامات دلته وچت چرته عاجز شبير

زړۂ زما ليواله پهٔ دې حال کښې دے شکرونو ته

پهٔ مواجه شريف حاضري

ټيټې سترګې يم ولاړ ډېر وچت در ته

منتظر يم دَ کرم ښکلي نظر ته

نالائق يم زۂ ډېر زيات خو تهٔ کريم يې

بې لهٔ خېره کريم څوک ناستوي بيرته

ستا مقام پيژني کله چې څوک ړوند وي

ړوند خو ړوند وي کهٔ زر وار وګوري نمر ته

سليم زړۂ نفس مطمٔن غواړم لهٔ خدايه

وسيلهٔ زما یٔی تهٔ نور لاړ شم چرته

اوښکې مخکښې دي دَ سترګو شونډې چپې

دے شبير سر ټيټ ولاړ نبي سرور ته

سلامونه پهٔ بيا بيا

وي دي سلامونه پهٔ بيا بيا نبي سرور باندې

شه هر څهٔ قربان زمونږ بيا بيا خير البشر باندې

دے بشر خو خدایٔ نه پس لهٔ دوی نور څوک وچت نشته

هر څهٔ نوراني لري بيان ته ئې حاجت نشته

نهٔ راځي ثاني ئې بل مخلوق کښې پهٔ نظر باندې

شه هر څهٔ قربان زمونږ بيا بيا خير البشر باندې

کله زۂ تعريف دَ داسې لوئے هستۍ کولے شم

څنګه چې ئې حق دے هغه څنګه بيانولے شم

سترګې چې ودريږي نو ودريږي دغه در باندې

شه هر څهٔ قربان زمونږ بيا بيا خير البشر باندې

دے پهٔ حقيقت کښې اولين خو آخرين راغے

دا دَ امت فخر ورته داسې چې نيازبين راغے

دے ئې نبوت تا قيات ټول بحر وبر باندې

شه هر څهٔ قربان زمونږ بيا بيا خير البشر باندې

زياته مينه دوی سره کول دي دَ ايمان حصه

مونږ باندې ئې لازمه اتباع ده دَ قرآن حصه

نهٔ شو مونږ اخته څهٔ دَ شيطان پهٔ بل چکر باندې

شه هر څهٔ قربان زمونږ بيا بيا خير البشر باندې

استوه تحفې دَ درودونو هميشه ورته

هم زړۂ دَ اخلاصه سلامونو هميشه ورته

کړه عمل شبيره دَ الله پهٔ دې امر باندې

شه هر څهٔ قربان زمونږ بيا بيا خير البشر باندې

دَ عشق اور

بل کړه اور د عشق پهٔ زړۂ کښې زړۂ دَ يار سره واصل کړه

چې خوښيږي کو م دَيار نو خصلتونه ھغه خپل کړه

چې دَ يار تعريف پکښې وي محفلونه ھغه جوړ کړه

چې دې يار پرې خفه کيږي نو لهٔ ھغه محفل زغل کړه

زړۂ دَ يار پهٔ مينه مست کړه هم دَيار دَيار پهٔ مينې

اؤ کلام دَ محبت ئې پهٔ خپل زړۂ باندې نازل کړه

لهٔ هر څيز نه ور نيزدې شې ته لهٔ هر څهٔ پرې ورتېر شه

لامبوزن پهٔ سيند دَ عشق شه هېر دَ ځان نه ئې ساحل کړه

چې يو وخت هم درنه هېر نه شي هر وختې تاته ياد وي

اے شبيره ؔيار پهٔ زړۂ کښې داسې رنګې تهٔ داخل کړه

ډېر دي کم

چې څهٔ غواړمه ونهٔ شو ډېر دي کم

چې څهٔ وشو هغه هم ئې دے کرم

پهٔ جمال کمال اعلیٰ دے محمد

صلیَّ الله عليه و سلَّم

زۂ به څنګه دَ هغه شم فکرمند يم

ما به څنګه خپل کړي دغه مې دے غم

زړۂ دَ عشق نه ډک لرم پښې مې هم رپي

سر مِ ټيټ دے دے جاري لهٔ سترګو نم

پهٔ تعريف دې دَ هغهٔ صرف مشغول وي

اے شبيره چې زما دے دا قلم

پهٔ وخت دَ رخصتۍ

کړم څهٔ عرض آخري وخت کښې دَ صحبت زۂ

پهٔ دې وخت کولے نهٔ شمه همت زۂ

هيڅ مې و نهٔ کړل اؤ وخت مې هسې تېر شه

فضول سر ومه هر وختې پهٔ غفلت زۂ

زۂ ولاړ يمه دَ دؤو کريمو مينځ کښې

غواړم دلته دَدې دواړو محبت زۂ

زۂ اميد لرم لهٔ دواړو چې مې معاف کړي

نا اميد نهٔ يم دَ عفوې لهٔ صفت زۂ

غواړم زۂ چې پهٔ بيا بيا دلته کښې راشم

کړم حاصل دَ قدمينو برکت زۂ

زۂ دَ خپل نيکهٔ پهٔ مخکښې به دا عرض کړم

چې حاصل کړم دَ راتلو بيا سعادت زۂ

ګناهونه دې زما دلته معاف شي

اؤ هيڅ بيا دَ ګناه ونهٔ کړم جرأت زۂ

اے زما خوږه نيکهٔ پهٔ تا سلام دے

دَ شبير ، چې درنه کيږمه رخصت زۂ

کيفيات دَ رخصتۍ

نه دے تلو ته مدينې نه زړۂ تيار

کهٔ دَ خدایٔ حکم وي بيا نشته انکار

پهٔ قسمت باندې دا ځائے بس ملاويږي

دغه ځائے دے دَ مؤمن دَ زړۂ بھار

خوږ نبي سره مسجد نبوي کښې

وے نزدې کاش چې دا وے زما اختيار

کاش چې مونږ ته دَ دې ځائے ادب معلوم شي

کاش دَ زړۂ پهٔ اواز مونږ وکړو اعتبار

زۂ دَ خدایٔ ځنې مدد به دې کښې غواړم

پهٔ کرم کړي چې زما زړګے بيدار

دَ شبيرؔ دَ خدایٔ پهٔ فضل بھروسه ده

پهٔ اعمالو باندې نهٔ کړي انحصار

مدينې منورې ته الوداع

مدينې پاکې ته زۂ الوداع وايم

الوداع ده کهٔ پهٔ زړۂ زړۂ کښې نن ژاړم

ساه مې بده ده اؤ روح مې هم زخمي دے

جداییٔ دَدغه څایٔ نه کله غواړم

ما سلام دَ رخصتۍ وکړلو راغلم

غم نه ډک پهٔ دې اشعارو چې ګويا يم

دا يادونه ترسکوي به مې بيا هلته

زۂ دَ بيا راتلو پهٔ شوق باندې اوس پايم

ياد ساته دَ مدينې خواږه يادونه

اے شبيره اوس روان وطن پهٔ خوايم

مدينې منورې نه روانيږو

مدينې منورې نه روانيږو

زړۂ زخمي دے هسې اخوا ديخوا کيږو

دَ هجران شربت چې څښو دا څومره تريخ دے

دې شربت څښلو ته دادے مخکښے کيږو

دي خبرې چې دَدې ځائے دَ يادونو

مونږ پهٔ دې باندے به هلته مشغوليږو

دَ دنيا چې مشغلې دي ورروان يو

بله نشته دے دَدې نه ، ورسميږو

البته دَ دغه لار اثر پکار دے

اے شبيره چې مونږ بيا نهٔ خرابيږو

حج نه واپسي

حج ته تلل دَ خوشحالۍ ښکلے سفر دے

دَ واپس راتللو غم زمونږ پهٔ سر دے

زړۂ مو هلته جسم دلته څنګه راوړم

ځکه ژاړم چې مې زړۂ پرهر پرهر دے


خپل اعمالو باندې لږ کهٔ نظر وکړو

نو شايد چې دا شي ټيک ښهٔ ئې اثر دے

دَ بيا تللو تمنا دې مبارک شه

دغه حال دَ حج دَ مينې معتبر دے

توحيد واخله دَ کعبې پهٔ کتو وروره

دَ توحيد چې کل عالم کښې دا مظهر دے

ټول يادونه دَ شبير ځکه منظوم شول

دا برکت دَ شاعرۍ مو پهٔ نظر دے